(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون وطن

[01.Jun.2022 - 09:14]

 

 

دپښتون وطن وسائل

لیک: مولانا خانزېب

حقيقي آزادي د خپل اولس د حقوقو لپاره غږ دې د وېنا ازادي ده د ليک آزادي ده د ډاډمن امنيت او روغ چاپېریال آزادي ده او ورسره ورسره په هر لور د تجارت او خپل اقتصاد ښه کولو لپاره د مېنځنې ايشيا په لور د پښتنو تړل شوې تجارتي لارې ازادولو ازادي ده د تجارت دغه آزادي د اولس د پرمختګ او روڼ سباؤن لپاره تر هرڅه ارزښت من ده د قام د جرګې غږ دې هرڅوک بدرګه کړي !!!

حقيقي آزادي په پردي جنګ کښې د اسلام آباد اشر له تګ نه ! بلکې د قام جرګې له تلل دي .

حقيقي آزادي د خپل سياست لپاره د ، اسلام ټچ ،نه بلکې د سورت قرېش په رڼا کښې د تجارت خپلول دي تجارت او اولس ته آسانی ورکول دي  د خپل ځپلې محکوم مظلوم لپاره غږ کول حقيقي آزادي ده.

 

#ناواپاس

#لېټۍ_پاس

#ګاښی_پاس

#ګوسړۍ_مومند

#خرلاچي_تري_منګل_کرم

#انګوراډه_وزيرستان

#بن_شاهي_دير

#چترال_دره_پاس

........

 

غېر سياسي اړې ګړې .

د پاکستان د وفاقي سياست سره په اوس وخت کښې د پښتنو دومره اړيکه ده لکه  څومره چې د بنګالیانو او اسلام اباد وه .

پښتانه وائي چې په پټي کښې  وتره نه وي نو کرونده به هم پکښې نه کې .

د پاکستان اولسونه که د پاکستان د وفاقيت د واک لپاره هڅه کوونکو دنورو ګوندونو مطمئن نه دې خو د پي ټي آئي په وفاق کښې د څلور کاله او په پښتونخوا کښې د لس کاله ناکامې واکمنې څخه  هم بيخي نه دي مطمئن .

په سیاسي حرکت کښې مهم دا نه وي چې اولس ډېر دې که لږ بلکې اصل سؤال دا وي چې  کمه مؤثره سیاسي بيانيه باندې د اولس  پام رړول شوې او که هسې فلمي ډائلاګ وائل شي .

داسې برېښي چې د حکومتي سختې په نتيجه کښې د پي ټي آئي لاريون د ناکامې سره هم بشپړ مخ دې اولس ورسره ډېر کم روتې د پاکستان د اولسونو غالبه برخه ګرانې بې روزګارې دومره ځپلي چې په سیاست کښې ئې د ووټ اچولو پرته نوره خپله ونډه ختمه کړې د اولس د ناخوښې دا لوئي دليل دې چې  زمونږ د سيمې قامي اسمبلۍ ېو بیمبر صېب خلکو له د شل لاکهه روپو ګاړي کړي داسې تر وزیرانو پورې کړل شوي  خو زياتره ګاړي تش روان دي بلکې د خلکو نه ګاړي ډېر دي .

پداسې مشکل وخت کښې چې مقتدره هم ورسره په ظاهره ورانه ده اولسي مقبوليت ئې هم بېللې د واک نه هم ډېر په بېخوندې اپوزيشن چپه کړې په سند پنجاپ او بلوچستان کښې ورسره ملاتړ کم شوې د تحريک چلولو لپاره د عمران نيازي سره هيڅ کمه پاروونکي بيانيه ورسره نشته تنظيمي ډانچه ئې د عدم فعالیت او لښکري نفسیاتو ښکار ده  ځکه پداسې سخت وخت کښې نور سياسي ګوندونه ځان د خپلې منظمې تنظيمي ډانچې په برکت پورې باسي خو د بده مرغه پي ټي آئي داسې کم تنظيمي وجود د بيمبرانو او وزيرانو پرته نه لري .

عمران نيازي هڅه کوي چې څو کسان د مرګ ژوبلې ښکار شي خو خپل د څوکۍ موخه ترلاسه کړي خو د وژنو سياست کله هم ګټې نه راوړي ځکه چې عمران نيازي پخپل څلور کاله واکمنۍ کښې په عملي بنړه دا ثابته کړې چې دده سیاست چرې هم د اولس د حقوقو او د سول سپرېمېسي د ژغورنې نه دې د خپل ځان د نرګسیت په خول کښې تاوېږي.

پاکستان پدې وخت کښې د پښتنو بلوچو سره د خپلو ګناهونو په برکت اقتصادي ښکېلاک او سقوط ته ورنزدې دې د عمران نيازي دا درز غوبل به  پاکستان نور هم په اقتصادي توګه رنځور کړي که پاکستان څوک چلول غواړي نو ېو د اسلام آباد‌د تخت څخه غورځول بل کېنول ئې حل نه دې ! د ټولو سياسي ګوندونو محکوم اولسونو ته د حقوقو ورکولو سره د سول سپرېمېسي د پارليمان او سياست خپلواکۍ د پوځ د سیاست نه د بار کولو لپاره به په ېو لوئي شاليد کښې ېو نېشنل ډائلاګ کول وي که دغه عمل اونشي نو نور ناممکن کېږي چې دا سکيم دې اوچلېږی .

