(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عدم تشدد

[05.Jan.2022 - 10:54]

د عدم تشدد فلسفه څه ده؟  په د ې فلسفې سره به څه وشي؟  د عدم تشدد عملي حکمت او پي ټي ایم 

پي ټي ایم د عدم تشدد پر بنسټ یو مذاهمتي تحریک دی

دا خبره منظور پښتون په خپله یوه وینا کې کړی دی او د تحریک له غړو یې غوښتي، چې د عدم تشدد د دې لاره پر بنسټ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي

خو نن هم زیاتره خلک د عدم تشدد له حکته ناخبره دي. که دا لیکنه تر پایه ولولئ، نو د پي ټي ایم له یو نیم کلنو خدمتونو  تر اوسه پورې د ټولو بریاوو په راز کې به د عدم تشدد فلسفه ومومئ

اوس عدم تشدد څه شی دی؟ 

د «عدم تشدد» په کلمې پوهېدل د پي ټي ایم د مشرانو او او کارکوونکو دواړو لپاره له دې امله هم اړین دي، چې له پاچا خان وروسته د هغه خپلوانو له تشدد نه د خپل پوستکي د ژغورلو لپاره د پاچا خان د فلسفې بېړه تبا کړې ده

د دې لپاره په دې فلسفه کې لومړی په ناسمه بڼه او بیا په مثبته بڼه پوهېدل اړین دي

یعنې دا چې لومړی په دې پوه شو، چې عدم تشدد څه ده او څه نه ده.

د شلمې پېړۍ د عدم تشدد په حواله د بریالیو خوځښتونو له مطالعې معلومېږي چې د عدم تشدد فلسفې او سیاسي عملي حکمت د شتر مرغ په څېر په رېګ کې په سرټيټولو سره خپله د تشدد د لمنځه تلو نوم نه دی

یعنې عدم تشدد دا نه دی چې په کومه څا کې کېنه، نو تشدد به پاتې نه شي

عدم تشدد د یوه ډېر لوی او منظم سیاسي خوځښت چلولو د عملي حکمت نوم دی او په دې ډول د عدم تشدد مطلب د تشدد نشتون نه دی. تشدد په عدم تشدد کې د هرې شاملې سیاسي فلسفې یا عملي حکمت اړینه برخه ده. یعنې کله چې خپل تحریک د عدم تشدد پر فلسفې مخته وړئ، نو تشدد به یې اړینه برخه وي؛ خو ستا د مخالف له لوري به وي، نه ستا له لوري

د عدم تشدد فلسفه یوازې تشدد د سیاسي عملي حکمت د برخه کولو نوم نه دی، بلکې په یوه وخت مخالف هڅول دي. بیا یې تشدد زغمل دي، د دې موخې د تر لاسي لپاره له تحریک سره تړلي کسان تمرینول دي او د تشدد دښمن ناکامول دي. د دې تازه مثال په اسمبلۍ کې د محسن داوړ دا جمله ده چې ۱۳ څه ۱۳ لکه هم ووژنه، بیا به هم تشدد و نه کړو؛ خو خامخا به یې ووایو. اوس پوښتنه دا ده، چې یوازې په ویلو به څه وشي ، نو ښاغلیه د همدې خبرو له امله تاسې جېلونو ته لاړئ، له تشدد سره مخ شوئ. دا هغه طریقه ده، چې مخالف ته دې له خبرو هم زیان رسېږي، ګنې تر اوسه خو منظور پښتون یوه پټاکۍ هم نه ده الوزولې او ټوله ریاستي مشینري یې ورپسې کړې ده

مارټر لوتر کنګ په امریکا کې د سپین پوستو امریکایانو په څېر تورپوستو امریکایانو ته هم حقوق غوښتل. د هغه تحریک د پنځوسمې او شپېتمې په نیمايي کې خپل کارکوونکي هندوستان ته ولېږل چې د ګاندي د عدم تشدد فلسفه او پر اساس یې د ګانګرس پارټۍ سیاسي عملي حکمت مطالعه کړي او دا فلسفه او عملي حکمت زده کړي او په امریکا کې یې د روان سول رایټس تحریک موخو لپاره وکاروي

