(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ او غزني کې

[15.Jan.2018 - 06:36]

باچاخان تلین غونډه!

د برې پښتونخواه-کونړ سر ښار اسعداباد کې د خدایي خدمتګارانو ټولنې او د باچاخان بابا د فکري لارویانو له لورې د باچاخان بابا د دیرشتم 30 تلین په مناسبت غونډه نیول شوې وه. غونډه د ځوانانو کور د همغږۍ مرکز په دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د کونړ ځوانو او مبارزو ملګرو، لیکوالانو، ژورنالستانو او د بابا د فکر ګڼو لارویانو ګډون کړی و.

غونډه مولانا یحی د کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو سره پیل کړه. بیا په وار سره انجنیر عبدالوارث د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلی او د پیل خبرې وکړې، ورپسې انجنیر سیدعارف سیدي د باچاخان بابا په ژوند مقاله ولوسته. وروسته انجنیر ماڼو ساپي د خدایي خدمتکارۍ ته اړتیا مقاله واوروله، ورپسې قیام خیام باچاخان او ولسي مبارزه مقاله واوروله. مدافع وکیل نصیر هیله من هم د باچاخان بابا په ژونداو مبارزه په زړه پورې مقاله وړاندې کړه او په اخره کې انجنیر موسی خان ساپي د باچاخان د لارې (عدم تشدد) ښوونځو په اړه د غونډې ګډونوالو ته بشپړ مالومات وړاندې کړل. یاده ناسته چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځیده،  پکې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د باچاخان بابا فکر او لار به تعقیبوي او ځینو ګډونوالو د غونډې په اړه خپل ښکلي نظرونه هم وړاندې کړل. غونډه د مولانا یحی له لورې په دعایه کلاماتو پای ته ورسیده

خدایي خدمتګاران

لوی افغانستان

بره پښتونخواه-کونړ

 

دا هم په لرغوني غزني کې د بابا یاد!

عدم تشدد د فلسفې بنستګر اروښاد باچاخان د تلين ځانګړې ياد غونډه 

کليوال ملګري ټولنه/ غزنی افغانستان 

راپور: نیازمحمد امیري

 

د کليوال ملګري ټولنې ۱۴۰مه اونيزه ناسته د اروښاد باچاخان دېرشم تلين  ته ځانګړې شوې وه، عبدالباري حميدي د سپېڅلي کلام ايتونه تلاوت کړل او مرتضی وردګ انانسري کوله

لومړی د کلیوال ملګري ټولنې ریس انعام الله ګوهر سټیج ته و بلل شو ګوهر د خبرو په پیل کې د غونډې ګډونوالوته ښه راغلاست وویل او د کلیوال ملګري ټولنې له رهبري شورا څخه یې مننه وکړه، چې د باچاخان بابا یاد یې تازه کړی، باچاخان بابا د عدم تشدد د فلسفې  سرلاری او د مهاتماګاندي ، نیلسن مانډیلا د سطحې سړی وو، نوموړي  زیاته کړه چې موږ تل په یو داسې  افسانوي فکر یو چې دلته به یو بل څوک راځي او زموږ حالاتو د بدلونه هڅه  به کوي، د لته نه په فردي، فامیل او نه د خپل هیواد په اړه هیڅ فکر نه کوي باچاخان بابا یو فکري مشر وو تل به یې پښتنو ته د شعوري پوهې ورکولو هڅه کوله غوښتل یې پښتانه د ژوند په ټولو امورو کې لکه اقتصاد، سیاست او په د نیاکې پښتانه یو مستقیل هیواد ولري، باچاخان له ګاندي سره یو ځای مبارزه پیل کړې وه همدارنګه یې خپله کورنۍ هم ښه روزلي وه له ولي خان او غني خان بابا څخه یې یادونه وکړه چې دوی د باچاخان بابا په فکر او ارمان مخ ته وړي ښاغلي ګوهر په اخر کې د باچاخان بابا زما ژوند او جدجهد کتاب چې د باچاخان بابا ټوله کیسه په مکمل ډول په کې بیان شوې، د ويلو توصيه وکړه

