(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د احمد شاه بابا واکمني

[08.Jan.2018 - 15:06]

د احمد شاه ابدالى  واکمني

فېروز خان صادق

عظيم  پښتون  جرنېل ،باچا، فاتح ، درستيز، سر لښکر،  شاعر، اديب او د نورو ډېرو خوبيو څښتن  احمد شاه ابدالى  په 1722ء کښې  په  ملتان  کښې  پېدا  شو  دا هغه  وخت  وۀ  چې  هر  طرف  ته  د جنګونو  سلسله  ښه  په  زور  کښې  وه  او  هر  خوا  بدامنى  او  زور ګيرى  وه، خو  د دۀ  مشرانو د خپل  ماشوم  د تعليم  او  تربيت  خيال  وساتلو  او  خپله  ټوله توجه يې  د دۀ  په  روزنه  مرکوزه  کړه  د وخت  تيرېدو  سره  د هغۀ  ذهن  هم  د جنګونو د سلسلې نه متاثره کېدۀ  او  بيا  داسې  وخت  هم  راغلو  چې  د شپاړسو  کالو  په  عمر  کښې ورته  د هغه  وخت  د ايران  بادشاه  نادر شاه  پام   اوکړو. او  د احمد شاه ابدالى  او ذوالفقار  خان چې  د احمد شاه  ابدالى  ورور وۀ  دواړو  ته   يې  مکمله  ازادى  و اختيا ر ورکړو چې  تاسو خپلې  زده  کړې  هم  کوئ  او ورسره  په  حکومتى  معاملو کښې  زما سره  مرسته  هم  ځکه  چې  نادر شاه يو هوښيار  باچا  وۀ  او  د احمد شاه  په  مزاج  هم  پوهېدو  چې  دا زلمے  هم  ډېر ذهين  فطين، دوراندېش، دانا او د بصيرت  څښتن دےهم په  دې  سبب  يې د دۀ د صلاحيتونو  څخه  ګټه  پورته  کول  غوښتل او د دۀ  د  هر کار څارنه  به  يې  کوله. لږه  موده پس  احمد شاه  ابدالى ته  په  فوځ   کښې  نوکرى  ورکړې  شوه  او د  يوې  دستې  مشر  هم وګمارل شو. په ډېره کمه موده کښې د احمد شاه ابدالى د بهادرۍ،دلېرۍ اوځيرکتيا صلاحيتونه  رابرسېره  شو  او  هر  طرف  ته  د دۀ  د ميړانې  خبرې   شروع  شوې .پخپله  نادر شاه هم د دۀ په  کارنامو نازېدو  او  دۀ  ته  يې  نوره  حوصله  ورکوله. په  دې  دوران  کښې احمد شاه  ابدالى  د افغانستان  او  هندوستان  بعضې  سيمې  فتح  کړې  وې  او  هر کله  چې په  کال 1745 نادر شاه  قتل  کړے شو نو په  دغه  وخت  کښې  د افغانانو يوه  فوځى  ډله  جوړه کړے  شوې  وه  چې  مشرې  يې  د احمد شاه  ابدالى په  غاړه  وه. په  کال  1747ء کښې  د شېر سرخ  په  مقام  يوه  لويه  جرګه  د افغانانو  له  خوا  جوړه  شوه  چې  موخه  يې  د افغانستان دپاره  يو داسې  بادشاه  ټاکل  وۀ چې  په  هغۀ  ټول  قامونه  راغونډ  شى  په  دغه  جرګه  کښې د پښتنو څخه  پرته  د ازبک، تاجک، هزاره، بلوڅ  او نورو  ټولو  قومونو  مشران  موجود  وو. دا جرګه  تر نهو ورځو پورې  جارى  وه  او د دوى  اتفاق  به  يو نوم  هم  نۀ  راتلو  اخر  په  دې جرګه  کښې  شامل  يو  مشر صابر  شاه  پاڅېدۀ  او  وې  وئيل  اے  خلقو ! په  تاسو څۀ  شوى دى  چې  د دومره  بحث  او تکرار  نه  پس  هم  فېصله  نۀ  شئ  کولې ،زما دا  خيال  دے  چې  په  مونږ کښې  احمد خان  (احمد شاه  ابدالى) موجود دے  دا  د ټولو  نه  شريف او مناسب سړے  دے  د دۀ  قبيله  د ټولو نه  غوره  ده. د دۀ  کردار  زمونږ  وړاندې  دے  دا  د ټول  قوم خېرخواه  او مسيحا دے، الله تعالى احمد شاه  ابدالى  په تاسو ټولو کښې ډېر بهتر  پېدا کړے   دے  د دې  دپاره  د الله تعالى روى  ومنئ  او احمد شاه  خپل  بادشاه  تسليم  کړئ  او  دغسې  په  يو اتفاق  احمد شاه  ابدالى د افغانستان  باچا  وټاکلے  شو .