(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساپي،صافي ساپیان

[18.Oct.2017 - 16:39]

ساپي،صافي (ساپیان)
لیک: ډاکټر لطیف یاد

سا پي يا سا پيان د پښتنو د غرغښت په ټو لنیز ګروپ کې يوه مهمه او لر غو نې قبیله ده چې وګړي يې په کو نړ، لغمان ، کا پيسا، پروان ، ننګر هار،پکتيا، خوست، بادغيس ،بلخ ، فارياب ، کندز، کابل ،دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ ، دره خيبر، دسهيلي پښتو نخوا په مر کز کو ئيټه ، پښين ،ژ وب ، سيبۍ او همداراز په اټک او دپا کستان د پنجاب ايا لت په فيصل آباد کې استو ګنه لري٠ د سا پيو قبیله دتاريخ په اوږدو او بیلا بیلو پړاوونو کې په مختلفو او بیلا بیلو نو مو نو سره ياده شوې ده ، دبیلګې په تو ګه: ساپي، صافي، سا پين، سپين، سا پيس، سا پيت، سا فيست ،سا فيت، سا پينګ، سا پيته، سا پيسته، اسا پنتيه، سپينته، سو پتا او نور(١) ٠ 
داسې روايتو نه شته چې سا پيان يوه لر غو نې آريا يې قبيله ده چې يو ناني کلا سيکو مؤ رخينو په خپلو تا ريخي کتا بو نو کې ددغې قبيلې يا دونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر دکو نړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکوسره مخا مخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي ٠ ددې خلکو څه برخه د مو مندو او باجوړ دسیمو په شا او خواکې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي(٢) ٠
لغمان او کو نړ ته د سا پيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دحضرت عیسی علیه السلام د زوکړې نه ٢٠٠٠کلو نه وړاندې با ختري آر يا ئيان دشمير دزيا توالي او د ځای دتنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت دقبيلې نورښا خونه او دهغو په لړ کې سا پيان هم شا مل ول٠ کله چې سا پيان د هندو کش له درو نه د کا پيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځا يه يې تقر ېبادسيندو نو طبيعي مجرا ګا نې په مخه ونیولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې دکا بل سيند مخه نیو لې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کو نړ دسيند حوزې ته ورسیدل٠ 
په دې کې دهيڅ شک او تر ديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه ٢٠٠٠ کلو نه دمخه په ليږد او مها جر تو نو پيل کړی دی او اوس په کا پيسا، کو هستان، کوه ساپي،پروان، لغمان، کو نړ ، جندول، پشات، سوات او با جوړ کې میشته دي(٣)٠ 
قبيلوي جوړښت : 
سا پيان په لو مړي سر کې په شپږومهمو ښا خو نو ويشل شوي دي چې ودير،ګوربز، کند هاري ، مسود، ښا ديخيل اوګاګي زي نو ميږي (٤)چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي : 
امري، شيخي،باړ ميزي،بيا ن خيل، کټه سر، غيبي خيل، حبيب زي، کاکا زي، خا دي خيل، سليمان زي، با دين زي، ادم زي، پا ينده خيل ، نو رخيل، خيرن زي، زکوزي، میر علي خيل،الو کوزي، عطا خیل ،سين زي، بري زي،شمسو کور،مدور کور،غلجی کور ،ابه خیل، سيپان، مرزاخیل،کمال خیل، امر ويي،بدين زي،خادي خیل، رحيمداد خیل، حيدر خیل،شابول خیل ، سليمان خیل٠مولاتم کور،ملايان، کاګي،شهزاده او ټنګه ګوربز٠ 
د سا پيانو داستو ګنې سیمې : 
١- دکونړ په ولايت کې : 
دسا پيا نو دقبيلې زيات شمیر وګړي دکو نړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځا يو نه په لاندې ډول دي: اسد آباد، نرنګ، بر يکوټ،سر کا ڼي، دانګام، څو کۍ ،نورګل، پيچ، چپه دره، با ډيل، دېوه ګل، دمزار دره او شو نکړۍ٠ د کو نړ په ولايت کې دسا پيا نو مجمو عي شمیر تقر يبا د١٥٠٠٠٠ تنو په شا وخواکې ښودل شوي دي٠ 
