(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې د تالېبانو امارت

[18.Oct.2021 - 12:33]

ولي د تالېبانو امارت په رسمیت نه پیژاندل کیږې؟

لیک: روتار تره کی

کله چي د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړه لیک په امنیت شورأ کي پرته له کوم مخالفت څخه تصویب او راجستر شو د افغانستان سوله او جګړه د امریکا، طالبانو، ناتو او اروپايې تولني د انحصار څخه ووت او پراخ نړیوال اړخ ونیوه. لویدیز پدي بریالې شو چي د ملګرو ملتونو له چینل څخه د افغانستان د دوسیي په محور باندي ټوله نړۍ ځان سره متحد کړې. د نړې په کچه د تروریزم او سیاسې اسلام په ضد جګړه او د لودیزي نړۍ د ارزښتونو څخه دفاع، افغانستان دوسیي ته نړیواله پروژوې بڼه ورکړه. دا د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په بین المللې تعاملاتو کي نوې  خبره وه . دلته د یو هیواد ملې واکمنې چې د ملګرو ملتونو د جوړیدو منطق جوړوې حاشیې ته لویږي : غړي هیوادونه سیاسي او اخلاقي مکلفیت لري  چي د « ریال پولتیک» د ضوابطو په پام سره تر لاس لاندي پروژه اَن د نړیوالو قوانینو په نه پام سره پلي کړې. لاندي نا قانونه اقدام ته پام واړويد اکتوبر په ۷مه نیته ملګري ملتونه افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو پلټلو یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پریکړه کړي ده ». پلټونکي داسې  یو هیواد ته ورلیږل کیږي چې  تر اوسه پورې په رسمیت نه دی پیژاندل شوې او هیڅ حقوقي مکلفیت نلري چي پلټونکي ته هرکلې ووايي.

په هر حال ! افغانستان د مکافات ( اقتصادې مرستې، رسمیت پیژاندنه ...) او مجازات ( اقتصادي بندیزونه، رسمیت نه پیژاندنه ...) په نړیوال نظام کي چي د زبر ځواکونو له خوا مدیریت کیږي قهراً ورګډ شو.

د اسلامي امارت رسمیت نه پیژاندنه لاندې لاملونه لري

۱د دوحې د هوکړه لیک په سرخط کې داسې راغلي: « په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پیژني، او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه ».

ورپسې د هوکړه لیک په متن کې  ۱۶ واره د « اسلامي امارت » اصطلاح تر څنګ راغلي : « ...چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني . . . ». 

خو د جګړي اړخونه د هوکړه لیک په دریمه برخه ( دوهمه فقره ) د  راتلونکي « نوي افغان اسلامې حکومت » د جوړیدو په سر باندي په لاندي دول موافقي ته رسیدلي دې

دواړه لوري « ... یو له بل سره مثبتې اړیکې غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي ( افغان اسلامي حکومت ) تر منځ اړیکې مثبتې وي ... ».

طالبان مخکي پر امریکا تور پوري کړی چي د دوحي له هوکړه لیک څخه یی په کراتو تخلف کړی دی . خو طالبانو په خپل وار کابل ته په راتک سره د « نوي افغان اسلامې حکومت » په ځاې د « اسلامې امارت » په اعلام ( چي په واک کي یي ملا صاحبان او آخوندان انحصارې قبضه لګوليې ده ) د دوحې له هوکړه لیک څخه بربنډه تیرې کړیدې. دا د امریکې له خوا د اوسني اسلامي امارت د رسمیت نه پیږندنه بنسټیز لامل ګنل کیږي

۲- لویدیزوال هیڅکله سوچه اسلام په واکمنۍ زغملې نشي : په یاد ولرې چې  څنګه کلونه مخکې په الجزایر، فلسطین او مصر کې سیاسي اسلام چې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړولو په درشل کي وو د توطیو ښکار شول.

