(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آیا د هند استقلال د عدم ...

[25.Aug.2017 - 17:54]

آیا د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه ؟( لمړي برخه )

لیک: نورالحق ن. څلی

   اسقلال او خپلواکي د هر ملت لپاره تر ټولو لوړ ارزښت دی . ملتونو د هر بل ارزښت په پرتله ، د خپل استقلال نه د دفاع او یا د لاسته راوړو په لاره کې ، ډېرې سرښندنې کړي دي . استقلال هغه یواځینی ارزښت دی چې هر مین اولس یې په هره بیه ترلاسه کول غواړي . د استقلال او خپلواکۍ د ګټلو د لارې اتلان تر ټولو نورو اتلانو غوره دي . د دغې لارې اتلان په خپله د خپلو اولسونو لپاره د مبارزې ، ژوند او پایښت تلپاتې سټې دي .

    د هر اولس لپاره د تاریخ هغه برخه په زړه پورې ده چې د استقلال او خپلواکۍ د ګټلو په لاره کې ، د دغه اولس میړانې او قربانۍ بیانوي . د هر اولس لپاره د تاریخ هغه برخه ربړونکې ده چې د دغه اولس ماتې ، لاندې کونې او بې وسۍ بیانوي . هر اولس هر هغه چا ته چې د اولس اسقلال او خپلواکۍ ته ژمن نه پاتې کېږي او یا د دښمن تر څنګ درېږي ، خاین وایي .

   د بشریت تاریخ د آزادۍ له غورځنګونو څخه ډک دی . که چېرې وپوښتو چې ولې د نورو هېوادونو ، د خپلواکۍ د غورځنګونو څېړل اړین دي ؟  ښایي تر ټولو غوره ځواب به دا وي چې تاریخ د دلۍ شوو تجربو د څېړنې علم دی . مونږ ډېری وخت اورو چې وایي : « تاریخ تکرارېږي » . آیا دا حتمي ده ؟ نه هیڅکله هم نه . د تاریخي پېښو د لاملونو او اغېزو په اړه پوهاوی د وینو د سپما په مانا ده . که چېرې مونږ د نورو بریالیتوبونه او ناکامۍ په کره توګه وڅېړو ، پند ترې واخلو کېدای شي چې هغه تېروتنې بیا ځلې و نه کړو . همدا شان د نورو هېوادونو د آزادۍ د غورځنګونو څېړنې ، مونږ ته دا راښیي چې کوم فکتورونه یو اولس د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره هڅوي ، او کوم فکتورونه یې روحیه ځپي .

   په دا تېرو اوولسو کلونو کې چې زمونږ هېواد اشغال دی . کابو د هر افغان لپاره هېوادنۍ مسئلې ډېرې مهمې شوې دي او خامخا له روغبړ نه وروسته ، د چای او یا اوبو له رارسېدو نه دمخه همدا خبرې اترې پیل کېږي . د خبرو پایلې تل د روان اشغال پای او د هېواد د استقلال اوخپلواکۍ بېرته لاسته راوړل ، یواځینۍ چاره راوځي . خو اوس کله کله داسې هم پېښېږي چې یو نیم څوک پیدا شي ، او داسې استدلال کوي چې زمونږ خلک ناپوه او وروسته پاتې دي . د استقلال د ګټلو په پلمه جګړه کول ناسم کار دی . استقلال او خپلواکي کېدای شي د عدم تشدد له لارې تر لاسه شي او هندوستان د یوې بېلګې په توګه وړاندې کوي .

   دلته مو وپتېیله چې دغې مسئلې ته یوه ځغلنده کتنه وکړو . راځئ چې په ګډه دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کړو چې آیا د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه ؟

   تر هر څه نه ړومبی ، باید دا په یاد ولرو چې د هندوستان د آزادۍ غورځنګ ، آن د شلمې پېړۍ تر دوهمې لسیزې پورې له امتیازلرونکي قشر ( روشنفکر ) سره هیڅ نه و تړل شوی ، او ریښې یې یواځې د ټولنې له تل نه خړوبه کېدې . د انګلیسي نیواک پر ضد د هندوستانیانو وسله وال مقاومت آن د هند تر خپلواکه کېدو پورې هیڅکله هم په ټپه ندی درېدلی .

   له دې چې دغه مقاومتونه سیمه ییز ، قومي او قبایلي پاتې شول ، نو ځکه ډېر و نه پېږندل شول ، لکه : د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې د شمالي بنګال د « سنیاسي » ، او د بیهار د « چونار » پاڅونونه . همدا شان په نولسمه پېړۍ کې د بزګرانو پاڅونونه . د پښتنو او بلوڅانو وسله وال مقاومت خو مونږ ته ښه څرګند دی . هو ! دا بېخي سمه ده چې دغه پاڅونونه دومره ځواکمن نه وو چې د انګلیس واکمنۍ ته ګواښ پېښ کړي .

