(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکسان کښې

[04.May.2022 - 12:43]

 

په پاکستان کې د سختدريځۍ پديده

لیک : احمد شاه اعظمي

څه موده وړاندې مې د تندلاريتوب په اړه د ازادۍ راډيو په يوه ويډيويي بحث کې برخه اخيستې وه. د ځينو ملګرو خواهش وو چې هلته شويو خبرو ته مې ليکلې بڼه ورکړم، نو غوره مې وګڼله چې خپلې خبرې د اپريل پر ۱۳مه خپرې کړم ځکه په ۲۰۱۷ز کال کې په همدې ورځ بلوه ګرو د مردان د عبدالولي خان پوهنتون يو زده کوونکی مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو وژلی و چې وروسته پلټنو ثابته کړې وه چې هغه بېګناه و.

سختدريځي يا افراطيت څه ته وايي؟

کله چې يو فرد يا يوه ډله راپاڅي او نور خلک له خپل فکر، عقيدې، نظريې يا د رايې له اظهار څخه راګرځوي او خپل فکر، عقيده يا نظريه په زور ورباندې تپي، نو دغه کس يا ډلې ته سختدريځه، تندلارې، افراطي يا انتهاپسند ويل کېږي.

يو پوه کس پر عقل او منطق تکيه کوي خو هغه کس چې له ځان سره يې حتمي پرېکړه کړې وي چې زه به له دې نظريې يا عقيدې پرته بل هيڅ شي ته نه ګورم، نو بيا ويل کېدای شي چې دا کس تندلاری يا سختدريځه شوی دی.

د سختدريځۍ دغه مفکوره لومړی د انسان په ذهن کې جوړيږي او بيا وروسته د هغه د روش يا رويې له لارې عملي بڼه خپلوي.

سختدريځي مذهبي هم کېدای شي، لساني، نژادي او سياسي هم کېدای شي، خو که هر ډول وي، تشدد ته لاره هواروي.

د نړۍ تاريخ ته وګورو نو په بېلا بېلو هېوادونو کې د دې بېلګې تر سترګو کېږي. ځينې وخت د مذهب په نوم، ځينې وخت د قوم يا نژاد په نوم، ځينې وخت د نظريې په نوم او ځينې وخت د عقيدې په نوم خلک راپاڅي او د بل چا پر ضد اقدام کوي.

په تېرو وختونو کې د استعماري قوتونو له کړنو او تګلارو نيولې، بيا تر دې دمه يوشمېر زبر ځواکونو او ډلو ټپلو د تندلاريتوب مفکوره د خپلو ګټو او اهدافو تر لاسه کولو لپاره د يوې الې په توګه کارولې ده.

په پاکستان کې سختدريځي څه وخت او څنګه رامنځ ته شوه؟

پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې د مذهب په نوم جوړ شو خو تر جوړېدو وروسته د دې بنسټګر محمد علي جناح وويل چې دلته به د ټولو اديانو، مذاهبو او مسلکونو کسانو ته په ازاده د خپل عبادت او ژوند کولو اجازه وي. خو يو کال وروسته چې کله جناح مړ شو نو هغه کسان چې يو وخت د پاکستان جوړېدو مخالف ول، هغوی د سختدريځۍ او تندلاريتوب هڅې پيل کړې.

په ۱۹۴۹ز کال کې د هغه وخت د پاکستان نوي اسمبلۍ د قرارداد مقاصد په نوم يو اساسنامه تصويب کړه چې د مسلمان او غېرمسلمان ترمينځ فرق پکې څرګند وو، که څه هم د اسمبلۍ غېر مسلمو مذهبي لږکيو يې مخالفت وکړ.

وروسته په ۱۹۵۶ز کال کې د پاکستان لومړی ايين يا اساسي قانون جوړ شو نو هلته هم پر قراراد مقاصد سربېره ځېنې نورې مادې شاملې کړل شوې چې يوه مهمه يې دا وه چې يوازې مسلمان د پاکستان ولسمشر جوړېدلای شي.

په ۱۹۷۱ز کال کې چې کله پاکستان مات شو او ختيز پاکستان يا اوسنی بنګلا دېش ورڅخه بېل شو نو لويديز پاکستان يا اوسني پاکستان خپلې اړيکې له عربو هېوادونو او منځني ختيځ سره پياوړي کړې او هغه مفکوره يې هم تر يوه حده هلته راوسته.

بيا وروسته په ۱۹۷۴ز کال کې د هغه وخت وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو د پاکستان د ۱۹۷۳ز کال په اساسي قانون کې تر بدلون کولو وروسته احمديان غېرمسلمانان وګرځول.

خو د دې هېواد په تاريخ کې د افراطيت لپاره تر ټولو زيات کار د پوځي واکمن جنرال محمد ضياوالحق په دور کې وشو چې له ۱۹۷۷ز کال څخه تر خپل مرګ يعني ۱۹۸۸ز کال پورې پر پاکستان واکمن و.

