(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون وطن وسایل

[18.May.2022 - 15:37]

د پښتون وطن وسائل

لیک : ډاکتر خادم حسین

عوامي نیشنل پارټۍ (اے این پي ) د زمانو راهسې په هر فورم غږ پورته کوي چې د آيين د آرټیکل 161/2 بجلۍ خالص منافع حق،آرټیکل 182/3 د تېلو او ګېس په ذخیرو د شراکت او مساوي ملکیت حق، آرټیکل 158د ګېس د وړمبي استعمال حق، آرټیکل 161/1 په خامو تېلو د اېکسایز ‌‌‌‌‌‌ډیټۍ حق صوبو ته ورکړی شي

د بیرمل جنوبي وزیرستان د چلغوزو او سېړۍ د ځنګلونو د حفاظت اقدامات اوکړي. د پښتونخوا او وزیرستان د غرونو معدنیات دې د پښتونخوا اولس د پاره اوساتلی شي. ټانک زام دې جوړ کړی شي او د ګومل زام لېفټ کېنال دې اوچت کړی شي.

چاته دا پته ده چې د پښتنوخوا د جنوبي وزیرستان د بیرمل د سیمې ځنګلونو نه هر کال د اربونو روپو چلغوزي راوېستلی کېږي. د چلغوزو دغه ګټه چرته ځي؟

مرکزي آسیا او یورپ ته د پښتونخوا نه تر ټولو ارزانې او اسانې لارې ځي. دا لارې د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا تر منځه د پښتونخوا د تجارت لوې وسېلې دي. د چمن نه واخله تر خرلاچي، د انګور ا‌‌‌‌‌‌ډې او غلام خان په پولو دې کاروباري او تجارتي بندېزونه سمدستي ختم کړی شي

 

پښتونخوا د ټول پاکستان %70 اوبه لري خو د پښتونخوا صرف %30 زمکې ته اوبه خور کېږي. د اوبو د تقسیم فارمولا کښې پښتونخوا ته 1800 اربه اېکړه اوبه رسېدلي خو پښتونخوا صرف1300 اربه اېکړه اوبه استعمالوي.د پاتې 500 اربه اېکړه اوبو پېسې باید هر کال پښتونخوا ته ورکړی شي.

د سوات د زمردو غر کښې په کهربونو ټنه زمرد پراته وو. څلوېښت کاله سرکاري ټهېکادارانو لوټ کړو او تر مانچسټر پورې دغه قیمتي زمرد اورسېدل. بیا پرې طالبانو قبضه اوکړه او غر په دوه لاسه لوټ شو. اوس به یې خدایې خبر څه حال وي؟ 

تاسو به د دې نه ضرور خبر یئ چې د پښتونخوا د کرک او ګورګورۍ سیمې نه امروزه 50 زره بېرله کرو‌‌‌‌‌‌ډ آئل او 350 سوه ملینه مکعب ګېس پېدا کېږي

#ده_پښتون_وطن_وسائل

Dr. Khadim Hussain

———————

#ده_پښتون_وطن_وسائل

 

پښتونخوا د پاکستان د ټول  ګېس ، پينځه دېرش سلنه ، برخه پېدا کوي په لکي مروت  کښې څو ورځې وړاندې اوس نوې ،زېرمۍ ، هم موندل شوي دغه کچه به نوره هم ډېره شي خو د پښتونخوا د نوو ضلعو پشمول په درې کښې ېو برخې ته هم ګېس نه دې ورکړې شوې .

 

پښتونخوا صوبه د خپلو اوبو په برکت د تربېله ، ورسک ،خان پور ، کرم تنګي ، ګومل زام ، ملاکنډ ،چترال ، او بېشمېره وړو بندونو نه ،6848, مېګاواټ بجلي پېدا کوي خو واپس مونږ ته زمونږ د ضرورت 2300 ميګاواټ په ځائې ,1400, مېګاواټ ، راکول شي چې په نتيجه کښې لوډشيډنک وي زمونږ د کارخانو  صنعت د بجلۍ د کموت له کبله ،اديره ، جوړه شوې د پي ټي آئي په پښتونخوا کښې د واکمنۍ په وخت کښې تراوسه څه څلور زره کارخانې بندې شوي کارخانه په تاوانونو کښې ډوب شوي او پنجاپ ته ئې خپل روزګار وړې زمونږ  مات ګډ ،صنعت ، ته فقط ،64، مېګاواټ بجلي راکول شي او بلخوا د پنجاپ صنعتونو ته ،9000، مېګاواټ ، او د کراچۍ ، صنعت ،ته د ،1000، مېګاواټ ،نه سېوا ورکول کېږي .

 

 د خپلو‌اوبو‌ دغه بجلي مونږ په ،ېو روپۍ او دولس انۍ ېو ېونټ  ،جوړؤو خو دغه بجلي د ،ون يونټ ،د وخت نه د ،لاهور ،په ،واپډا هاؤس ، کښې خزانه کول شي او بېرته مونږ ته د ،شل روپۍ يونټ  ، نه دېرش روپو پورې راکول شي دا اوس کم انصاف دې ؟

مولانا خانزېب.

—————

#ده_پښتون_وطن_وسائل 

 

په کرک او لکي مروت ،کښې د يورينيم په لوئي کچ ذخيرې پرتې دي خو د ،ډېفنس ،په نامه دغه خزانې بندې کړې شوې چې له کبله ددغه قېمتي معدن د ګټې په ځائې په ځائي اولس کښې د ،څرمن دکېنسر رنځ ، د خورېدو لامل ګرځي دغه رنځ پدغه سيمه کښې په زياتېدو دې .

زمونږ ځنګلۍ د څارؤو ساتلو هنر د افغانستان په لور تر دمېنځنې ايشيا پورې تلونکي تجارتي لارې بې اندازه ګټورې وسيلې دي خو پښتانه لا په فکري جمود او پسماندګۍ کښې په حېث د قام ښکېل دي .

په پښتونخوا او ځانګړي توګه په نوؤ ضلعو کښې ډول ډول معدنېات قېمتي لالونه  په لوئي کچ پراته دي چې ، تېل او ګېس ،سره ، تانبا ، سره زر ، يورينيم ،  ايکټونا لائټ ،زبرجد ،

اېکوا مارين ، روبي ، لاجورد ،ېاقوت ، زمرود ، جسپر، نفرائټ ،کرومائټ ، سنګ مرمر ، ميګنيز ، سوپ سټون ، چائنه کلې ،  کنزائټ ، لېتيم، اسپيسار ټائن ،سرپينټائن ، بکوره ، رانجه ، ګروسولر ، او بېشمېره د نړۍ وال مارکيټ څيزونه شته.

ددې ټولو خزانو سره پښتانه د بدبختو او بوګنؤونکي فقر ښکار دي د څلوېښت کاله نه ئې خاوره د جنګونو لوبغالۍ دې نړۍ وال د وسائلو نه پرته نورې ډېرې موخې دلته لري د پښتنو ژوند ژواک  رنځور دې دا هرڅه بدبختې په خېر او ګټه بدلېدې شي خو قامي سياسي تهذيبي اجتماعي شعور غواړي دا به کله وی دا چې کله پښتانه پرېکړه اوکړي چې مونږ ړومبې د خپلې خاورې سياست کؤو بېا د پاکستان او نورې نړۍ.

مولانا خانزېب.

Maulana Khanzeb

-
بېرته شاته