(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کیسه خوانۍ

[03.May.2022 - 15:11]

د کیسه خانۍ (قصه خوانۍپېښه: د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره 

لیک: ډاکټر اسفنديار دراني

د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې پېښې موجودې دي چې هغه د انسانيت د تقاضو پۀ محال پۀ ښو الفاظو کښې نۀ دي يا دې شوې. پۀ دغو پېښو کښې يوه پېښه د قصه خوانۍ پېښه هم ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ خونړۍ پېښه ياديږي. هم پۀ دې پېښه کښې د پښتنو قتل عام وشو او داسې بې دردۍ سره ئې ووژل چې پېرنګي سرکار د تهذيب کومه دعوه لرله، هغه ئې غلطه ثابته شوه.

دا وطن مې څۀ پۀ سوال ګټلے نۀ دے

هر يو کاڼے ئې زما پۀ وينو رنګ دے

پېښه:

پۀ اپريل 1930 کښې چې کله انډين نېشنل کانګرس د مکمل آزادۍ اعلان وکړو نو موهن داس کرم چند ګاندهي دسول نافرمانۍاعلان وکړو او د دغې سول نافرمانۍ کاميابولو د پاره ئې د خدائي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان ته درخواست وکړو چې پۀ دغه سول نافرمانۍ کښې مر سته وکړي نو هغوي هم دغه شان وکړل او يوه غونډه وشوه چې پۀ هغې کښې د کانګرس غړو او د خلافت کمېټۍ غړو شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې دغه فيصله وشوه چې پۀ عامه توګه به د حکومت خبره نۀ منلې کېږي، يعني نافرماني به کېږي.

د خدائي خدمتګارانو کانفرس 19)اپرېل( نه وروستو پۀ 21 اپرېل دا فېصله وکړه چې پۀ 23 اپرېل به سول نافرماني شروع کېږي. پۀ دې اجلاس کښې سيد اٰغا لال بادشاه، علي ګل خان، مولانا عبدالرحيم پوپلزئ، خاطر، ډاکټر ګهوش، غلام رباني سيټهي، رحيم بخش غزنوي، الله بخش برقي، عبدالرحمان ريا، مهراج ګهمنډي، منور حسېن مومند، لاله پيرا خان، ديوان روشن لال، کانګرس کمېټۍ او نوجوان بهارت سبها دواړو د سول نافرمانۍ تيارے شروع کړو. پۀ دې ورځ د منور حسېن پۀ تجويز مولانا عبدالرحيم پوپلزئ پۀ بهارت سبها کښې شامل ؤ. د دۀ پۀ وجه پۀ بهارت سبها کښې نوے ژوند پېدا شو. دے د بهارت سبها صدر منتخب شو نو د احتجاجونو کولو مشر ئې مولانا عبدالرحيم پوپلزئ وټاکلو.

کانګرس کمېټۍ دوار کمېټي” (War Committee) يعني د جنګي ټولي ټاکنه پۀ يو پټ اجلاس کښې وکړه خو د دې اطلاع حکومت ته ور رسيدلې وه. حکومت د کارکنانو د ګرفتارۍ انتظام د شپې وکړو. کانګرس هم دا فېصله کړې وه چې ګرفتاري به د شپې نۀ ورکوو؛ ولې دا اطلاع ټولو ممبرانو ته نۀ وه رسېدلې او پۀ دې وجه اکثر کارکنان د شپې ګرفتار کړے شول.

پۀ دوه ويشتم اپرېل 1930 پېرنګي سرکار عبدالغفار خان ونيولو او وجه ئې دا وښودله چې د سرکار خلاف کار کوي او اولس د سرکا خلاف را اوچتوي. خو د حېرانتيا خبره دا وه چې د دغه وخت د پېښور ډپټي کمشنر د صوبې د پوليس انسپکټر جنرل ته خپلو درېو رپورټونو کښي ليکي چې خان عبدالغفار اولس کښې د حکومت خلاف خبرې کوي خو ما )ډپټي کمشنر( د سب انسپکټر داسې څۀ رپورټ نۀ دے ليدلے چې د هغې نه دا ثابته شي چې عبدالغفار خان چرته تلے دے او اولس ته ئې داسې څۀ خبرې کړې دي او کۀ داسې څۀ رپورټ وي نو چيف کمشنر وائي چې زۀ )يعني چيف کمشنر ( ئې ليدل غواړم. د دغې خبرې اندازه د لانديني پيرګراف نه لګېدې شي:

“You describe him in your note as preaching a gospel of discontent and of resistance to Government and the chief commissioner would like to know the ground for this statement. I have not seen any report from the sub inspector who seems to have accompanied Abdul Ghaffar Khan on his tour, and these might throw light on the matter. The chief commissioner would like to see these if they are available.”

