(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ټپه

[05.Jan.2022 - 10:10]

 

پښتو ټپه

ليک: امان الله نصرت

ټپه د پښتو ژبې يو لرغونی او ځانګړی کلاسيک صنف دی چې د ولس په منځ کې را زېږېدلی خپور شوی او په شفاهي ډول تر مونږ رارسېدلی دی۰

 

ټپه، لنډۍ يا مصرعه يو لند شعر دی چې لومړۍ مصرعه ېې نهه او دوهمه ديارلس سيلابونه لري او ويونکی ېې نه وي معلوم خو ډېره برخه ېې د ښځو له خوا ويل شوی او د پښتو شاعرۍ پيل هم له ټپې يا لنډۍ څخه شوی دی چې بيا له پښتو څخه نورو ژبو خپله کړی خو له پښتو سره په هيڅ ډول سيالي نه شي کولای۰

 

ټپه يا لنډۍ د پښتو ادب د ولسي شاعرۍ يو ډېر رنګين او ټولمنلی صنف دی چې په پښتنو کې ځانګړی مقبوليت لري او خوښونکي ېې له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته ډېرېږي او پښتانه پکې په ډېر موثر او زړه راښکونکي انداز خپل خيالات او د خپلو زړونو احساسات او جذبات څرګندوی او له نورو سره ېې شريکوي چې پر زړونو کښيني او ځانګړی اثر او اغيز پرې کوي۰

 

ادبپوهانو لنډيو ته د پښتو ادب روح ويلی چې د ژوند بېلابېل اړخونه پکې انځور شوي او په ځانګړي ډول پښتنو ښځو پکې خپل عواطف، نازک خيالات او احساسات په ډېره ښکلې بڼه تمثيل او څرګند کړي دي او ډيری ويونکې ېې هم پښتنې ښځې دي۰

 

لنډۍ د ولسي سندرو  فولکلور او شفاهي ادبياتو يوه ستره او مهمه برخه ده چې د پښتو له تحريري ادبياتو څخه مخکې ېې وجود درلود او اوږود تاريخي لرغونتوب لري۰ يعنې فولکلوريکو ادبياتو له تحريري ادبياتو سل ګونه کلونه مخکې د خلکو په خولو او زړونو کې موجوديت درلود  او د ملي شعر حيثيت ېې درلود۰

 

ټپه يا لنډۍ د قافيې او رديف له کرښو او پولو ازاده ده او سره له لنډون او اختصار د جامعيت له پلوه بې سارې او هغه د چا خبره درياب په کوزه کې ځايول دی همدا لامل دی چې د لنډۍ يا ټپې ويونکی په ډېرو کمو لفظونو کې په ډېره خوږه ساده او اسانه ژبه د زړه خبرې او لوی مطلب بيانوي چې تشريح او توضيح ته ېې اړتيا نه ليدل کېږي او په ډېره اسانۍ ېې لوستونکي او اورېدونکي په معنا  پوهېږي او پر زړونو ېې کښېني۰

 

د لنډيو سفر له زرګونو کلونو راهيسې پيل شوی او د بېلابېلو زمانو او خلکو د زړه اوازونه او حالات او واقعات ېې تر مونږ رارسولي دي، دا سلسله همداسې پر مخ روانه ده او اوسنی نسل پکې هم خپلې د ژوند پېښې او د ټولنې سړې تودې ورزياتوي چې د تاريخ برخه شي او راتلونکو نسلونو ته ېې ولېږدوي۰

 

لنډۍ په بېلابېلو پېړيو  او د اسلام له ظهور څخه مخکې او تر ننه په پښتنو کې شتون درلود او دا سلسله همداسې روانه او تر مونږ رارسېدلې ده۰

 

مونږ ډېرې داسې تاريخي لنډۍ لرو چې د پښتو ددې رنګين صنف لرغونتوب ترې څرګندېږي او دا ثابتوي چې په تېرو زمانو کې د پښتو شفاهي ادب په دې ښکلي او په زړه پورې فورم کې پښتنو خپله طبع ازمايلې او تاريخي پېښې او واقعات ېې پکې خوندي کړي دي۰

