(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډیورنډ کرښه به...

[25.Apr.2022 - 09:42]

دا د ډیورنډ کرښه به څنګه شي ؟

لیک: زیب منتظر مسید 24/12/2012

دپاکستان سره دستراټیژیک تړون په اړوند دخبرداوریدا نه پس ،په رسنیواوشخصي محفلونوکې دډیورنډ کرښې په اړوند بحثونه اوخبرې راپورته شوې او دغوبحثونواوخبروهغه وخت لازور وموند،کله چې دپاکستان او افغانستان لپاره دامریکاد ځانګړي استازې مارک ګراسمون په خپلوڅرګندونو کې وویل چې: دپاکستان اوافغانستان ترمنځ د ډیورنډکرښه درسمي پولې په توګه پیژني.
په رسنیواوځانګړې توګه ټلویژیوني ګردي میزونواوتاودوبحثونوکې ، دسیاسي چاروکارپوهان اوتحلیلونکي ، چې زیاتره یې دپروګرام دچلونکي دشخصي انډیوالۍ له مخې یاهم درښتیانوکارپوهانواوتحلیلګرودنشتون له برکته ، دهیوادینیواوسیمه ایزو پیچلیو مسایلو پرسر دبحث اوتحلیل ! لپاره ، خپرونې ته وربلل کیږي ، دډیورنډ دکرښې ، د هغې دتاریخي اړخ او زموږدملت په برخلیک کې ددې کرښې داغیزاوارزښت په اړوند، بیلابیل نظرونه وړاندې کوي او څرګندونې کوي.زماپه پکر دغه تحلیل ګران ، په زیاتره موضوعګانوکې دولس نه دحل لارې لوری ورکوي او دستونزې لپاره دحل موندلو پر ځای لاهم موضوع پیچلې کوي اوپه ذهنونوکې رنګارنګ اندیښنې راولاړوي .
څوک وایي : دډیورنډدکرښې منل یانه منل ، دحکومت اوولسمشرصلاحیت نه ،بلکې دافغان ولس صلاحیت دی. بل یې بیاراپاڅي اوغږکړي چې دغه کرښه دافغانانو داکثریت لپاره دمنلو وړ ندهته به وایي چې په ۱۸۹۳ کال کې چا لدې ولس نه پوښتنه کړې وه چې ورته دمنلووړده که نه؟!، یاهم اوس زموږحکومت ټولې پریکړې اوفیصلې د ولس داکثریت په خوښه کوي ـ دریم یې بیاوایي چې دغه کرښه دې په رسمیت وپيژندل شي ، ترڅوزموږستونزې اوارې شي ، هسې هم لرپښتانه زموږسره هیڅډول خپلوي ،اړیکې او خواخوږي لرل نه غواړي. کاش دغه تحلیل ګرانو ! دخپلوخبروپه ترڅ یوه وړوکې غوندې جمله ګۍ» زماپه پکریااند«، ورسره زیاتولی ، خوله بده مرغه هریویې خپله خبره اونظر دکاڼي کرښه بولي ،چې ګرم هم ندي » اخیرافغانان دي! «.
زه نه غواړم دلته دډیورنډ دکرښي پرتاریخي اړخ خبرې وکړم، ځکه چې نه خو هم تاریخ لیکونکي یم اونه خوهم تاریخ پوه ، بلکې غواړم دلته ددې مسلې په هکله ،یوازې پرهغه څه خبرې وکړم چې ددې خاورې دیوه اوسیدونکي په توګه ،له حالاتو او مسایلونه زما برداشت اواخیستنه ده .دومره به ووایم چې د دغې کرښې تړون ، زموږ د نومیالي اوزړور امیر، عبدالرحمن خان لخوا دخپلې خاورې په یوه برخه کې ،دخپلې پاچاهۍاوواک دخوندي ساتلوپه خاطرله انګریزانوسره د ۱۸۹۳ کال دنومبردمیاشتې په دوولسمه نیټه لاسلیک شوی و . ځینې کسان یا تاریخ لیکونکي داهم وایي چې عبدالرحمن خان دغه تړون نه دی لاسلیک کړی ، بلکې هغه پرنوموړي باند ې دانګریزانوله خواتپل شوی وو. خوزماپه پکر دادبحث وړخبره نده چې نوموړي لاسلیک کړی وو که نه ، بلکې خبره داده چې ددې تړون په پایله کې دټولوافغانانواوپه ځانګړې توګه پښتون ملت دارادې اوغوښتنې په خلاف،دافغانان ګډکور، ګډټاټوبی اوګډ ګورپه دوو برخو وویشل شو.
