(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر ابراهېم شینواري

[02.May.2022 - 12:58]

 

د ډاکتر ابراهیم شینواري لنډې لیکنې

 

د غازي امان الله خان د اونۍ په مناسبت 

دوه کارنامې او دوه پوښتنې:

دا څرګنده ده چې د غازي امان الله خان دوه کارنامې بې سارې دي

لومړی. له داسې زبرځواکه یې د هیواد استقلال واخیست چې د ټولې نړۍ تر ټولو پیاوړی ځواک وو او تر حاکمیت لاندې خاوره کې یې لمر نه ډوبېده.

دویم. هیواد یې د قانون حاکمیت او پرمختګ ته روان کړ

خو دا دوه پوښتنې بې طرفه، له امان الله خان سره له عاطفي پیوند پرته په سړو مغزو او د راتلونکي لپاره ترې د درس اخیستو په نیت ځواب غواړي:

لومړی. ولې امان الله خان د اروپا تر سفر مخکې له ملت سره همرنګه وو، د جمعې خطبه یې ویله او د واک د مثلث درې واړه ضلعې (ملا یا دیني عالم، ملک یا قومي مشر او دولت) ورسره ملګري وو. ملت ورسره وو، پر ملت له حده زیات ګران وو، ویاړ یې پرې کاوه، ورته یې غازي او بابا وایه؛ خو د اروپا (او نورو هیوادونو) تر شپږ میاشتني سفر وروسته ترې د هیواد دثبات د مثلث درې واړه ضلعې کاواکه شوې او نظام وشړیده.

دویم. ولې زموږ د مشرانو د دریم نسل (زیاترهو واکمنو واک بایلی دی:

- میرویس نیکه واک ګټلی، شاه محمود ساتلی او شاه اشرف او شاه حسین (دواړه همزمانه په اصفهان او کندهار کې واکمنان وو) بایللی دی.

- احمدشاه بابا واک ګټلی، تیمورشاه ساتلی او لمسیانو یې بایللی دی.

- امیر دوست محمد خان واک ګټلی، شیرعلی خان ساتلی او محمد یعقوب خان بایللی دی.

- امیر عبدالرحمن واک ګټلی، حبیب الله خان ساتلی او غازي امان الله خان بایللی دی.

  • غازي محمد نادر شاه واک ګټلی، اعلیحضرت محمد ظاهرشاه ساتلی او ولسمشر محمد داود بایللی دی.
  • ډاکتر محمد ابراهېم شینواری-

--------------

ملي مصطلحات او عام لغتونه

د ملي مصطلحاتو موضوع د څو ساده لغتونو بحث نه دی، بلکي د ملت ـ دولتونو د پېژندنې لپاره یوه ضروري مولفه ده. انګلیسان هغه ژبني تفاوتونه د خپل تشخص لپاره ساتي چې له امریکایي انګلیسي سره یې لري. تاجکستان په ایران کې جوړ شوي نوي لغتونه په ډېر ندرت سره مني. یو وخت عثماني ترکانو خپله دفتري ژبه دري کړه، صفوي ترکانو د هغوی سره د تشخص په خاطر دفتري ژبه ترکي وټاکله. (البته پروسه بېرته ژر معکوسه شوه).

په افغانستان کې هم د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واک په دوره کې د دولت د رسمي ژبې په توګه د دري ژبې په دوام توافق وشو، او په څنګ کې ورسره پښتو ژبه هم رسمي ژبه شوه. په عین وخت کې یو څه لغتونه د ملي مصطلحاتو په نوم غوره شول. (ځینې ملي مصطلحات د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پر مهال هم جوړ شوي وو).

د ملي مصطلحاتو د ټاکلو، تثیب او ساتلو لپاره باید یوه ملي کمیټه یا بورډ جوړ شي چې د دوی له خوا وړاندیز شوي لستونه د کابینې له خوا تایید او د پارلمان له منظور شي.

البته د ملي مصطلحاتو په لست کې باید د هیواد د ټولو ژبو لغتونه شامل وي چې د هیواد فرهنګي غنا او تاریخي لرغونتیا وځلوي.

همدا راز د ټولو ژبو پراختیا ته باید جدي پام وشي. د ټولو ژبو ماشومانو ته د یو بشري حق په توګه باید په مورنۍ ژبه زده کړه برابره شي او ټولو ژبو ته ژور درناوی وشي. د بشري ګډ عقل د ذخیرو او د انسانانو تر منځ د پوهاوي د وسیلو په توګه باید د ژبو د ودې لپاره علمي کار او پالیسي ملاتړ برابر شي. د هیواد د ټولو خوږو ژبو اثار دې نه یوازې دا چې ضایع نه شي، بلکې په ډیر ښه ډول دې وساتل شي.

