(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا څویېم وار دی

[01.Jun.2022 - 09:41]

...‌‌        دا څو يم اوور دئ ؟؟ 

   ليک  : فضل اشنا

        د جبر د تاريخ هره پاڼه دا شايدي ورکوي چې د حاکم او محکوم ياده شخړه د انساني پيدايښت سره سمه زېږېدلې ده ، د تهزيب د آغاز څخه  بيا تر نن ورځې پوري دا د زورور او کمزوري اوږده کسه نښلون د زمانې په هر معروض کې ځان خوندي کړی دی ، د اوږدې تجربې او مشاهدې څخه دا خبر څرګنديږي چې زورواکي او کمزوري درې نسله ژوند لري ،موږ د ميروائس خان نيکه ،احمدشاه بابا ، د برم او دبدبې لړۍ هم پر دريم نسل پای ته رسېدلې ده ، داسې نور مثالونه د کورني او دبانديني زورواکانو لرو چې درې درې نسل يې زورواکي او کمزوري ورسته تغير خوړلي دی ، خپل ټاکلي موضوع ته راځم 

زموږ قامي ځنګلونو ته اوور ورکول سوی دی ، سرې لمبې اسمان ته پورته کيږي موږ دومره بې وسه يو چې بې وخته د خدای څخه باران غواړو نور هيڅ نه لرو په داسي ریاست کې ژوند کوو چې زورواکانو يې  د تېر اويا کلو څخه يې زموږ و قام ته اوور ورکړی دی.

اول اوور . زموږ قامي سياست يې په ابهام را بې باوره کړ او بيا يې سياسي مشران را غداران کړو . دا ډېر لوی اوور دی، موږ اوس پر خپل سياسي رهبرانو بې باوره يو

په دومره ډېرو سياسي مشرانو کې بيا هم دا شعر وايو چې 

چيرته يې جانانه بې رهبره بې امامه يو 

دويم اوور . زموږ جغرافيه يې تقسيم کړه، دا داسي اوور دی چې زموږ ملي طاقت يې وسوځئ. بيا يې په مختلفو قبیلوي تحريکونو اخته کړو .

دريم اوور . زموږ قامي ژبه يې په لوکل زبان بدله کړه. خپل مو لګيا دي د دوزخ ژبه يې بولي، دا هغه اوور دی چې زموږ شناخت او لرغونتيا يې له منځه يوړه .

څلرم اوور . موږ ته په پردی ژبه نصاب او پردی کورس زده کړي راکوي د نصاب مطابق تعليم پوهان د نقل دپاره خلاصې هم را تياروي. زموږ فکري ارتقا ٔ او تخليق ته يې اوور ورکړ ، چې اوس موږ من الحيث القام په پردي نسل بدليږو يا بدل سوي يو .

پنځم اوور .زموږ ادب يې د تهران او لاهور سېل ته په لاس ورکړ ، چې پټه خزانه زغيم تاريخي اثر يې راته درواغ کړ ، او موږ يې په لهجوي او د يې ګانو په مسله کې سره اخته کړي يو ،دا ډېر خطرناکه اوور دی. ولي که ژبه ماته سوه قام ماتيږي .

شپږم اوور . د قصه خوانۍ اجتماعي وژنه ، د بابړې شهیدان، د ګرويک وزيرستان بمباري ، د توبه اڅکزۍ د پښتونستان شهيدان، د 1986م د کراچي پښتانه شهیدان، د 1988م باچاخان د جنازې شهيدان، 1983م او 1991م د پښتونخوا ګوند د مارشلا شهيدان، 2000م د پښتون اباد شهيدان، د نائن اليون راورسته د عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو شهادتونه ، د دولسم مئي د کراچي شهيدان، د ايف پي ايس سکول د ماشومانو شهادت، د کوټې د وکيلانو شهادت، د کوټې پوليس لاين شهيدان، د خړ کمر شهيدان، او داسي نور ډېر اجتماعي شهادتونه د يو منظم ټاکل سوي پلان او تهينک ټينکس په چتر کې د سره سول تر څو زموږ د پښتانه قام نفسيات ډيمېج کړي او خوف مو په زهنونو کې ځای پر ځای کړي. دا داسي اوور وو چې تر ډېره حده په کي د وخت سامراجي او استعماري قوتونه په کې بريمن سو .

اووم اوور . د پښتونخوا وطن د وياړلو، سياسي ، تاريخي، معاشي، اقتصادي، تجارانو، ډاکټرز، وکيلانو بلکې د هري شعبې پوه اشخاصو ټارګټ کلنګ يو داسي اوور وو چې قام يې په سترګو ړوند کړ ، د يوه پوه مرګ د بشپړه سماج مرګ دی ، که موږ سر خلاس کړو.

