(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل علمي شخصیتونه

[25.Apr.2022 - 08:50]

خپل علمي شخصیتونه وپېژنئ

لیک: ډاکتر لطیف یاد

نن تاسو ته یو داسې علمی شخصیت درپيژنم چې پر پښتو ژبې یې ډیر احسانونه کړي دي.ده ډېر شمېرقاموسونه لیکلي دي  او دده له برکته ډیر شمېر پښتو قاموسونه انلاین شوي دي .دغه پر پښتو او پښتنولۍ مین لیکوال،شاعر او محقق ښاغلی احمد ولي اڅکزی دی چې له ډیرې مودې زما دفیسبوک ملګری اوډیر خو ږ اودروندانسان دی او دادی دده هغه ژوندلیک ستاسو سره شریکوم چې د(سپرغۍ) له ویبپاڼې  مې اخیستی دی او ښاغلي عبدالمجید راغستانی صاحب  لیکلی دی . زه ددغه علمي شخصیت پر علمي کارونو ویاړم او  له لویه خدایه ده ته دزیاتوبریاوو هېله کوم .

 

ښاغلی احمدولي اڅکزی د حاجي ولي شاه خان زوی، د پښتو او دري د شاعر وکيل مرزا محمد ايوب خان اڅکزي لمسی او دميوند د غازي اوخپل د وخت د خپل قوم مشر غازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی .

د احمدولي اڅکزي کورنۍ د ډيورنډ پر دواړو اړخونو آباده ده اوکورونه يې په توبه اڅکزۍ، کندهار او کوټه کي دي.

 

زدکړي :

 

ښاغلی احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې دي او ددې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستې . داحمد ولی اڅکزی پلار نوموړی د نورو زدکړو لپاره المان ته ولېږه، چيرې چې ده د باکلوريا د بري ليک ترلاسه کولو وروسته د آلمان د ووپرټال پوهنتون د آرکيټېکچر يا مهندسي په پوهنځي کې لوړې زده کړې بشپړي کړې . که څه هم چي نوموړی د لوړو زدکړو پر اساس آرخيټېکټ يا تعميراتي انجينير دی، خو هغه د ژورنالست په توګه د ۱۳ کالو راهيسي په عملي کار بوخت دی .

 

اڅکزی صاحب د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي . د دې تر څنگ نوموړي ددويچه وېله راډيو د الماني اود سويلي آسيا دانگريزي او اُردو ژبو دځانگړو څانگو او د الماني تلويزيون WDR سره هم همکاري کړېده او تر اوسه د آلمان ږغ دويچه وېله د پښتودري څانګي سره د ژورنالست او پروډيوسر په توګه کارکوي.

 

ژبي :

 

اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي اودری هم خبري کولی شي . دی د يادو ژبو تر څنګ په يو شمېر نورو ژبو باندي هم تر يوې اندازې پوهيږي او پکښي عملي کار يې کړی دی چي پکښي د يو شمېر قاموسونه ليکل او د قاموسونو په لیکلو کي د نقش ادا کول شامله دي .

 

قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com

 

احمدولی اڅکزي په ۲۰۰۳ م زېږدي کال د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. هغه وخت په تخنيکي برخه کي د اڅکزي مرستيال په نيوزيلاند کي ژوند کوونکی ځوان افغان سيد مصطفی سادات ؤ چي پر خپل وخت يې د ريښتني افغان يا realafghan انټرنټ پاڼه هم پر مخ بيوله .

 

په قاموسونه ټکی کام انټرنټ پاڼه کي تر اوسه پورې ۳۲ قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامل دي . په دغو قاموسونو کي د هر قاموس يوه ژبه پښتو او دويمه يې يوه بله ژبه ده. په ټوليزه توګه تر اوسه پر قاموسونه ټکی کام د پښتو سره جوړه په ۱۴ ژبو قاموسونه آنلاين کړل سوي دي. معنی دا چي د پښتو داسي قاموسونه آنلاين سوي دي چي پکښي ۱۴ ژبي په پښتو ژباړل سوي او يا پښتو په نورو ژبو ژباړل سوې ده .

