(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورنډ مړ دی

[30.Nov.2017 - 20:51]

 

 

ډیورنډ مړ دی او کرښه یې یوه حل 

لیک: نجیب منلی    

د افغانانو په ګڼو ستونزو کې یوه دا هم ده چې ډېر مهم، حیاتي موضوعات یې پرې ایښي دي او خپله ډېره انرژي یې د فرعي، بې ارزښته یا کم ارزښته، ضمني، بې ګټو او حتی تاواني موضوعاتو شاربلو ته وقف کړې ده. په دې وروستیو کې هغه موضوع چې ډېرې خبرې او لیکنې پرې کېږي، سیاستوال مو ځان مجبور ګڼي چې پرې اعلامیې خپرې کړي، ځوانان مو ورته اور او لمبه دي،  د ډيورنډ کرښه او د پاکستان له خوا د دغې کرښې په اوږدو کې د موانعو ایجادول دي.

په کابل کې د یوه، د جوړوونکو په وینا، علمي څېړنیز سیمینار په مناسبت ما ته هم بلنه راکړل شوه چې څه ووایم. هغه څه چې دلته یې ویل غواړم نه یوه علمي مقاله ده او نه د یو څېړنیز کار پایله ده. دا د یو عادي افغان– چې د خپل هېواد او خپل ولس برخلیک ورته بې تفاوته نه ښکاري – فردي نظر دی. هر څوک یې د نقد کولو، ردلو، منلو او نه منلو حق لري ځکه چې زه یې ځان ته د ویلو حق ورکوم.

 

د ډیورنډ کرښې په اړه خبرې کول، که له تاریخي چوکاټه بهر وي، د وخت ضایع کول دي.

د ډیورنډ کرښه یوه حل شوې موضوع ده. لږ به په دقت ورته زیر شو چې زما په نظر ولې دا موضوع حل شوې ده.

۱ – د افغانانو له پاره

د افغانانو له پاره دغه کرښه واقعي وجود نه لري، د کاغذ پر مخ یوه کرښه ده او د افغانانو له پاره همدومره اهمیت لري لکه پر سالنګ چې واوره وښویېږي. د تلو را تلو پر مهال یې له ستونزو سره مخ کوي، نور هېڅ.

څرنګه چې د افغانانو له پاره دغه کرښه یو فرضي، موهوم مفهوم دی نو په اړه یې اوږدو بحثونه ته ضرورت نه شته. د افغانستان په تاریخ کې د ډیورنډ کرښې په نامه یوه موضوع مطرح شوې چې یوازې د یوې تاریخې ښکارندې په حیث پرې بحث کېدلای شي او ممکن دغه بحث بې ګټې هم نه وي خو د یو سیاسي واقعیت په توګه پر دې موضوع بحث هېڅ ډول توجیه نه لري.

افغانان، د یو ملت په توګه، د خپلې جغرافیې پر یوې برخې له واکه محروم شوي دي. لکه ګوزڼ وهلي ته چې دا مهمه نه ده چې د بدن هغه برخه چې دی یې له کنتروله محروم دی، دقیقاً کومه برخه ده هماغسې استعمار ځپلي افغانستان ته دا مهمه نه ده چې دقیقاً د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د محدودیت کچه معلومه کړي، بلکې دا ورته مهمه ده چې څنګه له دغه رنځه خلاصېدای شي.

په تاریخ کې ډېر ځله لیدل شوي چې د یو اجبار له مخې ولسونه سره بېل شي. دلته بیا ولسونه کولای شي بېل بېل غبرګونونه وښیي. یا خپل دغه بېلتون د یو ارزښت په توګه و ساتي او د وخت په تېرېدو زاړه روابط په نوو، متفاوتو اړیکو بدل شي. یا دا بېل شوي ولسونه خپل یو والی د یو ارزښت په توګه وساتي او که چې اجبار له منځه ولاړ شي بېرته سره یو ځای شي.

په همدې وروستویو څو لسیزو کې موږ د یوشمېر دغو ډولونو جوتې نمونې لرو:

        د برلین دېوال په نړۍواله کچه منل شوی بین المللي سرحد و خو المانانو خپل ملي یو والی تر سرحدونو اخوا و ساتلای شو او کله چې د اجبار کرښې له منځه ولاړې د برلین دېوال ونړېد، المانان سره یو شول. خو د همدغو المانانو تر منځ د جرمني او اطریش تر منځ بېلتون لا تر اوسه پاتې دی او یو بل ته د دوو بېلو ملتونو په سترګه ګوري. همدغه راز د چین او هانگ کانگ بېلتون د چین د حکومت او د هانګ کانگ دوګړو په ګډه پرېکړه ختم شو.

