(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فضایي مخلوق

[25.Apr.2022 - 14:17]

فضایي مخلوق

لیک: توریالي نورزی

فضایي مخلوق یا پۀ انګلیسي ورتۀ Alien وایي، هر هغۀ ژوندي موجود تۀ وایي چې دِ ځمکې پۀ  اتوموسفیر پورې اړه ونلري دِ Alien مانا بېګانۀ یا پردی افاده کوي!

انسانان پۀ دِ باور لري چې ددې بې پایانۀ کائناتو پۀ ستوریو،سپوږمۍ،سیارو او کهکاشنونو کې حتمن الله(ج) زموږ پۀ شان نور موجودات هم پیدا کړي دي. او دِ دوی دِ پيدا کولو لپاره  انسانان تر فضا پورتۀ کیږي، بشریت دِ دوی پۀ پیدا کولو کې لالهاند منډې واهي؛ چې لیکنۀ رانۀ اوږده نشي لاندې ټکي ولؤلئ!

ایا اېلین یا فضایي مخلوقات پۀ ریښتیا  شتون لري؟

ددې پوښتنې دِ ځواب لپاره هم دِ قران او هم دِ ساینس لۀ نظره ورتۀ ګورو!

لومړۍ ساینس دِ فضایي مخلوقاتو پۀ باره کې څۀ وایي!

1: دِ اسمان لړزه!

دغۀ پېښۀ لۀ تعجب څخه ډکۀ پېښه وه، پۀ 2015 م کال دې مۍ میاشتې پۀ 31مه پۀ سینګاپور،اېنګلېنډ،کاناډا،دوبۍ،اوکراین او ځینو نورو هېوادونو کې یو ډول تېز وحشتناک اوزاونۀ لۀ اسمان څخه خپاره شول چې پۀ ډېرې چټکۍ سره بېرتۀ ورک شول, دغۀ موضوع دِ خبرونو سرټکي وګرځیده چې پۀ غالېب ګومان دا دِ فضایي موجوداتو کومۀ UFO یا فضایي بېړۍ وه چې دوی پکې شیان یا بل څۀ انتقالول. دغۀ اوازونۀ دِ اسمان لۀ ډېرې لوړې نقطې راتلل او خلک یې ډېر ورخطا کړي وو تاسو یې پر ګوګل ویډیوګانې هم کتلی شئ خو کوم ځانګړي څیزونۀ نۀ پکې لیدل کیږي؛ ځکۀ دِ ساینسپوهانو لۀ نظره دِ دوی UFO ډېره لوړه دِ پرواز پۀ حال کې وه او سرعت یې هم لوړ ؤ چې دا پېښۀ ډېر ژر تر سره شوه. ورتۀ پېښې پۀ اسټرالیا کې هم څو ځلۀ تکرار شوي خو لا یې هم درک نۀ دی لږیدلی چې دا اوازونۀ څنګۀ او لۀ کومۀ راځي خو ساینسپوهانو دومره درک کړي چې دا اوازونۀ دِ یوې بلې ناپېژنده سیارې دِ فضایي بېړۍ دي چې زموږ رادارونۀ يې پۀ پېژندلو کې پاتې راغلي یعنې دوی لۀ موږ څخه ډېره نااشنا او پرمختللي ټېکنالوجي کاروي.

2: دِ مصر اهرامونۀ چا جوړ کړل؟

دا اهرامونۀ لۀ نن څخۀ 4580 کالۀ مخکې جوړ شوي دي چې پۀ اوسط ډول 146 متره جګوالی لري. ددغو اهرامونو وزن شپږ میلیونۀ ټنۀ دی او تر ټولو غټۀ ډبره دِ پاچا دِ صالون لپاره کارول شوي ده چې وزن یې 80 ټنۀ یا اتیا زره کیلو دی او لۀ 800 کیلو متره لېرې سیمې (اسوان) څخه راوړل شوي ده.

د دغۀ اهرامونو هره عادي ډبره لۀ دوه څخه تر اوو ټنو پورې وزن لري یعنې لۀ 2000 څخه تر 7000 کیلو ګرامو پورې وزن لري.