    لکه څرنګه چې پوهېږو د شرقي هند انګلیسي کمپنۍ له ډېر پخوا نه له هندوستان سره سوداګري کوله . کمپنۍ په ۱۷۵۷ کې د پلاسي جګړې په پایله کې بنګال لاندې کړ او له دې وروسته یې په تدریجي توګه ټوله هندوستانۍ خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستله . 

   د پلاسي له جګړې نه پوره سل کاله وروسته ، په ۱۸۵۷ کې د انګلیس پر ضد د هندوستانیانو لمړی ملي پاڅون وشو . هندي تاریخ لیکونکي دغه پاڅون د خپلې خپلواکۍ د ګټلو لپاره لمړۍ جګړه بولي ، خو انګلیسان یې بیا د هندي سپاهیانو بلوا بولي . 

   د ۱۸۵۷ کال پاڅون هسې ناڅاپي پېښه نه وه . دغه پاڅون خپل سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز – مذهبي او نظامي عوامل لرل . دلته د بحث د لنډېدو لپاره د پورته یادو عواملو ، له راسپړلو څخه په رټه تېرېږو . دا سمه ده چې دغه پاڅون سپاهیانو پیل کړ ، خو د پاڅون کوونکو په لیکو کې د نظامیانو په پرتله د عادي اولسي وګړو شمېر څو ځلې ډېر و .

   په دغه پاڅون کې هندوان او مسلمانان یو شان د انګلس پر ضد ودرېدل ، او د خپلواکۍ د لاسته راوړو لپاره یې په یوه سنګر کې خپلې وینې تویې کړې . د پنجاب له سکانو او د جنوبي هند له ځينو هندوانو نه پرته د هندوستان ټولې واکمنې کورنۍ ، یومخ د پاڅون تر شا ودرېدلې . هندو سپاهیانو تر مسلمانانو دمخه وروستی مغلی امپراتور ، بهادر شاه د انګلیس له نظر بندۍ نه راخلاص او بعیت یې ور ته وکړ . په بله وینا د هندوستان د آزادۍ لمړی ملي پاڅون د ټولنې تر ټولو نېستمنې طبقې وکړ . دغه ملي پاڅون هغه مهال وشو چې دغه نړۍ ته آشنا ګاندي ، نهرو ، سوباش چندر بوس او دا لسګونه یا سلګونه  نور اتلان لا زېږېدلي هم نه وو .

    د ۱۸۵۷ کال پاڅون دومره ځواکمن و چې د برتانوي امپراتورۍ بنسټونه یې ولړزول . د هندوستانیانو بد مرغي په دې کې وه چې د پنجاب سکان او د هند د جنوبي سیمو سپاهیان او واکمن انګلیس ته وفاداره پاتې شول . دغه کار هم د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست په مټ وشو . انګلیس خپلو ګوډاګیانو ته وویل چې که پاڅون بریالی شي ، مغلي دربار به بیا واګې پلاس کې واخلي ، ستاسو ګټه به څه وي . 

   له دغه کاره انګلیس څه ګټه وکړه ؟ ښکاره خبره ده چې تر هر څه ړومبی یې د پاڅون کوونکو ځواک لږ کړ ؛ هندوستانی یې له هندوستاني سره په جنګ واچاوه ؛ د پاڅون جغرافیه یې محدوده کړه او وروستۍ خبره دا چې ملي پاڅون یې هسې د یو شمېر سپاهیانو د بغاوت تر کچې راټيټ کړ .

    انګلیس دغه پاڅون په پوره بې رحمۍ سره وځاپه . انګلیس نه یواځې هغه کسان ووژل چې په پاڅون کې یې ګډون کړی وو ، بلکې سلګونه زره داسې وګړي یې هم ووژل چې له هیڅ نه خبر نه وو . په بله وینا د انګلیس له ګوډاګیانو پرته هر هندوستانی وګړی ، له ماشوم نه نیولې تر ښځو او بوډاګانو پورې ، په مرګ محکوم ول . د هندي وګړو د تلفاتو په اړه بېلا بېلې شمېرې ورکړل شوي دي . یوه  شمېره ښيي چې انګلیس ۱٫۲ ملیونه هندوستانیان له تېغه تېر کړل . د زرګونو کلیو تر څنګ دهلی ، کانپور ، لکنهو او جهانسي د عامو وژنو په ډګرونو او  کنډوالو بدل شول .