ځینې تاریخ لیکونکي داهم لیکي چې ، دکرښې ها غاړې ته پښتانه په ځانګړې توګه قبایل وګړي، ددې خبرې په اوریدوسره چې عبدالرحمن خان دډیورنډکرښې منلو ته غاړه ایښې ده، داعتراض اونه رضایت په توګه ، راغلل اودکابل په چمن حضوري کې یې کږدۍ ووهلې او کابو درې میاشت یې همغلته اړولي وو، ترڅو د عبدالرحمن خان لخواورته پیغام ورغی چې دوی نور دافغانستان سره نه بلکې دبرتانوي هند یوه برخه ده .
زیاتره تاریخ لیکونکي وایي چې عبدالرحمن خان مجبوروو،ترڅودغه کرښه ومني ، ځکه چې دهغې دنه منلوپه صورت کې پاتې افغانستان هم دګواښ سره مخامخ کیده .
موږافغانانو تل ، دتاریخ په اوږدوکې ، داحساساتواوجذباتوله مخې قضاوتونه اوپریکړې کړیدي . شاید زموږټولې بدمرغۍ هم لدې ځایه سرچینه موندلې وي . که دیوې شیبې لپاره ، دخپل عادت اوفطرت په خلاف ، خپل جذبات اوتاوده احساسات یوې ګوښې ته کیږدو اوپه سړه سینه پردې موضوع پکر وکړو ،نوشاید دمسلې ډیراړخونه چې تردې دمه مو ورته ندی پام شوی ، رابرسیره کړو.
که فرض کړوچې په رښتیاهم دعبدالرحمن خان لخوا دکرښې دنه منلوپه صورت کې به پاتې افغانستان هم دګواښ سره مخامخ شوی وای او شاید عبدالرحمن خان دانګریزانودځواک په وړاندې پدې نه وای توانیدلی چې دافغانستان نه ننګه وکړي اوافغانستان به دبرتانیاداستعمارترنیغ یوغ لاندې راغلی وای، نوپه هغه صورت کې به افغانستان ګټه کړې وای که زیان؟
زماپه ځاني پکر ، که په هغه وخت کې ټول افغانستان دانګریزتراستعماراوښکیلاک لاندې راغلی وای ، نوشایدافغانانو ته به یې دومره زیان نه وای رسولی لکه څومره چې دډیورنډ کرښې منلواود افغانانوپردوو برخوویشلو ورته ورساوه . دنړۍ او ددې سیمې ډیرهیوادونه دانګریزتراستعمارلاندې وو، خو بالاخره یې ورنه خپله ازادي واخیسته او دانګریزانو لاس یې له خپلوخاورونه لنډکړ. نوکه دانګریزانوسره دډیورنډکرښه نه وای منل شوې او خدای مکړه ، هغوی د افغانستان پاتې برخه هم نیولې اوترخپلې ولکې لاندې راوستلی وای ،نودمودې په تیریدواود نړیوالو شرایطو په بدلون سره به دنوروهیوادونو په شان افغانستان هم پدې بریالی شوی وای چې خپله خپلواکي ترلاسه کړې ، خوګټه به یې داکړې وای چې ټوټې شوی به نه وای. دهغې نیمګړې ازادۍ اوخپلواکۍ نه خو به دغه ځنډیدلې ، اما بشپړه ازادي او خپلواکي څوڅوځلې بهتره وای.
بله داچې ، ددې کرغیړنې کرښې دنه منلوپه صورت کې ، به انګریزپدې نه وای بریالی شوی چې پدې سیمه کې د ګونډیانولپاره سرخوږی او دخپلوګټودخوندي ساتلولپاره پاکستان رامخې ته اوجوړکړي . خیرکه مخکې یا وروسته ،خو موږبه دغه ګټه کړې وای چې ، له هغه کړاوه او غمه به په امان کې پاتې شوي وای ،دکوم سره چې داڅولسیزې لاس او ګریوان یو.
داخوددې مسلې یواړخ شو. اوس به راشودې اړخ ته چې ، ایاموږنن ورځ ددې حق لروچې ډیورنډکرښې ومنویایې ونه ومنو؟، ددې کرښې منل دولسمشر صلاحیت دی که دولس ؟که یې ومنو ګټه به وکړوکه زیان ؟ اوکه یې ونه منو نوڅه به په لاس راوړو اویاهم له لاسه ورکړو؟
بیاهم یادوونه کوم چې پرته له احساساتوبه خبرې کوو ، واقعیتونه او حقایق به په نظرکې نیسو، بیابه دلیل وایو. دډیورنډکرښه عبدالرحمن خان په ۱۸۹۳ کال کې لاسلیک کړې وه چې اوس ورنه ۱۱۹ کال تیریږي . په ۱۹۱۹ کال کې زموږ اتل ، غازي او پرټولو ګران امیر، امان الله خان دانګریزانونه ازادي واخیسته یایې دهغې اعلان وکړ. موږټول افغانان دغه ورځ هرکال دخوښواوخوشالیوپه ملتیاسره لمانځو اوستاینه یې کوو. زه دانه وایم چې پدې وروستیو کالونوکې موږددې ورځې دلمانځلوحق لرو اوکه نه ، بلکې دبخښنې په غوښتوسره ، غواړم ووایم چې موږلا دلومړۍ ورځې نه یانې د ۱۹۱۹ کال راهیسې تیروتي یو اوباید دغه ورځ مو نه لمانځلی . زه پدې هم ښه پوهیږم چې همدااوس چې ځینې ګران لوستونکي زمادلیکنې دغې کرښې ته رسیدلي دي ، پرته لدې چې زمانورې خبرې ولولي ، له غوسې نه راته توراوشنه کیږي، خوهیله مې داده چې خپله غوسه وساتي ،ځکه چې په راتلونکوکرښوکې به تردې هم ځینې عجیبه غوندې خبرې ولولي .زه نه وایم چې زماټولې خبرې اودلایل به پرځای اوناسم وي ، اما زه هم ددې خاورې دیوه اوسیدونکي په توګه حق لرم چې خپل نظر څرګندکړم او که ناسم وي ،نوڅوک به یې راته لارښوونه وکړي اوهغه دکندهاریانوخبر، سربه مې راخلاص کړي .
خبره مې دخپلواکۍ دورځې دلمانځنې کوله. زماپه ځاني پکراواند، په ۱۹۱۹ کال کې افغانانوله انګریز نه ازادي نه وه اخیستې ، بلکې دعبدالرحمن خان د۱۸۹۳ کال دډیورنډ پرتړون باندې ، دهمغه عبدالرحمن خان لمسي ، غازي امان الله خان ددویم ځل لپاره دتاییداوپخلي لاسلیک وکړاوډیورنډیې دانګریزانوسره ومنه - خیردابه نه وایم چې شایدغازي امان الله خان دغه کاردانګریزپه مشوره اوسلاکړی وي . لکه چې مخکې مې یادوونه وکړه ، موږ افغانان احساساتي اوجذباتي خلک یواو انګریزانوته هم داخبره ترموږ ښه ورمالومه ده ، زموږتاریخ یې لوستی اولیکلی دی . انګریزان پدې پوهیدل اونن ورځ هم پوهیږي ، چې موږلاهمغه جذبات اواحساسات خوندي ساتلي دي . دامریکا دمتحده ایالاتوسره دسترټیژیک تړون دلاسلیک په اړوند مشورتي لویه جرګه کې ،کله چې کرزي صیب غږکړچې: موږبه له امریکاسره تړون لاسلیک کوو،خوامریکابایدپدې پوه شي چې » ماشیراستیم- شیر،« نوزموږ احساساتي وکیلانوپه چکچکوکولو خپل لاسونه سره واړول اوددې مسلې نورې ټولې خواوې یې چې دپردې شاته پاتې وې ، له یاده ووتې. همدارنګه ،په ۱۹۱۹ کال کې هم انګریزپدې پوهیده چې ، افغانانویاپښتنوته دې چې دخپلواکۍ اوازادۍ خبره وکړه، نو داحساساتواوجذباتوپه لوګي کې به یې دډیورنډ ها غاړې ته افغانان اودافغانانوخاوره ،له نظرپټه اوهیره شي . همداسې هم وشول ، غازي امان الله خان ،پداسې حال کې چې دافغانستان نیمه خاوره ، دانګریزتر ولکې اواستعمارلاندې وه ، اعلان وکړچې افغانستان نورازاداوخپلواک هیواددی. دلته که وګورو نودمنطق له مخې ، غازي امان الله او افغان ولس چې دامان الله خان دغه اعلان یې تاییدکړ، دډیورنډ کرښه ومنله ، که نه ، باید اعلان یې کړی وای چې دانګریزانو نه یې دافغانستان دیوې برخې ازادۍ اوخپلواکۍ واخیسته ، نه دټول افغانستان .
