(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کیسه خانې

[25.Apr.2022 - 13:43]

د کیسه خانې ترمې ترمې شهيدان  .

23 اپرېل 1930

    ليک : مولانا خانزېب.

د ازادۍ نتيجه ګوره اوس دې قام ورکوي

ژبه،پښتو ،پښتونولي، د پښتون نام ورکوي.

(عبد الاکبر خان اکبر)

                                  

د يورپ سيالګري قيسه خانه د پښتنو په ،پېرس ، ېادوي دا هم وائي چې چا پېښور اوليدو او قيسه خانه ئې اونه ليده نو د هيڅ نه دي ليدلي خو دا رومانوي تصورات د قيسه خانې په اړه هغه وخت وو چې د محله جنګې په خؤا کښې به د قيسه خانې په مېنځ کښې د ،باړې د رود ، خوږې اوبه بېدلې خلک به د اوبو په غاړه ناست وو د مېنځنې ايشيا پورې به تجارتي جوپې راتللې ټوله شپه به قيسې کېدلې او کاوې به څښکل شوې اوس قيسه خانه هغه قيسه خانه نه ده بلکې د ګاړو لوګو او د تمدني زغل ارتقاء د بې ډوله ودانو په شکل کښې هغه ټول تصورات د مېنځه وړل شوي دي .

 کله چې قيسه خانې ته لاړ شې نو د شهيدانو ېو ېادګار په نظر راځي ددغه ېادګار شاته د پښتنو د ازادۍ لپاره د توي شوې وينې ېو لوئي داستان پروت دې !

 پدې بازار کښې یواځې د جوپو والا قيسې نه! بلکښې د ازادۍ په خاطر دپښتنو د شيندل شوؤ سرونو قيسې هم خخښې دي.

په ۲۳ د اپرېل ۱۹۳۰ کښې پيرنګي په پېښور قيسه خانه بازار کښې په تش لاس پښتنو دوه ګنټۍ نېغ په نېغه ډزې اوکړې چې په نتيجه کښې د څلورو سوو پورې پښتانه اووژل شو په وژل شوو ژوبل شوو کښې  د ازادۍ په مبارزینو کښې ډېر هندوان مبارزين هم شامل وو ترپينځه سوه ژوبل د ډېرو خلکو مړي پيرنګي ورک کړل او په اټک کښې په ،اباسين ،لاهو کړل اباسین ته مړي ددې لپاره اچول شوي وو چې ېو د مړو شمېر کم اوښودل شي بل د اولس د اشتعال او قهر نه د ځان ژغورنې لپاره داسې کول شو چې د ېو ظلم پټولو لپاره بل ظلم روا کړې شو.

 دا ناتار د پښتنو په سرونو د پيرنګي په دوه سوه کاله واکمنې باندې د تل لپاره ېو تور داغ دې په قيسه خانه کښې به تاسو د بازار په مېنځ کښې اوس هم ېو ،ېادګار ،وينې چې دا ددې خبرې ثبوت دې چې د پيرنګي په ضد د ،اوچې وړې ، په آزادې کښې د ټولو نه زېاته برخه پښتنو د زندانونو او خپلې وينې قرباني ورکړې دغه ېادګار په ړومبي ځل د قيسه خانې ېو روزګاري  ، عاشق حسېن فروټ مرچنټ ،دوه ورځې پس جوړ کړې وو دغه ېادګار بېرته د شپې پيرنګېانو وران کړو  خو  بېا وخت په وخت د نواجوانان بهارت سبها له خؤا تازه کړې شوې اوسنې ېادګار د پېښور مئېر ،سعيد خان ،جوړ کړې . .

ددې پېښې حقيقت دا وو چې په هندوستان کښې ګاندهي جي په مارچ ۱۹۳۰ کښې د ،سول نافرمانې ، غږ پورته کړو او خپله مالګه جوړولو اعلان ئې اوکړو او د مالګې د ټېکس ورکولو نه ئې هم انکار اوکړو په هغه وخت کښې مالګه به د حکومت د ،این او سي ،نه پغېر نه جوړېده   په پښتونخوا کښې ،پراونشل کانګرس کمېټې ، د اپرېل په دوئمه اونې کښې  د مالګې جوړولو پرېکړه اوکړه او په درويشتم د اپرېل د شراب خانو مخې ته د ېو لوئي جلوس سره د ،پکټنګ کولو هم .

