(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ژوند لیک

[24.Sep.2021 - 22:23]

زما ژوند لیکسید عبیدالله نادر

زه د مرحوم سید نادر پاچا ځوی ، د کنړ د ساداتو د کورنۍ څخه یم ،زمونږ د پلرونو او نیکونو او سید نه، له ډیری مودی راهیسي ،د لغمان په چارباغ په پاچا کلي کې شوی ،په ۱۳۳۰ هجری شمسی کال په همدي کلي کې زیږیدلی یم ،دمور له خوا د وطن د یو نامتو علمی،ادبی،فلسفی ،سیاسی او نظامی شخصیت مرحوم جنرال سید حسن خان (حسن) چې شیون یی هم تخلص کاوه د هغی نمسی یم .چې د وطن د سوکالی د پاره یی خپل ځان د وطن قربانی کړ .د اتو میاشتو وم چې مور می مړه شوه ،د یوولسو کالو په عمر کې وم چې پلار می مړ شو .پلار می یو عسکری صاحب منصب وو. چې د ۱۳۴۱ کال د پیل څخه د سرطان په رنځ اخته شو ،چې د همدې کال تر پایه د سرطان د ناروغی له امله مړ شو .په دي توګه زما دوهم غمخوار (پلار )می چی زما راتلونکی ته سترګي په لاره وو ،هغه هم د دي فاني دنیا څخه د تل له پاره ستر ګي پټي کړې . نور زه پاتي شوم او د فاني دنیا لوبي ،دا چې د دي دردونو یادښت په دي مختصر کې ډیره ګرانه ده .نو دومره باید ووایم چې ما په ډیر کوچنیوالي کې خپل غمخواران د لاسه ورکړل ،او د ژوندون په دي بید یا کې ماته بل څوک پاتي نه شو .نو له همدي وجهی ژوند می ډیر لالهنده او سرګردانه تیر شو .دا چې اصلی غمخواران (پلار او مور) می له سره لاړل . او بل غمخوار چې د پلار او مور ځای ماته ونیسی نه وو .چې زما د زده کړی او تعلیم پاملرنه وکړي ،میره می هم چې د پلار څخه می کنډه پاتي شوه ،هغه هم د ډیرو ناخوالو سره مخ شوه . نو په همدي زما  سبق اوتعلیمی سلسله کې د ډیرو ستونزو سره مخ شوم خو ما بیا هم د معنی له لحاظه ډیره هڅه کړی چې د آفاقی معلوماتو د لاسته راوړلو سره خپلي علمی کچي پیمانه لوړه کړم .او د هغه کسانو څخه نه اوسم چې په خپل ژوند کې په مړو کې حساب دي ، خو زما دې ستړي او لالهنده ژوند، د دي موقع په لاس نه ده راکړي ، چې د خپلي علمي کچي د لوړوالي د پاره چې کومي آرزو ګاني ما درلودې ، هغه پوره  کړم ، او خپله علمي تنده ماته کړم . اګرکه د پلار می د تعلیم سره ډیره مینه وه ،او د هغه هیله دا وه چې زه پوړۍ په پوړۍ اوچتېږم ، او دی ما په خپل ژوند کې په دې درجو وویني ،خو دا ارمان یی پوره نه شو، او د فاني دنیا څخه ارمانجن لاړ . نو د ننګرهار د لیسي څخه په فراغت سره په کال ۱۳۵۱کې ،بیا می د لوړو زده کړو چانس پیدا نه کړ ، په کال ۱۳۵۷ هجری شمسي کې وروسته د عسکری د خدمت څخه د دولت په چارو کې د مامور په توګه مقرر شوم .خو د ماموریت دوری می ډیر دوام ونه کړ،ځکه چې د ۱۳۵۷هه ش کال کې د تره کی کمونیستی کودتا وشوه ، او په افغانستان کې روسي پلوه یا کمونستی رژیم مینځ ته راغی ،د همدي کال د ۱۳۵۷ د میزان په لمړي نیټه په ډیر ځوانۍ کې ، د لمړنیو مهاجرینوپه ډله کې لمړي ایران او پس له څلورو میاشتو پاکستان ته مهاجر شوم ،دا چې د لوړو زده کړو وسه راسره نه وه ،نو په خپل ځاني زحمت او زیار می تر کومه ځایه چې د زمانی اړتیاده ځان رسولی ،او د یتیمۍ ،یسیرۍ منډۍ رامنډۍ او سیاحتونو تر کومه ځایه چې زه یي ځان کې محسوسوم ،په ما اثر کړی دی ، لکه څرنګه چې می په خپله په ځوانۍ کې په دي بیت کې داسي وییلي دي :

له دي دومره کتابو می ، هیڅ یاد نه شو

لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره

د شعر بڼه می تعلیمی،تربیوی،اصلاحي ،انتباهي،اخلاقي ،تصوفی، د حب وطن او د علم او معرفت په هڅونۍ کې ده ،په ځیني ځایونو د شعرونو کې مي د وطن د دردمنو بچیانو د پاره زما د خوږ زړه ژړا ده ، چې د معرفت خاوندان یي په ښه توګه درک کولای شي ، ځیني شعرونه مي انتباهي بیدارونکي بڼه لري ،چې د فاني دنیا د سست بنیادۍ او بی وفا ییی په هکله وییل شوي .لکه دا څو بیته :