  انګلیس وتوانېده چې د څه باندې یوه کال په موده کې ، پاڅون په بشپړه توګه وځپي خو د اوریسا ایالات په ځینو سیمو کې پاڅون آن تر ۱۸۶۲ -  م کاله پورې دوام درلود . د دغې پېښې په اړه یو په زړه پورې واقعیت دا دی چې انګلیس یو تن هم بندي و نه نیوه او آن یوه تن ته هم محکمې سزا ور نکړه . هر څوک چې د انګلیس له چوپړیانو څخه نه و ، بې پوښتنې په مرګ محکوم و . د قربانیانو له ډلې نه یو تن ، د مغلي ټولواکمني کورنۍ وروستی واکمن ، بهادر شاه و . دغه تش په نوم پاچا په خپله د انګلیس ګوډاګی و ، ډېر کلونه یې هر څه د خپل بادار په امر تر سره کول . بهادر شاه په پاڅون کې هډو هیڅ رول نه درلود . انګلیس د دې لپاره چې خپل زور وښيي او د مغلي ټولواکمني کورنۍ ، ټغر ټول کړي ، د بهادر شاه دوه زامن او یو لمسی یې ووژل ، دی ( بهادر شاه ) یې له کورنۍ سره د برما د رنګون ښار ته  تبعید کړ . 

  د پاڅون له ځپلو وروسته ، د انګلیس حکومت پرېکړه وکړه چې هند مخامخ په لندن پورې وتړي . په دې توګه پر هند باندې د شرقي هند برتانوي کمپنۍ ، واکمني پای ته رسېږي او د برتانوي هند واکمني پیل کېږي .  دا چې دغه بدلون د سیمې او افغانستان لپاره څه پایلې لرلې ، له دې چې زمونږ د بحث موضوع نده ، نو په رټه ورڅخه تېرېږو . 

    د دې لپاره چې خبرې لنډې او د مهمو پېښو روښانه انځور ولرو ، نو اړینه وبلل شوه چې د ګاندي د عدم تشدد مبارزه او د هندوستانیانو وسله واله مبارزه په جلا جلا توګه راوسپړو . په پای کې به پایلې راوباسو .

   الف – د ګاندي د عدم تشدد مبارزه :

   له دې چې د عدم تشدد مبارزه یو سیاسي لید و نو باید یوه سیاسي ګوند یې د عملي کېدو لپاره مبارزه کړې وه . دلته د هند د کانګرس ګوند مطرح کېږي . د دغه ګوند په اړه څو مهمې  خبرې : 

                     

 د هند کانګرس ګوند په ۱۸۸۵ کې د ایلن اکتاوین هیوم په نوښت او لارښوونه تأسیس شو . ایلن اکتاوین هیوم په خټه انګلیس او آن د برتانوي شرقي هند کمپنۍ د واکمنۍ راهیسې په هندوستان کې سرکاري مامور و . دغه مامور د « هندي سپاهیانو پاڅون » او د دغه پاڅون د ځپلو په بهیر کې وینې بهېدنې ، په خپلو سترګو لیدلې وې .

  که چېرې د کانګرس ګوند ، د برتانوي هند د حکومت له ملاتړ څخه برخمن نه وای ، تأسیس او شتوالی یې ناشونی کار و . له دې چې په برتانوي هند کې بل ګوند موجود نه و ، او هم د بل ګوند جوړولو ته اجازه نه وه ، نو ځکه د بېلا بېلو نظرونو لرونکي کسان په دغه ګوند کې راغونډ شوي ول . په لمړیو کابو دېرشو کلونو کې ، د دغه ګوند غړي یو مخ انګلیس پلوه وو . 

    د کانګرس ګوند د یوه پام وړ سیاسي ځواک په توګه ، لمړی ځل هغه وخت ولیدل شو ، کله چې انګلیس په ۱۹۰۵ کې ، بنګال په ختیځ او لوېدیځ بنګال باندې ووېشه . د کانګرس ګوند د لمړي ځل لپاره په ۱۹۲۹ کې په زغرده اعلان وکړ چې ، وروستۍ موخه یې د هندوستان د استقلال ګټل جوړوي . 

       ګاندي له ۱۸۹۳ څخه تر ۱۹۱۴ پورې په جنوبي افریقا کې د یوه حقوقپوه ( وکیل ) او سیاسي فعال په توګه بوخت و . ګاندي د جنوبي افریقا د « بویر » په جګړه کې له انګلیسي اشغالګرو څخه  نه یوازې پخپله ملاتړ وکړ ، بلکې په جنوبي افریقا کې مېشت هندوستانیان یې هم دې ته چمتو کړل ، تر څو له انګلیس څخه په کلکه ملاتړ وکړي . ګاندي د ۱۹۱۵ – م کال د جنورۍ په میاشت کې ، د تل لپاره بېرته هندوستان ته ستون شو . 

 لکه څرنګه چې پوهېږو په دغه وخت کې لمړۍ نړیواله جګړه روانه وه . دلته په هندوستان کې ګاندي یو ځل بیا د انګلیس چوپړ ته ور ودانګل ، او خپل هېوادوال یې وهڅول تر څو د برتانوي هند د پوځ په لیکو کې تنظیم شي . د لمړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې یو نیم ملیون هندي وګړي ، په داوطلبانه توګه د جګړې په بېلا بېلو محاذونو کې د انګلیس لپاره وجنګېدل . 

    کله چې ګاندي د کانګرس ګوند غړی شو ، د ګوند په دننه کې د بېلا بېلو ډلو تر منځ سختې تربګنۍ روانې وې . ځینو وسله والې مبارزې ته لېواله وو ، خو ځينې نورو یې بیا مخالفت کاوه . کله چې ګاندې د خپلې عدم تشدد مبارزې ( ساتیاګرا ) په مټ د بیهار او ګجرات د بزګرانو ستونزې حل کړې او حکومت یې اړ کړ چې د بزګرانو غوښتنې ومني ، نو د خلکو له خوا د مهاتما لقب ورکړل شو .

  مهاتما ګاندي په ۱۹۲۱ کې د کانګرس ګوند د مشر په توګه انتخاب شو . د دې لپاره چې ګوند اولس ته نږدې او د غوره شوو ( نخبګانو ) له انحصار څخه یې خلاص کړي ، هغه په ګوند کې ډېرې بنسټيزې سمونې رامنځ ته کړې . د ګوند حق العضویت یې را ټيټ او په کلیوالي سیمو کې یې څانګې پرانیستلې . د دغه کار پایله دا شوه چې د ګوند د غړو شمېر څو ځله ډېر شو او نوې څېرې راڅرګندې شوې ، چې کابو ډېری یې د ګاندي د فکري مکتب پلویان وو . په دغه وخت کې مهاتما ګاندي ، خپله د « ساتیاګرا » ( عدم تشدد ) نظریه اولس ته وړاندې کړه او ملاتړ یې تر لاسه کړ . 

    ساتیاګرا د سانسګرت له دوو کلمو « حقیقت » او « ځواک » څخه جوړه شوې ده ،او مانا یې داسې ده : پر حقیقت باندې ټینګ باور لرل . ساتیګرا – یوه فلسفه او د ژوند یوه بڼه بلل کېږي . له تاوتریخوالي پرته مقاومت د دغې فلسفې اصلي تومنه جوړوي . په بله وینا ساتیاګرا داسې یو څه ته وایي ، چې نن ورځ یې « مدني مقاومت » بولي . 

 د مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې کارندې وسلې لاندې غورځنګونه وو : 

الف – د همکارۍ نه کولو غورځنګ ( پیل ۱۹۲۰ – ۱۹۲۲ ) ؛ 

ب – د مدني نافرمانۍ غورځنګ ( پیل ۱۹۳۰ – م کلونه ) ؛

ج – د هندوستان د پرېښون ( په تنظیم شوې توګه له هندوستان څخه د انګلیس د وتلو ) غورځنګ . ( پیل ۱۹۴۲ ) .

    د یادولو وړ ده ، سره له دې چې مهاتما ګاندي په ۱۹۳۴ کې له سیاست او د کانګرس ګوند له غړیتوب څخه په دې پلمه استعفا وکړه ، تر څو د کلیوالي سیمو چارو ته وخت پیدا  کړي خو بیا هم دی ( ګاندي ) د ګوند او خلکو معنوي مشر پاتې شو . ښایي دا به د هر چا لپاره حیرانوونکې واوسې ، چې د هند د اسقلال او خپلواکۍ له ګټلو نه وروسته ، د ګاندي زړه غوښتل تر څو د کانګرس ګوند منحل کړي .    ( دغه موضوع د مهاتما ګاندي د کلیاتو په ۹۰ – یم ټوک کې یاده شوې  ده ) . 

