(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاكتر لطیف یاد

[05.Jan.2022 - 10:08]

دختیز هند کمپنۍEast India Company دشرق الهند کمپنۍ

دختیز هند کمپنۍ چې په انګریزي ژبه ورته ( ایسټ انډیا کمپني ) وایی او په عربي او پارسي ژبو یې کمپني شرق الهند بولي یوه برتانوي انګریزي سوداګریزه کمپنۍ وه چې مرکزي دفتر یې په لندن کې و په ۱۶۰۰ زیږدیز / میلادی کال کې په هغه وخت کې چې مغولو پر هندوستان راج چلاوه اوداکبر باچادزوی جهانګیر دواکمنۍ دوره وه دنوموړي مغولي واکمن دحکومت نه یې دا اجازه او جواز تر لاسه کړ چې په هند کې خپل سوداګریز کارونه پیل کړي او دا په حقیقت کې دلوی هندوستان او دهندوستان دګاونډي هیوادونو دنیولو یوه منصوبه او پلان و .په هغه وخت کې دانګلستان ټولواکمنه ( ملکه ) لومړۍ الیزابته وه . دختیز هند کمپنۍ دلو مړي ځل لپاره خپل لو مړنی سو داګریز دفتر دهند دګوجرات دسورت په ښار کې پر ا نیست او په کراره کراره یې دبمبئي ،مدراس او په پای کې یې د کلکتې ښارونه دخپلو سوداګریزو فعالیتونو او هلو ځلو مرکزونه وګرځول. په هغه وخت کې دختیز هند کمپنۍ په ختیزو هیوادونو کې دنورو مستعمرو په لټه کې وو او هم یې داندونیشیا دهیواد دجاوا او سماټرا دټاپوګانو ( جزیرو ) نه اروپا(یورپ ) ته ددیګ مسالې وړلې او ښه ګټه به یې کو له .سربیره پردې کمپنۍ اروپایی هیوادونوته کتان ، وریښم ، مالګه ، چای ، اپین، نیل او پوتاشیم نټریټ هم صادرول . دغې کمپنۍ دخپلو ګټو او منافعو لپاره یو نیم لک پوځ(فوج) هم درلود.

کله چې په ۱۸۵۷ زږدیز کال کې دهند ولسونو او پراخه پرګنو دکاختۍ ّ( قحطۍ ) دکمپنۍ دظلمونو او دډیرو ټکسونو دورکولو نه په تنګ شوۍ وونو په ټول هند کې دانګریزانو پر خلاف عمومي پاڅون وشو او دباکسر تر جګړې وروسته دغه کمپنۍ دیوه سوداګریزسازمان نه په یوه سیاسي سازمان وا وښتله او کمپنۍ په ۱۸۵۸ زیږدیز کا ل کې خپلې ټولې چارې دانګریزانو وایسراته چې په کلکته کې میشته ووسپارلې چې بیا تر هغه وروسته دانګریزانو وایسرا به په ډهلی کې اوسید او پر ټول هندوستان یې چې اوسنی پاکستان ، بنګله دیش او برما هم پکې شامله وه خپلې منګولې ښخې کړې . هغه ظلمونه او نادودي چې دختیز هند کمپنۍ دهند پر مظلوم ولس وکړې تاریخ به یې هیر نکړي ، دخپلواکۍ غو ښتونکو وژل او دوی ته سختې سزاګانې ددغه ښکیلا کګرو په پالیسۍ او اجندا کې یو عادي کار ګڼل کیده .همداراز انګریزان و وروسته دنورو هیوادونو دنیولو په فکر کې هم شول او درې ځلې یې پر افغانستان هم بریدونه وکړل .

دختیز هند کمپنۍ او دهغو میراثخورو یعنې دهند برتانوي حکومت د۱۹۴۷ زیږدیز کاله پورې چې تقریبا ۲۵۰ کلونه کیږي دهند پر نیمې وچې حکومت وکړ او په پای کې دهند ولسونو دیو ې اوږدې مودې نه وروسته د پیرنګیانو نه داسارت او غلامۍ ژغ له خپلو اوږو ایسته کړ او هندپه ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه .

(یاد)

............

مارکوپولو(Morco Polo) او دوریښموسوداګریزه لاره

لیک: ډاکتر لطیف یاد

مارکوپولوددیارلسمې عیسوي پیړۍ په دویمه نیمايي ۱۲۵۴ زیږدیز/میلادي کال کې دايټالیې( اټلي ) دوینس په ښار کې زیږیدلی و. دي په اصل کې یو مشهور ګرځندوی اوسیلا نی و چې دخپل پلار او تره ( کاکا) سره یوځای چین ته تللي و او دکوبلي خان په دربارکې یې چې دچنګیزخان لمسی وله هغه سره له نږدې کتلي و .په هغه وخت کې یې داوسني چین پلازميينې ( پایتخت ) بیجنګ ته (خان بالیغ )وایه اوده په خان بالیغ کې اوولس کلونه دکوبلي خان په دربار کې دهغه سره تیر کړي وواوله هغه سره یې نږدې اړیکي درلودل..