ياده دې وي چې دغه پورته انګريزي ليک د 15 اپريل 1930 دے او د 16 اپرېل او 22 اپريل 1930 نور رپورټونو کښې هم دغه شان خبرې ذکر دي خو دلته د لوستونکو د پاره صرف دغه يو د مثال پۀ توګه پېش شو.

لکه څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې زياتره ملګري د شپې نيولے شوي وو، صرف الله بخش برقي او غلام رباني سيټهي پۀ دفتر کښې وو چې د لوے بازار ګهنټه ګهر سره وو، ګرفتار کړے شول. د پوليس لارۍ د ميونسپلټۍ دفتر سره ولاړه وه، دوي ئې پياده تر هغې پۀ هتکړو کښې بوتلل چې دغه وخت پۀ زرګونو خلک را جمع شوي وو او د يو جلوس شکل ئې اختيار کړے ؤ. دوي چې ئې لارۍ کښې کښېنول، خلکو د لارۍ ټائرونه پنچر کړل. غلام رباني پوليس ته ووئيل، تاسو فکر مۀ کوئ، مونږ به پۀ خپله کابلۍ تهاڼې ته لاړ شو. دوي نه پوليس هتکړۍ وويستې نو دوي مخکښې وو او خلک ورپسې وو. کابلۍ تهاڼې ته چې ورسېدل نو خلک نور هم زيات شوي وو او د حوالاتيانو ليډرانو د رهايۍ مطالبه ئې کولهخو دغه وخت خلک د پوليس د کنټرول نه بهر شو. پوليس ډپټي کمشنر ته د فوځ رالېږلو د پاره ټيليفون وکړو. خلکو دانقلاب زنده بادنعرې وهلې او د رهايۍ مطالبه ئې کوله. پۀ دغه وخت کښې يو فوځي پۀ موټر سائيکل سور پۀ تېزۍ کابلۍ تهاڼې ته را ورسېدو او وسوندي رام نومې هندو ئې پۀ موټر سائيکل ووهلو او نور ئې هم زخميان کړل. پۀ دې خلک نور هم پۀ جوش کښې راغلل.

د څلور کارونو وروستو يو موټر سائيکل راغے، عبدالرحمان مالي نومې يو ځوان پۀ تبر داسې ګزار ورکړو چې هم هغلته ئې سوړ کړو او د موټر سائيکل ټېنکۍ ته ئې اور ولګولو چې د ډرائيور سره هغه هم پۀ ځاے ايري شو.

د ګړواليانو سکوارډن ته پېرنګي کپتان رېکټس (Rickets) د ډز کولو اٰرډر ورکړو او وې وئيل چې‘Garhwal rifles! three rounds fire!’ خو ولې د هغوي مشر حوالدار مېجر چندرا سنګهـ بنډهاري د ډز کولو نه انکار وکړو او سمدستي ئې خپل سکوارډن ته ووې، “Garhwal rifles! Ceasefire!” يعنيګړواليانو! ډز و نۀ کړئ!”

د دې انکار سره دغلته موجود اولس کښې جوش نور هم را برڅېره شو، ځکه چې دغسې کار يعني د پېرنګي افسر د حکم نه انکار تر دغه وخت پورې چا هم نۀ ؤ کړے. دا پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبني ځل وو. ]دا خبره دې ياده وي چې دغه شان يوه بله پېښه وروستو پۀ 1948 کښې پۀ بابړه کلي چارسده کښې هم شوې وه او هلته د ډز حکم ورکولو واله او ډز کولو واله بې شکه چې پېرنګيان هم نۀ وو او ا حتجاج کولو واله سره وسله هم نۀ وه خو د افسوس خبره دا وه چې دوي کښې يو کس هم د ډز نه انکار و نۀ کړو، ځکه چې دوي د خپلې نوکرۍ فکر کولو او د انسانيت مظاهره ئې نۀ کوله؛ خو ولې ګړواليانو د انسانيت مظاهره وکړه او وئيل ئې چې مونږ پۀ بې وسلې خلکو ډزې نۀ کوو[. پۀ دغه اووۀ شپېتو (67) فوځيانو پۀ ممبۍ کښې مقدمه وچلېدله، د اوولس فوځيانو کورټ مارشل وشو او مختلف قسمه سزاګانې ورته ورکړې شوې. حوالدار مېجر چندرا سنګهـ ته يوولس کاله قېد ورکړے شو ]د دۀ متعلق ګاندهي جي وئيل چې کۀ چرې مونږ سره يو بل چندرا سنګهـ بنډهاري ؤ نو مونږ به ازادي ډېره مخکښې اخستې وه[ .