وګورئ دا لاندې لنډۍ چې هم تاريخي قدامت لري او هم خوږوالی، رنګينې او  ځانګړی تاثير او زړه راښکون:

 

      سپوږميه سر وهه را خېژه 

      يار مې د ګلو لو کوي، ګوتې رېبينه

 

      چې د خالو لښکرې راغلې

      زه به ګومل ته د خپل يار دیدن ته ځمه

 

د مازيګر زيړيه لمره

ته لا ولاړ ېې په ما پرېوتل ګردونه

 

مازيګری دی، ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې، رښتيا به شينه

 

د مغل ظلم به نسکور شي

چۍ پير روښان توره په لاس جنګ له ورځينه

 

په ملاکنډ توره تياره شوه

هارونه توره ځلوه چۍ رڼا شينه

 

زما په پاک الله باور دۍ

ځکه به تش لاس د کشمير غزا له ځمه

 

په هندوستان دې څلۍ جوړ شه

د بې ننګۍ اواز دې را مه شه مئينه

 

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

 

چې توره نه کړې نور به څه کړې

چې دې شودې د پښتنې رودلي دينه

 

خال به د يار د وينو کېږدم

چې شنه باغچه کې ګل ګلاب و شرموينه

 

ستا له لنډي ټوپکه ځار شم

په اوږه ستا وۍ کږه زه د خياله ځمه

 

په لنډيو کې د ژوند د بېلابېلو اړخونو  او موضوعاتو  بېلابېل انځورونه او تصويرونه تر سترګو کېږي  او دا صنف د پښتو په ولسي شاعرۍ کې ډېر اهميت لري او ټول پښتانه ېې خوښوي۰

 

د پښتو لنډيو شمير له ميلونونو اوړي او له ښه بخته چې زمونږ يو شمير فرهنګپالو پښنتو او د پښتو ادب څېړونکو او استادانو په لنډيو ډېر کار کړی، په زرګونو لنډۍ ېې راټولې کړي او د کتابونو په پاڼو کې خوندي کړي دي۰

 

      په کوزه پښتونخوا کې د پښتو ژبې تکړه ليکوالې او څېړونکې «آغلې سلما شاهين» د پښتو لنډيو په باب په زړه پورې څېړنه کړې او د«روهي سندرې» په نوم يې د لنډيو ټولګه چمتو کړې چې يو ډېر ګټور او ارزښتمن کتاب دی او د پښتو لنډۍ په اړه پکې په زړه پورې معلومات راټول شوي دي۰

 

همدغه راز د پېښور پښتو اکاډمۍ استاد ډاکټر دانش بېټني هم خپله د پې ايچ ډي مقاله په لنډيو ليکلی چې يو معتبر او باوري اثر ېې ګڼلی شو۰ نوموړې د لنډيو د تاريخي لرغونتوب په اړه ليکي: «د لنډۍ يا مصرعې د قدمت په هکله مورخين مختلفې راېې لري، ځيني دې ته د شپاړسمې صدۍ عيسوي صنف وايي او څوک دا د هجري سن د وړومبۍ صدۍ پيدايش ګڼي

هر څو که محقيقن او مورخين د دې د تاريخ په هکله اختلافات لري، نو زما خپل خيال دا دی، چې څه رنګ د ټپې يا لنډۍ د شاعر يا شاعرې د نوم او مقام په هکله څوک په دعوې سره نه شي ويلی، دغه شان د دې د زمانې او دور تعين هم نه شي کېدی. بيا هم دا خبره هر چاته معلومه ده، چې د پښتو سندرو دا قديم ترين صنف د پښتو اولسي ادب په ټولو دورونو کې هم په يوه انداز ژوندی او مقبول پاتې شوی دی او په خپل اصلي حالت کې اوس هم هغسې موجود دی.

 

په بلوچستان کې ښاغلي ګل محمد کاکړ د(ګل ټپې) په نامه د پښتو لنډيو څلور مجموعې چاپ کړې دي او په پېښور کې  پښتو اکاډمۍ د لنډيو په راټولولو او په کتابي بڼه په چاپ کولو کې ډېر زيار ويستلی دی.

