(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال خان سړېتوب

[18.May.2022 - 15:11]

 

دخوشال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکې

لیک: ډاکتر کبیر ستوری

خوشال بابا یوه ستره معنوي شتمني او هستي ده، چې د ګڼشمیر پوهنو د څیړنې په زړه پورې سکالو(موضوع) جوړوي او هره پوهنه په خپلو ځانګړو لارو ددې شتمنۍ د بېلابېلو اړخونو څخه ملغرې راوباسي.  

مونږ ددی شتمنۍ انګړ ته د ساپوهنې په لارو ( طریقو/ میتودو ) ورننوځو او ددې هڅه کوو، چې د خوشال خان د سړیتوب ځنې لړونه راوسپړو . 
د هر انسان سړیتوب (شخصیت)  د هغه ټولنې د اغیزې د لاندې په کومه کې چې پیدا شوی وي،  وده کوي.
 د خوشال خان د ژوند ډیوه په پښتونخوا کې بله شوی ده، له دې کبله پښتني ټولنې ته لنډ نظر اچول اړېن ( ضروری) دي .
پښتنه ټولنه یو موړ او بډایې  کولتور لري چې پښتونولي نومیږي. 
 د پښتونولۍ بنسټ د ولسي جرګو په یوه ډیموکراتيک ( جمهوري ) سیستم ولاړ دی دا جرګې یو د بل څخه ناپیېلې او غیرې مرکزی بڼه لري. 
 په جرګه کې لکه د سټیټ په شان اجرایه ، مقننه او عدلیه قوه راټوله شوې او خپلې پریکړی د رايو په توافق سره کوي  او د رایو په ډیره کی (اکثریت) سره ئې نه کوي . 
دا ددې مانا لري،  چې پښتنو کې د هر تن رائې ته ارزښت ورکول کېږي او ځانګړتوب ( انفرادیت ) مهم رول لوبوي او د بلې خوا د پښتنو ژوند ټولنیز او ډله ایز دی . 
د پښتنو کورنۍ د لویدیز د کورنیو پر  برخلاف غټې او څو کوله یا ( نسله ) دي.  کورنۍ د خيلونو ، خیلونه د قبیلو او قبیلې د قام سره تړون لري.
 له دې کبله د پښتون پیژند ( تشخص ) پوړیز دی . که څوک ووائي، چې زه مومند یا اپریدی یم، نو هر څوک په دی پوهیږي،  چې پښتون دی ، یانې د خيل یا قبیلې  په پیژند ( تشخص ) کې د قام پیژند پروت دی. 
 همدغسې پښتو د یوې خوا د پښتنو ژبه او د بلې خوا ئې بنسټي قانون (ائین) دی،  چې د يو شمیر نرخونو یا دودونو او ارزښتونو یا صفتونو څخه چې پښتون ئې پابند دی اوهر پښتون بایده دي چې ولری جوړ شوی دی.
 د ځینو ارزښتونو یا صفتونو لومړنی  توری ئې په هغه تورو پیل کيږي،  چې د پښتو او پښتون په لفظونو کې شته لکه پت ، ښیګړه ، توره ،وفا او ننګ. 
د پښتو د ارزښتونو يا صفتونو پوله يوازې په دې تنګه یا تړلې نه ده بلکې دا ارزښتونه زیات دي،  خو دا ارزښتونه ژر  یاد ته راځي،  کله چې سړی د پښتو یا پښتون د لفظ سره مخامخ شي.
 میا سید رسول رسا په دی نښتون کې لیکي،  چې "پښتو" پښتانه خپلې ژبې ته وائي او " پښتو" پښتانه خپل ملي سیرت ته وائي.  د دنیا په هیڅ قوم کې ملي ژبه د ملي  سیرت په مانا کې نه استعمالیږي.
 دا امتیازي ځانګړنې ( خصوصیت) یوازې (صرف) د پښتو په کلیمه کې دي ، ېانې  فارسیوان دا نه وائي،  چې تاکښې  فارسي شته یا نشته یا عرب دانه وائي،  چې تا کښې عربي شته یا نشته،  انګریزان دا نه وائي چې تا کښې انګریزي شته یا نشته خویوازې  پښتانه وائي،  چې تا کښې پښتو شته یا نشته. 
په لنډو تورو سره پښتو د پښتنو قامي قانون ( آئین ) یا ژوند دود ( ضابطه حیات ) دی. پښتو د ژبې په توګه هم زمونږ د یوې څیړنې له مخې بې سارې توانمنه ده. 
د پښتو ژبې د غږونو تورو شمیر چې د ژبې دتوان ( ظرفیت ) نښه ده،  حتا د نړیوالو پر مختللو ژبو لکه انګلیسي او الماني په پرتله زیات دی.  که څه هم تراوسه پورې د پښتو ژبې ټولو ګړونو ته توري نه دي نیول شوي،  خو دهغه تورو شمیر چې اوس د پښتو په عربي لیکدود  کښې کارول کیږی شپږ څلویښت ته رسیږي او د پښتو په پخوانی میخي لیک کښې اووه دیرش توري تر اوسه مالوم شویدي، حال دا چې د انګلیسي ژبې د تورو شمیر شپږ ویشت او د جرمني ( الماني ) ژبې د تورو شمیر دیرش دی.  په دې حساب پښتو د ژبې په توګه د انګلیسي او جرمني ژبو څخه زیات توان ( ظرفیت ) لري،  یانې  د ودې او پرمختګ  ډېر توان او قابلیت لري،  خو کار ورته نه دی شوی او دوييو ( لغاتونو ) او نومونو ټولګه ئې د انګلیسي او جرمني ژبو په پرتله ډیره کمه ده . 
ژبه نه يوازې د قامی پیژند نښه ده بلکې د ټول ساوال ( نفسی ، روحی ) ژوند سره ټينګه تړلې او د ساوال ژوند په وده کې کره برخه لري او هم د ساوال ژوند جوړښت او وده په ژبه پوره،  پوره  اغیزه لري او د ژبې څرنګوالی ټاکي.
 ژبه او ساوال ژوند یو له بل سره دوه اړخیزه اړیکې لري او يو له بل څخه بیلدلی نه شي.
 خپله سوچ ( اند یا فکر ) د ژبې يوه بڼه او څهره ده. د ژبې په ډډ او وده سړی سم پوهیدلی نه شی که ئې د نورو سا والو ( نفسی ، روحی ) پیښو او ځواکونو څخه په ناپييلی توګه د اشارویو سیستم وګڼی او یا ئې د ګوښې او ځانګړې توان نښه لکه د پوهیدلو او پوهولو ( مفاهمې ) اله ګڼی .
که پورتنی متن راغونډ کړو په پښتنی ټولنه کې ځانګړتوب او ډله ایز توب تر منځ ازادی او تړون شته او هم پښتو د پښتنو ژبه او قانون دی . 
په ساپوهنه کې د انسان د سړیتوب ( شخصیت ) دلړونو د معلومولو لپاره بېلابېلې (مختلفې)  تلې اولارې شته، مونږ د رول د راسپړیدلو په لاره د خوشال خان د سړیتوب (شخصیت)  لړونه په ګوته کوو . په پښتنی ټولنه کې د یو تن مقام د پښتو مټ ،مال او پوهې ( تجربه هوښیارتیا او پوهې، علمیت ) له مخې ټاکل کیږي. 
مشر ته درناوی په پښتني ټولنه کې په همدې اصول یانې پوهې په بنسټ دي،  چې تجربه به ئې زیاته وي . 
ددې څلورو توکونو ( عناصرو ) اندازه او ترکیب په پښتني ټولنه کې د انساني رول او مقام راپه ګوته کوي،  چې د سړیتوب هنداره ده هر څومره چې سړیتوب کې پښتو زیاته وی هغومره قامی سړیتوب دی . 
خوشال خان د پښتو ژبې وتلی شاعر دی او د شعر تومنه ( خمیره ) په لاشعور کې د سرته نارسیدلو هیلو څخه جوړیږي،  چې د تخیل سوچ او احساستو په مرسته سره د الفاظو په تنظیم شوي رنګ کې ټولنې ته وړاندې کیږي. 
 لاشعور د سړیتوب یا شخصیت خوځونکې قوه ده ، هر شاعر په خپل شعر کې د ګل یا بلبل ننداره،  چې او یا د یوې ډلې، قبیلې، قام او یا کومې نظرئې د د استازې (نمائنده) په توګه رول لوبوي.
 هر شعر ځانته موضوع لري، چې دا سکالو (موضوع) ځانګړې ( خاصه) یا عامه کیدلی شی او کوم شعرونه چې موضوع نه لري،  نو هاغه شعر د شعر لپاره دی او پخپله موضوع ده . 
مونږ د خوشال خان رول د هغه په یو شمیر شعرونو کې را په ګوته کوو . خوشحال خان وائی :
 زه خــوشـال د شــهـــبـاز خــــان یــــــم 
چې  تــــورزن ېــم کـــان پــــــه کــــان
شهباز خان د یحیی خان و
چې بل نه و، هسې ځوان
یحیی خان د اکوړي و
چې په توره شو سلطان
د هجرت زر دوهویشت سن و
چې راغلم پر جهان
هغه کال پوره پنځوس و
چې شهید شو شهباز خان
دهغه دور باچا و
قدر دانه شاه جهان
د پــلار ځـائـې ئـــــې مـــاتــــه راکـړ 
پـــــــه اولـس شــوم حـــــــــــکـمـران
کـــه د تــورې کـه د ورکــــړې 
هـــیـڅ مـــــې پـرې نه ښــود ارمـان
لــکــه خـرڅ مـې دبـــابــا ؤ
 زمـــا لاو دوچـنـد ان
واړه دیــــرش زره خـــټــک دی 
درســـت زمـا ؤ پــه قــربــــان
درســت خـټـک زما پــــه دور
امـور شــو پــه دوران
او په بل ځای کې وائی :