هره پاڼه ، چې دګل څــــــــخه ټویږي

صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي

««««««««««««««««««««««««««

په غرورکې ، په ټول عمر وم ستومانه

چې په خـود شوم عمر تللی وو له مانه

««««««««««««««««««««««««««««

د ویالي تر غاړه وګـــــــوره د عمر ګذر

خاوندانو ته د فهم همدومره ، اشارت بس

«««««««««««««««««««««««««««

درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په ادیرې کې

د عبرت رسـا غوږونه ، ترې نه اوري حـکمتونه

«««««««««««««««««««««««««««««

چې فاني دنیا له مکره وي ، غافل

دا ده نښـــه د مغرور ، او دجاهل

««««««««««««««««««««««««

نه پوهیږم چې زه څه یم ، پیدا شوی زه په څه یم

سر ګردانه دي عالم کې ، له معنی نه خبر نه یم

««««««««««««««««««««««««««««

څوک هر لمحي کې د د نیا له مکارۍ وي خبر دار

څوک په آواز د کلنــدونو دګور کَن کې شـــي بیدار

«««««««««««««««««««««««««««««

په ټول عمر په غذاب کې روح او تن وو

عمر نه وو ، په ریښــــتیا چې ځنکدن وو

««««««««««««««««««««««««««««««

زما ځیني انتباهی شعرونه په څلوریځو کې هم راغلي ،خو له بده مرغه په ډیر افسوس سره باید دا ووایم چې زمونږ په جرایدو مجلو او خپریندویه ادارو کې انتباهي او فلسفي شعرونه نه چاپیږي .د نمونی په ډول دا څو شعرونه مثال وړاندی کوم ،

چې می پورته ، په غرور کـــړل قدمونه

له دي خاورو نه تر غوږ شول، آوازونه

قـــدم رو ږده ، ای نادانه بــــــــی خبره

چې کـکرې دي  ، مخونه دي لاســــونه

«««««««««««««««««««««««««««««««

آ تر څو به په غـــرور کې یي لویدلی

په نشـــــو کې د قدرت یي ،لـــوبیدلی

خبر اوسه ، چې تر ګوره مزل لنډ دی

لـــــــکه اوښـــکه په بڼو یي ، دریدلی

«««««««««««««««««««««««

په سوچـونو زړه ته می رانغـــــلو قرار

نه خیالات د فلســــــــفي می شو ، مهار

شیرین عمر په حیرت کـې رانه تیر شو

خو ښـکاره نه شو، د پردي شاته اسرار

«««««««««««««««««««««««««««

چې مغرور وو، په خپل مال او خپلو ،ګټو

ویاړیدلــــو ،په طـــاقت، د خـــــــــپلو مټو

د کلال په کارخـاني کې ، اوس جـوړیږي

صراحي منګي ، زمونږ له خـــاورو خټو

««««««««««««««««««««««««««

زه ګرم نه یـم ، چې ژړیږمـــــــه عالمه

په ټول عمـر د فانــــــــــــي دنیا له غمه

څه چې ما په دي کاروان کې دي، لیدلي

د غافل ســترګي یي نه ویني ، په ســمه

«««««««««««««««««««««««««

څرنګه چې د علم حاصلول د ننۍ ټولنۍ د پاره لویه اړتیا ده .نو ما هم په دي اړه د علمی هڅونۍ په خاطر ځوان نسل ته ډیر شعرونه او ادبی پارچي لیکلي دي .چې د اشعارو په نموني کې به یي ذکر وشي ،

د ۱۳۵۴ کال څخه راپدي خوا زما شعرونه او مضامین په مجلو او اخبارونو کې چاپ شوي . خو دا ښايي ورزیاته کړم ،چې د ۱۳۷۴ کال څخه راپدي خوا د جلاوطنۍ په مطبوعاتو کې په یوه لويه کچه خپاره شوي، لکه په پیښاور ، جرمني ، ناروی،امریکا کانادا ،لندن او داسي نورو ځایو کې زما شعرونو او نثرونو د هغي وخت د حالاتو سره یي سمون خوړه ،ځکه زما د شعرونو،نثرونو او ادبی ټوټو بڼه ، تربیوی ،اخلاقی ،اصلاحي او د سولي او امن د راوستلو په هکله وه ، په مضامینو او ادبی ټوټو ، نثرونو او څلوریځو کې هغه پیغام نغښتي وو څرنګه چې د هغي وخت د ټولني ورته اړتیا وه .د دري لسیزو راپدي خوا، د هغه مجلو او اخبارونو نومونه چې زما شعرونه په کې چاپ شوی .۱مجلي : انکشاف ،برګ سبز ،ندای تعلیم ،فکر ،رڼا،دعوت ،مشعل دانش،ورځ،رنګین کمان ،ستوری،نړۍ ،د ښوونکي غږ ،عرفان ،نو بهار،کندهار،کلید،افغانستان د انترنت له خوا د دعوت خپریدنکي ګڼي ، افغان سباوون ،او اخبارونه : بلاغ ، افغانان ،تفاهم ،شهادت ، خاوره ،افغان پست ،څراغ ،

