(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلستان کارېز

[14.Apr.2022 - 15:54]

 

ګلستان کاريز ۔ عنايت الله خان کاريز ۔ ديسوره کاريز غازي عبدالله خان ۔ په هکله تاريخي مالومات د اتلانو مباريزي آؤ مختصر پيښليک ? 

ليک ۔ نجيب الله خان اڅکزی

ګلستان ۔ کاريز ۔ ګلستان تحصيل

 

ګلستان کاريز په اصل کي د هغه کاريز په نامه نومول سوی دی کوم چي په لومړي ځل ګلستان حميدزي اڅکزي کښلی دی خو بيا د سيګی ترینانو لاس ته ولويدی وروسته له دی څخه دوو اڅکزيانو يار محمد خان آؤ غازي عبدالله خان را نيوی ۔ ګلستان کاريز پښين تحصيل کي يؤ له غټو کاريزونو څخه دی آو پر 18 شواروزه ويښل سوی دی چي په دي کي 14.8 شواروزه د اڅکزيو د حميدزي څانګي د جليزو ونډه ده ۔ اؤ 2.8 د عبدالرحمانزو کاکړانو ونډه ده اؤ د سيدانو برخه ده ۔په نومبر 1889 کي د اڅکزيو عريض بيګي کورنی ته د دي کاريز 12 شواروزه د وظیفي په توګه له محصول څخه د تل لپاره خلاصه و ګرځول سوه ۔ کوټه پښين ګزيټير ۔ صفه ۔ 701 . 702 . د يارمحمد خان اڅکزي په اولاده کي نوم وړي پياوړي اتلان ۔ ګلستان خان چي د يارمحمد خان و غازي عبدالله خان اڅکزي  ورور و د شاشجح د باچاهی په اوله دوره کي 1803. 1809 د پښاور ګورنر و . محمد انور خان اڅکزی  د باچا سقه د باچاهی خلاف په افغانستان کي د افغانانو قيادت کوی 1929 ۔ ايوب خان اڅکزی چي کله په بنو کي د امير حيدر هوتي پر کور په 21 .06 .1947 کي جرګي د ازاد پښتونستان د ازاد حکومت اعلان وکړی په 1950 کي جلاوطن سو کابل ته ولاړی په 1977 کي په کابل کي وفات سو هوري خاورو ته و سپارل سو ۔ حاجي قاسم خان اڅکزی په 1985 کي د قومي اسمبلی غړی منتخب سو در 1988 پوري دوه واره نګران صوباهی وزیر جوړ کړل سوی دی . د يارمحمد خان اولاده اوس هم ګلستان کاريز او مځکي کلی قبريستان تحصيل د ګلستان پر نامه دي د يار محمد خان اولاده په کي وسيږي ۔

 

عنايت الله خان ۔ کاريز 

 

ګلستان کلي ته نزدي عنايت الله خان کاريز دی چي د پښين تحصيل در تولو غټ کاريز دی د دي کاريز په اړه ويل کيږي چي د تيمور شا يؤ وزير شيرولي دا کاريز کښلی ؤ چي له هغه څخه د عنايت الله خان اڅکزي پلار بوستان خان اڅکزي را نيولی ؤ ۔ تيمور شا  په 1773 کي باچا سو ۔  دا کاريز پر 13.4 شواروزه ويښل سوی دی ۔ کوټه پښين ګزيټير ۔ صفه ۔ 703 ۔ د عنايت الله خان اڅکزي د اولادي اتلان او پياوړي ۔ برخوردار خان اڅکزی د احمد شابابا په شپږو جرنيلانو کي و چي د پاني پت په ډګر کي د جنګ قيادت کوی ۔ د هندوانو مشر د برخوردارخان اڅکزي په حکم ووژل سو بر خوردار خان د رحمدل خان زوي دی رحمدل خان د جليزي زوي دی جليزی د حميدزي زوي دی۔ د برخوردار خان اولاده اوس هم په عنايت الله کاريز کي وسيږي مځکي باغونه زمه داری لري د ګلستان د بازار جايداد د برخوردار خان د اولادي دی ۔ د عنايت الله خان مزار په جلال خاک قبريستان ګلستان کي دی ۔ ارواښاد اعظم جان کاکو د وطن د ازادی لپاره په کابل کي جلاوطن و ۔ فتح محمد خان د کندهار ګورنر و د امير شيرعلي خان په وخت کي ۔ زمان خان اڅکزی د جنرل ضياالق په وفاقي کابينه کي وزير و ۔ اسلم اولسيار شهيد د وطن لپاره سر قربان کړی دی ۔ 

 

قلعه عبدالله خان ۔ ديسوره کاريز 

 

د پښين تحصيل يؤ کلی دی دا دوه محاله لري چي يو يي ديسوره کاريز دی د کوم په اړه چي ويل کيږي چي ګبرانو ۔ ( زرتښت ) جوړ کړی دی آؤ دوهم چشمه انځرګی دی په اصل کي لومړی کاريز د کاکړانو ؤ دوم د اڅکزو اشيزو ؤ خو دواړه کاريزه د 19 مي صدی په لومړيو کي سردار عبدالله خان له دی څخه را نيولی وو چا چي يوه کلا جوړه کړي وه چي اوس ډيران ده آو دغه ځايي ته خپل نوم ورکړی ؤ سردار عبدالله خان د ډير اثر خاوند کس ؤ چي ميسن يي هم زکر کړی دی وايي چي سردار غازي عبدالله خان يؤ سلا کوټ درلود چي غالبن جينجال و اؤ پر قافلو باندي يي محصول اخستی ۔ سردار عبدالله خان يؤ له هغه دوو غټو مشرانو څخه و چا چي په 1841 کي د کابل د جنګ مشري کوله په دغه جنګ کي د برطانيي استازي ووژل سوه برطانوي فوج شکست و خوړی افغانستان د برطانوي فوج څخه ازاد سو ۔ او د ده دهشت قيصه ليفټينينټ اير داسي بيانوي په کابل کي د جنګ عمليات جنوري 1842 په افغانستان کي د بندي توب احوال سره ۔ د ديسور کاريز پر شل شواروزه ويښل سوی دی له دي څخه يو شواروز اوبه په 1888 کي په 7500 روپی د ريلوي سټيشن دپاره رانيول سوی دي 9.5 شواروزه د حرمزی سيدانو رانيولي دي او دوه شواروزه د غلام محي الدين برخه د پنجاب بينکنګ کمپنی په اجازه اخستي دي او 7.5 شواروزه د اڅکزی په لاس کي دي په دغه کي د تاج محمد خان چي اوس د قلعه عبدالله د اڅکزو مشر دی خپلي 5.5 شواروزه اوبه دده او دده د زوي تر ژونده له ماليه څخه خلاصي دي دغه اڅکزي چي د عريض بيګي کهول دی په دوو کورنی تقسيم دي چي يو يي د محمد اسلم کورنی ده چي تاج محمد خان هم ددغه کاله دی او بل د محمد اکرم خان کهول دی چي اوس يي غلام نبي خان مشر دی۔ کوټه پښين ګزيټير ۔ صفه ۔ 714 . 715 . 716 ۔ په ديسوره کاريز کلي کي اوس هم د غازي عبدالله خان اڅکزي اولاده وسيږي ۔ د غازي عبدالله خان د مشر زويي غازي اکرم خان چي د ميوند په جنګ کي شهيد سو اوس يي مزار په بس بابا زيارت هرات افغانستان کي دی د غازي اکرم خان شهيد چي دري زامون و ۔ احمدجان خان ۔ غلام نبي خان ۔ غلام محي الدين خان ۔ د احمدجان خان اولاده اوس محال په دوخانه خاکريز کندهار کي وسيږي ۔ غازي عبدالله خان ۔ ګلستان خان ۔ يارمحمد خان ۔ سالوخان ۔ فضل  خان عريض بيګی وروڼه و ۔ د سربلند خان زامون وه ۔ د روښندل خان لمسيان وه ۔ روښندل خان عريض بيګی د احمدشا بابا د حکومت اول وزير و چي اوس وزيراعظم ورته وايي ۔ روښندل خان عريض بيګی او د برخوردار خان پلار رحمدل خان د جليزي زامون دي جليزی د حميدزي زويي دی حميدزی د ګوجن زويي دی ګوجن د اڅکزي زويي دی د اڅک يا اڅکزي قبر په توبه اڅکزي کي دی ۔ لويي احمدشا بابا په توبه اڅکزی کي د عريض بيګي و برخوردار خان په کور کي په توبه اڅکزی کي وفات سو ۔ د اول افغان انګليش جنګ فاتح شهيد 1841 . د غازي عبدالله خان اڅکزي مزار په کابل کي دی . ديسوره کاريز عبدالله خان ۔ ژړه کاريز عبدالله خان ۔ لړواڼه کاريز ګلستان ۔ نيدا کاريز روغاني خواجه عمران ۔ جنرل غلام نبي خان د باچا سقه  د حکومت خلاف د افغاني لښکرو قيادت کوی ۔ شهيد سعدالله خان ۔ شهيد فيض الله خان ۔ شهيد نقيب الله خان ۔ شهيد خالدخان ۔ شهيد عبدالستارخان ۔ شهيد داود خان ۔ د غازي عبدالله خان په اولاده کي د وطن لپاره قرباني ورکړي ده ۔

