(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا

[14.Jun.2022 - 16:47]

 

د پښتونخوا  سیندونه  

لیک: مولانا خانزېب

 

اباسینهلږ ټیکاو شه  ! انتظار وکړه ! د کرمې 

پنجکوړه ېم در روانه خپله  غېږ کښې پناه راکړه !

ګل احمد وردګ.

روانې اوبه پښتانه په ، سيند ، توئي ، رود ،او ،خوړ ،سره ېادوي د سيند او رود اولسي توپير دا وي چې په کمو اوبو کښې ېو سړې نېغ په نېغه د کمې وسیلې پرته پورې وتې شي دا په رود ېاد وي کمې اوبه چې سړې وړي دغه بيا د سيند درجه وي .

د پښتونخوا وطن په خېټه په سلګونو رودونه جاري دي خو دغه رودونه ځائې په ځائې د سيندونو بنړه خپلوي دلته مونږ د هغه اوبو تفصيل وړاندې کؤو چې په تاریخي توګه تر اوسه د  سيند په درجه کښې شمار دي او بهېږي.

دپښتونخوا څه اوولس غټ سيندونه د ، هندوکش ، پامير هماليه ،بابا غر ،سپين غر  ، کوه سلېمان  ،او قراقرم  ، غرئيزې زنځيري کړو نه راتوي شوي .

 

(1 اباسين )

اباسين د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې د ځمکې په سر 3180 کلومیټره بهېږي.

سعد الله جان برق وائي اباسین معنا دسيندنو پلار دا نوم ورته د ډېر تاريخي ارزښت له کبله ورکړې شوې  !

 د اباسين سر چينه په تبت مانسرور کښې ده چې ورسره په ګلګت  سکردو پښتونخوا کښې ځائې په ځائې نورې اوبه هم ېو کېږي .

  د پښتونخوا په خاوره د ټولو لوئي سيند اباسین دې د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې په ، رېګ وېد ، کښې دا سيند په ، سندهو ، سره ېاد شوې ددې سرچينه د چين په لور د همالیا د غرونو د مانسر زېرمې دي چې پښتونخوا ته د بشام په سیمه کښې  رورسي نو تر پنجاپ پورې ټول سيندونه ددې برخه شي ځکه دغه ټولې اوبه تر سمندر پورې د سند په سيند ېادېږي د اباسين بله ځانګړتيا داده چې په پښتونخوا کښې په اباسين په اټک او نيلاب یادېږي د پنجاپ په لور ورته ،مهران ، سند ،او ،انډس ، هم وائلې شي دغه راز پخوا په عربي ادب کښې اباسین ته ، سېحون ، او آمو ،ته جېحون ،وائل شوې  . 

لکه موج په بېلتانه کښې زما زړه وهي له سترګو

پدا موج کله بهېږي جېحون هسې سېحون هسې

صدر خان خټک .

اباسين د سويلي ايشيا د ټولو لوئي سيند دې د هند نوم هم ددې سیند په تړاؤ ېاد شوې د هند له خؤا راغلي دوه سيندونه ، جهلم او چناب هم ددې برخه کېږي او ټول د سند په سيند ېادېږي .

ددې سيند اوږد والې 3200 کلوميټر دې د اوبو ټوله ورکړې څه  1,165,000 مربع کلو میټر ده. ( قراقرم، ہمالیه او ہندوکشپه سيمه کښې څه 175,000 مربع میل یا 453,000 مربع کلومیټر بهېږي د اباسين د سرچينې د غرونو نه څلور نور سيندونه هم وتلي .

تر ېو وخت پورې د اباسين سر چينه ،مانسر ګنړل شو خو په  1811کښې مور کرافټ او په 1907 کښې ،سيون هېډن ، ددې په سر چينه څېړنه اوکړل او دا ئې څرګنده کړه چې د مانسر په لور چې د سوېل د اړخ نه څلوېښت کلوميټره بره کم رودونه رووځي  د ،سنګي کباب ، په نامه نو هغه د اباسين سرچینه ده .

