(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوبل

[08.Oct.2021 - 14:40]

 

 نوبل څوګ و او ولې د هغه په نامه جایزې ورکول کېږي؟

 

آلفرد نوبل د سويډن هېواد اوسیدونکی، کیمیا پوه، ستر مخترع او د کارخانو لرونکی و. نوموړي ۳۵۵ اختراع ګانې په مختلفو برخو کې کړې وې چې له زیاتو څخه یې په نظامي برخو کې ګټه اخیستل کېده. د نوموړي مهمه اختراع د دینامیت وه، چې په جګړو کې په چاودیدونکو توکو کې ترې کار اخیستل کېده. نوبل د خپلو اختراعاتو د ګټې له لارې په ۲۰ هېوادونو کې بېلابېلې کارخانې رامنځته کړې او له دې لارې یې ډېره شتمني ترلاسه کړه

 

یوه ورځ نوبل خپل د مرګ خبر په ورځپاڼه کې ولوست، اصل کې د نوبل ورور مړ شوی و؛ خو ورځپاڼې ته ناسم مالومات رسیدلي وو او هغوی فکر کړی و؛ چې آلفرد نوبل مړ شوی دی. جالبه داده چې په ورځپاڼه کې راپور لیکونکي د آلفرد نوبل مړینه "د مرګ سوداګر ومړ" تر سرلیک لاندې لیکلې وه او د هغو مړو ماشومانو تصویر یې هم خپور کړی و چې چاودیدونکو توکو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و

 

که څه هم نوبل دغه توکي چاته د زیان رسولو په موخه نه وو اختراع کړي او د هغه موخه له دغو توکو څخه د معدنونو پیدا کول او کیندل وو؛ خو دا هېوادونه وو چې له دغه توکو څخه یې په جګړو کې ګټه پورته کړه. نوبل ددغه خبر په لوستلو ډېر ناهیلی شو او په دې فکر کې شو چې له مرګ وروسته به یې خلک څنګه یادوي.

 

هماغه و؛ چې نوموړي د خپلې شتمنۍ پنځه نوي سلنه برخه د نوبل بنسټ ته جلا کړه او خپل وصیت کې یې دغه شتمني د نړۍ هغو پوهانو ته ډالۍ کړه چې د کړنو له کبله یې بشریت ته ګټه رسېدلې وي

 

د نوبل وصیت له مخې دغه جایزه د یو ځانګړي پروسیجر له لارې، هرکال د فزیک، فزیالوژي، کیمیا، طبابت، ادبیاتو او سولې په برخه کې وړ اشخاصو ته ورکول کېږي. دغه جایزه کې د سرو زرو یو مېډال، ډيپلوم او یو میلون ډالر شامل دي.

 

یاد‌ښت: په دې وروستیو کې د اقتصاد برخه هم ور زیاته شوې او همدارنګه د پيسو اندازه بېلابېلو کالونو کې کمه او زیاته شوې ده.

عبدالکبیر خان حساس

-
بېرته شاته