   د دوهمې نړیوالې جګړې پیل د هند د آزادۍ غورځنګ مشران او د کانګرس ګوند غړي له یوه نوي چلنج سره مخامخ کړل . دا پرېکړه ګرانه وه چې له کوم لوري څخه ملاتړ وکړي . مهاتما ګاندي داسې انګېرله چې جګړه د امپریالیزم او فاشیزم تر منځ ده ، نو ځکه دا یوازې د اروپا ستونزه ده .

   د هندوستاني مشرانو تر منځ او د کانګرس ګوند په لیکو کې یوالی په بشپړه توګه له منځه لاړ . په دغه وخت کې د انګلیس حکومت اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه ، چې که چېرې هندوستانیان له انګلیس څخه ملاتړ وکړي ، د جګړې په پای ته رسېدو سره به هندوستان ته آزادي ورکړي . هماغه وو چې د کانګرس ګوند له انګلیس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ . په بله وینا هندوستانیان د انګلیس د پایښت او ګټو لپاره دوهمې نړیوالې جګړې ته ننوتل او بې حسابه ځاني او مادي زیانونه یې وزغمل . دغو شمېرو ته ځير شئ . د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کې د برتانوي هند د اردو شمېر دوه سوه زره تنه وو ، خو د جګړې په پای کې یې شمېر دوه نیم ( ۲٬۵ ) ملیونه وو . تاریخ داسې څه ، هیڅکله هم ندي لیدلي .

     د ګاندي د عدم تشدد مبارزې په اډانه کې د « همکارۍ نه کولو غورځنګ » دوې ښې بېلګې د بیهار او ګجرات د بزګرانو سره مرسته وه چې حکومت لږ آسانتیاوې رامنځته کړي او د دغو دوو سیمو پر بزګران باندې د حکومت او سوداګرو له خوا فشار یو څه لږ شو . آیا داسې انګېرنه چې د ګاندي طلسم ، استعمار ګر دې ته اړ ایستل چې له هندوستان څخه ووځي او خپل اشغال پای ته ورسوي سمه ده ؟ نه ، هیڅکله هم نه .

    د مهاتما ګاندي د « مدني مقاومت » تر ټولو نوموتې او ځلانده بېلګه د ۱۹۳۰ کال د « مالګې لاریون » دی . د دغه لاریون موخه دا وه چې پر مالګې باندې د انګلیس انحصار مات کړي . انګلیس خلک اړ ایستل تر څو مالګه له دولت څخه راونیسي . ښکاره خبره ده چې هندوستانیانو تر انګلیسانو دمخه مالګه پېږندله او له پېړیو راهیسې یې د مالګې د تولید ښه غوړېدلی سیستم او پراخې سرچینې لرلې . کله چې انګلیسانو هند لاندې کړ ، د مالګې په ګډون ډېر توکي یې تر خپل انحصار لاندې راوستل او کاروبارونه  یې په بشپړه توګه د انګلیسي سوداګرو په لاس کې وو . 

   مالګه به له بهر څخه راوړل کېده ، او که به په هندوستان کې هم تولیدېدله د کارخانو خاوندان یې یو مخ انګلیسان وو . حکومت د مالګې د مالیې له درکه ډېرې پیسې اخیستې . دلته دې مسئلې ته پام کول اړین دي چې د مالګې قضیه ډېره پخوانۍ وه ، آن په نولسمه پېړۍ کې را ټوکېدلې وه . 

   د ګاندي په مشرۍ د مالګې لاریون د ۱۹۳۰ – م کال د مارچ د میاشتې پر دولسمه نېټه ، په دې موخه پیل شو چې د سمندر له اوبو نه په غیر قانوني توګه مالګه لاس ته راوړي . دغه لاریون د احمد آباد له ښار څخه پیل شو او موخه ، د عرب سمندر پر غاړي پرتې « داندي » نومې سیمې ته رسېدل وو . « داندي » له احمد آباد څخه ۳۹۰ کیلو متره لېرې وه . ګاندي دغه پلی یون له خپلو ۷۸ ملګرو سره پیل کړ، خو کله چې خپل منزل ته رسېده په زرګونه خلک ورسره یو ځای شوي وو .

   مهاتما ګاندي او پلویانو یې د اپریل د میاشتې پر شپږمه نېټه ، په « ډاندي » کې د سمندر له اوبو څخه مالګه لاسته راوړه . په دې توګه په هند کې د برتانوي راج ، د ۱۸۸۲ کال د مالګې قانون مات شو . له دې نه ورسته دغه لاریون د همدغه سمندر پر غاړه د جنوب په لور وخوځېده . ګاندي به په کلیو او بانډو کې خلکو ته ویناوې کولې او هر ځای به یې د سمندر له اوبو نه مالګه تر لاسه کوله .

  د همدغه کال د مې د میاشتې پر پنځمه نېټه ، د برتانوي هند حکومتي چارواکو ، مهاتما کاندي جېل ته واچاوه او د لاریون ګډونکوونکي یې په ډېر بېرحمۍ سره وځپل . د مالګې د لاریون په تور ( ۶۰ ) زره تنه بندیان شول . 

   پوښتنه دا ده چې آیا د مالګې لاریون له انګلیس څخه د امتیاز په نوم کوم څه تر لاسه کړل ؟ ځواب یو ځل بیا منفي دی . انګلیس د لاریون کوونکو حتی یوه غوښتنه هم و نه منله . د لاریون کوونکو ګټه دا وه چې ۶۰ زره کسان یې بندیان او د زرګونو نورو سرونه ، لاسونه او د بدن نور هډوکي مات شول . 

   همدا شان د مهاتما ګاندي د ۱۹۴۲ کال د اګست د میاشتې د اتمې نېټې « د هندوستان د پرېښون غورځنګ » هم یوه بشپړه ماته وه . دغه غورځنګ د بمبئي په ښار کې ، د مهاتما ګاندي له یوې وینا سره په خوځښت راغی . سره له دې چې د جګړې وخت و ، خو د برتانوي هند حکومت بشپړه تیاري لرله .حکومت د اګست پر نهمه مهاتما ګاندي ، نهرو ، کلام آزاد او د کانګرس ګوند ټول مخور مشران ونیول . 

د ګاندي له وینا څخه وروسته درې څلور ورځې سوله ییزې مظاهرې او لاریونونه روان وو . وروسته تاوتریخوالی رامنځ ته شو ، ډېرې دولتي دولتي ودانۍ ، د پولیسو تاڼې ، د اورګاډو تم ځایونو ته اور واچول شو. 

   حکومت د غورځنګ په ځپلو کې برلاسی شو او لسګونه زره خلک یې بندیان کړل . د غورځنګ په ځپلو کې د هندوستان ډېرې سیاسي ډلې لکه : مسلم لیګ ، « هندو ماهاسبا » او کمونیستان ؛ سوداګریز قشر ، ټولې واکمنې کورنۍ ( نوابان ، راجاګان او نور ) د انګلیس کلک ملاتړي او باوري ملګري وو . ګاندي د ۱۹۴۴ کال د مې په میاشت کې له جېل څخه راخلاص شو .

   لکه څرنګه چې ولیدل شول ، د مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې ، هیڅکله هم انګلیس ندی اړ ایستلی چې خپل ښکېلاک پای ته ورسوي او د هندوستان خپلواکي او استقلال ومني . دا خبره ناسمه ده چې د هند استقلال د عدم تشدد مبارزې پایله وه . ولې ؟ لمړی لامل یې دا دی چې د هندوستان د آزادۍ یا خپلواکۍ په غورځنګ کې بېلا بېلې ډلې ښکېل وې . هره ډله د پېښو خپل انځور لري . د بېلګې په توګه د هند ، بنګله دېش ، سریلانکا او د پاکستان تاریخ پوهان د پېښو په اړه یو شان نظر نلري . د انګلیس تاریخ لیکوونکي بیا مستعمرو ته د ځواک د لېږد خبره کوي . 

    دویم لامل یې دا دی چې په شلمه پېړۍ کې ، د انګلیس پر ضد د هندوستانیانو وسله واله مبارزه هیڅکله هم نده درېدلې . برعکس پراخه شوې ده ، آن تر دې چې سبهاش چندر بوس په جلا وطنۍ کې موقت حکومت جوړ کړ . د برتانوي هند د واکمنۍ په لړزولو کې د ګاندي د عدم تشدد مبارزې په پرتله ، سبهاش چندر بوس زښت ډېر بریالی و . وروستی لامل یې دا چې د هند په آزادولو کې بهرنیو ( نړیوالو ) فکتورونو هم پرېکنده رول درلود . 

    دې ته هم باید ځير شو چې له جګړې سره مخالفت یا د زور زیاتي له کارونې سره د مخالفت فلسفه ، هسې ساده هم نده لکه چې په ظاهره ښکاري . جګړه کېدای شي بېلا بېلې بڼې ولري لکه : تعرضي ، دفاعي ، کورنۍ ، د اشغال ضد او . . . . ټولې جګړې په یوه تېږه تلل د حل لار او عملي نده . د دې خبرې جاذبه د لیدو وړ ده لکه چې وایي: « که چا پر مخ یوه څپېړه ووهلې ، د خپل مخ بله خوا هم ور واړه . . . » ، خو که داسې وشول چې پر دواړو مخونو یې هم ووهلې ، سر او لاسونه یې هم در مات کړل ، د دواړو کوناټيو په منځ کې یې هم لغته در کړه ، جیبونه یې هم در وشکول او زندان کې یې هم واچولې ، بیا څه کوې ؟

   نور بیا . . .