اتم اوور . پر ټول قام دا وخت د تعليم يا زده کړو دروازې تړلي دي ، او ریاست تعليم کمرشلائز کړ ، بيا زموږ وطن بې روزګاره کړ اوس موږ کور وساتو که په پيسو تعليم وکړو ، په دغه ټیکنالوژي، او نېټ پېر کې په ړندو سترګو مزل نه کيږي

نهم اوور . زموږ د پښتونخوا وطن اوبه يې قبضه کړې، زراعت کښت کرڼه مو تباه سوه، د خپل وطن څخه يې کډه کړو دا داسي اوور دی چې زموږ افرادي قوت د زورور په ګټه تمام سو، پاتې انسانان مو په اوبو کې تيږي دي د درياب پر غاړه باران غواړو .

لسم اوور . زموږ ټول قدرتي مځکني وسايل يې قبضه کړو ، موږ په خپل وطن کې وږي تږي او د زورور مزدوران سو، دا اوور موږ د هر څه څخه بې برخې کړو. تور جان کروم ډبره وړي هلته ګاډر په جوړوي واپس يې راوړي پر موږ يې خرڅوي ،موږ يې زکه اخلو چې کورونه مو هم دوی رانړولي دي .

يولسم اوور . زموږ قدرتي او قيمتي ځنګلونو ته يې شعوري اوور ورته کړ ، يو خو به مو قيمتي بوټي ونې، خزندې، حيوانان، مرغان له منځه ولاړ سي او بل به د بارانونو لړۍ ټپه ودريږي، د څېښلو اوبو ته به په اينده کې خواست ګر يو ، دوی زکه زموږ مځکې صفا کوي چې نړیوال استعمار ته پر ګرانه بيه ورکړي ، نړيوال پروجيکټز هم په پام کې لري .

دولسم اوور . راتلونکې دی، پر لويو لارو به زموږ ټرانسپورټ او ګډز ټرانسپورټ ته اوور ورکول پېل سي ، لکه اوس چې مو مارکېټونه سوځول کيږي. دا د لويو لارو پراپرټي به هم په ډېر هنر له منځه يوسي

نتيجه به يې داسي چې، هر وخت مو هر څه په شعوري ډول وسوځول سي ، بيا به په رضا او په خوښه دايمي غلامي او محکوميت ته غاړه اېږدو .

اوور ولي ورکول کيږي ؟ قدرتي افات د نشنلزم يا قامولي ضد دی، دښمن په شعوري ډول داسي کړنې ترسره کوي چې ګوا دا خو قدرتي افات دي ، دا قدرتي افات د زورور کورته ولي نه راځې ....

کوم جهازونو چې درانه درانه بمونه وزيرستان ته وړل هغه جهازونه د شېراڼي ځنګلونو ته اوبه نه سي راوړلای ؟؟

دا پوښتنه بايد ځواب سي، قامه ويښ سه !

 دا ټول اوورونه به ته وژنې. قامي يوالی، ملي وحدت، قامي سياست، پرله پسې مطالعه ، فکري، علاقائي، لهجوي، قبيلوي، سیاسي، ټولنيز جمودي توفیر ختمول،او ټولنيز رسنۍ د قام او خاورې په ګټه کارول، د يادو اوورونو دپاره تر ټولو ښې اوبه دي ، کنې د زړۀ په غوږو يې واوره که دي دغه مات مات او ټوټې ټوټې وجود او فکر وو، ستا د خپل کور د سوځېدو دپاره به ستا د ورور سره لا اوبه نه وي ،  هيڅوک ستا د بل سوي اوور دپاره اوبه نه لري. بس دی نور نړۍ ته وګورئ، پرمختللو هيوادونو او انسانانو ته وګورئ، دنيا څه کوي موږ څه کوي، 

( ګونديز سیاست نه کوې، مه يې کوه . خو په دا اشر تحريک کې چې د پښتون قام ويښو ځوانانو جوړ کړی دئ، راسره ملګری سه ، ستا سو بچيان يو ستا سو د مینې او مرستې ږغ انرژي راکوي )

 

زمــا د کــور پر حـال باندې جـــهـان ولـي څـه نه وايې

ســم خــلک خامـــوش دي لېــونيان ولي څــه نه وايې

د جـګـو غـرو له ســـــره مـــې دودونه پورته کــيـــږي

چې مځکه په اوور سوځې نو اسمان ولي څه نه وايې

اشناFazal Ashna 

-
بېرته شاته