(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چچنامه

[28.Sep.2021 - 13:49]

د سندھ په خاوره د سويلي ايشيا ړومبۍ جومات او د تاريخ مغالطۍ.

( چچ نامه پښتو ژباړه اېاز ايسپزئې )

لیک: مولانا جهانزیب

د هندوستان د وېش نه پس د ،مجعول ، تاريخ جوړولو لپاره په ارادي ډول ښې هسې شوي د هندوستان نه تر پښتونخوا پورې خوره تاريخي قامي مبارزه په ېو ډېر وړوکي تعبیر کښې غونډول شي  ډاکټر وقار علي شاه ليکي چې کله پاکستان په پينځلسم اګست جوړ شو  په سبا له د پېښور په هره کوڅه کښې مسلم ليګېانو جلوسونه ويستل خو عجبيه لوبه جوړه وه پدې خاوره د ټول هندوستان د ازادۍ لپاره قرباني ورکونکي خلکو ته چې د خدائي خذمتګارو غازيانو او کانګرسېانو په شکل کښې وو غداران وائل کېدل خو هغه خلک چې ټول عمر د پيرنګېانو د تګ لارې سره به جوړ وو هغوئې چغې وهلې چې دا خاوره مونږ ازاده کړه.

 

لرغوني تاريخ سره د کفر او ايمان خبره تړل کمه معنا نه لري ځکه قرآن هم ددغه آثارو په اړه د ، عبرت ،حکم کړې د خدائي دعوی کوونکي کالبوت ئې د قيامت پورې د ساتلو خبر ورکړې  دا فقط د انساني ژوند ژواک د لرغوني وخت د لرغوني ،سماج پوهنۍ او عمراني کړو وړو ننداره وي ،  هم دغه ګډوډۍ او په قامي حافظه کښې د لاس وهنۍ کار  او د تاريخ سره ستنوزه د سندهي قام په تاريخ کښې هم جوړه کړې شوې ډاکټر مبارک علي وائي چې د ،وادي سندھ ، لرغونۍ تهذيب چې د زرګونو کلونو قديم دې صرف د محمد بن قاسم په 92 ھ کښې سندھ ته د راتلو سره اوتړل شو او هغه د زمانو تهذيبي تاریخي تمدني ورثه چې په تاريخ کښې د ، وادي سندھ په تهذيبي ورثه ،ېاد ده  د ،موهن جدړو ،په شکل کښې اوس هم نښانۍ شته پدې نامه د پام نه اوغورځول شو چې دا د کافرو تهذيب پاتي شوې په 1998 کښې د حکومت پاکستان د وفاقي ادارې ، اعداد و شمارېات، له خؤا شائع کرې شوې کتابففٹی ائیرز آف پاکستانکښې محمد بن قاسم د سندھ په ځمکه د ګام کېښودو سره د  قیامِ پاکستان بنسټ ګر او ړومبې پاکستانې ېاد کړې شوې.

 

 دغه راز د 1970 پورې هم د سندھ په اړه فقط دغه رواېتي تاريخ مستند ګنړل شو خو کله چې ،ون يونټ ،مات شو سندھ ځان له اېالت شو  سندھۍ قام پرست د خپلې ژبۍ او کلتور په اړه د پخوا نه ډېر ګړندي دي ځکه خو ئې د خپلې ژبۍ مقدمه هم ښه په نره پدې ملک کښې ګټلې دغه راز د جي اېم سيد پشان قام پرستو او نورو باسواده ځوانانو د سندھ د قديم تاريخ په اړه هم غوښتنې او څېړنې پېل کړې چې ورسره لرغوني سندھ ته پام رواوښتو د راجه داهر او محمد ابن قاسم په اړه هم جلا جلا نظرونه مخې ته رالل په سماجي رسانو د خپل لرغوني تاريخ سره د پېوستون لپاره ،ټرېنډ ، اوچلول شو او دغه هرڅه د خپلې خاورې د تاريخ او خپل قاميت په وړاندې مخې ته کړې شو .

په مسلمانانو کښې د حضرت علي رض د وژنې سره خلافت په ملوکيت بدل شو د بنو اميه او بنو عباس ترمېنځ د ،څوکۍ او واک ،  تربګني او جګړه په بشپړ ډول پېل شوه ستر ستر صحابه او د رسول الله مبارک سره نزدې پاتي شوي خلک په زرګونو شمېر کښې د واک په جګړو کښې د حجاج پشان خونکارو د تېغه تېر کړل  بنو امیه پدغه جګړو  برېالي شو  بنو عباس  ېو خؤا ته کړې شو چې څه سل کاله پس بېا د ابو العباس په لاس برېالي شو .

 

د بنو اميه په وخت کښې به د ممبر نه په ،علي رض ، ښکاره لعنت وائل کېدو د بنو عباسو جائدادونه په زور اونيول شو چې دغه عمل بېا د بنو اميه په وخت کښې ،عمر ابن عبد العزيز ، په بشپړ ډول ختم کړو د زورو مالونه ئې ضبط کړل او د خلکو په زور نيول شوي جاګيرونه ئې ستانه کړل د عمر ابن عبدالعزیز پشان سپېڅلې سړې هم ډېر زر بنو اميه پخپل مېنځ کښې په زهرو دوه نيم کاله پس د خپلې ښځې په لاس اووژلو او خپل خانداني وراثتي ملوکيت ته ئې ېو ځل بېا لار جوړه کړه .

 

 سندھ ته د اسلام د راتګ په اړه هم ډېرې تاريخي نيمګړتياوې دي او د اسلام د راتلو په اړه هم تاريخ بل شان کړې شوې دې  هم ددغه تاريخي دور د سپيناوي لپاره د سندھ په تاريخ د نن نه ديارلس نيم سوه کاله پخوا په عربۍ ژبه  ليکل شوې ارزښتناک کتاب ، چچ نامه  ، ده دغه کتاب ،ابو الحسن قاضي علي ابن  محمد اسماعيل  المدائني  په عربي ژبه کښې ليکلې وو  د محمد ابن قاسم  له خؤا د ،اروړ ،سيمې قاضي هم وو او هم ددغه وخت مؤرخ دې  دغه کتاب په 613ھ کښې علي ابن حامد ابن ابوبکر کوفي پارسۍ ژبۍ ته اوژباړو او دغه کتاب اوس محترم ډاکټر آېاز ايسپزئي پښتو ته په ژباړه کولو سره ېو مهم کار ترسره کړو د کتاب په آخر کښې د ،چچ نامۍ ، د مؤرخ نه  په کتاب کښې ځائې په ځائې شوې تاريخي سهوو تصحيح هم کړې شوې  .

 

په چچ نامه کښې د سندھ دهغه وخت پېښ ټول چاپېريال وړاندې کړې شوې د اسلام د راتګ په حواله دې خاورې ته هم مفصل بحثونه شوي د محمد ابن قاسم نه وړاندې د عربو د خاورې نه د سندھ په لور څه اوولس ځل لښکرې رالېږل شوې وې د محمد ابن قاسم لښکر ړومبې لښکر نه بلکې اتلسم لښکر وو ړومبي ځل سندھ ته د عمر فاروق رض په خلافت کښې  د مغيره ابن ابي العاص په مشرۍ کښې په پینځلسمه ھجري کښې د ، دېبل ، په لور د صحابو  رالېږل شوې ډله وهدغه وخت د راجه داهر د پلار ،چچ ، واکمني وه دغه راز د عثمان رض په وخت کښې هم د سندھ د حالاتو په اړه خلک رالېږل شوي وو د معاوېه ابن ابي سفيان په وخت کښې عبدالله ابن سوار د څلور زره لښکر سره رالېږل شوې وو دغه راز هم پدغه وخت کښې سنان ابن سلمه المحبق د مکران ذمه وار ټاکل شوې وو ( د سنان ابن سلمه په اړه دا رواېت هم په تاريخي توګه غلط دې چې ګنې هغه د پېښور په ،چغرمټۍ اصحابو بابا ،کښې خخ دې دغه نوم دلته په اوګد قبر ليکل شوې نو دا ناسمه خبره ده  ) ډاکټر مبارک علي وائي چې سندھ ته محمد ابن قاسم د حجاج له خؤا رالېږل سياسي مقاصد لرل ځکه چې د اقتدار او څوکۍ لپاره حجاج په درځنونو لوئي لوئي صحابه تابعين تبع تابعين او عام بې ګناه مسلمانان وژلي وو  د داسې ظالم نه به څوک د اسلام د خېر څه طمع اوکړي .

 

د بنو اميه بنو عباس بنو سلجوق نه تراوسه که د مسلمانانو سياسي تاريخ اوګورئ نو د هرڅه نه به مو زړه موړ شي چې د اسلام په نامه دې خلکو په تاريخ کښې د خپلو څوکو لپاره د مسلمانانو کمه وينه توي کړې ؟  دغه راز مستشرق ،سرجين ايډوس ،پخپل کتاب ، عرب اېنډ اېډين وار ،کښې ليکي چې بنو اميه په هر ځائې کښې په بنو عباسو پسې ورپسې وو د کربلا د پېښې نه پس د اهل بېتو کورنۍ سندھ ته له سرپناه لپاره راغلې وې راجه داهر ورله پناه ورکړې وه دغه راز عموما  د محمد ابن قاسم سندھ ته د راتلو په وخت کښې دده عمر په مطالعه پاکستان کښې ،اوولس کاله ،وائل شي خو دا هغه تاريخي دروغ دي چې هيڅ کمه څېړنه څوک نه کوي ځکه  عرب مؤرخين زياتره  لکه ،عيون الاخېار ، ېاقوت حموي ، معجم البلدان ، او ،فتوح البلدان ، د محمد ابن قاسم په اړه ليکي چې ده ته په 83 ھ کښې د پارس په ولاېت کښې د کردانو خلاف دنده سپارل شوې وه که د اوولس کلن عمر خبره سندھ ته په 92 ھ کښې اومنو نو بېا د پارس په وخت کښې د محمد ابن قاسم عمر اووه کاله جوړېږي چې تاريخي توګه باندې لوېه تېروتنه ده سندھ ته د راتلو په وخت کښې د محمد قاسم عمر د ، اتهه ويشت کاله نه تر ېوویشت کاله پورې مؤرخين ېادوي د اولسو کالو خبره کم حقيقت نه لري .

 

 

په چچ نامه کښې دغه راز د بحري قذاقانو پېښه د ېو زنانه د وخت خليفه ته فرېاد د راجه داهر په هغې کښې بې وسي د مروان ابن الحکم په وخت کښې د محمد ابن قاسم نه وړاندې د مسلمانانو د لښکر ماتې بېاد وليد ابن عبد الملک په زمانه کښې د محمد ابن قاسم راتلل راجه داهر له ماتې ورکول دا ټول حالات په تفصيل سره پکښې بېان شوي .

 

د سرانديپ راجه حجاج ابن يوسف له قېمتي ډالۍ د سمندر په لار په ېو بحری بېړۍ چې اتهه کشتو مشتمل وه لېږلې چې وينځۍ هم پکښې وې پدغه کشتۍ کښې څه زنانه نارينه حج ته هم روان وو کشتۍ ګډوډې هوا بل خؤا روانه کړه او د عربو په ځائې ،دېبل کراچۍ ،ته نزدې شوه دلته په سمندر کښې د ډاکوانو ېو خطرناکه ډله وه چې د ، نکامره ،په نامه مشهوره وه د بېړۍ اتهه وانړه کشتۍ اونيولې او سامانونه ئې لوټ کړل خلکو ورته ډېر سؤال اوکړو چې دا هرڅه د مسلمانانو د خليفه دي خو هغوئې نه منله د ،بنو عزيز قبيلې ، ېو ښځې چغه کړه وائل اې حجاجه راشه ! څه سوداګر ددغه بېړۍ نه تښتېدلې وو چې کله حجاج ته ورغلل نو ټوله قيسه او د ښځې فرېاد ئې ورته اووئلو حجاج اووئل دغې ښځې زه د خوب نه ويښ کړم حجاج راجه داهر ته ليک هم اولېږو چې دا خلک راخلاص کړه خو راجه داهر ورته اوليکل چې زما پدغه خلکو وس نه رسي بالاخره حجاج د وليد ابن عبد الملک نه په سندھ د ېرغل اجازه واخيسته.

 

  د مکران والي عبد الله ابن نهېان اوټاکلو او د بدېل ابن طهفه په مشرۍ کښې د درې زره خلکو لښکر اولېږو خو د ماتې سره مخ شو او اووژل شو کله چې د خليفه له خؤا سندھ حجاج ته اوسپارل شو نو هغه محمد ابن قاسم ابن محمد ابن حکم الثقفي چې د حجاج د تره ځوئي وو د حجاج لور پې هم واده وه  د هند والي اوټاکلو عمر ئې اوولس کاله وو  او څه وخت پس ئې د محمد ابن قاسم په مشرۍ کښې په 92ھ کښې د شپږ زره ځوانانو لښکر اولېږو چې د ېو کال د ډېر جنګ نه پس هغه برېالې شو او په لسمه روژه د مازيګر په وخت په 93ھ کښې راجه داهر د جنګ په مېدان کښې اووژل شو او د صارم ابن ابي صارم په لاس ئې د راجه داهر سر عراق ته اولېږو  .

 

عام طور خو وائل کېږي او د مطالعه پاکستان ښوؤنکي هم دا وائي چې د محمد ابن قاسم سره دې سيمې ته اسلام راغلو ېا وائي د پاکستان بنسټ په هغه ورځ کېښودل شوې وو چې کله محمد ابن قاسم ړومبې ګام پدې خاوره کېښود خو ولې تاريخي حقيقت او واقعیت دادې چې دې خاورې ته د محمد ابن قاسم نه ډېر وړاندې صحابه د دعوت او تبلیغ په حېث راغلي وو مسلمانان سوداګر وخت په وخت راتلل ددې خبرې څرګند ثبوت په اوس وخت کښې د ،لرغون پوهانو ،په مرسته د سندھ په خاوره هغه په خاورو کښې پټ کنستل شوې موندل شوې جومات دې  آېاز ايسپزئي پدې اړه په چچ نامه کښې داسې وائي

سندھ ته د عربو راتګ هم د ېو مخصوصې بېانې د سوري لاندې په لوئي لاس مسخ شوې دې او په ځانګړي توګه په نصاب کښې ګڼ شمېر تاريخي حقيقتونه او واقعیتونه زمونږ نه پټ ساتل شوي .

که ځمکني حقيقتونو ته اوګورو نو حقيقت دادې چې د سندھ په لرغوني ښار ، بهنبهور ، کښې ددې سيمې ړومبۍ جومات د اسلام په لومړنيو پنځوس کلونو کښې ېعنې دا،راجه داهر ، په وخت کښې  جوړ کړې شوې وو . ددغه جومات نه دا خبره څرګندېږي چې سندھ ته اسلام د محمد بن قاسم نه مخکښې اصحابو رض ډېر پخوا روړې وو.

 

د سندھ نوم په حقيقت کښې د ،اباسين ، د سين سره ،سندھو  کېښودل شوې علامه حبيبي وائي چې ،سندهو اوستائي کلمه ده  چې دغه نوم ورته ، آرېاؤ ،ورکړې وو چې روستو بېا سندھ شوې د تبت د غرونو نه د پښتنو په خاوره تېر دغه سيند ته پښتانه اباسیند وائي چې کله د اټک نه تېر شي ،دریاے سندھ مهران شي مهران ايراني نوم ورته ایرانیانو ورکړې وو او نيلاب ،هم ورته وائل شوې ،سندھ ، په اصل کښې هم د پښتو ،سيند ، دې دغه راز ،هند ،هم د سند، نه وتلې چې سندھ په هند د ايرانېانو له خؤا اړول شوې د هندوستان معنا هندوان نه بلکې هغه خلک چې د سيندونو خؤا کښې اوسي چې هغه وخت په وخت د ګڼ لرغونو تهذيبونو خلک دې .

 

په اوس وخت کښې خو سندھ د پاکستان ېوه وړه برخه نومېږي  خو په تاريخ کښې ، قديم او لرغونۍ ، وادي سندھ ، ډېر ستر وو چې د بلوچستان نه د ختيځ په لور تر اترپردېش او د شمال په لور د قديم افغانستان د ختيځ سره د سوېل ختيځ په لور د ،مهاراشټر مالوه ، پورې خور وو چې په بحر هند ولاړ وو .

د سندھ په خاوره موندل شوې دغه ړومبۍ جومات د ،بهنبهور ،په ښار کښې دې بهنبهور ډېر قديم ساحلي ښار دې ډېر لرغوني آثار هم پکښې موندل شوي دا ښار ګوټۍ د کراچۍ نه د ختيځ په لور 65کلوميټره لرې پروت دې . د اباسين په غاړه په ،ضلع ټهټه ، کښې  راځي د سندھ د اولسي ادب داستان ،سسي پنو ،هم ددې ښار وو پخوا دا ېو ډېر تجارتي ښارګوټۍ او د سمندر غاړه پاتي شوې   دلته دغه ړومبۍ جومات په 1952 کښې لرغون پوهانو موندلې وو د سويلي ايشيا په سر دغه ړومبۍ جومات 122فټه اوګد او 120فټه پلن وو چاپېره ترې د ،چونۍ ،نه جوړې خختې لګېدلي دېوالونه ئې د درې نه د څلور فټه پلن دي د ودانۍ چهت په 33ستنو ولاړ وو ددې جومات ډول نقشه د ،کوفۍ ،او ،واسط ، د جوماتونو پشان ده او هم د هغې په ډول جوړ کړې شوې.

 

د محمد بن قاسم وژنه.

 

د مسلمانانو لاسونه ټول عمر د ېوبل په وينو سره پاتي شوي محمد ابن قاسم که ېو خؤا د مسلمانانو لپاره ېو لوېه باچاهي اونيوله بېت المال له څو څو چنده ګټې اولېږلې چې د سندھ نه تر 447 ټنه پورې سره زر د دمشق خزانې ته لېږل هم پکښې وو  خو مرګ ئې ډېر په بد حالت کښې اوکړې شو د د چچ نامه ليکوال ليکي چې د راجه داهر د وژنې نه پس د هغه دوه لونړه وې هغه محمد ابن قاسم شام ته خليفه وليد ابن عبد الملک له اولېږلې مشره لور چې نوم ئې ، سري دېو ،وو خليفه ځان له اوبلله چې کله خليفه اوليده نو ډېره ښائسته وه لاس ئې وراچولو سري دېو ورته اووئل چې ماله لاس مه راوړه مونږ درې شپۍ محمد ابن قاسم د ځان سره پاتي کړي يو .

خليفه سمدستي پقار شو په محمد ابن قاسم پسې ليک اولېږو چې دا ليک درشي ځان به سمدستي د حلال شوي څاوري په ،څرمن ،کښې بند کړې او دلته به راشې چې کله ليک ورلې هغه هم دغسې اوکړه ځان ئې په څرمن کښې بند کړو خلکو رواخيست  دوه ورځې مزل نه پس محمد ابن قاسم د څرمن او لار د سختې د لاسه په لار کښې مړ شو

کله چې خلک خليفه ته اورسېدل د محمد ابن قاسم د مرګ نه ئې خبر کړو خليفه د راجه داهر لور رؤغوښته د محمد ابن قاسم د مخ نه ئې څادر لرې کړو او جينۍ ته وائي ! ګوره کنه زه خپل حکم په لاندې خلکو څنګه منم.

 

جينۍ ورته اوخندل وائل ډېر کم عقل سړې ئې محمد ابن قاسم هم ډېر کم عقل وو چې هلته ئې ځان سمدستي په څرمن کښې بند کړو پکار ده چې ړومبې دې زما د خبرې حقيقت دې مالوم کړې وې ما درته دروغ وائلې وو مقصد مې د خپل پلار او د خپلې خاورې د بربادې ،غچ ،اخيستل وو هغه مې واغيستو  محمد ابن قاسم مونږ ېو شپه هم ځان سره نه وو ايسار کړي خليفه چې دا واورېدل نو لاسونه ئې د ډېر پښېمانې نه اومږل او د راجه داهر په دوانړه لونړو د دېوال غورځولو سره د وژنې امر ئې اوکړو.

 

د محمد بن قاسم د مرګ بېان خو المدائني داسې بېان کړې چې دا هغه وخت د مؤرخ په حېثيت خپل ېو سند دې  خو ولې بلخوا نور عرب مؤرخين لکه بلاذري ،طبري ، البدايه واالنهایه کښې ابن کثير د محمد بن قاسم وژنه په بل ډول ېېانوي چې د وليد بن عبد الملک نه پس چې کله د هغه رور سلېمان بن عبد الملک په 96 ھ کښې باچا شو ددې خليفه د حجاج سره ورانه وه د سلېمان په باچاهي کښې د عمر ابن عبدالعزیز ډېر لاس وو دوئې پرېکړه اوکړه  چې حجاج  خلک ډېر وژلي ډېر ظلمونه ئې کړي دا هرڅه اوس ختمول غواړي  نو د  سلېمان د باچا کېدو سره سمدستي معاویه ابن مهلب ئې د عراق والي کړو زېد ابن ابي کبشه ئې د سندھ والي کړو او  محمد ابن قاسم ئې پې ګوښه کړو چې دا هرڅه د حجاج سره د ،تربګنۍ او د محمد ابن قاسم ، د هغه سره د نزديکت په وجه کول شو دې سمدستي د سندھ نه رؤغوښتو د عراق والي په زندان کښې ړومبې څو مېاشتې واچولو او څه وخت پس ئې  د خليفه خؤا ته  په څرمن کښې بند کړې اولېږو چې هلته د  رسېدو نه وړاندې دغه عظيم فاتح   په لار کښې مړ شو  .

 

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته