(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بشر نوید

[18.May.2022 - 15:02]

 د خپل فکر په درخانۍ مئين مزاحمتي شاعر بشر نويد 

لیک: اقبال حسین افکار

ښاغلے کامران مجروج صاحب زمونږ د 1980 د لسيزې شاعر ملګرے دے اوسي په اسلام آباد کښې تعلق يې د کوهاټ سره دے بخاري سيد د خپل نوم سره مخکښې روستو ليکي مخکښې يې دغه نوم بره چې ما کوم ليکلې دے اوس د ډاکټر کامران شاه کامران په وئيلو ، ليکلو خوشحاليږي ښاغلے کامران نه خو الوپيتي ډاکټر دے او نه پي، ايچ ، ډي ډاکټر دے . دې د ډاکټرانو د هغې دريمې طبقې نه دے چې روستو بيا د حکيم سابقه شروعو کيږي يعني هوميوپيتي ډاکټر دے. ډاکټر کامران ښه شاعر هم دے ښه شاعر به ولے نه وي چې د محترم استاد سعادت سحر صاحب د شاګردګۍ سعادت ورته حاصل وي. ډاکټر کامران ډير پخوا يعني 1980 په لسيزه کښې يو نظم ليکلې او مونږ ته وئيلې وه " دو بټه تينچې مونږ به ترې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد په مشاعرو کښې بيا بيا اوريدو ، د اولس هم د خوښې نظم وه:هسې خو دغه نظم هئيت او ماهئيت په حواله ډير  په زړه پورې نظم دے خو دغه  يو شعر وه چې معنوي حواله ډير په زړه پورې دے داسې دے

"نوم په بشر کښې دے شر دو بټه تين " د ډاکټر کامران ددې شعر د وئيلو سره سم به  ماته زما خوښ ملګرے ښاغلے نورالبشر نويد رامخې ته شو څوک چې په پښتو ادب کښې صحافت کښې او بيا په خصوصيت سره د پښتو ټيلي او ريډيائي ډرامو په حواله يو معتبر نوم دے. او يو کميټيډ  مترقي قام پرست دانشور دے. خو نه شري دے او نه شرپسند دے. شاعرانو ، اديبانو د هغه ټولګي نه دے چې د شر په ځاې د آمن ، روغې جوړې داعي دے. او تل يې د جنګ پر ضد د آمن سندرې وئيلي دي:

 

غټ  طاقتونه   ايټمي  ملکونه

د انساني تهذيب د سر ښکرونه 

لاس کښې هر قسم  بلا مرګونه

د خطرناکو اسلحو لاسونه 

د بوډۍ زمکې نوي نوي خدايان 

د ډکو، ډکو خزانو قارونان 

د وږو، تږو دا ماړه مالکان

د نصيبونو خالقان خائيانان

دا د ښاغلي بشر نويد په " کرونا " نظم دے چې هغه لکه د خپلو نورو نظمونو د نړۍ استحصالي او استعماري قوتونه کږلي او د هغوي انسان دشمنه پاليسۍ او کاروائي يې يادې کړي دي په آخير کښې د نظم احتتام يې په دې الفاظو کړې دے:

څه شو او چپ ولے دي شور نه کوي

اور پکښې اوس هم شته خو اور نه کوي

د ايټم بم مالکان زور نه کوي 

يو بل سره اوس د ساه پور نه کوي

اوس د کرونا په چل نه پوهيږي 

د جراثيمو په غل نه پوهيږي

د مرګ په جنګ په ميدان نيشته دے

ژوند پرستان هم دا ځل نه پوهيږي

ټول د پيريانو بادشاهئ ته ناست دي

پيران، مليان هم په چل نه پوهيږي

جمات، ګرجه، مندر کښې خداې يوازې

سجدې توبې هم په چل نه پوهيږي 

دا جراثيم د مذهب نه د ټول انسان دښمن 

د رنګ و نسل قوم نه پورته د جهان دښمن

 ښاغلے بشر نويد هغه پښتون ، مسلمان دانشور دے چې هغه د خداې په مخلق ورک مئين شاعر دے هغه چې چرته هم ظلم ليدلې دے هغه يې غندلے دے. او د ظالم د لاس د نيوؤ هڅه يې کړې ده په خپلو غزلونو، نظمونو، کالمونو او ډرامو په وسيلے په دې يې چرته هم کمپرومائز نه دے کړے. په دې لار کښې د ډيرو تکليفونو سره مخ شوې دے خو بريالے شوې دے ماته ياد شي په81-1980 خواؤشا هغه که د مردان د هغه وخت ډي، ايچ، او د هغه ځنې ماتحت آفسرانو غوښتل چې ښاغلے بشر نويد د خپلې مخې لرې کړي او نوکرۍ وباسي خو هغه دغې کرپټ آفسرانو خلاف مزاحمت وکړو او په دغه مزاحمت کښې برياله هم شو پسته د بريا نه روستو  هغه دغه سرکاري نوکرۍ ته خير آباد ووئيل  دغه وخت ټولو مشران او همځولي شاعرانو ، اديبانو هڅه وکړه چې بشر نوکري پرې نږدي   خو ولے سره د غريبۍ ښاغلي بشر په خپل مقام ولاړ پاتې شو هغه ووئيل چې زه د خپل فکر د ليلا مئين يم او ددې په لاره کښې چې څه هم خنډ کيږي د هغې نه به لاس اخلم سرکاري نوکري غلامي ده او ما نه غلامي نه کيږي. دغه ښاغلي بشر خپله ډسپنسري پرانسته خپله فکري شاعري يې کوله ډرامې يې ليکلې او بيا رو ، رو ترې ډسپنسري هم پاتې شوه او د قلم مزدوے ته چمتو شو.‌ بشر د قلم مزدوري کړې ده خو د قلم حرمت او لفظ د تقدس خيال يې تل ساتلے پاللې دے  په دې يې چرته هم مفاهمت نه دې کړے. يو ورځ ورته ارواښاد مشر او د پښتو صحافت بابا پير سيد سفيد شاه همدرد صاحب څوک چې دغه وخت وحدت اخبار چيف ايډيټر وو او بشر نويد په وحدت اخبار کښې کار کول او " ماته غوږ شه " په نوم به يې کالم ليکو چې روستو هم په دغه نوم يې کتاب چاپ دے. محترم  پير صاحب ورته وے بچې دې کالمونو له دې لږ اسلامي رنګ هم ورکوه ښاغلي بشر په دغه ورځ کالم عنوان ورکړو " اسلامي رنګ " د پير صاحب دغه خبره يې بنياد کړه دغه وخت په افغانستان کښې جهاد روان وو . نو بشر صاحب وليکل زه د اسلام کوم رنګ وليکم تور، سپين، برګ، شين، زيړ وغيره ددغې کالم نه روستو پير صاحب دې خداې وبخښي ښاغلي بشر ته يې وئيل بس چې څه دې خوښه وي هغه ليکه زه به بيا تاته نه ويم چې دا وليکه ښاغلے بشر صاحب د پير صاحب له دې روستو ډير احترام کوو.  

خبره مې د ښاغلي بشر نويد د خپل  فکر د ليلا سره د مينې او د ظلم ، جبر استحصالي نظام پرضد مزاحمت کوله دا 1990 خواؤ شا خبره ده محترم آفراسياب خټک صاحب د افغانستان نه راغې او په عوامي نيشنل پارټۍ نه بيل شو د سوات په يو کنونشن کښې د پاکستان ترقي پسندو د نورو پارټو په ځاې په خپل نوم او جنډه به سياست کوو په دغه ورځو د سوات د کنونشن نه روستو په پيښور کښې د قومي انقلابي پارټۍ په نوم يو پارټي جوړه شوه ښاغلے بشر نويد هم ددغې پارټۍ مهمه برخه وه ولے د ښاغلي بشر محترم پلار ريدي ګل کاکا پخوانې خدمتګار وو او د پارټۍ خلقو به ورته ګيله کوله چې ځوے دې  بلې پارټۍ کار کوي دغه وخت د پارټۍ د ضلع مردان صدر محترم عبدالمجيد خان ايډوکيټ مرحوم وو چې ددوي او بشر صاحب چم ، محلت يو وو. هغوي هم خفه کيدل خو ښاغلي بشر خپل محترم پلار او مجيد خان مرحوم ته په ډانګ پئيلي ووئيل چې زه د خپل فکر د ليلا سره بے وفائي نه شم کولې څه موده روستو افضل خان لالا چې د پارټۍ نه بيل شوې وو او د اې، اين ، پي آئيني په نوم يې پارټي جوړه کړې وه نو د افضل خان لالا پارټي او قومي انقلابي پارټي يوه شوه او د پښتونخوا قومي پارټي په وجود کښې راغله چې افضل خان لالا صدر او آفراسياب خټک يې سکتر وو مجيد خان صوبائي که قومي تنظيم کښې نائب صدر وه هم دغه ورځو کښې آفراسياب خټک صاحب د هغه ديرې ته راغلې وو خو ددې د مخه ښاغلي بشر د پلار نيکه ددغې کور پريښود‌ او د طورو د صدي خيلو نه بهر کور جوړ کړو او ورته منتقل شو. ښاغلے نورالاسنګر په خپل يو نظم کښې ښاغلي بشر نويد ته ليکي:

 

زما  د  پښتونخوا    د   بُخارا  *  عظيم بشره

نويد د ازادۍ   پښتون  اولس شے د زړه سره 

 

په ورکو ورکو   لارو د  رڼا  پلوُنه  روښان کړه 

د وخت تورو  تيرو کښې د   مرام د فکر نمره 

 

د فکر   (مشالوُنه )   دې  د  عزم  ګواهان  دي 

د حرف   د تقدس   د لفظ د قرض  نه باخبره

 

بخاره ثاني به يې په يو وخت کښې طورو ته وئيل د مشران خيل نوابانو په دې کلي کښې د خپل وخت لوے لوے عالمان وو بل خوا دې کلي کښې د ښاغلي ريدي ګل کاکا په څير محنت کش هم څوک چې د خپل وخت د بادارانو په مقابله کښې د باچاخان په ننګ ولاړ وو او د خدائي تنظيم د جنډې لاندې يې د پښتنو د آزادۍ ، آبادۍ او سوکالۍ دپاره مبارزه کوله د هغوي ددغې برکت وو نن پښتون قام او د پښتنو سيمه  د پرون په نسبت پرمخ تللې ده خو د نن بادار ته د محترم مشر ريدي ګل کاکا په کور کښې په کال 1957 ،12 فروري زيږيدونکې ښاغلے بشر نويد چې خپل نوم يې نورالبشر دے ړومبې به يې " مظلوم " تخلص کول او بيا د پښتنو د روښانه سباؤن نويد شو يو چغه يې کړه.

په چاؤدو لاسو کښې لرونه واخلۍ  

او کړاغو سترګو له خوبونه راوړۍ

ښاغلے بشر نويد د اولسي ادبي ټولنې مردان سکتر جنرل پاتې دے هم دغه وخت د بشر نويد بلنه زه دغې تنظيم کښې شامل شوې وم ددې تنظيم په بسنټګرو کښې اجمل خټک هم شامل وه . انديش شمس القمر ، اسرار د طورو، ډاکټر اسرار، آمير بادشاه منير، محمد اقبال اقبال، م، ر ، شفق ، محب اللّه شوق، خان بھادر حسرت، زبیر حسرت، اقبال حسين افکار  او نور ګڼ ستر شخصيتونه د خپل وخت ددې فعال او متحرک ادبي قامي مترقي تنظيم غړي پاتي دي.

 

تۀ وائې مغل دې وي، اورنــــــــګ دې وي، فېرنګ دې وي 

زۀ وايم خوشحال دې وي، دَ سپينې تورې شړنګ دې وي 

تۀ وائې چې دلته دَ ډوډۍ زمــــــــــکه کښې بنګ دې وي 

زۀ وايم دَ لـــــــوږې خلاف جنګ دې وي او جنګ دې وي 

تۀ وائې دَ سپينو لېچو خــــــــوب دې وي، پالنګ دې وي

زۀ وايم مېدان دې وي ، مرګے دې وي خــــو ننګ دې وي

 

له دې روستو ښاغلي بشر نويد، محترمه عصمت شاه جهان د ليکوال په نوم يو مترقي مجله اجراء کړه چې ړومبې ايډيټر يې محترم رحمت شاه سائل صاحب وو لږه موده روستو دغه شخصيتونه په سنډه شول ښاغلے نورالبشر نويد يې په يوازې ځان مياشت په مياشت راوباسي دا د ښاغلي بشر پښتو ادب او صحافت ته لويه ورکړه ده چونکې بشر ډير زيات خوداره دے په دې لړ کښې چاته لاس نه نيسي پښتنو له پکار دي چې د اشتهار په شکل کښې د کليز غړي توب په شکل کښې د پښتو ددې مجلې سره لاس وس وکړي چې دا هم دغه روانه ، دوانه وي

 

يو پړق د رڼا غواړو چې خيالونه مو رنګين شي

ازغي غيږو کښې نيسو چې پرهر مو ګلورين شي

زمونږ د   بچو زړه کښې پښتون والے  راپيدا کړه

زمونږه په دې وينو کښې سور والے راپيدا کړے

اے  خدايه  د  نرانو   ، باتورانو  تخم  ډير  کړے

زمونږه انقلابه د ځوانانو تخم ډير کړے 

 

د ښاغلي بشر نويد چاپ کتابونو کښې درې شعري مجموعې دي ، دې کښې ړومبې د مشالونو په نوم په افغانستان کښې چاپ ده ، دويمه او دريمه د ځول او مشالونه " او " وطن او کفن" په نوم چاپ دي دغه رنګ په ورځ پاڼه وحدت کښې چاپ کالمونه " ماته غوږ شه" په نوم دوه کتابونه چاپ دي يو کتاب کښې هغه کالمونه دي چې د افغانستان په قضيه ليکلي شوي دي او بل کتاب کښې متفرق کالمونه دي. ښاغلي بشرنويد ته ريډيو ، ټيلي ويژن سره غير سرکاري تنظيمونو وخت په وخت ايوارډونه د هغه د خدماتو د اعتراف په توګه ورکړي دي په دې لړ کښې حکومت پاکستان ورله تمغه امتياز صدارتي تمغه ورکړې ده او د افغانستان حکومت ورله هم د ادبي خدماتو صدارتي تمغه ورکړی ده

 

ملګری ځان يواځې وونه ګنړې

ملګری ستا انقلابی ژوندې دې

د ښار خانۍ مې درنه نشی خوړې

بشر د کلی دمزدور بچې دې

 

دجنت د مستو حورو په هوس کښې

يو کافر په سپينه ږيره مسلمان شو

 

دمينې شمعه په دې زول کښې رسوول وو تر تا

ما د ژوندون په تېروولو څومره زور کړې دې

 

جانانه وومې نه موند ستا د غونډې زنې خال

ژوندون مې داسې تېر شو لکه بې جوابه سوال

نه ته هغه لالې  ې  او  نه  زه هغه بشر

وعدې زمونږ د دواړو دروغ کيږی کال په کال

 

تۀ وائې بشر دې وي، پۀ شـــــــــــر دې وي، لپنګ دې وي 

زۀ وايم سنګر دې وي، لښکر دې وي، غـــــورځنګ دې وي

د 12, مي 2022 د ورځ پاڼه وحدت

 اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته