(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو د ازاد

[06.May.2022 - 16:44]

کله، چې په ١٩٤٧ کال کې د انګرېزانو له خوا پاکستان جوړېده، نو خدايي خدمتګارانو په بنو کې د خان اميرمحمدخان تر مشرۍ لاندې غونډه/ جلسه وکړه او خپل آزاد حکومت يې اعلان کړ.

 ................

پښتنو د خپل آزاد حکومت فيصله وکړه!   

پښتانه،  نه هندوستان غواړي نه پاکستان.

د صوبې د جرګې د اسمبلۍ د ممبرانو، د خدايي خدمتګارانو افسرانو او د (زلمي پښتون) د جرګې يو شريک اجلاس په يو ويشتم د جون ١٩٤٧ع په مقام د بنو کې د خان امير محمد خان د صدارت د لاندې وشو، دې اجلاس په اتفاق سره دا فيصله وکړه، چې په دې ملک کې دې د پښتنو يو آزاد حکومت جوړ شي، چې د هغې د ائين بنياد به په اسلامي اصولو ، جمهوريت، مساوات او ولسي انصاف باندې ايښودلى شي، دا اجلاس هر پښتو ته اپيل کوي چې د دې اعلى مقصد د حاصلولو لپاره په يو مرکز باندې راغونډ شي او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتدار ته سر ټيټ نه کړي.

له طرفه د صوبه سرحد د لويې جرګې نه!!

 .....................

په همدغه ١٩٤٧ کال کې په قندهار کې د محمد ګل خان مومند، ګل باچا الفت او عبدالرؤف بېنوا په مشرۍ د باچاخان په ملاتړ د ويښ زلميانو په نامه د ليکوالانو يو غورځنګ منځ ته راغى، چې بيا وروسته پکې د ژوو (حېوانانو) په نومونو ډېر کسان هم شامل شول، چې په پاى کې په سياسي ډلو او ګوندونو وويشل شو. د برې پښتونخوا ځنې سياسي ګوندونه، لکه د خلق ډيموکراتيک ګوند، افغان ملت، مساوات، او شغله جاويد د ویښ زلمیانو غورځنګ لاسته راوړنه (محصول) او پیداوار  دي.

همدغه شان په ښکته پښتونخوا کې هم د باچاخان غورځنګ په ١٩٥٧ع کال کې د نيشنل ډيموکراټيک پارټۍ (NAP/NDP) بدله شوه او يوه برخه يې د مزدور کیسان په نامه ياده او بله برخه يې د نيشتل عوامي پارټۍ پښتونخوا په نامه پاتې شوه، بيا وروسته د نيشتل ډيموکراټيک پارټۍ څخه يوه برخه د نيشتل پروګريسو او بله برخه د پاکستان نيشتل پارټۍ(PNP ) په نامه بېله شوه، وروسته بيا دغه دواړه برخې د پاکستان نيشتل پارټي په نامه يو ځاى شوې.

١٩٨٦ کال کې ٢٦ جولاي NDP ېا NAP په نیشنل عوامي پارټۍ ANP بدله شوه او  د پاکستان نيشتل پارټي څخه ډېر کسان پکې بېرته يو ځاى شو.

د پښتنو ټولنيز او لسوليز ګوند (پښتون سوسيال ديموکراتيک پارټي (PSDP) هم د باچاخان د نظريو سيده محصول دى.

چې د نیشنل عوامي پارټۍ (ANP) او ويښ زلميانو د غورځنګ اغيزه پرې هم شته دى.

(سرچینه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره)

-
بېرته شاته