 

کوم قاموسونه چي تر اوسه آنلاين سوي دي د هغوی د لومړۍ ژبي د لغتونو شمېر تر ۶۶۴ زرو زيات دی. خو که د دغو آنلاين قاموسونو ټول لغتونه يعني لغت او ټولي معناوي يوځای وشمېرل سي نو د ټولو لغتونو شمېر تر دېرش لکو يا درو مليونو پوري رسيږي. دا په داسي حال کي چي يو شمېر نور قاموسونه سته چي د قاموسونه ټکی کام د پروژې په ترڅ کي جوړ سوي خو لا تر اوسه نه دي آنلاين سوي.

 

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه پر انټرنټ د پښتو ژبي د هغه تر ټولو زياتو مينه والو او مراجعه کوونکو لرونکو پاڼو څخه يوه ده. په زياته بيا ليکوال، ژورنالستان، ژبپوهان او څېړونکي په خپل ورځني ژوند کي د قاموسونه ټکی کام د نشته والي تصور نور نه سي کولای. دغه پاڼه هره ورځ په لسهاؤ زرو د لغت معنی لټون ته جواب ورکوي چي دغه شمېر ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دی.

 

دغه پروژه یوازي د احمدولي اڅکزي له خوا پر مخ بيول کيږي اوتمويليږي . نوموړی د خپل پلار حاجي ولي شاه اڅکزي علاوه په دې ترڅ کي د هيڅ چا څخه مالي او اقتصادي ملاتړ نه غواړي او نه يې تر لاسه کوي.

 

موبايل اېپس يا پروګرامونه :

 

احمدولي اڅکزي د آنلاين قاموسونو له پاره د اندرويد او اېپل موبايل تليفونونو مفت اېپس يا موبايل پروګرامونه هم جوړ کړي دي چي د دغو پروګرامونو کوډ د ځوان افغان کمپيوتر پوه اجمل حمزه په مرسته جوړ کړل سوي دي .

 

د اڅکزي قاموسونه :

 

احمدولي اڅکزي پخپله هم يو شمېر قاموسونه لیکلي دي چي بعضي يې چاپ سوي،اويوشمېر يې چاپ ته چمتو او پر بعضو يې لا کار روان دی . احمدولي اڅکزي د يو شمېر هغو بهرنيو ژبو او پښتو قاموسونو په ليکنه او ترتيب کي هم کومک کړی دی، چي په خپله دده نه دي زده، لکه پښتوچينايي قاموس . اڅکزي د بېلګي په توګه د لومړي ستر پښتو چينايي قاموس ليکونکي استاد هونګ څای سره تماس درلودلی او ورسره يې د پښتو قاموسونو په ډګر کي همکاري کړې ده اود هغه سره يې دلغتونوليسټونو تبادله کړې ده . د دې تر څنګ اڅکزي په فرانسه، روسيه، پاکستان اوافغانستان کي د قاموس ليکونکو سره دخپلو پښتوقاموسونو په بشپړه کولو کي همکاري درلودلې ده.

 

ـ لومړی پښتو آلماني قاموس :

 

اڅکزي په ۲۰۰۹ کال خپل لومړی قاموس چي د پښتو آلماني لومړی قاموس ؤ چاپ ته ورکړ. په دغه قاموس کي نه يوازي دا چي د پښتو لغتونو آلماني معنی ليکل سوې، بلکه د دغه پښتو لغت د ټرانسکريپشن يا په صوتي نړيوالو تورو آی پي اې باندي تلفظ، ګرامري ځانګړتياوي، پښتو هم معنيزونه او لهجوي واريانتونه ليکل سوي دي . دا دپښتو لومړی قاموس دی چي پکښي دهر پښتولغت ريفرنسونه ورکول سوي دي چي د پښتو په نورو کومو قاموسونو کي راغلی دی. د دې تر څنګ د اڅکزي په دغه پښتو قاموس کي يو بل نوښت سته چي تر مخه په هيڅ پښتو قاموس کي په دغه شکل نه ؤ راغلی.

 

اڅکزي د اکثره پښتو لغتونو له پاره د پښتو د کلاسيکه شاعرۍ څخه دوې مصرعې د ريفرېنس په توګه راوستلي او بيا يې د هغو مصرعو پوره ماخذ لکه د کتاب نوم، د پاڼي شمېره او د کرښي شمېره ورسره درج کړي دي.