 په زرګونو خلک دلته راغونډ شوې وو علي ګل خان به د پبو نه د مالګې کچه خاوره راوړه او ، توله توله ، پونړې به خلکو په سل سل او دوه دوه سوه روپۍ اخيستې  د کانګرس کمېټې ته باچا خان اووئل چې مونږ په اتمانزو کښې په اتهلسم اپرېل ېو دوه ورځنې ،کسان کانفرنس،  جوړوو تر هغې صبر اوکړئ او دغه غونډه راسره په شريکه کامېاب کړئ هغې د باچاخان خبره اومنله او په شلم تاريخ د شراب خانو په ضد خپل غبرګون ئې اوځنډولو. په اتمانزو کښې د خدائې خذمتګارو او افغان جرګې له اړخه پدغه غونډه کښې په لوئي شمېر په زرګونو خلکو ګډون اوکړو او په پښتنو کښې د ازادۍ په اړه ېو نوې جذبه پېدا شوه ددغه جلسې نه پس په پيرنګېانو ېو ېره خوره شوه .

د جمهوريت مجلې مدير مولانا خان مير هلالي وائي ! چې زه د درويشتم اپرېل په جلوس کښې وومه دې وائي چې په اتمانزو کښې باچاخان کمه لويه انقلابي جلسه اوکړه څه اتيا زره خلکو پکښې ګډون اوکړو د جلسې په آخر کښې په درويشتم اپرېل د قيسه خانې په غونډه کښې د پښتنو نه ګډون خواست اوکړې شو هم ددغه اعلان نه پس په پيرنګېانو سخته شوه .

د کانګرس کمېټې او د ،بهارت سبها ،ځوانانو د سول نافرمانې په ضد پيرنګي غبرګون ښکاره کړو او په ۲۳  اپرېل په شپه ځائې په ځائې دخلکو نيول  پېل کړل . باچاخان چې کله په شلم د اپرېل د خپلې غونډې نه اوزګار شو په ېويشتم اپرېل ئې مېلمانه په مخه ښه کړل نو د درويشتم اپرېل په سحر وختي د خپلو مرګرو ، حاجي شاهنواز خان ، مېا احمد شاه ، عبد الاکبر خان اکبر ، او ،سرفراز خان ، سره پېښور ته راروان شو ځکه چې د پېښور د کانګرس کمېټې او نورو خلکو ورته بلنه ورکړې وه  د ،ناقې ،په مقام پيرنګېانو باچاخان اونيولو باچا خان تې وارنټ اوغوښتو ددغه پوليسو سره وارنټ نه وو خو لږ وخت پس نور پوليس رالل او هغوئي ورته وارنټ اوښودو ددغه ځاېه باچا خان رسالپور. چهاوڼې ته بوتلې شو د سرحدي قانون د څلوېښتمې مادې لاندې ئې درې کاله ،بند ، ورته واورولو او سره د نورو مرګرو ئې د پنجاپ ،ګجرات زندان ،ته واستوو .

د باچا خان په نيولو چې خلک خبر شو نو په خلکو کښې  ډېر قار او غصه راپارېدله . کاکاجي صنوبر حسېن پدغه وخت کښې د ،بهارت سبها ، د ځوانو په ډله کښې وو د نيولو په شپه هغه ځان د ،ارباب عبد الرؤف ،په بالا خانه کښې بچ کړې وو څه کال پس بيا کاکاجي د قبائلي سيمو په لور تلې وو.

مولانا عبد الرحیم پوپلزۍ چې دغه وخت د نواجوانان بهارت سبها صدر وو خو ، علي ګل خان ، رحيم بخش غزنوي ، عبد الرحمن ريا ، اچرم رام کپور ، روشن لال ، لالا پيړا خان ، اونيول شو او د کانګرس پراونشل کمېټې ، دوه غړي ، غلام رباني سیهټي ، او الله بخش برقي ،  د شپې د نيولو نه بچ شوي وو په ۲۳ د اپرېل چې کله دغه دوه کسان د ،پراونشل کانګرس کمېټې ،دفتر ګهنټه ګهر پېښور کښې وو نو پوليسو اونيول او د ځان سره ئې د کابلې تانړې په لور لاس تړلي راروان کړل د کابلې تانړه هم د هغه دروازې سره نزدې ده چې پیښور له پخوانېو شپاړسو دروازو نه ېوه  دروازه ده. د انګرېزانو په زمانه کښې دغې دروازې ته  ،،ایډورډ ګېټ ،، هم وائل کېده. وخت په وخت د دغو دروازو د سینګارېدو چاري په مخ وړل شوي دي. کابلۍ دروازه د خیبر بازار او قيسه خوانۍ په منځ کښې اوس په نوي بنړه موجوده ده. دا دوه کسان چې خلکو اوليدل نو خلک سخت راپارېدل د پوليسو د ګاړي ټائرونو ئې تش کړل او پوليسو ته ئې اوئيل چې دا خلک دلته پرېدې پخپله به تهانړې ته درځي پوليسو ځان خلاص کړو او دغه دوه کسان سره د جلوس نه کابلې تانړې ته روان شو چې کابلې دروازې ته جلوس راورسېدل نو پدغه ځائې کښې په لږ وخت کښې څه شل زره خلک راغونډ شوي وو خلکو جذباتي نعرې به لږولې پدغه جلوس کښې د خدائې خذمتګارو د غړو سره د کانګرس کمېټې ،بهارت سبها ځوانان ،او په لوئي شمېر کښې عام پښتانه شامل شو چې د هندوانو او سيکهانو ځوانانو هم پکښې ګڼ شمېر وو .