        اسراییلو د پلستین خاوره اشغال کړې ده، نه پلستینیانو دا اشغال منلی، نه نړۍوالې ټولنې په دې سیمه کې اوسنۍ د بېلتون کرښې منلې دي خو د اسراییلوحکومت په وچ زور پر خپل دریځ ولاړ دی او د پلستین ازادي غوښتونکي نهصتونه د خپلو ځمکو د بېرته ګټلو په موخه لا هم په جهاد لګیا دي.

        د شمالي او سوېلي کوریا تر منځ د بېلښت کرښه که څه هم د دوو حکومتونو د واک ساحه سره وېشي خو تر اوسه هېڅ کوم قانوني یا شبه قانوني سند د کوریایانو تر منځ بېلتون نه دی توثیق کړی.

نو د افغانستان ولس به هم خپلې وارې ته ګوري او په مناسب وخت کې به مناسبه پرېکړه کوي.

یوه خبره چې واضحه ده هغه دا ده چې د حق اخیستلو له پاره باید لازم ځواک موجود وي. د ولسونو تر منځ دا لازم ځواک یا نظامي ځواک دی، یا اقتصادي او یا دواړه.

د افغانستان او پاکستان تر منځه د ځمکنۍ بشپړتیا دعوه په نظامي ځواک نه شي حل کېدای، یواځینۍ لار یې دا ده چې افغانستان له اقتصادي پلوه نه یوازې دا چې پر ځان تکیه شي بلکې د کرښې اخوا پرتو ولسونو ته د جاذبې مرکز هم شي.

تر څو چې افغانستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا له پاره لازم ځواک پیدا کوي تر هغو ورته د ډیورنډ د کرښې په اړه هر ډول خبرې او د حل تجویز نه ګټور دی او نه ممکن.

د دې لنډکي بحث نتیجه دا ده چې اوس د افغانانو له پاره د ډیورنډ معضله ځکه حل شوې بلل کېدای شي چې افغانان په شعوري توګه پر دې موضوع له هیچا سره، هېڅ ډول خبرو ته حاضر نه دي.

۲ – له کرښې اخوا افغانانو ته

د کرښې اخوا افغانان خپل افغاني هویت ډېر ښه پېژني او په ساتلو کې یې د چا لارښونې ته اړتیا نه لري. هغوی خپل افغانیت له هېڅ کومې دولتي دستگاه سره نه دی تړلی.

د سیاسي جوړښت له لحاظه هغه افغانان د پاکستان په سیاسي جغرافیه کې واقع دي ټول هغه خدمات چې یو حکومت او یو دولت یې باید خلکو ته وړاندې کړي د پاکستان له حکومته غواړي. بله هېڅ داسې مرجع هم نه شته چې دا افغانان د خپلو انساني – ټولنیزو اړتیاوو د رفع کولو له پاره مخ ورواړوي.

د افغانستان حکومت په تېرو ۱۲۴ کلونو کې هېڅکله د افغان ملت دې برخې ته د هېڅ ډول خدماتو د تامینولو له پاره کوم وړاندیز نه دی درلودلی او نه یې نن لري نو هغوی په خوښه، یا له مجبورې ورځې، له خپل پاکستاني تابعیت سره ګوزاره هم کوي او ساتي یې هم. له لوړو حکومتي مقاماتو اخوا، کله هم چې د افغانستان افغانان د کرښې اخوا افغانان یادوي نو ځان یې «مشر ورور» بولي خو په څه باندې یوه پېړۍ کې یې د مشرتابه هېڅ ډول مسوولیت ته غاړه نه ده ایښې.

د پښتونخوا او بلوچستان سیاسي ګوندونه هم په یو درې ګوني جال کې نښتي دي: له یوه لوري باید د یو موجود حکومتي جوړښت دننه خپل مدني هویت تثبیت کړي او د پرېکړو په دولتي او حکومتي مراکزو کې د غږ پورته کولو ځای ولري، له بل لوري باید د خپلو ولسونو له پاره – د خپلو سیاسي ایډیولوژیو مطابق – د ژوند امکانات و پلټي او په دریمه مرحله کې باید خپلې تاریخي او فرهنګي جرړې خوندي کړای شي. د دوی له پاره هم دا کرښه د یو ځمکني واقعیت په توګه د محدودیتونو یوه سرچینه ده، خو د اوس له پاره پرې – دیو څو احساساتي څرګندونو اخوا – څه ویل او څه کول په ګټه نه بولي.