 

......

د درې د وسلې وسيله .

 

اپريدي د پښتنو زرګونو کاله قديم قبيله ده پخپل ټاټوبی تيراه باړه کښې تر درې پورې د زرګونو کلونو څخه پراته دي يونانيانو په ، اپريتائي ، سره ېاد کړي اولف کېرو ئې د يونانيانو پشان لوړ دنګ ډولي ېو خلک ګنړي د اپريدي قبيلې په شجروي وېش کښې اتۀ خېلونه دي: آدم خيل، اکا خيل، کمر خيل، قمبر خيل، کوکي خيل، ملک دين خيل، سپاه، او زخه خيل. تيراه  څه  (9000) ميل مربع سيمه ده .

په پښتنو کښې اپريدي ډېر تجارتي ذهنيت او صلاحيت لري د تجارت لپاره د نړۍ هر ګوټ ته رسي خو خپل وطن پې وران کړې شوې که په وطن ئې نن هم امن قلاري شي د منګل باغ دي مصنوعي مشادو نه که اوژغورل شي نو د رياست د مرستې پغېر نن هم خپل وطن ودانولې شي.

د نن سبا نړۍ په اقتصاد ولاړه ده هره فلسفه پسمانده او پر شا روانه ده چې شاته ئې پياوړې اقتصاد نه وي په کلي ګاونډ کښې هم ګورئ چې کم څو لږ د پنګۍ خاوند دی نو هرڅوک ورسره اړيکه ساتي ېو حديث کښې رسول الله ص وائي ،نعم المال الصالح للرجل الصالح ، ښه مال د ښه سړي لپاره ښه ښه دې  کارل مارکس وائي چې ېوه ټولنه هله په مخکښې تلې شي چې ساخت ئې د سیاست په فلسفه او په اقتصاد ئې جوړښ وي   

 

پښتانه د زمانو نه د رواېتي وړۍ وسلۍ شوقيان دي دغه رواېتي وسلې ته غني خان د پښتنو کالې وائلې ځکه پکښې د زمانو نه د هر وخت د هر ډول وسلۍ په زرګونو هنرمندان وی.

 د پښتونخوا د نوؤ ضلعو په هر بازار کښې به په لوئي شمېر د وسلۍ هنرمند اهنګران وو او په دره آدم خېل کښې د دغه هنرمندانو پوره ېو صنعت وو   سیمه ييز خلک وائي چې د نورلسمې پېړۍ په ړومبې کښې د پيرنګېانو د پوځ نه ېو کس راتښتېدلې وو ،ميرو ،نوم ئې وو هغه د کالتوس او ټوپکو هنرمند وو دهغه سره پدې سيمه کښې د ټوپکو دا صنعت دود شو او پښتنو ايزده کړو د افغان وار په وخت کښې دغه بازار ته ډېر پام رالې څه 800وړې کارخانې او 7000 پورې دکانونه په دره کښې د وسلې وو څه لس زره پورې هنرمندان او اتهه زره پکښې مزدوران په روزګار وو اوس د وسلې دکانونه څه 1000 پاتي دي .

 د وسلې د روزګار پورې ټول څه اتيا زره پښتانه د درې د وسلې په برکت په روزګار وو بيا د ترهه ګرۍ په نامه ډرامه راله او د ټولې مېنځنې پښتونخوا سره دره هم پکښې اوسوزېده د وسلې هنرمند سوداګر هم په کډو لاړ او داسې د پېړو پېړو دا د پښتنو صنعت تش په نامه پاتي شو څلور کاله وړاندې د انضمام نه پس دروغژن صوبائي حکومت دې روزګار ته د صنعت ورکولو اعلان اوکړو خو دغه هرڅه دروغ ډرامه وه د ځائي خلکو سره هيڅ کم مشاورت اونه شو او دغه خبره هسې خبره پاتي شوه .

 ځنې خلک ډېر د ناهيلې ښکار شي وائي پښتانه هيڅ نشي کولې خو مونږ وايو که د پښتنو د سر نه تپل شوي ډسکورسونه لرې کړې شو نو دا خلک په دماغو او هنر کښې نن هم د چا نه کم  نه دي دغه د وسلو اهنګرانو پغېر د کم مشيني مرستې پغېر د ګېس بجلې پغېر د کم سائنسي آسانتياو نه تراوسه پورې د نړۍ په سر هر ډؤل وسله د خپل لاس په هنر ډېره کره جوړولې شي نرخ ئې هم ډېر کم وي د امريکې ېو جديد ترين شل ډزې ټوپک دې M/16 ورته وائي د امريکې د هغې قيمت څورلس لاکهه روپې دې خو هم دغه ټوپک د درې هنرمند هم دهغې پشان په ېو لاکه روپۍ جوړوي د ناقانونه او اسمګلنګ په تورونو د پښتنو دغه هنري صنعت اوس په آخري سلګو دې د درې څه څلورڅلوېښت زره ايکړه ځمکه کښې صرف څلور زره ايکړه د کروندې قابل ده نور د اوبو برېښنا د نشتوالي له کبله شړه ده چې ځمکه ئې هم داسې وي د ټوپک هنر او سوداګري تې هم واخلې نو بيا به دغه ليونې تې جوړېږي چې د خپل اتل عجب خان نه به هم نه وي خبر ،پژه ،به ئې د بت په نامه پخپله ماتوي او د کمانډر طارق پشان جلاتيان به پکښې د اتل په څېر پېدا کېږي..