په جلوس کښې خدائې خذمتګارو وګړو به خلکو ته بېا بېا وائل چې هيڅ قسمه تشدد به څوک نه کوي مونږ د تشدد خلک نه يو . پوليسو چې د خلکو دا ګنړه اوليده نو پوځ ئې راوغوښت پوځ چې کله رارسېدو نو ړومبې ګاړې تېز روان وو او ډرائېور د تهانړې د دروازې سره په جلوس کښې په ېو هندو ځوان ، لاله وسوند دهي رام ، باندې دپاسه وروخېژؤو په ځائې مړ کړو خلک نور هم په غصه شو پدې وخت کښې ېو پوځي په ،موټر سائېکل ،سور راروان وو چې په جلوس کښې ېو کس چې د ښار بدماش وو ، پالوان عبد الرحمان ماني ، په تبر وشلولو  علاؤ الدين نوم ئې کس موټر سائېکل ته سره د مړي اور اولږولو ددې سره لانجه جوړه شوه او پيرنګي پوځ نېغ په نېغه په عامو خلکو ډزې پېل کړې د پيرنګي پوځ دا ګمان وو چې خلک به اوتښتي خو پښتانه سره د ډزو نه پشا کېدل  .

دا ډزې په ېوولس بجې شروع شوې او تر درې بجو پورې مسلسل روانې وې په بازار او کوڅو کښې هم ځائې په ځائې خلک ويشتل شو او په هرلور مړي او ژوبل خلک پراته وو او وينې بېدلې ټوله قيسه خانه د پښتنو په وينو سره شوه .

په دوېمه ورځ پيرنګي پوځ د هندوستان ،ګهړېال ، پوځيانو ته واک ورکولو خو هغې د واک اخيستو نه انکار اوکړو د هغې مشر ،رانا چندر سنګھ، اوائل مونږ خپل خلک نشو وژلې ددغه پوځېانو نه وسله واخيستل شوه   او درې ورځې پس هندوستان ته ستانه کړې شو چې کله د پېښور نه روانېدل نو د ،بهارت سبها ،ځوانانو له خؤا په قيسه خانه کښې ېو غټه غونډه اوشوه چې څه څلوېښت زره خلکو پکښې ګډون درلود او شهيدانو او دغه پوځېانو ته ئې پېرزونې وړاندې کړې  دغه پوځېانو  په هندوستان کښې لس لس او شل کاله زنداني کړې شو . ولي خان وائي د ازادۍ نه پس دغه پوځېانو کښې ځنې کسان ما  په هندوستان کښې اوليدل چې د هند حکومت ورته د ستائنې مېډالونه هم ورکړي وو او پخپله دغه پرېکړه ئې وېاړ کوو . د قيسه خانې دې پېښې په نړې والا توګه پيرنګېان سخت بدنام کړل په ټوله پښتونخوا او قبائلي سيمو کښې هم په خلکو کښې سخت غبرګون خور شو او د حاجي صېب ترنګزئې په مشرۍ کښې د شب قدر ډېرې په پوځي قلا ېو لوئي جنګ اوکړو چې د پيرنګي جنګي الوتکو پکښې تر ګنډاو پورې هم بمباري اوکړه د ترنګزو باباجي لښکر په دولسم جون باندې خور شو .

دغه راز په ټوله پښتونخوا کښې ددې پېښې نه پس د پيرنګېانو په ضد د اپريدو او وزيرستان پورې جګړې جوړې شوې.

