(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون وطن وسایل

[27.May.2022 - 13:21]

د پښتون وطن وسائل 

لیک: مولانا خانزېب

بې څښتنه خاوره !

دا اور د تېرو لسو ورځو نه بلېږي ړومبې د تور غر په غرونو کښې بل شوې د ګرمې زیاتېدو او توپاني بادونو سره دا لمبې اوس د سويلي پښتونخوا د شیرانی سيمې د ،چلغوزي ،او ،قلمي ښونه ، ځنګلو ته د پينځه ورځو نه رسېدلي .

د پښتونخوا په شیرانی سيمه  کښې د ،سلېمان ،په غر کښې  دغه ځنګلې څه په شپږ ویشت زره ايکړ ځمکه باندې خورې دي په ېو ايکړ باندې څه 990 اونې ولاړې دي چې ټولې اونې څه 25700000  دوه کروړه او اووه پنځوس لاکهه جوړېږي پدغه ځنګل کښې په لکونو  په شمېر د ځنګلي ښونه اونې هم قلمي کړې شوي په لوئي کچ پکښې مارغان او ژوي هم شتون لري ځکه چې دغه ځنګل ټول ځائي پښتنو سمبال ساتلې .

دغه راز ددغه سیمې ځوانانو څو کاله وړاندې ېوه قامي جرګه راغونډه کړې وه چې په هغې کښې دغه ټولې ځنګلې او ددې ، ژوي مارغان ، د قرآن د څوګند لاندې ، ناغه ،کړې شوي که څوک کم بوټي اووهي نو جرمانه کول شي ددغه جرګې له برکته څوک د کور خشاک له هم ځنګل نه غوڅوي

دغه ځنګلې ډېر په روغ حالت کښې وو د څېړنکارو ترمخه  فقط د شیرانی د ځنګل د چلغوزې نه د کال درې اربه ډالر چلغوزه حاصل کېدې شي خو که ځائي خلکو سره د مېوې په وخت سائنسي مرسته اوکړل شي په اوس وخت کښې ددغه سيمې پښتانه  د چلغوزي په برکت څه د درې اربه روپو پورې سوداګري کوي 675 مېټرک ټن چلغوزه د کال پېدا کېږي نن سبا د شیرانی د ځنګل ېو کلو چلغوزه په اتهه زره روپۍ ده  د  چلغوزي او زيتون دغه  ځنګل د سيمې د اولس د ګټې ېواځينې وسيله ده خو د بده مرغه دغه هرڅه د اور د لمبو ښکار کېږي .

د سيمې سرکاري چارواکي وائي چې تراوسه د اور وژنې لپاره ېو چورلکه راغلې خو اور پداسې اندازه کښې دې چې د شل چورلکو ېا د بارني هېوادونو  مرستو او ېا قذرتي باران ئې وژلې شي خو تراوسه دغه ېو څه هم نشته په لاسو ځائي کارمندان لګيا دي درې کسان پکښې مړه هم شو خو کمه نتيجه نه ورکوي .

پنجاپ خو هسې هم د پښتنو د وسائلو  چورتالان او ېا د اور په وخت تماشه کوي سیمه ییز اولس او عوامي نشنل ګوند نن پې احتجاج هم کړې  خو بائد چې پښتانه مشران د نړۍ والو نه ددې اور وژنې لپاره په سمدستي توګه مرسته اوغواړي کنه وه نو دا د سرو زرو په مثال ددې اقليمي بدلون په وخت کښې دا قامي وسيله بيخي د مېنځه ځي .

--------

 

 

د اېرساانډس ریور سسټم اتھارټی) ترمخه د پښتونخوا د ابو آئيني برخه 87۔8 ملين اېکړ فټ جوړېږي ، خو د نهري نظام د کموت له کبله د  پښتونخوا درې ميلينه ايکړه فټ اوبه   پنجاپ او سند د کم قيمته پرته کاروي دغه زياتې اوبو د 1991, د آبي تړون لاندې د پښتونخوا صوبې  په پنجاپ سند څه شپږ سوه اربه روپۍ د دغه اوبو په بدل کښې جوړېږي خو تراوسه ورکول نشي .

د پاکستان ټوله د اوبه خور لاندې ځمکه څه څلور ميلن ايکړ ده پدې کښې اويا سلنه ځمکه د پنجاپ ده د پاکستان د کروندې لپاره اباسين د ملا تير دې پنجاپ  خپل سيندونه چې کله په هند خرڅ کړل نو د اباسين نيولو لپاره ئې په لوئي کچ بېراچونه او نهرونه جوړ کړل  اوس د پنجاپ اتيا سلنه برخه ځمکه زمونږ په اوبو پائي.