ورپسې د غزني پوهنتون استاد ښاغلی مصطفی صفا دریځ ته وبلل شو، استاد د خبرو په پیل کې وویل چې زه ډیری وخت د پوهانو او او سترو مبارزینو کتابونو مطالعه کوم او ژباړه کوم،  همېشنۍ هڅه مې دا وه، چې په افغانستان کې له دغو کسانو سره څوک مقایسه کړم نو باچاخان بابا مې انتخاب کړ، نوموړي زیاته کړه شهرت دوه لامله لري یا به مثبت وي یا منفي او زموږ د ټولنې  لپاره مثبت شهرت په کار دی هغه باچاخان د سولې اصلي قهرمان وه ځکه چې د عدم تشدد لاره یې نیولې وه همدارنګه ځينې خلک وایې چې د عدم تشدد فلسفه د ګاندي تقلید ده؛ خو باچاخان وایې چې ګاندي به د عدم تشدد لارنیولې وي؛ خو زه پرې ایمان لرم، استاد صفا زیاته کړه، چې د عدم تشدد فلسفه یعنې چې په هغه کې د انسان وینه او اوښکې توی نه شي، لوی انسان هغه دی چې په ټولنه یې تاثیر پرېوزي د استاد د خبرو په دوام وويل موږ تل له ناخبري د لویو قدرتونو له خوا د جنګ لوبغاړي پاته شوي یوو او د سولې  په ارزښت تر ننه لا پوهېدلي نه يوو، باچاخان بابا تل سوله يیز لاريونونه، مدني حرکتونه او غونډې کولي،  استاد  داهم وویل که هر څومره له نړیوالو قوتونو سره و جنګیږو هغومره  ډېرې قرباني به  ورکوو د مثال په ډول لکه څومره، چې افغانستان او افغان انسان زیان ولید روسیې دومره زیان ونه لید، چې موږ د دې پر ځای چې پاکستان، ایران ملامت کړو باید خپل  ځانونه پړه وګڼو؛ خو باچاخان غوښتل چې د پښتنو جګړه ایز ذهنیت بدل کړي، اروښاد باچاخان پوهیده چې د یوه  هیواد لپاره تل د جنګ دوام مهم نه دی څومره چې جنګ دوام کوي هغومره به  فقر او کمزوری زياتېږي،  ځکه بیاهم محتاجه ټولنه اړه  پاتې کیدای شي، نو په کار ده، چې د هیواد په اقتصاد او امنیت فکر وشي او کومه انرژي چې په منفي کارونو مصرفیږي هغه انرژې د ې  په مثبتو کارونو ولګول شي.

عالم خان احمدي د اروښاد باچاخان د بيوګرافي او پېژندنې په تړاو ليکلې مقاله له برخه والو سره شريکه کړه.

د بابا له ژوند او عمده فعالیتونو یې یادونه وکړه نوموړي  زیاته کړه، چې فخر افغان په ۱۸۹۰ م کال د پیښور په هشنغر د اتمانزو په سیمه د بهرام په کورکې زیږیدلی، دا هغه وخت وو، چې انګریزانو په هند او پښتونخوا باندې ولکه لګولې وه، خدای بښلي باچاخان  په خپله سیمه کي ناوړه دودونه او نارواوې لیدې نو سخت به ځوریده، د هغې  سيمې  زیاتره خلک بیسواده وه له باچاخان بابا سره  دا فکر پیداشو، تر څو چې دغه خلک د علم او پوهې په کاڼه سمبال نه شي نه خپل ځان پیژندلی شي نه خپل حقوق نو سم دلاسه یې د مکتبونو په جوړولو  پیل وکړ، لومړی مکتب يې  په ۱۹۱۰ م د عبدالعزیز په مرسته جوړ کړ، وروسته دغه لړۍ جاري شوه څوکاله وروسته يې بل عملي اقدام وکړ هغه داوه، چې د خپلې  لارې هم فکره ملګري يې پیداکړل او بیا يې په ۱۹۲۱ م کال کې د انجمن اصلاح افغانیه په نوم یو ټولنیز اصلاحي غورځنګ رامنځ ته کړ دا ډله د خلکو د فکري ویښتیا له پاره جوړه شوه لومړی یې په اتمانزوکې د ( ازاد سکول ) په نامه یو ښوونځی جوړ کړ او د هغه له پاره یې ښوونکي او زده کوونکې پیداکړل، موخه يې داوه چې د ولس اولادونه پکې تعلیم وکړي په ياد  ښوونځي کې دیني او عصري علوم ښودل کیدل داهغه وخت و، چې د ښوونکو تر پیداکیدو د زده کوونکو موندل ستونزمن وو، د انجمن اصلاح افغانیه مشرانو خپل ماشومان پکې شامل کړل د عبدلغفارخان زامن عبدالغني خان، ولي خان د دې مکتب لومړني زدکوونکي وو بل مهم کار د باچاخان داوه، چې په هغه وخت کې خلکو له کتاب او مطالعې سره مینه نه درلوده باچاخان د هغوی د ذهني ودې لپاره د پښتون په نامه مجله خپره کړه چې دامجله تر اوسه خپریږي باچاخان به خلک د کار، کسب، زدکړې، سوداګرۍ کارونو ته هڅول، خلک به یې له ناوړه دودونو څخه منع کول په ۱۹۲۹ م کال کې انجمن اصلاح افغانیه په خدايي خدمتګار تحریک بدل شو په ۱۹۸۷ م کال چې ۱۳۶۶ ه ش سره سمون خوري د ۹۷ کلونو په عمر په پیښورکې وفات شو او له وصیت سره سم یې جسد ننګرهار ته راوړل شو او هلته خاوروته وسپارل شو.

غونډې مازیګر مهال د اجمل بلهار جلالزي په دعا سره  پای وموند.

Majid Zharand

-
بېرته شاته