د صوبه سرحد د یو دردمن شاعر روشن بنګش په وینا ( زما ماحول ما ته د شاعرۍ محرک جوړ شوی دی ،او په ما کې یی د لیکلو او پیغام ورکولو احساس او تحریک راپارولی دی ) د شعر د تعریف په هکله دا وایم چې شعر یو الهام دی ،چې د انسان د ژور نظر او اندرونی یا داخلي احساس او زړه سواندی څخه سرچینه نیسي ،او د ښه الفاظوپه زیور او جامه کې نثر او یا نظم ترې جوړیږي ، د شعر په شکلا کې سیاحت او تیري تجربی ډیر اثر غورځوي ،او مضمون ته ډیره ښکلا ورکوي ،د ۱۳۷۰ کال نه راپه دي خوا می د مطبوعاتو سره کلکه همکاري وه ،او د جلا وطنۍ په چاپی رسنیو کې ، د هغه وخت په مجلو او اخبارونو کې می مطالب خپریدل .د اسلامی حکومت یا د مجاهدینو په حکومت کې مي کومه دولتی چوکی نه ده تر لاسه کړې ،او د خپل مینځي جګړو له وجهي څو ځلي بیرته هجرت ته اړ شوم ،د خپلو دندو تر څنګه می تل د مطبوعاتو سره همکاري درلوده  ،د دي دومره پراخه همکاري څخه مې چې په دي عمر کې د ټولو مطبوعاتي رسنیو سره درلوده ،نو حق ا لزحمه می نه ده اخیستی ، او نه دهغوی سره دومره توان وو ، چې ماته په کې حق الزحمه په نطر کې ونیسي ،په دې وطن کې ډیره بی قدری او بی ارزی ده ،زه د دي بی ارزۍ او بی قدرۍ نه ډیر خوابدی یم ،ځکه د دي دومره مطالب شعرونو او ادبی پارچو د چاپ نه باوجود ،چې ټول مطالب می په داسي حال کې چې د ټولنۍ په ګټه وو ،او هغه اړخونه چې پورته ذکر شو هم لري ،نو د هیڅ یو ادبی ټولني له خوا تشویق او هڅونه راته نه ده راکړل شوي ،او داسي یو نشراتي یا خپرندویه ټولنه هم پیدا نشوه چې زما دا ټول مطالب د دیوان په بڼه چاپ کړي ، او یا د چاپ په ګاڼه یي سمبال کړي . د دي وطن د داسي بی قدرۍ او بی ارزۍ نه ګیله مند یم .د یادونۍ وړیې بولم چې وواییم چې د د پرله پسي هجرتونو له وجهی ،زما ډیر اشعار ،مضامین ،ادبی ټوټي ،لنډي افساني ، څلوریځي ،ورک شوي ،زما ټینګار هم داوسنۍ اشعارو او ادبی پارچو د چاپ په هکله دا دی ،چې ډیر ژر د چاپ په ګاڼه سمبال شي ،کیدای شي ، زما دا مات ګوډ شعرونه د پښتو ادبیاتو په دنیا کې څه نا څه زیاتون وي ، چې د چاپ په ګاڼه سمبال شي ،او په آخره کې دا هم ښایي ورزاته کړم ، چې د ۲۰۱۵ کال نه رابدې خوا د آمریکا د کلفرنیا په ایالت کې ژوند کوم ،نور لوستونکي په خپلو خبرو نه سټړي کوم او د خپل د لیکنو نموني چه هغه هم په یوه لویه پیمانه دي وړاندي کوم

 

۲۰اپریل ۲۰۲۱

 