 د پاکستان د کروندې اويا سلنه برخه اوبه د پښتونخوا د سيندونه مجموعه اباسين سيند پوره کوي د سند خو نوم او تاريخ تهذيب ټول د اباسين دسيند د برکته دې  د پيرنګېانو د وخت نه هم  1892/ نه تر 1932 پورې په پنجاپ کښې د اباسين په برکت غټ نهري نظام جوړ کړې شوې د تربیلا بندنه پرته په اباسين باندې څه  85 واړه بندونه ، 19 بیراجونه‌، 45 نہرونه ، 12 رابطه نہرونه او 7 لاکھ ټيوب ویلونه ویستل شوي د پښتونخوا په لور داسې هيڅ هم نشته په ېو څو ضلعو کښې ډېر کم نهري نظام دې سدهم ته بيخي شين دې  د اوبه خور لپاره د جوړ شوي ددې هرڅه اويا سلنه برخه په پنجاپ کښې ده د اوبو د ګټور کولو لپاره د کم سائنسي پروژې د نشتون له امله پاکستان فقط ديارلس سلنه برخه د اوبو ذخيره کولې شي نورې تې تريخ سمندر ته لوېږي نهري نظام هم سل کاله پس اوس د ستونزو ښکار دې ډېره اوبه تې زېم راکاږي.

د پيرنګېانو نه پس د  1970 پورې په پاکستان کښې د اوبه خور لپاره څه څلور زره کلوميټره نوې نهري نظام جوړ کړې شوې  چې زياتره په پنجاپ کښې دې  څه ېو لاکهه کيوسک اوبه پکښې ځائېږي خو د بده مرغه په پښتونخوا کښې ېو کلو ميټر نهر هم په نوي بنړه ګټور کړې شوې نه دې.

په پنجاپ کښې د کروندې لپاره څه 14بیراجونه  ،56 واړه بندونه ،17مین کینال سسټمز،6لنک کینالز او  22 زره کلومیټره واړه نهرونه دي د اوبو د نظام چلولو لپاره ئې اتهه پنځوس زره خلک پکار لګيا وي د پيرنګېانو د وخت نه د هند په درويشت غټ نهرونو کښې یوویشت دپنجاپ په برخه کښې دي.

په پښتونخوا کښې د نهري نظام د نشتون نتيجه داده چې د پښتونخوا ټوله  قابل کاشت ځمکه   7452100 ايکړه ده او غير اباده ځمکهه  

 6254469 ايکړه دهبل خوا ته، د پنجاب ټوله قابل کاشت ځمکه 23025  ملين ايکړه ده د نهري اوبه خور لاندې 20946 ميلن ايکړه ده  او غير اباده ځمکه   2079ملين ايکړه دهيواځې  2057ملين ايکړه ځمکه غير اباده ده،چې دغه شړه ځمکه  د پنجاب د ټولې ځمکېچ ١١٪  جوړېږي خو بلخوا د پښتونخوا څه 80/ سلنه برخه ځمکه شړه ده.

که پښتونخوا د خپلو خوږو مقدمه په آئيني او عملي بنړه اونه ګټله نو څه وخت پس به د وچکالې د لاسه کډې وړل شي.

.....

#د_پښتون_وطن_وسائل

مالږه/ مالګه !

د پيرنګېانو په  وخت کښې پښتنو به مالږه ډېره کمه مونده په مالږه به ډېر ټېکس ورکول شو ځکه  د 1930 په سول نافرمانۍ تحريک کښې مالږه به د غبرګون په توګه مبارزينو جوړه وله کله نه چې د مالږې غرونه موندل شوي نو نرخ ئې ارزان شوې په خوراکي څيزونو کښې تراوسه پورې ټولو زيات کم نرخ د مالږې دې .

په نړۍ کښې درې ډوله مالږه کارول کېږي ،سپينه ، توره ،او ګلابي ، د روغتيا په اړه غوره ګلابي مالږه ګنړل شي ، پنک سالټ،  او ،ہمالین سالټ ،هم ورته وائل شي څه سلو هېوادونو کښې مالږه موندل شي  مالږه د خوراک خوند جوړوي د خوراک ګټور څيزونه پکښې وي خو په طبي توګه د ېو کاشوغې نه زيات د ورځې کارول نه وي پکار .