 ېو وخت کښې چې کله ،وا فېکټري ، جوړول شوه نو د چين تجويز وو چې دا به په دره آدم خېل کښې جوړه کړو چې ځائي هنر مند ورسره په روزګار شي خو داسې کولو ته پرې نه ښودلې شو ځکه چې خبره بېا د سياسي واک او بالادستې ده اوس مونږ وينو چې د وسلۍ دغه پېدواري کلتور مترقي نه کړې شو په زرګونو پښتانه هنرمندان بې روزګاره شو او اوس نوره غريبي کوي وسله چې انسان پېدا شوې دې جوړوي او ساتي وسله جوړول جرم نه هنر دې جرم د وسلۍ د رواج اوقانون نه پرته کارول دي د پښتنو رواجي ټوپک کله هم مسئله نه ده مسئله د خپل اقتصاد لپاره پاکستان تې جوړه کړه د پښتنو ټوپک به همېشه په ننګ اوچتېدو د ظالم په ضد  د مظلوم په مرسته به اوچت وو د رواج او رواېاتو به کلک پابند وو که کم ریاستي اغېز نه وو خو د هرچا مال سر به سمبال وو کله نه چې دغه رواجي ټوپک د سیاسي غرض او پردو اشرو لپاره اوچت کړې شو نو ستونزه تې جوړه شوه په اوس وخت کښې د ټولو زیاته وسله په نړۍ کښې په امريکا کښې د خلکو سره په کورونو کښې ده اخیستل او ساتل ئې په امريکا کښې دومره اسان دي چې د دکاندار رسيد لائسنس وي دغه ټوپک هيڅوک وران نشي کارولې خو دلته په پاکستان کښې به د روغ سړي د تمانچۍ په لائسنس  هم تشي شنه شي خو ترهه ګر او وران کارې ښه ډاډه ګرځوي مسئله شريف سړي ته ده نن هم د پنجاپ په هر کور کښې کلاشنکوفونه پراته دي خو پښتون پخپل کور غوګين ټوپک هم نشي ساتلې ځکه چې واک ئې د بل دې ېو ملګري ېو ورځ وائل که د درې پښتنو هنرمندانو له وسائل ورکړې شي نو جاز او اېټم بم هم جوړولې شي 

........

 

د پښتون قام د عمران نيازي نه ېوه پوښتنه

 

کم پښتانه چې د عمران نيازي پرلت ته ځي نو بائد د ځان سره هم ددې خاورې د ېو وګړي په حېث دا فکر  ړومبې اوکړي او عمران نيازي ته هم د دې خاورې د ېو وګړي په صفت  دا پوښتنه اورسوي چې لس کاله نه په پښتونخوا صوبه کښې واک لرې څلورکاله په وفاق کښې واکمن وې د پښتونخوا پشان غريبې صوبې د قذرتي وسائلو په مد کښې د وفاق په غاړه په آئيني توګه منل شوې 1600 اربه روپۍ د صوبې خپل حکومت ته ئې ولې ورنه کړې شوې ؟ 

دا پوښتنه د ټول قام ده او ځکه پکار ده چې د اسلام آباد د پرلت اود خپل شخصي واک لپاره ټول وسائل  نن هم د پښتونخوا لږول شي ټول خلک ئې د هېواد د ګوټ ګوټ نه د نيولو د ېرې تر نن پورې د پښتونخوا په سرکاري رېسټ هاؤسونو کښې ډډې وهلي پراته دي نن ورسره نه پنجاپ شته نه سند ، او بلوچ خو ئې پېژني هم نه  .

 

وسائل پدې خاوره کښې شته هيڅ کم نه دي خو تشې خبرې نه ! بلکې منطم تګ لاره او قامي سياسي حرکت غواړي .

د پښتونخوا صوبې په مرکز د تېر دېرش کاله نه د ، ګېس ،او  ،تېل په مد کښې د آئين لاندې د رائلټې په شکل کښې ، 190 اربه ، د ،  برېښنا په برخه کښې ، 800,  اربه ،او  د ،اوبو د پښتونخوا په آئيني درې برخې اوبه د پنجاپ په کارولو سره  600اربه دي چې ټوله قرضه ، 1590 ، اربه روپۍ  جوړېږي د پښتونخوا دا روپې د آئين لاندې د منل شوي اصولو ترمخه د پښتونخوا صوبې په وفاق قرض دې  چې تراوسه پورې وفاق د پښتونخوا صوبې د کمزورې سیاسي نمایندګۍ په وجه ورکولو ته نه دې تېار .

