(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مضراحتياط

[14.Nov.2017 - 12:48]

مضراحتياط

لیک: پوهاند محمد اسماعیل یون

پر هره ټولنه چې افراط او تفريط واكمن شي ټولنه له خپل انډوله وځي او د استاد الفت په اند د يوه پر ځاى دوه تنه تلفات وركوي. مضراحتياط هم د تفريط يو ډول دى چې زيان يې له افراط سره خپل انډول برابروي، ځكه خو د اسلام سپېڅلي دين د افراط او تفريط دواړه حالته مردود كړي او منځنى حد يې غوره بللي دي. مضر احتياط نه يوازې يوه ټولنيزه ناروغي ده، بلكې د يو شخص د ځانې ژوند د ښېرازۍ او ودې پر وړاندې خنډاچوونكې او رنځوونكې ناروغي هم ده. استاد الفت په ټولنيز ژوندانه كې د مضر احتياط پر ناروغۍ د يوه اخته كس حالت بيانوي چې مضراحتياط يې د جرئت وزرونه تړلي او د اوهامو سيوري يې ورته پر ذهن خور كړي دي. دا كار د دې سبب شوي چې دا كس د ژوند له ډېرو نعمتونو بې برخې شي. استاد الفت وايي: شمي اكا زموږ په كور او كلي كې په ډېرې هوښيارۍ مشهور و، او هر چا چې به كومه مشوره غوښتله ده ته به راتلل. دده د هوښيارۍ او احتياط يوه نښه دا وه چې ده تر اخر پورې خپل كور ته برق راونه ووست او ويل به يې كه كله برق شارټ شي نو حريق به واقع شي او كور به مې وسوزي. د ده دا عادت و چې په موټر كې به نه سوريده او ډېر لري ځاى ته به هم پياده روان و ځكه چې د موټر له چپه كېدلو وېرېده او احتياط يې كاوه. هو! دى له ډېره عقله پياده ګرځيده او كور كې به يې رڼا هم ډېره لږه وه. د پښتو ژبې د خدمت او پالنې په باب هم د ځينو پښتنو چلند دې مضر احتياط ته ورته دي. يو شمير روڼ اندي، سياستوال او نوم څرګندي پښتانه د دې لپاره له پښتو پالنې او ان پښتو يادونې او ګړنې څخه ډډه كوي چې څوك ورته ژبپال او ملتپال (نشلنست) ونه وايي. دوى داسې فكر كوي چې كه يو ځل چاورته نشنليست او فاشيست ووايه، دا تور خو نو بيا له (كفره) هم بدتر دي، بيا خو چې هرڅومر ځان سپين كړي، سپينيداي نه شي. د پښتو ژبې دښمنانو له ډېري پخوا نه د يو منظم او سنجول شوي پلان له مخې پښتو ضد چارې اوډلي دي. په دې ډول پښتو ضد هڅو كې يوه هڅه همدا يرغليز تبليغ او چلند دي چې دوى يې د يوې اساسي وسيلې په توګه كاروى دوى ټول عمر د پښتنو د ښېرازۍ رګونه زبيښلې، د پرمختګ په لاره كې ورته خنډونه جوړ كړي او جوړوايى ئى، خو چه كوم انديال (شعورى،پښتون) ورته ووائې چې ولې؟ نو بياپرې له لاسه د نشنليست او فاشيست تور پورې كړي. زمونږ ځينې په زړه سپېڅلي پښتانه يې د مكارۍ په همدغه جيل كې راګير كړي او ان تر دې وخته يې د خلاصون لاره نه ده پيدا كړې. كه كوم هڅاند پښتانه له دغه ژبني زبېښاك نه د وتلو رپى رپولى نو بيا زياتو پښتنو او ناپښتنو پرې په دې پلمه د ملامتئ اور پورې كړى چې د هېواد د ورونو قومونو او "مليتونو" ترمنځ بې اتفاقۍ او ژبني تضادونو ته لمن وهي، په افغانستان كې د پښتنو او د هغوى د ژبنو حقوقو د غصبوونكو ترمنځ وروري هغه د اوښ او لېوه د ورورۍ مثال لري. "وايي چې يو وخت د اوښ او لېوه ترمنځ د وورۍ يو تړون شوى و، دوه په يوه كور كې اوسېدل، له خپلو اولادونو سره يې ګډ ژوند كاوه، ټول به د يوې كورنۍ د غړو په څېر اوسېدل، د دوى ترمنځ دا تړون هم شوى و چې يو د بل اولادونه به خپل اولادونه ګڼي او توپير به يې نه كوي، هرچا چې د دواړو ترمنځ توپير وكړ هغه به ملامت وي. ژوند څو موده همداسې تېر شو، يوه ورځ لېوه او اوښ دواړه د سارا پر لوري له كوره بهر شول، څرنګه چې د دواړو لاس ته څه ور نه غلل نو وخت پرې ډېر تېر شو نو هم د اوښ بچيان او هم د لېوه هغه ښه وږي شول، د لېوه د بچيانو نور تاب رانغى، نو ټوپ يې كړ د اوښ د يوه بچي اورمېږئې ورتاو كړ، وينه يې وڅښله اوغوښه يې هم وخوړه، كله چې اوښ او لېوه دواړه كور ته راستانه شو نو ګوري چې د اوښ د بچي يوازې پوستكى پاتې دى او بس. اوښ چې دا حالت وليد نو له ډېر خفګانه يې چيغه كړه: (هله زما بچي). لېوه چې د اوښ (زما بچى) غږ واورېد نو فوراً يې پرې نيوكه وكړه او ورته يې وويل چې ته ملامت يې، ته د ورورۍ پر اصولو نه پوهېږي، تا ولې زما او د خپلو اولادونو ترمنځ توپير وكړ، تا ولې وويل (زما بچي) ايا زما بچي ستا بچي نه دي؟" له ژبني پلوه د پښتنو او پښتو ضد كسانو وروري همدغه مثال لري په افغانستان كې پښتو او پښتانه تل په خپل حاكميت كې هم محكوم وو، هم محروم، خو د ملامتۍ ګوته هم دوى ته نيول كيږى هم ئې ژبه زبيښل كيږى او هم نا شيستان ګڼل كيږي كه يو ناپښتون ټول عمر د پښتو ، ژبني حقوقو زبېښي او يو پښتون هسې وويل چې ولې پښتو؟ نو بيا سم له لاسه ورته ووايي چې ته ولې پښتو يا دو دې دا خو نيشنليستي او مليتي مسايل دي. د پښتو ضد ډلو ټپلو دغو هڅو، اغزن چاپېريال او نورو نادودو له فرهنګي او ژبني پلوه پښتانه پر څو ډلو وېشلي دي: 1 _ يو هغه ډله پښتانه دي چې خپله ژبه، خپل كلتوري، ملي او هېوادنى مسْووليت پېژني، د ملت جوړو نې په بهير كې د ژبې پر ارزښت هم پوهېږي او د افغانستان د ملي يووالي او خاورې د بشپړتيا لپاره د پښتو پر ستر اهميت او رول هم پوهېږي. دوى د انديالو هېوادپالو او ملت رغاندو پښتنو افغانانو په توګه د پښتو ژبې پالنه، بډاينه، وده او پرمختګ خپله دنده بولي او په دې لاره كې له هېڅ ډول هانداو هڅو ډډه نه كوي دوى په دې برخه كې دومره منډې ترړې كړي او كوي يې چې ان خبره يې د ځانې ژوند د بلهارۍ (قربانۍ) تر بريده هم رسولې ده. په حقيقت كې د همدغې ډلې د بې ساري قربانۍ، اندو هڅو بركت دى چې پښتو د پرديو له يرغليزو هڅو او د خپلو پښتو د بې تفاوتۍ له چلندونو سره سره تر اوسه ژوندۍ پاتې او لا وده كوي. 2 _ دويمه ډله هغه پښتانه دي چې نه يوازې پښتو نه پالي، نه يې وايي او نه يې ليكي، بلكې پر ضد يې هم دي دا ډول پښتانه اكثره په پښتو ضد مورچل كې ناست دي او نورو پښتو ضد ډلو سره يو ځاى