دغه شان د ګړواليانو فوځيانو د انکار نه وروستو پېرنګي فوځيانو د يوولس بجو نه تر دوه بجو پورې مسلسل ډزې کولې. فوځ پۀ ټول ښار کښې خورېدل او قبضه کول غوښتل خو ايله د چوک يادګار پورې علاقه ئې قبضه کړه او پۀ ټول ښار کښې ئې مارشل لاء جاري کړه. ډپټي کمشنر او چيف کمشنر ته اطلاع را رسېدلې وه چې د پېښور د خونرېزۍ او ظلم پۀ قبائلي پښتنو ډېر بد اثر شوے دے او هغوي د خپلو پښتنو مسلمانانو وروڼو او د نورو مظلومانو د بدل اخستو تيارے کوي او زر ده چې پۀ ښار او چاوڼۍ حمله وکړي. دې خبرې سره پېرنګے سرکار فکرمند شو او درې ورځې پس ئې فوځ د ښار نه واپس وبللو. کاروبار پۀ ښار کښې شروع شو، ولې خلک ډېر خفه وو.

د پښتونخوا اولس ډېر پۀ فکر کښې ؤ چې څۀ وکړي؟ ځکه چې عمومي حالت ډېر خراب ؤ، مرګ او ژوبله ډېره زياته شوې وه. څۀ مړي د اټک سيند کښي لاهو کړے شو، پينځۀ سوه زخميان چې لېډي رېډنګ هسپتال کښې داخل کړے شوي وو، پۀ هغې کښې 47 پۀ هسپتال کښې ښخ کړے شول. ډېر مړي کوم چې د کانګرس والنټېرانو منډي بېري ته راوړي وو، هغه پۀ مختلف جماعتونو او د ښار پۀ مقبره کښې دفن کړے شول. ډېر هندوان وسوزولے شو. پۀ دې شهيدانو کښې اکثر خلک د کلو بانډو، د غېر علاقې او کابل وغېره وو؛ ځکه د هغوي نومونه چا ليکونکي نۀ دي ذکر کړي. صرف د هغې کسانو نومونه ذکر کړے شوي دي چې د ښار اوسېدونکي وو.

خو پۀدي فرنټئير ټرېجډيکښې راځي چې کوم مړي د خلافت کمېټۍ د اېمبولنس رضاکارانو اوچت کړي دي، د هغې شمير اويا ؤ او پۀ سوونو زخميان وو او د هسپتال نه ئې هغوي بهر را وښکل او زخميان چې کله پۀ هسپتال کښې ډېر شول او د هسپتال د عملې نه حالات قابو کېدے نۀ شول نو د هسپتال نه بهر د کورونو د بالکونو نه خلکو وليدل چې ډېر زخميان ئې پۀ ډزو وويشتل او کوم د اېمبولنس رضاکار چې پينځۀ کسان دننه وو، هغه ئې هم وويشتل چې دوي هم بهر لاړ نۀ شي او د دې خبرې چا ته پته و نۀ لګي. بله خبره چې څنګه عبدالاکبر خان اکبر ليکلي دي چې ډېر کسان ئې د اټک پۀ سيند کښې لاهو کړي وو نو لوستونکي دې اندازه ولګوي چې څومره بنديان شهيدان شوي وو او څومره زخميان وو!!! او د بلې خبرې نه هم د پېرنګي سرکار درغلي واضحه ده او هغه دا چې ډاکټر خان صاحب ئې هم د زخميانو علاج کولو ته نۀ پرېښودو؛ نو چې کله يو ډاکټر د علاج کولو نه منع کړے شو نو څۀ چل خو ؤ.

عبدالاکبر خان اکبر چې د کومو شهيدانو نومونه پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړي دي، هغه دا دي:

بابو عبدالصمد خان محله باجوړي، عبدالحکيم خان کريم پوره، سردار رکها سنګهـ چکه ګلي، عبدالحکيم نانبائي، محمد عثمان، مکرم خان سواتي، موتي لال سرامير، لعل رحمان پکه ملنګان، زېور احمد طالب علم، عبدالجليل محله جټان، ملک شاه د ککړان، خوګل، سوبها سنګهـ هوتي مردان، جوګندرلال بنو، سدهېر کش چکه ګلي ، اوتار سنګهـ، مظفر علي )مسافر(، شاد محمد )مسافر(، افسر علي )مسافر(، عبدالحميد ګلاب خانه، پير محمد ګلاب خانه، محمد عالم پېښور، صفدر کچاوړي، مستقيم ککړان، عبدالله خان )مسافر(، پهلوان ګل )مسافر(، محمد اشرف نمک منډي، غلام جان شېخان، داود هزار خواني ، رمضان نمک منډي، فضل دين ضلع هزاره، محمد افضل )مسافر(، فضل محمد سراې شهباز، اغا محمد ډبګري، محمد دين کچي محله، دلاور )مسافر(، اکرم )مسافر(، غفور هزار خواني، زائد الله، اکرم شاه د ډهکي ، عبدالودود چکه ګلي، فقير محمد ګنج پېښور، داد ګل پېښور، ملک ګنج سوتي خان، مستقيم اچيني پايان، رام چند )مسافر(، لال سنګهـ )مسافر(، يسونت سنګهـ ولد شېر سنګهـ چکه ګلي پېښور.

عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې څۀ وخت د پېښور دا خونرېز داستان پېښور جېل ته د حوالاتيانو پۀ ذريعه ورسېدو نو پېښور جېل کښې د فساد اندېښنه پېدا شوه. پۀ دې وجه ټول سياسي خلک ئې د بالاحصار قلعې ته راوستل او هلته د شپې شپې اکبر علي خان ډپټي سپرنټنډنټ پوليس مسټر مېلس اے ډي اېم ته ئې پېش کړل. هغۀ چا له دفرنټئير کرائمز ريګولېشن لاندې سزاګانې ورکړې او بعضې لکه مولانا عبدالرحيم پوپلزے او رحيم بخش غزنوني له ئې نهه نهه کاله سزا ګانې ورکړې او ګجرات جېل ته ئې ولېږل.

د ګړواليانو د فوځ انکار نه پس پۀ ښار کښې ګوراو او د پونا پارس رساله مقرر شوې وه، ولې د دې وېرې چې هسې نۀ قبائل حمله وکړي، چيف کمشنر بولټن دا فوځ د ښار نه وويست. د فوځ جرنېل او د پوليس جرنېل ائس مېګر دهلي ته اطلاع ورکړه چې پېښور باغي شوے دے او بولټن انتظام نۀ کوي؛ نو هم پۀ دغه وجه د مرکزي حکومت هوم سېکرټري سره د عملې پۀ هوائي جهاز کښې بې خبره راغے، د ګورنمنټ هاوس نۀ ئې د پوليس ګېره واچوله او چيف کمشنر ئې يواځې راولپنډۍ ته ورسولو، ښځه ئې دلته کښې پاتې شوه. بولټن پۀ ډېره بې عزتۍ د پېښور نه رخصت شو اواستعفٰي ئې ترې واخسته.

نوي کمشنر د راتلو سره بيا فوځ ښار ته را ولېږلو او د کانګرس مشران ئې ګرفتار کړل. د ګرفتارو غړو نومونه دا دي:

سردار عبدالرب نشتر، پير بخش خان، عبدالعزيز خوشباش، کاهن سنګهـ، محمد عثمان شنواري، حاجي کرم الٰهي، ماسټر امير چندر رنګين، ګلاب سنګهـ، قائم شاه، وزير محمد تجار، اتن چند، فقير چند، اچرج رام، ماسټر شېر علي ، الله بخش يوسفي، ډاکټر ګېلاني، مهاشه کرشن، ايډيټر اېډوکېټ مفتي مير احمد.

پير بخش خان له يو کال سزا ورکړ ې شوه، د ډېره اسماعيل خان جېل ته ئي ولېږلو او پۀ نورو ئې د غازي اېکټ د لاندې مقدمه چلول شروع کړل او د حاجي صاحب ترنګزۍ سره د هغوي تړون ئې ثابتولو، ولې ثابت ئې نۀ کړے شو او هغوي ئې د شپږ شپږ مياشتو نه تر اووۀ اووۀ کالو پورې قېد کړل. د خدائي خدمتګارانو جرګې، د کانګرس کمېټي او نوجوان بهارت سبها)نوجوانان سرحد (ئې خلاف قانون و ګرځول.

يوې بلې خبرې ته ستاسو پام ګرځول غواړم؛ هغه دا چې عاشق حسېن مېوه فروش د قصه خوانۍ د شهيدانو پۀ ياد کښې يادګار جوړ کړو او پۀ دې د نوجوان بهارت سبها زلمو يو جلوس او عظيم الشانه جلسه وکړه. دا اولنۍ جلسه وه چې پۀ يادګار وشوه. بيا پېرنګي سرکار عاشق حسېن د جېلخانې نه را وويستو او پۀ زور ئې پرې د يادګار د ورانولو د پاره بېلچه اوچته کړه، هغۀ لا ګزار نۀ ؤ کړے چې تصوير ئې ورله واخستو او بيا د ورانولو نور کار پوليس پۀ خپله وکړو.

اوس لږ د دې پېښې جاج اخستل ضروري ګڼم چې دې پۀ پښتنو څۀ اثر وکړووړومبے اثر ئې دا ؤ چې يو طرف ته اولس کښې د نېشنلزم جذبه را بېداره شوه نو بل اړخ ته خدائي خدمتګار تحريک هم دوام وموندلوخو دا خبره د يادولو وړ ده چې خدائي خدمتګارۍ څۀ پۀ اسانه دوام نۀ ؤ موندلے، دا د هغو سزاګانو او ظلمونو نتيجه وه کوم چې ئې دوي يعني خدائي خدمتګارو باندې وکړل. داسې سزاګانې ئې ورکړې وې چې دلته ئې پۀ ليک کښې راوستلے شم خو د وئيلو نۀ وې. خو خدائي خدمتګارو داسې پۀ بهادرۍ او مړانه هغه ظلمونه او سزاګانې وزغملې چې پېرنګے ورته حېران پاتې شو او تحريک دومره پۀ زور او شور کښې روان ؤ چې يواځې پۀ پېښور سنټرل جېل کښي د سياسي قېديانو تعداد درې زره پينځۀ سوه (3,500) ؤ او هغه هم د دوو مياشتو پۀ لږ وخت کښې. هم دغه شان ډېر کسان ئې پۀ قلعه بالا حصار کښې قېد کړل. خو دلته دا خبره د ستائينې وړ ده چې دا ټول ئې پۀ يوه ورځ نۀ وو نيولي بلکې خلک چې به د باچا خان او د هغۀ د نورو ملګرو خدائي خدمتګارانو د ګرفتارۍ نه خبرېدل نو د پېرنګي سرکار پر ضد به احتجاج ته راوتل او ګرفتاري به ئې ورکوله خو پېرنګي سرکار څوک هم نۀ معاف کول او هره هغه سزا به ئې ورکوله کومه چې د يو مهذبه قوم طريقه نۀ وهد مثال پۀ توګه به د يو څو سزاګانو ذکر وکړوخو يوه خبره بله هم ډېره ضروري ده او هغه دا چې باچا خان سره د ډېرو ملګرو پۀ جېل کښې ؤ خو د جېل نه بهر ملګرو د عدم تشدد او خدائي خدمتګارۍ پۀ اصولو ډېر پۀ سختۍ عمل وکړو او دغه شان د خدائي خدمتګار تحريک اولسي مرسته دومره توانمنه شوه چې ورځ پۀ ورځ به احتجاجونه او ګرفتارۍ ډېر پۀ ګڼ شمېر کښې کېدې او لکه څنګه چې فضل زمان شلمان هم پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړے دے چې پېرنګے سرکار اخر مجبور شو او خدائي خدمتګار تحريک ئې پۀ 24 اکتوبر 1931 غېر قانوني وګرځولو او هم دغه شان د خدائي خدمتګارو پۀ غونډو کولو، د دوي پۀ سرو جامو ساتلو او اغوستلو ئې هم بندېز ولګولو، خو د افسوس خبره دا وه چې د تهذيب دعوېدار پېرنګي د خدائي خدمتګارو شنۀ فصلونه هم تباه کړل او ورسره ورسره ئې د خدائي خدمتګارۍ د ختمولو د پاره پۀ خدائي خدمتګارو نا روا ظلمونه شروع کړل او دوي نه به ئې جامې وکښلې او بيا به ئې وهل. يوه بله سزا چې د هغې باچا خان هم ذکر کړے دے او ما ته زمونږ د خېشکو عبدالوهاب کاکا ]بابوني کاکا[ هم پۀ مرکه کښې وئيلي وو، هغه دا چې خدائي خدمتګارو ته به ئې داسې سزاګانې ورکړې چې دوي به بيا وادۀ نۀ شو کولے او وئيل به ئې چې د پښتنو نسل ختموو او چې کله به دغه خدائي خدمتګار بې هوشه شول نو بيا به ئې د سخا اوبو ډنډونو ته وغورځول. هم دغه شان د ساقي صاحب د وېنا مطابق پۀ 1932 کښې د هري پور جېل کښې د خدائي خدمتګارو شمېر ديارلس زره ؤ.