ګلاپي مالږه د جهلم او د پښتنو د خاورې نه پرته په نوره نړۍ کښې نه پېدا کېږي د دغه مالږې د ټولو نه زياته ذخيره د پښتونخوا د ميانوالي نه رواخله تر د کرک او کوهاټ په غرونو کښې ده خو د بده مرغه ددغه  مالږې لپاره کم نړۍ وال مارکيټ د پښتنو سره نشته په ېو روپې کلو اخيستل شي په لوئي کچ بيا هند ته وړل شي او بيا هند ئې پخپل نوم د يورپ په مارکيټ کښې په پينځويشت پاونډه کلو خرڅوي .

پوهان وائي چې د ميانوالي ،کرک ،او ،کوهاټ ،په غرونو کښې دومره ګلاپي مالږه پرته ده که د ورځې په کچه لس زره ټنه ويستل شي نو بيا هم تر لس زره کاله پورې پوره ده د کرک کوهاټ او ميانوالي د ګلاپي مالږې ډېره برخه لا سالمه پرته ده.

دغه ګلاپي مالږه د پنجاپ په ،  کھيوڑہ جہلم، او ، خوشاب ،کښې هم ویستل شي خو لوېه ذخيره ئې د  ضلع میانوالی ،کرک ،او کوهاټ په غرونو کښې ده د کال په کچه تر 30 لاکهه ټنه پورې  پېدا کېږي د ګلابي مالږې کانونه د ميانوالي نه تر کوهاټ پورې په درې سوه کیلومټره اوګد او دېرش کلو ميټره پلن غرئيزه زنځير کښې پراته دي .

د_پښتونخوا_وطن_وسائل 

 

د باجوړ د اوبو وسيله !

دا د باجوړ هغه لوئي رود دې چې د پينځه خوړونو ېو کېدو نه پس د تېمرګرې په ،خزانه ، سيمه کښې د ،پنځکوړې ، د لوئي سيند سره ېو کېږي .

 

د باجوړ خاوره د کروندې لپاره ډېره غوره ده په کم بارانونو کښې للمه ځمکه د غنم جوارو دوه فصلونه رسوي د سوات او باجوړ اوبه او هوا ېو شان ده کم پېدوار چې د سوات ځمکه کوي نو هغه هرڅه د باجوړ په خاوره هم کېږي خو د بده مرغه د باجوړ خلک د سائنسي کروندې کم شوق نه لري د باغونو دود بيخي نه خپلوي د کراچۍ او لاهور مزدورو له ځي خو د خپل پټي کرونده ورته هسې بيګار ښکاري .

 دغه راز د اوبو کچه په ځمکه کښې ډیره نزدې وي خو د اوبه خور لپاره د اوبو کم سائنسي هنر ډېر کم خپلوي چې په نتيجه کښې اتيا سلنه برخه د ځمکې ،للمه ،وي په باران فقط د دوه غلو غنم جوار دود دې که خدائي باران سم شو ډېره ښه کنه نو سودم ته بيا بيخي شين وي.

د بده مرغه د باجوړ خلک د خپلې جنتي ځمکې دشمنان جوړ شوي د آبادی ډېرېدو سره د کروندې په ځمکه ودانې جوړوي او داسې زمونږ د راتلونکي نسلونو حق مونږ د مېنځه وړو دغه راز د باجوړ خلک د کراچۍ او لاهور مزدورو ته خوشالېږي خو د خپل جنتي خاورې نه پدې سائنسي عصر کښې د کروندې د ګټې په هنر ځان نه پوهه کوي زیاتره ځمکه شړه پرته وي ېا امدن ئې ډېر لږ وي.

 

د باجوړ په  1290 مربع کیلومیټر خاوره کښې د کروندې جوګه ځمکه 129136ہیکټره ده  پدې کښې څه 77062ہیکټره ځمکه بشپړ کرل کېږي او نوره شړه پرته وي پدغه کچه د باجوړ څه 85 سلنه ځمکه للمه ېا باراني ده په  77162ہیکټره ځمکه کښې صرف 15970ہیکټره  ځمکې ته د خپلو چينو رودونو او کويانو په شکل کښې اوبه ميلاويږي چې دغه مونږ اوي او نوره للمه بللې شو .

( ېو هيکټر د کچ په اندازه لس زره مربع ميټر ېا 2/47 ايکړ ځمکه وي ېو ايکړ دوه جرب ېو جرب څلور دړې ېا څلور کنال شمېرل شي کنال شل مرلې  (5,445 مربع فٹ) او ېو مرله /272مربع فټ ځمکه وي ) .