دا سيند پاکستان په بلتستان کښې راننوځي تر دغه ځاېه اباسين 450 کلوميټره مزل کړې وي بيا وړاندې دېرش کلوميټره پس د سکردو ،شيوک‌،رود ددې برخه شي بيا د ګلګیت رود بيا د،نانګا پربت ،نه بهېدونکې ،استور ، رود ددې برخه شي

د اټک سره کابل سيند ددې برخه شي دغه راز د کرمې سيند او ګومل سیند هم ورسره ېو شي د کالا باغ نه پس دا سيند په دشته کښې خپل مزل روان کړي د مظفر ګړ په سیمه کښې د هند د لوري راغلي ، جهلم ، چناب ، بېاس ،ستلج ،او ،راوي ، خپل مېنځ کښې د ېو کېدو نه پس ددې برخه شي سند ته د رسېدو نه پس د ، ګډو ،په سويلي برخه او د ،سکهر ، په مېنځ کښې بيا د حېدر آباد او د،لاړکانې ، په ختيځ لور د ، سېهون غر ،پورې ځي د ،ټهټه ، ختيځ لور ته چې اورسي نو د ، کيتي بندر ، په سیمه کښې خور وور لاړ شي او ، بحېره عرب ، ته ځان اوغورځوي .

 

(2 کنهار سينددا د پښتونخوا ېواځينې سيند دې چې د اباسين په ځائې د جهلم سيند ته لوېږي ددې سيند زېرمې د ناران لؤلو سر د واورينو غرونو لمنې دي دغه غرونه  تر پينځلس زره فټه دنګ والې لري د بابو سر نه تر بالاکوټ پورې ددې اوګد والې166 کلوميټره  او پلن والې څه 15 ميله دې ټول کال پدې سيند کښې ېخې واورينې اوبه وي د ېخ والي له کبله ،ټراؤټ کب ، ئې مشهور دې   ګهړي حبیب الله نه چې راتېر شي نو د ، بتراسي ، نه تېرېږي دلته پې د اېبټ آباد او مظفر آباد د ېو کولو لپاره پل هم جوړ دې ددې سيند اوبه ډېرې ېخې او بېدل ئې تيز دي د مظفر آباد سره نزدې د جهلم سيند سره ېو کېږي .

(3 هرو سينددا د اباسين د ختيځ د لوري مرستيال دې د ګليات او مري د غرونو څخه سر چينه اخلي  دا سيند 90 ميله اوګد دې پنځوس ميله په مظفر آباد او څلوېښت ميله په اټک روان وي د نهه زره فټه دنګ غرونو رووځي خان پور ، حسن ابدال ،او دته ،سيمه اوبه خور کوي د خان پور په سیمه پې ېو بند هم جوړ دې اوبه خور لپاره تې اوبه ورکول کېږي د اسلام آباد د څښاک اوبه هم ددغه بند څخه دي  د خان پور نه شپاړس ميله بره د ،دوتاره ، په سیمه دوه څانګې ېو کېږي د پېنډۍ جبه نالې هم دېته رالوېږي په اوبو کښې خاوره ډېره وي د بارانونو په وخت لکه د باړې د اوبو سور وي د ودانو شګه تې هم ویستل شي .

( 4 سرن سيند ) دا د هزارې مانسهرې د ، بوګړ منګ ، د غرونو ېو تېز سيند دې د ،تربېلا ، په سیمه کښې د اباسين سره ېو کېږي ددې سيند اوګد والې څه اتيا ميله دې دا سيند په ښائست کښې بې مثال دې ددې سيند نه د سرن او ډاډر خلک پخپل همت څه نه څه د اوبه خور کار اخلي  .

( 5 دوړ سيند ) دا د سرن سيند مرستيال سيند دې څه 45 ميله اوګد والې لري  ددې سيند سرچينه د هزارې د ، ميا جاني ، واورين غرونه دي د بوني ، دمتور ، حويلياں ، شنګري ، جاګل ، سراې صالح ، او ،هري پور ، سيمه کښې ترې خلک پخپل همت پغېر د څه نهري نظام د اوبه خور کار اخلي 

سرائې صالح سره ددې سيند اوبه اوچې شي خو څلور ميله وړاندې د ، مقصود ، چينې دا اوبه د هري پور د خلکو د اوبه خور لپاره پوره کوي دغه راز د دوړ سره سره د ، مانګل ، انار ، او ، نيلا ،په نامه هم رودونه ددې نه جلا اباسين ته لوېږي .

( 6 چترال ېا د کنړ سيند ) دا سيند د هندوکش د پينځه ويشت زره فټه لوړو د ،ترچ مير ، د څوکو نه تر جلال آباد پورې  څه 480  کلوميټره مزل کوي په رګ وېد کښې دا سيند د  ،راسا ،په نامه د ېاد شوي سيند په اړه اټکل کول شي چې هم دا سيند دی د کابل سيند نه د جلال اباد خؤاشا کښې څه پنځوس لاکه خلک د خپلې کروندې کار اخلي د جلال آباد کامې په سيمه کښې د کابل سيند سره غاړې غټې کېږي  د پېښور اتيا سلنه ځمکې د کابل سيند نه اوبه کېږي د نوښار اووه څلوېښت سلنه او د چارسدۍ هم د کروندې ډېره اړتيا پوره کوي د کنړ په سيند کښې د اوبو اويا سلنه برخه د چترال د سردرو ده او دېرش سلنه اوبه ئې د ،نورستان ،پېج ، د رودونو دي .

(7 د پنځکوړې سيند

يونانيانو ،پنځکوړه ،په ګوريه  ېاد کړې بادر شاه ظفر کاکاخېل وائي چې په رېګ وېد کښې د ،تريشتاما  ،په نامه ېاد سيند هم پنځکوړه دې دا سيند د خپلې سرچينې څه 220 کلوميټره مزل کوي  د بوساق په سیمه کښې د پنځکوړې سيند باجوړ ته راننوځي هم پدغه ځائې کښې د ملاکنډ د اړخه د سوات سيند هم راځي ددغه ځاېه دوانړه سيندونه ېو ځائې د مومندو اتمانخېل او بيا  د چارسدې ابازو سيمې ته اوځي د اتمانخېلو په سيمه کښې د مومند ډېم په نامه د څورلس سوه ميګاواټه ېو ستر د برېښنا او اوبه خور بند جوړول شي چې تر 2025, به پې کار پوره شي .

( 8 د کابل سيند

دا سيند په رېګ وېد کښې په ،کوبها ، سره ېاد شوې .

په سنسکرت، کښې دا سيند په  ،کامبوج ،   د يونان ، کابوره ،د چينايانو  ،کاوفو ، کوفن ،او ، کوفيس ، ټول نومونه د کابل سيند لپاره کارول شوي توري دي. نور نومونه ئې هم لکه  ، کارورا او کابورا ، ېاد شوې دي. يوناني ليکوال هيروډوټس دا سيند د کسپاتايروس په نوم ېادوي.

ددې سيند سرچينه د کابل نه 45 ميله جدا د هندوکش د څوکو  ، لغمان د اونې درې ، ده د سويلي ايشيا په لوئي سيندونو کښې ېو دې   د کابل سره پدې ېو بند هم جوړ دې د سروبي نه وړاندې جلال آباد ته رووځي  ځائې په ځائې ورسره واړه رودونه هم ېو ځائې شي.

 

د کابل سيند ټول څه 700 کلومیټره اوګد والې لري شپږ سوه کلو ميټره په افغانستان کښې او څه ېونيم سل کلومټيره په پښتونخوا کښې مزل کوي  .د کابل سيند سره سوات او پنځکوړه ېو کېدو نه پس د اټک په سيمه د اباسين سيند سره ېو کېږي دغه راز د کابل سيند سره په بره پښتونخوا کښې د ، اليشنګ ، الينګار ، پنجشیر ، مېدان ، لوګر ،سرخرود او بيا د باړې اوبه هم ېو کېږي .

دکابل سيند کله چي دللندر د تنګي دري نه تېر شي نو د چهاردهي د سيمي نهه وروسته دکابل ښار ته ورننووځي کله چي دکابل له ښار نه تيريږي د تينۍ په سيمه کښې د لوګر سيند ور سره ېوځائې کېږي او بېا د ،تنګي غار ،سيمې ته داخلېږي چي د ،نغلو ، په ساحه کښې د پنجشير سيند ورسره ېوځائې کېږي د سروبي نه وروسته  ،وريښمين تنګي ،ته داخليږي  بيا ورسره د علينګار او عليشنګ سيندونه دلغمان د ځمکو د خړوبولو وروسته د عزيز خان کڅ په سيمه کښې ېو ځائې کېږي ،د ننګرهار د درونټي په جنو ب کښې د ، سرخاب رود ، اوبه ورسره ېوځائې کېږي .

 

د ننګرهار  په پراخه سيمه د کانالونو په واسطه ډېره ځمکه خړوبوي کله چي دغه سيند د جلال اباد ښار د شمال ختيځ د ، بېهسودو،  سيمې نه تېر شي نو د  ، کامۍ، دزاخيلو دکلي په سر کښې  دکنړ سيند ورسره  مل شي او  د مومندو د ، لال پورۍ ، دتنګي له لاري د مومندو ، مېچنۍ ، سيمې ته ننوځي.