د دې پېښې دوېم اثر دا وشو چې پښتانۀ د پېرنګي خلاف نور هم پۀ جوش سره را اوچت شول او دغه شان نورې پېښي هم وشوې چې حالات ورسره د پېرنګي د پاره نور هم کړکېچن شوللکه د ټکر پېښه، د چارسدې د پړانګو پېښه او د هتهي خيلو پېښه؛ د دغو ټولو پېښو ذکر داسې دے

د لوند خوړ/ د ټکر جلسې او شهيدان:

پۀ پينځمه مۍ 1930 لارډ ارون يواآرديننس جاري کړو چې جلسې جلوسونه به بند وي. پۀ شپږمه مۍ 1930 خادم محمد اکبر، غلام محمد خان، محمد عباس خان، سالار ربنواز خان، پير علي بادشاه، پير ممتاز خان دا فېصله چې سول نافرماني او د حکومت دا حکم به ماتوو چې جلسې دې نۀ کېږي، نو پۀ يوولسمه مۍ 1930 پۀ لوند خوړ کښې يوه لويه جلسه وشوه، ولې غلام محمد خان ئې د جلسې نه مخکښې ګرفتار کړو او د دۀ حجره ئې وسوزوله. محمد زرين خان، امير نواب خان، فردوس خان ]چې د لوند خوړ معزز خانان وو[ ئې ګرفتار کړل او نورې ډېرې ګرفتارۍ ئې هم وکړې. لائسنس دارې وسلې هم ضبط کړې شوې چې ډېره د حېرانتيا خبره وه. د ټکر جلسه پۀ 28 مۍ 1930 کېدونکې وه چې امين ګل کاکا د سالار شمروز خان پلار او معظم خان چې د دې کلي او د جلسې مشران وو، هغوي ئې هم ګرفتار کړل. خلک ډېر وو او فوځ د جلسې نۀ کولو او د خلکو د خورېدو حکم ورکړو، ولې خلک پۀ ځاے ولاړ وو او ګولۍ پرې وچلېدې. د معظم خان او امين ګل کاکا حجرې ئې پۀ اٰتشي بمونواوسوزولې. د دغې تپې مشران شمروز خان او معظم خان، شهزاده پير عاصم ئې پۀ هتکړو کښې روان کړل نو دوي پۀ لارو کښې د تلو نه انکار وکړو؛ وئیل ئې مونږ درسره پياده ځو. دوي پياده روان شو او خلک به ورسره کلي پۀ کلي شاملېدل او تخت بهائي سره د خلکو شمېره زرګونو ته ورسېده. ګجرو ګړهۍ سره اسسټنټ کمشنر مسټر هے او اېس پي مسټر مرفي هم ور ورسېدل او رسېدو سره ئې د لاټهي چارج حکم ورکړو او پۀ خپله ئې هم ګزارونه شروع کړل او پۀ جلوس دننه ورننوتلو خو پۀ دغه وخت کښې سيلۍ او طوفان راغلل او چا هم څوک نۀ ليدل خو ولې حالات نور هم خراب شول او پۀ دغه مسټر عرفي باندې چا پۀ تماچه پۀ سر ګزار وکړو او سيلۍ سره خلک خوارۀ شول. اسسټنټ نور فوځ را وغوښتلو او نيولے شوي مشران ئې مردان جېل ته وليږل او بيا ئې شپږ شپږ مياشتې قيد کړل.