اوس تاسو فکر وکړئ ایا لۀ نن څخه 4580 کالۀ مخکې داسې آله وه چې اوه یا اتیا ټنۀ تیږه لۀ دومره لېرې ځایۀ انتقال کړي؟ 

نو دا واضخۀ ده چې دغۀ کار یو بل مخلوق کړی چې لۀ موږ څخه ډېر پرمختللی دی او دِ اوسنۍ نړۍ پوهان دا مخلوق فضایي مخلوق بولي دِ یادونې وړ ده چې 42 سلنۀ خلک ددې خبرې سره موافق دي باقي 58 ورسره همغږي نۀ دي چې لۀ دوی څخه ډېر یې مذهبي خلک دي.

3: که تاسې دژمی په شپو کې دِ مصر اهرامونو ته وګورئ، درې ستوري د ان لیمه، منتیکا، النتیکا په نومونو پۀ دقیق ډول دِ مصر دِ اهرامونو پۀ سر دِ هر یو دِ پاسۀ واقع دی.

څنګه 4580 کاله پخوا بشر دِ جغرافیې په علم دومره دقیق پوهېده؟

جالېبۀ لا دا ده چې دِ مصر اهرامونۀ پۀ دښتۀ کې واقع دي او مصر ډېر ګرم هېواد دی خو دلتۀ دِ اهرامونو دِ ننۀ دِ تودوخې درجۀ 20 سانتي ګرېډ ده. چې دا ډېر جالېبۀ او عجیبۀ ده.

4: ایا فضايي مخلوقات پۀ سپوږمۍ کې دي؟

پۀ 1871م کال کې دِ امریکا فضایي څېړنو ادارې دِ اپالو 15 (Apollo15)  ماموریت چې ډېوېډ سکاټ او جېمېز ارون دوه ساینسپوهانو پر مخ وړ دِ سپوږمۍ پر سطخه یو ناآشنا قبر ولیده خو بدبختانۀ چې دوی پرې څېړنې نۀ دي کړي او دا ماموریت بریالی شوی نۀ دی؛ خو ساینسپوهانو دا قبر دِ فضایي مخلوقاتو بللی چې شاید دا یې دِ استوګنې دایمي ځای وي او یا دوی هم دِ انسانانو پۀ شان دِ څېړنو لپاره سپوږمۍ تۀ راغلي وي.

5:ایا فضایي مخلوقات پۀ مریخ کې شتون لري؟

دِ امریکا 45 سلنۀ خلک دِ فضایي موجوداتو شتون پۀ مریخ کې ښایي، اېلن ماسک هم دِ دوی شتوم پۀ مریخ کې تائید کړی. د ناسا کارکوونکي وایې چې د مریخ څخه داسې شواهد لري چې هلته وچ سمندرونه، منرالونه او میتان شتون لري، نو ددې څخه ثابیتیږي چې فضایي/ بیګانه مخلوق شاید پۀ مریخ کې شتون ولري.

همدا شان یو امریکایي  پیلوټ دِ فېبرورۍ پۀ 31مۀ ادعا کړي چې یو نااشنا شی دده دِ الوتکې 36زر فوټۀ دِ پاسۀ یې الوتنه کولۀ لیدلی دی. دی وایي چې ډېره چټکۀ الوتنۀ یې کولۀ، کلۀ چې دده پر دغۀ خبره ناسا څېړنې پیل کړې نو ثابتۀ شوه چې دغۀ خبره ریښتیا ده خو دا چې دغۀ UFO یا دِ فضایي مخلوقاتو بېړۍ وه یا نۀ او چېرې تللي پۀ پیدا کولو کې یې ناکام شوي .ورتۀ پېښۀ پۀ ترکیه استانبول ښار کې هم تکرار شوي. دغۀ پېښو تۀ پۀ کتو سره ناسا  زیاتوي چې فضايي مخلوقات زموږ څخه پۀ ټېکنالوجۍ کې مخکې دي ځکۀ زموږ ټول سیستمونۀ دِ دغۀ بېړۍ پۀ پیدا کولو کې پاتې راغلي؛ دِ ناسا زیاتې تخصصي الوتکې اوس پۀ مریخ کې دِ څېړنې پۀ حال کې دي، دِ پوهانو پۀ اند زیات نور شواهد هم دِ فضایي مخلوقاتو پۀ باره پیدا شوي خو دِ ناسا لۀ لوري پټ ساتل شوي دا چې ولې؛ خدای خبر دی.

