(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر لطیف یاد

[18.Oct.2021 - 12:32]

مصر دفرعونیا نو په اړوند لنډ معلومات 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

فرعون چې جمعه یې په عربي ژبه کې ( فراعنه ) دي دیوه ځانګړي واکمن یا پاچا نوم نه دی.، بلکې په ډیرو پخوانیو زمانو  کې  دمصر دپاچاهانو لقب دی. دفرعون معنا (لوی کور ) یا(لویه ماڼۍ ) ده او دمصر دغو فرعوني واکمنانو لویې ماڼۍ او محلونه درلودل او دډیر شان او پرتم خا وندان ول.

دفرعون ذکر او یادونه نه یوازې دتیرو وختونو او زمانو په تاریخونو کې شوې ده ، بلکې په قرآن شریف کې هم په (۲۷)سورتونو کې (۷۱) ځلې   دفرعون او فرعونیانو یادونه شوې ده او هغه سورې چې په قرآن شریف کې دفرعون او فرعونیانو یادونه پکې شوې ده په لاندې ډول دي :

الاعراف ، غافر، القصص، یونس ، طّه ،الشعراء، الا نفال ، هود ، البروج ، القمر ، المو منون،النمل ،  الذاریات ، ابراهیم ، آل عمران ، الحاقة ، النازعات ، العنکبوت ، الفجر ، الاعراف  ، الزخرف   ،الدخان، الإسراء، التحريم، المزمل او  البقرة کې.

فرعونیانو له نن نه (۵۱۷۰) کلونه وړاندې یا دعیسي مسیح علیه السلام دزیږیدو نه (۳۱۵۰ ) کلونه وړاندې په مصر کې دخپلې واکمنۍ بنسټ کیښوداو ددوی دواکمنۍ دوره په مصر کې پوره (۱۹۴۰ ) کلونه وه او ددوی واکمني دعیسي مسیح له میلاد نه ۱۲۱۰ کلونه وړاندې پای ته ورسیدله.

په تاریخونو کې دمصر دفرعوني کورنۍ  دلومړني واکمن نوم نه دي څرګند، خو په هغو مجسمو کې چې په مصر کې  موندل  شوي دي نو ددوی دلومړني واکمن پرڅیره دلړم ( عقرب) یو انځور حک شوی دی نو له همدې وجې  مصریان هغه لومړني فر عوني واکمن ( لړم یا عقرب فرعون) بولي.

د فرعوني واکمنانو شمېر  ډیر زیا ت وو، خو دهغوفرعوني واکمنانو  نومونه چې په تاریخونوکې  راغلي دي په لاندې ډول دي: خوفو ، خفرع ، منکورع ، ملکه حتچپسوت ، امنهو تپ ، اخناتون ، توت آنخ آمون ، توتمس ، رامسس او هرمهب .

په قرآن شریف کې د موسی علیه السلام دزمانې دمصر واکمن دفرعون په نامه یاد شوی دی او تاریخپوهان په دې انددي چې  په مصرکې د مو سی علیه السلام دزمانې فرعون دریم رامسس و.

دقرآن شریف له آیتونو جوتیږي چې موسی علیه السلام  فرعون ته دخپل  رسالت دنخښو  اوشریعت دمنلو  په اړوند بلنه ورکړې وه ،خو هغه دده دلارښوونو او رسالت او شریعت  نه سرغړونه کړې ده او د مو سي رسالت او شریعت یې نه دي منلي او بیا دنیل په سین کې له خپلو لښکرو سره یوځای ډوب شوی دی .

 دلته ددې مقالې په لاندینۍ برخه کې دمصر دفرعوني واکمنانو او هم دمصر داهرامو یوڅو انځورونه هم لیدلی شئ !

---------------------------------------

1-The Encyclopedia of World History. p. 30

2- The New Encyclopedia of Islam p. 354

3-فرعون .ویکیپیډیا ، په عربي ژبه

.........

