(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نړۍ د ژبو خزانه

[29.Aug.2017 - 20:24]

د نړۍ د ژبو خزانه

لیک:نورالحق نبي زاده څلی

که و پوښتو چې په نړۍ کې د شمیر له پلوه څومره ژبې شته ، ځواب  به یې یوازې یو اټکل وی . ژبه پوهان د سیمه ییزو لهجو څخه پرته په نړۍ کې د ژبو شمیر  ۶۰۰۰  ښیي   خو د   میتڅلر  د ژبو دائرة المعار ف د نړۍ د ژوندیو ژبو شمیر له  ۳۰۰۰ څخه تر  ۵۰۰۰ پورې ښیي ، چې یوازې څو سوه یې لیکل کیدای شي او له لیکل شوو ژبو څخه یوازې یو کم شمیر یې پرمختللې لیکل شوې ژبې ګڼل کیدای شي .     خو   د   براک هاوس  دایرة ا لمعارف په نړۍ کې له  ۲۵۰۰ څخه   تر  ۵۵۰۰ پورې ژبې مني . همدا شان په نړۍ کې د  ۲۰۰ څخه ډیرې ژبې یو ملیون او یا تر دې نه ډیر ویونکی لری ، خو له دې ژبو څخه  ۲۳ لاندینۍ ژبې د  پنځوس ملیونو او آن تردې ډیر ویونکی لری

عربي ، بنګالي ، کانتوني ( د چین په جنوب کې ) ، انګلیسي ، فرانسوي ، الماني ، هندي ، ایتالیاوي ، جاپاني ، جاوایي ، کوریایي ، مالیزیا – اندونیزیایي ، ماندرین (په چین کې ) ، ماراټي (په هند کې ) ، پورتګالي ، پنجابي ، روسي ، هسپانوي ، تاملي ( هند – سریلانکا ) ، تیلوګو ( د هند د مدراس ښار او شا او خوا سیمه ) ، ترکي ، وو ( د چین په جنوب ختیځ کې ) او  ویتنامي.

یونسکو وایي چې په نړۍ کې د   ۶۰۰۰  موجودو ژبو څخه کابو نیمایي ژبو  ضرر لیدلی دی .     ښاغلی  پیتر اوستین چې  د لندن  په یوه پوهنتون کې پروفیسر دی او د ژبو په هکله یې په زړه پوری څیړنې کړی ، دا ویره لری چې په راتلونکو سلو کلونو کې به د نړۍ د ژبو له خزانې څخه نیمایي ژبې له منځه  لاړې شي .

د یونسکو د څیړنو په حواله د نړۍ د ټولو ژبو څخه  ۹۶ فیصده ژبې کابو د  نړۍ د  څلور فیصده  وګړو له خوا کارول کیږي . همدا سازمان وایي چې په هرو دوو اونیو کې له نړۍ څخه یوه ژبه خپله کډه باروی او مړه کیږي . د فرانسي د  پویترس  پوهنتون  استاد رنکه بیلیک بابک  په کال کې د لسو ژبو د له منځه تلو اټکل کوی . نوموړی استاد وایي هغه ژبه ژوندۍ پاتې کیدای شي چې سل زره انسانان ورباندې خبری وکړی .حال دا چې د نړۍ د  ۶۰۰۰ ژبو څخه یوازې پر نیمایي ژبو یې د لس زرو څخه لږ  کسان خبرې کوی او یو پر څلورمه برخه ژبې له زرو تنو څخه لږ ویونکی لری. برعکس سل ملیونه  وګړي یوازې شل مختلفې ژبې په کاروی .

د یونسکو د څیړنو مطابق  ۸۰ فیصده افریقایي ژبې  لیکلې بڼه نلری .

چینایي ژبه د نړۍ د  وګړو د ۱۶ فیصده خلکو له خوا د لمړۍ ژبی په توګه کارول کیږي . ورپسی انګلیسي او هسپانوي ژبی  هره یوه د پنځو پنځو فیصدو خلکو له خوا د لمړۍ ژبی په توګه کارول کیږي . د نړۍ دخلکو څلور فیصده د عربي ژبی بیلابیل ډولونه ، همدا ډول هندي ، پورتګالي ، بنګالي  او روسي  ژبې د نړۍ د نفوسو د درې درې فیصدوله خوا د مورنۍ ژبی په توګه  ، او د نړۍ د نفوسو  دوه دوه فیصده وګړي له فرانسوي او جاپاني  ژبو سره لویږي . ( ۱ ) 