------------

 

د نړۍ اوسني دولتونه

پر نورو افرادو او قومونو د یوه قوم یا کورنۍ نسلي او نژادي برتري نه کوم علمي بنسټ لري او نه ښه او عادلانه فکر دی. ټول انسانان په کرامت کې مساوي دي او باید مساوي حقونه او د قانون په وړاندې یو شان متوازن مکلفیتونه ولري. د نړۍ پخواني دولتونه او امپراتورۍ د یوې کورنۍ او یا یو قام په مشرۍ مخ ته تللې او نورو خلکو پکې زیاتره دویمي ځای درلود.

د نړۍ اوسني ازاد  هیوادونه هم که د هر شعار له مخې خپل نظامونه چلوي، په عمل کې ملت ـ دولتونه (Nation-States) دي، که څه هم نوم یې اسلامي جمهوریت یا ولسي جمهوریت وي او په سر کې یې دیندار، ضد دین یا لبرال مشر ناست وي. دوی خپلو ملي ګټو او د خلکو اساسي حقوقو او ازادي ګانو ته په یو ډول لږ و زیات ژمن دي خو د خپلو ملي ګټو په مقابل کې د نورو هیوادونو او ملتونو د خلکو د هیڅ ډول حقوقو او ازادیو پروا نه لريد خپل یوه تبعه سره د بل هیواد ټول نفوس نه برابروي. په دې واقعیت کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی ملي دولت هم د نورو ملتونو د انسانانو د ښه والي په وړاندې هیڅ مسؤولیت نه حس کوي.

ولس، جغرافیه، رهبر، دولت او مفکوره د یوه دولت جوړونکي عناصر دي او له خپلې جغرافیې او دولت سره مینه او وفاداري اوس هم د انسانانو او ملتونو حاکم ذهنیت او واقعیت دی. هیڅ اسلامي یا غیر اسلامي هیواد د خپل هیواد او دولت په نسبت له بل هیواد یا دولت سره زیاته مینه نه کوي.

که څه هم انسان تر دې یو ښه نظام ته ضرورت لري، ځکه (بنیادم اعضای یکدیګر اند). خو د نړۍ اوسنی تریخ واقعیت لا همدغه دی چې ذکر شو!

آیا په نږدې وختونو کې ممکنه ده چې د ټولو ملتونو او انسانانو لپاره په یوه نړیوال عادلانه نظام او د مساوي حقوقو په یوه سیستم فکر او کار وشي؟ فکر کوم دې مرحلې رسېدو ته لا اوږده لار پرته ده.

-------------

 

آیا له ساینس څخه د خیر تمه زیاته ده که د شر؟

په شلمه پیړۍ کې ساینس تر بل هر وخت زیات پرمختګ وکړ. په نتیجه کې د بیلونونو (میلیاردونو) انسانانو ژوند وژغورل شو، د ژوند توقع تر دوه چنده لوړه شوه، انساتي رفاه په ډېرو هیوادونو کې تر ټولو لوړ حد ته ورسیده. سوداګري، اړیکي، سفر، وسایل، ټکنالوژي، د علم او معلوماتو تبادله، نړیوال سازمانونه او اصول او ډیر نور پرمختګونه راغلل چې د انسان د ژوند کیفیت او ارزښت ورسره ښه شو.

خو د ساینس د ناوړه کارولو له امله اتومي او هایدروجني بمونه هم جوړ شول چې د کتلوي تباهۍ زور لري

توقع ده چې په اوس او راتلونکې کې د مصنوعي شعور، بیوټکنالوژۍ، نانوټکنالوژۍ، لمریزې انرژۍ، د احساس انتقال، له کمپیوتر سره د مغزو وصلولو، د عمر اوږدوالي، د زړښت مخنیوي، فضایي ترانسپورت او سفر، فیوژن ځواک، د تیرې زمانې د حیواناتو له ژینوم څخه استفادې او نورو برخه کې ساینسي پرمختګونه چټک شي. هیله ده دا نوي کشفونه به هم د انسانانو په ګټه وي. خو له هستوي انرژۍ، د هوا د تودوخې د زیاتوالي او احتمالي بیولوژیکي جګړو څخه پیشبیني کیدونکي خطرونه به خدای ناخواسته تر هغه بریده زیات وي چې عواقب یې بیرته راوګرزول شي. له بلې خوا به دا پرمختګونه د پرمختللو او وروسته پاتې هیوادونو او ملتونو تر منځ واټن لا زیات کړي.

بې له شکه چې د ساینس او ساینسي څیرنو، کشفونو او تولیداتو ګټه له حده زیاته ده خو د ذکر شوو بیلګو او دوی ته د ورته ساینسي پرمختګونو د عملي او احتمالي تاوان او شر مخه څنګه نیول کیدای شي؟ 

خیرخواه پوهان په دې نظر دي د نظامونو اصلاح یې تر ټوله غوره لار ده چې د نړۍ او ټولنو د لا زیات ویش مخه ونیول شي، په هیوادونو کې دننه او ټوله نړۍ کې عدالت تقویه او عام شي او د منابعو په ویش کې انصاف وشي. د دې لپاره پکار ده چې ۱). دیني مشران او بنسټونه، ۲)، مدني ټولنه، ۳). د پوهنې بنسټونه، ۴). عالمان او ۵). پالیسي جوړونکي په خپلو مثبتو هڅو او کړنو سره د ساینس د ګټو تناسب نور هم لوړ او د احتمالي شر او ضرر کچه یې کمه کړي

د دې لپاره ملي او مدني حرکتونه دنده لري چې د نړۍ په پالیسي جوړونکو دوامدار فشار وساتي تر څو داسې پالیسۍ او قوانین جوړ او عملي کړي چې له ساینس څخه فقط د بشریت د خیر لپاره د استفاده کولو ایډیال ته ورسیږو

------------

 

فرهنگي حساسیت د نجونو د زده کړو په مخکې اساسي خنډ نه دی.

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده. د نړۍ لومړی پوهنتون د یوې مسلمانې ښځې له خوا تاسیس شوی وو

که یو هلک زده کړه وکړي، یو نسل؛ خو که یوه جنۍ زده کړه وکړي، پنځه نسله متمدن کیږي. مشهوره خبره ده چې: تاسو ماته یوه تعلیمیافته مور راکړئ، زه به یو متمدن ملت درکړم

په افغانستان کې د ۴ میلیونه نجونو په ګډون ۹ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته تلل، چې دا یو لوی بری دی. سره له دې چې د بېلابېلو عواملو له امله تر درې نیم میلیونه زیات ماشومانو چې ۷۵٪ یې نجونې دي، لا هم زده کړو ته لاسرسی نه درلود، خو د دې سبب کلتوري حساسیت او وروسته پآتې والی نه، بلکې لاندې سببونه وو:

- ناامني

- د ښوونځيو او وسایلو نشتوالي او د خدماتو په ویش کې بې عدالتي

- ستونزمنه جغرافیه 

- د کورنیو اقتصادي کمزوري

- په کمه اندازه کلتوري حساسیتونه

وروستی عامل ښوونځيو ته د ماشومانو په راتګ ۲٪ اغیز لري، خو هغه هم د ښځینه ښوونکو د تقرر، د ملي لباس کارولو او د نجونو او هلکانو د جلا ټولګیو او ښوونځیو په برابرولو حلیږي؛ چې د لباس او جلا ټولګیو ستونزه لا له پخوا حل شوې ده او ښځينه ښوونکي هم د ۱۲ ټولګي د فارغانو په ژر مقررولو او همزمانه ورته د ښوونکو د زده کړو په موسسو کې د شمول له لارې ژر حلیږي.

افغانستان د اسلامي هیوادونو په منځ کې د علم، ساینس، تحقیقاتو او معرفت له ګوتو په شمیر مهمو مرکزونو څخه وو او باید وي او وي به ان شاالله.

رابعه بلخي، ګوهرشاد بیګم، محجوبه هروي، نازو آنا، ملالۍ، زرغونه آنا، میرمن زینب، عایشه دراني، ملکه ثریا، تاجور سلطانه او په زرګونو نورې ویاړلې افغانانې د علم او معارف په برخه کې د خپل وخت تر ګاونډيو هېوادونو مخکښې وې. زموږ خویندې او لوڼه به د خپلو ورونو او پلرونو په شان د علم د رڼا په لاس ته راوړلو کې تل مخکې وي.