پۀ چارسده کښې د حبيب ګل)حبيب نور( پېښه:

دغه شان يوه بله پېښه هم شوې وه چې د پېرنګي سرکارد ظلمونو زياتيو د وجې نه د قبائلو يو زلمي چې حبيب ګل نوم ئې ؤ او د حاجي صاحب ترنګزئ او د مجاهدينو سره ئې تعلق لرلو، هغۀ چې کله د پړانګو کلي محاصره وليدله او پۀ خصوصي توګه ئې د هاړ جېټ پۀ ګرمۍ کښې پۀ تودو شګو کښې د خلکو ښخول وليدل او ورسره ورسره چې د ټکر د پېښې نه خبر شو نو د چارسدې پۀ اسسټنټ کمشنر ئې ډزې وکړې خو درې کالتوس پوچ شول او دے ئې ونيولو ]دے وروستو بيا د حبيب ګل غازي اوهم د حبيب نور پۀ نامه ډېر مشهور شو.[ خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ دغه حبيب ګل ئې پۀ څليريشت ګېنټو کښې دننه د غازي اېکټ د لاندې مقدمه وچلوله او پهانسي ئې ورکړه. کۀ لږ غور وکړے شي نو دا د تهذيب د دعوېدارو هغه فېصله وه چې صرف او صرف د پېرنګي استعمار مفاد ته د تحفظ ورکولو د پاره ئې وکړه او دغه غازي اېکټ ئې هم د نړۍ پۀ مخ د ډېر شرمېدو نه وروستو واپس واخستلويعني دا ئې ومنله چې د دوي دغه طريقه غلطه وه.

پۀ پړانګو چارسده کښې خدائي خدمتګارانو ته د سزا ورکولو پۀ وخت يو ماشوم )سجاول( هم ؤ؛ هغۀ ته ئې هم ووې چې معافي به غواړې ګنې سزا به درته ملاوېږي. نو هغه هم د چا خدائي خدمتګار بچے ؤ، لوے الله ورله جذبه توانه کړه؛ هغۀ ورته هم انکار وکړو نو هغۀ ته ئې هم سزا ورکړه خو چې څنګه ئې وړومبے ګزار ورکړو نو ظاهره خبره ده چې ماشوم ؤ نو هغۀ چغه ووهله چېاے خدايه!” – نو دغه بې رحمه پېرنګي براډلے ورته وې چغې ولې وهې، راوله هغه خداے دې چې اوس دې را نه خلاص کړي!!! الله حوصله ورکړه، هغه ماشوم د نورو ګزارونو سره هډو غږ و نۀ کړو.

پۀ پېښور کښې د يو سردار پېښه:

پۀ 31 مۍ 1930 پۀ ښار کښي لا هغسې فوځ پروت ؤ. د کابلي دروازې سره د ميونسپلټي هال د پاسه د ګورا فوځ يوه دسته متعين وه. سردار سنګهـ سره د خپلې ښځې او د دوو بچو پۀ دغه لار تېريدو چې ګورا فوځ پرې ډزې وکړې. دواړه بچي ئې پۀ هغه ځاے مړۀ شول، ښځه ئې زخمي شوه او دا خبره لکه د اور پۀ ټول ښار کښې خوره شوه. خلک د حکيم عبدالجليل ندوي پۀ مشرۍ کښې د جلوس پۀ شکل کښې راغلل او دغه مړي ئې اوچت کړل او روان شول. خو ولې چې څۀ وخت جلوس د سيټهيانو محلې ته ورسېدو، دغلته ورته د پېرنګي فوځ دسته را مخامخ شوه. دغه وخت ورته د جلوس مشر ور وړاندې شو او ورته ئې ووئيل چې دا مړي دي او دا مونږ کفن دفن د پاره وړو خو د هغې باوجود پېرنګي فوځ پرې ګولۍ وورولې او يوولس کسان پۀ کښې شهيدان شول او شل پکښې زخميان شول.

د دې پېښې درېم اثر دا ؤ چې د پېرنګي سرکار هغه دعويٰ هم غلطه ثابته شوه کومه چې هغوي کوله چې مونږ د دې ځاے خلکو کښې د تهذيب ماده پېدا کوو. داسې کارونه ئې وکړل چې د هغې نه دا ثابته شوه چې دوي دلته د خپل غرض د پاره راغلي وو او د دوي مقصد نۀ شعور ورکول وو او نۀ د تهذيب طريقې ښودل؛ بلکې هغوي پښتانۀ صرف د خپل مطلب د پاره استعمالول غوښتل.