یوازې د نړۍ په لاندې اتو هیوادونو کې د نړۍ نیمایي ژبی کارول کیږي :

لمړی –  پاپو نیوګنیا  ۸۴۴ بیلابیلې ژبې

 

 دویم – اندونیزیا             ۷۳۱ ژبی

 دریم – نایجریا        ۵۲۸ژبې

څلرم – هند               ۵۴۱

پنڅم –  مکسیکو               ۲۹۵ ژبی

 -شپږم – کامیرون                  ۲۸۶ ژبی

اووم – استرالیا                ۲۶۸ ژبی

  اتم –  برازیل                     ۲۳۴ ژبی

د  میتڅلر د ژبی دایرة المعارف د اټکل سره سم د  ۹۰ ملیونو خلکو مورنۍ ژبه الما ني ده او له پنځه ملیونو څخه ډیر مهاجرین الماني ژبه د دوهمې ژبی په توګه پکاروی . 

د یونسکو  څیړنې دا څرګندوی چې که چیری ماشومان د خپلې مورنۍ ژبی تر څنګ ډیرې ژبی زده کړی نو په ښوونځیو کې ددې ماشومانو لاس ته راوړنې ډیرې ښې وی .ددې مانا داده چې د هغوی د درک او زده کړی سره مرسته کوی .

دا چې ژبه څنګه بدلون کوی هیڅوک یې په ټولو علتونو نه پوهیږي ، د ژبی بدلون به تر هغو دوام ولری تر څو چې خلک پرې خبرې کوی . په ځینو محدودو حالاتو کې دغه بدلونونه توضیح کیدای شي د بیلګې په توګه د نوو شیانو او ایدیاګانو (ایده ) ته د رجوع په خاطر په یوې ژبه کې  نوی لغات  اضافه کیږي او یا د مختلفو ژبو د ویونکو تر منځ ډیر ې نږدې اړیکې هم ددې سبب کیدای شي چې د یوی ژبی څخه بلې ژبی ته نوی لغات  داخل شي .

په هره ژبه کې ډیر بدلونونه د ناڅرګندو علتونو په سبب منځ ته راځی خو ژبه نه لا ښه کیږي اونه هم خرابیږي او یوازې بدلون مومی . که څه هم په عصري صنعتي ټولنو کې  د ښوونې ، رادیو اوتلویزون د مرکزی سیستمونو د موجودیت له برکته د ژبو بدلون ډیر ورو  وی خو سره له دې په ژبه کې به بدلون هیڅکله هم په  ټپه ونه دریږي .  یوازې هغه وخت چې یوه ژبه خپل ټول ویونکی له لاسه ورکړی نو هغه وخت به په ژبه کې بدلون  ودریږي او  دا ه وخت  دی چې دغه ژبه مړه ګڼل کیږي .

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ژبو مړینه کومه نوی پدیده نه ده . ژبه د تمدن مانا لری لکه څنګه چې بی شمیره تمدونونه له منځه تللی دی او هیڅ کومه نښه یې نده پاتی   لکه د آسوریانو او بابلیانو تمدونونه.   همداسی ډیرې ژبی هم له منځه تللی دي. دا هم باید هیر نه کړو چې د یوی ژبی له منځه تلل   لکه  د بیولوژیکي پلوه د یو ځناور او یا بوټي د له منځه تلو په شان یوه جدي او خطرناکه ضایعه ده .

د چارپیریال ساتنی ډیر کارپوهان پدې باور دی چې سیمه ییزه ژبی د چارپیریال په ساتنه کې ښه رول لوبولی شي دا ددې لپاره چې په سیمه ییزو ژبو کې د سیمه ییزو بوټو ، ځناورو اوچاپیریال تر منځ د اړیکو په هکله ډیره  ارزښتناکه  پوهه څرګندوي ، نو ځکه ددغو ژبو د ویونکو له منځه تلو سره جوخت ددغو سیمو د بوټو او ځناورو په هکله پیژندګلوی هم د تل لپاره له منځه ځی .همدا علت دی چې وایي دبیالوژیکي ، فرهنګي اوژبنی رنګین توب  ساتنه بشریت له غربت څخه   ژغوري  او همدا د رنګین توب اصل دی چې د نړۍ ډیر خلک ګلانو ته د نړۍ تر ټولو ښکلی ژبه وایي .

