(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپین خامار/ شیطان .. ...

[11.Jun.2022 - 07:56]

سپین خامار / د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

لیکونکی ګرېم برودر

ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

 

د اوس نه ډیر ډیر کلونه پخوا یوه باد شا باد شاهي کوله. دا باد شا دومره هوښیار و چې په هوښیار تیا په ټول هیواد کې مشهور و. دی له هرڅه نه خبرو او هیڅ شی ترې پټ نه پا تې کیده. داسې ښکاریده چې ګوندې د ټولو پټو شیانو راز هم د باد په واسطه ده ته ورسیږي. باد شاه  یو عجسبه عادت درلود. کله چې به ډوډۍ وخوړل شوه او بل هیچوک به په کوټه کې پاتې نه شول اویوازې به و، نو په دي وخت کې به یوه باوري نوکر یوه کاسه ور ته راوړه. دکاسې سر پټ و. هیڅوک په دې نه يوهیدل چې په کاسه کې به څه وي. د پاچا دا باوري نوکر هم په دې نه پوهیده. ځکه چې باد شا یوازې هغه وخت د کا سې سرپوښ پورته کاوه او ډوډۍ يې ترې خوړه چې هیڅوک به نه و. په دې ډول ډیر وخت تیر شو. نوکر دې کاسې ته ډ یر په تشویش کې و. د ورځونه یوه ورځ، کله چې کا يې بیرته وړ، تشویش دومره په زورشو چې نور نه شو تم کیدی، هغه يې خپلې کوټې ته یوړ او ور يې ورو په ځان پسې پوري کړه. د کاسې سر پوښ يې پورته کړ او ويې لید چې سپین مار پکې پروت دی. په لومړي نظر يې د مار څکلو ته چندان زړه ونه شو، بیا يې هم یوه ټوټه ترې رابیله کړه او خولې ته يې واچوله. لا يې سمه ژبې ته نه رسید لې، چې بې سارې نري او حواږه اوازونه يې دکړکۍ له لارې غوږو ته ورسیدل. دی ورغی او غوږ ورته ونیو، که ګوري چې چوغکې دی او یوې بلې ته په دې باره کې خبرې کوي چې په پټیو اوځنګل کې يې څه ولیدل. اوس نو دمار غوښې په خوړلو سره کولی شي چې د ژویو په خبرو پوه شي. دخدا کارونه وو چې په وخت کې دباد شا تر ټولو ښکلې ګوته ورکه شوه. دا چې د باد شاه باوري نوکر هری خوا ازاد ګرځیدی شو، نو دا ګمان په وشو چې دا ګوته به ده پټه کړي وي. باد شا هغه ځان ته را وغوښت، ويې شکنځه اوګواښ یې، ورته وکړ، چې که ترسبا پوري دګوتې غل پیدا نه کړي، نو دی به تورن وګڼل شي. ده که هر څومره د بي ګناهۍ چیغې هم وکړې، څه ګټه يې ونه کړه او هیڅ ډول سند او ثبوت هم مرسته ور سره ونه کړه. ډیر نارامه وه، په ډار انګړ ته ښکته شو او په دي چرت کې و چي په ځه ډول به ځان له دې جنجال نه خلاس کړي. په دي شیبه کې يې دوې مر غاوې ولیدې چې په روانو اوبو کې دیوبل تر څنګ ارامې ناستې وې، دمه يې کوله، په مښوکو يې خپلې بڼکې پاکولې او په خپلو کې يې یوې بلې ته دزړه رازونه بیانوه.

نوکر ود رید اوغوږ يې ورته ونیو. دوی ویل چې نن په کومو ځای کې وګځیدې او چرته يې ښه خوراکي شیان پیدا کړل. په دې وخت کې یوې مرغاوې په یو څه خواښینۍ سره وویل چېزما په ؛یډه کې یو دروند شی پروت دی . ما یوه ګوته چې د ملکې دکړکي لاندې پرته وه د نورو خوراکي شیانو سره دبیړني خوراک په وخت کې تیره کړې ده. نوکر ور ټوپ کړ، مرغابې يې له غاړې ونیول، پخلنځي ته يې یوړه او اشپز ته وول چېدا مرغابې ښه حربه ده، حلاله يې کړهاشپز وویل چېښهبیايې مرغابې په لاسو کې پورته کړه ترڅو چې وزن يې ځان ته مالوم کړېو ورپسې يې وویل چېدې په خوراکې تنبلي نه ده کړې اوله پخوا ورته په تمه دوم چې لومړۍ درجه کباب ترې وړ کړمسر يې ترې غوڅ کړ او چې دګيډې منځپانګه يې را وایستله، دملکې کوته يې هم پکې پیدا کړه. اوس دنو نوکر ته اسانه شوه چې بادشا ته ځپله بې ګناهي ثابته کړي. باد شاه غوښتل چې په نوکر باندې دکړې بدګماني تلافي وکړي او ورته ويې ویل چې ته ته دبخښنې دغوښتلو اجازه لرې او وعده يې ورسره وکړه چې په خپل دربار کې به تر ټولوړ مقام، چې نوکر يې غواړي، ده ته ور کړي.

نوکر له نور هر څه نه تیر شو، یوازې يې د یوه آس او دسفر له پاره دیو څو پیسو غوښتنه وکړه. ځکه ده غوښتل چې دنیا وګورې او یوه موده پکې وګرځي اوراوګرځې. کله چې د ده غوښتنه تر سره شوه، نو په سفر روان شو. یوه ورځ یوه ډنډ ته ورسید ا هلته يې در مایان ولیدل چې په یوه تونلګي کې بند پا تې دي او په اوبو پورې هڅه کوي. که څه هم ویل کیړي چې مایا ګونګ دي، خو دا نوکر دهغوي په ستوخې پوهیده چې دمرګ سره مخامخ دي. دې چې ډیر مهربان سړی و، دآس نه راکوز ښو، دری واړه مایلن يې دتونل نه ازاد کړل او اوبو ته يې راوړل. مایان په اوبو کې په لوبواو لامبو شول، له اوبو يې سرونه را پورته کړل او سړي ته غږ کړچېداچې موږ دې ازاد کړو، دا نیکې به دې هیکله هیر نه کړواو هرو هرو به په نیکۍ تلافپ کړوده خپل سفر ته دوام ور کړ. دیو څه مزل نه وروسته دآس تر پښو لاندې ریګ نه یو اواز تر غوږ شو. داوز په اوریده سره پوه چې دا دمیږیو دپاچا شکایت دی چې واييکاشکې چې انسانانو او دهغوی وحشي ژویو موږ ارام پریښدلي وای. دا احمق آس زما ولس په ډیره بې رحمې تر خپلو درنده پښ، لاندې کوي اووژنې يې،» لاروي آس دریګو نه دتیږو خواته را وګرځا وه او دمیږیو پاچل ور ناره کړه چېموږ به ستا دا نیکي هیره نه کړه او په بدل کې به نیکې درسره وکړواوس نو د ده لار په یوه ځنګل ور برابره شوه او هلته يې دکرغانو یو پلار او یوه مور ولیدل چې په ځاله کې ولاړ دي او خپل بچیان یو په بل پسې له ځالې په مځکه غور ځوي او ورته وايي چېله دې دځایه ورک شی، تاسې جنایت کارو غلو نور موږ تاسې نه شو مړولي،  پوره لوی شوي یاست اوباید ځانو ته پخپله خوراک پیدا کړي.»  د کارغانو دا بې وزله بچیان په مځکه پراته و، وزرې يې خوځولې اوسم الوتلی نه شول اوچيغې يې وهلې چېموږ بې وزله او بې وسه کوچنیان الوتلی نه شو اوځان ته خور هم پیدا کولی نه شو، بله چاره نه لرو بې له دې چې له لوږې مړه شوځوان لر وی دآس نه کوز شو، هغه يې په چاړه حلا کړاو دکارغانو بچیانو ته يې پریښود. دوی آس ته را وښوييدل، دومره وخوړ تر څو چې ښه ماړه شول. بیا يې لار وي ته وویل چېمږ ستا نیکي هیڅ نه هیروو او د دې نیکۍ ځواب به په نیکۍ درکوو