په ملتونو هم د افرادو په شان کله کله ستونزې راځي، خو دایمي نه وي

افغانان به هم له ستونزو راووځي او ټولو ته به وښایي چې له مور څخه د مهربانې دایې پیغورونه او مغرضې همکارۍ موږ لا بیداروي او متوجه کوي. ژمي تیریږي خو توروالی د سکرو پر مخ پاتیږي!!!

--------------

 

افغانستان چا وران کړ؟

یو روایت دا دی چې انګلیسانو له افغانانو سره په شوو درې جګړو کې دماتې له امله کینه درلوده، نو له هند له نیمې وچې څخه له وتلو سم یې پاکستان جوړ کړ، زموږ غصب شوې خاوره یې هم پاکستان ته ورکړه، پوځ یې ورپیاوړی کړ او په سیمه کې یې خپل متحد جوړ کړ. انګریزانو، امریکا او پاکستان د سردار داود پر ضد د ناراضي مجاهدینو د تقویه کولو له لارې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل ته راکش کړ، بیا یې د افغانانو په بدنونو او وینو، د پاکستان په لوژستیکي مدیریت، د عربو او غرب په پیسو او (زیاتره) د غرب په وسلو شوروي اتحاد مات او په روسیې بدل کړ. افغانستان په دې جګړه کې وران شو خو د قربانیو ګټه یې پاکستان او امریکا ته ورسیده.

بل روایت دادی چې افغانستان د امیردوست محمد خان، امیر عبدالرحمن او محمد نادرشاه د ستراتیژیک لید له مخې د شرق او غرب (لومړی تزاري روسیه او انګلیستان او بیا شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو) تر منځ د توازن سیاست پر مخ بیوه. تر دویمې نړیوالې جکړې وروسته چې انګلیسانو له سیمې د وتلو هوډ وکړ نو امریکا افغانستان په سیاټو یا سنټو کې د غړیتوب له لارې اتحاد ته وباله خو پادشاه محمد ظاهر شاه د شوروي سره د اوږدې پولې په درلودلو، د ګاونديتوب د اصولو مراعاتولو او د هیواد د عنعنوي بې طرفۍ له مخې له دغه فرصته استفاده ونه کړه او هماغسې بې طرفه پاتې شو. امریکا او انګلستان د خپلو ګټو ساتلو لپاره پاکستان رامنځ ته کړ. افغانستان مجبور شو د شوروي خواته متمایل شي تر څو د پاکستان د پرمخ تلونکې نظامي ګرۍ مقابله وکړای شي. خو شوروي د تزار او لینن د هغه ارمان د پوره کولو پر لور ګړندی شو چې ځان ګرمو اوبو ته ورسوي او د نړیوالې مشرۍ لپاره د امریکا په مقایل کې له ښه دریځه برخمن شي. محمد ظاهر شاه یې د خپل تره زوی او اوښي سردار داود په واسطه له منځه یووړ، د سردار داود نظام یې په خلقیانو چپه کړ، د خلقیانو پر خلاف یې د ببرک کارمل کودتا پلان کړه چې ناکامه شوه او څه موده وروسته یې پر خپلو ایډیولوژیکو ملګرو (خلقیانو) نظامي یرغل راوړ؛ د دوی نظام یې ړنګ کړ او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښیناوه. دې عمل اکثریت ملت د مجاهدینو سره ملګرتوب ته مجبور کړ. د اوږده جنګ په نتیجه کې شوروي اتحاد له افغانستان څخه د خپلو پوځونو وتلو ته مجبور شو او یوه موده وروسته زموږ هیواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شو. همدغو کورنیو جګړو د امریکا راتګ ته هم لار هواره کړه او تر اوسه لا افغانستان د هماغه څه سزا ویني چې د دوستۍ په جامه کې د شوروي اتحاد له یرغل سره پیل شوې وو.

ستاسو په نظر کوم روایت سم دی او آیا د دغو دوو روایتونو تر منځ یو بل لیدلوری هم شته؟

------------

ملي ګټې 

ملي ګټې څه شی دي؟ د خاورې، دولت، ولس، ارزښتونو او منابعو خوندي توب چې د امنیت، ثبات او نیکمرغۍ سبب شي.

د ملي ګټو د ساتلو لپاره څه کول پکار دي؟ په دننه کې: د ټولو (یا لږ تر لږه اکثریت) ښاروندانو/ وګړو رضایت تر لاسه کول. په بهر کې: له ګاونډ او نړۍ څخه د مصوونیت ډاډ.

ملي ګټې څنګه تر لاسه کیږي؟ دننه کې: ملي حاکمیت ټینګول، قوانین او ټولنیز قراردادونه جوړول، د هغه د تطبیق لپاره اغیزناکې ادارې لرل او د هغو پلي کول. له بل لوري د دولت، ولس، منابعو او خاورې د ساتلو لپاره (نظامي، استخباراتي، سیاسي/ دپلوماتیک، بشري، اقتصادي، فکري، فرهنګي ....) امکانات لرل او د هغو د کارولو وړتیا درلودل. په سیمه کې: د لازم نفوذ وسایل لرل او استفاده ترې کول. په نړۍ کې: مشروع اړیکي او حمایت لرل.

لوی هیوادونه خپلې ملي ګټې څنګه ساتي؟ په دننه کې هماغه څه کوي، چې پورته یاد شول. په بهر کې: لومړی. دیپلوماتیکي اړیکې او د خپلو ارزښتونو ترویج، دویم. بشري مرستې، دریم. استخباارتي فعالیتونه، څلورم. اقتصادي فشارونه، پنځم. نظامي یرغل.

پوښتنه: په تېرو سلو کلونو کې زموږ کوم دولت د ملي ګټو په ساتلو قادر شوی دی؟

----------------

د انسان مهمې اړتیاوې کومې دي؟

د ابراهیم ماسلو د اړتیاوو د تیورۍ له مخې د انسان اړتیاوې دا دي:

1) اساسي یا فزیولوژیکي اړتیاوې: هوا، اوبه، غذا، کور، لباس، د نسل تولید، خوب.

2) خوندیتوب: شخصي خوندیتوب، د دندې خوندیتوب، د منابعو، روغتیا او جایداد خوندیتوب.

3) مینه او ټولنیز پیوند: مینه، محبت، کورنۍ، د اړیکو حس.

4) درنښت: احترام، ځاني درنښت، موقف، شهرت، قوت، ازادي.

5) ځان په هغه تر ټولو لوړ حالت کې لیدل چې ممکن وي.

په راروانو پوستونو کې به ان شاالله لاندې درې پوښتنو ته ځواب پیدا کړو. تاسو هم تر هغه مخکې د دې پوښتنو د ځواب لپاره خپل ارزښتمن نظرونه ولیکئ.

لومړی: د دې اړتیاو کوم یو یې د دې باعث کیدای شي، چې انسان حرص، ظلم او ناروا اعمالو ته مجبور کړي؟

دویم: اساسي اړتیاوې مهمې دي که امنیتي؟

درېیم: اشخاص او دولتونه د انسانانو د دې اړتیاوو په رفع کولو کې څه رول لري؟

----------

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی، شریر نه دی. خو د خپل مصئوونیت د لاسه ورکولو له امله ویرې سره مخ کیږي او دغه ویره یې انحراف ته مجبوروي او په شریر موجود بدلیږي. همدارنګه هغه غریزې چې فطرتاً د ده په بدن کې د دفاع لپاره دي په تعرضي غریزو بدلیږي او بیا نورو ته ضرر رسوي.

په وروستیو پیړیو کې د غربي فیلسوفانو، سیاست پوهانو او ساینس پوهانو ځینو نظریاتو سیاسیونو ته دا زمینه جوړه کړه چې سل میلیونه انسانان ووژني. دا د یوې پیړۍ وژنې تر هغو ټولو وژنو زیاتې دي چې تر هغه مخکې په نولسو پیړیو کې شوې وې.

داروین د بیولوژیکي فوسیلونو له کتنې او عملي میندنو په پای کې دې نتیجې ته ورسید چې د ژوندیو موجوداتو تکامل د طبیعي انتخاب پروسې له مخې کیږي یعنې تر ټولو تکړه او قوي ژوندي موجودات کولی شي دوام وکړي او کمزوري موجودات له منځه ځي. د داروین د تکامل لپاره د طبیعي انتحاب له دې تیورۍ ځينې سیاسي، اقتصادي او تولنیزې نظریې راووتې. دغو نظریاتو امپریالیزم، نژادپالنې، ایوجینیک او ټولنیزې نابرابرۍ ته منطق او استدلال جوړ کړ چې په نړۍ کې د لویو او ورانوونکو جګړو سبب شوې. پخوا هم جګړې وې خو په دې پیمانه او شدت نه وې.