 

ـ څو ژبيز پښتو قاموس :

 

اڅکزی د څو کالو راهيسي پر يوداسي پښتو قاموس کار کوي چي پکښي پښتو لغتونه په څو ژبو لکه عربي، فارسي، اردو، انګريزي، آلماني، فرانسوي، هندي، سانسکريت، هسپانوي او روسي ژبو ژباړل کيږي. دغه قاموس به د خپل نوعيت تر ټولو لومړی او بډای پښتو قاموس وي. خو د اڅکزي په وينا ښايي د دغه قاموس بشپړه کول په کلونو کلونو نور کار هم وغواړي.

 

ـ د اڅکزي نور قاموسونه :

 

د احمدولي اڅکزي پښتو انګليسي او د پښتو هم معنيزونو او ورته لغتونو قاموسونه هم چاپ سوي دي. د پښتو هم معنيزونو قاموس يې د پښتو اکاډمۍ له خوا په ۲۰۱۵ کال د پښتو نړيوال کانفرانس په ترڅ کي له چاپه راووت.

 

د اڅکزي يو شمېر نور قاموسونه چاپ ته چمتو دي چي پکښي آلماني پښتو، اردو پښتو، هندي پښتو، سانسکريت پښتو او هندي پښتو قاموسونه شامل دي. د دغو څخه بعضي قاموسونه تر مخه لا پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سوي دي.

 

د پښتو لغتونو پانګه ټولونه

 

اڅکزی د تيري تقريبا يوه نيمي لسيزي راهيسي د پښتو د لغتونو په ټولولو بوخت دی. هغه په زیاته بيا هغه پښتو لغتونه ټولوي چي په نورو قاموسونو کي تر مخه نه وي راغلي. په داسي حال کي چي د پښتو د تر ټولو لوی قاموس درياب د پښتو لغتونو شمېر تقريبا ۶۴ زره دی، اڅکزی په دې توانېدلی چي د پښتو لغتونو داسي يو ليسټ برابر کړي چي شمېر يې تر ۱۳۰ زرو اوښتی دی. يعني اڅکزی په دې توانېدلی چي په یوازي سر د لیکل سوو پښتو لغتونو شمېر يا پانګي اندازه دوه چنده زياته کړي.

 

د پښتو د لهجوي لغتونو ټولونه

 

اڅکزي ته په ۲۰۱۶ کال په کوټه کي د پښتو نړيوال کانفرانس له خوا دنده سپارل سوې چي د پښتو لغتونو د راټولولو يوه پراخه آنلاین پروژه طرحه او په تخنيکي توګه عملي کړي. د دغي پروژې په مرسته اڅکزی غواړي چي د پښتو ژبي د ټولو سيميزو لهجو لغتونه د انټرنټ د يوې همکارۍ له لاري راټول او منظم کړي. د دغي پروژې د طرحه جوړونې کارونه تقريبا پای ته رسېدلي او اوس يې پر تخنيکي اړخ کار کيږي. که دغه پروژه عملي سي نو دا به د پښتو ژبي د پانګي راټولولو له پاره يوه بې سارې او يوه د لوی اهميت حامله پروژه وي.

 

د پښتو لغتونو لومړۍ فريکونسي :

 

اڅکزي د پښتو لغتونو سره د خپل تر يوې لسيزي زیات کار په ترڅ کي د پښتو لغتونو يوه فريکونسي هم جوړه کړې ده چي دا د پښتو لغتونو تر ټولو لومړۍ دغه ډول فريکونسي ده. اڅکزی لومړی کس دی چي د پښتو په دغه ډګر کي يې عملي کار کړی او پايلي په لاس راوړي دی. د لغتونو د فريکونسي څخه مقصد د لغتونو هغه ليسټ دی چي پکښي په يوه ژبه کي تر ټولو زيات کارول کېدونکی لغت لومړی، بيا دويم تر ټولو زیات استعمال لرونکی لغت او داسي مخ په وړاندي لغتونه ليکل سوي وي.