دِ قرانکریم لۀ نظره دِ فضایي موجوداتو شتون!

الله ج دِ هر خلقت شوي مخلوق یادونۀ پۀ قران شریف کې کړي چې ځینې یې مخفي او ځینې یې ښکاره دي. دا کې موږ هېڅ شک نۀ لرو چې کائنات لوی جوړ شوي دي انسان یوازې 5 فیصده دِ الله(ج )جوړ شوي کائنات پېژني نور باقي دِ انسان لۀ وسۀ تر اوسۀ پوره نۀ ده چې دِ خدای(ج )پیدا کړي مخلوقات وپېژني؛

په سورت ص 72 ایت کې الله(ج) فرمایي:

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بٰطِلًا 

ژباړه:موږ آسمان، ځمکه او دا دنیا چې دِ هغې  په منځ کې ده بابيزه نه ده پیدا کړي

همدارنګه نور داسې آیاتونه...لکۀ سورت فاتحه

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ

ژباړه: ثناء او صفت یوازې دِ الله لره چې دِ ټولو کائناتو پالوونکی دی.

کۀ پورتني ایت تۀ فکر وکړو دلتۀ دِ ټول کائنات یادونۀ شوي او پالوونکی یې هم الله(ج)دی، یعنې یوازې موږ نۀ یو بلکې پۀ کائناتو کې دِ نورو موجوداتو شتون هم تائیدوي.

همدارنګه په سورت النحل 8 نمبر أیت کې فرمایي

 وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ

ژباړه: الله (ج) هغه نور شیان پیدا کوي چې تاسو پرې قادر نۀ یاست.

همدا ډول په سورت الشورا 72 ایت کې فرمایي

وَمِنْ ءَايٰتِهِۦ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَآبَّةٍ ۚ وَهُوَ عَلٰى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَآءُ قَدِيرٌ

ترجمه: دِ هغۀ لۀ نښانو څخه دي د آسمانونو او ځمکې پیدایښت او دغه ساکښ مخلوقات دي چې هغه په دِ دواړو کې خپاره کړي دي. هغۀ چې هر کله یې سره یو ځای کولی یې شي.

پۀ دِ ایت کې ښکاره ویل شوي چې دِ ځمکې پۀ څېر نور کائنات هم شتون لري چې ژوندي موجودات پکې ژوند کوي.

دا چې څۀ ډول دي لۀ څۀ شي جوړ شوي پۀ هغې الله (ج) قادر او خبر دی. تاسو کیدای شي چې ووایئ هغۀ بۀ مرغان وي ځکۀ هغۀ هم  دِ ځمکې او اسمان ترمنځ راځي خو الله (ج) دِ هغوی یادونۀ جلا او دِ مخلوقاتو یادونۀ جلا کړي.

سورت النور 41 نمبر ایت:

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صٰٓفّٰتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُۥ وَتَسْبِيحَهُۥ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ 

ژباړه: آیا نه وینئ هغه ټول مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي او هغه الوتونکي چې دِ وزرونو پۀ غوړولو الوزي الله په پاکۍ سره ستایي هر یو د خپل لمانځه ثناء ستاینې کړنلاره پېژني او دوی ټول چې څۀ کوي الله پرې پوهیږي.

کیدای شي تاسو تۀ دا پوښتنۀ هم پیدا شي چې پۀ اسمانونو کې خو ملایکې هم ژوند کوي خو دِ هغې یادونۀ جلا شوي.

سورت النحل آیت نمبر 49: 

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الْأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلٰٓئِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ

ژباړه: پۀ اسمانونو هم ځمکې کې چې هر څومره خوځنده مخلوقات دي او هر څومره فریښتې چې دي، الله(ج) تۀ سر پۀ سجده دي.

اوس سوال دا پیدا کیږي چې آیا دا مخلوقات به دِ انسان په څېر لایقه وي؟

 الله(ج)په سورت النمل آیت نمبر 65 کې فرمایي:

قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

ژباړه: دوی تۀ ووایه چې پۀ آسمانونو او ځمکه کې هېڅوک دِ الله پرتۀ په غیبونو خبر نۀ دي. او هغوی نۀ پوهیږي چې څۀ وخت بۀ راپاڅول کیږي

 
-
بېرته شاته