(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اختر په مناسبت

[02.May.2022 - 12:28]

د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پېغام :

 

 ټولو مسلمانانو په خصوصي توګه د دنيا په ګوټ ګوټ کې ميشت پښتنو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايو . خدای د وکړي چې دا اختر د پښتنو افغانانو په خاوره تپل شوی دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي , او په لر او بر افغان وطن کې د تلپاتې سولې، امن او ثبات په هيله يو.

 

 د خپل وطن لپاره د امن غوښتلو په جرم کې نيول شوي زمونږ بندي ملګرو د پي ټی ايم مخکښ مشر علی وزير، قاضی طاهر، حنيف پښتين ، اويس ابدال ، فهيم وزير او د دوي کورنيو ته د اختر مبارکي وايو .

 

  راځئ چې د ارمان لوني ،عارف وزير ،عثمان کاکړ او د خړ کمر ، وانا ،چمن او د وطن د نورو ټولو شهيدانو لپاره دعا وکړو چي د ظلم پر وړاندې مبارزه کې يې خپل ژوند قرباني کړي دي .

 

 زمونږ دعاګانې په افغانستان کې د دې تپل شوې جګړې د قربانيانو سره هم دي . په ځانګړي توګه د هغو کورنيو ته تسليت وايو چي د روژې په مبارکه مياشت کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي .

 

  زموږ ځانګړې دعاګانې د لادرکه شوو خلکو او د هغوی کورنيو سره دي چې په غم او تکليف کې ژوند کوي .

 

 خدای د زموږ په وطن کې تل پاتې امن راولي .

 

 #اختر_مو_مبارک_شه

منظور پشتین

01.05.2022

-
بېرته شاته