(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کانګرس او برتش کتابتون

[25.Apr.2022 - 13:34]

کانګرس کتابتون برټش کتابتون او د پښتو نسخې

لیک: سمېع الدین ارمان

زما د ډېر وخت نه دا ارمان دے چې زۀ د نړۍ تاریخي کتابتونونو کښې د ژوند یوه موده وباسم. د برټش کتابتون په حقله د شماریاتي څېړنې ماهرین وایی چې کۀ یو سړے روزانه پنځۀ کتابونه په اوسط لوست ګوري نو محض د دې یو کتابتون ټول کلکشن کتلو لپاره ورته اتیازره کلونه عمر پکار دے!! 

زۀ د وړوکوالي نه د کتابونو منځ کښې رالوے شوم. زمونږ په کور کښې د تېرو پشتونو/نسلونو نه زۀ وینم ترټولو زیات وچت مقام کتاب ته حاصل دے. زما دواړه میاندې رسمي لوستلي نۀ دي خو د دې باوجود کتاب ته یو بېشانه احترام لري او د کتابونو د حفاظت په مد کښې حددرجې سنجیدګي او حساسیت لري. داجي مې نوټ کړے دے چې ترټولو زیات خوشاله هغه وخت وي چې زۀ یا رور خور مې نوے کتاب راوړو! د هر قسمه کتاب لپاره دا احترام یقیناً یو لوے نعمت دے. زمونږ په کور کښې د بېشتر ژبو بېشتر مذهبونو او بېشتر علمونو یوه ذخیره ده او زۀ دا د الله تعالی یو لوے نعمت ګڼم. ما چرته هم دا نۀ دي محسوس کړي چې ما د کوم دین یا کوم علم و فن په حواله یو بدنام ترین کتاب هم راوړي وي او دې ته هم احترام نۀ وي ورکړے شوے. د خپلو څېړنو ترسره کولو په مد کښې به پخوا زۀ د ډېر لوے اییډیل ازم ښکار وم، ترډېر حده اوس هم یم چې په یو فن یا علم دې لږ تر لږه امهات الکتب باید ولستل شي. خو کۀ دا غوښتنه څوک ټول په ټوله پوره کوي نو یقیناً دا یو عمر ورته ډېر لږ دے

د سفرونو دوران کښې ما هر نوے ښار کښې د کتابتون د کتلو هڅه خامخا کړې ده. زۀ چې د څېړنو مد کښې امریکا ته تللی وم نو د لایبرېري اف کانګرس د لیدلو ارمان واشنګټن ډي سي ته اورسولم. رحمان بونیري ته دې الله ډېر عمر روغ صحت او د زړۀ زور ورکړي، هغه مې مېزبان وۀ. د بونېري ټولو همکارانو لاساري مینه راکړې وه او بلها مېلمستیا یی راکړې وه. ما یی ډېر یاداشتونه لیکلي دي الله دې وکړي چې چاپ هم شي. واشنګټن کښې ډېر لرغونتونونو ته هم لاړو خو کانګرس لایبرېري کښې مو هم یوه روښانه ورځ تېره کړې وه

د کانګرس کتابتون د نړي ترټولو ستر کتابتون دے. د دې بڼست په کال اتلس سوَم کښې اېښودے شوے وۀ. اول اول کښې د دې مرام د اطلاعاتي معلوماتو شریکول و. دولس کاله پس دا کتابتون د پېرنګیانو په لاس تباه وبرباد شو. خو څلور کاله پس تهامس جېفرسن یوه غټه پنګه په دې کتابتون وپلورله او د دۀ د درجه بندۍ د سکیم مطابق دا کتابتون سنګهار کړے شو. په اتلس سوه او شپږشپېتم کښې اسمت سونین انسټیټیوټ خپله د رسالو او مجلو پنګه دې کتابتون ته ورکړه. د دې نه یو کال پس د پیټر فورس د امریکانا ذخیرې دې کتابتون ته یو نوے ژوند ورکړو. په کال اتلس سوه او اووۀ اویایم کښې چې کله کانګرس د کاپی رایټ قانون پاس کړو نو د دې مد کښې د هر چاپېدونکي کتاب دوه نسخې دلته جمع کول لازمي قانون وګرځېدو. دا هغه انقلابي قدم و چې تر ننه پرې د دوي شمله وچته ده. د یوې پېړۍ محنت او زیار نه پس د زیرک لایبرېرین هربرټ پټنم په شواخون دا یو قامي کتابتون وګرځېدو. دۀ د معذورانو او ړندو وګړو لپاره انقلابی پروسې پېل کړې. دا پروګرامونه کال دوه کښې دننه نورو ډېرو ایالتونو ته وغځېدل. او کانکرس کتابتون د کتابتونو یو مرکز وګرځېد

