(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کتاب

[25.Apr.2022 - 10:16]

 

کتاب 

 

په هغه جهان به خلاص وي له عذابه

چي دلې يې سروکار وي له کتابه

 

(خوشال نیکه)

 

یو کتاب په ټول سړبن کښ چا ؤ نۀ کۀ

بې رحمانه چې ېئ ؤکۀ دا کتــــاب

 

منورین خـــو یا کتاب خوري یا کتاب وخوړۀ

پښتو پۀ هغو ده ژوندۍ چې کتاب نۀ پېژني 

سائل

 

دا لکها زره کتابه, مونږه دا ټکے زده کړے

که تک تور يې هم ښیشته شي چې د یار د زنې خال شي 

 

غنې خان


که وخت راغى سر او مال به کړم فدا
ستا په مينه زما گرانى پښتونخوا
ستا په عشق کې چې عمرى مې دې ملگرى
يو کتاب او بل قلم اشنا زما

ډاکتر کبیر ستوری

ستا د سترګو د حیرت په تماشه دی

ستا د مخ د کتاب واړه صفحی خاندی

 

تسنیم رح

 

د کامل پۀ خته بند د مخ کتاب کړه

ما خاطر پۀ خداے سپارلے زۀ به مړ يم

خاطر اپريدے 

 

په کتابونو کښې خو وې په حقیقت کښې نۀ وې

ځینې خبرې لا د خلقو په قسمت کښې نۀ وې

 

قېصر اپریدے 

 

 څوک شاعر به وي مړ شوې بيا فارانه 

په ردۍ کښې چې خرڅ شوي کتابونه

 

فاران 

 

ممتازه په ځان نۀ یمه د پارک په بنچ به شپه کړم

حیران یم چرته یوسم المارۍ د کتابونو

 

ممتاز لالا 

 

ماخود ژوند په کتاب بل اعتراض نه دے کړے

مائې تنقيد په بې ترتيبه سريزه اولېکو 

صاحب شاه صابر 

 

ما کتابونه چې بلها ولوستل

بس دومره پوهه شوم چې نهٔ پوهېږم 

 

ډاکټر خالق زيار

 

کرښې د انکار ورته د مخ په کتاب مه لیکه

ستا عابد د زړونو د لوستلو په چل پویه دې

فضل سبحان عابد

 

بار به څوک راسره رسوي تر کوره 

له اختیاره مې وتلي. کتابونه 

خان زمان کاکړ ...

 

دا ستا د مخ کتاب ته چه ورګوري پکښې ورک شي

شینواري  افريدي او ملاګوري پکې ورک شي

خېبر اپرېدی

 

ما يو دوه کتابه لوستي دي جانانه 

نو خبر يمه د ځانه د جهانه 

نفرتونه مې پرېخلي دي ملګرو 

زه راغلې يم په مينه دزندانه 

شمس بونېرې

 

ددور دې سوالونو  له کتاب ښکلى پيدا کا    

زه سوال کومه ښکلى ته جواب ښکلى پيدا کا

نور الامين يوسفزے 

 

زماکتاب کښې دنفرت هډونا مه نشته دے

زه هميشه په محبت دخلکو زړونه تړم

اباسین یوسفزی 

 

بس دے رابند کړه د ګيلو معنو کتاب جانانه

دخپل جانان سره څوک نه کوي حساب جانانه

اکبر سيال

 

خالي کمره ،خالي کتاب پکښې 

شم دې خراب شم دې خراب پکښې

 

فطرت یوسفزی

 

په کمره کښې بس يو زه او کتابونه

آئينه راته ولاړ دي دېوالونه

 

جاوېد احساس

 

تنهايي زما پوشاک دى

کتابونه مې خوراک دى

 

آبشار

 

چې ستا د مخ کتاب لوستلو ته اوزګار نه شومه.

خدائ دې ما مړ کړي د دې ډېرو کتابونو شاته.