دا هم   تاريخى حقيقت  دے  چې احمد شاه  ابدالى د ټولو نه  وړومبے چې کوم کار وکړو هغه  د ټولو افغانانو  او د مختلفو  قبائلو، قبيلو او خپلوانو  يو ځائے  کول  او د دوى  تر مينځه  چې  کوم  جنګونه  شروع شوى  وو د هغو  خاتمه .. په  قوم  کښې  د زده  کړې او  پرمختګ  جذبه  پېدا  کول  د خپلې خاورې  سره  مينه  او وفا دارى او د ضرورت  په  وخت  کښې  د سر  ورکولو  قربانى  د خپل دين  او وطن  حفاظت د هر  وګړى  خپل  خپل  منوليت  دۀ  ته  ښودل  او  سپارل   او  داسې نور ګڼ  ګامونه  پورته  کول  چې  قوم  يو  شى  او د ژوند په  هر ډګر  کښې   ترقى  وکړى .دا  وړومبے  ځل  وۀ  چې  په  افغانستان  کښې  يو مضبوط  او منظم  حکومت  جوړ  کړے  شو او په  باقاعده   ډول  يې  ټول  انتظامات  تر سره  کړل .خو  په  بنيادى   توګه  دا نظام  کمزورے وۀ  ځکه  چې  په  ډېره  کمه  برخه  يې  واکمنى  وه. بل  خوا  د هندوستان  له  بعضې  رياستونو له  اړخه  چې  غېر مسلمو  په  ولقه  کښې  وو په  دوى  تيرى  هم  کېدل  ځکه  نو  احمد  شاه  ابدالى  يوه  منصوبه  جوړه  کړه  د کومې تر مخه  چې  هغۀ  غوښتل  چې  د ټولو  دښمنانو  زور مات  کړى  او نۀ  صرف  پخپله  د هغوى   د ايذارسانۍ  څخه  محفوظ  شى  بلکه  نور مسلمانان  هم  ترى  وژغورى، هم  په  دې  نيت  دۀ  د کال 1748ء نه  تر 1752ء  مينځ  کښې  په  هندوستان  شپږ  حملې  وکړې  او فتوحات  يې  تر  لاسه  کړل. په 1761ء کښې  يې  د پانى پت  تاريخى  جنګ  وکړو او مرهټو  له  يې ماتې  ورکړه. د اتلسمې  پيړۍ   په  نيمائى  کښې  د احمد شاه  ابدالى  د مشرې  لاندې   په  افغانستان  کښې  پراخ  بنسټ  حکومت  جوړ  شو. هغه يو  داسې   سالار او  سردار  وۀ  چې  تل  يې  د ملت  دپاره   کار  کړے  دے . خپل  ټول  ژوند يې  د خپل  ملک  او  ملت  د ښېګړې  په  خاطر  وقف  کړ ے وۀ  او دغسې  هغه  د ملت   پلار بللے  شو  ځکه  چې  هغه  افغان  قوم  ته  د ازادۍ  او خپلواکۍ  د احساس  سره  د يو والى  او د خپلو  ذمه واريو احساس  هم  ورکړو  او  نن  چې  افغانستان  په  مقام   ولاړ  دے  په  دې  کښې  تر  ټولو  زياته  قربانى  او کردار  احمد شاه  ابدالى چې  وروستو بيا په  درانى  هم مشهور شو تر سره کړے  دے. هغه  يو داسې رحم  دل  انسان، منصف  باچا، کامل  مومن، ذهين  سردار،  بې داغ  مشر، چې  په اصل  کښې د قوم  خادم  او خېرخوا  وۀ. د دې  ټولو مصروفياتو او معمولاتو  باوجود  هغو  ته  ادب  ته  هم  ډېر  وخت  ورکولو او لکه  د صحابه کرامو  به  يې  د وخت  مطابق  د موقعې   محل  په  مناسبت   شعرونه  ووئيل  چې  يو  شعرى ډېر مشهور دے  چې  کله  دۀ  د دهلى  فتح  تر لاسه  کړه  او  چا ورته  د دهلى  په  تخت د کښيناستو  درخواست  وکړو  نو  په  جواب  کښې   يې  ورته  ووئيل 

             د دهلى  تخت  هېرومه  چې  راياد  کړم          

 زما  د خپلې  پښتونخوا  د غرۀ  سرونه 

 د دې  نه  علاوه  يې  هم  ډېره  ادبى  اثاثه  په  کتابى  بڼه  کښې  موجوده  ده. د پښتون  قام   دا لوئے محسن  او مسيحا  احمد شاه  ابدالى  په 23 اکتوبر 1773ء د جمعې  مبارکې  په  شپه د ورپېښې  ناروغې  نه  وفات  شو او  د قندهار په  تاريخى  مقبره  کښې  خاورو ته وسپارلے شو، چې  نن  يې  هم  ګڼ  تعداد  کښې  خلق  مزار  ته  راځى  او  د خپل  محسن  سره د خپلې  مينې  څرګندونه  کوى

د احمد شاه  ابدالى واکمنى  په  حقيقت  کښې  د ټولو افغانانو دپاره  د  الله تعالى  رحمت  او بې  پايانه  برکت  دے   چې  خپل  قوم  ته  يې  خپل  ملک  او  تشخص  ورکړے  دے

-
بېرته شاته