د نړۍ د څه نا څه   ۶۸۰۰ ژوندیو ژبو جغرافیایي ویش : 

 

         شمېر سیمه                         د نړۍ د نفوسو سلنه                           د ژبو 

آسیا                                  ۳۲٬۴   ٪                                          ۲۳۰۴

افریقا                                 ۳۰٫۲  ٪                                             ۲۱۴۶

د آرام سمندر سیمه                ۱۸٫۵  ٪                                         ۱۳۱۱

امریکا                                ۱۴٫۹۰  ٪                                         ۱۰۶۰

اروپا                                    ۴       ٪                                       ۲۸۴۲

( ۲ )

 

نشنل انسایکلوپیدن ۲۰۰۷ د پښتو ژبې په تړاو دوه شمېرنې لری چې په یوه کې د هغو کسانو شمېر چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده ۳۹ میلیونه  ښېې چې د نړۍ د نفوسو ۰٫۵۸ سلنه جوړوی  خو په بله شمېرنه کې د  هغو کسانو شمېرچې مورنۍ ژبه یې پښتو ده (پښتانه  ) تر شپیتو میلیونو ښوولی دی .

همدغه دایرةالمعارف د پښتو ژبې د ګاونډیو ژبو په اړه دا شمېرنې لری

                فارسي ( ایران ، افغانستان ،تاجکستان ) ۶۵ میلیونه خو بله شمېرنه دغه شمېر بیا ۳۹ میلیونه ښېې . 

په هند او  پاکستان کې د پنجابي ژبې کسانو شمېر ۹۶ میلیونه ، د ازبیکي ژبې ۲۶ میلیونه  ښېې . 

ژبه د ویونکی له فکر ، روح او زړه سره سیخې اړیکې لری . په خپله ژبه خبرې کول د یو مستقل هویت مانا لری او یوه ملي فرهنګ ته د هویت ورکولو لپاره اساسي وسیله ده . ژبه د اړیکو او فرهنګ ګډ محصول دی یعنی ژبه فرهنګ لیږدوي او فرهنګ د ویلو ، ادبیاتو او ارزښتونو په بڼه ژبه لیږدوي. کله چې  یوڅوک او یا یو ملت خپله ژبه له لاسه ورکړی نو مجبور ده چې بله ژبه ، بل فرهنګ او بل هویت ومنی. همدا شان له ژبې پرته د نیواک پر ضد مقاومت کول او خپل هویت بیرته راژوندی کول نه یوازې سخته ، بلکې ناشونې ده . اشغالګر تل هڅه کوی چې خپل  تفکر ، عقاید او ارزښتونه د اشغال شوی اولس په مرسته چې نه لیدل کیږي او ژر نه محسوس کیږي نوروته ور ولیږدوي .

اشغال د طبیعي شتمنیو د تالان تر څنګ فرهنګي شتمني هم تشوی. زمونږ د زمانې  د استعمار موخه داده چې دخپلو صنعتي توکو لپاره د بازار تر څنګ د ځان لپاره فرهنګي نماینده ګۍ (نمونې ) پیدا کړی . اشغالګر خپله ژبه او فرهنګ د تمدن ، پرمختګ او په نړیواله کچه منل شوی نندارې ته وړاندې کوی اوخپلو نوو قربانیانو ته وایي که تمدن او پر مختګ غواړی دا خپل نابوده فرهنګ هیسته وغورځوی دا زما ومنۍ، دا مو په ګټه دی  او د دې په منلو سره به تاسی هم د ډیر پر مختللی تمدن یوه برخه شی . پرته له ویلو روښانه ده چې معلومات لرل په خپله قدرت ده او له معلوماتو څخه پرته د اشغال شوی ټولنې کنترول ناشونې دی .په دغه برخه کې اشغالګر د اشغال شوی ټولنې له هغو انسانانو څخه ګټه اخلی چې تر بل هر څه نه خپله شخصي ګټه ورته ډیر ارزښت لری دغسې کسان هر چیرې پیداکیږي خوزمونږ په غم لړلی هیوادکې  دغه کسان نن ورځ  د یو ډیر ځواکمن سیاسي قشر په بڼه لاسبري دي. دا چې نن ورځ مونږ په خپلو ځینو هیوادوالو کې داسی نښې وینو چې له خپل فرهنګ څخه زړه توري ښکاری او په پردو پورې د تړلتیا احساس لری د اشغال او په اشغال پوری  د تړلو عناصرو منفي اغیزې دي چې ډیرې خطرناکې  دي .

 

اخیست ځایونه :

۱ـ اتنالوګ  اس آی ال انترنشنل

۲ـ هم هغلته

-
بېرته شاته