 

اسیر منګل

 

یوہ یوہ صفحہ زما د ژوند د کتاب لولہ  

ھر تورے ئ د سومرہ اذیت نہ راتیریژی  

 

اقبال کوثر 

 

يو بې روزګاري ده بل بلها ضرورتونه

خېټه مې ډوډۍ غواړي او ذهن مې کتاب

 

امجد شهزاد

 

ستا د لاسونو د ګلاب پاڼې پرتې وې پکښې 

کتابخو یوؤ  خو بې شمېره حادثې وې پکښې 

 

همدرد یوسفزی

 

د مرګی دې شی دا ډېر مصروفیتونه

پۀ ګردونو مې اټ شوی کتابــونه

 

 شاہ نواز افغان

 

که مړ شوم خپله زندګۍ راسره هم ښخه کړئ 

د کتابونو المارۍ راسره هم ښخه کړئ

 

نسیم ایثار

 

کومه د ځوانۍ پۀ دې شباب کښې شاعري

خوندي به مې پرته وي پۀ کتاب کښې شاعري

 

زبير شيخ

 

ځما په جیب کې د روپۍ درک هم نه لګیدو

ځما د کټ سر ته پراته وو کتابونه بلها

 

نور البصر

 

تا سره بخث! یره نۀ لرم نور تاب سړیه

دے نه خو ښه ده چې زۀ ولولم کتاب سړیه

شوکت ساحل

 

"کتابونه د فټ پات په سینه بوج دي

پېزارونه په دکان کښې مېلاؤېږي"

عبدالوحید_ګران

 

وړې وړې پاپې یې د وطن د مټو زور شه 

اخ ماته مې بچي له کړه اوږه په کتابونو

معصوم خټک

 

وينه پرې د هوس د لیونئ تندې اخته دي

رواسته شو په مازغو کښې په پنډونو کتابونه

 محمد سعید سعید صیب

 

هلته نایابې شي نسخې د محبت د مرض

چرته چې پرېوزي د ښائست په کتابونو دوړې

 

شاکر اورکزی

 

زمانه پکښې بڼکې د طاؤس ږدي

خو ما ایښي ستا باڼۀ دي پۀ کتاب کښې

قدرت الله درمان

 

ستا د ښکلا تفسیر مې ونه مونده

په کتابونو کې مې شپې وکړې

عماد دوران

 

په ناپوهۍ کښې کې مې ستا لاس دے خوبه

زۀ چې رواخلمه کتاب ووده شم

سهیل

 

پۀ کومو کتابونو چې دې ډکه المارۍ کړه

پۀ دغه المارۍ کښې خو کتاب د کتو نشته

همدرد اورکزے

 

دا بخیلي ده که ځانونه تر سقراط رسوي 

چې له یو بله کتابونه پټوي ملګري

بهار

 

د کتابونو نه دې ډکه دہ کوټه منمه

زړۂ کې د مینې مقدس کتاب لرې او کنه؟

انور زیب

 

زر به نۀ لرم په کور کښې خو ایازه

ښکلي ښکلي کتابونه راسره دي

ایازالله ترکزے

 

دَ بنګ نېازبېنه او دّ وڅکو نشه

کتاب تازه کړهدَ دې دواړو مزه

 

زرک

 

زما کتاب دې داسې په فټ پاتهـ دوړو ته پروت وي 

زما زړګي خو داسې بې حسي نۀ خوښوله

 

سا حل یوسفزي

 

څو د شمار کتابونه راسره دي

خو دکار کتابونه راسره دي

 

جاويد ملنګ

 

هر يو ګام مې انقلاب دے ورته ګوره

زما هر ټکے کتاب دے ورته ګوره

افسر افغان

 

نشې غوندې عـــــادت کړم " زما ژوند او جدوجهد "

ســـــــــمـــــــسوره چې کومــــــــه صفتونه د کتاب

 

سمسور منګل

 

غربته وران شې دا زلمۍ اوګوره

ټوپک يې واخستو کتاب خرڅوي

حافظ احسان

 

د کتــــــاب پۀ هره پاڼه دې مخ لولم

ستا د یاد سره څۀ دا رنګې اشنا یم 

طارق پښتونيار

 

ټوله شپه په کتابونو شوګيره کړې

ناراستي درنه چاپېره ده راپاڅه

 

کاشف شمال

 

بيا داسې تخزيب راغې چې بيزار يې محترم کړو ـــــ

او هم يې راغوزار کړل کتابونه په فټ پات ــــ

            نويد شهزاد

 