 

اسلام لکم وېبپاڼه www.IslamLacom.com

 

اڅکزي د قرآن پاک د پښتو ترجمې او تفسير له پاره لومړۍ د لټون وړ وېبپاڼه په ۲۰۰۹ کال پېل کړه. په دغه پاڼه کي تر مخه يې بل نوم درلود او اوس اسلام لکم نوميږي څوک په پښتو کي د قرآن پاک د پښتو ترجمې تر څنګ په تقريبا پنځوسو نورو ژبو د لټون وړ قرآن پاک ترجمه کتلای او موندلای سي. د بېلګي په توګه که څوک غواړي چي د قرآن پاک هغه آيتونه ځان ته معلوم کړي چي د «مور او پلار» لغتونه پکښي راغلي وي نو دغه پاڼه په اوتوماتیکه توګه ټول هغه آيتونه او ترجمې وړاندي کوي چي په پښتو ترجمه کي يې مور او پلار راغلي وي. دمګړی په دغه پاڼه کي د پښتو مشهور تفسير کابلی تفسير او د کشاف ترجمه ځای پر ځای سوي دي.

 

په دغه انټرنټ پاڼه کي د صحيح احاديثو ټول کتابونه هم په داسي بڼه ايښودل سوي دي چي څوک پکښي لټون کولای سي. په دې ترڅ کي د صحيح بخاري شريف د پښتو ترجمې او شرحي د کتابونو د ډيجيټل کولو پروسه هم پېل سوې ده.

 

کوچنی ټکی کام www.kochnai.com

 

احمدولي اڅکزی د کوچنی ټکی کام په نوم د ماشومانو له پاره يوه ځانګړې پاڼه هم پر مخ بيايي چي کارونه يې د ۲۰۱۶ کال د پېل راهيسي ادامه لري. په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره په پښتو ژبه منثور او منظوم نکلونه آنلاين کړل سوي دي، چي دغه پروسه لا ادامه لري. دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۱۲۵ څخه زيات د ماشومانو نکلونه آنلاين دي چي بعضي يې په ږغ کي هم اورېدل کېدلای سي چي احمدولي اڅکزي په خپل ږغ کي ثبت کړي دي . په دغونکلونو کي د نورو ليکوالانو تر څنګ د احمدولي اڅکزي يو شمېرخپل منثور اومنظوم نکلونه هم شامله دي .

 

............................

 

د ښاغلي عبدالمجيد راغستاني صاحب د ليکنې متن:

 

د لوی خدای په نامه

 

په سويډن کې یوار بیا د دوستۍ فرهنگی ټولني داريانا کلتوری ټولنې په مرسته دسويډن دمالمو په ښارکي دهیواد دعلمی اودابی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې په موخه يوه پراخه درنه غونډه را بللې ده . دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس کي دپوهنیار محمد رحمت الله تنها په ۲۰۰۵ ز کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي تر ټولوځوان او کشر استاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس، ، د پنځو خصوصي پوهنتونونو د استادۍ افتخار لرونکی،د المان په هانوور پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی،د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کانفرانس د غوره جایزې ګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیک فعال شخصيت،په پښتو او دري سربېره، په انګلیسي، جرمني د لیک، لوست اووینا څښتن . تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې فريبا چرخي ،دالمان ږغ دویچه ولي پېژندل سوی ژورناليست اويوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی او قاموسونه ټکی کام د صفحې موسس ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی غفور اميني او مشهور سندرغاړي امان الله اميري زيار اوزحمت ستايل کیږي یقین لرم چي دا ډول ستاینغونډي به له یوې خوا زموږ د یادو علمي او فرهنګي شخصیتونو د درناوي او تشویق تر څنګ د هیواد نوی نسل او ځوانان هم وهڅوي تر څو د خپلو هیوادوالو او وطن په چوپړ کي لا نوي ګامونه واخلي او دا ورته جوته کړي چي خلګ او ولس د دوی کار او زیار څاري او دهیواد د تاریخ حافظې ته یې سپاري.په کار خو دا وه چي د هیواد پر یادو ویاړلو شخصیتونو مي د خپل نیمګړي قلم په مرسته د هر یوه پر لاسته راوړنو جلا،جلا څه لیکلي وای خو د غونډي له پلان او پروګرام سره سم دا کار یو څه ستونزمن او دیوي مقالې له حوصلې وتلې خبره ده،له بلي خوا باوري یم چي نور دوستان به د هر یوه پرعلمي او کاري شخصیت رڼا واچوي.

