(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېړۍ یو ممثر سړی

[01.Jun.2022 - 16:53]

د پېړۍ یو بوخت او مثمر سړی     
لیک: پوهنمل یحیا همای
وړاندې تر دې چې د استاد پوهاند ډاکټر محمد اسماعیل یون پر دې نوي اثر( که نظام ړنګ شی!؟) ځانګړې خبرې ولرو، په پیل  کې دا یادونه اړینه ده، چې د استاد ژوند د نورو مسلکي علمي، فرهنګي او ادبي هڅو تر څنګ د یوې سترې سیاسي او ملي مبارزې ښکارندوی دی. دا به مبالغه ځکه نه وي، چې استاد زموږ د زمانې یو ژوندی او هڅاند ليکوال دی، په اوسمهالې نړۍ کې هر څه مستند دي او هغه څه چې استاد یون د خپلو لیکنو او مبارزې له لارې ترسره کړي، له چا پټ نه دي پاتې شوي. استاد یون د افغانستان هغه معاصر لیکوال، ادیب، فرهنګپال، سیاستوال، سیاستپوه او پياوړی سیاسي، تاریخي څېړونکی او تحلیل ګر دی، چې د ځانګړو مسلکي علمي، فرهنګي او ادبي کارونو تر څنګ یې په هر ډول شرایطو کې د خپل هېواد د خلکو او محرومو فرګنو د حقونو او د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره خپل غږ په ډېر جرات سره اوچت کړی دی. د استاد په ژوند کې د مبارزې دغه لړۍ د ده د ځوانۍ له لومړیو وختونو پیل بیا تر اوسه پر مخ روانه ده او خپل قلم یې روان او پیاوړی ساتلی دی. 
استاد د دغو مبارزو په لړ کې په لسګونو، سیاسي انتقادي او تحلیلي اثار، مقالې، ژباړې او مرکې په پښتو ژبه چاپ او خپره کړي دي او د دې تر څنګ یې په ژورنالیستیکي او رسنیزه برخه کې هم پياوړی رول لوبولی، چې هېڅوک یې له کار او زیار سترګې نه شي پټولی. دلته به د استاد له هغو سیاسي او ټولنیزو اثارو څخه، چې د خپل تېر ژوند او مبارزې په لړ کې یې کښلي یو څو ته په ډېره لنډه توګه نغوته وکړم.
 (د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زیانونه):
خورا مهم اثر دی، چې د افغانستان فرهنګ ته په  اوښتو زیانونو یې کښلی دی. په دغه کتاب کې د بېلابېلونظامونو او ډلو ټپلو پر مهال د افغاني فرهنګ د زیانمنېدو په اړه پراخ معلومات وړاندې شوي دي. ډېری هغه علمي او فرهنګي مرکزونه په کې پکې معرفي شوي، چې د جکړه ییزو کلونو په بهیر کې یې زیانونه زغملي دي. په دغه اثر  کې د زیانونو کچه هم په ګوته شوې ده. 
(له افغانستان نه د مسلکي کادرونو د فرار عوامل):
د استاد یون یو بل څېړنیز او علمي اثر دی. دغه اثر هم د هغو زیانونو په اړه بحثونه لري، چې تر (۱۳۷۶ل) کال وړاندې د جکړې په ترڅ کې د افغانستان کدري سېستم او علمي شخصیتونو ته اوښتي دي او همدارنګه پکې بهر ته د تحصیل کړو افغانانو د کډوالۍ پر لاملونو هم رڼا اچول شوې ده. 
 (فرهنګي فقر): د تنظیمواکۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو لیکنو ټولګه ده، چې استاد یون په کابل کې د څلورنیمو کلونو تنظیمي جګړو پر مها ليکلې دي.په دې ټولګه کې ټولنیزې، سیاسي او ادبي لیکنې شاملې دي. 
 (بېړنۍ لویه جرګه ولسواکي او زورواکي) دا اثر یې هغه مهال کښلی، چې دی په افغانستان کې تر لنډ مهاله حکومت وروسته د جوړې شوې بيړنۍ لویې جرګې منشي و. دا اثر یې د همدې جرګې د جوړيدو پر څرنګوالي لیکلی او د هغه څه په اړه هر اړخیز معلومات پکې وړاندې شوي، چې د یادې جرګې په لړ کې ترسره شوي دي.
