(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل

[26.Apr.2022 - 20:15]

د کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون  چې  په سیمه کې ډیر مهم او پخوانی پوهنتون ګڼل کیږي  بنسټ يې  په 1931کښې کېښودل شوو،  په 1932 کال د طب پوهنځي په جوړېدو سره  پرانستل  شو.

په 1938 د حقوقو او سیاسي پوهنو  پوهنځی،  په1942 د ساینس پوهنځی، په  1944د ادبیاتو پوهنځی،  په1951  د حقوقو او شرعیاتو پوهنځی، په 1956 د زراعت او انجینرۍ پوهنځی، په1958  د اقتصاد پوهنځی،   په1959 د فارمسي پوهنځی او په 1966 د هنر پوهنځی جوړ شول.

په 1968 کال کې کابل پوهنتون 3860 پوهېدونکي /زده کړیالان (محصلین)او 641  استادان/ لکچرران / پروفیسران، لرل 

په 1979 کال کښې 8500 پوهېدونکي  ، 860 استادان او 440 اداري کارکوونکي لرل

په 2007 کال کښې 7000 پوهېدونکې او  1700 ښځېنه پوهېدونکو  او په 2021 کال کې کابل پوهنتون کښې  25000 پوهېدونکو زده کړې کولې 

 

د 1992 او 1996 کلونو په موده کښې د بېلابېلو جنګي ډلو له خوا د کابل پوهنتون ټول بنسټونه  ړنګ شول

 په 1996 کې دتالېبانو  د لومړۍ واکمنۍ   په وخت کښې د کابل پوهنتون رئیس مولوي پیرمحمد روحاني ویل، چې د اسلامي حقوقو له مخې د ښځو او نرو ګډه زده کړه یا ګډ سبق منع شوی دی نو لومړی پکار دي چې بیل بیل د پوهیدنې او روزنې امکانات برابر شي نو  ښځینه پوهېدونکو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شوه او  پوهنتون کې یوازې 300 استادان او 3000  پوهېدونکي  پاتې شول 

 په 2001 کال کې د افغانستان د سیاسي نظام له بدلون سره د  پوهنتون  بیا رغونه او پراختیا پیل شوه، د کمپیوټر ساینس، چاپیریال، مدیریت او عامه پالیسۍ پوهنځي پکښې هم جوړ شول  او د ساینس پوهنځی د ریاضي، فزیک، بیولوژی / بیولوژی، کیمیا/شیمي کیمیا په بېلو بېلو پوهنځیو وویشل شو.  

د 3000 نارینه او ښځینه زده کونکو لپاره د استوګنځای ( لیلیه) جوړه او د پوهنځیو شمېر 22 پوهنځیو او 101 ګروپونو ته لوړ شوو. د پوهېدونکو/زده کړیالانو او  زده کوونکو شمیر له 3000 څخه 25000 ته ورسېد.

د تالېبانو په دویېم وار واکمنۍ کښې لا تر اوسه د ښځو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

(نصیر ستوری)

Kabul University 

By: Nasir Stori

26.04.2022

سرچېنه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره

-
بېرته شاته