کچرته دغه په آئيني توګه منل شوې  روپې هم زمونږ صوبې ته ورکړل شي نو د پښتونخوا په 33 ضلعو کښې په هره ضلعه کښې د نړۍ وال معيار مطابق د لس اربه روپو په لګښت په 330اربه روپو 33 مثالي پوهنتونونه 33  لوئي لوئي روغتونونه په 33ضلعو او د صوبې په اووه ډويژن کښې د چشمه رائټ بېنک کنال سره د اووه لوئي نهرونو لپاره د ېو نهري نظام په سر 48اربه لګښت کولو سره ټول 330اربه د نوي نهري نظام په پياوړتيا  دغه راز په 33 ضلعو کښې د 660 اربه روپو په کچه 33 انډسټريل سټېټس جوړول ډېر په آسانه ممکن دي چې دغه هرڅه هم پدغه 1590 اربه روپو کښې کول ممکن دي چې په نتيجه کښې به په دوه کاله کښې پښتونخوا غريبه نه ! بلکې د کروندې ، روغتيا ، تجارت صنعت ،او تعليمي پرمختګ په برکت  ېوه  شتمنه خوشاله پرامنه صوبه وي.

دا روپې ورکول عمران نيازي ته پخپل وخت کښې  ځکه څه مسله نه وه په صوبه کښې هم دې وو او په وفاق کښې هم خو په څلور کاله کښې د پښتونخوا د ېو بنېادي ستونزې نه ئې ځان نه دې خبر کړې نن چې تې ټول پاکستان پشا لاړو ځان له پاتي دې د سیاسي ځان له والي ښکار دې نو د پېښور کوڅې ورېادې شوې.

.......

 

د پښتونخوا ماشومان!!!

 

د ېو څېړنې ترمخه د پښتونخوا صوبې څلور ميلين ماشومان ښوونځيو ته نه ځي دغه څلوېښت لاکهه ماشومانو لپاره په نزدې وخت کښې پينځلس زره سکولونه پکار دي که داسې اونه شي نو شته سکولونه به هم کمه نتيجه نه ورکوي خو د بده مرغه په تېر لس کاله کښې په پښتونخوا کښې دوه سوه پرائمري سکولونه جوړ کړې شوي او څلور نيم زره زاړه روغ کړې شوي که پدې حالت مو سکول جوړول شي نو دغه موخه په پينځلس کاله کښې هم نه ترسره کېږي .

 ېاده دې وي چې پدې څېړنه کښې د پښتونخوا د نوؤ ضلعو ېو ميلن ماشومان هم نه دي ګډ ځکه دلته د ايزده کړو کچه شل سلنه ده یعنې اتيا سلنه ماشومان د ښونځي بار دي  بدمرغي داده چې د پښتونخوا په نوؤ ضلعو کښې د پرمختګ ټولې چارې پوځي شبکې ته سپارل شوي اوس چې د ټوپک سړې ستا سکول هم جوړوي نودهغه وطن د پرمختګ به څه حال کېږي زمونږ په سيمه کښې زمونږ په ځمکو په غصب سره ېو کېډټ کالج په لس اربه روپۍ جوړ شوې دغه د لس اربه په ېو کالج کښې تش څلور نوي ماشومان سبق وائي دغه حالت دې نو .

د نړۍ وال معيار مطابق په ېو پرائمري سکول درې کروړه روپۍ لږي پدغه شمېر پينځلس زره سکولونه دوه نيم بيلن ډالر غواړي خو بلخوا د ټولې صوبې  پرمختيائي بوديجه فقط ېونيم بيلن ډالر ده  .

اوس که دا د خپل راتلونکي شتمني د ماشومانو په شکل که د سکول په لور روان نه کړې شي ېوه سائنسي منظمه تګ لاره ورته جوړه نشي نو کلي کوڅې به د ماشومانو نورې هم ډکېږي چې د کوره رووځې نو ګام په ګام به دا ماشومان ولاړ وي سکول ته د تلو په ځائې به په لارو بازارونو کښې د خپل کور د ډوډۍ لپاره سوالونه کوي دغه راز ډېر ماشومان به د پردي جنګونو اشر کېږي پدې هرڅه کښې به مجرم څوک وي ؟ ددې ماشوم نړۍ ته راوستونکې مور پلار چې د ژوند د سائنس د پوهېدو په ځائې فقط د امت د ډېرېدو غم ډوب کړي او د وخت حکمران !

د ماشومانو د ايزده کړو په اړه ېو سائنسي لس کلنه تک لاره پکار ده که داسې اونه شي نو څه وخت پس حالت نور هم بدل وي.