په دې شرایطو کې د کرښې اخوا افغانانو ته د کرښې ماهیت ښه پوره واضح دی چې د حکومتونو د حاکمیت ساحه یې سره بېله کړې خو د انسانانو پر ژوند چندان اغیز نه لري نو ځکه د کرښې په اړه سوال هم ورسره نه مطرح کېږي.

۳ – د افغانستان دولت او حکومت ته:

د افغانستان حکومت هم هېڅکله دغه کرښه د دوو ملتونو تر منځ د بېلښت د کرښې په نامه نه ده پېژندلې. د تاریخ په بېلابېلو مقاطعو کې یې دا کرښه فرضي بللې ده. د لویو جرګو په کچه د دې کرښې شتون رد شوی دی.

له بده مرغه د افغانستان حکومتونو په تېرو یو سل او څلېرویشت کلونو کې د افغانستان دې ستونزې ته هغه توجه نه ده کړې لکه چې په کار وه. خو دا زموږ د هېواد یواځینۍ ستونزه نه ده چې حکومتونو ورته توجه نه ده کړې: د افغانستان اوبه، د افغانستان کانونه، د افغانستان ځنګلونه، د افغانستان کرهڼه، د افغانستان صنعتي پر مختګ، په افغانستان کې د بې سوادۍ، د بې کورۍ، د ناروغۍ او په لسګونو نورې ستونزې هم د افغانستان د حکومت له نظره لوېدلې دي. لکه څومره چې د بېلاېلو حکومتونو او حاکمانو کړنې او دریځونه د هېواد د نورو بنسټي ستونزو په اړه مهم دي، هماغومره د حکومتونو او حاکمانو دریځونه د ډیورنډ د کرښې په اړه هم د پام وړ دي. قضاوت پرې کولای شو، غندلای یې شو، حتی د نه پاملرنې له پاره ریښتیا او دروغ دلایل یې هم تراشلای شو خو د یو جوت، مثبت، عملي سیاست نوم نه شو ورکولای.

په تېرو څو کلونو کې چې د کرښې په اړه هر ډول اوازې خپرې شوې دي، د افغانستان د حکومت چارواکو، د بهرنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د سلاکار، اجراییه رییس او حتی د ولسمشر له خوا دا خبره په خورا صراحت شوې ده چې دوي هېڅکله، په هېڅ رسمي او نا رسمي ناسته کې، له هیچا سره د افغانستان پر سرحدونو خبرې نه دي کړي او په لسګونو دوه اړخیزو تماسونو کې د پاکستان له لوري هم پر دې موضوع تماس نه دی نيول شوی. د یو غوڅ دریځ له نه شتون سره سره همدغه څرګندونې کفایت کوي چې پر ډېورنډ کرښې بحث کول منتفي وبلل شي یا په بل عبارت افغانستان په دې نامه د خبروکومه موضوع نه پېژني.

۴ – د پاکستان لپاره:

د افغانانو تر منځ یوه حاکمه خوشباوري دا ده چې ګوندې د پاکستان حکومت له افغانستانه غواړي چې کرښه په رسمیت وپېژني. د پاکستان حکومت په واورو وارو، په صراحت سره ویلي دي چې هغوی د ډیورنډ د کرښې په نامه کومه بین المللي لانجه نه پېژني، له افغانستان سره د پاکستان پوله مشخصه ده، او په نړۍواله کچه منل شوې ده. که د پاکستاني مقاماتو له خوا په تېرو څو لسیزو کې له افغانستان سره د سرحدونو خبره کله مطرح شوې هم ده د دې په نامه وه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې موجود افغانستان هم په پاکستان کې مدغم شي. په لنډو، که د پاکستان حکومتي مشرانو د خپل شمالي سرحد له پاره کوم خط ټاکلی هم وي، هغه د ډیورنډ کرښه نه، د آمو سین یا کم له کمه د هندوکش څوکې دي.

په دې توګه په وضاحت سره ویل کېدای شي چې د پاکستان له پاره ډیورنډ یوه حل شوې موضوع ده چې د هېڅ ډول خبرو او مناقشې ځای په کې نه شته.