** دا مهال د کانګرس کتابتون کښې یو سل او یواویا ملیونه نسخې دي.

** دغه یادې نسخې د نړۍ په څلور سوه او اویا ژبو کښې دي

**. دې ذخیره کښې د قلمي نسخو/مېنیوسکرپټس تعداد څلور اویا ملیونه دے

**. په لکهونو قانوني دستاوېزات، نقشې، انځورونه، فلمونه او ریکارډ شوي تقریرونه/بحثونه د دې نه علاوه دي

**. دا مهال دې کتابتون کښې درې زره دوه سوه او دوه څلوېشت همکاران دي

**. د کانګرس کتابتون سالانه بجټ قریباً اووۀ نیم سوه ملیونه ډالره دے

**. په کال دوه زره او شلم کښې دوي شل ملیونه نسخې محض د معذورانو د لوست لپاره یو کال کښې ویشلي دي

**. یوسل او څلور شپېتۀ ملیونه ډیجیټل مواد هم د دې کتابتون د پنګې برخه ده

**. د کاپی رایټ د قانون مطابق هره ورځ دې کتابتون ته د لس زرو نه تر پنځلس زرو پورې نسخې جمع کیږي. دا ټولې د کانګرس د ریکارډ برخه خو جوړیږي خو په کانګرس کښې د پاتې کېدو لپاره د نسخې یو کوټلے اهلیت وضع دے. په زرګونو نسخې د دغه اهلیت د نۀ پوره کولو له وجې یوې بلې برخې ته حواله کیږي. د دې برخې په لکهونو نسخې د کانګرس د تعلیمي او کلتوري تبادلو پروګرامونو کښې ګرده نړۍ کښې ویړیا ویشلی کیږي

**. دې کتابتون کښې د برصغیر او د سهېلي اسیا د ګردو ژبو بېشماره نسخې خوندي دي

ما او رحمن بونېري د دې کتابتون فېلوشپ واغستو. زما د دوي د عملې سره تر دې دمه یوه رشته قایمه ده. کله چې مونږ د دوي عملې سره تعارف وکړو او د ممبرشب کارډ مو جوړولو نو مونږ ته یی ډېر زیات درناوے راکړے وۀ

دې کتابتون کښې د پښتو تاریخي او لرغونې نسخې هم شتون لري. زما د مذهبونو د څېړنې برخه کښې ما د دوي نه بلها استفاده کړې وه او دلته مې د رابطې په وجه ښۀ ښۀ ملګري جوړ شوی وو. یو ملګرے سېموېل هاکسن راسره اوس هم رابطه کوي چې د کانګرس د لاجسټسکس څانګه کښې یی ډېره موده کار کړے دے او نن سبا د برټس لاییریري یو پراجیکټ کښې لندن کښې مېشت دے. د دۀ په وساطت ما د پښتو ډېرې نسخې کتلي دي. او یاداشتونه مې یی هم ثبت کړي دي

اوس اوس دغه نسخو نه زیات ترې نسخې څۀ د کانګرس د ممبرز/کارډ لرونکیو لپاره او څۀ د عام اولس لپاره هم انلاین پرتې دي

د پېرنګیانو چې په دې سیمه کله باچاهي وه نو دوي به د هر قام د منتظمینو وګړیو ته د هغه قام ژبه ایزده کول لازم ګرځول. بیا د دې نه علاوه د مشنري ادارو یو جال/لړۍ د دوي په ټوله نړۍ کښې فعال و. دوي به په مقامي ژبو کښې ترجمې هم کولې. د اتلسمې پېړۍ اخري نیمایی کښې پېرنګیانو د انګرېزي/لاطیني/عبراني/یوناني ژبو نه پښتو ته اکثر مذهبي متون ترجمه کړي دي

زۀ دلته د کانګرس د پنګې نه په دوه د ترجمو نسخو اجمالي خبره کووم

 

۱. کتاب د نوى عهد، يعنى، د خداوند عيسى مسيح انجيل.

پښتو شوې له اصلى يونانى ژبي نه

د پاڼو شمېرهاووۀ سوه او نهۀ اویا مخونه 

فزیکل لوکېشن ایی ډي: BS315 .A35 1863

ډیجټل لوکېشن ایی ډي 

https://hdl.loc.gov/loc.amed/amedscd.2013420229

د چاپ کال: ۱۸۶۳ز 

د چاپ چارې:  Hertford : Printer Stephen Austin 

دا اداره په اولس سوه او اتۀ شپېتم کښې جوړه شوې وه او د  ډېر تاریخي دستاوېزات چاپ کړی دي