تر هر څه لومړی یادو ویاړلو علمي شخصیتونو ته چي دا افتخار ور نصیب سویدئ مبارکي وایم او د کنفرانس د جوړونکو فرهنګي ټولنو او فرهنګپالو نه د زړه له کومي من نه کوم چي داسي ملي او علمي شخصیتونه را برسیره کوي ترڅو ولس او نوی نسل د دوی له کارنامو خبر سي.

 

زه به یوازي د یادو ویاړلو افغانانو نه د ښاغلي احمد ولي اڅکزي په اړه خپل نیمګړی معلومات او نظر ستاسودوستانو او هیوادوالو سره شریک کړم.

 

د اوس نه پوره نولس کاله مخکي له هیواد نه د مهاجرت پر لاره مي د جرمني د زولینګین په ښار کي د یو تنکی ،خوشحاله او هڅاند ځوان چي زما په ګمان تازه د پوهنتون محصل وو و پیژندل.دا ځوان احمد ولي اڅکزی وو.د ښاغلي اڅکزي سره چي زموږ میلمه پال وو تر روغبړ وروسته د یوه دوه ساعتونو په جریان کي ما فکر کاوه چي موږ د کلونو پیژندګلوي لرو یا د یوې کورنۍ غړي یو.

 

له سیاسته تر فرهنګه،له جنګه تر سولي ،د ټوکو او یو او نیم شعرونو په ویلو مو لا نور هم سره و پیژندل.احمد ولي اڅکزی ماته د یو ازاد خیال،له هر ډول تعصب او کرکي پاک ،پر وطن مین او راتلونکي ته خوشبین ځوان ښکاره سو. د نوموړي یوه ډیره مهمه ځانګړتیا د هغه وخت له نورو ځوانانو نه دا وه چي د هیڅ سیاسي،مذهبي ،قومي او ژبني تعصب نه وو را ګیر کړی غوښتل یې چي د هر چا واوري،هر څه ولولي او پر هرڅه بحث وکړي او یوازنۍ هیله یې د حقایقو لټون او د ستونزو د حل د لارو پیدا کول وه.بل ځانګړنه یې دا وه چي ډیر ښه اوریدونکی وو.په هر صورت دا هغه وخت وو چي ښاغلي اڅکزي غوښتل پوه سي څه ډول د هیواد دا اوږدې غمیزي ته د پای ټکی ایښودل کیدای سي او نوموړی د یوه بادرده او ژمن ځوان په توګه څه رول لوبولای سي؟

 

د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کي ښاغلي اڅکزی خپل ځای په ټولنه کي پیدا کړ چي اوس نو هغه ځوان احمد ولي اڅکزی د هیواد د وتلو څیرو او شخصیتونو په ډله کي ځلیدلی نوم دئ .

 

د نوموړي پر شخصي ژوند که وږغیږم یقنآ د اڅکزي تیر ژوند لکه د میلنونو افغانانو په څیر له کږلیچونو او ستونزو تیر سوی دئ.

 

احمد ولي اڅکزی د هیواد د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د توبې په سیمه کي زیږدلی دئ، وروسته یې کورنۍ د سهیلي پښتونخوا د کویټې ښار ته تللې او خپلي لومړنۍ زده کړي یې هلته کړي دي. د ښونځۍ تر څنګ نوموړي لس کاله دیني زده کړي هم کړي دي. منځنۍ او لوړي زده کړي یې ته تربل مهاجرت وروسته په المان کي سرته رسولي دي.

 

اما د د دې عادي ژوند تر څنګ هغه څه دي چي احمد ولي اڅکزی یې په هیوادوالو و پیژاند او دا پیژندګلوي یې د تاریخ برخه سوه؟

 

تر ټولو ستر کار چي د احمد ولي اڅکزي ور پام سو او دلومړي ځل لپاره یې پښتو نړیوال جال ته ور داخله کړه چي د نړۍ د نورو ژبو زده کولو لپاره یې د میلینونو هیواد والو او نورو پښتنو ستونزي حل کړې،همداسي یې هغو بهرنیانو او د نورو ژبو ویونکو ته چي غواړي پښتو زده کړي اسانتیاوي برابري کړي.احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې ،پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی . د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی . اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وه خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي.

 

ښاغلی ډاکتر صحب نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د احمد ولي اڅکزي دا کار داسي ارزوي:

 

زماپه انداحمد ولي اڅکزي د پښتوژبې دعلمي کولواوپرمختګ په لاره کې دهیوادیوبې ساری ځلانده ستوری دی .

"هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي . دئ تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

دنوموړي قاموس ځانګړني خوپه دې کې لیدل کیږي چې دصحیح پوهاوي په موخه ډیرلغتونه په ولسې متلونو،دحکمت اوعبرت په خبرو،کلیوالی سندرو،لنډیو،شعرونو،متلونو اواسلام پوهنه کې نغښتي دي . په داسې حال کې چې دنورولیکوالانو قاموسونه لغت په لغت دجرمني څخه پښتوژبې ته اویابرعکس ژباړل شوي دي پرته له دې چې مفصل تشریح شوي وي . دبیلګې په توګه د(رقیب ) عېګنېر لغت داسې بیان شوې ده .

 

درقیب له بده خویه به څه وایم لاچې یارورسه مل شي هاله ګوره

 

رحمن بابادخپلویارانوڅخه سرټکوي اووايي :

 

درقیب علاج اسان دی بلاداده زه رحمان دخپله یاره ناویسایم

اوس مې ځای په دې جهان کې پاتې نه شو خو زېدلی تر چهل او تر پنجاه يم

(رحمن بابا)

 

احمد ولي اڅکزي د ماشومانو ادبیاتو ته خاصه پاملرنه کړیده په دې اړه استاد پوهندوی اصف بهاند داسي لیکي"د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دی او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي. د مثال له پاره دا شعروګورئ چې ډیر په ساده او د کوچنینو له پاره د درک وړ ژبه باندې د څلورو فصلونو مالومات وړاندې کوي:

څلور دي کال کي موسمونه

هر يو جلا لري خوندونه

لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي

په دوبي ټول خولې خولې سي

له اوبو ډک چي يخ منګی وي

په دوبي يخ د چا زړګی وي

چي دوبی ولاړ سي، راسي منی

په وچو پاڼو ډک سي کلی

زنګوي وني تېز بادونه

ور رژوي يې وچ بلګونه

بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي

ورځي سي لنډي او سړې سي

واوره اوريږي يا يخيان وي

پر صندلي راټول کوچنيان وي

بيا پسرلی سي وني شنې سي

په شنو وښو مځکي ښايستې سي

چيچيان راوزي له هګيو

چو چو کوي له ځالګيو

څلور دي کال کي موسمونه

هر يو جلا لري خوندونه

 

د دې تر څنګ د ښاغلي اڅکزي یوه شعري مجموعه هم چاپ ته تیاره ده چي نکلونه او کیسې یې په منظوم ډول لیکلي دي .

اڅکزی د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي. د دې تر څنگ نوموړي د دويچه وېله راډيو د الماني او د سويلي آسيا د انگريزي او اوردو ژبو د ځانگړو څانگو او د المانۍ راډيو سره هم همکاري کړېده.

 

د ښاغلي اڅکزي د اوږد ژوند،ښه صحت اود ژوند په ټولو برخو کي د سترو بریاوو په هلیه خپله لیکنه را نغاړم ستاسو له پاملرني نه تشکر کوم . په درناوي .عبد المجید راغستانی .ډنمارک د سیپټمبر ۷ ،۲۰۱۶ کال

 

 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه

www.kochnai.com

 

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه

http://bit.ly/2ppNEpJ

 

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه

http://bit.ly/2h9CRwc

 

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه

http://bit.ly/2tfIG1u

 

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه

http://bit.ly/2fZf7dO

 

د تکراري سوالونو جوابونه

FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

 

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو

http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

 

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره

http://bit.ly/1IFKLAw

 

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو

http://bit.ly/1T2nC0U

 

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو

http://bit.ly/2dUVS3U

-
بېرته شاته