زه د یوسـفـزی په ځان زهــروم قـاتـل 
بل مقصد  مې نه ؤ پــه خـدمـت کې دمغـل

په دی بیتونو کې خوشال خان د خټکو د قبيلې د مشر رول لوبوي،  چې د پلار نیکه نه ورته میراث پاتی دی او د مغلو د باچا شاه جهان سره د خپلې کورنۍ او ځان اړیکې راښايي او وائي،  چې دا اړیکې ددی لپاره وې، چې يوسفزو ته زه  زهر قاتل وم . 
د خوشال خان اړیکې بیا د مغلو سره خرابېږي او د مغلو له خوا بندی کیږی او د بند څخه وروسته د مغلو د منصب نه لاس اخلي او وائي:

د مـــغــل مــــنـــصب مې پــریـــښـود
 هسې خوښ لکه خـلاص له لوېه بنده  بندېوان 
ازادی تـــر باچـاهـی لا تــېری کا
 چې د بـل د حـکم لانـدی شي زاندان شي
بیا د قام د مشر په رول کې ډګر ته راځی او وائی :
درسـت پـښـتـون د کـندهاره تـر اټـکـه ســـره یو د ننګ په کـار پــټ او اشکار
په بل شعر کې وائی :
هــره چــــار د پـــښـــتـــانـــه تــــــــر مـــغــل ښـــــــــه ده 
اتــــفـــاق ورڅخه نه شته ډېـر ارمـــان 
د بــــهــلـــول او د شیر شـــاه خـــبـــرې اورم 
چــې پــه هــــنـدکې پښتانه ؤبــاچــاهــــان 
شــپـږ اوه پـــیــړۍ ئـې هــســې پادشاهي وه 
چـــې پــــه دوی پـورې درست خلق ؤ حـیـران 
کـه تـوفـیــق د اتـفــاق پـــښــتــانـــه مومي 
زوړ خوشال بــه دوبـــاره شــی پــه دا ځـوان

پدی شعر کې خوشحال خان پښتانه او مغل سره پرتله کوی د پښتنو هر کار د مغل نه ښه ګڼی او د پښتنو د لودی او سوری قبیلو باچاهانو ته ګوته نیسی چې په هند ئې ډیره موده حکومت کړی یعنې پښتون قام خو لا څه کوې چې قبیلې ئې د حکومت کولو جوګه دی . د خوشحال خان په وخت کې قبیلوی سوچ او احساس پله که څه هم د قامی سوچ تصور پکې پروت ؤ خپله د قامی سوچ او احساس د پلی څخه درنه وه. خوشحال خان قامی سوچ ته پاملرنه وکړه او پښتو ئې د مټ یانی قبیلې او مال څخه مخکې کړه او په دی توګه ئې د ټول پښتون یا قامی وحدت نظريې ته ژوند وبخښلو او د قامی سوچ او احساس پله ئې د قبیلوی سوچ او احساس څخه درنه کړه . لکه د پورتنیو شعرونو په شاه خوشحال خان پخپلو نورو شعرونو کې هم د قامی مشر په رول کې د پښتنې ټولنې نیمګړتیا او بې اتفاقی راپه ګوته کوی او د بې اتفاقی د منځه وړلو د پاره د پښتنو په ارزښتونو ټینګار کوی او وائی :
سر دې درومی مال دې درومی پـت دی نه ځي 
د ســــــړی د چـــارې کـل خوبي په پت  ده

د خوشال خان دا پورتنی شعر په عملی تجربو ولاړ دی او د پښتنې ټولنې حقیقی تصویر دی پښتانه تل په خپل ټوپک ویشتل شوی. پښتانه پردو نه دی ټکولی بلکې د پښتو څخه پردی شوی پښتون ټکولی دی او یا هغه پښتون چې د پښتو يا پت څخه چې د پښتو برخه ده مال ته ئې امتیاز ورکړی او د مال له خاطره د پردو غیږ ته تللی دی د خوشحال خان نیړغ په دې کې پروت دی چې د خپلې کورنۍ او قبیلې د اغیزې څخه ئې ځان خلاص کړو او د ټول پښتون سوچ ئې خپل کړو او قامی ګټې ئې د وخت د سوچ او اند په برخلاف د قبیلې ، خيل او کورنۍ د ګټو څخه درنې کړی . پښتون کول ئې د پښتو ويلو او لیکلو سره یو ځای مخ په وړاندی بوتله، له دی کبله د تورې چې د پښتو کولو پورې اړه لری او قلم خاوندګڼل کیږی چې د پښتو ویلو او ليکلو پورې اړه لری چې د یوه بشپړ پښتون نښه ده دخوشال خان پوه هم بې ساری ده . فلسفی ، اخلاقی ، دینی تاریخی ، ادبی او سیاسی مطالب پخپلو شعرونو کې رانغښتی دی او په هر برخه کې خوشحال خان د سړیتوب د ودې په جګ پړاو کې د خپلې پوهې رڼا کې پښتو ته د مال او پت څخه اوچت ځای ورکړی دی له دی کبله ورته د پښتون د قامی وحدت د نظريې پلار وئيلی شو. لنډه دا چې خوشحال خان یو ډیر اړخیزه سړیتوب دی چې د پوهې پلوشې ئې نه يوازی پښتونخوا بلکې نړۍ هم روښانوی دا ډول سړیتوبونه د خپلې لوړې معنوی شتمنی له کبله ابدی ژوند وی . د خوشحال خان وروسته د باچا خان د سولې فلسفې د پښتون قامی وحدت ته ژوند وروبخښلو . په اوسنی وخت کې قامی سوچ او احساس په پښتنو کې ژوندی شوی دی د پښتون / افغان قامی جرګه کې چې د ننګیالی مشر خان لالا محمد افضل خان په زیار سره د پښتونخوا په پېښور کې د دوه زرم کال په ځوارلسم او پنځلسم نومبر جوړه شوی وه ټول پښتانه قامی مشران د پښتنو په نوی تاریخ کې د لومړی ځل لپاره په يو ټغر راټول شو او دا احساس ئې د مینځه یوړو چې پښتانه اتفاق کولی نه شی دې جرګې د پښتون د قامی وحدت پریکړه وکړه او د یو شمیر غوښتنو سربیره ئې دا قرارداد پاس کړو چ « پښتون يو غاصیب ویشلی دی د غاصب عمل قانونی حیثیت نه لری قامی يووالی د پښتون / افغان قوم حق دی دا چې کله او څنګه به حاصلیږی وخت به خپله ددی حل رواکاږی د پښتون / افغان قامی وحدت د هیچا په ضد نه دی دا دیو تاریخی جقیقت پیژندل او په سیمه کې د امن د پاره ضروری دی » اوس نو دا د هر پښتون دنده او ذمه واری ده چې د پښتون / افغان قومی جرګې ددې پریکړې د عملی کولو د پاره د خپل وس سره سم هلې ځلې وکړی . 
(ډاکتر کبیر ستوری)
اخستونځی : میا سید رسول رسا په « ارمغان خوشحال » کې يونیورسټی بک ایجنسی خیبر بازار پېښور ، ظریف پوهاند ډاکتر ګل جانان « پښتو میخمری ډیبونه دوه زره پنځه سوه کاله پخوا » چاپ رحمت پر ینټنګ پریس پېښور نولس سوه څلور نویم کال، کبیر ستوری « ژبسا پوهنه » خپرونکی د پښتونخوا د پوهنې دیره ، پېښور نومبر دوه زره وحدت ورځپاڼه / وحدت : ۲۴ جون ۲۰۰۱
Daily Newspaper "The daily Wahdat" / 24th June 2001
De Khushal Khan Khatak Sareetob De Sapohaney Pa Rana Ke Arwahaad Kabeer Storay -

(کبیر ستوری/Kabir Stori)

-
بېرته شاته