په دېرشم د مئي د ،پنځکوړۍ سيند ،په غاړه د ملاکنډ نه تر د باجوړ د اتمانخېلو پورې د قيسه خانې د پېښې په ضد ېوه لوېه جرګه اوشوه د جون په مياشت کښې د اتمانخېلو لښکر د چارسدې تنګي پورې اورسېدو د پيرنګېانو جنګي الوتکو دلته بمباري په لښکر اوکړه خو لښکر د خورېدو په ځائې ځان د ،جيندي ،په غاړو کښې سمبال کړو او څه وخت پس خور شو د اتمانخېلو د لښکر ماتولو لپاره ډېر سيمه ايز ملکان پيرنګي د ځان سره په لار کړي وو څه وخت پس د جولائي په میاشت کښې د اتمانخېلو لښکر ېو ځل بيا د ،الينګار فقير ،په مشرۍ کښې د جيندي د غاړو مورچو ته اورسېدو پيرنګېانو د ، کرنل سکاټ ،په قومنده کښې لوئي پوځ تنګي ته رولېږو دلته لوئي جنګ اوشو او په لوئي شمېر پکښې خلک مړه او ژوبل شو ددغه جنګ نه پس بيا لښکر خور شو.

  د پيرنګي په سرکاري رپورټ کښې د قيسه خانې ددغه ورځې مړي صرف شل ښودل شوي او ددغه پېښې پړه په خلکو اچول شوې چې دوئي د حکومت په ضد انتشار جوړلو د نوجوانان بهارت سبها ئې د روس ايجنټان بللي خو حقيقت دا دې چې مړي د څلور سوه نه هم ډېر وو ډېرو خلکو ته خپل مړي ورنه کړې شو او د شپې د شپې اباسين ته اوغورځول شو  هم پدغه مړو کښې څه اتهه دېرش مړي په جرنېلې ،ليډي ريډنک روغتون ،کښې خخ دي او څه څلوېښت ګامه دننه ښي اړخ ته دغه شهيدان په روغتون کښې اوس هم خخ دي  خو داسې اندازه ده چې پدغه قبرونو کښې ډېر خلک خخ کړې شوي څه څليرشت مړي چې ېو پکښې زنانه هم وه د خواشا کلو زنانو وړي وو او ځائې په ځائې خخ کړي وو  . پدغه مړو خلکو کښې چې کم ښکاره کسان مړه وو نو هغه اووه پنځوس کسان وو چې د هغې نومونه څرګند دي او نور نامالومه کړې شو .

د کانګرس غړو څه مړي په محله خداد څه د خپل دفتر او څه په ،منډي بيري خواشا جماتونو  ،او ، موچي پوره ،کښې خخ کړل څه مړي په بار اديرو کښې او څه د هندوانو مړي په اور کښې هم سوزول شوي وو

مولانا عبد الرحیم پوپلزئې او رحيم بخش غزنوي د نهه کاله لپاره زندان ته اولېږل شو سردار عبد الرب نشتر ، پير بخش خان ، عبد العزيز خوشباش ، الله بخش یوسفي ، سردار کاهن سنګ ، امير چند رنګين ، سردار ملاپ سنګ ، اچرم رام ، مهاشه کرشن ، مفتي مير احمد ، عثمان نسواري ډاګټر ګېلاني او ګڼ شمېر سېاسي فعالان زندان ته واستول شو . دغه راز په لوئي کچ خدائي خذمتګار اونيول شو د عبد الاکبر خان اکبر د وېنا ترمخه صرف درې نيم زره خدائي خذمتګار د بالا حصار په زندان  کښې پراته وو او سنټرل جېل هم د خلکو نه ډک کړې شوې وو

د قيسه خانې  ،بابړې ، او د افغانستان څلوېښت کلن ناورين په شان  پېښې ددې جوګه دي چې دا دې د پښتو ادب د لارې د ،نړۍ وال ادب ، په ډګر کښې ځائې کړې شي ددې سره سره د نصاب تعليم برخه دې کړې شي په نصاب کښې دا حقيقتونه پټول په حقيقت کښې د اولس نه خپل تاريخ پټول دي بائد چې د پښتنو سياست مدار دا ډول پیښې د خپل نصاب تعليم برخه کړي د نصاب تعليم نه خپل تاريخ او اتلان بار کولو هڅه د پيرنګي نه پس د پاکستان واکمنو هم دوام داره ساتلې دوئې د پاکستانيت په نامه د جعلي قاميت لپاره هڅه کوي چې په نتيجه کښې د محکوم قامونو تاريخ د مېنځه وړلو سره د هغوئې د وسائلو چور تالان ته د ېو خاص طبقې لاس رسی جوړول دي قاميت فطري اکائي ده دا چرې هم په تپل شوو ډسکورسونو نه جوړېږي.

سرچينې.

 

په آزادې کښې د پښتنو برخه. عبد الاکبر خان اکبر.

 زما ژوند او جدوجهد . باچا خان.

باچا خان . فارغ بخاري.

باچا خان او خدائي خذمتګاري . ولي خان.

خدائي خذمتګار. احمد کاکا .

تاريخ خیبر پښتونخوا. محمد شفيع صابر.

.......................................

 

 

 

 

 

«۲۳ اپریل د کیسه خوانۍ د شهیدانو ورځ»

 وکاس اېسپزی

موږ د ازادۍ په جدوجهد کې پخپلو شهیدانو او مبارزینو ویاړو او روحونو ته د عقیدت پیرزونې وړتندې کوؤ ـ ـ ـ

 

د کیسه خوانۍ مالوم شهیدان:

 

1. بابو عبدالصمد خان «محله نوبجوړي, د پي ډبليو ډې ملازم»

2. عبدالحکيم خان «نانبائي، پېښور»

3. محمد عثمان «د پلار نوم نظام الدين سبزي خرڅونکی پېښور»

4. سردار رکها سنګھ «چکه ګلۍ پېښور» 

5. اکرم خان «زوی د غٖفور خان، سواتي محله پېښور»

6. موتي لال «سراسيه پېښور»

7. فضل رحمان «زوی د داود، ملنګان پېښور»

8. نزېر احمد «د شپږم جماعت زده کونکی، پېښور»

9. عبدالجليل «زوی د داود، محله جټا پېښور»

10. ولي محمد «زوی د جمعه خان، هوتي مردان»

11. ملنګ شاه «زوی د احمد شاه، محله ککړا پېښور»

12. قمر ګل «زوی د خان ګل، ګلاب خانه پېښور»

13. سوبهـ سنګھ «هوتي مردان»

14. جوګندرا لال «بنو»

15. سدهېر کشن «چکه ګلي پېښور»

16. کرشن چندر «نوښار کلان» 

17. اوتار سنګھ «شربت خرڅونکی»

18. مظفرعلي «مسافر»

19. شاد محمد «مسافر»

20. افسرعلي شاه «مسافر»

21. عبدالحميد «زوی د رحيم بخش، ګلاب خانه پېښور»

22. پيرمحمد «زوی د محمد زرين، ګلاب خانه پېښور»

23. محمد عالم «زوی د فضل نور، پېښور»

24. ګل محمد «زوی د غلام جېلاني، پېښور»

25. صفدر «زوی د جمال، کچه وړۍ»

26. مستقيم «ککړا پېښور»

27. عبدالله جان «مسافر»

28. پهلوان ګل «مسافر»

29. ګل رحمان «زوی د شير دل ۔ ککړا پېښور»

30. ګل خان «نمک منډي پېښور»

31. محمد اشرف «نمک منډي پېښور»

32. غلام جان «زوی د جمعه خان، شېخان پېښور»

33. مياں داود «هزار خوانۍ پېښور»

34. رمضان «نمک منډي پېښور»

35. فضل دين «زوی د محمد بخش, ضلع هزاره» 

36. محمد افضل «مسافر»

37. فضل محمد «زوی د نور محمد، پېښور»

38. اغه محمد «زوی د عمر بخش، ډبګرۍ پېښور»

39. محمدالدين «پېښور»

40. دلاور «مسافر»

41. اکرم «مسافر»

42. غفور «هزار خوانۍ پېښور»

43. زاهد الله «نامعلوم»

44. کريم شاه «زوی د داود شاه، پېښور»

45. مداح «پېښور»

46. عبدالاحد «زوی د ګل محمد، چکله پېښور»

47. فقير محمد «پېښور»

48. عبدالغفار «ګنج پېښور»

49. داد ګل «سوړېزی پېښور»

50. ملنګ «ګنج پېښور»

51. شاه افضل «پېښور»

52. سيد محمد «پنډي ګېپ»

53. سواتي خان «مسافر»

54. مستقيم «اچيني پايان پېښور»

55. رام چند «مسافر»

56. لالي سنګھ «مسافر»

57. بلونت سنګھ «پېښور»

-
بېرته شاته