وایه دی نه هم لا شته بل قیمتی وخت

زۀ یماو د خدای کتاب دی نیمه شپه ده

 

دلاغافطرت

 

په دره کښې کاروبار تورې ټوپکې

د عـــلی لاس کښې ګلونه کتابونه

ډاکټر علی اپريدي

 

اول خـــو د روزګار لپاره وخت وقف کــول دي

بيا وخت که ورسره وي نو کتاب دې سړے لولي

ارواښاد محمد رازق وصال"

 

ماشومان ګرم نۀ دي چې لوبې د بارودو کوي

چا ئې پۀ لاسو کې ور کړي کتابونه نۀ وو

زرجان مداخيل 

 

پاڼې دکتاب به مې لږ واړوي شمال

زۀ به د خالونو تماشۀ وکړم تۀ صبر

 

نصير شهاب

 

د دې ژوند د مسئلو څۀ حل راښایه!

ستا کمره کښې خو د هر یو شي کتاب دے

 

انصار

 

راځئ چه سره کښینو په نصاب خبره وکړو

راځئ چه په  قلم  او په کتاب  خبره وکړو

 

ديناوت خان  .

 

دوړې دوړې ټول لفظونه المارۍ د ستورور ډکې

د دروېش روښان فکرونه کتابونه دېوالونه

 

درویش روښان

 

وران د خداى کورونه کړه

څه وايي کتاب د خداى؟

 

قماش

 

کور جوړووم پکښې کرم دَ قلمونو ونې 

کور جوړووم ورته راوړم دَ کتابونو خښتې 

باقر

 

تاواني به شے که پریږدم جائیدادونه په میراث کښې

پریږدؤم درته بچیه کتابونه په میراث کښې

 

ادریس امېل

 

هغې وئيل چې ائينې ته نوره نه اودرېــــــــــږم

ستا په لفظونو کښې به ګورم ستا کتاب به راځي

 

شير زمان سيماب

 

زما دَ قام بچیــــــه! داسې چپ مۀ پاتې کېږه

له ورور نه دې قلم پلار نه دې غواړه کتابونـه

مشال اورکزے

 

سيرته د معنې غوندې مې اوسه په صورت کې

سيرته ځې به نه له دې کتابه لکه روح

 

اختيار الله اورکزے 

 

زه اوزګار له درده نه یم اجمله

او ملګري رانه غواړي کتابونه

اجمل ښکلی

 

خلق وسلو نه المارۍ ډکه وي

ماسره ځاۍ د کتابونو نشته

 

احمد موسی سالار

 

د ژوندون مې دوه ملګري

يؤ کتاب او بل قلم دے

محمد علی خټک

 

زما کتاب کښې ئې زما نامه هم نه پرېښوده

زما کتاب نه ئې زما هم ورکوله ژبه 

 

علی خان امید

 

اوس چې کتاب لولم د سترګو نه مې اوښکي څاڅي 

لکه چې ما د لولکو بلها ازار اخستے 

سمندر يوسفزے

 

کومه ادا دي رانه پټه ښکاري

ځکه نيمګړی مي کتاب دی ګرانې

 

مصطفی سالک

 

لفظونه غريو نيولې هر کتاب سلګو نيولے

پښتو ترې جدا شوې ده نصاب سلګو نيولے

عطاء

 

د ژوند سندره لیکم 

قلــــم کتــاب راکړه

ګل  احمد وردګ

 

ماته د فن قـيمت مالوم دې دا قيصې مه کوه

زما په ټول کتاب د يو ماښام ډوډئ نه کيږي

فضل سبحان افـغاني

 

بچې دا څهء ګورې کتاب کښې ستا تصویر چې ګورم

زر یې رابند کړم ورته وایمه بې بې کتاب دی

 

عدنان اسد شاهان

 

يا افضله ما هم په سندرو کښې ستايه کنه

ټوله شپه کتاب کښې ستا رنګينه شاعری ګورم

افضل خان ممدزے

 

که مې خپل یو شعر هم د خلې نه د هغـې واورېدو

په دې کتاب به مې سر ايښے وي او مړ بـه یمـــــه

 

محمد ګل منصور

 