پر پښتو ډزې كوي. دې ډلې اكثرو پښتو هېره كړې، ليك او وينا په بله ژبه كوي، د همغې ژبې له لوست، وينا، موسيقۍ او خبرو خوند اخلي، خپلې شخصي، اقتصادي او نورې ګټې هم په هماغه ژبه كې ګوري پښتو ضد ډلو ټپلو لپاره دا ډول پښتانه د پښتو ځپلو ډيره ښه وسيله ده. دا رنګ پښتانه په پښتو دښمنۍ كې له اصلي "ستميانو" نه هم څو څپكه تېر دي، هر پښتون به يې ډېرې بېلګې ليدلي وي دا ډله كېداى شي "ستمي پښتانه" وګڼل شي. 3 _ درېيمه ډله هغه پښتانه دي چې د بې تفاوتۍ پر غونډۍ ناست دي، د نړۍ له ښه او بده خبر نه دي او هر څه اسماني پېښې ګڼي، په دې ډله كې اكثره نالوستي كسان راځي. مضر احتياط كاري هم په همدې ډله كې راځي چې د ډېر احتياط له كبله ځانته د بې توپيرۍ حق وركوي او دا لا هم پرې سرباري كوي چې، والله نو مونږ ته خو دا او هغه ژبه يو شى دى. بې تفاوتانو كې د پښتنې ټولنې يوه غټه برخه راځي چې نالوستي، ناشعورى يو شمېر روحانيون او نور په كې راښكېل دي. په ټوليز ډول د پښتو په باب پښتانه پر همدغو دريو كتګوريو وېشل كېداى شي: شعوري پښتانه، پښتو ضد پښتانه او بې تفاوتان. اوس راځو دېته چې د ژبني فعاليت له مخې پښتانه په كومه كچه دي؟ د شعوري پښتنو ټول ځواك په دې برخه كې اوبه كېږي چې له پښتو ضد پښتنو سره مقابله وكړي. د خپل ځواك يوه برخه له پښتو ضد پښتنو سره ليكنۍ او ګړنۍ مقابلې ته بېله كړي او خپل وخت هغو ته پر قناعت وركولو تېر كړي او بله برخه يې د ستمي پښتنو له خوا پښتو ته د ورا ړول شوي زيان جبران ته بېله كړي. نو كه شعوري پښتنو ډېره توره هم كړې وي، ايله به يې دومره كړي وي چې د پښتو ضد پښتنو د هڅو مخنيوي وكړي. بې تفاوتان خوهسې هم وايې چې ژبه موږ ته بې تفاوته ده او موږ پرې كوم كار نه لرو. كه چيري موږ د ژبنې فعاليت له مخې د پښتون قوم هڅې وارزوو كېداي شي ووايو چې دوه متضاد او متخاصم ځواكونه يو د بل پر وړاندې مبارزه كوي او په پايله كې يو بل دفع كوي. يانې د دواړو وروستي حاصل صفر دي. په حقيقت كې د ژبنې فعاليت له مخې د پښتنو فعاليت خنثي دي. ځكه چې يو مټ د بل مټ زور اوبه كوي او د دريېم ګړي د ګوزار د مخنيوي لپاره ورته كوم ځواك نه پاتې كېږي. د ژبنې فعاليت له مخې كېداى شي پښتانه او پښتو ضد ډلې ټپلې په اعدادو كې هم افاده كړو. د سارى په توګه دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې په هېواد كې د پښتنو نفوس د نورو ټولو قومونو د مجموعي شمير دوه برابره دي، ياني په هرو پنځه لسو تنو كې لس پښتنانه او پنځه ناپښتانه دي. اوس نو كه موږ پښتانه يانې د ټول نفوس له پنځه لس برخې نه لس برخې پردريو برخو وويشو، نو هره برخه به درې تنه شي ( د يوه تن له محاسبې پرته) كه چيرې په لسو پښتنو كې درې تنه پښتو ضد پښتانه او دري بې تفاوتان له دې شميره وباسو نو ټول به څلور تنه پاتې شي. كه چيري موږ درې پښتو ضد پښتانه له نا پښتنو سره يو ځاى كړو نو د هغوي شمير به اتو تنو ته ورسيږي. د بې تفاوتانو رول به هېڅ نه محاسبه كوو، خو كه چيرې هغه هم محاسبه كړو نو د نا پښتنو شمير به له دوي هم زيات شي، ځكه چې بې تفاوتان او مضر احتياط كاري اكثره د تلي پلې ته ګوري، هره خوا چې درنه وي همغې خواته ځان اچوي. د شمير له پلوه اته له څلورو سره مقابل دي، د ژبنې فعاليت له مخې دا انډول ښيي چې په فرهنګې برخه كې د پښتنو تلفات بايد دري ځله زيات محاسبه شي، ځكه چې: يو كس له تا بېل شو( لومړى تلف) دويم ستا له مقابل لوري سره يو ځاى شو( دويم تلف)، بېرته ستا په مقابل كې استعمال شو(دريم تلف). كه چيري په فزيكي جګړه كې د يو لښكر يو عسكر ووژل شي او د جګړې له ډګره ووځي نو هغه په هماغه يوه تلف كې حسابېږي، ځكه چې د هغه رول نور د ابد لپاره ختم شي. خو د همڅنګو ژبو او كلتورونو تلفات داسې نه دي، هغه لكه د پښتنو په شان هم ځان وژنې، هم خپل قوم وژنې او هم بل ژوندى ساتي، نو دا تلفات څو ځلې ( درې چنده) او ډېر درانه دي. د پښتو ضد پښتنو تر څنګ بې تفاوتان او مضر احتياط كاري هم د مقابل لوري په ګټه دي. څرنګه چې زموږ په ټولنه كې ژبنې انډول د پښتو او پښتنو په ګټه و، نو دا ډله كسان تل هڅه كوي چې واكمن بهير سره ملګرى شي ځكه چې د راحت احساس وكړى. پښتانه احتياط كارى بيا په خپل كار كې د مضراحتياط تر وروستى بريده ځان رسوى. ان كه چېرې په يو ژبني او فرهنګى چاپيريال كې د نا پښتو شتوالى اصلاً هيڅ مطرح نه وي او يا په هغه محيط كې هغوى بيخې وي نه، نو احتياط كاري يې د دي لپاره ګټې خوندي كوي چې څوك ورته بيا نشنليست او فاشيست ونه وايي. د ناپښتنو يو چلند دا هم دى چې دوي په ځينو حساسو وختونو او مسايلو كې له همدې ډول احتياط كارو پښتنو څخه د پښتنو د استازو(!) په توګه ګټه اخلي. ځكه هغوي پوهيږي چې كه دوئى د پښتنو پر ضد هر ډول هڅه وكړي دا ډول اشخاص كوم غبرګون نه ښيي. د شعوري پښتنو مخه هم د افراطينو او فاشيستاتو په تور ددغو احتياط كارو، معتدلو او ورځچارو په واسطه په ډېر ښه ډول نيول كېداى شي. په دې ډول په ژبنيو او فرهنګي مسايلو كې ژبنې فعاليت ټول د دوى په ګټه پاى ته رسېده. د احتياط كارو يوه بېلګه به هم وړاندې كړو: زموږ يو دوست ليكوال و، ګڼ شمېر كتابونه يې ليكلي وو، ده چې څومره مينه پښتو سره لرله، همدومره ان تردي زياته يې فارسي سره هم لرله، ده دا استدلال كاوه چې پښتو بايد د فارسي په غيږه كې وده وكړي او له فارسې پرته يې وده ناممكنه برېښي. ده فارسې ژبي ته د درې ژبو او پښتنو خدمت د افغانستان د ملي وحدت په ګټه كار باله، خو د پښتو پر وړاندې يې درې ژبي پر خدمت مكلف نه ګڼل. نو ده ځكه د خپلې ذهنې او فزيكي انرژۍ يوه درنه برخه د فارسي ژبې خدمت ته بېله كړي وه. ده ان په پيښور كې چې يو بشپړ پښتنې چاپېريال دي د خپلې خپرونكې جريدې ژبنۍ برخه په سلو كې (60) فارسي او (40) پښتو ټاكلي وه او د جريدې په سلو كې (90) سر مقالې يې هم په فارسې ژبه وي. د پښتنو له خوا پرده باندې ډېرې اصولي نيوكې وشوې چې دا كار په هيڅ معيار برابر نه دي. خو ده د زړه له كومې دا غوښتل چې زموږ دري ژبې ورونه خوشحاله كړي، ځكه يې نو ان په يو بشپړ پښتنې چاپيريال كې هم د دوي ژبنيو حقوقو ته په دومره درنه سترګه كتل. ده په داسې يو چاپيريال كې كار كاوه چې كه ان دري ژبې هم د اخبار مدير واي، دري به يې دي كچې ته نه واى لوړه كړې، ځكه چې د چاپيريال غبرګون ته به يې طبعاً پام و. خو زموږ دې ليكوال خپل دا چلند كه څه هم په څرګنده يوه بې انصافي او ناانډولي وه خو بيا هم د افغانستان د ملي يووالي او د ورونو قومونو په ګټه باله او تر وروستي حده خپل دي اند او چلند ته رښتيني هم و. خو دومره تېرېدنې، زغم، صداقت، پر خپله ژبه ظلم او د بلې غوړونې بيا هم پښتو ضد اشخاص قانع نه كړاى شول، د همدې شخص په باب مې په كابل كې د يوه تن درې ژبې ورور له خولې وارېدل: "او... هم افغان ملتي است چندين كتابش به پشتو چاپ شده است." دې سره سړى ته هغه متل راياد شي چې " هندو ستړى او خداى ناراضه" د دا ډول اشخاصو شمېر په لسګونو، په سلګونو ان په زرګونه وو چې له پښتنو نه يې درې ته ډېر خدمت كړي دي، خو هغوي بيا هم د نشنليزم له توره پاك نه شول. كه موږ په افغانستان كې دري ژبې ته دشوي خدمت او كار جاج واخلو نو كه د افغانستان له تاجكو نه د پښتنو ونډه په كې زياته نه وي نو كمه خو په هيڅ وجه نه ده. ايا بلې ژبې ته دومره ستر خدمت او خپلې ته دومره خيانت او له هغې سره د بې تفاوتۍ چلند به موږ د فاشيزم له نامنطقي تور څخه خلاص كړي؟ نه هېڅكله نه! نو څه بايد وشي؟ ښه خبره دا ده چې موږ بايد خپل ځان وپېژنو، خپله حافظه تر لاسه كړو، نه خپل حق نورو ته وبښو او نه د نورو حقوق تر پښو لاندې كړو. ښه كار دا دي چې پښتانه دې پښتو ته خدمت وكړي او دري ژبي دري ته. كه ټول پښتانه لكه د دنيا د نورو قومونو او يا زموږ د درې ژبو ورونو په شان د خپلې ژبې خدمت ته ورودانګي، نو بيا به پر څو برخو د پښتنو د ويش خبره هم له منځه لاړشي. بيا به نو موږ هم له په نورو ژبو كې مسخه كېږو، نه به له خپلې ژبي سر د خيانت په بيه د بلې ژبي د خدمت بار اوچتوو، نه به پر سلو ذهنې او روانې ناروغيو اخته كېږو او نه به څوك را نه ګيله كوي، ځكه چې نورو ته د خدمت معيار به د هغوي د خدمت په معيار پورې تړلي وي،كه هغوي زموږ ژبې ته په درنه سترګه كتل او د هغې خدمت يې خپله دنده بلله، موږ به هم د هغوي ژبې ته خدمت خپله دنده بولو او كه نورو زموږ ژبه زبېښله او غوڅوله، نو زموږ ښه سړيتوب به دا وي چې خپله ژبه وژغورو خو د بل هم غوڅه نه كړو. زموږ وروري او دوستي بايد پر انساني اصولو ولاړه وي، را كړه وركړه مو بايد پر عدل او انډول ولاړه وي، نه د اوښ او د ليوه وروري چې هم يې بچيان له منځه لاړشي او هم په ورورۍ كې ملامت شي!؟

-
بېرته شاته