 جنرال ضيا يو خوا سياسي اسلام ته وده ورکړه او بلخوا يې په هېواد کې دننه ځينې سختدريځه قوانين پلي کړل. د هغه په دور کې په تدريسي نصاب کې هم ژور بدلونونه وشول او د افراطيت مواد پکښې زيات شول.

بلخوا د افغانستان او د هغه وخت شوروي اتحاد ترمينځ د جګړې پرمهال ضياوالحق مذهبي افراطيت ته په ډاګه کار وکړ.

د ضيا په دور کې د مسلمانانو او غېرمسلمو ترمينځ تقسيم ژور شو، خو بيا مسلمانان هم پخپلو کې سره ووېشل شول چې څوک سني دی، څوک شيعه دی. څوک ديوبندی دی، څوک برېلوی دی. څوک اهلحديث دی، څوک اهلسنت دی او داسې نور.

په پاکستان کې د سختدريځۍ په وده کې پر رياست سربېره مذهبي ډلو، نصاب، رسنيو، مدرسو او ان د ټولنې څه نا څه رول هم شته.

که څه هم په دا تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې ترهګري په ښکاره توګه کمه شوې خو په سختدريځۍ کې زياتوالی تر سترګو کېږي. که له بلې زاويې ورته وکتل شي نو سختدريځي د ترهګرۍ د خاشاک په توګه کارول کېږي او د سختدريځۍ په موجوديت کې هر وخت د تشدد او ترهګرۍ امکان وي.

په دې هېواد کې له تېرو څو کلونو راهيسې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په تور هم يوشمېر خلک د قهرېدلو کسانو لخوا په صحرايي محکمه کې وژل شوي دي. د دا ډول وژنو په عاملينو کې زياته برخه د ځوانانو وي.

پاکستان کې د مذهبي مقدساتو د سپکاوي قانون يا بلاسفېمي لا:

مذهب يا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي قانون په ۱۸۶۰ز کال کې د پاکستان تر جوړېدو وړاندې د هند په نيمه وچه کې د هغه وخت انګرېز واکمنانو جوړ کړ او په ۱۹۲۷ز کال کې لږ څه پراخ کړل شو. په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو سره سم دغه قانون دې هېواد ته په ميراث کې پاتې شو.

په ۱۹۸۰مه لسيزه کې د پاکستان د پوځي واکمن جنرال محمد ضياوالحق په دور کې مذهب ته د سپکاوي قانون کې د ځينو نورو شقونو يا مادو اضافه وشوه او عامل ته يې په بېلا بېلو مواردو کې سزا له دريو کلونو څخه تر عمري بند او بيا د مرګ تر سزا پورې وټاکل شول.

د انګرېز ښکېلاک پر مهال له ۱۸۶۰ز کال څخه بيا تر ۱۹۴۷ز کال پورې مذهب ته د سپکاوي يوازې اته پېښې ثبت شوې خو د پاکستان تر جوړېدو وروسته په دې کې زياتوالی وليدل شو.

د جنرال ضياوالحق د ۱۱ کلن واک پر مهال مذهب ته د سپکاوي څه باندې ۸۰ قضيې درج شوې.

بلخوا د بې پولې بشري حقونو سازمان په وينا په پاکستان کې له ۱۹۸۷ز کال څخه بيا تر روان ۲۰۲۲ز کال پورې ۱۸۶۵ کسان مذهب ته په سپکاوي رسمي تورن کړل شوي دي. په دې موده کې ۱۲۸ کسان بې له څه ډول محاکمې د قهرجنو او پارېدلو کسانو لخوا په تشدد وژل شوي دي. په دې کې مسلمانان، عيسويان، هندوان او نور مذهبي لږکي شامل دي.

د پاکستان په ۲۲۰ ميليونه نفوس کې څه باندې ۹۶ فيصده مسلمانان دي او پاتې يې هندوان، عيسويان، احمديان او نور مذهبي لږکي دي.

چې قانون شته نو بيا ولې ولس د صحرايي محکمې له لارې اقدام کوي؟

په دا ډول قهرجنو کسانو کې ځينې په دې اند دي چې ښايي محکمه يا عدالت تورن کس ته سزا ورنکړي او ځينې بيا له مذهبي پلوه په دې اقدام سره ځان ته برات ورکوي او دا کار يو ډول ثواب ګڼي.

بلخوا په دې پلمه يوشمېر داسې پېښې هم شوي دي چې ځينې کسان د شخصي عناد يا دښمنۍ په خاطر پر يو چا مذهب ته د سپکاوي تور پورې کړي خو وروسته عدالت وژل شوی تن بې ګناه وګرځوي.

د بېلګې په ډول، په ۲۰۱۴ز کال کې له لاهور سره نيږدې، پر شهزاد مسيح او د هغه پر حاملې مېرمن شمع بي بي تور پورې شو چې د قران مجيد پاڼې يې سوځولې دي. دوی دواړو هلته د خښتو په بټۍ کې مزدوري کوله. تر دې تور وروسته قهرجنو کسانو سمدستي هغوی دواړه ووژل او د خښتو بټۍ ته يې واچول. وروسته په عدالت کې معلومه شوه چې يو چا شخصي عناد ورسره درلود.

