(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور پشتین

[16.Dec.2021 - 19:28]

منظور پشتين

د يو کمزورى او غلام قام دپاره د ژوند غوغښتنه کړى ده د هغه غوغښتنې پرځاۍ دي

پښتانه د ګڼو نسلونو نه جوړ يو قام دى چې د پښتو ژبې په وجه پښتانه ياديږي ددوي ترمنځه د اتفاق او اتخاد خوبونه ليدل ښه خبره ده خو تعبير موندل يې ګران دي

څوک چې د منظور پشتين نه د ازاد پښتونستان جوړولو غوغښتتې کوي دغه خلک دې اول د پښتنو تاريخ وګوري

پښتانه چرې ازاد ندي پاتې شوى

دوي غلامان وو او خپلو آقاګانو استعمال کړى دي

ابداليانو به د ايرانيانو دپاره تورې وهلې چا د هنديانو او چا د محمود غزنوى ترکبار دپاره تورې وهلې دي

پښتانه چا هم په اتفاق کړى ندي البته که چا تنخوا ورکړى وي هغوي ته به يې کار هم کړى وي 

وخت په وخت لکه لوى خوشال پير روښان مرزالى خان او داسې نور مشران پکې پيدا شوى دي ولې ټول ددې  قام نه خفه تللې دي

د مير ويس خان نيکه سره همدوي اتفاق نه کوو خو د کندار ښځې راووتلې چې بس مونږ نور د ګورګين ظلمونه نشو زغملې او د ميرويس مور له لاړې هغې ته يې فريادونه وکړل

نو ځکه ميرويس خان مبارزه وکړه

احمد شاه ابدالى ته د ايرانيانو نه غټ مال پاتې شو

نو که هغه سره يې څه ملاتړ کړى وي نو هم د پيسو دپاره .

د شپږو مياشتو تنخوا به يې ترې له مخکې اغستله.پښتانه

د افغانستان تاجکانو او د پاکستان پنجاپيانو چې پخپله غلامۍ کى منلې دي دا هم لويه خبره ده

دوي ته به په هر ښار کى تاجکانو او هنديانو ورونه لګولې وو

يعنې دا دومره بد تهذيبه وو چې ښار ته د پرېښودلو نه وو

تر اوسه خو به دوي کابل ته نشو تللې

ددوي دپاره فارسى ژبه د کابل ويزه وا

نن همدوي بغير د ويزې نه د افغانستان ښارونو ته نشي تللې يعنې فارسى به وائي نو افغان به منلې کيږي

دداسې قام يو څو ناپوهه چې د خپل تاريخ نه ناخبره د چاپلوسه شاعرانو او اديبانو په افسانو ځان غلوي په کومه خوله د پښتونستان غوغښتنه کوي؟

پښتونستان دپاره اول يو قوم پکار دى چې نوم يې پښتون وي ژبه يې پښتو وي تهذيب کلتور لري او بدلون منونکي وي

تر اوسه خو پښتون قوم نيشتې نو ازادى چا له غواړئ؟

د آمو نه تر اباسينه يو نښه راته د پښتون د تهذيب فن آرټ او هنر وښايې؟

دلته خو يا ايرانى يا هندى تهذيب فن او هنر دى دا تاسو پکې څوک يائي؟

 

البته يو څه خلک هم شتې چې مخکې بيزوګر او مېښبه وو

په اوړي ژمي کى به ښکته پورته د خپلو څاروو سره کرځېدل مختلفې ژبې يې وئيلې بيا په يو خاص جغرافيه کى استوګن شو او پښتو يې وئيل شورو کړل دا هم معلومه ندا چې دا پښتو ددوي ژبه وا کنه دا يې هم غلا کړى ده؟

ځکه نو منظور نه دې داسې غوغښتنې يو قام وکړي

منظور دا وخت ددې سيمې د انسانانو د ژوند خبره کوي

وطن دپاره قام پکار دى او قام د منظور سره نيشتې.

منظور خپل کار ته پريږدئ نور د پنجاپيانو او ايرانيانو دپاره تورې وهل پريږدئ يو قام جوړ شئ يو ژبه ولرئ

پس له هغې به د په پښتونستان خبرې اوشي

ملک جوړول يوازې په نقشو نه کيږي ملک دپاره ژبه فن هنر اقتصاد او قوم پکار دى پاتې د وسايلو خبره ده

 

د کومو وسايلو د لوټ خبره چې تاسو کوئ دغه وسايل که پښتنو ته ورکړى شي نو پښتانه به يو بل سره چرې هم دغه ګټې شريکې نه کړي 

يو بل  به پرې  مات کړي

پښتانه د ازادۍ د منزله ډير لرې پراته دي

 

ددوي دپاره منظور ژوند غوغښتې دى اول راځئ د خپلو آقاګانو نه ژوند اوګټئ يا اوغواړئ

ځکه چې ژوندى قامونه منزل مومي دا وخت خو مونږ نه قام يوو نه ژوندى يوو

خبرې د فکر او ژورې دي خو اول به تاريخ او د قام ذهنيت او نفسيات مطالعه کوئ

بيا به پرې پوهه شئ

ايمل ګدون

-
بېرته شاته