باجوړ کم ځانګړې سيند نه لري خو دوه لوئي سيندونه ئې په ګاونډ کښې دي ېو د لويديځ په لور د کنړ سيند او بل د ختيځ په لور د پنځکوړې سيند پنکځوړه په بوساق کښې د باجوړ سیمې ته ننوځي ، د باجوړ سيمه ځائې په ځائې د اوبو ډېرې سرچينې لري چې په هغه سيمه کښې د کروندې پوره کار پې کېږي د باجوړ په برنګ بوساق سيمه کښې د سوات او پنجکوړې سيند څه پينځلس کلوميټره دننه مزل کوي پدغه سیمه کښې د وړو بندونو او دغه راز د باجوړ لپاره د نهري نظام امکان هم جوړېدې شي .

د باجوړ چې کم رودونه دي دا ټول  د ښار په خاوره جار خوړ ته راغونډېږي د باجوړ نه پينځلس کلوميټره د ګډ مزل نه پس د باجوړ دغه رود د جندول د رود په ګډون د پنځکوړې سيند سره د ،تېمرګرې ،په خزانه سيمه کښې غاړی غټې کېږي او داسې مخکښې د بوساق په لور ځي د باجوړ په رود کښې د اندازا د غازي بروتا د نهر هومره اوبه بېږي  .

1. ماموند رود:

دا خوړد ماموندو په ځمکه د  تنړي خوړ د اړخه رووځي  دا خوړ د ګرمۍ په ورځو کښې څه شل زره کيوسک  اوبۀ  خارجوي ددې نه بره په خرکي کټ کوټ او ګبري کښې هم د څو جرندو په شمېر اوبه کال وسر بېندې روانې وي او د سیمه ایزې کروندې لپاره کار تې اخيستل کېږي ـ   

 

2. ښار خوړ:

ښار خوړ چې د ښار د رود په نوم هم ېاديږې سرچینه ئې د خټې خوړ چینې دي  د پينځۀ  زره کېوسک پورې اوبۀ خارجوې    ددي خوړ پۀ غاړه د ناوې ډنډ چېنه د سېلګرۍ ېو په  زړه پورې تاريخي ځائې وو چې د بابر باچا د ښځې بي بي مبارکې د استوګنې ځائې پاتي شوې وو د مغلو د وخت حوض هم پکښې وو خو اوس د مدرسې جوړولو سره ختم کړې شوې ـ

 

3. ماندل رود:

د ماندل د سيمي نه هم ېو وړوکې شان خوړ رابهيږې  چې د اوبو د خارجولو مقدار ې تر شپاړس زره کېوسک پورې جوړېږي ـ

 

4سلارزو رود.

سلارزي چې په باجوړ کښې نسبتاً د ټولو نۀ زېاته اوبۀ لرونکې سيمه ده ـ او د ګبر چينۀ ،تندوکې چړوبۍ ، باټوار پکښې د سيلګرۍ لپاره ېاد ځائيينه دې  د سلارزو خوړ ېو وېشت زره کيوسک پورې اوبۀ ډسچارج کوي ددې اوبو سرچینې د شمال په اړخ د باټوار په لور د ،هندوراج ، د غر لمنې دي دا اوبه ډېرې په زور کښې د پشت په لار د راغګان په لار د جار رود ته اوځي ددې رود په غاړه په باټوار او پشت کښې په لوئي کچ کرونده هم کول شي دغه راز وطني شولې هم ډېرې مشهوري دي .

4. جار رود

د باجوړ د بېلابېلو خوړونو اوبۀ چې راېوًځائې شي نو د جار پۀ سيمه کښې د ېو غټ رود شکل اختيار کړي دا رود  ټول څه دوۀ  پنځوس زره کيوسک پورې اوبۀ جوړوي   د جار او خوآؤشا سيمې هم د کرکېلې پوره کار کوي  ـ 

د راغه ګانو د کلي سره د سلارزو په اوبو د اوبه خور لپاره ېو لوئي  بند هم جوړ شوې پدې بند څه کم ېو ارب روپۍ لګېدلي خو د بده تراوسه تې د اوبه خور کم نظام نه دې جوړ‌بلکښې‌ ټول پام پکښې د سېلګرۍ اړخ ته کول شي خو دا بند په بنېادي توګه د اوبه خور لپاره ډيزائن شوې پينځه ميګاواټه برېښنا تې هم جوړېدې شي خو دغه اړخ ته پام نه کول شي پدغه  رود کښې ټول اندازه د دوه زره پنځه سوه او شپږ ديرش ايکړه فټه اوبو ځايولو وړتيا شته خو بائد چې د سیلګرې په ځائې د اوبه خور په لور پام اوکړې شي . خوړونه/ رودونه د اوبو خور ترڅنګ د وطني کبانو د ښکاره ځايونه  هم وي د باجوړ په رود کښې هم ډېر قېمتي کبان ميلاوېږي سيمه اييز خلک پکښې  ښکار هم کوي  په ټوله پښتونخوا کښې او په باجوړ کښې هم مونږ سره ېوه بله ډیره ګټوره وسيله د اوبو شته او هغه د غرونو په ناؤونو کښې په زرګونو داسې ځايونه دي چې ډېر په کم لګښت او په آسانه دبارني اوبه پکښې بند کېدې شي چې د اوبه خور سره د اوبو

د ځمکې کچه به هم لوړه ساتي خو دې کار ته به په لوئي کچ پام رړول غواړي. .

-----

د_پښتون_وطن_وسائل

 

د سرماېه دارانه نړۍ دننه د هېوادنو پرمختګ که د اولس په ځبېښاک ولاړ وي خو بلخوا د اولسونو د ژوند ژواک د ښه والي لپاره ځنې بنېادي اسانتياوې هم په نظر کښې وي هم دغه آسانی د ېو رياست او د اولس د اړيکې د تعين قدر ټاکنه کوي .

د‌پښتونخوا د  شیرانی په غرونو کښې دولس ورځې د پښتنو ځنګلې سوځېدې خو د پاکستان د فضائي ځواک په 1530 الوتکو کښې ېوه هم داسې نه وه لکه د ايران سره چې وه او دغه اور ئې په دوه چکره کښې وژلې دغه الوتکه هم د وفاقي نه بلکې د بلوچستان د صوبې په ګوښتنه راغلې .

د ايران دغه اور وژونکې الوتکه په ، ال یوشین ال۔76 (Ilyushin Il-76) سره ېادېږي د روس جوړه ده څلوېښت ميټرک ټن اوبه په ېو ځل په هوا کښې شیندلې شي دا د نړۍ په سر د ،اسرائيل ، او چين ،نه پس درېمه لوېه الوتکه ده د مارکيټ نرخ ئې څه اتهه کروړه ډالر دې چې د ېو جنګي الوتکې هومره جوړېږي .

د ايران ټول هوائي ځوک دوه نيم سوه الوتکې دې د اسرائيل په حمله او عراق جنګ کښې دوه ځل هوائي ځواک هم برباد شوې که رياست ئې په شيعه مسلکي اختلافي لار ولاړ دی خو کم نه کم د خپل هېواد د ځنګل او اولس ورسره دومره احساس دې چې د نړۍ په غټو اور وژونکو الوتکو کښې ېوه ساتلې .

د پاکستان سره د آل يوشن په څېر د ،مېډاس ،په نامه داسې څلور الوتکې ولاړې دي چې په 2012 کښې د يوکرائن د ېو کمپنی څخه اخيستل شوي خو د بده مرغه ستونزه داده چې دغه الوتکې فقط د جنګي مقصد لپاره کارول شي چې په هوا کښې د ېوې الوتکې نه بلې ته تېل اچولو لپاره کارول کېږي اوس پاکستان دغه شپاړس سوه د الوتکو ځواک او بيا پدغه څلور آل يوشن الوتکو کښې ېوه هم د ځنګلونو اور وژنې له ولې‌نه کاروي ؟ دا ځکه چې د غرونو د ځنګلو زياتره برخه د پښتنو په خاوره ده پنجاپ کم د ځنګل وسيلې نه لري نو هم پدغه معيار د ټول هېواد واک هم چلول کېږي او د ځنګل د اور وژنې او الوتکې د پاکستان او پښتنو د تړون هم دغه نسبت دې .

بائد چې پښتانه سياسي ګوندونه پدې غور اوکي چې رياست خو دغه دې مذهبي ګوندونو والا زمونږ د ځنګل اور پدې جنتي خاوره او جنتي قام د خدائې عذاب بولي  خو د بيا لپاره کم څه په اولسي او سیاسي توګه مهم دي چې که داسې اور بیا لږي نو په ژړا او فرېاد خو اور نه مري دا اوس سائنسي عصر دې ډېر ممکنات کېدې شي خو په اړه ئې غور پکار دې.

 

مولانا خانزېب Maulana Khanzeb , Bajaur- Pakhtunkhwa

-
بېرته شاته