اولف کېرو د کابل سيند په اړه ليکي : د مېچنې نه لاندې د کابل سيند په،درې سره ، لکه د نهرونو خورېږي ، ناګمان ، شالم ، او ،سردرېاب ، ېو وړه ،نالۍ ، د بډنې ، په نوم هم  ده دا ټولې بيا د چارسدې په ،نسته ،کښې سره ېوشي ،بډنې ،د دله زاک په ځائې کښې د ،شالم ،سره ېو شي  شمالي څانګه د نيستې په خؤا کښې د ځان سره د ،سوات او پنځکوړه ، اوبه هم ېو کړي دغه سيندونه ېعنې سوات او پنځکوړه ړومبې د باجوړ په ،بوساق ،سيمه کښې سره ېو شي بيا د اتمانخېلو په سيمه کښې راتېر شي ابازو ته رووځي  د کابل سيند سره د ېو کېدو نه پس دغه ټول بېا په چارسده کښې په  ،لنډۍ ، ېاد شي د کابل سيند د مېچنې نه ښکته د مغلو په وخت په دوه لارو بېدو خو بيا نور روستو خور شوې .

 په چارسده کښې د ،سردرياب ،سیمه هم ددې سيند په غاړه ده چې په ،نسته ،کښې د سوات پنځکوړۍ سيندونو سره ېو شي نو بیا ورته ،لنډۍ ، سيند وائي د سوات پنځکوړۍ سيندونه چې په چارسده کښې د ،ابازو ،سيمې ته ننوځي نو دلته ئې نوم د ،خيالي ،سيند شي دغه د سوات او پنځکوړۍ اوبه چې مخکښې ځي نو د ،خيالي ،او ،جيندي ، په سيندونو په نامه ېادې شي  د سوات نه تر ،نستۍ ،پورې د سوات سيند اوګډوالې د فضل ربي راهي د څېړنې ترمخه څه 210 کلوميټره  او د ډاکټر لياقت تابان د څېړنې ترمخه څه 240 کلوميټره دې .

( 9 د سوات سيند

د سوات زوړ نوم ،اديانه ، چينائي سيلاني ،فاهيان ،په څلورمه پېړۍ کښې ېاد کړې . په  رګ وېد کښې د سوات سيند ته ،سواستو ،وائل شوې او هم پدغه نسبت ټوله سيمه تر نن په سوات سره ېادېږي .

سوات ته سوات والې وائي ؟   بادر ظفر کاکاخېل پدې اړه وائي : په رګ وېد کښې د سوات سيند نامه ،سواستو ،او ،يونانيو بطليموس وغېره  ،په ، سواستن ، سره ېاده کړې په مها بهارت کښې د ، شمال غربي هند ، د سيمو په نوم لړ کښې هم ېاد دې هيونګ سانګ د ، سو ،پو ،فا ،سو ،تو ، So, po, Fa , So ,To ,  ټکو ېاد کړې دغه راز ېو سيند په رګ وېد کښې د ،راسا ،په نوم ېاد شوې ددې تعين نه دې شوې خو ممکن ده چې د کنړ سیند وي چې په ، خواسپس ، khoaspas, په نامه هم ېاد شوې دغه راز ،تريشتاما ، اواني تابها هم سيندونه ېاد شوي ممکن ده  چې د ېو نه ،پنځکوړه ، او بل نه ،الشنګ ،دې.

ډاکټر سلطان روم وائي چې ،سوات ،د سواستو ېا ،سويټا ،نه ماخوذ دې  سويټا ،سپين ته وائلې شي نو پدغه نسبت د سوات سيند د سپينو اوبو سره نسبت جوړېږي ېا قاضي اثر وائي چې ، سو ،نمر ،ته وائي او ،آت ، ځمکې ته ېعنې هغه ښائسته ځکمه چې هر وخت د هر اړخ نه پې نمر لږي داسي ځمکه څوربه ګنړل شي هم د قاضي اثر د رائې په رڼا کښې ډاکټر سلطان روم وائي چې داد بيا د سرېانې ،وۍ ، دې  هم دغه وجه سمه بولي  ځکه دا نوم د اديانه نه قديم بيا ښکاري دغه راز سوات د عربی اسود ېا صود بلل په تاريخي توګه ناسم بولي .

د سوات سيند سرچينه د کالام غرونو لمنې دي چې د سمندر نه شپاړس زره فټه لوړې واورينې څوکې دي  ددې سيند مزل څه 240 کلوميټره دې ددې مرستيال رودونه ، شواندي ، ګبريال ، ، برنوئي ، بشګرام ، ميادم ،زندرۍ  ، او د کوهستان کنديا ، دوبير  ، او ،بړندو ،هم ،دي دا سيند  مدين سره سوات سمې ته داخل شي  دا سيند ټول کال تېز ېخ روان وي تر لنډاکي پورې دا په سوات کښې روان وي  د بټ خېلې په سيمه کښې ددې سيند نه ېو نهر  ،امان دره هېډ ورکس  ،ويستل شوې د ملاکنډ قلا په خوا کښې د ېو سرنګ په وسيله ددې اوبه ، جبڼ ،ته رسول شوي دلته پې د برېښنا لپاره بجلي ګر جوړ کړې شوې د جبڼ نه وړاندې د دغه نهر د ېو چړ په شکل کښې ، درګۍ ،ته بوتلل شوي دلته پې بل بجلي ګر جوړ دې دا نهر بيا د چارسدې ،ابازو ، ته ووځي هلته د اوبه خور لپاره کارول کېږي .

( 10 کلپاڼې

کلپاڼې ېو وړوکې رود دې د مردان سره تېرېږي ددې سرچينه په سوات کښې ، موره غرونه ،دي د بائېزو په سيمه کښې ، مردارا ، بګياړي ، لوند خوړ ، او ګدر ، ئې مرستيال رودونه دي د سوېل د اړخ نه ، باکرې خوړ ، شاه ګې ، او ،نارنجي خوړ ،هم ددې مرستيال شي د سدوم د اړخ نه ، د تورو رود ، ورسره ګډېږي د نوښار چاؤڼې سره دا رود د کابل سيند ته لوېږي د کلپاڼې نه د اوبه خور کار اخيستل شي د صوابۍ بدرۍ رود هم اباسين ته ووځي دغه راز په ټوپۍ کښې ځائې په ځائې چينې هم اباسين ته ووځي .

( 11  د باړې سيند  )

په رېګ وېد کښې ددې سيند نوم ،پرائي يو ، ېاد شوې دې .

په ژمي کښې د تيراه په سر چې په سپين غر کمې واورې اوشي نو په اوړي کښې په کوڅه د مېدان په لور په زور کښې دغه اوبه توئېږي دغه اوبه په اوړي کښې د پشکالي خوړونو سره د باړې په لور ډېرې په زور کښې راځي  دغه اوبه د باړې په سيند ېادېږي د باړې رود په خوږو اوبو ېاد دې د سيکانو او پيرنګېانو په وخت کښې پېښور ته د باړې اوبه د څښکلو لپاره راوستل شوې وې د باړې په رود د زمانو د وطني شولو کرونده به کول شوه پخوا دا سيند د قيسه خانې په مېنځ کښې بېدلو دا سيند د څمکنو ځمکې هم خړوب کوي د اکبر پوره په سيمه کښې د کابل سيند ته ووځي .

د باړې د رود دغه ګډوډې اوبه داسې هم یادېږي ! پدې باړه کښې اوبه ګډوډې ځينه ، شينواري لونګينه ،شينواري لونګينه .

د بارې نه دغه اوبه د پېښور ښار نه په سوېل په نمر خاته  تېرېږي د جي ټي روډ نه بېا قطب ته اوړي دغه سيمه په پېښور کښې په ،خالصه ،ېادیږي چې نن سبا پکښې د څارؤو لوېه مېله هم وي دغه اوبه د ارباب بانډې په څنګ کښې د کابل سين ته لوېږي .

پخوا چرته په تيراه ډېر باران شوې وو په خالصه کښې د خوړ په غاړه خلکو خره تړلي وو  سېلاب په شين آسمان راغلې وو ټول خره ئې په مخه کړې وو د هغه وخت نه دا متل د خلکو په خوله شوې چې کله داسې کار اوشي چې ېو کار ېو شان وي او انجام ئې بل شان شي نو خلک وائي باران په تيراه اوشو او خره ئې د خالصې ېوړل  هم دغه حال د چکدرې او راموړې هم جوړېږي .

( 12 د کرمې سيند )

د کرمې سيند د خپلې سرچينې نه څه 320 کلوميټره مزل کوي د کرمې سيند  په اړه څېړنکاره صفيه حليم ليکي ! درې ذره کاله پخوا آریائی مناجاتو ،رېګ وېد ،کښې  داسيند دکروموسپيځلې سیند په نامه ېاد شوې دې سيند اوس هم خپله لاره نه ده بدله کړې. ددې سرچینه په سپين غرکښې ده.

د کرمې غرونو ېوې خوا ته د خوست او پکتيا ولايتونه او بلې خوا د پاکستان قبائلي سيمه کرمه پرته ده. د دې اوبه د جلال اباد نه ۸۰ کلوميټرجنوب لوېديځ او پاړا چنار نه ۲۰ کلومیټر لوېديځ کښې د ، پيواړکوتل ، ته راښکته شي دغه دره په ژمي کښې څو مياشتې د سختو واورو له کبله بنده وي.