٢- دلغمان په ولايت کې : 
د لغمان په ولايت کې سا پيان په عمر زيو، شکور آباد،علي خيلو،پا چا خيلو،احمد زيو ،با ړېزيو،سالاو، ګاګړ، کو ټالۍ، دروېش آباد، دولت شاه،اتوک، چکله او دوګل کې ژوند کو ي چې په نو مو ړي ولايت کې سا پيان د٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوي دي٠ د لغمان ولايت د عمر زيو سا پيا نو مشهور ښا خو نه تور خیل، خیرن زي، زکوزي، میر علي خيل، الو کوزي او عطا خيل دي٠ 
٣- دکا پيسا په ولايت کې : 
سا پيان د کا پيسا په ولايت کې ددغه ولايت د تګاب او نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠ 
٤- د پر وان په ولايت کې : 
سا پيان د پروان ولايت په کوه سا پي، سيد خيلو، کو هدامن او کو هستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت سا پيا نوددې لپاره چې دوی د تا جکو ورو نوسره دډیرو کلو نو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠ 
خو دکوه سا پي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نو ميږي او تقر يبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او سا پيان دي چې دوی هلته څلويښت کلي لري او د خلکو ټول شمیر يې ١٣٦٢٧ تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نو مو نه يې دادي : 
منډیقول ، جوزک، بچه خاک٠ ډنډر، سکندره، حسن زايي،تريړي،انګوردره،ښرکي، جر غاتي، سياه سنګ، با غو مبکي، پیتاو کلی، نيلی او علي خو اجه٠ 
خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ،خو ٣٠ سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز ٦٠٠ کورنۍ يې دکابل په څر خي پله کې استو ګنه لري اويوشمیر خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د ٤٠ په شااو خو کې ښو نځي شته چې يوه يې لیسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠ 
دکوه ساپي مر کز ډنډرته دمو ټرو درې لارې شته ٠ يوه يې له بګرامه ،بله يې له کابله او دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠
٥- د ننګر هار په ولايت کې : 
دننګر هار ولايت دخیوې ولسو الۍ په دره نور کې هم ددوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نا مه يا ديږي٠(٥ )دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عر انوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي: ادکې مورې ما ڼو له ځمه**** دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه 
٦- دبلخ په ولايت کې : 
ددغه ولايت په مرکز او دبلخ او دولت آباد په ولسو اليو کې هم سليمان خیل سا پيان استو ګنه لري٠ 
٧- دفارياب په ولايت کې : 
ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليما ن خیل سا پيان استو ګنه لري٠ 
٨- د بادغيس په ولايت کې : 
د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليما ن خیل سا پيان میشته دي٠ 
٩- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې : 
د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمیر سا پيان چې دکند هاري، مسود، ګوربز او ودېر په ښا خو نو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د١٩٦١ زېږ دیز کال د سر شمیر نې له مخې ددوی شمیر ٥٣٠٠٠ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې دا شمیر به او س لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې ددغې سر شمیر نې نه اوس پوره ۵۳ کلو نه تیر شوي دي٠ 
کند هاري سا پيان دمو مندوا يجنسۍ په ويدانشا، کرېل،چينه ګۍ،کندو کو هي، امرو يي او چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه ددوی سیمه دسره کمر په نا مه سره يا ديږي٠ دسوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی و٠ 
ګوربز سا پيان په تره کي تنګي،لکړۍ، کمر کلا او کټه سر کې میشته دي٠ 
مسود ساپيان په چينارۍ، زيارت، خزينه او کوږ پاڼ کې میشته دي ٠ 
همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي بر خه کې استو ګنه لري(٦)
بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠
١٠- په سهيلي پښتونخوا کې : 
يو شمیر سا پيان دسهيلي پښتو نخوا په سيوۍ، ژوب او کو ئيټه کې هم استو ګنه لري چې مير زايي او کمال زي يې ښا خو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو سا پيا نو پښتو هیره کړې ده او دسند يا نو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی(٧) ٠ 
١١- په پا کستان کې : 
د پا کستان د پنجاب په فيصل آباد کې هم يو شمیر سا پيان استو ګنه لري٠ 
دسا پيا نو دقبيلې اقتصادي جوړښت : 
د کونړ سا پيان له دې کبله چې دکرنې ځمکې يې لږې دي ،نو دهغې تر څنګ غواګانې،پسونه، ګډيان او میښې هم روزي چې دغوښو، شيدو او نورو حا صلا تو نه يې ګټه اخلي٠ دوی دکرنې ځمکې زيا تره للمي دي چې اوبه نه وررسيږي او يا داوبو رسيدل ورته ناشو ني دي ٠ زيا تره بز ګران يې په بيوزلۍ کې ژ وند تيروي، په تیره بيا هغه بز ګران چې دبا دارنو ( دځمکو دخا وند انو) ځمکې کري نو مجبور او مکلف دي چې د تخم نه پر ته نورې ټو لې ستو نزې لکه غوايان، دبزګرۍ آلات، دځمکې وهل،کرل، ریبل، را ټو لول او ميده کول پخپله غاړه واخلي٠ ان د ځمکې دخا وند کو رته د حا صلا تو وړل هم د بزګر پر غاړه دي ٠ بز ګر مجبور دی چې دې نورو کا رونو تر څنګ د خپل بادار، خره، غواګانې او میښې هم وسا تي٠ همداراز بز ګر خپل بادار ته دغره نه وړيا لر ګي راوړي٠ دبز ګر میر من بايده دي چې دځمکې دخا وند دمیر منې اوامرو ته غاړه کيږدي٠ لنډه دا چې زياتره خلک يې بیوزله او نیستمن دي٠ 
خوراک : 
دکونړ ساپیان په خوړو کې زياتره دجوارو، اوربشو، غنموا و ورېجو نه ګټه اخلي ٠څر نګه چې دوی دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ هم بو خت دي، نو زياتره يې دغواګانو او میښو د شيدو نه هم ګټه اخلي ا و غوړي يې يا په شتمنو خلکو پلوري او يا يې د ننګر هار سیمې ته دپلورلو لپاره راوړي ٠ 
جامې : 
دکونړ ساپیان د وړيو او وزو دوژ غنو نه ځا نته مخصو صې جا مې جوړوي چې دريشۍ ته ورته دي،خو تڼۍنلري٠ ښځې يې تور پړوني او اوږده کميسو نه لري٠ ددوی پر تو ګو نه چين داره وي ٠نارينه يې د خمتا له ټو کړ نه هم ځانته کالي جوړوي او اکثره يو ډول ټو پۍ چې پکو لونه يې هم بو لي او دوړيو نه جوړ شوي وي په سروي٠ 
مېلمه پا لنه : 
د اقتصادي تنګسې او بې وسۍ سره سره سا پيان میلمه پال خلک دي ٠ دوی دمیلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې يو له بله سره سيالي کوي٠ په دوی کې دمیلمنو قدر زيات دی٠ ددوی په حجرو کې د مو سيقۍ آلات لکه سيتار، رباب، منګی او نور شته ٠ 
پښتني ننګ : 