د بهار جلوې                

سـترګي پرانیزه ، چې بل شــــــانی اثر لري بهـــــار

صاحبدل ته ســـــل اسراره ، جــــلوه ګـــر لري بهار

خــاوند د مــعـــــرفت ته یې ،غــــــوړولي دي جلوي

د عـــــبرت په دې بیدیا کې ، دا هـــــنر لري بهـــــار

خوبه وړي ســــبزه ، ویښ کاندی له خــوبه د غفلت

ای غافله دومــــــــره تا باندی ، نــظــــــر لري بهـار

د خالق چې په کې ښــکاري ، جــلوې هره ورشوکې

په ښـــکلا کې داسي حُــــسن ، او زیــور لري بــهار

له مونږ یې تمــه داده ، چې د زړه ســترګي بینا کړو

دومره هــــــیله له آشــــــــنا نه ، مخــتصر لري ، بهار

چې عبرت په ســـترګو، ووینې ، پردې شـــــاته اسرار

هر منــظر کې آیـــینه ، د ســـــــکندر لـــــري بهــــــار

عبرت ټکي چــې ټـــول کړي ، له لوحــی ، د هر چمنه

د عقــل و هــــوش پر خـــاوندانو ، باور لـــــري بهار

چې غفلت سترګي دې خلاصی کړي ، جلوو ته د خالق

سل داغونه لـــدې غمه ، په ځــــــیګر لـــــــــري بهار

که روحی آرامی غواړې ، خـــــلوته څـــــخه ووځـــه

چې د علم او مـــعرفت هم ، لوی ګـــوهـــر لري بهار

غافــلان چـــیرته پوهــــیږي ، په رمـز د دي اسرارو

د عارف ســترګو کې ګوره ، څـــــه محشر لري بهار

د عبرت نښــي پرتي دي ، خـــــارو خَس کې د ګلشن

د حکمــت او مـــعرفت ، دلـــــته دفـــتر لري بهـــــار

د وږمی په څـــیري ووځه ، له ګــــریوانه د غــــوټۍ

دومره تمـــه هـــم له تا نه ، د جــــــوهــــر لري بهار

وږمو اثر به څنـــــګه ، مړاوي زړونه، تازه نه کـړي

په هر لور د دې ګلــــشن کې ، چې ګــــذر لري بهار

سمـــه او غـــر یې ، په رنګـــــین ګـــلونو دي پوښلي

د چمــــن  هره ورشــــو کې ، ښه منـــظر لري بهار

چې مســــتان مـو کــړي نغــمي د، سحر خیزه بلبلان

دغه فیض د کیـــــفیت هـــــم ، په ســــحر لري بهــار

آییـنيې کې د خــــودۍ ، د فـــــــــــنا ټکـــي در ښایي

د عبــرت داســـي درســـــــونه ، مـکـــرر لري بهار

د خزان نــښي چـــې ویني ، بـــــــشره کې د ګلونو

د فـــــنا لدې کــــــاروانه ، هم خـــــــــبر لري بهار

بهارونه وار په واره ،  خــــزان په لـوري درومی

قافلي په شــــان د عــــــمرهم ،  ســفر لري ، بهار

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د وختونو آئینه                        

داســي پړاونو د ژوندون څـــــــخه ، تیریږمـــــــه

زه چې په دي عصــــر ، او وخـتونو کې اوسیږمه

نه غواړم چـــې نور دا کرغیړنۍ ، څـــیری ووینم

ځم د دوی له څنـــګه ، په یو ډاک کې دیره کیږمه

وینمه جــــــلوې د دیو و دَدَ په ، مـــذهبی جــــامو

زه د داسي خلـــــــــکو په مـــاحول کې نه ځایږمه

ډک چې شي زړګۍ می ، د رحمت له دریابونو نه

هله لکه پرخـــــــــــــــه ، پر ګــلونو راوریږمـــــه

درک د عاجزۍ می ، دومــره روح سره ټړلی دی

چې پټ لدې عـــالمه ، د خپل ځــان سره ژړیږمه

کاږم له غرقاب ځینې ، د میني ، او مانا ګــــــوهر

زه چې کله کله ، په خـــیالونو کــــــــې ، ډوبیږمه

هسی په ګــــلونو کې ، د خـــپل ژوندون فنا وینم

پوه یم چې د ګل په څـــیر ، په یو مهال رژیږمه

وینــــمه جمال د حقــــیقت ، په هــــغه دَم کې زه

کله د خــــودۍ و آئــــــــــینې ته چې ، ودریږمه

تل بخښم رڼا د حقــــــیقت ، و تــــیاره زړونو ته

زه لکه وږمـــه په هر ګلــــشن کې ، راخوریږمه

کله چې د زړه خبری واورم ، صاحبدل له خولی

هلته په محفل کې لــکه،ګل په شان ، غــــوړیږمه

اوس هم په درشل د امتـــحان کې ، پاتي شوی یم

ځکه خو له ســختو ګړنــــــګونو نه ، تــــیریږمه

زړه کې می د میني محـــبت دي ، ترانــــې پرتې

ځکه د دردمـن زړګي له ســـــوزه می ، غږیږمه

ځم لدې محــــــــفله ، په ژړا او په سلــــګوسلګو

خدای خبر د چــــا به ، پس له مــرګه زه یادیږمه

ځمـــه چــــې نور وځـــــم ، نفرتونو دنیاګۍ څخه

پرانـــیزم عـــــالم ته غیږ ، او ټولو نه ځــاریږمه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

 

((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))

تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې ډیره سخته د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خوری وری هر خوا پرتی وي ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي مکتب د وړوکي ماشوم په خپل ځاني خط کې دا جمله لیکل شوي په لاس خلکو ته ورغله چې پرې لیکل شوي وو ،      

عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي ، خو اوس یې هم ډیر څه ، په دې یوه مصره یا جمله کې رسولي ، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ،شاعرانو د همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل ، او نشر ته یې وسپارل ، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي ، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم ،د هغوي چې راسره ملګري نه ول ،د هغوي نه بی خبره پاتي شوم . خو د دي تر څنګه ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کر خي مي د کاغذ په مخ راوستلي ، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوي ، مکتبونه وسیځل ،په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی ،په ښارونوکې چاودنې وکړی ،په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي ، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی ،او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم  واوښته

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي)

 

د معـــرفت څخــه چـې لیری ، هرانســـــان پاتي شي

داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي

ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان ، له مکـــتبونو ، وځـي

زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله ، انســـانان پاتــي شي

غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان

له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي ، خودیوان پاتي شي

د فرشتو غوندی څیري مو کړي ، د خــــاورو لاندی

ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي

هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان

چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي

سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی

((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))

دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي

دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي

په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان

د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي

د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي

له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي

په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې

داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي

خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان

چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي

بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق

چې ځمکي سر کې ، هر وګړی  ښه انسان پاتي شي

څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟

څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟

چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان

مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي

که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي

د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي

راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان

چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د زړه آواز        

یو اوچت غـوندی پرواز وم ، خــو چــا ونه لیدم

د دردمــــنو د زړه راز وم ، خـــــو چا ونه لیدم

د زمان له ســترګوپټ ، د دنـــیا په یوه ګوټ کې

معرفـت د ورشـــــو باز وم ، خــو چــا ونه لیدم

په وینا کې می د درد ، د هر چا وو ، د زړه درد

صاحبدل غوندی همراز وم ، خــــــو چا ونه لیدم

عاجزۍ اوښکي می تل رواني دي ، له ســــترګو

یو لمبه د ســـوز و ګداز وم ، خـــــو چا ونه لیدم

د زړه دردونه ویني ، دردمن می په ویــــــنا کې

د هر چـــــــا د زړه آواز وم ، خو چــــا ونه لیدم

مست شانی یو ســـــازوم ، له ځنګلونو وم ،وتلی

په تارونو کې ، شـــــــهباز وم ، خو چا ونه لیدم

څوک په قدر زما پوه نشول ، دې ماحـــــول کې

د پردې شــــاته پټ ساز وم ، خو چـــــا ونه لیدم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د امید سترګي                                    