دامان الله خان راوروسته افغان واکمنو هم ددې کرښې دله منځه وړلو اوله برسره دلر دیوځای کولوپه اړوندکوم ټاکلی اوجوت دریځ نه ووغوره کړی. په ۱۹۴۷ کال کې ، کله چې انګریزدیته اړایستل شو،ترڅودجنوبي اسیا له سیمې خپلې پښې سپکې کړي، دافغانستان لپاره یوه غوره موقع وه چې دډیورنډهاغاړه خاوره دخپل تاریخي اوپلارني ټاټوبي سره یوځای کړي. افغانستان کولی شول چې له یوې خواپرانګریزانو فشارراوړي ،ترڅوخپله خاوره ورته بیرته ورکړي اوله بله پلوه ،پاکستان مجبورکړي چې دخبرویاوسلې له لارې دافغانانوله خاورې لاس پریمینځي ،ځکه چې نوی جوړشوي یوه پاکستان دومره ځواک اوتوان نه درلوده چې دافغانانوپه وړاندې ودریږي. خوجوته نده چې ولې افغان لوری پداسې یوه مساعدمهال کې چوپه خوله پاتې شو. شایدلامل یې داوي چې دهغه وخت اومهال افغان واکمنو نه غوښتل چې لرپښتانه دې دافغانستان سره یوځای شي ، ځکه چې په هغه صورت کې به دوی ته ګرانه وای چې پردومره لوی ملت باندې واک وچلوي اوخپله پاچاهي اوګټې خوندي وساتي . شایددوی پدې خوشاله ووچې نیم افغانستان دې وي خوچې ددوی واک پکې خوندي پاتې وي اودعبدالرحمن په پیروي ، دخپلې پاچاهۍ دټینګ ساتلولپاره ، دډیورنډها غاړي افغاني خاورې نه تیرشوي وو.
نن ورځ هم زموږ ډیری سیاستوال ، چې تل یې ملي ګټې دخپلوځاني ګټو نه قربان کړیدي ، پدې خوښ ندي چې دډیورنډهاغاړې پښتانه دې له افغانستان سره یوځای وي او شایدددې لپاره دلیل ولري اوهغه داچې : که دډیورنډ هاغاړې پښتانه چې نفوس یې کابوڅلويښت میلیونوته رسیږي ، دافغانستان سره یوځای شي ، نوځینې خواوې چې دملیت اوقوم په نوم باندې یې نن ورځ په واک کې ځانونه شریک کړي دي ، بیانشي کولی دغه امتیازولري ، ځکه چې دهغوی سلنه کنه په سلوکې دوولس یانهه ده ، نودڅلويښتو میلیونو پښتنوپه راګډیدوسره به دغه سله دصفرنه لاندې راپریوزي . بله داچې لاندې پښتانه په تعلیم کې زموږ نه وړاندې دي ، نوزیاتره څوکۍ اوپوسټونه به هم هغوی ترلاسه کوي. په انتخاباتوکې به هم ، که سره یوشوو، دلاندې پښتنو مشربریالی وي ،ځکه چې اکثریت به یې ترشا ولاړوي . زموږډیری سیاستوال چې نن ورځ یې پرواک پلتۍ وهلې دي ،ډیرڅه له لاسه ورکوي ،نوپداسې حالت کې به دوی څنګه وغواړي چې دډیورنډکرښه دې له منځه لاړه شي اوموږدې سره یوشو!