د وخت حکمران څه کوي حال ئې وينې د نفسياتو پوهان وائي چې د ماشوم د سکول بسته د ده د وزن څخه لسمه برخه نه درنه نه ده پکار زيات وزن ئې نفسياتي ناروغه کوي پرائمري ته چې کم ماشوم ځي نو د هغه وزن عموما تر دېرش کلو وي ېعنې بسته د درې کلو نه زياته درنه نه ده پکار خو د ايزده کړو وزارت د سکول نصاب جوړونکو دغه ماشومانو ته لس لس کلو بستې ورپه غاړه کړي دا شته ماشومان هم نفسياتي رنځوران دي د پښتنو ماشومان تر هرچا ذهين دي خواږه او مينه ناک دي د خپلې خاورې د جنت خويونه لري خو د اوس وخت پښتانه د خپلو ګلانو د ژوند په نه ژغورنې مجرمان دي په سؤال ليدونکي ماشومان د سړي زړه چوي

 

........

 

کوکنار ۔

 

په افغانستان کښې د ،افيم ، په کرونده بندېز لږول شوې دا بندېز په دوه وجو بيخي غلط دې ېو دا چې دوئې ځانته اسلامي امارت وائي ېعنې هر کار د اسلام د امر لاندې کول بائد چې د ، کوکنار ، په اړه د اسلام او  فقهاء رائې اوګوري څنګه چې د ښځو د حجاب او ايزده کړو په اړه د روح عصر نه پېژاندلو له کبله د علمي او عملي تیروتنې ښکار دي داسې تېروتنه د کوکنار  افيم په اړه هم کول شي  په شريعت کښې د  ،کوکنار ، بنګو ، بوټې کرل سوداګري بيخي روا عمل بلل شوې دې د نشو لپاره کارېدونکی ټول بوټي  په کلتوري بنړه طبي بوټي  دي نشه جوړول دوېم حېثيت لري لکه څنګه چې د انګورو وربشو نه شراب جوړول ددې لامل نه دي چې انګور دې حرام اوبلل شي داسې ، افيم ،هم دې .

دا د مدينې د تابير النخل پشان د رسول الله ص د حکم سره سم خپلو پوهانو اهلکارو ته د سپارلو په ځائې د امارت د خپل ناسم تعبير لاندې راوستل د اولس په فقر وژنه ده تراوسه هيڅ کم فقيهه هم افيم ته ناروا نه دې وائلې  ! پخپله پرېکړه دې د امارت مشران بېا نظر واچوي

د افيم بندېز ېو سياسي  ناسمه پرېکړه ده دا کم نوې عمل نه دې ځکه چې په 1843/ او 1860 کښې پيرنګېانو د خپل تجارتي غرضونو لپاره  چين سره دوه لوئي جنګونه کړي وو که امارت د کوکنار په سر د نړۍ نه ګټه کول غواړي نو خپل اولس دې د لوږې نه وژني .

 

د هند ستر عالم مفتي کفاېت الله پخپله فتاوی ، کفاېت المفتي ( کفايت المفتی 9/129،ط:دارالاشاعت) ،او مولانا رشيد احمد ګنګوهي په فتاوی ،محموديه ، ۔(فتاویٰ محمودیہ،عنوان :افیون کی تجارت اوراس کی آمدنی کاحکم،16/123،دارالاشاعت)کښې ليکي ! بنګ ، افيم ،چرس ،پاک دي کرونده سوداکري روا ده ځکه دا څيزونه مباح الاصل دي ، مفتي رشيد احمد پخپله فتاوی ،احسن الفتاوی ،کښې ليکي د افيم کرونده او سوداګري روا ده ځکه چې د افيم اوېا سلنه کارونه په ،دوائي ، کښې کول شي د کوکنار بوټې د اصل په اساس طبي بوټې دې خاشخاش دوا ده په خوراکي توکو کښې هم کارول کېږي تېل تې هم ویستل شي دواساز کارخانې په لوئي کچ کښې د افيم د شپږويشت اجزاو نه نه دړ کمونکي او نشه راوستونکي ،مارفين ،او کوډين ، اجزا د دوا لپاره جوړوي په امريکا برطانيه هند مصر  او ډېر هېوادونو کښې د کوکنار د طبي بوټي په توګه اجازت ورکول کېږي په لوئي کچ ئې کرونده ګر  کري د افغان وار په وخت کښې دا زمونږ کلتوري ګټور پېداواري فصل د ېو سازش لاندې د ،پوډرو ، په نشه بدنام کړې شو.

دوېمه غلطي ددې حکم داده چې افيم د افغانستان د کرونده ګرو د معاش لوېه وسيله ده د افغانستان اتيا سلنه برخه د کروندې د افيم په کروندې ولاړه ده  په شپږ میاشتې کم وخت کښې فصل رسي اوبه د غنمو نه کمې غواړي او ګټه او پېدوار ئې د غنمو په نسبت ېو په لس ډېره وي اوس که ددې کرونده بندول شي نو ړومبې دې امارت افغانانو کرونده ګرو له ددې متبادل فصل / د کروندې  جديد وسائل/ او د هغې لپاره وخت ورکړي کرونده ګر غريبان ژاړي چې مونږ اوس بل څه اوکرو کرونده ګر تنګول په پړو تړل وهل ټکول هيڅ اسلام نه دی د شريعت له نظره ناروا عمل دې اسلام پښتنو پخوا منلې اوس د اسلام په نامه تېروتنه به افغانان نور رنځور کړي .