دمارکوپولو نه دمخه دده پلار او تره هم چین ته سفرونه کړی وو او هلته یې څلېر ویشت کلونه تیر کړي وو. کله یې چې پلار او تره دچین له سفره راستانه شول نو ده ته یې هم دچین دعجایباتو کیسې وکړې او داځل ده هم ژمنه وکړه چې دخپل پلار او تره په ملګرتیا به چین ته سفرکوي او دغه هیواد به له نږدې ګوري . پلار او تره یې هم داځل اوولس کلن مارکوپولو په خپل سفر کې له ځانه سره ملګری کړاو کله چې ددوی سفرپه (۱۲۷۱زیږدیز/میلادي ) کا ل کې پیل شو نو لو مړی فلسطین او دشام سیمې ته لاړل له هغه ځایه دهرمزد تنګي له لارې ایران ته لاړل او دایران داصفهانه یې لیدنه وکړه ،ترهغه وروسته دوی منځنۍ آسیا ته لاړل او دسمرقند او بخارا ښارونه یې هم ولیدل .بیا افغانستان ته لاړل او دبدخشان ، پامیر او واخان له لارې چیني ترکستان او بیا له هغه ځایه دچین پلازمیینې خان بالیغ ته لاړل.

دتاریخو نو په حواله مارکوپولو دوریښمو په لارې چین ته سفر وکړ .دوریښمولاره (Silk Roadd) یا ( Silk Route ) هغه تاریخي لاره وه چې ۸۰۰۰ کیلومټره او ږده وه اوپردې لارې به دچین دهیواد وریښم دمصر داسکندریې ښارته لیږدول کېدل او له هغه ځایه به بیا سوداګرو اروپا ( یورپ ) ته وړل.دوریښمو لاره دچین نه پیل کیدله لومړی ختیز ترکستان ، افغانستا ن ، خوارزم ، ازبکستان ، ترکمنستان ، ایران ، عراق ، شام ، فلسطین اومصر ته رسیدله . دوریښمو پر لارې به له چینه وریښم ، کاغذ، چیني لوښي ، باروت ، لاک او قطب نما ګانې یورپ ته وړل کیدلې او له یورپ نه په دوریښمو پر لارې چین ته رنګارنګ مرغان او حیوانات،ښېښه اي لوښي ، شراب ، عطر . مرغلرې . دسرواو سپینو زرو سکې اونور ډیرشیان وړل کیدل.باید زیاته کړو چې دغه اروپايي مالونه به کله کله تر جاپان او کوریا پورې هم رسیدل او هلته یې هم زیات شمیر مینه وال درلودل.همداراز دوریښمو بله لاره دکابل ، اوسني پاکستان دکراچۍ او هندوستان پرلارې وه چې بیا به دچین سوداګریز توکي دپارس دخلیج له لارې ترکیی او یورپ ته تلل.

کله چې مارکوپولواو پلار او تره یې دچین پلازمیینې خان بالیغ ته ورسیدل نو کوبلی خان په دربار کې ددوی تود هرکلی وشو . مارکوپولو پر څلورو ژبو پوهیده او وروسته دی کوبلي خان له خوا دچین دیوه ایالت واکمن وټاکل شو. مارکوپولو له چینه ډیرڅه زده کړل .ده چیني ژبه ښه زده کړه او دهغه ځای دفرهنګ او تهذیب سره ډیرښه آشنا شو.

مارکوپولو په چین کې تر اوولسو کلونو تم کیدووروسته وپتېيله چېئ له خپل پلار او تره سره یوځای له چین نه خپل هیواد ته ستانه شي .دوی په کښتۍ کې لومړی له هغه ځایه سنګاپور ، سوماترا ،میانمار( برما)، ترینکومالي او جفناته چې په اوسنۍ سریلانکا کې موقعیت لري اوبیااله هغه ځایه بمبئي ، ګجرات او دپارس خلیج ته ځانونه ورسول اوبیا تورې بحیرې او له هغه ځایه دترکیې اویونان پرلاره دايټالیې دوینس ښار ته لاړل.

دمارکوپولو نه دده یون یا دسفرپه اړه یوکتاب پاتې دی چې دخپل سفر ټول حوادث اوپیښې یې پکې لیکلي دي چې (دمارکوپولو دیونلیک یا سفرنامې )په نامه یادیږي او په ډیرو آسیایی او اروپایی ژبو ژباړل شوی دی..باید زیاته کړو چې ده په خپل دغه سفر کې ۲۴۰۰۰ زره کیلومټره لاره ووهله .مارکوپولو په (۱۳۲۴ ) زیږدیز /میلادي کال له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .

ده دافغانستان دپامیرپه لوړو کې هغه ښکر لرونکي پسونه هم ولیدل چې نن ورځ یې دمار کوپولو د پسونو په نامه یادوي .

 

...............