کـه بادشاه وي کـه ګدا وي په مرګ ورک شي

چـــــې لیکـلے یې کتــــاب وي نــــۀ ورکېږي

 

ابراهیم خان شبنم

 

مونږ کم نصيب يودکتاب اودقلم پاتې

ګنې قامونه خوالوت کوي وزرې کوي

شیر عالم شیراز

 

د کتابونو په دې ښار کې را مالومه شوله

هر څه قيمت لري ارزانه دي حرفونه  په کې

طاهر ځلاند

 

مونږ مئينان وو مونږ له ځکه کتاب هيڅ رانۀ کړل

پۀ پاڼه پاڼه کښې مو پاڼې پاڼې لوستے ګلاب

سجاد ژوندون

 

دا مینه رانه هسې د املوکو تول کښې لاړه                                          سعیده لوستل غواړی د مخونو کتابونه                                           محمد سعیدسعید

 

کۀ نوي کۀ زاړۀ دي د ډوډۍ په شان خواږۀ دي

زما په دې کمره کښې دغه نوستي کتابونه

بابا سره مې زمکې وې خو نغدې روپۍ نۀ وې

په جوارو په غنمو مې اخستي کتابونه

فضل معبود ديار

 

زه د کتاب هر ټکي کښې تا وینم

زه  په  بل  شي کله  مشغولېږمه

پروفیسر لقمان کېمور

 

زما کمره هغه زما د کتابونو کمره 

د مرګ نه پس مې خوب ليده ورته تاله پرته ده

شمال.

 

زلمي به څنګ د مورنۍ ژبې په قدر پوې شي 

 ډېر پښتانه لا د  پښتو  په کتاب  نه پوهېږي

لعل باچا خيالي 

 

د مخلوق ذکر دې نشته پۀ يو باب کښې 

ما به څنګ لولې اشنا پۀ خپل کتاب کښې

ډاکټر دیدار یوسفزے

 

ژبه مې قلم زړۀ مې داوات سينه کتاب زما

څکه نه وچيګې ده چشمانو ده درياب زما

اسماعيل بابا

 

اوس مې خپل ضرورتونه لږ شان کم کړل

اوس به ورو ورو ځان له اخلم کتابونه

مرام يوسفزے

 

زه چې څه کوم هغه به ستا کتاب کښې نه ليکي

هلته به د هر چا وي خپل خپل کتاب بې غمه شه

امام منظر

 

څوک دې قلم راکړي کتاب دې راکړي

په ما کې څه کم دي؟ جواب دې راکړي

سید شاه سعود

 

ستا سترګې شاګردانې د تنبلو نه تنبلې

لوستی نه شي د سوو لوو زړونو کتابونه

غزلې د زلمو به څنګه وکړي غزونې؟

کاروانه! چې خپاره نه شي د جونو کتابونه

پير محمد کاروان

 

زما قلم خوښ دے کتاب خوښ دے

زما بس دغه انتخاب خوښ دے 

زۀ د ټوپک قائل د سره نۀ یم 

زما کۀ خوښ دے نو رباب خوښ دے 

راحت

 

تۀ  لږ  وار  کوه  مرګیهچې  را نه شي

له   مې   پاتې   کتابونه    دي     بلها

ناصر متل

 

المارۍ ډکه ده خو ټول په سیاست را څرخي

د عشق خبره په دوه دریو کتابونو کې ده

حفیظ همیم

 

د زړۀ کتاب درنه لوند شوے د ګمان په اوبو

په دې لاندو پاڼو کښې څرنګه جوړېږي تصویر

منیردلګیر

 

څومره چې نازک یې دومره ګران هم یې

تۀ یې د شیدا د کتابۀ غذل 

سلیم بنګش

 

د اشنا د ښکلي مخ شاعري وشوه

د کتاب ابتدائي صورت تیار شو

صابر شینوارے

 

دا ټول د کتابونو په نشه را  اړوم 

زلمي مې د جنگونو د سیالئیو نه اوباسم

 

عيد ګل سائل

 

دا ټوپک دي د تیارو په لوري بیائي 

دا رڼا ده دا کتاب زما نه واخله.

صالح نادان

-
بېرته شاته