طالبان چې خپل اسلامي امارت د « امر بالمعروف ونهې عن المنکر » یعنې سوچه اسلام په محور باندې جوړ کړې،  د نړۍ په کچه حساسیتونه راپارولي دي . ټوله نړۍ د اسلامي امارت د نه پیږندنې په دریځ باندې يوموټې او متحد دریځ نیولې دې

۳طالبان د اسلامي امارت په اعلام او د ملایانو په لاس د قدرت په انحصار د افغانستان د متخصصینو او مسلکي روڼفکرو سره عقده مندانه او انتقام جویانه چلند وکړ . طالبان خپل دریځ داسې توجیه کوي چې د افغانستان د څلویښت کلن ناورین اصلي مسئولین د ښونځي او پوهنتون فارغان او د لویدیځ څخه راغلي سوسیال خوران دي

د خاين، وطن پلورونکو او مزدورو مکتبیانو د مسئولیت څخه انکار کولې نشو. خو د ښونځې او پوهنتون ټول فارغان نفې کول له انصاف څخه لیرې کار  دې : په دوه لسیزو کې ګن شمیر روڼفکره او مسلکي کسان د خپلواکۍ  داعیې د دفاع په موخه له طالبانو سره په واحد دریځ کي قرار درلوده

افغان مسلکي کسان او متخصصین زیاتره د لویدیځو هیوادونو د پوهنتونونو او فرهنګي موسساتو فارغان دي . اسلام، وطن او خپلواکۍ ته ژمن مکتبیان د اسلامې کولتور او لویدیځ تمدن تر منځ پول جوړوي. هغوې له واکمنۍ څخه لرې ساتل د لویدیځ تمدن سره د جګړې اعلان په معنا تعبیرولې شو

د طالبانو امارت رسمیت نه پیږندنه، اعلان شوي جګړې ته د لویدیځو هیوادونو طبعې غبرګون ښيي

۴- طالبان د مقاومت او جهاد په بهیر کي د سیمې په کچه د ګڼ شمیر اسلام پالو ډلو سره اړیکې پاللې  وې . د لویدیځ والو له نظره ط.. لبان د خپلې واکمنۍ په موده کې نشي کولې خپلې عاطفې او عقیدوي علائق له مخکنیو متحدینو سره پری کړي.

د طلبانو د امارت په ترکیب کي اهل مسلک او تخصص یعنې اعتدالي مسلمانان چي ط.. لبان د حکومتولۍ په برخه کې له نړیوالو حساسیتونو او واقعیتونو  سره آشنا کړي، شته والې نلري. د ط..لب په واکمنۍ داسي کړې چي دوې وهڅوې چي د اسلامي ارزښتونو په ساتنې سره د مخکنیو متحدینو سره د « دوري او دوستي» د فورمول له مخې چلند وکړي، نه لیدل کیږي. بناً د بهرنیانو له انده که اسلامي امارت په رسمیت وپیژاندل شي، افغانستان د تروریزم او رادیکال اسلام د صدور په مرکز بدلیږي.

۵ـ د جهاد او مقاومت په موده کې د ط.. لبانو څخه د پاکستان کوربه توب، د دې لامل شو چي د ځینو دیپلوماتیکو کړیو په نزد  ط..لبان په سیمه کي د پاکستان د نیابتې جګړې د لشکر په حیث وپیژاندل شي

په سیمه کي د پاکستان پوځ او استخبارات ځینو اسلامې ډلو له یوې خوأ د خپل بهرنې سیاست د افزارو په توګه کارولي او له بلې خوأ تري  په قبایلې سیمو کي د ناسیونالستانو په ضد استعمال کړي دې. پاکستان، افغانستان اسلامې امارت واکمنې ته چي ټوله له مخلصو ملایانو څخه جوړه شوي او په کي افغان ناسیونالستان ونډه نلرې ځانته د یو ستراتژیک غنیمت په توګه ګنې. له همدي کبله کله چي طالبان خپل امارت اعلام کړ پاکستانې چارواکو د نوي واکمنې د رسمیت پیږندني په موخه شکته او پورته په کامپاین پیل کړل. د طالبانو سره د پاکستان د مغرضانه دوستې جذبات د لویدیزوالو له انډه هغه ګومان چي طالبان د پاکستان د ستراتژیکو مقصدونو د پاره یو لاسوند دې، په یقین بدل او د رسمیت پیږندني پروسه له ځنډ سره مخ کړ.

