(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فرعونیت نښې

[14.Jun.2022 - 09:28]

سیاسي اجتماعي دانش د فرعونيت دغه نښې سره د اهرامونو خخې کړي  !!!

ليکمولانا خانزېب

 

یہ وقت کس کی رعونت پہ خاک ڈال گیا 

یہ کون بول رہا تھا خدا کے لہجے میں۔

افتخار عارف۔

 

د پښتونخوا صوبې پخواني ګورنر افتخار حسېن شاه ېو ورځ ېوې جرګې ته اووئل چې پولټيکل ايجنټ د پيرنګي جاسوس به وو  پيرنګې اوس تلې پکار ده چې دغه څوکۍ هم د تل لپاره ختمه کړې شي.

 

د پښتونخوا د بندوبستي سيمو  نه به چې کله ،پخوانې فاټا ، ته کم چاروکې راغلې نو ېو دم به ئې خوئي بوئي او کړه وړه دلته بدل شو .

هلته به سم دم ډي سي وو چا به پېژاندو هم نه خو دلته به ترې سمدستي ( P A ) political agent ،  ېا بې تاجه باچا جوړ شو د مشرانو سره د پولټيکل ايجنټ د ملاقات به خپله ورځ وه چې کله به ورله راتلې نو د تحصليدار صېب نه به دې ړومبې چيټ اخيستو که هغه په چيټ درنه کړو نو د پولټيکل د دفتر په خوا به هم نشوې ورتلې که پوليټيکل ايجنټ به د چا نه خفه وو نو لوېه سزا به دا وه وائل پلاني د پوليټيکل ايجنټ دفتر ته نه راځي .

 

دغه د پولټيکل ايجنټ ذات به د هغه اختېاراتو مرکز وو چې په نورې نړۍ کښې تصور هم محال وو . د پولټيکل ايجنټ څوکۍ د پيرنګي د وخت نه وه چې دا به د ځنې سيمو د سېاسي چارو د ترسره کولو او پيرنګي لپاره د ېو سېاسي نمآئنده په توګه ګمارل شو.

د پيرنګي په وخت کښې ډېر پوهه چارواکي ته به دغه منصب ورکول شو ډېرو به پښتو  هم ايزده کړې وه او د پښتنو د دود دستور نه به څه نه څه خبر وو  چې د ،مېک مهن ، پشان  خلک پکښې په ملاکنډ ايجنسۍ کښې هم پاتي شوي وو خو دغه چارواکي ته چې کله د ايف سي آر ډانګۍ په لاس ورغلې نو ځان به ئې د خدائې تعالی نه هم غټ ګنړلو .

د پاکستان په وخت کښې دې سيمو ته به  کله د پنجاپ نه هم چارواکي رالېږل شو چې ډېر خلک به ورسره په ژبه هم نه پوهېدل.

نوم به ئې د پوليټيکل ايجنټ وو خو خوئي بوئي د اولس سره به د پيرنګېانو د وائسرائې وو.

کم پولټيکل ايجنټ به چې د پاکستان نه پس دې سيمو ته رالېږل شو ددغه څوکۍ د هرې ايجنسۍ د ګټې وټې په حساب به خپل خپل نرخ وو لکه په 2014 کښې د خېبر ايجنسۍ د پولټيکل ايجنټ څوکۍ به په څلوېښت کروړه د مومند او باجوړ هغه به په پينځويشت کروړه د وزيرستانوو څوکۍ په دېرش دېرش کروړه  خرڅول شوې داسې د اسسټنټ پولټيکل ايجنټ نه واخله تر تحصليدار او نائب قاصد به هم مالوم نرخ وو دغه پېسې به د ګورنر فاټا سېکټرېټ او ځنې نورو نامالومه خلکو په برخه پورې ويشل شوې تورخم ته به چې کم تحصليدار لاړې نو تلې به د ېو جوړه جامو سره وو خو چې کله به راستنېدو نو روپۍ به ئې په بوجو کښې هره ورځ پېښور ته لېږلې

دغه چارواکي به چې دې سيمو ته راغلل نو اختیارات به بې اندازې وو ځکه چې د پولټيکل ايجنټ په  ېو ذات کښې به ، عدليه ، انتظاميه ، او ، مقننه ، هرڅه جمع وو د فنډونو د لګښتونو به هيڅ کم حساب کتاب نه وو چې کله به چې ددې سيمو نه ستنېدو نو څو څو چنده به دغه چارواکي د خلکو په مالونو غاړه بند ستنېدو  ېو مراعات ېافته طبقه هم تخليق کړې شوې وه هغه غریبانو ته به په وړو کښې مالګه هم نه ورکول شوه اصل غلا د اېف سي آر لاندې دغه چارواکو به کوله خو بدنامي به ددغه مشرانو په سر ورتپل شوه .

 

هم پدغه چارواکو کښې ېو دا کس هم وو چې په هغه وخت کښې د باجوړ ايجنسۍ آخري پولټيکل ايجنټ وو.

 

دا پولیټکل ايجنټ زمونږ د سيمې د پښتونخوا سره د ېو کېدو نه مخکښې آخري ،مغل فرمان روا ، وو پښتون وو ځان سره به ئې د پښتنو د ېو تاريخي قبيلې تړون هم کولو خو که څوک د پيرنګي د وخت حقيقي څېره او انګازه په سترګو غوږونو ليدل او اورېدل غواړي نو ددې سړي دغه ېو ميلټ خبرې دې وارئ نو پوهه به شې چې د پيرنګي په وخت کښې به نېغ په نېغه د غلام او بادار څنګه کړه وړه وو چې سل کاله پس د هغه ېو ځائې ناستې د خدائې په لهجه کښې اولس ته نېغ په نېغه دړکه ورکوي دا په حقيقت کښې په 1835 کښې د لارډ مېکالې د وېنا حقيقي مصداق وو چې هغه وائلې وو چې د پيرنګي د اولس ته د تعليم ورکولو نه موخه داده چې داسې ېو  ، طبقه ډله ، مونږ جوړه کړو چې په خټه خو ددې خاورې وي خو په خوئي بوئي پيرنګېان وي دغه پولټيکل ايجنټ به هغه سړې د سيمې نه هم شړلو چې چا به دده ځواک ته ګواښ پېښه ولو ډېر سېاسي او مدني فعالان وخت په وخت به جلاوطن کولې شو ځکه که ډېر څه به دې وائل نو کور او دېره به ئې درله بلډوزر کوله.

په 1995 کښې ېو ځل حاجي غلام بلور باجوړ ته راتلو  په هغه وخت کښې  د عوامي نېشنل ګوند د سنټرل ورکنګ کمېټۍ غړې شېخ جهانزاده  د باجوړ د ګوند مشر وو پولټيکل ايجنټ ورته ليکلې چيټ رولېږو که حاجي بلور راغلې نو ستا سره د مرګرو کورونه  او دېره به په بلډوزور ړنګ کوم  شېخ صېب ورته اووئل کورونه ړنګ کړه ! بيا به ئې جوړ کړو خو د قام دا مشر به خامخا راځي !حاجي بلور تردربنو رارسېدو خو د هغه ځاېه ستون کړې شو

 

کله چې په 2016 کښې دا سړې د پولټيکل په حېث زمونږ سیمې ته رالې زه پخپله د سرکاري چارواکو خواته ډېر کم ځم زمونږ د باجوړ د ټولو کاروباري مرکزونه ېو پنځوس کسيز ډله ددې پولټيکل خواته ورغلو د مرګرو وېنا وه چې نوې راغلې ستري مه شي به ورته اووايو او هم به ورته د سيمې د اولس د کاروباري ستونزو په اړه خبرې اوکړو.

څه دوه ګهنټې مونږ پنځوس کسان دده په دفتر کښې د صېب د ملاقات په انتظار کېنول شو خو صېب د ملاقات غږ نه راتلو چې وخت ډېر تېر شو نو ما ټولو خلکو ته اووئل چې دا زمونږ په ټيکسونو راغلې ېو نوکر سړې دې خو چې د سيمې پنځوس پښتانه مشران دې دوه ګهنټې د ملاقات په نامه کينوي راځئ بی ديدنه ترې ځو ټول خلک راسره راپاڅېدل چې کله د دفتر نه اووتلو نو سمدستي راپسې سرکاري چارواکي راپه منډه شو وائل صېب وائي راځئ ملاقات ته او داسې مه ځې مونږ ورته اووئل چې صېب ته اوواېه چې مونږ په کور کښې خپله خورو ستا د ملاقات هيڅ ضرورت نشته او داسې ترې لاړو.

 

څو ورځې پس د باجوړ په ېو تجارتي مرکز ، انات کلي ، کښې د اېف سي ېو حولدار نامالومه تنانو اووژلو د ، اېف سي آر  ،د اجتماعي ذمه وارې د قانون ترمخه د درې زره دکانونو دغه بازار ټول اوتړل شو او دا دړکه هم خلکو ته ورکړل شوه چې بازار به هم ړنګ کووچې کله پينځلس ورځې دغه بازار اوتړل شو خلک تنګ شو هيڅ نرمي دغه پولټيکل ايجنټ نه کوله نو مونږ د ټولې سيمې د کاروباري سازمانو د مشرانو حاجي شېر محمد ،  لالي شاه پښتونېار ،صوفي حميد ، اکبر جان ،  حاجي محمد شاه ،سره په ګډه   د غبرګون په توګه د ټول باجوړ د بازارونو د تړلو پرېکړه اعلان کړه.

 کله مو چې پرېکړه اوکړه نو جوابونه رامات شو چې تاسو جرګې له راشې خبره جوړوو خو مشرانو ورته اووئل چې ړومبې به په ټوله سيمه کښې ،کاربندېز ، اوس عملي کوو بېا به ګورو .

 د هړتال ناکام کولو پوره هڅې د پولټيکل ايجنټ له خؤا د شپې د شپې اوشوې خو په سبا په ټوله سيمه کښې هرڅه بند کړې شو او په پرامن ډول د اولس غږ اوچت کړې شو.

دا تقرير چې تاسو اورې بله ورځ څه د خاصو خلکو جرګه پولټيکل ايجنټ  رؤوغوښتله  او د ،انات کلي ، د بازار کولاولو اعلان هم پکښې اوشو خو ورسره دغه پولټيکل ايجنټ د سيمې په کاروباري ټولنو بندېز اعلان کړو او نورې دړکې هم اوکړې خو بېا دغه د پولټيکل ايجنټ بندېزونه څنګه شنډ کړې شو دغه قيسه بل وخت.

دا تفصيل د ېو معمولي سيمه ايزې پېښې وو دلته د پولټيکل په نامه د پاکستان نه پس هم ېو اوېا کاله کم جبر مسلط وو پرېکړه تاسو اوکړې ځکه اوس هم ددغه نظام څه ځانګړي خلک وائي د پولټيکلې نظام وائي ښه وو تو لعنت شه  پدغه نظام ..

 
-
بېرته شاته