د کرمې اوبه ۳۲۰ کلوميټر مزل وهلو نه وروسته د بنو په شمال کښې د عيسی خيلو سره اباسين کښې ورګډې شي. لرغونو انسانانو به د دې سيند سره سره د ګرديز، خوست او ميران شاه ، د لارې تر پنجاب سفرکوو. په لومړي میلادي پېړۍ کښې د دې سیند په غاړو بودائي عبادت ځایونه هم جوړ وو. ېو ځائې د کنشکا باچا د واک په شلم کال کښې ېوه جعبه (کاسکټ) وموندل شو چی خروشتي ژبه پرې لیکلې وه او دکرمې جعبهنومېده.

د کرمې په سیند  ،ذیران بند ، ډېر پخوا جوړ وو او د ډنډ نه ئې خلکو اوبه اخيستې. په ۱۸۸۰ ز کښې برطانوي پوځ پاړا چنارکښې خپل مرکز جوړکړو نو د دې په شمال کښې ئې د ،مالانه بند ، وتړلو. د ،تنګي بند ، ۸۳ ميګا واټ بريښنا جوړوي او شا و خوا ۸۴ زره ايکړه ځمکه پرې هم خړوبېږي. د دې نه علاوه په دوو نورو نهرونو ۲۷۸ زره ايکړه ځمکه خړوب کېږي. د کرمې ټيټه دره کښې  ،سده ،ېو ښکلې ځائې دې. د کرمې هوا په اوړي کښې ډېره معتدله او ژمي کښې واورین وي. د دې په شمالي او لویدیځو لوړو واوره کېږي د کرمې تر ټولو لوی بند  ،کوټ راغه ،په ملک خیلو کښې جوړ دې  په ډنډ کښې يې کبان هم ساتل کېږي. په بلیامین کښې ېو باراني بند  ،میداني ،هم د کر ځمکه اوبه کوي.

د  کرمې او ټوچي رود چې په لکي مروت کښې په ،ګمبيلا ېادېږي سره ېو شي او مخکښې اباسين ته رسي.

د کرم ګهړي سکيم نه پس دا سيند اوس ډېر زيان نه کويېو نهر دکرمې سيند نه منګل قبيلې د ،کچکوټ ،په نوم ويستې  ېو ،ويال پټونه ،په نوم د شيتک قبيلې ويستې چې د مامد خېلو ځمکې تې خړوب کېږي  دغه راز مېجر نکلسن په مشرۍ کښې په 1855 کښې ېو نهر د ،رام نهر ،په نوم ویستل شوې چې شپږ زره کناله ځمکه تې اوي ده ، دغه راز ويال منډان ،ويال فاطمه خېل،  خون بها ، ويال چشنه ، او ويال شاه ، په نوم ولې هم د کرمې سيند نه ويستل شوي.

 

( 13د ټوچي سيند ) .

دا د کوه سلېمان د ختيځ غرونو سرچینه اخلي  د شمالي وزيرستان څخه تر بنو رووځي د کرمې سيند سره د ېو کېدو نه پس د لکي مروت سره اباسين ته اوځي د اوبه خور سره د برېښنا کمه ګټه تې ډېره کمه ده.

د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د اوبو په تړاو هېڅ ډول هوکړه يا کوم تړون نشته. په دې تړاو يوازځينې هوکړه‌ليک په 1921ز کال کښې د افغانستان او پيرنګېانو ترمنځ شوې وو، چې اوبو ته‌پکښې  ډېره کمه اشاره  شوې ده. په دې معاهده کښې برطانيا هوکړه کړې، چې افغانستان کولی شي د تورخم د اوسېدونکو لپاره د يوې لوئې لارې اوبه واخلي او په مقابل کې افغانستان هوکړه کړې، چې برطانيا مامورين او له ډيورنډ کرښې هاخوا قبائل کولی شي په کابل سيند کښې د کشتۍ چلولو او اوبو لګونې لپاره کار واخلي.

د افغانستان نه پاکستان ته د اوبو بهېدل  21.5 کيلومتر مکعب دې او له دې جملې 15.5 کيلومټر مکعب ئې  فقط د کابل سيند دي .

د افغانستان په نامه د څېړنو مرکز د شمېرو په بنسټ، هر کال ۱۹ میلیارده ميټر مکعبه اوبه پاکستان ته پغېر د کم رسمي تړون هره ورځ ځي او ۳۴ میلیارده ميټر مکعبه اوبه ایران ته ځي. دغو دوانړو هیوادونو د افغان اوبو ته په خپلو خاورو کښې سترې سترې زیرمې جوړي کړي دي.

