(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشر محمود خان

[01.Jun.2022 - 09:45]

 

د پښتنو اتحاد د وخت غوښتنه ده، محمود خان اچکزے

********

پښتون قام په لره، بره او سهيلي پښتونخوا کښې د ګڼو مسلو سره مخ دے.

********

پښتون قام له خداے تعالىٰ ډېر نعمتونه ورکړي دي خو دوي لا هغسې در په در ګرځي.

********

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر او نوموړي پښتون سياستدان محمود خان اچکزي سره ملاقات

********

د بدقسمتۍ نه نړيوالو طاقتونو او د علاقې ملکونو د افغانستان نه د جنګ مېدان جوړ کړے دے.

********

د شاعر، اديب خبره خوږه پسته او د علم و دانش نه ډکه وي ځکه نو په اولس زر اثر کوي.

********

 

ګل محمد بېتاب

 

لوړ دنګ قد، سور سپين مخ، غتې سترګې، فراخه تندے، د پښتنو روايتي لباس اغوستونکے محمود خان اچکزے که څوک نه پېژني هم نو چې مخامخ ورشي نو د هغه اثر لرونکے شخصيت ئې ځان ته متوجه کوي. د هغه په دروند او پښتون شخصيت کښې هر هغه څۀ ښکاري د څۀ چې يو بنده د يو پښتون مشر نه کښې ليدل غواړي. محمود خان اچکزے قدرت په ظاهري او معنوي ښکلا ښۀ نمانځلے دے. د دۀ پلار محترم عبدالصمد خان اچکزے د ازادۍ او پښتنو د حقونو لوے مبارز وو چې د خپل اولس خدمت ئې ټول عمر کړے وو. هغه د عملي جدوجهد سره سره د خپلې ژبې او ادب خدمت هم کړے وو. څوتاريخي او ادبي کتابونه ئې ليکلي وو او د ليک دود غوندې په اهمه او مشکله علمي مسله ئې هم تفصيلي ليکنې کړي دي.

محمود خان اچکزے هم د خپل لوے پلار په نقش قدم روان دے چې په عملي توګه د سياست کولو سره سره په قلمي توګه هم مبارزه کوي. پښتو ژبه کښې ئې يو ناوياته ناول ليکلے دے چې نامه ئې ده "د کوئټې د اووم اکتوبر رزم" او دا اعزاز ورته حاصل شوے دے چې دا د سهيلي پښتونخوا وړومبے ناول دے. د کوئټې د دورې په موقع د دغه ملي مشر سره د شوي ملاقات حال وړاندې کوم.

********

 

د پښتنخوا ملي عوامي پارټۍ چېئرمېن محمود خان اچکزي په دې خبره زور راوړے دے چې پښتانۀ بايد خپلو کښې يو شي او يوازې د اتحاد په مرسته دوي د موجوده چېلنجونو مقابله کولے شي.

دا خبرې دۀ د يو ملاقات په موقعه وکړې. ښاغلي محمود خان اچکزي ووې دا وخت پښتون قام په بره او لره پښتونخوا کښې د ګڼو مسلو سره مخ دے. د افسوس خبر دا ده چې په دوي باندې پردے جنګ ورتپلے شوے دے چې ګټه ئې نور خلق اخلي او نقصان ئې پښتنو ته رسي.

د يو سوال په جواب کښې ملي مشر ووې د ملک سياسي ډلو له ضروري ده چې راتلونکو انتخاباتو کښې خپلو کښې اتحاد وکړي او د پاکستان تحريک انصاف مخه ونيسي. ولې چې د عمران خان ګټه د ملک او ملت په نقصان تمامېږي. دۀ زياته کړه چې زما ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي د سياسي ډلو سره اتحاد کولو ته تياره ده او د هغې حل دا دے چې سياسي مشران دې سره کښيني او خپلو کښې دې فېصله وکړي چې کوم نشست چا ته پرېښودل غواړي. دۀ ووې عمران څۀ سياسي فکر نۀ لري.

محمود خان اچکزي دا هم ووې چې په دې وخت کښې د پښتنو سياست مدارانو سره سره په نورو شعبو کښې کار کوونکو له هم خپل کردار ترسره کول غواړي او قام په دې خبره پوهول غواړي چې نور د پردو جنګونو نه لاس واخلي. دې سلسله کښې ليکوالانو، دانشورانو، قامي مشرانوا و مذهبي مشرانو له خپل کردار ادا کول غواړي.

محمود خان اچکزي د يو سوال په جواب کښې ووې چې د پښتنو خاوره د هر قسمه نعمتونو نه ډکه ده خو پښتانۀ پخپلو وسائلو اختيار نۀ لري او دوي په شتۀ وسائلو کښې سرګردانه د ملک نه بهر او په ملک دننه پنجاب او سندهـ کښې مزدورۍ کوي. دۀ ووې که چرته پښتانۀ رابېدار شي او خپلو کښې په اتفاق شي نو د دې سره هر قسمه نعمتونه شته خو د دوي د بې اتفاقۍ په وجه د دوي په وسائلو نور خلق خصوصاً پنجاب مزې کوي.

د افغان مسلې پحقله دۀ ووې چې نورې نړۍ ځان د افغانستان د حالاتو نه ناخبره کړے دے. دا وخت يوازې پاکستان دے چې هلته لاس وهنې کوي او د دې په وجه دلته هم حالات خرابېږي. د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني بيا افغانستان ته د راتګ پحقله دۀ ووې چې اشرف غني سياسي سړے نۀ دے بلکې هغه يو ټيکنوکريټ دے. او دغه شان ماهرين ملک ته د نړۍ نه په څۀ طريقو پېسې خو راوړلے شي خو ملکونه جوړولے نۀ شي. دۀ ووې افغانستان ته د سياسي بصيرت لرونکو مشرانو ضرورت دے چې د خپل ملک د ترقۍ د پاره فېصلې وکړي. داسې حالات جوړ کړي چې افغانستان په نړيواله توګه د تسليمېدو د پاره کار وکړي. دۀ ووې افغانستان کښې د روايتي لوئې جرګې د لارې امن راتلے شي او د دې نه بغېر ئې بله هيڅ لاره نيشته. بايد د قام مشران سره کښيني او د جرګې مرکې له لارې د خپل ملک د مسلو حل راوباسي. دۀ ووې که بهرنۍ لاس وهنه بنده شي نو افغانستان کښې امن قائمېدے شي خو د بدقسمتۍ نه نړيوالو طاقتونو او د علاقې ملکونو د افغانستان نه د جنګ مېدان جوړ کړے دے.

محمود خان اچکزي د کوئټه اکېډيمۍ بلوچستان له خوا د څلورم نړيوال سيمينار په موقع د ګډون والو د پاره د مېلمستيا انتظام هم کړے وو چې په دې موقع ئې ليکوالو ته د دوي ذمه وارۍ په ګوته کړې. دۀ ووې بايد ليکوالان هغه مسلو ته د اولس پام راوګرځوي د کومو سره چې دوي دا وخت مخ دي او د موجوده دور د يو پښتون ليکوال په تخليق کښې دې نۀ صرف مسلې په ګوته کړے شي بلکې د حل لارې دې هم ورته وښودلے شي.

دۀ زياته کړه چې د شاعر، اديب خبره خوږه پسته او د علم و دانش نه ډکه وي ځکه نو په اولس زر اثر کوي.

د محمود خان اچکزئي نه بار بار دا خبره وپوښتل شوه چې په کال 1938 کښې د دوي پلار محترم عبدالصمد خان شهيد بلوچستان صوبه کښې د پښتو رساله جاري کړې وه نو تاسو ولې دې طرف ته توجه نۀ کوئ. نو يا خو ئې دا سوال سم وانۀ ورېدلو او يا ئې بيا نو هر ځل په دې خاموشي اختيار کړه او څۀ معقول جواب ئې ورنۀ کړو. د اخبار، رسالې او سوشل مېډيا د اهميت نه ديو سياسي ليډر په توګه هغه ښۀ خبر دے خو نۀ پوهېږم چې ولې ئې دې طرف ته څۀ توجه نيشته.

محمود خان اچکزي د خپل ناول "د کوئټې د اووم اکتوبر رزم" پحقله معلومات هم د ليکوالانو سره شريک کړل چې هغه څنګه دا ناول تخليق کړو. دۀ ووې چې ما کله دا قيصه ليکله نو خپلو ملګرو ته به مې اوروله چې آيا دې کښې څۀ خوند شته او که نه. نور غرض خو مې دغه واقعه محفوظ کول وو. د دې ناول مقاصد واضحه وو او ما پکښې د دلچسپۍ پيدا کولو کوشش کولو. محمود خان اچکزي په دې خبره خوشحالي ښکاره کړه چې وروسته محققينو دا کتاب د بلوچستان صوبې وړومبے ناول ګرځولے دے. د دې تنقيدي څېړنې يې کړې دي او دا ئې معياري ناول ګرځولے دے.

د نورو دا قسمه ليکونو په حقله دۀ ووې چې که کله هم راله موقع په لاس راغله نو غواړم چې نور دا قسمه تاريخي، کلتوري، سياسي او ادبي ليکونه هم وکړم ولې چې دا يوه مؤثره ذريعه ده. او زما پلار عبدالصمد خان شهيد د سياست سره سره د ادب هم ډېر خدمت کړے دے. د ليک دود نه علاوه ئې د صحافت، ژوند ليک او نورو د ادب شعبو کښې هم خدمات ترسره کړي دي. د هغه د وارث په توګه زما هم دا خواهش دے چې د سياست سره سره په ادب، تاريخ او نورو شعبو کښې کار وکړم.

شوکت ترين

-
بېرته شاته