 

ملي مبارزاونه ستړېدونکی انسان ارواښادعبدالرحیم مندوخیل

لیک: رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

ژوندي قامونه خپل ملي مبارزین،ملي سالاران،ملي اټلان اوخپل سترانسانان نه هېروي.ژوندي قامونه دخپلوسترومبارزینو،اټلانو،سالاران اودقام دخدمتګارانوسره خپله مینه ژوندۍ ساتلودپاره دهغودزوکړي ورځ اوتلین ډیرپه درناوي سره لمانځي.دغه ستري هستیاني دژوندي ساتلودپاره ژوندي اوپرمخ تللي قامونه ددې ستروانسانانوپه نومونوښوهنځۍ،ښوهنځۍ ،پوهنځۍ،لوي لاري ،دسیل ګری مقامونه،چارسوګان،هواي ډګرونه اونورځایونه نوموي.دغه یادګارانوهم دخپلوغیرتي اومیړاني انسانانوپه نامه په دې نوموي چي راتلونکې کهول یې له خپلوملي اټلانو،ملي مبارزینو،ملي غازیانوخبروي.چي ددوي په قام کښي څومره سترانسانان تېرسوي دي.لکه څنګه چي دنړۍ په نوروقامونوکښي سترانسانان شته هم دغسي سترانسانان په پښتون افغان ملت کښي هم زېږېدلي دی.چاچي خپل سر،مال اواولادونه دپښتون افغان ملت دپاره قربان کړي دي.خوخپله لاره یې نه ده پرې اېښې اودقام دخپلواکۍ اودآزادۍ وجنګ ته یې دوام ورکړی دی.

خوشحال خان ډیرښه ویلي دي :.

چي دستارتړي هزاردي

ددستارسړي په شماردی

داحقیقت دی چي سترخوشحال خان بیان کړی دی.په دې نړۍ کښي په میلنونوپښتانه ژوندکوي اوپه میلنونوپښتانه دستارتړي.دچاشملې اوچتي وي.چابیاشملې نه وي ورکړي.دستاریې په سروي.خودغه میلنونه پښتانه دقام دخپلواکۍ اودآزادۍ دپاره هلي ځلي نه کوي اونه دقام دخپلواکۍ اودآزادۍ جنګ کوي.په دې میلنونوپښتنوکښي یوڅودشمېرپښتانه سته چي هغه دپښتون افغان دبقااودخپلواکۍ دپاره یې هلي ځلي رواني کړي وي.دپښتون قام له خاینانوسره اودپرېدوظالمانوسره په جنګ اخته وي.هم دې یوڅودشمېرخلګودخپل قام دآزادۍ اوخپلواکۍ وظېفه په خپله غاړه اخستې وي.اوپه دغه لاره کښې خپل هرڅه قربان کړي وي .اوونوري قرباني ته هم چمتووي.دغه هغه خلګ دی چي دځاني ګټي پرځاې وقامي ګټي ته ارزښت ورکوي.دوخت واکمنوسره په جنګ اخته وي دخپل ځاني مراعاتوپه ځاې قامي مراعات غواړي خپل قام سیال اوخپلواکه غواړي.

زه په خپله بیاڅه داسي وایم:.

تل به یادېږي ننګیالي پښتانه

ډک له غیرته غیرتي پښتانه

داخبره هم یوه حقیقي بڼه لري.هغه حقیقي بڼه داده چي په نړۍ کښي هرقام هغه څوک یادوي چي دخپل قام دخپلواکۍ اوآزادۍ دپاره یې جنګ کړی وي اویاخپل دقام دخپلواکۍ اوآزادۍ دپاره یې هلي ځلي کړي وي.په نړۍ کښي په هرقام کښي ښتمن خلګ سته.په پښتون قام کښي هم ډیرښتمن خلګ سته اوډیرښتمن خلګ پخواهم وو.چي په حق رسېدلی دی.خودغه ښتمن خلګ هیڅوک نه یادوي.خوهغه غریب پښتانه هرڅوک یادوي چاچي دپښتون قام دخپلواکۍ آزادۍ اویادپښتوژبي دخدمت دپاره هلي ځلي کړي وي.دغه پښتانه چي په شمېریوڅوتنه دي یاپخواوو.دغه هروخت دپښتون افغان په تاریخ کښي یادېږي دادپښتون افغان دتاریخ برخه ده.