 (افغانستان په سیاسي کږلېچ کې) دا د پوهاند یون د سیاسي او ټولنیزو لیکنو یوه بله ټولګه ده، د نوموړي اثر په هره برخه کې د خپل وخت د سیاسي حالاتو تصویر نغښتی دی.
 (که نړیوال ماته وخوري !؟) دا اثر یې هم د بن تر پرېکړې او لنډ مهاله حکومت وروسته د بنځو کلونو په لړ کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په هکله د لیکنو یوه بله ټولګه ده. د دې اثر هم دېرې لیکنې د افغاني ټولنې واقعي انځور خلکو ته وړاندې کوي. 
په همدې ډول ملي درسونه، نجات څلی، د سمون په لټه، جنګ او فرهنګ په افغانستان کې، د ارګ ناويلې خبرې، کلتوري یون، ادب تاریخ، کره کتنه او نور د استاد مهم اثار دي. په ټولیز ډول تر (۱۳۹۶ل) کال پورې د استاد د ټولو اثارو شمېر (۵۰) عنوانو ته رسېږي، چې د ده د پنځوس کلن ژوند په ویاړ پر همدې کال د (نیمه پېړۍ یون) په نامه په (۱۴) ټوکونو، په نږدې (۱۴۰۰۰) مخونو کې په یوځايي ډول چاپ شوي دي. د زیاتو معلوماتو لپاره د دې اثر سریزه او د استاد پېژندګلوي کتلای شئ. 
تر دې (۱۴) ټوکیزو کلیاتو وروسته یې (محرومیتونه)، (پاشلي ذهنونه)، (زما خیالي افغانستان) او (وخت به راشي...) اثار هم چاپ شوي دي.
دا کتاب (که نظام ړنګ شی!؟) چې ستاسو په لاس کې دی د تېر (۱۴۰۰) لمریز کال په بهیر کې د استاد د علمي، سیاسي او ټولنیز فکر او لیدلوري محصول دی. دغه غونډ هم لکه د نوموړي د نورو سیاسي او ټولنیزو اثارو په څېر د هغه د فکري لیدلوري، سیاسي او ټولنیزو مبارزو څرګندونه کوي. په دغه کتاب کې هم د اهمیت، حجم، فکري ژورتیا او استناد له پلوه ډېرې قوي لیکنې راغونډې شوې، چې د استاد د سیاسي او ټولنیز ژوند او مبارزو کچه ترې په ښه توګه معلومیدلی شي. په نوموړې ټولګه کې ټولې (۶۴) لیکنې راټولې شوې، چې مهم سیاسي، ټولنیز او حقوقي مسایل یې په دقیق ډول څېړلي دي. په تېر یو کال کې د نورو ډېرو کارونو او فعالیتونو تر څنګ د دومره ستر لیکنز کال ترسره کول د استاد علمیت، حوصله، له خپل هېواد او خلکو سره د هغه مینه، خلوص او ژمنتیا په ډاګه کوي. 
 (که نظام ړنګ شی!؟) په ژورې  څېړنې او ډېرو بحثونو ارزي، خو زه یې دلته له ځینو ښکاره ځانګړنو لنډه یادونه کوم:
- موضوعات: دغه لیکنې د موضوع له پلوه د خورا زیات اهمیت وړ دي، دا ځکه چې ډېر لوی ملي سیاسي او ټولنیز مسایل پکې په ژوره توګه تحلیل شوي او د خلکو د روا حقونو، یووالي او بيدارۍ لپاره مبارزه پکې منعکسه شوې ده. استاد په خپلو لیکنو او مبارزو کې ډېری هغه مسایل تر کار لاندې نیولي او څېړلي چې ټولګټي دي؛ فردي او شخصي جنبه نه لري. غوره بېلګه یې په برېښنايي تذکرو کې د افغانیت د نوم له حق څخه دفاع ده. استاد د دغو او پخوانیو نورو ګڼو لیکنو او مبارزو په مرسته وکولای شول، چې د پارلمان د دواړو مجلسونو له تصویب او د ولسمشر تر توشیح  وروسته هم بېرته د خلکو حق تر لاسه کړي او په خپله مبارزه کې بریالی شي. دلته یې د نورو موضوعاتو یادونه نه کوم، هغه کولای شئ د کتاب په متن کې ولولئ.