۶- پاکستان د چین ستراتژیک ملګري د یو منفعل او د واقعیتونو څخه لري دیپلوماسې په ترڅ کي غواړې په سیمه کي افغانستان د خپل هژمونې په حوزه کي وساتې. د ستراتژیک قواوو اندول د چین او پاکستان په ګته واړوې. افغانستان د هندوستان او پاکستان په منازعه کي راکش کړې. لاندي پیښو ته پام واړوي :

الف- د سپتامبر ۵مهد قریشې په نوښت د سیمي هیوادونو په ګدون انلاین غونده جوړه شوه. په غونده کي پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان برخه اخیستي و. د افغانستان دودیز دوست هیواد هند ته په غونده کي د ګدون بلنه نه و ورکړي شوي

ب- د سپتامبر ۱۲ مهپه استخباراتې غونده کي چي د پاکستان د استخباراتو د مشر په کوربه توب جوړي شوي و، روسیه، چین، او ایران ګډون درلود. د سیمي په کچه افغانستان ته ستر مرسته ورکونکي  هیواد یعني هندوستان له غوندي نه لري وساتل شو.

ج- د سپتامبر ۲۱ مهد پاکستان په بلنه روسې، چینې او پاکستانې چارواکو د طالبانو رئیس الوزرأ ملا محمد حسن سره لیدنه وکړه. په غونده کي هندوستان حضور نه درلود.

پاکستان سره د ګاوندیتوب ښه اړیکي ساتل باید د طالبانو د دیپلوماسې په محور کي ځاې ولرې. خو 

داسي مالومیږې چي پاکستانې چارواکو د افغانستان د اوسنې متزلزل او ناوړه حالت  په ګته اخیستني سره  پدي لته کي دې چي  هرڅومره ژر او په هره بیه کي چي وې د « عمق ستراتژیک » هژمونیستې تیورې پلي کړې.

پایله :

په رسمیت نه پیږندنه د ديپلوماسې په لاس نرمه وسله ده. خو کله چي د سیاسې شرطونو سره مطرح او په دله ایزه توګه وکارول شې د خطر نه ډکي سیاسې، اقتصادې او امنیتې ناوړه پایلي لرلې شې.

د طالبانو حکومت، د رسمیت پیږندني حقوقې شرطونه بشپړي کړي. خو سیاسې شرطونه په ځاې پاتي دې. ځیني شرطونه نه د اسلام  او ملې کولتور سره په ټکر کي دې اونه د پښتونولې له ډود او نرخونو سره. خو طالبان د غیرت په طلسم کي راګیر دې.

ڼن د نړې تول هیوادونه خپل منځې اختلافاتو سره سره د اسلامې امارت د رسمیت نه پیږندني په واحد دریز کي قرار لرې. اسلامې امارت انزوا کندي ته لویدلي ده

طالب د شریعت د ځانګړي تعبیر له مخي له نړې سره په جګړه لګیا ده. پوښتنه دا ده چي  دا جګړه عقلانې بنه لرلې شې ؟

واقعیت دا دې چي هغه کسان چي افغانستان آزادولې شې په یوازیتوب بي له افغان ولس له ملاتړ او د متمدني نړی له مرستي آبادولې نشې. « پاې»

دوکتور م، عثمان تره کې                                                                                              ۱۶/۱۰/۲۰۲۱

-
بېرته شاته