(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیرودتس څوک وو

[14.Jun.2022 - 16:49]

د هېرودوتس بارکيان څوک وو او دا خلک اوس چرته اباد دي !

لیک: خاطر مانېروال ( ملي پاڅون)

 

( بارکيان يا برکيان  لېبيا کې د يونان خلک وو چې دغلته يې نوابادي رغولې وه دغلته پاڅون اوشو چې د دغه ځاے واکمن پکې اووژلے شو د دغه واکمن مور فاراتيم مصر ته فرياد راوړو او د کمبيس باچا څخه يې کومک اوغوښتو ۔ کمبيس د ستر کورس مشر زوے وو چې د هغه د مرګ نه پس د هخمنشي باچاهت واکمن جوړ شوے وو او مصر يې سوبه (فتح) کړے وو۔ د مصر سوبه کولو نه پس هغه بېرته پارس ته نه وو راغلے ، مصر کې به اوسېدو او هم مصر کې مړ شوے وو۔ کمبيسس د فاراتيم په خواست د لېبيا بارکې ته فوځونه اولېږل او هلته يې د فاراتيم واکمني بحال کړه ۔ دغلته چې کومو خلکو بغاوت کړے وو هغه فوځ ګرفتار کړل او مصر ته يې رااوستل ۔ کله چې د کمبيسس د مرګ نه پس دارا باچا شو نو هغه دغه بارکيان چې يونان نژاده خلک وو ، باختر ته رااوستل او دغلته يې اباد کړل ۔ 

دا لاندې کيسه هېرودوتس د دغه بارکيانو په اړه ليکلې ده چې بيا ورپسې مورخينو دغه بارکيان مالوم کړي دي او دويۍ يې د پښتنو شجره کې ښودلې دي دغه شجرو واله کيسه انګريز مورخينو خپلو کتابونو کې ليکلې ده ۔ 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 

کله چې پارسيانو (جنرل) اريانديس Aryandes د مصر نه د فاراتيم Pheretime دپاره بدل اغستلو ته اوليږلو نو هغه بارکې Barce ته راغے ۔ دويۍ دغلته ښار راګېر(محاصره) کړو او دا غوښتنه يې اوکړه چې د اسيسيلوس Arcesilaus قاتلان دې اوسپارل شي ۔ خو د بارکې خلکو دغه مطالبه او نه منله ولې چې دغه قتل کې د ټول ښار خلک ملوث وو۔ پارسيانو ښار تر نهو مياشتو پورې ګېر اوساتلو په زمکه کې دننه  يې دېوال خواته لارې اوباسلې او بريدونه يې پيل کړل ۔ دغه سورنګونه د بارکې يو زرګر د ډهال په وسيله مالوم کړل چې د پيتلو څادر پرې ختلے وو۔ دغه ډهال يې دېوال سره په زمکه اوګرزولو چرته چې به ګونګ اواز راغلو نو هلته به سورنګ وو۔ دغه سورنګونه يې دغه دود سره مالوم کړل او په پارسيانو يې جوابي بريدونه پيل کړل ۔ 

 

کله چې جنګ اوږد شو او مرګ ژوبله پکې زياته شوه (د پارسيانو زيات مړي کېدل) نو د زمکني فوځ کمانډر اماسس يو پلان اورغولو۔ هغه اووې چې دا خلک مونږ په جنګ نشو کمزوري کولے نو چل ټګي ورسره کول پکار دي ۔ هغه د شپې په وخت يو لوے ډوغل اوکنستلو د ډوغل دپاسه يې اډاڼه اوکړه او بيا يې پرې د پاسه خاوره واچوله او د زمکې سره يې هواره کړه ۔ کله چې ورځ شوه نو هغه د بارکې خلک د خبرو اترو دپاره رااوغوښتل او هغوۍ سمدستي داسې کولو ته اماده شول ۔ اخر کار د جنګ شرايطو منلو ته ټول تيار شول ۔ دا هر څه داسې اوکړے شول : دويۍ د ډوغل په غاړه اودرېدل او د امن دپاره يې سوګندونه اوکړل ۔ سوګند دې شرط سره اوټړل شو چې تر څو پورې دا زمکه په خپل ځاے په خپل حال ټينګه وي نو تر هغه وخت پورې به دا ټړون منلے کېږي ۔ د بارکې خلکو دا سوګند اوکړو چې باچا ته به پېسې ورکوي او پارسيانو بدل کې دا ژمنه اوکړه چې دغه خلکو ته به کوم زيان نه اړوي ۔ کله چې تړون اوشو نو د بارکې خلکو د ښار دروازې پرانستې او ټول بهر ته رااووتل او پارسيانو ته يې هم ښار ته دننه د راتلو دپاره وېنا اوکړه ۔ په دې مينځ کې پارسيانو پټ پول مات کړو او ښار ته يې ځغل اووهلو۔ د پول ماتولو په وجه د بارکې خلکو ته اوويل شو چې اوس زمکه په خپل حال  ټينګه نه ده پاتې شوې نو په دې وجه تړون مات  شوے دے ۔ پارسيانو په دې چل ټګۍ ښار رااونيولو۔ 

 

فاراتيم خپل دشمنان ښه ګوشمال کړل کوم چې پارسيانو نيولي وو او د هغې مخې ته يې رااوستي وو۔ هغې دغه دشمنان د ښار په دېوال چاپيره تړلي کېنول ، د هغوۍ د سترګو وړاندې يې د هغوۍ د ښځو نه سينې غوڅې کړې او په دېوال يې کېښودې ۔ څه چې د بارکيانو شتمنۍ وې  هغه يې پارسيانو ته د مال غنيمت په توګه ورکړې ۔ دغسې فاراتيم د دغه ځاے واک تر لاسه کړو۔ 

 

پارسيانو دغسې ټول بارکيان کېباسل او کور ته روان شول ۔ کله چې دويۍ سيرني کې اودرول شول نو دغه خلکو ورته اووې چې تاسو له دې ښاره  تېرېدے نشۍ او که داسې کويۍ نو د دې دپاره بايد چې ځنې اسماني حکمونه پورا کړۍ ۔ څنګه چې فوځ د ښار څخه تېرېدو نو د سمندري ځواکونو کمانډر ، بدرس د ښار رانيولو دپاره خواهش ښکاره کړو خو اماسس د داسې کولو نه انکار اوکړو ځکه چې هغه يوازې د بارکې رانيولو دپاره رالېږل شوے وو۔ دويۍ د دغه ښار سره تېرشول او سيرينيانو پرې څه غم غرض او نه کړو او دغسې دويۍ مصر ته واپس راغلل ۔ 

 

دا فوځي دسته ليبيا کې تراوهيسپيريدۍ  Euhesperidae پورې لاړه او مخکې يې حرکت او نه کړو۔ کوم بارکيان چې د مريانو په توګه مصر ته رااوستل شوي وو هغه باچا ته حاضر کړے شول ، دارا باچا دغه خلکو ته د اوسېدو دپاره باختر Bactria ورکړو او هلته يې واستول ۔ دې غلامانو دغه ښار ته د بارکې Barce نوم ورکړو چې زما تر وخته پورې دغه ځاے اوسېدل ۔

-
بېرته شاته