بله خبره داچې ، که دمسلې حقوقي اړخ ته وګورو ، نودهغومالوماتوله مخې چې زه يې لرم، په ورته مسایلو کې چې کوم دهیواد یالوري لخوا دبل هیواد دخاورې اوځمکې دنیولوپورې اړه ولري ، دنړیوالو منل شویوقوانینوله مخې، دسلوکالوتر پوره کیده مخکې باید دمسلې په اړوندګام پورته شي ، پداسې حال کې چې اوس دډیورنډکرښې نه کابویوسل اونولس کال تیریږي . له بله پلوه، پدې یوسل او نولس کالوکې ،دافغانستان هیڅ حکومت اوچارواکي دغه مسله دملګروملتودامنیت په شوراکې نده راپورته کړې ،دکومې له مخې چې وکړای شي نن ورځ دډیورنډکرښې موضوع راپورته کړي او دحل غوښتنه یې وکړي . دپاکستان لوری هم پدې پوهیده اوپوهیږي ،ځکه خویې مخکې تردې چې ددې مسلې سل کاله بشپړشي ، دتیرو څو لسیزو په اوږدوکې ،په افغانستان اوپښتونخواکې داسې حالت رامخې ته کړل چې ، افغانان یې دځان په ویرکې مصروف وساتل اوخپله جاله یې ترسیندپورې ایستله . افغانان یې په رنځ ونیول ،ترڅوپه مرګ راضي شي . بایدپه یاد ولروچې دانګریزدښمني داوښ دښمني ده ، داچې موږورته هرګړۍ وریادووچې درې ځله موله خپلې خاورې ځغلوی دی اوغاښ ماتونکی ځواب مو ورکړی دی، دانګریزله زړه څخه نه وزي. نوځکه، دپاکستان سره په لوبه کې انګریزهم ملګری وواودی. په ځانګړې توګه ، وروسته له هغه چې دالقاعده سره دمبارزې اوجګړې په پلمه ، دنورو نړیوالوځواکونوسره یوځای ، ددې موقع په لاس ورغله ،ترڅوپه نیغه توګه په افغانستان کې شتون ومومي.
دالس کاله جګړه او دافغان حکومت دمخالفینوملاتړ،دهمدې لپاره روان وواولادوام لري ، ترڅو انګریزدپاکستان په جامه کې خپل پخوانی ارمان او هیله ترسره کړي اوپښتانه چې دانګریزسره یې دښمني کړې وه ، دخپلې دښمنۍ سزا وویني .
زموږهمغه ځینېو سیاسي کارپوهانو چې مخکې مې یادوونه وکړه او دسیاسي حالاتواوپیښوظاهري بڼې ته ګوري ،- هغه څه چې دپردې شاته روان دي ، نه ویني اوتحلیل یې نشي کولی - لاپخوا ولس ته زیرې ورکاوه چې دامریکا اوپاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي اوخړې پړې دي اوامریکاغواړي چې پاکستان په څوبرخوویشي ... دوی پدې نه پوهیږي چې ، امریکا اوانګریزبه هیڅکله هم دموږافغانانولپاره چې ددوستۍ مو ورسره دوه ورځې کیږي ، له هغه پاکستان نه چې بار بار یې ازمویلی دی اوددوی سره په انډیوالۍ اودوستۍ کې یې څڼې سپینې شویدي ، تیرنشي، بلکې پدې هڅه کې دي چې هغه لاهم پیاوړی اوغښتلی کړي ، ترڅوپه راتلونکې کې هم ددوی ګټي خوندي پاتې شي. له مخالفینوسره مرستې اوپرکنړباندې بریدونه ، ټول دهمدې موخې لپاره دلوبې بیلابیلې برخې اواړخونه دي.