لاروی اوس مجبورشو چې دخپلو پښو نه کارواخلي. داوږده مزل نه ورسته یوه ښار ته و رسید. په ښار کې ډیر شور ماشور او په کوڅو کې يې ډیر بیربار و. یو په آس سپورراغي او ځان يې معرفي کړ. دپاچا لور دمیړه په لته کې وه. هر کاند ید مجبور و چې ډیره سخته چاره تر سره کړي او که بخت يې بد وي او دا چاره يې تر سره نه ژوند له لاسه ور کوي. ډیرو ځوانانو ځا نونه واز مویل، بخت يط نه درلود پاتې راغلل او ژوند يې له لاسه ور کړ. ځوان لار وي چې شهزاد ګۍ ولیده، دومره ډیره ښکلې وه چې داټول خطرونه يې ترې هیر کړل، دپادشا په مخکې ودرید او ځان يې کاندید وښود.

سم دلاسه يې د دریاب په لور روان او کله چېدریاب ته ورسیدل یوه ګو ته د ده په مخکې دریاب ته واچوله او پاچا ورته وویل چې اوس يې د دریاب له تل څخه راوباسه او زیاته يې کړه چېکه بې ګوتې را پورته شوې نو بیرته ور ټیله کیږې اودا کار تر هغه وخت پورې تکراریږي، تر څو چې هلته په اوبو کې ساه له لاسه ور کړېټول د دې ښکلي ځوان په حال خپه وو او په د دریاب په غاړه يې ګوښی پریښود. دی هلته ولاړ و او فکر يې ګاوه چې څه باید وکړي. په دې شیبه کې يې و لیدل چې دري مایان د ده په لور لامبو وهي او د ړمنځني مايي په خوله یو صد ف دی. دا نور څه نه وو، دا هغه درې مایا وو، چې د ده په مرسته ژوندي پا تې شوې وو. منځني مايي په خوله کې صد ف د دریاب په غاړه دځوان په پښو کې واچوه.  ده چې واخیست، خلاص يې کړاو ويې لیده چې ګوته پکې وه. په ډیره خوشالي او هوس يې ګوته بادشا ته وروړه او په تمه يې وه چې اوس به پاچا ده ته تر ټولو په زړه پورې  انعام ورکړي.خو کله چېدا په ځان مغروره شهزادګي په دې پوشوه چې دی يې په نسب سیال نه دی، نو ويې  نه مانه اوترې ويې غوښتل چې یو بل شرط دې هم پوره کړي. دا په خپله باغ ته ور کښته شوه اولس بوجي ایږدن يې دوښو په متځ کې وشنل او ويې ویل چېسبا تر لمر ختو وړاندې دایږدن دانه په دانه راټول کړي او یوه دانه هم باید پا تې نه شيځوان په پاغ کي کیناست او په دې سوچ کې شو چې دادنده په څنګه سرته ورسوي. کومه ړلار يې پیدا نه کړه، خپه په ځای ناست پاتې شو او په دې انتظار کې و چې دشپې به تیریدو او دسهار دپیل سره  به يې دمرګ په لور روان کړي، خو کله چې د لمر لومړۍ وړانګې په باغ را پریوتې، ويې لیدل چې لس دایږد نو نه ډ کې بوجۍ څنګ په څنګ په باغ کې ولاړي دي او ایږد نو یوه دانه هم دباندې پاتې نه ده. د میږیو پاچا دزرګونو اوزرګونو میږیانوسره شپه په شپه را ورسیدل اودې احسان منونکوزویو په پرله پسې او نه ستو مانیدونکو هڅو ټول ایږدن په بوجیو کې راټول کړي وو. شهزاد ګۍ په خپله باغ ته راکوزه شوه اوپه حیرانتا يې ولید چې دې ځوان هغه کار تر سره کړی دې چې ورکړ شوی و.سره له دې هم شهزادګۍ مغروره پاتې شو او ويې ویل چېکه څه هم ده دواړه ورسپارل شوې چارې سرته دذورسولې، خو بیاهم تر هغه وخت پورې زما میړه کیدای نه شي، ترحو چې د ژوند مڼه راته را نه وړي.»  دا ځوان په دې هم نه پوهیده چې د ژوند مڼه په چرته وياو تمه يې نه درلوده چې هغه به پیدا کړی شي سره له دې هم روان شو اونیت يې وکړ چې تر هغو به ور پسې ګرځي تر څو چې په پښو تلی شې. ده درې پاچاهۍ ولټولې او ورپسې یوه ځنګل ته ورسیده او هلته تر یوې ونې لاندې کیناست، غوښتل يې چې ویده شي. په دې وخت کې یط دونو په شاخو کې څه اواز تر غوږو شو او یوه طلايي مڼه يې په لاس کې ولویده. ورسره سم درې کارغان را ولوتل، د ده په ورنو کینا ستل او ويې ویل چېموږ هغه درې ګوچنې کارغان یو چې تا د لوږې نه وساتلو. کله چې لوی شو، ومو ورید ل چې ته طلايي مڼه لټوې. موږ د دراب په سر ولوتو او د دنیا هغه بل سرته ورسید و. هلته دژوند مڼه ملاړه ده او تاته مو دا یوه طلايي مڼه تر نه راوړه. دځوان زړه د خوشالۍ نه ډک شو ، دکور په لور روان شو او ښکلې شهزادګۍ ته يې  طلايي مڼه ورکړه. شهزادګۍ ته بله بهانه پا تې نه شوه. دواړه په ګډه مڼه وخوړله او ورسره سم دشهزادګۍ زړه دځوان سره دمینې نه ډک شو اودواړو اوږد، له مینې ډک ژوند وکړ.

Ein Märchen der Brüder Grimm

-----------------

 

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

له المانې سرچینو څخه

 

شیطان او دهغه نیا

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

 

یو وخت یولوی پاچاو اودې بادشا ډ یر سپایان درلود ل، خو دومره لږه تنخوا یې ورکوله چې سپایانو په دې تنخوا ژوند نه شو کولی. درې سپایان په خپلو کې یوبل ته سره نږدې شول اوغوښتل يې چې وتښتې. یوه سپايي وبل ته وویل چې: « که ونیول شوو نو د زندۍ کولو په ونه کې به مووځوړويدې بل ورته وویل چېنو څه باید وکړو؟» هغه ورته وویل چېهغه دغنمو لوی پټی ګورې، که موږ هلته ځانونه پټ کړو، نو بیا مو نه شي پیدا کولی. دسپایانو لښکر اجازه نه لري چې په پټي ورګډ شي اوسبا له دې ځایه ځيدوی دغنمو پټي ته پټ په ګونډو ور وښوئيد ل، خو لښکر ونه خوځید اوهلته چارچا پیرځای په ځای پاتې شو. دوی هلته دوې ورځې او دوې شپې ناست وو. ډیر وږي شول او نږدې و چې له لوږې مړه شي، خوکه چیرې دغنمو پټي نه راوتلي وای، نو دحتمي مرګ سره مخامخ کیدل. دوی له ځانو سره وویل چېڅوک اوڅه شی به مرسته راسره وکړي چې له دې ځایه ووځو او کنه په ځورونکي مرګ به مړه شوپه دې وخت کې داوراژدها چې په هوا کې الوتله، په دوی را ټيټه شوله او ترې ويې پوښتل چې ولې يې دلته ځانونه پټ کړي دي. دوی په ځواب کې ورته وویل چېموږ درې واړه سپایان یو، له نوکرۍ راوتښتید و، ځکه چې تنخوا مو ډ یره کمه وه. اوس که دلته پاتې کیږو، نوله لوږې مړه کیږو او که له دې ځایه ووځو نو په دار ځوړول کیږو..» اژدها ورته وویل چېکه غواړی چې اوه کاله مې خد مت وکړی، نوزه به تاسې د دې لښکر له منځه داسې تیروم چې هیڅوک به مو ونه نیسيدوی په ځواب کې ورته وویل چې موږ ستا غوښتنه منو، ځکه بله چاره نه لروپه دې وخت کې اژدها درې واړه په خپلو منګولو کې ټینګ ونیول، هوا ته يې پورته کړل ، دلښکر له سره يې تیر کړل او هلته په یوه لرې ځای کې يې بیا په ځمکه کښینول. دا اژدهابل څوک نه و، شیطان و، خوله ځان نه يې اژدها جوړکړی و. ده دوی ته یوه کوچنۍ دوره ورکړه او ورته ويې ویل چېکه په دې دوره مو په خپل ټول زور یوڅه ووهل، نو ترمخه به موله ځمکې تر هغه هم زیاتې پیسې را وخوټیږي ( را پورته شي ) چې تاسې يې په هیله وی. بیا نو کولی شی چې د لویو بادارا نو په شان ژوند وکړی، أسونه به ولری او په ګاډیوکې به دې او هغې خواته چکرونه وهی، خو له اوو کالو وروسته بیا زما مال یاستبیا يې دا هم ورته وویل چېلومړی درته دا یوه معما وایم، که چیرې مو دهغې مانا راته وویله، بیا دری واړه زما له واک اوځواک نه ازاد یاست..» نور نو اژدها ترې والوتله او دوی خپل مزل ته دوام ورکړ، د دورې په برکت يې پریمانه پیسئ يې درلودې، د بډایانوجامې يې ځانوته جوړولې، اغوستې يې او په ټوله نړۍ کې يې چکرې وهلې. چې هر چیرې به وو، په خوشالې او پریمانۍ کې يې ژوند کاوه، په آسانو سپریدل او په ګاډیو ( بګیو ) کې ګرځیدل، خوړل يې او چیکل يې خو بد کارونه يې نه کول. وخت په چټکۍ تیریده ، دا اوه کاله زر تیر شول او ورسره سم دوه سپایان ډیر په ډار شول، خو دادریم يې چندان په فکر کې نه و، دې نورو دوو ته يې وویل چېوروڼو ! مه ډار یږی، زه لیونی نه یم، زه د معما په مانا پوهیږمبیا درې واړه دباندې پټیو ته را و وتل، هلته کښیناستل او د دوو په مخونو کې دخپګان نښې او نښانې لیدل کیدې. په دې وخت کې یوه زړه ښځه راغله او ترې ويې پوښتل چې ولې دومره خپه دي. دوی سوړ هوسیلی وکیښ او ويې ویل چېزموږ خپګان په تا پورې اړه نه لري او ته خو بې له هغې هم زمږسره کومه مرسته نه شې کولیزړې په ځواب کې ورته وویل چېهیڅوک نه شي ویلی چې مرسته نه شم در سره کولی، په ما با ور وکړی او دخپل خپګان لامل راته بیان کړیسپاهیانو ورته وویل چېموږاوه کاله د شیطان نوکران وو، هغه بې شمیره پیسې راکولې، موږ هم د ده خدمت ومانه او تر هغه به د ده هغه نوکران پاتې شو، ترڅو چې دمعما مانا ورته پیدا کړو. زړې ورته وویل چېکه غواړی چې مرسته درسره وشي، نو باید یو له تاسې څخه دې ځنګل ته ورننوځي، په ځنګل کې به د پرخې یوه رانسکور شوي دیوال ته ورسیږي چې دیوه واړه کورګنکي به شان ښکا ري، دې کور ته باید ور ننوځي، هلته به مرسته تر لاسه کړيدا دوه اندیښمن په دې عقیده وو چېدا کار به هیڅ مرسته راسره ونه کړيدواړه کرار کیناستل، خودا دریم چې تل خوښ و او دڅه په غم کې نه و، را پا څید، دځنګل په لور روا شواو د رانسکوره شوې پرخې د دیوال نه جوړ شوي کور ته ورسید. په کور کې یوه ډیره زړه ښځه ناسته وه، دا د شیطان نیاوه او د سړي نه يې پوښتنه وکړه چې له کومه راغلې او دلت څه غواړې. سړي ټول هغه څه ورته بیان کړل چې په تیر شوې ول. دی د بوډۍ خوښ شو ، زړه په وسوزید او ورته ويې ویل چې مرسته ور سره کوي. بیا يې هغه لویه او پلنه تیږه چې دتکا وۍ په سر پرته وه، را پورته کړه او ويې ویل چېدلته په تکاوۍ کې ځان پټ کړه، هر څه چې دلته ویل کیږي، ته يې په تکا وۍ کې اورې، د لته کرار کینه اوځان ونه خوخوې، کله چې اژدها راشي، دمعما پوښتنه به ترې وکړم، هغه ماته هرڅه وايي، ته يې ځواب ته ښه غوږ ونیسه چې څه وايياژدها د شپې په دوولس بجو په هوا کور ته راغی او ډوډۍ يې وغوښته. نیا يې خوراک او چیکاک په میز داسې ترتیب کړل چې اژدها ور ته خوښ شو او دواړو یو ځای ډوډۍ وخوړه. ور پسې پوډۍ د اژدها نه وپوښتل چې ورځ يې څنګه ټیره شوه او څو اروا ګانې په لا س ورغلې. اژدها ورته و ویل چېنن مې بخت راسره مل نه و، یوازې درې سپایان مې راګیر کړل، ډاډه یم چې د رې واړه زما په واک کې ديبوډۍ و ویل چېهو ! درې سپایان، دوی له ځان سره یو څه لري، کیدای شي چې درنه وتښتي او ازاد شيشیطان په مسخره ور ته و ویل چېهغه بالکل زما په واک کې دي، زه دوی ته یوه داسې معما ور کوم چې هیڅکله به يې مانا پیدا نه کړای شيبوډۍ ترې وپوښتل چې دا څه ډول معماده؟» شیطان ورته و ویل چې:«  درته وایم يې: په لویه شمالي بحیره کې یوه بحري پشه مړه پرته ده، دا به دهغوی کباب وي: او دیوه نهنګ پښتۍ، دا به دهغوی کاشغه وي: او د یوه آس پښه چې منځ يې خالي دی، دا به د دوی د چیکاک ګیلاس ويکله چې شیطان ویده شو، زړې نیا يې دتکاوې له سره ډبره پورته کړه او سپايي يې ترې را وبا سه او ويې پوښته چېهر څه دې په غور واوریدل؟» هغه وویل چېپه هرڅه ښه پوه شوم او هیر به يې نه کړمتر دې وروسته دی په یوه بله لار پټ له کړکۍ و وت او په بیړه خپلو ملګرو ته ورغی. ده ملګرو ته دا کیسه وکړه چې د شیطان زړې نیا په شیطان څه چل وکړ، ترڅو د معما مانا ورته بیان کړي. اوس نو درې واړه ځوښ او خوشاله شول، دورې ته يې لاس کړ او ګوزارونه يې په وکړل، دومره پیسې را و وتې چې په ټوله مځکه يې هرې خوا ټوپونه وهل. کله چې پوره اوه کاله تیر شول، شیطان دخپل کتاب سره راغی او په کتاب کې يې سپایانو ته د دوی لاسلیکونه وروښود ل اوورته ويې ویل چېغواړم تاسې له ځان سره دوزخ ته بوزم، هلته به ډوډۍ خوری: که راته ومو ویل چې څه ډول کباب به درکړ شي، نوازادي به مو په برخه شي او دوره به هم ستاسې مال پاتې شي. په دې وخت کې لومړی سپايي را پورته شو او ويې ویل چېپه لویه شمالي بحیره کې یوه بحري پشه مړه پرته ده، دا به کباب ويشیطان په غوسه شو اوهم هم» يې وکړل او بیايې وپوښتل چېڅه شی به ستاسې کاشغه وي؟»  دې بل ورته و ویل چېد نهنګ پښتۍ به زموږ دسپینو زرو کاشغې ويشیطان له ډیرې غوسې په خپل مخ منګولې ولګولې، درې واره يې « هم هم هم» رمباړې و وهلې او له دریم نه يې وپوښتل چېایا په دې هم پوهیږی چې ستاسې ګیلاس به څه شی وي؟» هغه ورته ووی چېدآس پښه به زموږ ګیلاس ويله دې سره سم په سپایانو دشیطان واک او ځواک پای ته ورسید او په لوړو چیغو والوت. سپایانو ته دوره ور پاتې شوه، دهغې په ګوزارونو يې دومره پیسې پیدا کولې، څومره چې يې غوښتل او ټول ژ وند يې په عیش اوعشرت تیر کړ.

Ein Märchen der Brüder Grim

-
بېرته شاته