- لیکنیز اخلاق: پوهاند یون لکه د یو شمېر نورو لیکوالو او سیاستوالو په څېر تونده او سپکه ژبه نه کاروي، بلکې په سیاسي انتقادي ليکنو کې لیکنیزو انتقادي اخلاقو او تعادل ته پام کوي. استاد نه یوازې دغه اصل په پام کې نیسي، بلکې د نورو لیکوالو لپاره هم اخلاقي معیارونه په ګوته کوي. استاد (د سیاسي لیکنو اخلاق) تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې دغه نورمونه په تفصیلي ډول په ګوته کړي او د هغو رعایت یې د یوه سیستوال او لیکوال لپاره اړین بللي دي. د بېلګې لپاره یې دلته یوازې د استاد په خپلو خبرو بسنه کوو. استاد یون د دغې مقالې په یوه برخه کې وایي:” سیاسي لیکنې د ادبي لیکنو په شان نه دي چې تخیلي او هنري برخه یې درنه وي، سیاسي لیکنې باید د عیني واقعیتونو، ثبوتونو او کله کله د سیاسي ریاضي او ساینسي تجربو پر دلایلو ولاړې وې. ډېر ځله باید د شخص هغه شخصي عملونه یا خصلتونه، چې له سیاسي پېښو سره تړاو لري، هم په ښه ډول تحلیل او و ارزول شي. څوک حق نه لري چې د یو چا شخصي حریم ته ور داخل شي، یو لیکوال حق لري چې د سیاسي شخص د ژوند هغه برخه و څېړي چې د ده له سیاسي چلند سره مستقیماً اړیکي لري، که څوک د یو چا سیاسي شخصیت هم ارزوي حق لري، خو اخلاقي پولې باید ړنګې نه کړي. “

- د واقعیت ښودنې جرئت: استاد يون د خپلواک ليکوال په توګه په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر فرهنګي او ټولنيز خدمتونه ترسره کړي، په ګڼو چاپي، راډيويي او ټلويزيوني مرکو او لیکنو کې يې د واقعيتونو او حقايقو د څرګندتیا له امله د خلکو په زړونوکې ځاى نيولى دى. یو لیکوال په دې اړه وايي:((که څه هم ډېر خلک د يون ليکنې، مرکې او نظريات خوښوي، خو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې د يون سرسختي مخالفين دي. د هغه ملي او ګټورو نظرياتو ته هم غلط رنګ او تعبير ورکوي. هر کله چې يون کومه ليکنه او مرکه کړې، نو د ده پر وړاندې يې مثبت او منفي غبرګونونه دواړه راپارولي دي، منفي غبرګونونه اکثره وخت د هغو اشخاصو او ډلو له خوا وي، چې په تېر کړکېچن سياسي بهير کې يې ډېرې نامشروع ګټې ترلاسه کړي او ځانونه يې مطرح کړي دي. مثبت غبرګونونه بیا ډېری د ولس د مشرانو، روښنفکرانو او نورو مخورو له خوا وي، خو استاد يون په دغسې سختو اغزنو او تنګو شرايطو کې بيا هم خپل فرهنګي، سياسي او ټولنيز کار ته دوام ورکړی دی)). په لویو ملي مسایلو کې یې خلک د جرئت او زړورتیا مینه وړي دي. د بېلګې په توګه یې د (ملي بیرغ ، تدبیر، مبارزه او د حالاتو حساسیت) په نوم د لیکنې یو پراګراف رااخلو: 
“ملي بیرغ د ټول ولس مشترک ویاړ او ملکیت دی، حکومتونه یې د پالنې او ساتنې مسولیت لري ، سیاستوال یې پر درناوي مکلف دي، هېڅوک حق نه لري چې د هېڅ ډول زور او جبر د کارونې له لارې ملي ارزښتونه توهین او پالونکي یې د خپلې لارې بدلولو ته اړ کړي. د هغو سیاستوالو برخلیک تر ټولو بدتر دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتلي دي. “