ځان ته یې په هنداره کې وکتل ، خپل ببر سر او شلیدلي جامی یې ولیدی ، څیره یې هیبتناکه وه ، د خپل ځانه څخه و ایریده ،باور یې ونه شو چې ګوندی خپل ځان په هندارې کې ویني ،آخری مریضی ګانو هم ډیر خراب کړی وو ،خو ده د امید په سترګو دې لویه دنیا ته کتل ، یوه شیبه لکه د لیونو په شان ځان ته په هینداره کې مسکی شو ، یو څو ګډی وډې خبرې یې د ځانه سره وکړې ، هره شیبه ورته د ژوند آخری شیبی ښکاریدې ،ځکه په یو پوخ سن او عمر کې هم وو ، چې د اویاوو نه اوښتی وو ،خپل کارونه یې ژر ژر او په ډیره بیړه سر ته رسول ، ځکه د فانی دنیا په عمر او په ژوند کې یې وفا نه لیده ،د ځانه سره وغورید او وې ویل :یو ځو ورځي زما د ژوند به پاتي وي او یا نه ،خو دا شیبی او لحظی باید چې په غمونو کې تیر نه کړم ،نو په کار ده چې خوشحاله اوسم ،او په خپل مسکا نور هم خوشحاله وساتم ، ځکه زما د عمر ډیری لږی شیبی پاتي دي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ژوندی خلک                                  

د چا نظر دومره لنډ وي چې په اصطلاح تر خپلي خپو یا پوندی پوری نه رسی ، څوک د خیالونو او تصوراتوتر شاه وي ، څوک په خپل ژور فکرسره په ډیر مسئلو رسی ، ځینو سره د دنیا سوچونه وي ،خو ځیني په خپل ژور سوچونو سره د اسرارو سمندر ته ننوځي ،خو د چا نظر او سوچ د خپل د کور د انګړ نه هم لیری نه وځي ، او بغیر د ځان له غمه بل غم ورسره نه وي ، څوک په مسائلو د ژوری کتنۍ او لید څخه کار اخلي ،څوک یعنی په خپل طبیعی استعداد او یا ذاتی هوش او فکر سره ډیری ناوئیلي نسخي ،د دنیا لولي ،ځکه هغوي د ښه هوش خاوندان وي ،او دا ښکاره ده ،چې د هوش اوژور فکر او سوچونو خاوندان ژوندی خلک وي نو هماغه ده چې حضرت بیدل علیه الرحمه فرمایی :چې یانی که د انسان ذاتي هوش وي او یا ذاتي هوش په کار واچوي ، نو کتاب او نسخي ته وايي ضرورت  نشته ، د زړه ستر ګي خلاصول د ځمکي او آسمان په اسرارو پوهیدل دي ،:                          

هوش اګر باشد ، کتاب و نسخه درکار نیست

چشم واکردن ، زمین و آسمان فهمیدن است

ابوالمعانی بیدل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د معنی خبری                                

داسي خلک شته چې په خپل طبیعي او ژور فهم یا خپل فطری  استعداد سره د بل انسان اندرونی احساس درک کولای شي ، خو کله کله ډیره ګرانه ښکاري ،چې انسان دي ګوندی ،خپل احساسات او دردونه د وینا د لارې د بل انسان په ذهن اوزړه کې ځای کړي ،ځیني انسانان په خپل قوی حواسو باندی ،د بل انسان احساسات احساسولای شي ،او دا د انسانانو د معرفت او پوهی نښه ده ، نو په کار ده چې هر انسان د علم او معرفت څخه یو څه بر خورداره شي ،د علم خاوندان ډیر ژر د معنی نه ډکو الفاظو په مفهوم او معنی باندی  رسی ، د آل پا چینو وینا ده چې چې په فارسی کې یې داسی ژباړه شوي ،( در زندګی حقا یقی هست ،که می شود فهمید ،ولی نمی شود فهماند ) د دې لنډی وجیزی مطلب دا دی ،چې په ژوندون کې ډیر حقایق شته چې انسان پرې پوهیدلای شي ،خو په هغه څه چې انسان پوه شوي وي ، په هغه باندی بل انسان پوهول ګران کار دی ، یعنی خپل احساس د درک د معنی بل ته ورکول آسانه کار نه دی ،ستونزمن کار دی ، یعنی د ځینو خلکو پوهول ګران کار دی ،او هر څوک نه شي کولای چې په ځینو حقایقو بل انسان وپوهولای شي ،معنی دا چې ځیني دردونه دردمن خلک احساسولای شي ، نو همغه وجهه ده ، چې د بی باکو واکدارانو ، د طرز د ادارې ، او په نا سمو کړنو ډیر دردمن خلک ځوریږي ،او همغسي د وطن و حالاتو ته هم

چې کاږه ږدي قدمونه ، په خپل جهل هم نه پوهیږي

آخوا زړونه د دردمنو ،په لـــــیدو یې زخــمی کیږي

نادر

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د وطن حال                  

خیالي خیالي ګــلونه ،له دې چمــنه ځــــــیني ووځي

ته به وایــي چې هوســۍ دي ، له ختنه ځیني ووځي

کارغــان نیــــسي ځــــایونه، د ګــلونو ،په چمن کې

د مستو ترانو مرغان ،له ګلــــشنه ځـــــیني ووځــي

د خیرن ضمیر باطن مخلوق ،په سپینو جامو بریښي

خو آرام او قـــرار وینم ، له وطـــــــنه ځیني ووځي

هغــه روح د معنویاتو ، چــې یي عرش ته رســـولو

اوس په خپلو ســترګو وینو،له بدنه ځــــــیني ووځي

مړي هم په هــدیرو کې ، په ګــورو کې آرام نه دي

د وطن په حــــــال غمجن دي ،له کفنه ځیني ووځي

رَم ســرشته غزالانــو،د وحــشت ویره احساس کړه

له زرغون ورشـــو نه تښتي ، له دمنه ځیني ووځي

چــې یــې زړونه ول بیداره ، بلبلانو په نــــــوا کې

په زړه پوی صاحبدلان ،له باغ و بڼه ځــیني ووځي

نور د صــبر طاقت نشــته ، مسیحا زمونږ د رنځه!

روح مو ډیر دی ناقراره ،اوس له تنه ځـیني ووځي

 

اغزنۍ لارې                

قـــافله مو نه پوهـــــیږم ، چې په کـــــومه ده روانه

په اغزنــــــو لارو درومی، په بی لارو ســــرګردانه

همه واړه یو له ســــــــره ،په تضاد د علم وفـــن کې

ځکه هوش له مونږ نه تللی،خبر نه یو له خـــپل ځانه

د ناپوهــۍ ،جــــهالت،او نادانۍ پایلــــــه مـــــو دا ده

چې هر خــوا مونږ ته ګواښیږي ،هر کافر نا مسلمانه

د حکمت او علم واړه ، په جــــهان کې انــګازې دي

مونږ په لار د ترقی کــــــــــې،راروان یو خـــرامانه

دبشــــر قــافلــه درومی ،په درنــــو درنـــــــو ګامونو

مونږه وروســــته پاتي کیږو،له قطــــــــاراو کـاروانه

ځان ځانۍ په رنځ اخته یو، ،د حــسد اورو کې سوځو

د خلاصون تدبیر مو نشـــته،چې راووځـــو له زندانه

دخودۍ ټکان لږ وخـوره ، د غفلت له خـوبه ویښ شه

دابه څــــــو پوري بیده یې ، له خــــوبونو سر ګــــرانه

د انسان قدراو قیمت ،په خپل معراج کې دی جهان کې

زمونږ وینه تـــــویونه، ښــــکاري هر چـــــــاته آسانه

د وختونودیــــوان پټ دي ،په جـــامو د پرښـــــتو کې

صورتونه هسي ښـــــکاري ، چې ســـوا دي له ایمانه

د انســـــان فریب د پاره، ځان په سپینو جــــامو ښايی

پردې شا نه دستور اخلي ،اهــــــرمن او له شیـــــطانه

که مسجد که ښوونځی دی ،که دعلم و فن یو ځای دی

په هر ځای کې دي چاودنې ،هیڅ ځای نه دی په امانه

طوطی واره ، د دښمن له خولي یې زده دي څو خبري

خو له ســـره یې ، د علم او مــعرفت ســـــره ده ورانه

دا دتورو ضمیرونو، خـــــاوندان به ســـــره ورک شي

که دعلم مشعلونه، په هر ځـــــــای کې کړو ، روښانه

د قرار رســـۍ مو ربه! ســــتا په لاس او اخــــتیار ده

د ســــمون او دخلاصــــــــون،لاره ده تا سره رحمانه

په تورتم کې د اوهامــو ،لاس نیوۍ د هر بنده کــــړې

د ناهیــلو د زړه ډاډ یــــــې ،په هر چــا یې مهـــربانه

ته د غیب له پردو ووځه،مســـــــیحا زمـــونږ د رنځه

راشه راشه چې ورکیږو، ای زمـــونږ د زړه درمــانه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ستا په لټون                        

نه پوهیږم چې د اوښکو سلسله به می تر کومه غځیدلي وي ، زما د عاجزۍ اوښکي به چیري په دي لارو کې څڅیدلي وي ،څوک به داسي وي چې ګوندی زما په تندي کې یې د عاجزۍ نښي نښانې لیدلي وي ؟، نه پوهیږم چې تر کومه ځایه به زما د پلونه رسیدلي وي ،چیرته زما د عمر په بڼ کې زما د عمر له نهاله څو پاڼي غورځیدلي وي، آ دې معنی پسي چې ما خپلي خپي تڼاکي کړي دي ،چا به دا خاپونه او پلونه لیدلي وي او که نه ؟د خاطرو تابلو به می چیرته ګَرد وهلي پرته وي ،فرشته به الهام چیرته غلي وي ،خدای خبر چې پرکومو ورشو ګانو باندی به زما خیالونه ګرځي ؟،زما خیالونه به چیرته سرګردانه وي ،

ستا په لټون له خپله ځانه هم ورک شوی یم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم                  

هغه ورځ می په یاده ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي چې تا  په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو،او شي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم ، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي ، او د انتظار سترګي به دي په لار وي ،ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم ، ډاډه وم چې ته هلته یې ، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ،ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید ،چې ته به راته انتظاره یې ،نو زما په زړه داشیبې درنۍ تیریږي ،ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ماحول            

د زړه په ســــترګـو یو بینا، نه ویــــــــــنم

هم په دردونـو، یو آشـــــنا نه ویــــــــــــنم

چې بیا په چـــــغو ، واویلا کـړي محـــفل

د صاحــبدل ، هغـــــه ویــــــــــنا نه وینم

دین او ضمیر یې شـو، په څو پیسو خرڅ

د چــــا په ســــــترګو کې ، حـــیا نه وینم

د رنځ عـــــلاج ته ،په حــــــیرت پاتي یو

ځـکــــــه دردونـــــــو ته ، دوا نه ویــــنم

له صــــورتونو ځـــــــــینې ، غم وریږي

د چــا په شـــونډو کــې ، مســکا نه ویــنم

ماحـول تر اوســه ، لا تیاره پاتــــــی دی

د معـــــــــرفت دلـــــــته ، رڼا نه ویـــــنم

چې مونږ ته روح ، د معــــنویاتو راکړي

دې چـــاپیریال کــــــې ، یو دانا نه ویــــنم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

سید عبیدالله نادر

در اقتفای این شعر حضرت ابوالمعانی بیدل

دل حیرت آفرینست ، هر سو نظر ګشائیم

در خانه هیچ کس نیست آئینه است و مائیم

 

ای غافلان بفهمید                    

چندی زعمری خود را، در قیدِ این ســرائــــیم

همچــــون حبابِ دریا ،هیـــچیم و در شـــنائیم

از عـرش چو رانده ، مارا ، یکسر غرور بیجا

نخوت رهـــی ندارد ، از خـــود اګر برائــــــیم

پوشـیده راز حکمت ، از فهم ما برون نیســـت

هر جلوه هم عیان اســــت ، ما دیده ګر ،ګشائیم

فـکرِ منی تویی ها ، مـــا را به هــــر کجا بُرد

از خویش اګـــــــــر برائـــیم ،با خلق آشــــنائیم

دامِ هوس چـــو مارا ، رسوای عالمی ســـاخت

در بندِ حرص و آزیـــم ، خـــود را چه وانمائیم

اعمال ما نیکو نیست ، پندار نیک در او نیست

از زشتی ئی درون است ، درچنګ صد بلا ئیم

در جــامه ئی ریایی ،پـــــــندارِ ما همــین است

خلق خــــدا فریبیم ، هر چــــــند و ،بَر مـــلائیم

باطــن مثال دیو ئــیم ،ظاهر فرشــته ګانـــــــیم

در بیرهی روانیم ، یک عـــــمر در خطـــــائیم

سر را اګــــر بــــدزدیم ، در زیرِ بـال خجـــلت

با یک دو ګــام ازین وهــــم ، بر اوجِ کـبریائیم

رمزو اشــــارتی اسـت ، درشـاخ و برګ ګلشن

ما را به فـــــهم آرد ، تـا در ســــــخن بـــــیائیم

از آب و ګِل سرشــــتند ، بنیادِ ، عـــــجزِ مـا را

ګر حالِ ما همین اســـــت ،مغرور خود چرائیم

از عجزِ ما همـــین بس ، در عـــالــم تــوهـــــم

کز ذَره بیش و نیســــتیم ، در فـهم هــــم نه آئیم

سازِ نفس چه ګـــــوید ، ای غافــــلان ، بفــهمید

عالم چــو در خروش است ،ما نیز در نوائـــــیم

بَر آســتان دل چون ، ګـــــــوشِ خِرَد نهــــا دیم

آمد صدا که اینجا ، کـــس نیست ، جز که مائیم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مهربانی                                

په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

لمره !                          

ته د خدای تعالی یو لوی او عظیم نعمت یې ،چې  ، د دنیا په مخ او ګوټ ګوټ کې ظلمتونه او تیارې په تا رڼا کیږي ،بلکه ډیر یو لوی طاقت او قوت د ځمکي د پاره ، او د ځمکي د اوسیدونکو د پاره یې ،تا د ډیرو کلنو راهیسي ،چې انسانان یې په خپل فکر او هوش سره اندازه او اټکل نه شي کولای ، د دې ځمکي پر مخ خپلي زرینې وړانګي پلنې کړي دي ،او جهان ته دي روښنایي ورکړې ، له بی حسابه کلنو راهیسي هر سهار ستا زرینې وړانګي ،په کنډرنو،غرونو،په لوړو څوکو او ځنګلونو پر سر لګیدلي ،ته دي خالق یوه ډیره لویه معجزه یې ،ستا له رویه هم ډیر مظاهر د قدرت عیان کیږي ، ستا حکمت ته ډیر محقیقین په حیرت کې دي ،                                                                                            

تا عالم ته روح بخښلی ،ستا وړانګي نه یواځي ځمکي ته بلکه ډیرو نورو ستورو ته هم رسی ،زمونږ د کیهانی نظام د عجائیبو نښه ته یې ، بشر په دومره پرمختګ او ترقی سره ،تر اوسه په دي نه دي پوهیدلي چې په تا کې څه اسرار موجود دي ، او په تا کې څه دي ،دا هم ستا د لوی والي او عظمت نښي دي ، ته د اسراو ډکه یوه خزانه یې ،او لاینحله معما ،چې ډیر فلسفي ذهنونه ستا د اسرارو د کشف په لاره کې ستړي شول ،خو ته هماغه هره ورځی ځان ښایي او خپل دنده چې رَب درکړې ،هغه خپل ستورو ته وړاندی کوې ، ډیرمحقیقین ستا اسرارو ته په ګونډو دي ، تا خپله رڼا په ګنهکار او بی ګناه یو راز شیندلی ده ، ته پس له خالقه د سخاوت یو بله نمونه یې ، ستا د دي لا ینحله معما او پټو رازونو د کشف په لار کې د بشر د ابتدا نه تر اوسه پوری ، ډیرو فلسفیانو خپل سوچونه کړي او فکرونه سټړي شوي ، خو څوک نتیجی ته نه دي رسیدلي ، مونږ نه پوهیږو چې ته څه یې ، او تاکې څه دي ،او داسي بی پایانه انرژی او قوت یې، چې نه ختمیدونکی ده ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

دردمند مهربانان

د بیکسانو غمـــــخواران چــــــیرته دي

هغه سپیــڅلي انســــــانان چـــــیرته دي

کړي چې احساس زمونږ د زړه دردونه

داسي دردمند صـــــــاحبدلان چیرته دي

خدمت چې وکړي ، په ریښــــتیا د وطن

داسي زړه ســـوانده ، خادمان چیرته دي

چې له خوبونو د غفلت مــــو کړي ویښ

دي ګلســتان کې ،بلبلان چــــــــیرته دي

بیا چې د سـولي زیری راوړي مونږ ته

د دي چـــــمن عـــندلیبان چـــــــیرته دي

ټوله نړۍ چــې ، په وینــــــــا پوهــــوي

داسي دانا ســـــخنوران ، چــــــیرته دي

چې د غرقاب نه دا کشــــــتۍ ، و کاږي

هاغــــــه دردمند مهربانان چــــیرته دي

چې په پرهر زړونو مــــو کیږدي مرهم

داسي دردمنه ، آشــــــــــنایان چیرته دي

 

د زړه آئینه

بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې

فصــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې

چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار

آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې

تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم

په حکمت کې داسي زړه ، راته روښان کړې

چې په زړه کې یې ، دټول جـــــهان وي مینه

داسي لوړه مرتبه، د هر انســــــــــان کړې

چې په سپینو جامو پټ او زړه یې تور وي

را نه لیري له نظــــره ، دا دیوان کـــــړې

چې جاري په کې ، تل ســتا وي صــفتونه

داســي ژبه په ثنا ، راته ګـــویان کـــــړې

 

شاعرته الهام

شاعر ته ښه ده ، چې هــجران وویني

یا دوطــــن ، یا د جـانان ووینـــــــــي

جوړ له انســــانه شي ، دریاب د عـلم

چې محرومیـت په دي جهــان وویني

په هر انســان کې ، دا د عجز نښه ده

چې کم له ټولو نه خـپل ځـــان وویني

د ژوند په قدر هم هــــغوي پوهــیږي

چې یا تنګـــسه ، او یا زندان ووینــي

د شـاعر شــــــعر هم غـځوني وکړي

چې په فریاد کــــــې بلبـلان ، وویـني

د زړه احسـاس باندی ، ځوریږي هله

چې په ماحـــول کې ، بیدردان وویني

په تصور ورته الـــهام شی د شــــعر

چې ښـکلی مخ د خپل جــانان وویني

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

زه او خیال                      

چې ســـاقي په لاس کــــــــې راکړله ، جـــــــامونه

رانه هیر یې کـــــــــړل ، د تیر عــــمر غــــــمونه

کرۍ شــــــــــــپه ده ،او ټــــــــــولي ده ، د رندانو

زه او خـــــیـال ،او د بد مســــــــــــــــتو آوازونه

چــــیرته لاړې ، ای زمـــا فلســــــــــفي خـــــیاله

راشه وســــــــــپړه ، د نوي ژوند بابــــــــــــــونه

یو ځـــــــــل بو می ځــــــــه لــه خوده ، بیخوديه

چې هجران لمــــــــبو می زیات کــړله ، دردونه

د هســــــــتي په معـــــــــــما ، باندی پوه نه شوم

څوک به وي چې راته راکـــــــــــړي ، ځوابونه

هومره پوی یم د عبرت په دې صــــــــــحرا کې

زمانه ښــــــــــــایي هر چـــــــاته ، بیل رمزونه

هسی ورک، یو څو شیبي شوم  په خپل ځان کې

تصـــور کې چــــې می کېښوده ، ګــــــــامونه

ځینو لاره ، په حـــــالاتو کــــــــــــې کړه ورکه

ځیني ورک کړل ، په لويي کې خپل ځــــــانونه

نه پوهـــــــیږم دا د چــــا ، د پـــــــښو آواز دی

چې می زړه ته رارســـــــــــــــیږي ، پیغامونه

چې یې زړه په معرفت ، روښـــــــــانه نه وي

هیڅ تأثیر به پرې و نه کړي ، دا نظــــــــمونه

تربـــــیت مــــــــــو بنیادي ، ســـمول غواړي

که نه ټول عمر به مـــــــونږ یو او جنــــګونه

معرفت کې به ، ټول ســـــــــــیمه ګلستان شي

که مونږ وکرَو ، په لارو کې ، ګـــــــــــــلونه

ظلمتونه ، او تیارې به شـــــــــي ، نور ختمې

که روښــــانه کړو ، د لارې مشــــــــــــعلونه

انسانیت به خپل ، معراج ته ورســــــــــــیږي

له کینو نه که مو وژغـــورل ، خــــپل زړونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د معرفت شمعي                                      

په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي ،او دا تیارې غواړي رڼا کړي ، د ټولو هڅه دا ده چې د تور ضمیر او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ، مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو،د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو،یعنی  لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو ،او د جهانی تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو ، ، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو  باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیې د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ځان جوړونه                                  

که ډیری سختی دا روزګار پرتاسو راولي ،بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ و نیسئ ، خپل شخصیت د ننه ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفی احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ ،ځیني د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوی ،یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې  پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي ،مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي ،او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

-
بېرته شاته