د دې پېښې څلورم اثر دا ؤ چې دې پېښې پۀ پښتو ادب پۀ خصوصي توګه خپل اثر پرېښودو او د دغې اثر لۀ کبله پښتنو ليکوالو د خپل قلم داسې استعمال وکړو چې د پېرنګي د تېښتې پورې د خدائي خدمتګار تحريک د وجود يو اندام ګڼلے کېدو. امير نواز خان جليا ددردپۀ نوم يوه ډرامه وليکله او پۀ سټېج د اولس مخکښې پېش کړې شوه او داسې اثر ئې وکړو چې نزدې وه چې کتونکو کښې ناست کسانو نه پۀ يو کردار [ايکټر] باندې ډز شوے وے خو نزدې ناست ملګرو پوې کړو چې دا خو ډرامه ده. د ډرامې پېش کېدو نه وروستو نا وخته پېرنګي سرکار ټول اداکاران او جليا خان ونيول او بنديوان ئې کړل او ډرامه ئې هم ضبط کړه.

هم دغه شانخدائي خدمتګارډرامه هم فضل کريم کاکا وليکله او ډېر پۀ ښۀ شان سره پېش شوه. پۀ هغې هم پابندي ولږېدله خو ولې د ډرامو د ليک دغه سلسله پۀ مخکښې روانه وه او نورو ليکوالو پۀ کښي خپله خپله برخه واچوله. پۀ دغو نامتو ليکونکو کښې عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق او فضل رحيم ساقي د يادولو وړ دي. د ټولو نه اخر کښې چې کومه ډرامه وليکلې شوه د هغې نوم ؤجونګړهاو هغه عبدالاکبر خان اکبر پۀ 1945 کښې ليکلې وه.

د نثر ليکلو سره سره شاعرانو هم دې طرف ته نظر واچولو او ډېر د اثر نه ډک شعرونه او نظمونه ئې وليکل او هم دغه شان پۀ دغه ډرامو او نظمونو او شعرونو کښې د پېرنګي سرکار بد مخ ئې پۀ مختلفو رنګونو کښې اولس ته ښکاره کړو. عن تر دې چې پۀ يو نظم کښې فضل رحيم ساقي د دغې خونړۍ پېښې پوره تفصيل داسې بيان کړو چې پکښې ئې د ټولو ورکړې شوو سزاګانو ذکر وکړو او پښتنو ته ئې غېرت هم ور واچولو چې راپاڅئ او خپل ځان او خپلې مور )خاورې( باندې ننګ وکړئ او د پېرنګي خلاف اواز اوچت کړئ.

پۀ لنډو ټکو کښې به دا خبره پۀ دې ځاے ختمه کړو چې د قصه خوانۍ دې خونړۍ پېښې سره د پېرنګي سرکار د تهذيب ټولې دعوې هم غلطې ثابت شوې او د پښتنو د وطن سره مينه او د وطن پۀ نامه د سر قرباني ورکول نور هم سېوا شول او جذبه ئې داسې توانه شوله چې هغې پښتون نور هم پۀ مخکښې بوتلو او دا د هغه قربانيو برکت ؤ چې پېرنګي د هند نه خپله کډه وتړله.

دا خاوره د وطن د شهيدانو امانت دے
ساتلے دا وطن مو د سرونو پۀ قيمت دے
دا خاوره د سر تېرو افغانانو ملکيت دے
بنياد د پښتنو د عظمتونو عمارت دے

يادګيرنه:

دا مضمون د ازادۍ د جنګ ټولو معلومو او ورکو شهيدانو او هغه ماشوم سجاول ته ډالۍ چا چې د پېرنګي استعمار پر ضد خپل اواز پورته کړے دے او هر ظلم ، زياتے او سزا ئې زغملي دي خو د خولې نه ئې د افسوس اٰه نۀ دے وتلے؛ د اازادۍ تحريک ته ئې جلا ور بخښلې ده او د پښتنوحوصله ئې توانه کړې ده.

ډاکټر اسفنديار دراني

د قصه خوانۍ پېښه:

د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره

Dr.Asfandyar Durani

(پښتون میاشتېنۍ ، باچاخان مرکز،؟پېښور/ پښتونخوا

-
بېرته شاته