هندکیانو اوهندکوHindko( اینکو) ژبې په اړوند لنډ معلومات:

دیاد لیکنه

هندکیان (Hindkowans) هغه اینډو آریایي اتنیکه ډله ده چې زیاتره وګړي یې دپښتونخواپه پیښور. نوښار ، صوابۍ ، مانسهره ، ایبټ اباد،تورغر ، هزاره ،هریپور ، اټک او کوهاټ او دپاکستان په راولپېنډي ، شمالي پنجاپ ( پوټھوهار ) ، Pothohar په سیمه او کشمیرپه پونچھ ،باغ،مظفر آباد، دکاغان په درې او دافغانستان دهندوکش دغرونوپه لړیوکې ژوند کوي .

ددوی ژبه هندکوHindko نومیږي چې موږپښتانه ورته اینکو وایو.هندکو داینډو اریايي ژبو پورې اړه لري اود لہنداLahnda (شمالي پنجاب )دڅانګې یوګړدود دی.داژبه په هند ، پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان کې ویونکي لري چې څلور ملیونه وګړي پرې غږیږي . ددوی په ژبه کې دسنسکریت ، هندي ، پنجابي ، عربي ، پارسي او پښتوژبې ډیر ويي( لغات ) شته .ددې ژبې ځینې لهجې دادي : کوهاټي( Kohati) اعوانکري(Awankari)، غیبي ( Ghebi)، چچي ( Chacchi) او دهزاره دسیمې اینکو(Hazara Hindko).

هندکیان په ډیروښاخونوویشل شوي دي چې جټ او پراچه یې هم ښاخونه دي .دوی سني مذهبه مسلمانان دي ، خو لږشمیر هندوان هم پکې شته چې په اینکوژبه خبرې کوي .په پښتونخوا کې داینکوژبې لپاره یوه اکیډیمي هم شته چې ددغې ژبې دپر مختګ او غوړیدنې لپاره کارکوي .

همدارازدګندهارا دهندکو بورډ( The Gandhara Hindko Board)او اداره فروغ هندکو(The Idara-e-Faroghe Hindko) ډیرې هلې ځلې کوي چې هندکوژبه په هره برخه کې وده اوپرمختګ وکړي .همداراز دغه اداره همدا اوس په پښتونخوا کې یوشمیر دهندکوژبې دلیکوالانو اوشاعرانو په مرسته لکه رفیع اکبر سواتي ، اورنګزیب غزنوي ، سید محبوب، آصف ثاقب،صوفي عبدالرشید، فضل اکبر کمال ،شریف حسین شاه ،محمد فرید ، یحیي خالد،نذیر کسلوي او محمد حنیف دهندکو ژبې دادبیاتو أباره چوپړ او خدمت کوي .

همدارازپه خیبر بښتونخوا کې دغه لاندینۍ خپرونې هم دهندکو دژبې په پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي چې نومونه یې دادي : هندکوان( Hindkowan)، دګندهارا وایس(The Gandhara Voice,، سرخیل( Sarkhail) ،تارې (Tarey)او فروغ( Faroogh)

همداراز سلطان سکون د هندکو ډیکشینري دلومړي ځل لپاره ولیکله او همدارازدلومړي ځل لپاره قرآن شریف ژباړه هم دحیدرزمان له خوا په هندکوژبه ترسره شوه.

باید زیاته کړو چې په پښتونخوا کې دځینو پښتنو قبیلو خلک هم په هندکو پوهیږي چې په دغوپښتني قبیلو کې ترین ، ګدون( جدون) دلازاک، مشواڼي ، اتمانزي ، سواتي ، اوطاهرخیلي یادولی شو.

دپښتو ژبې نامتو صوفي شاعررحمان بابا په خپل دیوان کې دهیررانجها یادونه داسې کړې ده :

ډیر هندکي په جهان ګرځي دچایاد دي

عشق عالي پایه دهیر او درانجها کړه

بل نامتو شخصیت چې دغې ژبې ته یې ډیر کارکړی دي او یوشپیته آثاریې پکې لیکلي دي هغه ارواښاد پروفیسر ظهور احمد و.

دهندکیانو مشهورشخصیتونه :

۱- مشهورهندې فلمي اداکار دلیپ کمار( یوسف خان)

۲- مشهور لیکوال ارواښاد فارغ بخاري

۳-اختر رضا سلیمي

۴-افضل خان

۵- بابا حیدر زمان

۶- سردار بهادرخان

۷- سیدمسعود کوثر

۸-مهتاب احمد خان عباسي

۹-ارواښاد حاجي عدیل

۱۰-قتیل شفا یی

همداراز دپښتو ژبې نامتوشاعر ګلستان بابا او دده زوی عبدالله جان هم دهندکیانو دپراچه دښاخ نه و.

په افغانستان کى هم هندکیان  شته دى دننګرهار دچپرهارولسوالى دکنډيباغ په لوى کلى کى هم هندکیان  شته دى چى دوى داعوان دقبيلى پورى تړلى دى خو اوس دوى په  پښتو غږيږى.

---------------------

ماخذونه:

۱- Addleton, Jonathan S. (1986). "The Importance of Regional Languages in Pakistan". al-Mushir. 28 (2): 58–80

۲-Rahman, Tariq (1996). Language and politics in Pakistan. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-577692-8.

۳-حیات افغانی

۴- دهندکیانو په اړوند زما ( لطیف یاد) یاداشتونه.

-
بېرته شاته