له بله پلوه ، اوس چې امریکاپه نړۍ اوسیمه کې دخپلوګټودخوندي ساتلولپاره ،په افغانستان کې دناستې اوپښې ټینګولو ځای وموند، نوښکاره خبره ده چې غواړي نوره پدې سیمه کې سوله ټینګه شي . نور نو جګړه ددوی په ګټه نده . خوپدې سیمه کې دتل پاتې سولې دټینګښت لپاره ، دځینوستونزو اومسایلو دحل اواوارۍ اړتیاده . ترڅوچې پدې سیمه کې دځینوهیوادونوترمنځ لانجې اوستونزې اوارې نه شي ، ترهغې پورې تل پاتې سوله نشي راتللی. یاني دپاکستان اوهندوستان ترمنځ دکشمیرمساله اوهمدارنګه دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دډیورنډمسله ،هغه ستونزې دې چې باید اوارې شي. دامسلې اوستونزې بایدداسې اوارې شي چې ټولو لوریوته دمنلو وړوي او هرلوری پدې قانع شي چې » کوچ لینې کې لیې ،کوچ دنیاپړتاهی «. دځینومالوماتوله مخې اوحالاتو ته په غورکولو سره ، پدې اړوند دامریکا، انګریز،هندوستان ،پاکستان او افغان حکومت ترمنځ ، ورته پریکړه او فیصله شويده . دهندوستان اوپاکستان ترمنځ دشخړې اومرڼې دحل لپاره به پاکستان دکشمیرنه لاس اخلي اودهندي کشمیراوازاد کشمیرترمنځ اوسنی د کنټرول لاین به په رسمیت پیژني . په بدل کې به یې پاکستان ته داامتیاز ورکړل شي چې افغانستان به دډیورنډکرښه په رسمیت و پیژني . خودلته سوال داراپیداکیږي چې ، هندوستان اوپاکستان ته خوامتیازات ورکړل شول ، لکن افغانستان ته کوم امتیازورکول کیږي ، ترڅودغه پریکړې ومني اوپه سیمه کې د تلپاتې سولې اوټيکاپه پروسه کې ،خپل رول اداکړي . مامخکې یادوونه و کړه چې، پاکستاني لوري اودهغه انډیوالانو په تیروڅولسیزوکې داسې یوه لوبه ترسره کړه چې افغانان یې په رنځ ونیول ترڅوپه مرګ راضي شي . افغانانوته به امیتازهم داوي چې نوربه پاکستان دوسله والو له ملاتړنه لاس واخلي اوهغوی به دیته اړباسي چې دافغان حکومت سره جوړجاړی وکړي او د سولې لاره خپله کړي . خولروپښتنوته پدې لوبه یاویش کې کوم امتیازورکول کیږي که نه ؟! هغوی ته یې هم یو امتیاز ورکړ، دصوبه سرحد نوم یې ورته په خیبرپښتونخواواړاوه ، پرته لدې کیدی شي یوڅه نورخواږه هم ورباندې ورزیات کړي اوکورنۍ خودمختاري هم ورته ورکړي . پدې حساب نو بایدټول لوري راضي واوسي اوستونزې ته باید دپای ټکی کیښودل شي .
اوس به وګورو ، که چیرې خدای مکړه ، دغه نظرسم اورښتیاوي ، نوپدې ویش کې به څوک ګټه وکړي اوچابه زیان کړی وي !؟
په سیمه کې دتلپاتې سولې دراتګ اوستونزوداوارۍ لپاره ، پدې لوبه کې کابوټول لوري زماپه پکرچې یوڅه ترلاسه کوي اوپه بدل کې یې لږڅه له لاسه ورکوي ، خوافغانان یاپښتانه دي چې د»یوې خواته ډانګ دی اوبل خواته پړانګ « په حالت کې ،د سولې په بدل کې چې دهرهیوادیوانساني اوطبعي حق دی، ډیرڅه له لاسه ورکوي.داچې زموږ اکثریت به داومني که نه ، پدې اړوندبه هم انګریزانوپکرکړی وي اویوه لاره به یې ورته سنجولې وي ... شاید بیا به زموږګران ولسمشرکرزی صیب لویه جرګه راوغواړي اودغونډې په ترڅ کې به داځل د »ماشیراستیمشیر« پرځای کوم بل شعارراپيداکړي او موږته بهپړانګ، شاهین یاهم کوم بل ځناور- لقب راکړي او زموږدوکیلانو احساسات به راوپاروي او په ډیرویاړسره به دخپل غښتلي ،وتلي او په خاوره او ولس مین امیرعبدالرحمن خان ، غوښتنه ورپوره کړي او ډیورنډ کرښه به په رسمیت وپيژني . 24/10/2012

Durand Line.??

Written by: Zeb Muntazer Maseed

-
بېرته شاته