(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قام ېا ملت

[05.Jan.2022 - 10:51]

قام ېاملت Nation

که په زمکه نظر واچولی شي، نو چیرته لوړ دنګ غرونه دي، چیرته د غرونو په سرونو واورين پټکی دي او چيرته ئې ځان په شنو دوشالو کې پټ کړی دی

چیرته په غړمبار روان سیندونه دي او چیرته سردرې، ځائې په ځائې پکې سمندرونه ، دشتې ، اوار او پراخه میدانونه دي او چیرته چې ورشو ګانې او شاړې شودیارې په ظاهره د زمکی طبعی خدوخال هم دی او د آب و هوا د څرنګوالي عوامل هم دي، خو تر شائې په فطری ډول یو عظیم الشان مقصد هم پروت دی . که لږ په غور سره وکتل شی نو د زمکی دغه طبعی خدوخال د مختلفو جغرافيائی وحدتونو څرګندونه کوي. چیرته د یو جغرافیائی وحدت تړون داسی دی، چې لوړ، دنګ او وچت غرونه ئې د یو سرحد او پراخه سمندر ئې د بل سرحد بندیشونه ښکاره کوي. چیرته د یو هیواد یا جغرافیائی وحدت په یوه او بله غاړه ژور، لوئې او غړمبیدلي دریابونه دي ، او چیرته پراخې صحرا ګانې او دشتونه د جغرافیائی وحدت حدونه په ګوته کوي. غرض دا چې د زمکې دغه خد و خال په څو څو ډوله د فطرت د تقاضو او منشاګانو هندارې دي . د فطرت دغه غوښتنې د جغرافيائی وحدت پورې محدودې ندي . خبره نوره هم په مخه ځی د جغرافیائی وحدت د زمکی د جوړښت او نورو ډیرو عواملو په اشتراک عمل یوه خاصه ژبه او کولتور وجود مومي. دغه ژبه او دغه کولتور په ډیره اوږده موده کې د هیواد جغرافیائی خدوخال نه خپل وجود پیداکوي. شریک کولتور خلک راغونډ کړي. غونډه، ناسته پاسته ، دود ، دستور پیدا کوي. داسی ورو ، ورو په غیر شعوری ډول یو کولتوري وحدت پیدا شي. چې کله دغه کولتوري وحدت په جغرافیائي وحدت پورې خپلې اړېکي مضبوطې کړي . نو خبره نوره هم په مخه لاړه شي، فطرت په دغه جغرافیائي وحدت کې د اوسیدونکو د ټولو ضروریاتو بندوبست کوي . او د پیداوار منابع د ولس د ضروریاتو سره سمې موجودې وي . ددغه منابعو ادراک او ضروریات چې سره یو شي، نو اقتصاد مینځ ته راوړي . د قامي او انفرادي شته منیو تصور پیدا شي په ټولنه کې اقتصاد خپلې جرړې مضبوطې کړي. داسې جغرافیائي وحدت یو کولتوري او اقتصادي وحدت شي . هر کله چې دشته منیو د ملکیت تصور پوخ شي او شعور وده وکړي، نو ( د درې اړخیزه وحدت د ساتنې ، دفاع او انتظام) اړتیا سېاست مینځ ته راوړي. درې اړخيزې وحدت چې کله سیاسي وحدت بیامومي نو د یوملت/ قام د تشکیل عمل سرته ورسي . داسې ګويا قام/ملت هاغه دی، چې په یو جغرافیائي ، کولتوري، اقتصادي او سیاسي وحدت کې پیرلی شوی وي. ددې نه پرته قام/ملت تشکیل نه شي موندی

غرض دا چې قامونه/ملتونه په فطري ډول د فطرت د منشا سره سم وجود مومي. څومره چې « څلور اړخیزې وحدت » لرغونی او فطري وي، هومره ئې وجود سلامت ، مسئلې ئې کمې او ملي/قامي افتخارات او شهامت ئې پیاوړی وي. ددې سره په څنګ کې یو بل حقیقت هم موجود دی، چې د تاریخ پاڼې پرې په تواتر سره ګواهي کوي .هغه دا چې هر کله په یو فطري جغرافیائي وحدت کې د بهر نه ګوټې ووهلی شي . یا ددغه جغرافیائی وحدت حدونه د فطري حدونو نه پرته په بلې طریقې سره تشکیل شي، نو شخړې پیدا شی . «  نیشنل ازم » هم ددغه کشالوعکس عمل ته ووايي

(پښتون قامي وحدت)

-
بېرته شاته