پدې باندې بائد چې د هرچا سر خلاص وي چې کارل مارکس وائي چې انسان معاشې حېوان دې چې اقتصاد دې نه وي نو نه پکښې اسلام کامېابولې شې نه کمونيزم او نه کېپټل ازم د اوس وخت سائنس دادې چې ړومبې اقتصاد دې بيا نظامرسول الله مبارک د اقتصاد د اهمیت په اړه څورلس سوه کاله وړاندې وائلې دي چې معاش په انسان داسې فرض دې لکه څنګه چې مونځ فرض دې د مدينې په رياست کښې چرې هم د اسلام په ټولنيزو حقوقو څوک نه دي ډبول شوي بلکې د ترغيب په اړخ خبره شوې  د خلکو معاش ته فکر نه کول دېته نه کتل چې د افغانستان نه ټول خلک د معاش د ختمېدو له کبله روان دي تښتي ژوند ژواک په ټپه ولاړ دې تش ېو کرونده ګر په وطن کښې ايسار وي ځکه د هغه ځمکه وي خو چې دهغه د ټول کال د ژوند وسيله هم ته په زور جبر بندوې ښځې د پښتنو دوطن نه چرې هم نه تښتي خو هغه د حجاب په نامه تنګول شي نو په وطن کښې به ژوند به څوک کوي ؟ 

د قلارې ددې فرصت نه که د افغانو ترمېنځ د حکمت په لار د لوئي ملي تفاهم لپاره ګټه وانخيستل شوه نو سل کاله به پدې خاوره بيا بل عذاب وي .

د افيم کرونده سوداګري بندول د شريعت او حکمت د نظره غلطه ده که غلط استعمال څوک کوي دهغې غلط مخ نيوې دې اوکړې شي د افغانانو نه دې امارت په ګران نرخ افيم اخلي لکه څنګه ئې چې دا شل کاله ګانړې چلولې او بيا دې د نړۍ دوا ساز کارخانو ته ورکوي کرونده ګر به هم خوشال وي او افغانستان ته به روپې هم راځي .

زمونږ په سيمه کښې هم تر نزدې وخت پورې به مونږ افيم کرل زما نيکه مير خليل بابا د کوکنارو کر به په لوئي کچ کولو پلار مې د لواړګي او صدی په مارکيټ به د افيم لويه سوداګري کوله نور هم په زرګونو پښتنو به د افيم سوداګر وو  ډېر د ګټې فصل او سوداګري وه په اوس وخت کښې ېو کلو افيم په څلوېښت زره روپۍ کلو دې ېو ،ډړې ېاکنال ،پټي به لس کلو افيم کول چې کله به کوکنار ګل شو دا ټول وطن به ګلزار ښکارېدو  د پاکستان چارواکو په مونږ دغه ګټور فصل په زور بند کړو بلخوا د ، انټي نارکوټکس ،  په نامه زمونږ د کوکنارو په سر به د لوديځ نه بيلينونه ډالر راتلل خو هغه ټول د پاکستان د چارواکو د بډو ښکار وو زمونږ کرونده ګر ته پکښې ېو روپۍ ېو ټيوب وېل ېو د کروندې آسانی ورنه کړل شوه چې په نتيجه کښې د باجوړ نه د وزيرستان پورې کرونده هم ختمه شوه کله نه چې زمونږ په وطن کښې پاکستان کوکنار ختم کړی ځمکه هم د قهر نه غنم سم نه کوي  په صوابۍ ګدون کښې په لوئي کچ د کوکنار کرونده پدې شرط ختم کړل شوې وه چې کارخانې درته لږوو کرونده درته ښه کوو کوکنار هم خلکو ختم کړل او د بجلی د نشت والي له کبله کارخانې هم اوس اديرې شوي کله هم چې د وطن کلتوري کرونده د نشې په نامه د خپل غرض لپاره د مېنځه وړل شي نو بېا به په ټولنه کښې د ،آئسو ،پشان د نورو هېوادونو بدرنګې نشې راځي ځکه چې نشه کمول خو شي خو ختمول نشي .

.......

 

په اوس وخت کښې د شیرانی غر اور وژنه او هغې له غږ کول مهم دي اور څنګه  اولګېدو دې وخت کښې دا مهم نه ده ګرمې کښې په غر کښې عموما اور لږي ځکه چې خشاک اوچ وي موسم ګرم شي کله تندر اولوېږي کله څوک سېلګري اور په غلطې کښې پرېدي کله د ځنګل نزدې کور نه اور اولږي د اور قصداً لږونې امکان هم شته خو دا وخت دا وژل لازم دي ځکه چې د وخت سره دغه ځنګل ټول د مېنځه ځي پوهان وائي چې د اور وژنې لپاره تراوسه هغه سائنسي پرمختګ نه دې شوې چې سمدستی مخ نيوې اوشي خو په رياستي سيستم وژل آسان ممکن وي د بده مرغه دغه قیمتي ځنګل ته هیڅ کم رياستي پام نشته  د ېو چورلکې په ېو ډرم اوبو کار نه کېږی ترڅو چې پينځلس شل چورلکې پرله پسې د نزدې ګومل زام اوبه ېونه سي دوېم د اور وژنې آسان حل دا وي چې سيمه ايز اولس په لوئي کچ رووځي ځائې په ځائې بل اور مړ کړي او که کم ځائې ډېر وي نو هغه اړخ ته مخې ته دې د ځنګل ېو دومره برخه غوڅه کړي چې اور پې اودرېږي او مخکښې لاړ نشي .