- استناد او منطقي دلایل:  د استاد سیاسي نظریات، نیوکې او تحلیلونه سطحي او تبلیغاتي بڼې نه لري، بلکې د هرې موضوع لپاره مستند او منطتقي دلایل وړاندې کوي. که هر څوک ورڅخه د کومې موضوع په اړه پوښتنې لري، نو د واقیعتونو د څرګندتیا لپاره قناعت بښونکي حقوقي دلایل لري. د دغې برخې د بېلګې په توګه به غوره وي، چې په الیکترونیکي تذکرو کې د افغان کلېمې  دلیکلو د موضوع یادونه وکړو. په دې اړه (فارسي رو) په نوم یوې فارسي ژبې وېبپاڼې د مرکې د یوې پوښتنې یوه برخه په مستنده توګه وړاندې کولای شو، چې په سترو ملي او ټولګټو مسایلو کې د استاد یون د منطقي دلایلو ښکارندوي کوي:
“ جناب آقای یون، سپاس از فرصتی ‌که در اختیار ما گذاشتید. در روزهای اخیر جنجال‌های گسترده‌یی در خصوص توزیع تذکرۀ الکترونیک و به ویژه درج واژۀ افغانستان به میان آمده است. برخی‌ها مدعی هستند که «افغان» مترادف «پشتون» است و دیگر اقوام کشور را در بر نمی‌گیرد. بنابراین نباید این واژه به عنوان هویت ملی، به دیگر اقوام و هویت‌ها تحمیل شود. استدلال شما در این زمینه چیست؟
جواب: اول، معترضان از کدام قوم نمایندگی می‌ کنند؟ آنها از قوم خودشان نیز نمایندگی کرده نمی‌توانند. به همین دلیل، نمی‌ توانند ادعا کنند که افغان بر دیگر اقوام تحمیل می‌شود. 
دوم، افغان متعلق به یک قوم نیست؛ بلکه یک جغرافیای سیاسی را در بر می‌گیرد. به همۀ کسانی‌ که در این جغرافیای سیاسی زندگی می‌کنند، افغان اطلاق می‌شود. 
سوم. از لحاظ زبان شناسی دو کلمۀ واحد وجود ندارد که صد درصد مترادف حقیقی باشد. مترادفات در زبان است، اما این ‌که یک کلمه صد درصد جای کلمۀ دیگر را بگیرد، چنین نیست. جای شک نیست که پشتون مترادف به افغان است؛ اما افغان صد درصد مترادف به پشتون نیست. یعنی هر پشتون افغان است، اما هر افغان پشتون نیست. کلمۀ افغان یک دایرۀ بسیار کلان را احتوا می‌کند؛ اما پشتون دایرۀ خوردتری را در بر دارد. آنچه معترضان می‌گویند انگیزۀ سیاسیِ بیرونی دارد. آن‌ها تحریک می‌شوند و می‌ خواهند در افغانستان تشنج خلق کنند.”

- سیاسي او ټولنیزې وړاندوینې : د استاد هغه سیاسي او ټولنیزې وړاندوینې چې د نوموړي په لیکنو کې کېږي، تر ډېره پر ځای او پېښیدونکي وي. له دغو وړاندوینو څخه د پوهاند صیب د سیاسي فکري ژورتیا او علمیت کچه څرګندېږي. ډېری هغه سیاسي او ټولنیز بدلونونه چې رامنځته کېږي، استاد یې له وړاندې د لیکنو او مرکو له لارې خبرداری ورکړی وي. (که نړیوال ماتې وخوري!؟) او یا هم  د دغه نوي کتاب سرلیک (که نظام  ړنګ شي!؟) زما د دې خبرې د ثبوت ښکارندوي کوي. نن موږ د دې واقیعت لیدونکي یو، په دې مانا چې نړیوالو ماتې وخوړه او نظام ړنګ شو. خو استاد هغه مهال دا وړاندوینې کړې وې، چې فکر نه کیده نړیوال به په دومره پیاوړتیا سره ماتې خوري او د دومره پوځي ځواک او بهرنیو مرستو او ملاتړ سره سره به نظام له منځه ځي او پاشل کېږي به. نوموړي د خپلو سیاسي او ټولنیزو لیکنو، تحلیلونو او مرکو په لړ کې دا ډول  ډېرې وړاندوینې لرلې دي، چې دلته یې له نورو بېلګو تېرېږو، خو په لنډه توګه وایو چې دا هر څه د نوموړي د سیاسي او فکري لوړتیا او علمیت څرګندونه کوي. 

د پایلې په توګه ویلی شو، چې د استاد شخصیت ډېر اړخونه او مخونه لري، موږ نه شو کولای د نوموړي د کار او زیار په ټولو برخو په یوه لیکنه یا څو لیکنو کې خپلې خبرې راټولې کړو او هغه ټولې ښېګڼې او ځانګړنې په ګوته کړو، چې د هغه په اثارو او لیکنو کې خوندي شوې دي. استاد په خپل نږدې (۵۴) کلن ژوند کې تر (۵۵) عنوانو زیات اثار لیکلي، چې ټول یې چاپ شوي، تر (۱۲۰۰) زیاتې لیکنې یې کړې دي. د نورو لیک والو تر (۱۲۰۰) زیات اثار یې ايډیټ کړي، (۴۰۰) عنوانو ته یې د چاپ   لاره برابره کړې ده. د دې تر څنګ یې تر (۱۱۰۰) زیاتې فرهنګي غونډې جوړې کړې دي، د (ژوندون) په نامه یې رسنیز مرکز جوړ کړی او د کونړ او لغمان پوهنتونونو په جوړونه کې یې اساسي نقش لوبولی دی. تر (۱۳۹۶ ل) کال پورې یې یوازې په ټولنیز ډګر کې د خپلو ملګرو په مرسته تر (۱۰۰۰) زیات ټولنیز خدمتونه ترسره کړي دي. په سیاسي او مدني برخه کې یېد ملي تحریک بنسټ ايښی، تر (۸۰۰) زیاتې بېلابېلې غونډې او تر (۵۰) زیاتې سوله ییزې مظاهرې یې کړي دي. 
که په څو ټکو کې خپله موضوع راغونډه کړم، هغه دا ده چې د پوهاند دوکتور محمد اسماعیل یون دغه کار او زیار دوه لوی هدفونه لري، که له یوې خوا یې د خپل هېواد د خلکو د حقونو او د هغوی د ملي بيدارۍ لپاره سیاسي او حقوقي مبارزه پر مخ وړې او له بلې خوا یې پښتو ژبه له لیکنیز پلوه بډایه کړې ده او خپلې ژبې ته یې د هېواد او نړۍ د سیاسي جریانونو په اړه بشپړ او مستند تحلیلي اثار وربښلي دي. خدای ج دې استاد ته ډېر او بریالی ژوند ورکړي، موږ د هغه د نورو خدمتونو، نوښتونو، تحلیلونو او مبارزو په هیله یو!

پوهنمل یحیا “همای”
کابل پوهنتون
۱۴۰۱ل کال،  د وري دویمه نېټه

De perrai bokht au mamaser Sarrai (pro. Mohammad Ismael yoon
by: Yahya Homai

-
بېرته شاته