سا پيان دقام په ننګ کې غير تمن خلک دي ٠ دوی دمغولي اورنګزیب دلښکرو او د خپل هیواد د خپلواکۍ لپاره دانګریزي ير غلګرو په وړاندې څو څو ځلې جنګيدلي او ډول ډول قر بانۍ يې ورکړي دي ٠همدا راز دروسي ير غلګرو په وړاندې دوی داسي تورې وهلي دي چې زموږ دګران هيواد افغا نستان تا ريخ ددوی دمیړانې کا رنا مې نه شي هیرولای٠ همداسبب دی چې دکو نړ په ولسي ژوند کې دوسلو درلودل او ساتل ډېر اهميت لري او دسا پيو په اړه وايې چې يوه ورځ د يوه سا پي په کور کې نا رېنه ما شوم وزېږېد٠ څر نګه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې دنارينه ما شوم تر زېږېدو وروسته د ټو پک ډزې کوي٠ څر نګه چې دغه سړي ټو پک نه درلود نو لاړ چې يو ټو پک پيدا کړي او دخپل زوی دپيدا کیدو په خوشالۍډ زې وکړي ، خو چا خپل ټو پک ورنکړ٠ کوم وخت چې بیرته خپل کور ته راستون شو نو چا ورته ويل چې راشه زوی دې وګوره که نه نو کبر به وشي٠ هغه په ځواب کې ورته وويل :چې زما زوی د لو مړي ځل لپاره با يد زما مخ ونه ويني ځکه زه دومره نامرد يم چې دخدای په دې لويه دنيا کې يو ټو پک هم نلرم چې دزوی د زېږېدو اعلان پرې وکړم نو که غه زما مخ ګوري ښا يي چې د هغه نه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي٠ نو ښه به داوي چې ديوه نا رېنه او با همته سړي مخ وګوري٠ 
ساپيان دغيرت او ننګ په ټکي سر او مال ور کوي ٠ په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننګي ده٠ څوک چې دچا په ښځه تورن شي نو دهغه ژوند بيا په مرګ شمیرل کيږي٠ دچا په کور کې چې څوک مړشي نو که نیستمن هم وي نو هغه مجبور او مکلف دی چې خيرات ورکړي٠ په دوی کې دخيرات نه پرته د مړي ښخول شرم ګڼل کيږي٠ همداراز دوی ملا يانو او ميا ګا نو ته د خيرات، صد قې او سر سايې نه هيڅکله هم غاړه نه غړوي٠ دوی دعذر او ننواتې په وړاندې د ډېرې لويې ګناه نه هم تير يږي٠ لنډه دا چې دوی په پښتني ننګ کې ډ یر ټينګ دي٠(٨)
مشهور شخصيتونه : 
په سا پيانو کې ډېر ستر مبا رزين،استادان، پو ځي منصبداران، ليکوالان او شا عران تیر شوي دي چې ځيني يې په حق رسيدلي او ځيني يې اوس هم ژوندي دي دلته د هغوی يادونه ضروري ده ٠ 
١- غازي محمدعثمان خان ساپی چې دتګاب و او دانګر ېزانو پر خلاف د ١٨٧٩ ميلادي کال دسمبر دميا شتي دپا څون دلارښوونکو نه شمیرل کیده٠
۲-ارواښاد غلام حسن خان ساپی 
۳-ارواښادشهيد قا ضي عبيد الله ساپی 
۴-ارواښاد شهيد امان الله سيلاب سا پی 
۵- قا ضي مطيع الله چمبيلی 
۶- دکتور ودیر ساپی 
۷- سر محقق زلمی هیواد مل 
۸-ارواښاد جنرال محمد آصف سا پی 
۹- د پښتو نخوا مشهور صحافي سليم سا پی 
۱۰-تاریخپوه  ارواښاد پو هاند ضمير سا پی 
۱۱- جنرال رحمت الله ساپی 
١۲-مفتاح الدين ساپی
١۳- دکابل پو هنتون استاد لطف الله ساپی 
١۴- ددانش د خپر ندويې ټو لنې مشرښاغلی  اسد دانش ساپی
۱۵- دعدلییې وزارت پخوانی معین سمیع الدین ژوند 
۱۶- ډاکټر پاینده محمد ساپي 
١۷- دساپي دکتاب چاپولود مو سسې مشرښاغلی  امام الدين ساپی
١۸ د امر يکي غږ راډيو او تلويزيون خبر يال محمد شعيب ساپی
۱۹- دپښتو ژبې لیکوال او شاعر ښاغلی امان الله نصرت 
۲۰- دساپیانو دکتاب لیکوال ارواښاد عبدالمالک کولکوال ساپی 
------------------------------------------------ 
ما خذونه او منا بع : 
١-عبد المالک کو لکوال ساپی، سا پيان او دهغوی قبیلوي وېش، دجرګې مجله، ٣٥ مخ، ١٣٦٥ کال، کابل٠ 
٢- مطيع الله چمبيلی، بيا هم سا پيان وپیژنئ، دکابل مجله، ٤٤ ګڼه، ١٣٣٦ کال٠ 
٣- ايضا 
٤ تاريخ حيات افغاني،٢٣٦ مخ، دپیښور چاپ٠ 
٥- معلومات مختصر درباره اقوام وقبا يل سرحدي کشور،١٦٠ مخ٠ 
٦-http://www.nps.edu/progra…/ccs/Docs/Pakistan/Tribes/Safi.pdf 
٧-پروفیسر  ولي محمد خان سيال کاکړ،پښتو او پښتا نه په سهيلي پښتو نخوا کې،٤٩ مخ٠ 
٨- پښتني قبيلې، ډاکټر لطيف ياد،١٥١-١٥٥ مخو نه، دپیښور چاپ٠

-
بېرته شاته