 

اڅکزی قبيله ۔

 

تر دا اوسه پوري اڅکزي په سياسي لحاظ د کوټي پښين ضلعي يو له زښتو زياتو ارزښتناکه قبيلو څخه يوه قبيله ده ځکه چي دی د افغانستان د حکمراني کورنی سره د ويني تړاو لري او د ويښ پر دواړو خواوو مهيم ځايونه د دی در ولکي لاندي دي له دي څخه ډير په افغانستان کي استوګن دي دی په اوس محال در واک لاندي راوستل سوي دي د حيات خان په تاريخ افغانستان کي راغلي دي دی د خپل نيکه بور ترين يا ابدال څخه دوي څانګي دي زيرک او پنجپايي ۔ په زيرک کي پوپلزي ۔ بارکزي ۔ او الکوزي ۔ راځي ۔ په پنجپايي کي ۔ نورزي ۔ عليزي ۔ اسحاقزي ۔ خاکواني ۔ او ماکو ۔ راځي ۔ اڅکزي په ټينګه معنا د بارکزي يوه څانګه ده ۔ خو احمدشابابا درانی چي په خپله هم ابدال دی له دي ويري چي د بارکزي شمير ډير په زياتيدو دی دی يي د پلارنی بيخه را بيل کړل هم د دغه ورځي څخه د اڅکزی قبيلي شکاره مقام تر لاسه کړی دی د افغانستان محمدزي اميران او اڅکزي وږه په وږه سره ولاړ دي ۔ چي د شيرسرخ  جرګه وسوه روښندل خان عريض بيګی اڅکزی د احمدشا بابا اول وزير يا وزيراعظم و ټاکل سو ۔ خلکو به پښتنه کول روښندل خان په بارکزي کي د کم ښاخ سره تعلق لري ۔ په جواب کي به ويل کيدل چي اڅکزی دی ۔ اڅکزی قبيله په خپل نامه هم د دغه ورځي څخه مشهوره سوه ۔ د بارکزي څخه په خپل نوم اڅکزي  مشهور سو  ۔ اڅکزی قبيله د توبي د لويديځ په برخه کي پرته ده چي توبه اڅکزی ورته وايي د دي سره د چمن سب ډويژن په خواجه عمران کي او د پښين په ارمبي کاکوزی ۔ پيرعليزی ۔ ځنګل پيرعليزی ۔ قلعه عبدالله کاريز ۔ ګلستان کاريز ۔ او عنايت الله خان کاريز  کي هم دی ميښت دي خو د دی سيمه د برطانيي در حدود پوري نه ده را لنډه بلکي د دی علاقه په افغانستان کي د مرغه چمن څخه بيا پر مخ د نارين غرونه ۔ د کندهار شمالي برخه او د سهيل لويديځ په لوري د شوراوک تر بړيچو پوري رسيږي ۔ په کوټه پښين کي چي کومي څانګي ابادي دي هغه داسي دي چي بادين زي سکام کاړ ۔ ارمبی ۔ د توبي چنار ۔ او ګوال ناوه ۔ عشيزي د صحره په يو څه برخه کي ۔ په شپيشلون ۔ او تبينه کي ۔ حميدزي په تاشرباط مڼه جليزی دوبندی کدنی وغيره ۔ دوبندی او هغه ته څرمه ناوو کي ۔ نصرت زي د توبي په فراخي کي ۔ عثمانزي د غواږه دري سره نزدي سيمه کي پراته دي ۔ په جسماني لحاظ اڅکزي په محکومه افغان خاوره کي تر ټولو خوندور افغانان دي او دی ډير ژوندي خوندور خواريکش خلک دي ۔ کوټه پښين ګزيټير صفه ۔ 172 . غازي عبدالله خان اڅکزی لکه د کتاب ليکونکي چي په خپله مني غازي عبدالله خان يو غيرت من قامي مشر و د انګريز په خلاف د مباريزي د سر خيلو څخه يو دی او د غاصبو هډونه يي ور مات کړي وو ځکه نو دشمن بيا د غچ اخستلو د ناوړو پروپيګنډو څخه دلته کار اخستی دی د دغه خبري انګريز ليکوال د افغانانو بندي پاته سوي دی د جنګ په ميدان کي يي د پښتنو ميړانه ليدلي ده ځکه خو داسي شکاري چي د زړه زور يي په دا خبره کښلی دی ۔ صفه ۔ 715 ۔ ژباړونکی ۔ غازي عبدالله خان ۔ ګلستان خان ۔ يارمحمد خان چي سره وروڼه وه او بوستان خان چي د عنايت الله خان پلار د برخوردار خان زوي دی په اتلسمه صدی کي موجوده عبدالله خان بازار ۔ تحصيل قلعه عبدالله ۔ ضلع قلعه عبدالله ۔ چي د غازي عبدالله خان نامه ته منسوب  دي ګلستان تحصيل چي د ګلستان خان نامه ته منسوب دی عنايت الله خان کاريز چي د بوستان خان د زوي عنايت الله خان  نامه ته منسوب دی د توبه اڅکزی څخه عبدالله خان کاريز ۔ ګلستان کاريز ۔ عنايت الله خان کاريز ته راغلي دي ۔ ګلستان تحصيل و ضلع قلعه عبدالله ته چي کم اڅکزي راغلي دي باديزی ۔ پيرعليزی ۔ کاکوزی ۔ شمشوزی ‌۔ ټول په يوه وخت کي په اتلسمه صدی کي د توبه اڅکزي څخه دي سيمي ته راغلي دي ۔ د اڅکزي نيکه مزار په زرنازه پراخي نومي ځايي توبه اڅکزي کي دی ۔ چي اوس هم استوګن دي ۔ حوالي ۔ کوټه پښين ګزيټير ۔ ژباړه کامران اڅکزی ۔ ګنډه سنګ احمدشا درانی ۔ د باچا واپسي د افغانستان لپاره جنګ ۔ ويليم ډرمپل ۔ ژباړه درمحمد کاسی ۔ درنښت 

 

نجيب الله خان اڅکزی

-
بېرته شاته