په ځینو ځایونو کې پاکستاني پوځیان د افغانستان ځینو ولسوالیو ته راننوتي دي خو دا کار یې په پټه خوله کړی دی. که په ځینو سیمو کې د پاکستان حکومتي چارواکو افغانانو ته «شناختي کارډونه» هم وېشلي دي په دې نامه یې وېشلي چې د دغو سیمو پر وګړو خپله سیاسي واکمني تثبیت کړي.

دا به د پاکستان د سیاستوالو له پاره سخته خامي وي چې هغه څه چې دوی یې خپل ګڼي، نړۍوال یې هم د دوی بولي، له ګاونډي هېواد څخه په سوال یا چل یا زور وغواړي.

۵ – نړۍوالو ته:

نړۍوال، د پاکستان له ایجاد راهیسې د دغه هېواد موجودې پولې یا د نړۍوال سرحد په نامه پېژني او یا یې – په کشمیر کې – د کنټرول د کرښې په نامه پېژني. د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرښه د نړۍ د ټولو هېوادونو او ټولو نړۍوالوسازمانونو له خوا د بین المملي پولې په حیث منل شوې ده او حتی امریکا – چې د خپلو نظامي عملیاتو له پاره پر کرښو سترګې پټوي – د افغانستان او پاکستان تر منځ شته کرښې ته د یو نړۍوال سرحد په حیثیت قایله ده.

خلاصه:

که له هرې زاویې ورته وګورو، د ډیورنډ کرښه – منلې وي او که نا منلې – یوه حل شوې موضوع ده چې بحث پرې هېڅ منطقي توجیه نه لري.

په افغانستان کې ځینې سیاسي څېرې داسې ښیي چې ګواکې په افغانستان کې د پاکستان د تخریبي فعالیتونو انګېزه دا ده چې افغانان د ډیورنډ کرښه په رسمیت و پېژني. دا سیاسې څېرې په دریو کورنیو تقسیمولای شو:

        لومړۍ کورنۍ هغه سیاسي کړۍ دي چې د لوی، خپلواک مقتدر افغانستان په چوکاټ کې واک ته د رسېدو له پاره خپل امکانات محدود بولي. دا کړۍ، چې د شلمې پېړۍ له دریمې لسیزې را په دې خوا په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې فعالې دي، حتی د افغانستان له نامه او ملي هویت سره هم ستونزې لري او منلو ته یې تیارې نه دي. دوی د افغانانو یو ملت ګڼلو ته هم اماده نه دي، د قومونو تر منځ کرښې وباسي او د افغانستان او افغانانو د وېشلو له پاره هلې ځلې کوي. د دوی هدف دا نه دی چې د ډیورنډ په پېژندلو به د افغانستان ستونزې هوارې کړي بلکې پر لا وړو ټوټو د افغانستان د وېشلو له پاره د یوې تاریخي مخینې د پیدا کولو په هڅه کې دي.

        دویمه کورنۍ هغه خام سیاستوال دي چې د لومړۍ کورنۍ له پټو اهدافو بې خبره دي خو ظاهري استدلال (د پاکستان د جنګې انګېزې تصور) ورته د منلو وړ ښکاري. دوی په ناپوهۍ کې غواړي چې د افغانستان د وجود د یوې برخې د قربانولو په بیه به وکړای شي چې د خپل واک د تداوم لارې پرانیزي.

        دریمه کورنۍ هغه احساساتي افغانان دي چې فکر کوي چې اوس د افغانانو تر منځ بېلښت هغه حد ته رسېدلی چې نور یې د یو ځای کېدلو هیله نه شته نو باید – د واقعبینۍ په مقتضی – هغه افغانان پر خپل حال پرېښودل شي او د پاتې هېواد غم وخوړل شي. په دې کورنۍ کې هغه کسان هم شمېرل کېدای شي چې د ناسم سیاسي درک له مخې خپلې شخصي عقدې د هېواد د برخلیک په اړه بحثونو کې راسپړي.

ځمکني واقعیتونه:

د کرښې اخوا ساحه عملاً د پاکستان تر حاکمیت لاندې ده. سره له دې چې په پښتونخوا، سندهـ او بلوچستان کې بېلتون پلوي جریانونه شته خو لا یوه هم په څرګڼدو ټکو کې تر بېلتانه وروسته د خپلې اړوندې سیمې د سیاسي برخلیک په اړه واضح تصویر نه دی وړاندې کړی.

