(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شا راوړې بلاوې !

[09.Jan.2018 - 10:18]

په شا راوړې بلاوې !

لیک: ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دافغانستان او پښتنو بدمرغي په دې کښې وه ،چې په تاريخ کښې يو شمېر افغانانو دابلاوې په شاکړي او راوړي دي .

اوس د لړم مياشت ده ١٣٨٦ ل کال ميدان وردگ ،کنړونو ،هلمند،پکتيا،پکتيکا په ټولو هغو ولاياتو کښې ،چې پښتانه او نور قومونه هم دي عام وژنې شوي ،امريکا،انګليس او دناټو پوځونو بمبارۍ کړي دي .

يوولسم دلړم ١٢٢١ دافغان انگليس لومړۍ جگړه !

يوسلو شپږ پنځوس کاله وړاندې دلړم په مياشت کښې په دغه شپو ورځوکښې هم دافغان انگليس جگړه وه ،چې دالکذاندر برنس له وژلو پيل شوه هغه دکابل حاکم و. دانگليس له خوا شاه شجاع له بالاحصار نه جگړه اوکورونه ،چې سوځيدل ليدل. دخلکو شور او کوکارې يې اوريدلې او په دوربين کښې يې کتل. دده پوځ له انګليس سره په ائتلاف کښې و. اوس خبره ډېره پخه ده حامدکرزى په لندن کښې دى څوک وايي ،چې تاريخ نه تکراريږي ؟

خو داجگړه ډېره درنه او پراخه ده امريکا ،اروپا ،کاناډا ،استرالياټول افغانستان ته راغلي او دوينو فوارې دي . مشرف او بېنظيربوټو هوډ کړى ،چې دامريکا په مرسته اوملاتړ قبايلي پښتنو باندې و دانگي ،چې پښتانه ووژني، ډېره گرانه ده پښتانه ماشومان په دهيڅ لپاره نينې شي . دظلم او تيري بدې ورځې به وي او هغه مهال رارسيدلى ،چې الله تعالى آسمانونه وگړزوي هغه هم را روان دى .

165 کاله وړاندې افغانانو دابلا په شا راوړې وه شاه شجاع و امير دوست محمدخان ،چې وليدل انگريزان پاچاهي ورکوي دغازيانو له منځه وتښتيد په منډه کابل ته راغى مکناټن ته تسليم شو بيا کار دسردارانوشو او شاشجاع ووژل شو. همدغه سردارانو مړکى دا ډېر تفصيل دى ،چې ليکل شوى دى .

دوه يم کمونستان بله بلا په شاراوسته درېيم دادى ناټو ،امريکا اوټوله نړۍ ټوله جگړه مرگ ژوبله بمبارد دپښتنو په سيمو کښې کوي. له وزيرستان تر افغانستان پورې المالکي عراق ،کرزى افغانستان ،مشرف او بوټو پاکستان هغه دي ،چې خپلو ملگروسره دابلاوې يې تر شاه ولاړې دي. دوى دغه تاريخ ته راوتلي دي او ولاړ دي او دا به يې عملونه وي (!)

په شاکړې بلاوې يې خپلو خلکوته راوستلي ددوى تاريخ دادى دامريکې ددفاع وزير له ناټو غواړي ،چې افغانستان ته سرتيري وليږي دناټو دهېوادونوخلک افغانستان ته دسرتېرو ليږل او نوره مرسته اړينه نه بولي دجاپان ولسي جرگه هم دانه غواړي داهيوادونه دامريکې ډېر نژدې ملگري دي بيا جگړه يوه تماشه نه ده هغه بويه يوه معنا ولري دافغانستان جگړه هم داروپا،جاپان ،کاناډا، استراليالپاره کوم ملي هوډ نه دى . داجگړه هغه څوک غواړي ،چې دپښتنو ميرڅمن وي هغوى ،چې افغانستان کښې يې ماته خوړلې وي لکه انگليس ،روسيه امريکا اوپه افغانستان کښې خلک ،چې دامهال ستميان بلل کيږي دا کار دپخواني شوروي اتحاد دى ،چې دمليت ها او افغانستاني خبره يې دناپوهو عناصرو په غوږونوکښې ورکړه. ايران دپښتنو هغه کارنامې هېرې کړي نه دي ،چې اعليحضرت شاه محمود هوتک اعليحضرت شاه اشرف هوتک ملي اتل زبردست خان او نورو په هرمز او دفارس دخليج په څنډو کښې له انگليسانو ،هالنډيانو ،پرتگال فرانسويانودايران خاوره ساتلې وه دايران په شمال کښې له روسانو او لويديځ کښې له عثماني ترکانو ، هندوستان هم دغلځو ،لوديانو ،سوريانو هغه خدمتونه هېر کړي حتى له تاريخونو يې ايستلي ،چې شپږ سوه کاله يې هغه هېواد کښې کړي و،چې نښې نښانې يې اوس هم ليدل کيږي پښتانه ډېر وروسته پوه شول ،چې شااو خوا دښمنان دي ،ددوى تاريخ ،ژبه پښتونولي نه مني ددوى وينې دکسپين له غاړو تر بنگال پورې تويې شوې .

پښتون مفکر داسې وايي :

گل کرم اغزي ترې زيږي

نوش دارومې زهر کيږي

چې مې څراغ په اوبو بل و

اوس په تېلو نه بليږي

که يې مخ وي که يې شاوي

په خپل بخت هرڅوک پوهيږي

هره ورځ که سل غمونه

له جهانه را رسيږي

زما زړه په دا ډاډمن دى

غم ښادي واړه تيريږي

هم خزان هم به سپرلى وي

چې اسمان په سرڅرخيږي

داسې به وي بيا وايي :

که فلک دې دزمري په خوله کښې ورکا

دزمري پـــــــــه خولــــــــه مه پريږده همت

مردهغه ،چې همتناک برکتنــــــــاک وي

خوشحال بابا

-
بېرته شاته