پر دې سربېره يوه بله مشهوره قضيه د صوابۍ د ۲۳ کلن مشال خان ده چې په ۲۰۱۷ز کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې قهرجنو کسانو مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو وواژه خو وروسته پلټنو وښودل چې هغه بې ګناه وو.

تر دې پېښې وروسته مې د هغه له پلار محمد اقبال سره د مشال راډيو لپاره د يو راپور جوړولو لپاره خبرې کولې نو هغه راته وويل:

که ستا چيرې د ګاونډي سپی خوښ نه وي، نو يو نعره وکړه چې دا ليونی دی. بيا ته بېغمه ورته کښېنه، خلک يې پخپله وژني. همدا ډول که ستا يو انسان خوښ نه وي، نو د مذهب سپکاوي تور ورباندې پورې کړه، نور کار خلک خپله کوي او دې ته نه ګوري چې ايا رښتيا هم داسې څه شوي دي او که نه.”

په پاکستان کې مذهب ته په سپکاوي تورن ځينې کسان په زندان کې دننه د نورو زندانيانو يا پوليسو لخوا هم وژل شوي دي. د دې اقدام د مخنيوي لپاره اوس مذهب ته په سپکاوي تورن کسان له نورو زندانيانو څخه بېل په تنهايي کې ساتل کېږي.

زياتره وخت د دوی مدافع وکيلان او ان قاضي هم له ويرې سره مخامخ وي او څو ځلې وکيلان په نښه شوي هم دي، چې يوه بېلګه يې په ۲۰۱۴ز کال کې په ملتان کې د وکيل راشد رحمان وژنه ده. نوموړي د بهاوالدين ذکريا پوهنتون ملتان د يوه ښوونکي جنېد حفيظ وکالت کاوه.

حفيظ په ۲۰۱۳ز کال کې مذهب ته د سپکاوي په تور ونيول شو، خو په زندان کې د نورو بنديانو لخوا پر نوموړي تر بريدونو وروسته هغه د ۲۰۱۴ز کال راهيسې په زندان کې په تنهايي کې ژوند تېروي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ز کال کې د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثير د خپل پوليس ساتونکي لخوا په دې تور ووژل شو چې هغه مذهب ته په سپکاوي تورنې يوې عيسوۍ مېرمنې اسيې بي بي لپاره د انصاف او د مذهبي سپکاوي قانون ته له سره د بيا کتنې غوښتنه کوله ځکه د هغه په وينا دا د شخصي دښمنيو د بدل لپاره کارول کېږي.

حکومت د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره څه کوي؟

حکومت تر دا ډول پېښو وروسته ځينې کسان ونيسي او عدالتونو ته يې وړاندې کړي. ځينې سزا شوي او ځينې نور بيا خوشې شوي دي. خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې مذهب ته د سپکاوي قانون کې بدلون راولي او د هغه کس لپاره هم سزا پکې شامله کړي چې پر چا د دروغو تور پورې کوي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر پروفېسر ډاکټر قبله اياز ويلي چې له قانون وزارت څخه يې په دې اړه د اقدام غوښتنه کړې خو تر اوسه لا دا کار نه دی شوی. د مذهب سپکاوي قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې زیاتره حکومتي چارواکي، سياستوال او قانونپوهان يې په اړه د خبرو پر وخت ډېر محتاطه وي.

د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېيمه په فيصل اباد کې د يو سريلنکايي وګړي پريانتا کمارا تر صحرايي وژنې وروسته حکومت ويلي و چې داسې هيڅوک به ونه بخښي چې د مذهب په نوم تشدد کوي.

بلخوا د پاکستان د ټولو مسلکونو علماوو هم د قهرجنو خلکو لخوا د دې وژنې غندنه وکړه. وروسته د پاکستان يوشمېر ديني عالمانو د بلوه ګرو له خوا د مذهب سپکاوي په تور وژنې غير شرعي عمل بللی و.

په عين حال کې د پاکستان د هغه وخت د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي و چې رياست له سختدريځۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتو نه دی. هغه زياته کړې وه، که رياست خپله عملداري پر ځای نه کړي يعني د سختدريځو پرضد اقدام ونکړي نو ډېر ژر به تر پوښتنو لاندې راشي.

په پاکستان کې پر رياستي ادار تور پورې کېږي چې هغوی مذهبي سختدريځي د يوې الې په توګه کاروي او نه غواړي چې دا پديده بشپړه له مينځه ولاړه شي. بلخوا رياستي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په پاکستان کې د سختدريځۍ څپه د رياستي هوډ، تعليمي نصاب کې د اصلاحاتو، د علماوو او ملايانو لخوا د پرلپسې وعظ، د رسنيو پاملرنې او له ژوند سره د مينې پيدا کولو لارو چارو له لارې کمېدلای شي.

Ahmad Shah Azami

-
بېرته شاته