له کرښې دې خوا هم که د حاکمیت مظاهرو ته وګورو د افغانستان د حکومت عملي کمزورۍ د افغانستان ملي حاکمیت له سترو ننګونو سره مخ کړی دی. د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو په اسعارو پېر او پلور کېږي. په ګڼو خصوصي ښونځیو کې د ګاونډیو هېوادونو نصاب تطبیقېږي. د عدالت د تطبیق په برخه کې بیا کورني مخالفین پراخه ونډه لري، د رسنیو تمویل د پردیو په لاس کې دی او نور هېوادونه د دولت په چوکاټ کې له بېلابېلو لارو پراخ نفوذ لري. د ملي حاکمیت دا ټول محدودیتونه، هر یو پر خپل ځای د افغانانو له پاره یوه ننګونه ده خو بنیادي ستونزه یې نه شو بللای. په همدې عنوان، د افغانستان د ملي جغرافیې وېشلی حالت (د افغانستان پر یوه برخه خاوره او یوه برخه وګړو د بل هېواد عملي حاکمیت) د ملي حاکمیت د محدودتیا یوه بڼه ده خو د هېواد بنیادي ستونزه نه شي ګڼل کېدای.

د افغانانو معقول ځواب:

د افغانانو له خوا د ډیورنډ د کرښې په اړه د یو معقول دریځ د موندلو په هڅه کې لاندې ټکو ته توجه حتمي ده:

۱ – زموږ سیاسي ادبیات

کله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ښو او بدو اړیکو خبرې کوو، په کار ده چې زموږ ژبه زموږ د سیاسي مدعا په خدمت کې وي.

        د ډیورنډ کرښې ته باید په هېڅ لیکلي متن، او شفاهي تبصرې په ترڅ کې د پولې، سرحد، Border، صفري ټکی، یا زموږ په خپلو ژبو او بهرنیو ژبو کې دې ته ورته مفاهیم و نه کارول شي.

        د کرښې اخوا خاوره باید په هېڅ وجه پاکستان و نه بلل شي: که پاکستاني ځواکونه زموږ پر کلو او خلکو باندې ډزې او بمباري کوي دا ویل به درست نه وي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان ډزې وشوې. باید ووایو «د پاکستان پوځیانو ډزې وکړې». که موږ په پښتونخوا یا بلوچستان کې زده کړې کړې وي باید و نه وایو چې «په پاکستان کې مو زده کړې کړې دي»، پر ځای مناسبه وینا دا ده چې وویل شي «په پاکستاني پوهنتون، پاکستاني ښوونځي، پاکستاني علمي بنسټ کې مو زده کړې کړې دي». که موږ پېښور ته د تداوي له پاره ځو، که څه هم په پاسپورت او ویزه به ورځو، خو په خپلو څرګندونو کې باید و نه وایو «پاکستان ته د تداوۍ له پاره ځو» مګر ویلای شو چې په پلاني پاکستاني روغتون کې مې درملنه وکړه.

        کله چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان د کومې ولسوالۍ په حدودو کې دننه کېږي. باید و نه ویل شي چې پاکستان د افغانستان خاورې کې مخې ته راغلی یا یې د افغانستان په خاوره کې عملیات کړي دي.

        ټول هغه تاسیسات چې د پاکستان حکومت یې د آمو او اباسین ترمنځه پرته جغرافیه کې د افغانستان د حکومت له اجازې او همکارۍ پرته جوړوي، نامشروع تاسیسات دي. په دوی کې ځینې تاسیسات ګټور دي (لکه ښونځي، روغتونونه، سړکونه، پلونه، صنعتي مرکزونه او نور) چې باید ملاتړ یې و شي او ځینې تاسیسات مضر دي (لکه نظامي اډې، د خلکو د تګ را تګ محدودوونکي موانع) چې باید وغندل شي. له همدې امله د پاکستان د حکومت له خوا د اغزنو تارونو غزول که د افغانستان د جغرافیې په هره برخه کې وي په یو شان د غندلو وړ دي. د ډیورنډ پر کرښه د اغزنو تارونو غځول او د نورو موانعو جوړول باید و غندل شي مګر تر هغو موانعو زیات اهمیت ور نه کړ شي چې په سوات او پېښور کې جوړېږي.

        د هغو کسانو په اړه چې د کرښې اخوا اوسېږي او دې خوا تخریبي عملیات کوي باید په کلکه د «پاکستاني» د صفت له کارونې ډډه وشي. په ننګرهار کې د داعش جنګیالیو په لیکو کې ورکزي باید «پاکستاني» و نه بلل شي خو د پنجاب اوسېدونکي ریښتیا هم پاکستانیان دي.

د ادبیاتو دغه بدلون هم باید د حکومت په سطحه رامنځ ته شي، هم د رسنیو په سطح او هم د ولس په سطح. دې ټکي ته پاملرنه د مدني فعالانو کار دی  او ځانګړی مسولیت  هغو مدني/سیاسي فعالانو ته راجع کېږي چې د لوی افغانستان داعیه یې د فعالیتونو مرکزي ټکی وي.

– د تابعیت حق

ټول افغانان، چې د تاریخي افغانستان له هرې برخې سره تړاو ولري باید د تابعیت حق ولري. لکه څرنګه چې د ننګرهار وګړی د تابعیت د تذکرې او افغاني پاسپورټ د درلودلو حق لري همدغه حق باید پرته له هېڅ قید او شرطه د کرښې اخوا افغانان چې له کشمیره تر بلوچستانه پراته دي هم ولري. دا چې هغوی له خپل دغه حق څخه استفاده کوي او که نه دا د هغوی خپل انتخاب دی خو هر کله چې یې غوښتنه وکړي باید د نورو افغانانو په څېر ورته اسناد ورکړل شي. غالباً چې دا کار به له حقوقي پلوه هم کومه ستونزه و نه لري او د هېڅ قانون تعدیل ته به اړتیا نه وي. شونې ده چې ولسوالان په خپل صلاحیت دغه ډول اجراآت وکړي خو که د حکومت له خوا یو واضح دستور موجود وي کارونه به اسانه کړي.

۳ – د تګ راتګ او مېشتېدو حق

ټول افغانان، چې د تاریخي افغانستان له هرې برخې سره تړاو ولري، د افغانستان هرې سیمې ته د تګ را تګ او هلته د مېشتېدو حق لري.

کله چې د کرښې اخوا افغانان له کرښې را اوړي نو افغان پولیس باید ترې یا د ویزې غوښتنه و نه کړي او یا ورته په اتوماتیک ډول د کرښې د اووښتو پر مهال ویزه ورکړي. دا مهمه نه ده چې د پاکستان حکومت د افغانستان له اتباعو د پاسپورت او ویزې غوښتنه کوي خو دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت دغه ډول غوښتنه له هغو افغانانو و نه کړي. دا کار هم د حکومت په سطح یو ساده تصمیم غواړي، له حقوقي پلوه به کوم خاص موانع نه وي.

۴ – د کار شرایط

د افغانستان د کار په بازار کې باید د کرښې اخوا افغانانو ته د بهرنیو کارګرو په سترګه و نه کتل شي او – پرته له دې چې د هغوی په لاس کې شته د هویت اسناد په نظر کې ونیول شي – د هغوی جغرافیایي منشاء باید هغوی ته د یو عادي افغان کارګر له ټولو حقوقو د استفادې موجب وبلل شي.

۵ – د تعلیم امکانات

د افغانستان ټول تعلیمي مرکزونه – ښوونځي او پوهنتونونه – خصوصي وي که دولتي باید د ټولو افغانانو پر مخ پرانستي وي.

۶ – پارلمان

د افغانستان په پارلمان کې باید د افغانستان د حکومت د عملي حاکمیت څخه وتلو جغرافیایي سیمو  اوسېدونکي باید د افغانستان په پارلمان کې خپل استازي ولري. څرنګه چې د نړۍوالو تعاملاتو له مخې له کرښې اخوا د افغانستان د پأارلمان له پاره د انتخاباتو امکان نه شته نو په کار ده چې د دغو استازو د غوراوي له پاره یو مناسب او باوري سیستم ایجاد شي.

دا کار شاید د اساسي قانون تعدیل وغواړي او په اوسنیو شرایطو کې به ډېر عملي نه وي. تر هغو چې د قانون د تعدیل شرایط مساعدېږي د افغانستان موجود پارلمان کولای شي د کرښې د هغې غاړې د افغانانو له استازو جوړه شوې یوه مشورتي کميټه ولري چې د قوانینو په تصویب کې یې نظر وپوښتل شي.

-
بېرته شاته