(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په الو تکه کی پیسی

[12.Mar.2018 - 16:30]

په الو تکه کی د کریټونو او بکسونو په کچه پیسی

Süddeutsche Zeitung 29.06.2010

د رڼا ګل اریوبزی ژباړه

د ژباړن خبری:

کله چی په کورنیو او بهرنیو رسنیو کی د افغانستان له نوم سره مخامخ شم نو جنګ او فساد یی تر څنګ لیکل شوی وی. دواړه ، جنګ او فساد، سره کلک انډ یوالان او د یو بل مرستند وی دی. جنګ د فساد دپراختیا له پاره زمینه برابروی او فساد بیا دجنګ د د وام بنسټیز لامل دی، نو ځکه مو په هیواد کی لوی جنګسالاران غت غټ فاسدان هم دی.جنګ او فساد، جنګسالارانو او فاسدانوافغان ولس دزوال په لورروان کړی دی چی په ضد یی مبارزه دینی او ملی فریضه ده.د دی مبارزی یو شکل د فساد د ډولونو، لارو او دغټو غټو فاسدانو په ګوته کول اوولس ته د هغوی د څیرو ور پیژندل دی.که څه هم د پاس لیکل شوی سرلیک لاندی لیکنه دالمان مشهوری ورځپاڼی « زود دا ویچی څایتونګ» په ۲۹/۶/۲۰۱۰ نیټه خپره کړی ده،خو لوستل یی زما په فکر نن سبا هم بی ګټی نه دی.له دی امله می په پښتو ژبه واړوله او درنو هیوادوالو ته یی دزړه له کومی وړاندی کوم.

په الوتکو کی د کریټونو او بکسونو په کچه پیسی

هیڅوک نه پو هیږی چی دا پیسی له کومی خوا راغلی او چرته ځی. دملګرو ملتو یو را پور وایی چی هره ورځ تر لس ملیونو زیات ډالر له کابله په الوتکو کی و بهر ته لیږدول کیږی. داچی د افغانستان له نوم سره د فساد ټکی کلک تړل شوی  دی کوم غیر عادی کار نه دی بلکی د نړی په کچه پیژندل شوی واقعیت دی. د همدی مؤ سسی دیوه بل راپور له مخی افغانانو تیر کال  د خپلو ملی نا خالصو عوایدو د څلورمی برخی په اندازه بډی« رشوت» ورکړی دی. له بلی خوا د امریکا « والستریت ژور نال» د دو شنبی په ورځ د پیسو هغه نه تصور کیدونکی اندازه خپره کړه چی بیله کوم خنډ له هیواده بهر ته لیږل کیږی. د دی امریکایی ورځپاڼی له مخی د ۲۰۰۷ او  ۲۰۱۰ کلنو ترمنځ له دری ملیاردو ډلرو ( څه نا څه ۲،۴ ملیاردو) ایرو نه زیاتی پیسی له افغانستانه بهر ته ایستل شوی دی. تراوسه دا پته نه ده لګید لی چی دا پیسی له کومه شوی او چا ته ورلیږل کیږی،خو یو امریکا یی څیړونکی وایی چی ددی پیسو یوه برخه له هغو پیسو غلا شوی دی چی غرب یی دبیا ودانولو له پاره افغانستان ته دمرستی په توګه ورکوی.دی تینګار کوی چیدا پیسی د پاڼو په شان په ونو کی نه دی زرغونی شوی. داسی ښکاری چی یوه برخه یی زموږ د مالیی له پیسو غلا شوی او بله برخه یی دنشیی ټوکو له تجارته په لاس ورغلی ده

یو بل لوړ پوړی امریکایی چارواکی وایی چیدوی د پیسو ډک کریټونه دالو تکی په وروستی برخه کی ځای په ځای کوی او داسی سړی لری چی په رښتیا له نغدو پیسو ډک کریټونه الوتکی ته راوړی او  ور پورته کوی. دا کار د  حواله  په نامه مؤسسو له خوا تنظیمیږی. د پیسو دلیږد اورالیږد دا سسټم چټک، ارزان او د پوره باور په بنسټ تر سره کیږی.د  حواله  ټکی له عربی ژبی را وتلی او مانا یی بدلول(تبادله) ده. د پیسو دلیږد اورالیږد سسټم دا شکل په شرق کی دسلګونو کلنو په بهیر کی جوړ او رامنځ ته شوی دی او که چرته د لیږدیدونکو پیسو اندازه څرګنده وی نو قانونی هم دی،خو په پای کی هیڅوک په دی نشی پوهیدلی چی دا پیسی چا په سفر روانی کړی دی ځکه چی لیږدونکی یی د  حواله  په نامه مؤسسه ده.

د والستریت ژورنال  لیکی د پیسو منونکی یا اخستونکی  ډیر ځله په شتمن هیواد  دوبی  کی ناست وی.هلته ډیر شتمن افغانان  درباری ژوند کوی.په دی هیواد کی  د بانکی راز ساتنی په هکله سخت قوانین د پیسو په دی ډول بهیر نوری پردی هم اچوی. ویل کیږی چی په دی جنایی ماملو کی پیژندل شوی افغانی څیری او دهغوی په ډله کی  مــحــمود  کــرزی  د ولــمشــر  حــا مــد  کــرزی ورور او 

مــرســـتــیال  ولـــمــشــر قــســـیم  فـــهــیم ښکیل دی. ورځپاڼه زیاتوی چی دافغانستان لوړ پوړی حکومتی چار واکو د با نفوذه اشخاصو په خلاف دفساد د تورونو دڅیړنی مخنیوی کړی او کوی یی. دامریکا یو لوړ پوړی حکومتی مآمور بیا په خپل روار وایی چی په دی جنایی ماملو کی لوړ پوړی افغانی چارواکی په خپلوکی کلکه انډیوالی پالی او تر منځ یی له یوبل سره مرسته او د یو بل تر څنګ دریدل له سره معمولی کار دی.

-
بېرته شاته