 

نوموتي ليکوال او څېړونکي پروفيسر نواز طاير هم په لنډيو ژوره څېړنه او تحقيق کړی او د ټپه او ژوند په نوم ېې يو تحقيقي اثر کښلی چې ډېر کره، ژور او ارزښتمن معلومات ېې  پکې د کاغذ پاڼو ته سپارلي 

او د پښتو ادب مينه والو ته ډالۍ کړي دي۰

 

همدغه راز د دير د سيمې ليکوال ډاکټر جهان عالم د پښتو ټپه او تلميحات او ټپه او صنعتونه په نومونو دوه کتابونه د لنډيو به اړه ليکلي چې زه ېې کار او زيار ته د قدر په سترګو ګورم او ښه هڅه او خدمت ېې ګڼم۰

د خيبر پښتونخوا د شانګلې يوه وکيل سرور يوسفزي هم د ټپو وار راسره کېده په نوم په خپل کتاب کې يو شمير لنډۍ راټولې کړي چې شمير ېې پنځلس سوو ته رسېږي  او دا کتاب اوس تازه چاپ شوی دی۰

 

د سوات د خوازه خېلې يو بل ليکوال سراج الدين سراج هم    ( د زړه درد مې ټپه کړه ) په نوم په کتا ب کې  لس زره   لنډۍ راټولې کړي چې يو خورا ګټور او ښه کار ېې کړی او په ستايلو ارزي۰

 

      لنډۍ د پښتو ادب بېسارې شتمنه او غوښنه برخه ده، چې بله هيڅ ژبه او ادب دا ډول ادبي پانګه او شتمني نه لري او نه ېې پيدا کولای شيد ادبپوهانو په نظر د پښتو لنډيو شمېر خورا زيات او له ميليونونو اوړي او د دقيق شمير معلومول ېې ناشونی ښکاري خو بيا هم ويلای شو چې  په نړۍ کې د پښتنو تر شمېر به د پښتو لنډيو شمېر په دې زيات وي چې لنډۍ د هر پښتون له سا سره ملګرې او په خټه کې ېې اښکل شوې ده۰

 

      د ټولو پښتو لنډيو را ټولول خورا سخت او  ناشونی کار دی، خو بيا هم ډېرو ليکولانو او څېړونکو هڅې کړې او زيار ېې ويستلی دي چې د پښتو د فولکلوريک ادب دا ارزښتمنه پانګه راټوله او خوندي کړې او له ورکېدو او هېرېدو  ېې وساتي۰ 

د پښتو لنډيو د راټولولو او په کتابي بڼه د خونديتوب  تر ټولو پخوانی کار د هندوستان د يوه نواب محمد ارتضا خان له خوا شوی او نوموړي پښتون خان د ۱۲۲۵هـ ق کال شاوخوا په خپل فرهنګ ارتضايي نومي کتاب کې، يو شمير پښتو لنډۍ ليکلي  او خوندي کړي  دي

 

همدغه راز ډار مسټټر په ختيځ پوهانو کې د لنډيو د راټولولو او ثبت کار کړی دی او په افغانستان کې ارواښاد عپلامه حبيبي، ارواښاد استاد بېنوا، ارواښاد محمد دين ژواک، پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، استاد حبيب الله رفيع، ارواښاد محمد ګل نوري، ښاغلي عبدالکريم پتنګ، اروا ښاد مصطفی جهاد او د پښتو ټولنې د فولکلور څانګې دغه ډول لنډۍ را ټولې کړې دي او د لنډيو په ځانګړو مجموعو او يا د فولکلور د نورو مجموعو په ترڅ کې ېې چاپ کړې دي.

 

په دې وروستيو کې د پېښور د پښتو اکاډمۍ استاد ډاکټر دانش بېټني د  ( پښتو ټپه ) په نوم د پښتو اکاډمۍ په ملاتړ يوه د لنډيو ټولګه چاپ کړې چې د يو شمير پېغمبرانو، صحابه وو او اولياکرامو يادونه پکې شوې ده۰

 

ډاکټر نور محمد دانش بېټنی يو دروند پښتون، مهربان انسان او تکړه او هڅاند استاد دی چې تل ېې د پښتو ژبې او ادب لپاره خپلې علمي او ادبي څېړنې جاري ساتلي او پښتنو ته ېې ډېر ګټور او ارزښتمن علمي اثار ډالۍ کړي دي۰

 

د پښتو لنډيو په راټولولو کې د ډاکټر دانش بېټني کار او زيار ډېر مهم او د قدر وړ دی او د لنډيو د څېړونکو او د ادب د زده کوونکو لپاره د لارې د مشال حيثيت لري۰

 

ډاکټر پېټني خپل کتاب په درېوو برخو وېشلی چې لومړنۍ برخه  ېې په ټپه کې د ځينو پېغمبرانو ذکر ته ځانګړې کړې په دوهم باب ( پښتو ټپه کې د ځينو اصحابه کرامو يادونه ) کې ېې هغه لنډۍ ځای کړی چې  د اسلام د ستر لارښود رسول اکرم ص د صحابه کرامو نومونه پکې ياد شوي او دريم باب يا درېيمه برخه ېې ( پښتو ټپه کې اوليا کرام ) نومونو ته مختص کړې او يو شمير هغه لنډۍ ېې پکې راوړي دي چې د اولياوو او صالحينو نومونه پکې راغلي دي۰

 

ښاغلي دانش بېټني په يادو برخو کې ژوره او هر اړخيزه څېړنه کړې او هغه څه ېې راسپړلي او په ډاګه کړي چې مستند او په تاريخی حقايقو او شواهدو ولاړ دی۰

نوموړی زيار ويستلی او هڅه ېې کړې چې د هرې لنډۍ تاريخي او رښتينی پس منظر او شاليد په پوره کوښښ وڅېړي او په هغو معلوماتو او حقايقو رڼا واچوي چې دا لنډۍ ېې په مناسبت ويل شوی، ترې رازېږېدلې او تر مونږ رارسېدلې ده۰ 

 

دا په لومړي اسمان کې ګوره

بابا ادم د پاک رسول ديدن کوينه

 

که مې د زړه چينې جاري شي

توپان د نوح به په دنيا کې جاري شينه

 

افغانستان د نوح بېړۍ کړې

چې پښتانه پکې په امن ژوند کوينه

 

يار د نمرود په شان ظالم دی

لکه خليل مې ور انګار ته غورځوينه

 

زما د ګل په شان جانانه

لکه يعقوب پېغمبر مړ درپسې شومه

 

که زلېخا صادقه نه وای

چرته يوسف چرته د مصر بازارونه

 

د موسی ژبه دې خدای درکړي

چې دې ديدار د پاک الله په برخه شينه

 

بخت مې ياري راسره نه کړي

که مې نګين د سلېمان په ګوته شينه

 

که د ښاغلی بېټني د ستړياوو او کار او زيار هر څومره ستاينه او ځلونه وشي بيا به هم کمه وي او زه ېې ډاکټر صاحب حقدار ګڼم۰

 د دانش بېټني  ( پښتو ټپه) په ډېرو ستايلو ارزي او دا د پښتو د فولکوريک ادب د بډاينې او پرمختګ لپاره يو ډېر مهم او ارزښتمن ګام دی چې بايد دا سلسله همداسې جاري او ساري وساتل شي او ټکنۍ کېدو ته پرېنښودل شي۰

 

زه خپل ګران ملګري ډاکټر بېټني صاحب ته ددغه ارزښتمن او ګټور کتاب د چاپ مبارکي وايم او دعا کوم چې ستر رب دې د پښتو ژبې او او ادب دا تاند، تپاند او هڅاند خدمتګار تل همداسې ځلاند او څپاند لري چې د خپلې مورنۍ ژبې د لا غوړېدنې او پرمنختګ په لاره کې خپلې هڅې او هلې ځلې همداسې ګړندي او ژوندۍ وساتي او په دې برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي۰

په ډېره مينه او درنښت

 

۵/۱۲/۲۰۲

پېښور

-
بېرته شاته