چیري چي ددستاردتړلواودغیرته ډک پښتنوخبره راشي نوزموږومخته یوملي مبارز،سترلیکوال،سیاسي پوهاند،نه ستړي کېدونکی انسان ارواښادعبدالرحیم مندوخیل نوم اوڅهره راشي.

ارواښادرعبدالرحیم مندوخیل څوک وو؟ اوچیرته زېږېدلی وو.؟ څه یې کارکتاروو.؟څوک چي دپاکستان اوافغانستان په سیاسي تاریخ خبروي یاددې دووهېوادودسیاسي تاریخ مطالعه یې کړې وي هغه به ارومروار واښادعبدالرحیم مندوخیل پېژندي.دراواښادعبدالرحیم مندوخیل دپاکستان سیاست کښي ډیرلوې لوب وو.دهغه سیاست په پاکستان کښي دپښتونخوا،پښتونستان اودافغانیه ایالت(صوبې)دخپلواکۍ اوپه افغانستان کښي دپاکستان اودنوروګاونډي هېوادولخوادلاس وهني په ضدوو.که یوخواارواښادپه پاکستان کښي دپښتنودخپلواکۍ سیاست کولو.نوبلي خواته یې په افغانستان کښي دهرډول لاس وهني مخنیوي سیاست هم کولو.اوهم یې ددې ترڅنګ دافغانستان خپلواکۍ اواستقلال ساتلودپاره خپلي هلي ځلي کولې.اونړۍ ته یې داڅرګندولوهڅه کوله چي پښتانه په پاکستان کښي بې واکه اوبې اختیاره اوبې نوم اونشانه دي.افغانستان خپلواکه اوآزادهېواددی.ارواښادعبدالرحیم مندوخیل که څه هم په مالي توګه یوغریب پښتون وو.خودعلم په حواله ډیرښتمن وو.دعلم سرچینه وو.یوسترمحقیق وو.فلاسفي هم ورته ویلی سو.ارواښاددعلم یوه داسي سرچینه وه چي کله به یې په سیاسي یاپه عاموغونډو،سیمنارونوکښي ویناکوله نودسیمینارګډون کونکي به روته غاښ په ګوته وو.چي ارواښادڅومره پوهـ اوسترانسان دی.چي په هرموضع یې په هراړخ ژورنظروړاندي کولو.

ارواښادعبدالرحیم مندوخیل دسهیلي پښتونخوادتاریخي ښارږوب په کلي اورمژه کښي سترګي په هغه وخت کښي پرانستلې کله چي دبرصیغرپاک وهندترڅنګ لره اوبره پښتونخوادانګریزانوپه ولقه کښي وه.اوچي کله ارواښادله ښوهنځۍ ترپوهنځۍرسېدﺉ نوانګریزهم له دې خاوري تللي وو.خوانګریزانود پښتنوخاوره دیونوي هېوادبرخه وګرځوله.خوددې نوي هېوادواکمنانوهم دانګریزانوپه شان دپښتانه دغه خاوره په څلوروبرخووېښله وساتله.اوپښتانه یې دغه شان بې نوم اوبې نشانه پرېښود.پکارخوداووچي دانګریزانودتلووروسته دغه پښتانه خاوره بېرته وافغانستان ته ورکول شوې وا.اویایې په دغه خاوره پښتنوته خپل هېوادپښتونستان ورکړی وو.خوانګریزانوله افغانانوسره خپل غچ اخست.اوغوښت یې چي دپښتون افغان خاوره دي دغسي وېښلې اوبې نومه اوبې نشانه پاته سي.په هم دې ورځوښپوکښي دخان شهیداو باچا خان لخوادپښتنودخپلواکۍ غورځنګونوسنګرتودوو.

ارواښادعبدالرحیم مندوخیل چي کله دبي اې وکړه.نوبیایې دوکلات ډګري ترلاس کولودپاره په۱۹۶۱کښي په پېښورپوهنتون کښي داخله واخیستله اوبیایې په کال ۱۹۶۳کښي دوکلات ډګري ترلاسه کړه.اوددې وروسته یې سمدلاسه دخان شهیدسره ملګرتیاپیل کړه اوپه ورورپښتون ګوندکښي دقربانۍ ونډه واچوله. تردې دمخه چي کله ارواښادیولوستونکی وو.نوهم هغه وخت یې هم دخان شهیدملګرتیاکولواودلوستونکوپه سازومان کښي وو.

نوربیا............

 
-
بېرته شاته