هغه له دې مطالعې ډېر څه زده کړل او امریکا ته تلو یې د عدم تشدد سیاسي حکمت عملي په سیاسي فن بدل کړ. هغوی په پرله پسې توګه خپلو کارکوونکو ته د عدم تشدد (یعنې دښمن تشدد ته هڅول، تشدد زغملو او د تشدد ځواب په تشدد نه ورکول) تمرین پیل کړ

د عدم تشدد د عملي حکمت په توګه د سول رایټس تحریک لومړی د تورو امریکایانو له زړونو د تشدد وېره لرې کړه او د ریاستي جبر ماشین د ننګولو جرات یې ورکړ. د دې موخې د تر لاسي لپاره هغوی خپلو کارکوونکو ته ریاست جبر ته د اکسانې فن وروښود، چې د ریاست کوم رګ ونیول شي، څو تشدد ته وهڅېږي

د بېلګې په توګه تحریکي کارکوونکو د تورو امریکایانو لپاره په هوټلونو او بسونو کې په ځانګړو ځایونو کې له کېناستو انکار وکړ. هغوی د تورو امریکانو لپاره د اوبو څښلو او لمبلو د ځایونو د کارولو پر ځای د برابرۍ د اصولو پر اساس د هغو ځایونو د کارولو جرات وکړ چې د سپینو امریکانو لپاره ځانګړي وو

دا چې دې ډول امتیازي چلند د قانون ملاتړ له ځانه سره درلود، په پایله کې د دې اقداماتو مطلب د سپین پوستو په لاسونو کې موجود ریاستي قوت د ننګولو او د ریاستي جبر او ظلم د رابللو په معنا و

په نسلي توګه د متعصبو سپین پوستو غیر ریاستي تنظیمونو او ریاستي ادارو د افریقايي امریکایانو او د هغوی پر سپین پوستو ملګرو تشدد کاوه، چې له وړاندې یې زغملو ته تمرین کېدل او دې کار ته به چمتو وو. مثلاً پر هغوی جسمي او ذهني تشدد وشو. پر هغوی به یې سپیان ور پرېښودل، پر هغوی یې د واټر کینن اوبه ور پرېښودې. د هغوی کلیساګانې پر بمونو والوزولې او ژوندۍ یې وسوځولې. په بندیخانو کې واچولو شول، په لکونه کسان یې د تحریک له امله بندیان شول، تر دې چې ریاستي جبر انتها وکړه

په سول تحریک پورې اړوندو لکونو کارکوونکو دا جبر په صبر وزغمه او د عدم تشدد له فلسفې به یې ګټه اخیسته، د جبر ځواب یې په جبر او تشدد ور نه کړ

که عدم تشدد په پورته معنا کې زده شي، یعنې تاسې د خپلو خلکو له زړونو ریاستي جبر او تشدد وباسئ، ریاست تشدد ته وهڅوئ، خپلو خلکو ته ریاستي تشدد د زغملو او د تشدد ځواب په تشدد سره د نه ورکولو تمرین ورکړئ، نو ښې پایلې به ولري

د بېلګې په توګه ایا د پاکستان په تاریخ کې تر اوسه د منظور پښتون او د هغه د ډلې په څېر څوک راغلي چې د جنرالانو لو ریاستي ظالمانو داسې مخالفت یې کړي وي؟ 

نن هر ښارمند په ښکاره دې ۷۲ کلن خونخوار ته د محارولو خبره کوي، لامل یې دا دی، چې د خلکو له زرونو تشدد او وېره ختمه شوې ده او له تشدد پرته د ریاست د جرمونو خلاف سیاسي قوت ډېرېږي او دا موخې دي

مثلاً اوس ریاست ته سیاسي او اخلاقي ماته ورکولی شي. له ریاست سره د جبر او تشدد هیڅ اله نه ده پاتې، چې پر خلکو فشار راوړي. په دې ډول له یوې خوا د خپلو خلکو له زړونو د ریاستي وېرې په لرې کولو کې بریالي کېږي او له بلې خوا هغوی له اخلاقي او سیاسي بریا پیاوړی کوي، سیاسي تحریک قوي کوي او ریاستي جبر او تشدد کمزوری کولی شي. ګاندي، نیلسن منډیلا او مارټ لوتر هم همداسې وکړل او بریالي شول

پر دې ټولو سربېره په دې پوهېدل هم ډېر اړین دي، چې عدم تشدد له یوې فلسفې ډېر د یوې تکتیک او عملي حکمت نوم دی. دا په خپل ذات کې کوم سیاسي پروګرام نه دی، بلکې د سیاسي پروګرام یا منشور د موخو د ترلاسي یوه طریقه ده

د دې موخه دا شوه چې د یوه تحریک سیاسي پروګرام یو بېل شی دی

د یوه جامع سیاسي پروګرام شتون د سیاسي تحریک لپاره ډېر اړین دی. یعنې ستاسې موخه څه ده، تاسې څه تر لاسه کول غواړئ. عموماً د سیاسي تحریک مطلب د موجوده ریاست په چوکاټ کې په اوسېدو سره  او له مروج قانون لاندې د خپلو حقوقو تر لاسه کول دي

کله چې ظالم ریاست ته خپل جوړ کړي قانون واسطه کړئ، د خپلو حقونو غوښتنه کوئ او په پایله کې یې تاسې د ریاستې ظلم ښکار کېږئ، نو دا له یوې خوا له ریاست نه د اخلاقي جواز اخلي او له بل لوري تحریک ته اخلاقي او سیاي قوت وربښي

پورته مو ولوستل، چې د عدم تشدد فلسفه او ساسي عملي حکمت څه دی. موږ کوښښ وکړ، چې په دې فلسفې او او عملي حکمت پورې اړوند عام ناسم پوهاوي لرې شي

پښتون په سیاست کې د عدم تشدد د معنا د مسخه کېدو په اړه لاندې تحلیل په همغو معناوو کې ښودل کېږي

څرنګه چې موږ ټول پوهېږو، چې د پاچا خان سیاست او عملي حکمت هم د عدم تشدد پر فلسفې ولاړ و. موږ په دې هم پوهېږو، چې پاچاخان د ګاندي نږدې ملګری و او د ګاندي د عدم تشدد له فلسفې اغېزمن و

پاچاخان تل عدم تشدد د سیاسي او عملي حکمت په توګه باله او بیا یې دا له خپلو سیاسي نظریو او پروګرام نه بېل ګاڼه او په دې ډول د هغه د عدم تشدد نظریه د ګاندي او مارټر لوتر له نظریې سره نږدې وه

له بدبختۍ نه د پاچا خان سیاسي خپلوانو د عدم فلسفې ته په بشپړه توګه یو نوی رنګ ورکړ او یو نوی پرتوګ یې ور واغوست. یو خوا یې عدم تشدد یوازې د یو سیاسي تکتیک بللو پر ځای هغه خپله یوه سیاسي ایجنډا او پروګرام جوړ کړی دی، چې د پایلې په توګه یې له یوې خوا د پښتون تحریک سیاسي ایجنډا او پروګرام له خلا سره مخ شوی دی، نو بل خوا دې نوې معنا د عدم تشدد فلسفه په سرچپه درولې ده

د پاچاخان د سیاسي خپلوانو د نوې معنا پر اساس څه نه کول او د شترمرغ په څېر په رېګ کې سر ټیټول دي. د عدم تشدد مطلب د جابر ریاست د ننګولو پر ځای د هغې مخې ته لوېدل او د وفادارۍ سا اخیستل دي. د عدم تشدد اصلي معنا ( یعنې د عدم تشدد ارتکاب د سیاسي موخو د تر لاسي لپاره نه کول، خو پر دې سربېره جابر ریاست تشدد ته هڅول تو تشدد زغمل) داسې بدله شوې ده چې اوس تشدد نه زغمل هم د عدم تشدد د فلسفې یوه اړینه برخه ده

د عدم تشدد د دې نوې تشریح او معنا موخه د سیاسي چارواکو خپل پوستکې له تشدد نه ژغورل و، خو پایله یې هم دا شوه، چې د تشدد په زغملو سره دښمن په سیاسي او اخلاقي توګه د چت کولو له عملي حکمت نه پښتون سیاسي تحریک د تل لپاره لاس په سر شول. په دې ډول د پاچاخان سیاسي خپلوانو په سیاسي توګه یو انتهايي غیرتمند سیاسی فلسفې او عملي حکمت په یوه بې غیرته فلسفې بدله کړې ده. موږ په تېرو برخو کې ولیدل، چې د دې برعکس افریقايي امریکایانو د عدم تشدد فلسفه څه ډول په هنرې فورم بدله کړ او خپل کارکوونکي یې جابر ریاست تشدد ته د هڅولو او په خوښۍ سره د تشدد زغملو لپاره تمرین کړل او خپل تحریک یې بریالی کړ

دا د وخت مهمه اړتیا ده، چې د پي ټي ایم رهبري د عدم تشدد فلسفه او سیاسي عملي حکمت او تکتیک هم مطالعه کړي او ورسره یې د شلمې پېړۍ دا تحریکونه هم مطالعه کړي، چې د عدم تشدد فلسفه یې د سیاسي عملي حکمت په توګه کارولې ده او دا تحریکونه یې بریالي کړل. د دې تر څنګ د پي ټي ایم رهبرۍ ته دا هم اړینه ده، چې یوه مقایسوي کتنه وکړي، چې د عدم تشدد د فلسفه، سیاسي تکتیک او د عملي حکمت ارتقا په نړیوالو او پښتنو سیاسي تحریکونه په کومه سطحه څه ډول وشول او تورپوستي امریکایان، د هندوستان او جنوبي افریقا سیاسي تحریکونو دا فسفه او تکتیک خپل کړ او بریالي شول، په داسې حال کې چې پښتون سیاسي تحریک برعکس ناکام شول

د پي تي ایم د رهبرۍ لپاره په لاندې ټکو پوهېدل ډېر اړین دي

دا چې د عدم تشدد د فلسفې سیاسي عملي حکمت په توګه مطلب څه دی

دا چې سیاسي ایجنډا او پروګرام یو بېل شی دی او عدم تشدد یوازې د سیاسي ایجنډا او موخو د ترلاسي یوه طریقه ده. په دې د پوهېدو یوه منطقي پایله دا ده، چې د یوه سیاسي تحریک یوه جامع سیاسي ایجنډا ډېره اړینه ده

 دا چې د عدم تشدد مفهوم د تشدد نشتون نه دی، بلکې که له یوې خوا یې موخه د سیاسي موخو د ترلاسي لپاره د تشدد نه کارول دي، نو بل خوا یې مطلب ریاست جبر او تشدد ته هڅول او د ریاستي جبر او تشدد زغمل دي

دا چې له یوه منظم سیاسي تحریک او له جامي سیاسي پروګرام سره ریاست تشدد ته اړ باسل او زغملو موخه یو خوا د ریاست اخلاقي او سیاسي ماته او د تحریک اخلاقي او سیاسي بریا تر لاسه کول دي، نو بل خوا ریاست ټولو ظلمونو او تشدد ته مجبورول دي او د خلکو له زړونو د ریاستي ظلم وېره لرې کول مطلب دی

لیکنه: ډاکټر محمد زبیر

نوټ: د لیکنې د اسانه کولو لپاره په لیکنه کې د ترمیم بښنه غواړم

له اردو څخه پښتو ته ژباړه. لعل الدين عاطف

-
بېرته شاته