د پاکستان د اوبو او برېښنا د پراختيا ادارې د معلوماتو له مخې،  د کابل سيند د پاکستان د ټولو اوبو د اړتيا په کچه کښې د 16 نه تر 17 سلنه پورې اوبه برابروي.خو د پاکستان له پولې سره څېرمه په ډکه سټېشن کې د دغه سيند د تخلييې اوسط کچه 608.4 متر مکعب په هره ثانيه کې ده. دغې کچې ته په کتلو سره کابل سيند د سند حوزې 19.2 کيلومتر مکعب يا 20 سلنه کلنۍ اوبه برابروي.

په افغانستان کې له جګړو او بې‌ثباتيو وړاندې د کابل سيند پر حوزه 7 بندونه جوړ شوي او د 12 بندونو جوړول په پلان کښې وو، چې په دوو ئې عملآ کار روان وو. دا بندونه به په ټوليز ډول 1891 مېګاواټه برېښنا جوړولې خو هرڅه نيمګړي پاتي شو.

( 14 د هلمند سيند )

 

هلمند د افغانستان تر ټولو ستر او اوږد داخلي سیند دی چې د آسیا په کچه په لسم قطارار کښې راځي. هلمند  1300 کیلومتره اوږدوالی لري دا سيند د بابا غر څخه سر چينه اخلي.د  هلمند رود  تر څنګه د دې  مهم سیندونه او رودونه دا دي: ادرسکن، ارغستان، چګائي، ناور دښته، فراه رود، خاشرود، خوسپه رود، اغنداب، موسی قلا، سرده ، غزني، ترنک او ارغنداب.

په اوستا کښې هلمند په ، هيتومند ، نوم ېاد شوې 

د ارزګان په ولايت کښې د هلمند د سيند مرستيالان د (کميسان kamisan) سيند او د  ،ترين ، رود دی چې دا دواړه سيندونه د  ،ترين کوټ ، په برخه کښې سره ېو ځائې شوي دي او له هرات وروسته له هلمند سره ېو ځائې کېږي.

د موسی قلا رود او د  ،پاني ،رود د سنګين په برخه کښې په هلمند کښې ورتويږي.  

په همدې توګه د ګرشک په سوېل کښې د  ،نوزاد رود ، هم ور سره ګډېږي همدا ډول د ارغنداب رود د بست د تاريخي قلا په خؤا کښې ورسره ېو ځائې کېږي.

د غزني د مرستيالانو سرچنه تر غزني او جاغور پوري  بېا رسي.

 د هلمند د اوبو شبکې  262000 مربع کیلومتره ساحه نيولې ده او د افغانستان په سلو کښې څلوېښت کرنیزې ځمکې خړوبوي.

د هلمند د سیند په برنۍ برخه کې د اوبو جریان چټک دی. د ځمکو د توږل کېدو له امله په برنۍ سیمه کښې ځمکې تخریبېږي او ښکته، د کجکي بند کاسه د خاورې د کښېناستو له امله ډکېږي.

د هلمند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان تر منځ دولتي تړون شته، خو په تېرو څلورو لسیزو کښې د جنګ شرایطو افغانستان دې ته پرې نه ښود چې خپله د اوبو برخه په کامل ډول وکاروي نو عملاً ایران له خپل حقه زیاتې اوبه درلودې

( 15 د ګومل سيند )

دا سيند په رېګ وېد کښې د ،ګوماتي ،  په نوم ېاد شوې دې 

ګومل سیند څه 400 کلوميټره مزل کوي ددې سيند لوئي مرستيال سيند ،ژوب سيند ،دې چې څه 410 کلوميټره اوږد والې لري   د ګومل سيند د  افغانستان لوري غرونو او کوه سلېمان د کم لوړو غرونو سرچینه اخلي ځکه پکښې اوبه ډېرې نه وي ټول کال چې کمې اوبه بهېږي هغې ته ددغه سيمې خلک ،زام ،وائي دېته د لوني سيند هم وائي د وزيرستان نه دا ډېره اسماعيل ته ننوځي په اوس وخت کښې د ګومل زام په نامه پې د اوبه خور او اوولس ميګاواټه بريښنا هم توليد کېږي .

 

( 16, د هري رود مرغاب سيند )

 

دا سيند 1100 کلوميټره اوږد والې لري د قراقم دشتې ته اوځي   دا سيند د بابا غر د لويديځ نه سرچينه اخلي چې هندوکش د زنځير برخه ده دې سيند ته په ترکستان کښې ، tejen , , وائلې شي 

دا حوزه د هریرود، مرغاب او کوشک رود سیندونو څخه جوړه شوې ده او شاوخوا ۸۰۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري.

 

د مرغاب سیند په ۴۰۰۰۰ مربع کيلومټره سیمه کښې پروت دې چې د ترکمنستان په شګو کښې ورکېږي.

هری رود د بابا له غرونو پیل کېږي، ۶۵۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهېږي، بیا سل کیلومتره د افغانستان او ایران پوله جوړوي، ورپسې په همدومره اوږدوالي د ایران او ترکمنستان پوله جوړوي او بیا د ترکمنستان له تجن سره په شګو کې ورکېږي.

د هرات په چشت شریف کې د سلما بند د هری رود او هلمند ډېره برخه اوبه ذخیره کوي. دا بند ۶۴۰ ملیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د هریرود اوبه د افغانستان د ابادۍ له پاره ضروري دي خو ایران او ترکمنستان هم ترې ګټه اخیستل غواړي.

افغانستان له ایران سره د هری رود د وېش له پاره کوم ځانګړی تړون نه لري نو ځکه ایران پر هریرود د بندونو او نورو تاسیساتو جوړولو ته د ګواښ په سترګه ګوري.

( 17 د آمو سيند )

په رېګ وېد کښې ددې سيند نوم ،وکشو ،ېاد شوې دې.

د آمو سيند په افغانستان کښې 1100 کلوميټره اوږدوالې لري د تاجکستان ،ازبکستان ، او ترکمانستان په اوږدو سيندونو کښې شمار دې  دا سيند د ، vakhsh, او پامير څخه سرچينه اخلي د لويديځ په لور ځي او د ترکمنستان په دشتو کښې ورکېږي ددې سیند ټول اوږدوالې 2540 کلوميټره دې .

د آمو د اوبو حوزه په افغانستان او ګاونډ کښې په  ۲۲۷۸۰۰ مربع کیلومتر ساحه کښې غوړېدلې چې ۳۹٪ یې (۹۱۰۰۰ مربع کیلومتره) په افغانستان کښې ده. د آمو سیند ۲۵۴۰ کیلومتره اوږد دې چې ۱۲۰۰ کیلومتره ئې له تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوي. په افغانستان کښې د آمو حوزه له پینځو مهمو برخو جوړه ده (رستاق، خان آباد، کوکچه، کندوز او پنج). د آمو سیند ۹۰۰ کیلومتره بستر د کشتو چلولو وړتیا لري او د ېو مهم ټرانزیټي ګټې امکان لري.

د آمو څنډو ته پرتې ځمکې په دوامدار ډول د توږل کېدو په حال کښې دي نو د آمو د څنډو د استحکام موضوع د هېواد د سترو حیاتي پروژو یوه برخه بلل کېدای شي. د کوکچې  په سیند ۴۵۰ میګاواټو شاوخوا برېښنا په ظرفیت د بند پروژه هم ډيزائن شوې وه خو اوس پاتي شوه.

دافغانستان دروانو اوبو له جملي نه څهه %١١ دپاکستان خاوري ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاوري ته دغه راز څه ۹/ برخې ايران ته او %۴۰ سلنه دهيواد پولو په دننه کښې ولاړو اوبو دښتو اوقذرتي (جهيلونو ) ته ورتوئيږي  .

د افغانستان كالنى آبي ظرفيت ۷۵ مليارده ميټر مكعبه دې، چې له دغې اندازې ۵۷ مليارده میټرمكعبه اوبه ئې سطحي ( د سيندونو او اورښتونو) او ۱۸ مليارده ميټرمكعبه ئې ترځمكې لاندې اوبه دي.

 

د‌افغانستان د  اوبو او انرژۍ وزارت د وېنا له مخې افغانستان د دغو اوبو له ۳۰ فيصدو نهه لږې كاروي او په پاتې نورو ئې ګاونډي هېوادونه آبادېږي د افغانستان اويا سلنه اولس ته د پاکو اوبو موندلو ستونزه ده .

————-

 

په سيند او خوړ کښې فرق

 

سيند  :

------------------------------------------

 د سيند سرچينه د واورو غرونه (glacier) وي- تل روان وي- په ګرميانو کښې زياتيګي او په ژمي کښې کميګي

 

خوړ

------------------------------------------

د خوړ سرچينه هغه غرونه وي - چې په ژمي کښې پي واورې او

بارانونه اوشي  او د چينو (چشمې spring) نه يې خوړونه جوړ شي -

خوړ په ژمي کښې زيات او  ګرميانو کښې کم شي - په کوم کال چې ژمي کښې واوره او بارانونه اونشي نو ګرميانو کښې خوړونه وچ شي-

-
بېرته شاته