داروین د خپلې تیورۍ له مخې په ټولنیزو موضوعاتو تبصره نه وه کړي خو د سپینسر، مالتوس، ویلیام ګراهم سومینز، ګالتون او نورو ټولنپوهانو او فیلسوفانو په ټولنیزو نظریو یې اثر وکړ او دوی یې په دې ډاډه کړل چې هغوی چې په طبیعي ډول تکړه انسانان دي پانګه او علم تر لاسه کوي او هغوی چې په طبیعي ډول کمزوري دي، نه شي تر لاسه کولی. په دوی کې ځینو لا حتی دومره زیاتی وکړ چې د هغو خیریه موسسو او دولتونو کارونه یې هم وغندل چې له بېوزلو، معلولو او اړو انسانانو سره مرستې کوي. دوی وویل چې دا خیریه کارونه د تکامل پروسه ځنډنۍ کوي.

هابز وویل چې انسان فطرتاً شریر دی خو د نورو د انتقام له ویرې او ټولنیزو نورمونو په اساس یې قانون منلی دی. ماکیاولي هم ویلي وو چې سیاسي مشران دې په اخلاقو تظاهر کوي خو عملي کوه دې یې نه. په همدې ډول یو سیاستمدار بریالی کیدای شي.

دې نظریاتو په شلمه پیړۍ کې دوه نړیوالو جنګونو، د چین داخلي انقلاب، د روسیې د اکتوبر انقلاب، د ویتنام جګړې، پر افغانستان د شوروي اتحاد تیري او نورو خونړیو جګړو ته لار اواره کړه. که همدا مفکوره دوام وکړي نورې خونړۍ جګړې به هم وشي. د وسلو سیالي به هم دوام وکړي او د انسانانو ژوند به د مرګ تر سیوري لاندې پاتې شي.

دینونه په عام ډول او اسلام په ځانګړي ډول بیا د دغو نظریو برعکس نظر لري او قرآن وایي چې انسان په بهترین شکل، د الله تعالی په فطرت جوړ شوی او د کرامت خاوند دی:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿الإسراء: ٧٠﴾ ترجمه: موږ د ادم اولاد ته کرامت ورکړ او په وچه او سمندر مو د تلو وس ورکړ او له پاکو (خوراکونو) رزق مو ورکړ او د مخلوقاتو په ډیره برخه مو لوړتیا ورکړه.

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿التين: ٤﴾. ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿التين: ٥﴾ ترجمه: موږ انسان په بهترین شکل پیدا کړی دی. (او په ښه صورت کې تر پیدا کیدو) وروسته تر ټولو ټیټ حالت ته ځي.

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿الروم: ٣٠﴾ترجمه: د حنیف دین پر لور مخ واړوه، د خدای فطرت هغه دی چې انسان یې د هغه په اساس جوړ کړی دی. د الله په خلقت کې تبدیلي نه راځي. همدا قایم دین دی خو زیاتره انسانان نه پوهیږي. په حدیث شریف کې هم راغلي دي چې هر ماشوم د اسلام په فطرت زیږي؛ دا مور و پلار (او محیط) چې د ماشوم فطرت بدلوي.

د ارواپوهنې او طب هغه څیړنې چې تر سره شوي دي دا تاییدوي چې انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی. که دوه ماشومان خپلو کې لوبې کوي او یو له بله د لوبو سامان واخلي، مقابل لوری ژاړي. د دې ژړا په مقابل کې لومړی ماشوم خپل د لوبو سامان هم ورکوي خو غواړي چې هغه غلی شي.

لکه چې مو وویل وروسته انسان د ژوند د ستونزو له ویرې نارواوو ته لاس اچوي. خو د ژوند په پای کې بیرته خیر او ښو ته تمایل ښيي او ښیګڼې ته راګرځي. په څو زرو هغو انسانانو چې مرګ ته په نږدې حالت کې وو، څیړنې شوي دي. او تر مرګ مخکې ترې په خاص ډول معلومات اخیستل شوي دي چې دوی یوازې د دوه شیانو افسوس کړی دی:

- کاشکي له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ډیر وخت تیر کړی وای او مینه یې ورسره کړې وای، او

- کاشکې له نورو انسانانو او بیوزلو سره یې لا زیاته مرسته کړې وای.

زما په نظر په انسانانو کې باید دا تعلیم عام شي، چې دوی خیرخواه دي او یو له بل سره دې د خیر او ښېګڼې په کارونو کې مرسته او همکاري وکړي. انسان ته دا ذهنیت ورکول چې شریر موجود دی، په ده کې شریرتوب زیاتوي او باید دا کار ونه شي.

-----------

Dr. Mohammad Ibrahim Shinwari

26.04.2022

-
بېرته شاته