—————

 

تماکو .

د تربیلۍ رڼا ته ډک شو د پنجاپ چیلمان

د مانیرۍ پۀ ځمکه نور دې تماکو نۀ کېږي

شاهد قماش.

 

د سټيورټ الفنسټن د وېنا ترمخه د 1809 نه وړاندې   به پښتنو تماکو د نسوارو او چيلم لپاره کرلو دا خبره په تاريخي توګه سمه نه ده چې نسوار پښتنو ته د پيرنګېانو په وخت کښې راغلي بلکښې د نسوارو نشه پښتنو د هند نه روړې هند ته په اوولسمه پېړۍ کښې د يورپ نه راغلې او تماکو د پيرنګېانو نه وړاندې دلته کرل شو د بده مرغه پښتانه فقط نسوارو ليوني کړي هرچا په نسوارو خوله پړسولي خو بلخوا د تماکو د قېمتي وسيلې د مارکيټي ارزښت نه لا خبره دي .

  په  1948 کښې چې کله د نړۍ وال مارکيټ مطابق د سيګرټ لپاره د تماکو نوې تخم په منظم سائنسي بنړه  راوړل شو نو دغه تخم په پنجاپ او سند کښې د بېکاره آب و هوا له کبله  ناکام شو خو د صوابۍ سره د پښتونخوا په ډېرو برخو کښې د اوبو او هوا مناسبت له کبله ډېر ښه کامېاب شو د پښتونخوا څه په اتيا زره هيکټره ځمکه تماکو کرل کېږي په پاکستان کښې ټول فصل څه اتيا ميلين کلو کېږي چې اويا ميلن کلو پښتونخوا پېدا کوي خو د وفاق د قبضې له کبله د کرونده ګرو ستونزو ته د نه پام کولو له کبله پښتانه کرونده ګر اوس دا ګټور فصل تاواني ګنړي او پرېښودو ته اړ دي د تماکوفصل څه نهه مياشتو کښې سرته رسي .

 

تماکو‌ په بنېادي توګه  باندې ېو زرعي  فصل دې هم د فصل له کبله د شريعت د نظره ددې کرونده او سوداګري هم بیخي حلال کار دې ځنې د اوچې بې علمه شېخان نسوار سيګرټ هم حرام ګنړي په نړۍ کښې تماکو ېواځې په سيګرټ کښی نه بلکې ددې د تخم دانه په دوائي ، کاسمېټک څيزونو ،پرفيوم او په ،ترکی ،تنزانیہ، بلغاریه اویونان ،کښې د خوراکي تېلو لپاره هم کارول کېږي د نيکوټين لرلو له کبله لکه د تور چاۍ پشان سرور لري دغه متبادل امکانات د پښتونخوا د تماکو لپاره هم ممکن کېدې شي ځکه چې د مستې هوا له کبله پښتونخوا دا فصل د پاکستان د ټول لګښت نه هم د زيات پېدا کولو توان لري خو خبره د خرڅ او نړۍ وال مارکيټ ته د لاس رسي ده ځکه خبره بيا هم هغه ځائې ته راځي  چې پخپلو وسائلو سیاسي واک نه لرو  صوبائي خودمختاري تش په نامه ده د اسد قيصر پشان بېخونده خلک په سل کاله کښې هم  د پښتونخوا څه چې د خپلې صوابۍ د اولس مقدمه نشي وړاندې کولې ځکه دغه خلک د پنجاپ دلالان دي .

 پۀ پاکستان کښې د پښتنو دا فصل هم مرکزي حکومت قبضه کړې دې د 1968ز د تماکو آرډيننس د لاندې د دې فصل لپاره د وزارت کامرس زېر انتظام پاکستان ټوبېکو بورډ PTB جوړ شو چې دا ېو وفاقى اداره ده، دوه کاله وړاندې د PTB انتظام د کامرس وزارت نه وفاقي د زراعت محکمې Ministry of National Food Security and Research ته حواله شوې دې چې پۀ هغې کښې د پښتونخوا صوبې نمائندګي د نيشت برابر ده چې له کبله ئې د پښتونخوا صوبې د کرونده ګرو ستونزو ته هیڅ پام نشته په اوس وخت کښې ېو کلو تماکو کرونده ګر ته په 260 روپې پرېوځي خو ټوبېکو بورډ د اخيستو نرخ 242 روپې ټاکلې   ـ

په پښتونخوا کښې د تماکو څه دوه نيم لاکهه پښتانه  کرونده ګرو سره څه پينلځس لاکهه پښتانه د تماکو سره په مختلف اړخونو په روزګار دي. پښتونخوا کښې اتيا زره د تماکو پخولو بټۍ دي او تر اتهه سوه اربه روپو پېسه تې په کال کښې پېدا کېږي د درې سوه اربه پورې صرف وفاقي ټېکس د تماکو په برکت اخيستل شي.