دا نسخه نن سبا ټول په ټوله انلاین پرته ده څۀ کلونه وړاندې پورې ورته د هر وګړي لاس ته رسنه نۀ وه. په دې نسخه د معمول برعکس هېڅ قسمه کومه مقدمه نیشته. د خوند خبره دا ده چې د دې د ضابطې پانې نه پس پاڼې باندې دا درج دي چې دا د اصلي یوناني متن نه ترجمه شوې نسخه ده

د مقدمې نیشتوالې یو علمي دیانت هم کېدے شي چې دوي په خپل اند کلام الاهي کښې انساني کلام نۀ شریکول غوشتل. بل دغه مودو کښې به د مقامي خلقو له اړخه په دا قسمه کارونو قتل و غارت او فساد کېدلو. دې ته به لامذهبیت او کفر یا د کفر تبلیغ ویلے کېدو. ترډېره حده روایتي پېرایه کښې دا خبره سوچه ریشتیا هم وه اګر کۀ علمي اساس دا دے چې یو سالک په لټون د اطمینان نه پس د نورو د حق د بیان د غېرتسلي بخش حېثیت نه پس د خپل ځان د حقانیت دعوی کول دي. خو د څېړنې وړ خبره ده چې د دې مترجم/مترجمان/ترجمه کونکي به خامخا معلوم وي باید هغه یاد شي

 

۲. دوېمه نسخه 

 

Injīl sharīf pah maʻrifat da muqaddas Yūḥannā : manẓūm Puṣhto maʻ tafsīr

انجیل شریف په معرفت د مقدس یوحنا، منظوم پشتو تفسیر 

د مخونو شمېره: دوه سوه څلیریشت پاڼې 

فزیکل لوکېشن ایی ډي: MLCLN 93/00249 (B)

ډیجیټل لوکېشن ایی ډي 

https://hdl.loc.gov/loc.amed/amedscd.79931645

http://hdl.loc.gov/loc.wdl/wdl.17767

د چاپ کال۱۹۳۹ز 

دچاپ چارې: د په لاهور کښې د ډېنش مردان پټهان مشن غړو چاپ کړې ده

دا نسخه په ډېرو لاملونو د څېړنې بلها خوندور امکانات لري. یو خو دغه "ډېنش پټان مشن مردان" یو علمي/تبلیغي/استعماري مد کښې د مذهب د پکارونې د ساینس یو موړ تاریخ دے. پښتنو سره منسلک دے. د مردان تاریخ او خصوصاً د هوتی خاندان د هلو ځلو رازونه ورکښې پټ دي. بل دې نسخه کښې تفسیر په حاشیه نثر کښې دے او د انجیل ایتونه په نظم کښې دي. د نظم ایتونه یادولو کښې اسان وي. مشنري کارونو کښې دا قسمه اړخ ډېر کارګر وي. دا ترجمه Jens Christensen (1899-1966) کرسټنسن کړې ده. دې بلا سړي په پښتنو او اسلام ډېر کار کړے دے. دا ترجمه دۀ د سوات د یو بل عالم فاضل ایم. کے تایب په توسط ترسره کړې ده. دا تایب صیب یو ډېر زیرک او لوستی شاعر ادیب وۀ، د پښتو نه علاوه نورې نړېوالې ژبې هم ورته ایزده وې. د دۀ زوے غني تایب زمونږ اېډورډز کالج کښې پروفېسر وۀ. ( د تایب صیب په باب له زۀ پوره بشپړه بله لیکنه کووم) تایب صیب د دې نسخې نه علاوه نورو ډېرو نسخو کښې هم د مستشرقینو مذهبي/ادبی/لساني رهنمایی کړې ده او دوي ورته زبردست علمي خراج تحسین هم وړاندې کړے دے

په دې نسخه پېل کښې یو پاڼه خبردارے هم شته او یوه مقدمه هم شتون لري

خبردارے داسې دے 

" خبردار شئ دا کلام د خدای پاک کلام دے. ځکه دا خبره یاده لرئ چې په ادب ساتل ستاسو زمه واري ده. بله خبره دا ده چې د دې کتاب نظم د متن په اصل باندې موقوف دے. نو کۀ په ځینې ځائې کښې سکته یا سهوه وینئ هغه معتف کړئ ولې هلته به د متن خاص خیال ساتلی شوی وي. کوم الفاظ چې د متن نه زیات یا د ناظم خپل دي هغه د فارسۍ په رسم ااخط لیکلی شوی دي. او د متن مطابق د ایتونو نمبرونه په انګرېزۍ هندسو کښې لیکلی دي. د تفسیر په حق کښې دا عرض دے چې هغه د مستند تفسیرونو په مطابق تیار شه او په ممکن کوشش د ثقیل او مشکل حل وشه او د پښتنو د ضرورت په موافق ولیکلی شو

سمیع الدین ارمان 

اریانا پېښور

-
بېرته شاته