اصحاب کهف یا ( دسمڅې یاران  ) 

---------------------------------------------------

داصحاب کهف یا دسمڅې یاغار  دیارانو په اړوند به موډیرڅه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یو ه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي .همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي . په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده. اصحاب عربي ویی( لغت  )  دی چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي . په انګریزي ژبه او انجیل کې اصحاب کهفوته (   Seven Sleepers)او یا ( Companions of the Cave ) هم ویل کیږي .

اصحاب کهف په حقیقت کې هغه مو منان ول چې دلوی خدای په وحدانیت یې عقیده درلودله اوداسلامي روایتونو پر بنسټ اصحاب کهف چې اووه تنه وو دخپل یوه سپی سره دروم دواکمن دقیانوس  له ویرې په یوه غار کې پټ شوي وووجه یې داوه  چې ددوی دعقیدې نه یې کرکه درلودله  او  دهغه له ویرې یې یوې سمڅې یا غار ته دخپل سپي سره یوځای پناه یووړه  او دځینو روایتونو  په بنسټ هلته ۳۰۹ کلونه ویده شول

په قرآن شریف کې دالکهف په سوره کې داصحاب کهفو په اړوند دالاندیني ایتونه لولو:

اَم حَسِبتَ اَنَّ اَصحـبَ الكَهفِ والرَّقيمِ كانوا مِن ءايـتِنا عَجَبـا»(کهف ۹ آیت

او ( تَرَى الشَّمسَ اِذا طَـلَعَت تَزوَرُ عَن كَهفِهِم ذاتَ اليَمينِ واِذا غَرَبَت تَقرِضُهُم ذاتَ الشِّمالِ) (الکهف ۱۷ آیت

رقيم د مرقوم او لیکل شوي په معنا دی.. اصحاب كهف ته اصحاب رقيم هم وایي ځكه ددوی حالات په یوه اوسپنیز فلزکې لیکل شوي واودنوموړي غارپه دروازه ټومبل شوي وو.که  څه هم په قران شریف کې داصحاب کهف دنومونو ذکر او یادونه نشته خو هغوی دخدای نیک بندګان ګڼل شوي دي.

په ځینو تاریخي منابعو او سرچینو کې ددوی نومونه دادي

مكسيميليانوس

أكساكوستوديانوس

يامبليكيوس

مرتينيانوس

ديونيسيوس

أنطونينوس

قسطنطينوس, (أبو يوحنا)..

په ځینو نورومنابعوکې ددوی نومونه په دې ډول راغلي دي

1 – مکسلمینا 2 – یملیخا 3 – مرطولس 4 – ثبیونس 5 – دردونس 6 – کفاشیطیطوس 7-منطنوا سیس 

په مسیحي منابعوکې هم دداصحاب کهف نومونه په لاندنیوبڼو راغلي دي

Maximian, Malchus, Marcian, John, Denis, Serapion, 

او په دې بڼّه  هم

Maximilian, Jamblichus, Martin, John, Dionysius, Antonius, and Constantine.

ویل کیږي چې ددوی دسپي نوم قطمیر و.

دا دعیسي علیه السلام ترزیږیدو ۲۵۰ کلونه وروسته د۲۴۹ نه ۲۵۱ میلادي کلونو ترمنځ پېیښه ده.دوی دروم دپاچا دقیانوس دظلم په وجه هغه سمڅې ته پناه وړې وه او کله چې د۳۰۹ کلن خوبه راویښ شول نو سخت وږي شوي وو او ددوی سره یوڅو سکې وې اوخپل ملګري یې بازار ته ولیږل چې پر دغوسکو څه خواړه رانیسي چې ویې خوري خوددوی دغه سکې ځکه  کوټه او ناچلې شوې وي چې ډیره زمانه پرې تیره شوې وه او چا ورته ددې سکو په بدل کې سودا ورنکړه او دوی مجبوره شول چې بېرته هماغې  سمڅې ته لاړشي او بیاویده شي  او بیاوروسته ددوی پته ونه لګیدله .

داصحاب کهف  دسمڅې اوغار دمو قعیت په اړوند بیلابیلې نظریې شته ځینې وايي دغه سمڅه په سوریې ، اردن ، سعودي عرب ،اودنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مو قعیت لري  ، خو ډیر تاریخ لیکونکي په دې اند دي  چې دا سمڅه دترکییې په جنوب لویدیز داناتولي دافسس یا ایفوسیس په لرغوني ښار کې ده او دعیسی مسیح علیه السلام  تر زیږیدو دمخه دغه ښار  یومشهورښار و چې وروسته بیاخلکو داصحاب کهف سمڅې ته نږدې  یوجومات هم  جوړ کړ چې اوس یې هم نخښې نښانې شته او هرکال په زرګونو سیلانیان له دغې سمڅې نه لیدنه کوي .

انځورپه ترکیه کې داصحاب کهف سمڅه 

------------------------------------

منابع او سرچینې ،

۱- قران کریم ،دالکهف سوره 

۲-https://www.britannica.com/topic/Seven-Sleepers-of-Ephesus

۳-http://www.vajehyab.com/.../%D8%A7%D8%B5%D8%AD%D8%A7%D8...

.............

بلۍ په پښتو ټپو او سندرو کې :

بلۍ ته  ځینې خلک دبام چت ،دکوټې سر اوبنېره هم وایي او همدارنګه ځینې خلک   د کړکیو پر سر چې د باران نه دبچ کېدو لپاره کوم   رپک جوړ شوی وي هغې ته هم  بلۍ  ویله کیږي  .په انګریزي کې ور تهLedge او cornice وایي.

 

باران وریږي بلۍ څا څي 

په ما راڅا څي دجانان خواږه یادونه

دزړه برجونه دې محکم کړه 

زه ددېدن بلۍ ته توپې خیژومه

اوس په بلۍ ختلی نشي 

دکور دننه ژړا ما پسې کوینه 

ستا ددېدن باران دې وشي 

که غولی ډنډ شو په بلۍ به ګډه شمه

که چاویل چې جانان راغی 

که غولی نه و  په بلۍ به ګډه شمه 

ستا دراتلو زیری دې وشي 

که انګړ ډنډ وي به بلۍ به ګډه شمه

بلۍ ته وخیژه نارې کړه 

چې دترلې اوتربور نه کیږي کورونه

آخر به ما په چا حلال کړې

ښکاره کوي چي په بلۍ سپین مړوندونه

چه جمعه شپه شي زړه مي ښه شي

بلۍ ته جګه شمه ستا لارې څارمه

پاس په بلۍ کټونه ډير دي

بنګړو ته شرنګ ورکه چې ودې پېژنمه

په بلۍ کلکه ګټه کېږده

د عاشقانو ناسته تل په بلۍ وينه

پرون دې ویل سبا به درشم

نن تر ماښامه په بلۍ ولاړه ومه

سپوږمۍ په ما دې احسان نشته

د ديدن غل مې د بلۍ په سيوري ځينه

زړه مې اوچت شي هوا وخوري

د يار په دنګه بلۍ کېني وژاړينه

د نيمې شپې راتلو دې ځار شم

لکه ګيدړ په بلۍ چرګې له ورځينه

ته په کوڅه کې سپو چپه کړې

زه د بلۍ په سر خندا نسکوره کړمه

په بلۍ راشه تماشې دي

سکروټې سرې دي په کې زه ولاړه يمه

دلته باران دی هلته واورې

که غږ مې اورې په بلۍ ولاړه یمه

پاس په بلۍ کوترې راغلې

زه په پوړو د یار پوښتنه ترې کومه

ته رانه بل وطن ته لاړې

زه ماخوستن په بلۍ کېنم وژاړمه

پاس په بلۍ ناستې بلبلې

نصيب د چا یې اوبه زہ درخېژومه

نن مې د يار د راتلو ورځ ده

په بلۍ ګرځم ناسته خوند نه راکوینه

د ليلا دوه ځايه ديدن دى

يا په بلۍ يا به د سيند په غاړه وينه

پۀ بلۍ ورو حه پښې دې پرېوزه

زما جوړه ورونه ویده  دي ویښ به شینه

 

او بلۍ په پښتو سندرو کې :

زه پناه ولاړه یمه 

هلکه بلۍ مه نړوه 

لیدی مې نشې 

(یاد)

https://youtu.be/vxUEO2qTZtM

............

-
بېرته شاته