 د آئين لاندې زراعت د صوبۍ کار دې د آئين د 161/ مادې لاندې په صوبه کښې کېدونکي فصل نيمه ګټه به صوبه اخلي خو دلته داسې نه ده بلکې ټول هرڅه د وفاق په نوم ګېرول شي خو بلخوا په پنجاپ کښې د ،پټ سن ، فصل واک پنجاپ صوبې ته ورکړل شوې چې په نتيجه کښې کرونده ګر ډېر خوشال دې   اتيا سلنه د پاکستان تماکو دلته پېدا کېږي بجلي دلته ده اوبه زمونږ دي  خو د تماکو غټې کارخانۍ  په پنجاپ او کشمير کښې جوړې دې څه د شلو پورې کمې کارخانې چې دي نو په هغې کښې د دوه کمپنو اجاره داري ده ! سليم خان اېډوکېټ صېب پدې اړه وائي !

دا وخت د تماکو پۀ 90% مارکيټ د دوو ملټي نېشنل کمپنيو (BRITISH AMERICAN TOBACCO COMPANY PTC او PHILLIP MORRIS PAKISTAN) قبضه ده او د تماکو پۀ مارکيټ د ايجاره دارۍ د پاره ئې د CARTEL شکل اخستې دې او پۀ فېصله ساز ادارو وخت پۀ وخت اثرانداز کېږي او د خپل مقصد فېصلې او قانون سازي پرې کوي .

 

د  تماکو چې د پښتنو فصل دې تر نن پورې ورته د فصل رسمي درجه هم نه ورکول کېږي که رسمي فصل شي نو کرونده ګرو ته به ډېرې ګټې او اسانې ترلاسه شي.

دغه راز د پښتنو فصل ته د لاس رسي لپاره نړۍ وال مارکيټ ته رسېدل لازم دي چې زمونږ کرونده ګر د ملټي نېشنل کمپنو د استحصال نه بچ شي د زميدار نه چې په کوم ريټ تماکو اخيستلي کيږي او بيا په کوم ريټ کښې ايکسپورټ کيږي هغې کښې دې فرق کم  کړې شي - زميدار دې په قطارونو کښې نه ذليله کول شي بلکې حکومت دې ورپسې بټو او ګودامونو ته پخپله ورځي او تماکو دې ترې اخلي تېر کال په لوئي کچ تماکو د نه خرڅ له کبله سخا شوې په صوابۍ کښې د تماکو کارخانې شته خو د‌هغې د صوابۍ اولس ته څه ګټه نشته - په اته زره روپۍ مياشت پکښې مزدور کار کوي او چې کار نه اوځي  نو د ټي بي په رنځ اخته ريټائر شي - د سيګرټو کارخانو لګولو کې صرف د سرماېه دار کارخانه دار فائده ده - زميدار له فائده ورکول غواړي او زميدار ته به هله فائده رسي چې تماکو له په آئيني توګه د سم رسمي فصل درجه ورکړي شي  -

ملاکنډ. مردان او ضلع صوابۍ کښې چې کوم تماکو په لوئي کچ  پېدا  کيږي.

هغې ته FCV  وئېلې شي چې د سګرېټس ټول دار ومدار په دغه تماکو وي. دغسې بونېر او مانسہرہ کښې هم پېدا کېږي.

تقریباً  80 میلین کلو ګرام د FCV  تماکو پیداوار ھر کال وي په اوکاړه. وهاړي. ګوجرات کښې چې کم تماکو  پېدا کيږي هغې ته DV  قسم وئیلې شي

د سليم خان اېډوکېټ صېب د وېنا ترمخه پۀ تماکو درې قسمه tax ټيکسونه اخيستل کېږي  ـ

 1فېډرل ايکسائز ډيوټي FED ، چې د ېوې اندازې مطابق د 120 نه تر 150 ارب روپو پورې سالانه جمع کېږى ـ

2 . صوبائي ترقياتي سيس PDC ، دا صوبائي حکومت اخلي او د 80 نه تر 90 کروړ سالانه جمع کېږي.

3 . پاکستان تمباکو بورډ سيس ـ د PTB د چلولو د پاره جمع کېږي او د يو اندازې مطابق 14 يا 18 کروړ روپۍ سالانه دي ۔

د ېو څېړنې ترمخه  پۀ پاکستان کښې د ملکي سيګرټو د پاره د لسو 10کروړو کلوګرام تماکو سالانه ضرورت دې چې پۀ دې کښې 2 يا 3 کروړه kg د بهر نه د سيګرټو يا تماکو پۀ شکل import کولې شي او  د 7 نه تر 8 کروړه kg ملکي پېداوار دې چې پۀ هغې کښې 60% صوابۍ ، 18% مردان ،7% چارسده، 3% بونېر 4% , 3% مانسهره او باقي ملاکنډ ، نوښار کښې او 2% پنجاب په کښې پېدا کېږى .

مولانا خانزېب

Dah Pakhtun Watan Wasayal

 

By: Maulana Khanzeb , Bajawar - Pashtoonkhwa

01.06.2022

-
بېرته شاته