(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ننگرهار او هند

[16.Aug.2017 - 14:00]

د ننگرهار او هند موسیقي

لیک : مصطفی سالک 

که ۤپه تصور کې د تاریخ په وزرو  ( ۵۰۰۰  ) کلونو وړاندې زمانې یانې اریايي ژوند ته ستانه شو، وینو چې د اوسني هند په څیر په اریایانو کې هم موسیقي دیني او مذهبي رنګ لري او له مجازه ډیره له حقیقت سره تړلې بریښي، ښايي د موسیقۍ بیل ډولونو هم د اریایانو هندي څانګې هند ته ښکته کړې وي. چې تر اوسه عبادت او ددین برخه ګڼل کیږي.

دا چې ما د ننګرهار موسیقي د هند له موسیقۍ سره په تله کې اچولې دا خو ځکه چې افغانستان کې د پښتو موسیقۍ ( ۴ ) لوی سبکونه دي.

۱ : د لویی ننګرهار سبک

۲ : د لوګر سبک ( چې پښتو هم دی فارسي هم )

۳: د لوی کندهار سبک

۴: د لویې پکتیا سبک

 

۱ : د لوګر سبک نږه افغاني سبک دی چې راګونه او سندرې یې همدلته منځ ته راغلي ، داسبک ډیر مست دی او ښايي په ګرانه په نړۍ کې داسې سبک وموندل شي چې د نڅا لپاره داسې بیل ځایونه او مقامونه ولري خو یوه نغمه یې په هند او پاکستان کې هم د لوګري ساز په نامه مشهوره ده، خو شعري کمپوزونه یې ډیر نه دي تر ډیره سندره، غزل او سوال جواب په کې کیږي چې تر ډیره فارسي دوبیتې ته ورته ښکاري.

۲: د لوی کندهار سبک : په لوی ننګرهار کې تر ډیره هماغه الې کارول کیږي چې د ننګرهار او لوګر په سبکونو کې کارول کیږي یوازې تاري بینجو هغه ساز دی چې په نور افغانستان کې اختیاري دی خو په کندهارۍ موسیقۍ کې لازمي ښکاري د خوښې ژانر یې غزل دی، او ځانګړی صنف یې کاکړۍ غاړې بلل کیږي.

۳ : د لویې پکتیا سبک : دا سبک د نورو سبکونو په پرتله کمزوری دی، داسې کومه اله نلري چې بل ځای دې نه وي یو ځانګړی شعري ژانر او نغمه لري چې غرنۍ یې بولي ، لنډۍ هم لري خو دا دود هم په ننګرهار کې ډیر پیاوړې دی، فی البدیهي سوال ځواب هم وي چې دا هم د ګڼو سیمو تر منځ مشترک ارزښت دی.

۴ : د لوی ننګرهار سبک : دا سبک د افغانستان د ټولو سبکونو په پرتله غني دي. هم په افغانستان کې نزدې شته ټولې الې کاروي ، هم په لسګونو شعري ژانرونه لري چې هر یوه یې ځانته د موسیقۍ بیل جوړښت لري.

چینايي راهب سیلانی هیون تسنګ چې په ( ۶۳۰ –م ) کې د اګست میاشتې پر شمله نیټه ننګرهار ته راغلی و ، د ننګرهار د موسیقۍ یادونه یې کړې او ډیره یې ستایلی ده.

هغه انځورونه او بوتان چې شاوخوا نیمه پیړۍ مخکې د ننګرهار په هډه کې موندل شوي ، اوس د فرانسي په ګیمې موزیم کې خوندي دي هلته د ننګرهار د موسیقۍ یو وړوکی ارکستر هم لیدل کیږي چې چمبه ، ډول ، چنګ او تمبل هم په کې لیدل کیږي.

چنګ که د ننګرهار د موسیقۍ د ارکستر برخه وه، وه به خو پوهاند ریښتین لیکي چې له بامیانو د یوه داسې چنګ بڼه تر لاسه شوي چې دوه نجونې یې غږوي د نوموړي په وینا ددغه الې تاریخ په بامیانو کې ( ۲۰۰۰ ) کلونو وړاندې زمانې ته ورګرځي.

 

رباب : رباب د ننګرهار ( افغانستان ) د نګه موسیقۍ یوه کارنده  اله ده چې له شاوخوا ( ۲۰۰۰ ) کلونو څخه غږول کیږي خو استاد حبیب الله رفیع وايي چې دا اله ( ۵۰۰۰ ) کلونه مخکې په ابتدايي شکل موجوده وه چې دوتار یې باله . رباب پښتو اله بلل کیږي خو وجه تسمیه یې نه ده څرګنده خو ددغې کلیمې جوړښت عربي بریښي لکه .... رباب .... کتاب....حجاب ....جواب او نور.

شپیلۍ : د پيښور د موزیم او د ننګرهار له اډې لاس ته راغلي اثار ښيي چې شپیلۍ د ګندهارا ارټ برخه ده او ښايي هم ننګرهار یې د پیدا کیدو سیمه وي خو یو شمیر نور روایتونه هم شته د جارج فارمر په نامه لیکوال کاږي چې د چیني روایتونو له مخه د چین نه یې یو کس لینکلن په دې نیت د بلخ او باختر دربارونو ته لیږلی و چې د موسیقۍ دغه روح بوږنوکي اله ورولیږدي. لینکن شاوخوا ( ۴۰۰۰ ) کلونه مخکې بلخ ته راغلی و. 

یو شمیر پوهان استدلال کوي چې شپیلۍ پښتو نوم دی دا چې ( پوک اله ) ده نو مانا یې شپیلې وهل دي هغه کسان چې شپیلی او شپیلۍ پیژني پوهیږي چې ددواړو غږ ایسته نږدې یو راز تخنیک غواړي.

چمبه :  ( تمبل – داریا – دایره ) :

دایره ( چمبه ) ښه نوم دی ځکه اسم شکل دی، له اوریدو سره پوهیږو دا اله چې د لرغونې ننګرهار د اکستر برخه برخه وه دایروي بڼه لري.

خو چمبه غږ نوم هم پښتو دی کله چې چمبه وهي یو ځل یې د چمبې له منځ او بل ځل د چمبې له اړخ سره لاس جنګوي ، چې دوه صوته پیدا کیږي او دا امتزاج شوي غږونه دوه ډوله غږونه وي چې د سروتال په څیر تړلي وي یو غږ زیر دی ( چم ) او بل غږ یې بم دی ( به ) او جالبه ده چې تر اوسه یوازې لوی ننګرهار خلک تمبل ته چمبه وايي داسې ښکاري چې دا اله هم دلته جوړه شوې او ټوله موسیقي یې په نوم چمبه کې خوندي ده والله اعلم چې د نوم له فلسفې یې خبر دي او کنه خو تش د اهنګ لپاره هم د افغانستان شاعران خپل اسم شکل دایره – بیخي هیروي او د ننګرهار د خلکو په څیر یې چمبه بولي او دا ښه خبره ده ځکه چې په دې نوم کې د چمبې ټوله فسلفه پرته ده او لرغنتوب یې هم په ننګرهار کې ړومبۍ او دویمې میلادي پیړۍ ته رسیږي.

چنګ : د کنشکا پاچا د مهال اثار چې په ننګرهار کې موندل شوي او عکسونه یې څو لسیزې مخکې پښتون غږ مجلې خپاره کړي د ننګرهار د موسیقۍ په ارکستر کې چنک هم شته، داسې ښکاري چې اریايي او زردشتي سندریز مذهبي دود غوندې د بودایانو په وخت کې هم موسیقي ددین او عبادت برخه وه.

خو یو اروپايي ( ډنمارکی ) لرغونپوه پلاوې چې د جګړې تر کلونو مخکې افغانستان ته راغلی و د خپلو پلټنو په ترڅ کې یې د یوه داسې چنګ کیسه کړې چې په وینا یې ( ۵۰۰۰  ) کلونه مخکې په دغو دنګو غرونو کې غږیده.

ډول : ډول هم د ننګرهار د موسیقۍ د ارکستر برخه ده، چې په دغه ولایت کې د غږولو بیل ډولونه لري، یو ډول یې د غزا ډول دی ، چې د جنګیالیو د خبرولو او راټولو په موخه غږیږي چې دا ډول به غږیده چا بل ګومان نه کوه طرز او انداز یې داسې ځانګړی و چې هر چا پیژنده.

ب : د ورا ډول : دا ډول یوه بله نغمه وه.... که څوک ددغه راز ډول وهنې مینوال و ، هر وخت یې نه شو اوریدی ځکه چې ډولچیانو دغه راز ډول یوازې د ورا سره پر لاره وهه.

ج : په ښادۍ کې د سندرو او نڅا لپاره ډول وهل.

د : اتڼ هم له ډول سره کیږي اتڼونه په ټول افغانستان کې دود دي خو په ننګرهار کې دادود لږ کمرنګه دی خو ددغه ولایت د سپین غره د لمنو وسیدونکي او کوچیان یې رنګ په رنګ او ډول ، ډول اتڼونه لري.

د ډول غږ خپل تال او وزن لري سمندر خان سمندر یو روغ نظم د ډول د تال په وزن لیکلی دی ( دروند پښتون یم دروند پښتون )

نغاره : نغاره چې په فارسي نقاره بولي طبلو ته ورته اله ده، نغاره عربي نوم دی چې مانا یې خبرول ( مطبوعاتي خبرتیا ) ده ، د جنګ تر کلونو مخکې وخت پورې نغارې غږیدې په ښادۍ کې هم غږول کیدی، خو په اصل کې دا اله په ننګرهار کې د حشرونو او د خلکو د راټولو پر مهال غږیده او چې نغاره به وغږیده ولس به ورمات شو.

سرینده : اریانا دایره المعارف لیکي چې سرینده د سار یا سارک نومې مرغه له غږه اخستل شوی ښاغلی ریښتین لیکي چې دا سار هماغه سارو- شارو او ښارو ده سرینده له سیمانو هم رغیدی شي خو اصل جوړښت یې دادی چې د اس د لکۍ او یال له ویښتو ورته ( ۲۵ ) تارونه جوړ کړي خو ښاغلي رښتین نه دي ویلي چې سار کله او څنګه په ښارو بدله شوه ، بله داده چې د شارو نوم زړه بڼه سار چرته خوندي ده یا دا چې د کومې ژبې ویونکي – سار - شارو بولي. او بیا چا ویلي چې سرینده د ښارو او شارو د نوم نه راوتلی په هر حال دا عامیانه ایټمولوژي ده او بشپړ علمي ارزښت نه لري.

منیر سرحدي د سریندي له وروستیو غږونکو څخه و ، د یو شمیر راپورونو له مخه دا اله د ورکیدو په حال کې ده.

 

ستار : ستارهم په ننګرهار، کونړ، نورستان ، لغمان، چترال او او بدخشان کې ډیر ترنګیږي. اریایانو درې ډوله الې لرې د موسیقۍ ( پوک الې ) د موسیقۍ ( تار الې ) او د موسیقۍ ( ضرب الې ) ستار هم د دوه تار او سه تار په بڼه شته و.

 

اول د ستار تارونه ( ۲ ) و بیا ( ۳ ) شول بیا (۴) او بیا په هند کې د سلطان علا الدین خلجي د وخت موسیقار امیر خسرو دهلوي دا تارونه ( ۷ ) ته پورته کړل دا ستار چې وایو معنی یې دا نده چې درې تارونه لري دا هماغه د امیر خسرو ( سات تار ) دی چې ( ۷ ) تارونه مانا ورکوي خو سات تار په ستار بدل شوی دی. 

خو یو  ننګرهاری سندرغاړې استاد صنم استدلال کوي چې ستار لومړی په  ( چترال + کافرستان ) کې جوړ شوی دی .

دا خبره زړه ته پریوتونکې ده ځکه چې اوس هم په ټوله دنیا کې بهترین ستارونه په چترال کې جوړیږي، بله دا چې د غږولو دود یې هم تر بله ځایه کونړ، نورستان ، چترال ، او بدخشان کې ډیر دی چې دغه ټولې سیمې یو تر بله ګاونډۍ دي، ستار تر ډیره له ولسي خلکو سره او شوقیانو سره تړاو لري پښتانه د موسیقۍ الې بدې ګڼې خو ( تاري ) الې غږوي .......ستار او منګی د پښتنو د هرې حجرې او دیرې زینت و.

 

منګی :

د خاورین منګي پر خوله ربړ، پلاستیکي فلم ، یا پوستکی تړل کیږي او بیا غږول کیږي دا اله یوازې نه غږول کیږي خامخا به ستار یا رباب ورسره تړلی وي. دا اله هم ولسي ده او شوقي سندر غاړي ورسره سرو کار لري، او تل د ننګرهار په حجرو دیرو کې له ستار او رباب سره غږول کیده، او سندرې به ورسره مسلکي سندرغاړو نه بلکې د کلي ولس شوقیانو ویلې.

 

بنجو : دا هم له لرګې او تارونو جوړه مستطیل ډوله شکل لري او داسې ښکاري چې دا اله لرغونې مهاله په سیمه کې موجوده وه، په هند کې هم شته خو د ایران د سیستان او بلوچستان سیمو د موسیقۍ د ارکستر یوه اړینه اله بلل کیږي چې تر ډیره یې ولسي خلک په ښادیو کې غږوي، که د بنجو نوم بله معنی لري ، لري به یې خو چا چې د بنجو نوم او غږ اوریدلي پوهیږي چې دا اسم صوت هم دی، که د بنجو له غږولو سره بنجو، بنجو په ترنم کې ووایاست درته به جوته شي چې دا غږ له دغه نوم سره څومره کلک تړون او ورته والی لري.

 

غژکه : یوه بله اله دا هم د ننګرهار د موسیقۍ د ارکستر برخه ده، خو د سیمې په هیوادونو لکه ایران ، هند ، پاکستان او ان عربي هیوادونو کې هم غږول کیږي. دغه اله چې په فارسي کې غیچک بلل کیږي د رښتین صاحب په وینا پښتو اله ده، استدال کوي چې غژکه له غژ ( غږ ) څخه د ( که ) په وروستاړي جوړه ده او مانا یې غږیدونکې اله ده.

 

دروزه : دا د موسیقۍ یوه اله ده چې یو ځل دې څوک د هغې په جوړولو او غږولو ولید تاته هم ستونزمنه نه ده – دا مفته اله ( پوک اله ) ده.

د پخو غنمو له ډنډر څخه جوړیږي او غږیږي دا اله نه د موسیقۍ  د ار کستر برخه ده، او نه یې څوک په ښادیو کې غږوي بلکې دا تر ډیره د کروندګرو اله ده چې غنم پاخه شي کروندګر یې جوړوي او خپل ساعت پرې تیروي.

 

سرنۍ : دا هم د پښتنو د ارکستر برخه ده، ریښتین صاحب وايي چې دا نوم له دوو برخو جوړ دی ( سوری+ نۍ ) نو پښتو نوم دی، خو زه وایم دا خبره د شک وړ ده ځکه چې د نوم دویم جز ( نۍ ) دی چې فارسي دی نو باید د کلیمې لومړۍ برخه هم اول په فارسي کې ولټول شي (سر ) به هم په فارسي ژبه کې وګورو،هو سر هماغه د موسیقۍ صفت یانې سر دی دا اله اوس د ننګرهار په ګاونډ خیبر پښتونخوا کې ډیره غږیږي ان دا چې دغه سندر ډله په بینډ باجو مشهوره ده، په پاکستان او هند کې ډیره مشهوره شوې ده ښايي دا اله له هماغې ډډې راغلې او وجه تسمیه یې ابهام نه لري ، ( سر) یانې د موسیقۍ او شعر یو صغت مانا دا چې (سر اله ده ) د سرني ډلې خپل یونیفارم وي چې پوځي خو رنګین یونیفارم ته ورته وي او ( نۍ )  هم  فارسي نوم دی پښتانه یې کړکی ، دورمه ، او نچه بولي مانا دا چې سرنی د ننګرهار د ارکستر برخه وه تر دې چې نوم یې په ننګرهار کې متل او کړنه ګرځیدلی چې ننګرهاری ماشوم ژړا کوي نو مور پلار یې ورته وايي ( بس که دا څه سرنی دی شروع کړی دی)

 طبله : طبله عربي کلمه ده، چې فارسي  معنی یې د طبیب بوخڅه ده، خو دلته داسې ښکاري چې طبله غږ نوم دی، او مانا یې هغه غږ دی چې په طبل ( ډول ) کې لیدل کیږي ، خو د ننګرهار خلک یې دوکړې او د پښتونخوا خلک یې دوپړۍ بولي، استاد صنم وايي چې په دوکړو کې هر راز تالونه او غږونه خوندي کیدی شي په ننګرهار کې استاد صنم راته په دوکړو کې یو جالب راګ وغږوه، ویل یې استاد الله رکها خان او ذاکر حسین خان په طبله کې دغه راګ غږولی، او ورته یې لیکلي چې پښتو راګ هغه حیران و چې د هند موسیقاران یې پښتو تال او راګ بولي چې سمه خبره ده خو د افغانستان سندرغاړي بیا له دې رازه نه دي خبر او دغه راګ  مغلي راګ بولي. ښايي طبله غږ نوم وي خو یوه شونتیا بله شته، ( دوک ) په قاموس کې ښې ډيرې ماناوې لري چې یوه یې ( انجمن آرايي ) ده ، دا معنی هم بعیده نه ده ( دوک ) انجمن ارايي شوه چې د ( ړه ) په وروستاړی سره جوړه شوې ده، او دغه راز نومونه په پښتو کې ډیر دي، لکه اریړه – باړه – بوساړه – اکاړه او داسې نور.

دا خو شوې د ننګرهارۍ موسیقي یو شمیر الې اوس یو بل اړخ ته ځو او ګورو چې په ننګرهار کې کوم شعري ژانرونه د موسیقۍ بیل ډولونه جوړوي.

چاربیته : چاربیته ولسي صنف سخن دی، یو سربند لري وروسته بندونه راځي او د سر موضوع بیا تکراریږي. په ننګرهار کې ملنګ جان هغه شاعر و چې دادی نیمه پیړۍ وروسته هم په دې میدان کې بې سیاله دی، خو اصل خبره د موسیقۍ ده چاربیته دومره مسته موسیقي لري چې بل ژانر دومره مستي او رواني نه لري یوازې لوګری ساز یې سیالۍ ته رامخې ته کیدی شي ځکه چې ددغو سازونو له سرعت سره د نڅا جاري ساتل رقاص بیخي ستړی کوي، مانا دا چې له لوګري او چاربیتې سره نڅا کول ګرانه ده او د هر چا د وس کار نه دی. چاربیتې په ننګرهار او پښتونخوا کې اوس ډیر مینه وال لري که ننګرهار د چاربیتو پاچا ملنګ جان درلود – نو پښتونخوا بابای چاربیته عبدالواحد ټیکدار درلود، سره له دې چې نوي ژانرونه راووتل نوي موسیقي هم راغله خو چاربیته اوس هم بلا ډیر مینوال لري. ملنګ جان – بیدار – او بینا د چاربیتې لوی  ننګرهاري شاعران وو.

 

ټپه : اوس خو د افغانستان په سویل او نورو برخو کې هم ټپې ویل کیږي او مینه وال لري چې ښايي لامل یې د رسنیو ډیریدل او سوشل میډیا وي.

خو پخوا په ختیځو او خیبر پښتونخوا کې بیخي ډیرې ویل کیدي ټپه ډیر صفتونه لري یو یې دادی چې ته پرې استدلال کوي مجبور نه یې چې ډیر شعرونه ووايي یو بیت دی او حافظه یې هم په اسانه خوندي کوي، پښانه سندر غاړي وايي چې په خجونو ، تکرار، سرعت درول، او نورو طریقو ترې سلګونه بلکې زرګونه کمپوزونه جوړیدی شي فکر نه کوم که په نړۍ کې هم بل ژانر دومره ډیرې موسیقۍ وویني.

 

داستان : داستان د ننګرهارۍ موسیقۍ یو مشهور صنف دی، په داستانوکې د پیغبرانو کیسې، تاریخي واقعات ، عشقي رومانونه، عشق ، وطن او نور ډیر مضامین راځي داستان خپله موسیقي لري ، هو اوس یو شمیر سندرغاړي فروغ ډوله چارپاره نظمونه هم د چاربیتې په طرز او موسیقۍ کې وايي چې داد جدید او قدیم امتزاج په رښتیا هم یو نوښت او پرمختګ دی په داسې کولو سره که چاربیته بدله شوه موسیقي خو خوندي شوه هماغه طرزونه او راګونه ژوندي پاتې کیږي چې له زمانې د نوی څه د اخستلو توان لري او د هر مهال په اوږدو کې نوې جامې بدلوي. په ننګرهار کې سپین بادام ، تور بادام ، سید محمد نواب، هیکل ،منور او نورو ګڼو استادانو داستانونه ویلي د لغمان ګل محمد استاد ( ګلکی ) په دې مشهور و چې سلګونه داستانونه یې په یادو، یاد وو.

په پښتونخوا کې فضل ربي او احمد خان ډیر داستانونه ویلي دي، خو که د پښتو پخواني تور او سپین فلمونه وګورئ هر فلم کې یو داستان هم وي چې اغیز یې د فلم تر ټولو سندرو ډیر وي ډیر ځله فلمي داستان د کیسې لوړ پوړ ( عروج – کلایمیکس ) وي، خو په اوسنیو فلمونو کې دادود کمزوری شوی دی.

 

غزل :

غزل د سیمې د نورو ژبو په شان پښتو کې هم د پښتو موسیقۍ پام وړ برخه ده، او تراوسه خو د موسیقۍ تاج هم دغه ژانر دی، په ننګرهار کې استاد ایوب استاد ، ګل جان صادق – بریالی ولي او یو شمیر نور غزل نګاران هم شته. خو د ننګرهار په غزل د هندي غزل اثر جوت دی، غزل اول دوه ډوله ویل کیږي.

۱: یو کټ مټ د اردو او فارسي غوندې ویل کیږي چې غزل یې بولي ، غزل ډیر طرزونه لري، یو بل ډول موسیقي هم شته چې شعر غزل وي وي خو موسیقي د غزل نه وي سندغاړي او عوام دغه راز غزلې رباعي بولي، ښايي دا اصلاح د هغه وخت وي چې تر غزل او سندرې مخکې به رباعي یا څلوریزه ویل کیده اوس څلوریزه له موسیقۍ سره نه ویل کیږي خو نوم او د موسیقۍ ځای یې او سر او تال یې پاتې دي.

 

سروکی : سروکی هم د ننګرهار د موسیقۍ یو ارزښتناک ژانر دی، په سروکي کې یو بند وي او نورې ټپې ور اچول کیږي، دا صنف هم ژوندی دی او ګڼ مینوال لري.

ارمونیه : ارمونیه داسې ښکاري چې له هنده ننګرهار ته راغلې د یو شمیر تاریخ لیکونکو په وینا هرمونیه د انګریزانو په وخت کې هند ته راغله انګریزانو غوښتل چې اصیل هندي کلتور او موسیقي زیانمه کړي خو سرچپه کار وشو د هند خلک باجې ته تابع نه شول بلکې باجه یې خپلو ژبو ته تابع کړه، یوازې هند نه پښتنو او د نورو ژبو ویونکو هم تابع کړه او د زیان په پرتله یې ګټه ډیره شوه. پښتانه رښتیا وايي  ( انسان په خپله ګټه او تاوان نه پوهیږي ) :

 

دښځو سندرې : ښځې هم په ښادیو کې سندرې وايي په دې سندرو کې هر راز سندرې ویل کیږي خو ډیر کار یې له سروکو بګتیو، نیکمیو او ټپو سره وي .

په دې شاعریو کې عاشقانه ، مدحیه ، او غندونکې شعرونه راځي نورې الې هم غږوي خو ډیر کار یې له چمبې سره وي دا دود هم تر اوسه ژوندی دی .

چمبه په دې ښه ده چې سپکه ده زده کول یې اسان دی بله دا چې مبایل اله ده د ورا او کوژدې په وخت یې ښځې راخلي او چې چرته هم ځي وړي یې دا لاڅه ښځې که په ګاډي کې دننه وي او که پر چت دوی سندرې وايي او چمبه وهي.

 

د ننګرهار موسیقي د شعرونو نور ډولونه او طرزونه هم لري چې دا د افغانستان او سیمې په توګه بې سارې چاره بریښي اوس به د هند موسیقۍ ته لنډه کتنه وکړو.

شعر او موسیقي له مذهبه راوتلی اریایانو هم په نغمو خدای یادوو، ښايي هندوانو به هم خپله کومه موسیقي درلوده ، خو ډیر څه اریایانو ورولیږدول.

د هند موسیقي د نړۍ له لرغونو موسیقیو ده، دا موسیقي معنوي او روحاني جرړې لري او د خدای ستاینه په کې کیږي دا چاره ښيي چې د روح د ارتقا او دغې موسیقۍ تر منځ ژور اړیکي موجود دي، همدغه مذهبي نقدس دی ، هغه د چا خبره ستار خو پریده چې په هند کې ښځه له لوښې اوبه تویوي هم په موسیقۍ او سندره بدلیږي.

غزل : هندوستان د غزل ویلو په برخه کې اوږده مخینه لري، هنرونه د هندوانو د مذهب برخه ده، بله دا چې د هند خلک د موسیقۍ په برخه کې هم ژور احساس لري، ساده سندرې ساده تیریږي خو غزل بیا د شرق د شاعرۍ  د ملکې د تاج غمی دی، د غزل یو کمال دادی چې هر بیت یې د یوې بیلې مانا خبره کوي بله دا چې د لطافت ، باریکۍ یې دومره ډیرې دي چې څوک یې په مانا پوی شي له یوه لوړ سرورسره یې اشنا کوي، که پنځوس کاله مخکې زمانې ته لاړ شو د هند غزلې سوکه او ارامې په راګ کې ویل کیدی دا د غرل ویلو روایتي انداز و خو خو اوس د وینا انداز او د موسیقۍ انداز بدل او چټک دي او هغه پخوانی رنګ یې نه دې پاتې  د غزل هغه شاعران چې په هند کې یې اوس غزلې ویل کیږي تر ډیره مسلمانان دي لکه ساحر ، لکه راشد، لکه ظفر، لکه ناصر، غالب، بیدل........ او مشهور غزل نګاره سندرغاړي یې په نزدې تیر مهال کې انوب جلوټا ، پکنج اداس ، جګجیت سنګ، او چترا سنګ ........... وو.

بل د کمال خبره داده چې هندیانو غزل ته زښت ډیر کارکړی، بیل طرزونه ، کمپوزونه او راګونه یې ورته جوړ کړي . خو دا هم باید هیر نګړو چې په نزدې تیر مهال کې د غزل پاچايي د پاکستاني غزل نګارو په لاسونو کې وه، هغه غزل ویونکي چې پاکستان درلودل هند نه لرل ښايي یو علت همدا وي چې هند لږ هندي غزل نګار سندر غاړې لرل خو زما په خیال د کمیت او کیفیت له مخه  د معاصر غزل پاچا غلام علي ګڼل کیږي، په ښځینه غزل بولو کې مني بیګم یو لوی نوم دی بیا ورپسې ځه ورپسې به لوی غزلبول نصرت فتح علي خان هم مخې ته درشي، د تراتیژۍ بې تاجه بادشاه عطا الله خان نیازی عیسی خیلوي هغه څوک چې لتا منګیشکر یې په اړه ویلي ( چې عطا الله غزل وايي نو د اسیا دیوالونه یې ورسره بدرګه وي  ) دا څو بیلګې وې نور هم په نظر درتلی شي او ددوی ځکه اوبه بلیږي چې د اردو ( هندي ) شاعران یې ډیر هم دي او شاعري هم ښه ده نپوهیږم چې ولې اوس په هند کې د هندي ( ... اردو  ) داسې شاعران نشته چې د لنډ تللي ساحر لدیانوي، او څه موده مخکې تللي میرزا اسدالله خان  غالب په څیر شاعري دې وکړي ، خو د پاکستان بخت بیدا رو ، نصرت فتح علي خان یې درلود، احمد فراز ژوندی و، پروین شاکر شاعري کوله ابن نشا لیکل کول، قتیل شفايي د تخیل انځورګري کوله، فیض لیکل کول او .............

 

بنګړه ( هندي اټن ) : دا رقص تنها نه شي بلکې لکه د اټن د ډیرو کسانو شتوالی ته ضرورت لري، له اتڼ سره یې بل ورته والی دادی چې ډول ورسره وهل کیږي البته د ډول تال او د اتڼ حرکتونه د افغان اتڼ او ساز سره توپیر لري، دا موسیقي او رقص د پښتونخوا په پښتنو کې هم شته چې بنګړه یې بولي داسې ښکاري چې دا ساز او اتڼ په اصل کې د پښتونخوا دی ځکه دا هنري ارزښت اوس هم په خیبر پښتونخوا کې تر هنده ډیر پاوړی دی.

بنګړه نګه پښتو کلیمه ده اسم شکل دی دا نڅا چې کوي رقاصان د یوه بنګړي په ډول په دایروي شکل راټولیږي او رقص کوي.

له دې موندونو دا راوځي چې بنګړه د پښتونخوا د خلکو اتڼ دی چې د پښتونخوا د غرنیو سیمو له دودیزو اتڼو سره په حرکاتو او موزیک کې فرق لري.

فلمي سندرې :

که له حقیقته تیر نه شو د هندي فلمي سندرو اغیز ډیر دی او مینوال یې په مینه اوري، خو له بده مرغه باید ووایو چې هندیانو د فلم په دې اوسنۍ موسیقۍ سره چې ساز، اواز او رقص ټول یې په اشارو او پیکه سمبولو سره جنس او سیکس تداعی کوي ان دا چې کوم مایک ته ولاړه وي چې هغه هم د یوه سمبول په توګه غریزه راوپاروي هغه اتش فشان چې هسې هم د انسان په نفس کې غرغنډه کوي.

ایا تاسو کولای شي وسمهال رفیع – عزیز – لتا – اشابوسلي – سایګل ........... پیدا کړئ چې په خپل هنر سره جنس نه،   روحاني کیفتونه په فلمي سندرو تداعي کړې چې خلک د انفس پر ځای د افاق خواته الوت وکړي.

هغه مهال چې په هند کې لویدیځ کلتور جرړې نه وې ښخې کړې هند نګه شرقي، مذهبي او فلمي موسیقي درلوده ، خو په وروستیو کې دا اصلیت داسې ورک کړ چې هندي سندرې د هالیوډ یوه کلیشي فوتو کاپی ښکاري، هندیان په دې برخه کې نه هالیوډیان شول ، او نه یې د بالي ووډ میراث وساته . د هند فلم ، رقص ،او موسیقي د هند یو داسې مال و چې د غرب په وړاندې یې پښې ټینګې کړې وې، او د ټول مشرق استازیتوب یې کوه ، خو پته نشته چې په هندیانو داسې څه وشول چې خپله د زرګونو کلونو لاس ته راوړنه یې په ګنګا لاهو کړه بله خوا یې پراخ ،بشپړفلمی نفسیاتي موسیقي نظام ختم کړ او د هالیوډ د جنسي تداعۍ د فلسفې ښکار شول. لږ تر لږه دا موسیقي ( ۴۰۰۰ ) کلونه زړه وه خو د مغرب هوا داسې یوړه چې دې ګل ته یې یوه پاڼه هم پرې نښوده، باور مو اوشه د هند دا موسیقي، رقص، او شاعري په لومړي قدم کې د هند مال و ، خو د علامه اقبال رحمه الله د شرق له کبله دا هندي هنرونه ماته داسې و لکه زموږ خپل هنرونه خو له بده مرغه یا چا په شعوري ډول هندي هنر تر خاورو لاندې کړ، یا دا چې د هالیوډ چټیات ورته ښه او خپل اصیل موزیک ورته بد ښکاري – په هر حال پاپ راغی خو انډیا هغه خزانه له لاسه ورکړه چې په ختیځ کې یې بل ځای درک نه لګید، خبره ځورونکي ده خو له چا یې و انګیرو؟؟؟؟؟؟

قبیلوي هندي سندري  : په هند کې خورې ورې ګڼې قبیلې خپل کلتور لري چې موسیقي یې یوه برخه ده.

هندي قبایل چې کله دا موزیک غږوي نو ړومبی خو دا چې دوی ځانونه  د لرغونو قبایلو د خلکو په څیر جوړوي چې د موزیک ننداره وړاندې کوي ، پرپرک ډوله جامې اغوندي ( بڼکې ) هم په کې لګیدلي وي پر خپلو مخونو یې د یو شمیر ځنګلیانو په څیر رنګونه وهلي وي، شپیلۍ او شپيلۍ ته ورته الې د هند د قبیلوي موسیقۍ یاد الات دی، دا موسیقي ښځې او نارینه دواړه غږوي خو داسې ښکاري چې د ښځو ونډه په کې د نارینه وو په پرتله ډیره ده، خو داسې ښکاري چې د مغرب ځلاند ډوله خو پوچ او تیاره هنري یرغل به په لږه موده کې هند له دې هنره هم خلاص کړي ځکه غرب د هند د خلکو هنري ذوقونه او معیارونه بدل کړل، اوس هم داسې ښکاري چې د هند ټرایبل ( قبیلوي ) موسیقي وروستۍ سلګۍ وهي او یوازې د نمایشونو پر مهال د بیلو قبیلو یو شمیر ښځې او نارینه د هند ټرایبل موزیک غږوي.

د عبادت سندرې : لکه څنګه چې مسلمانان حمد شریف او نعت شریف لري هندوان یې : 

(  Bhajans or devotional music)

 بولي، له نعت او حمد شریفین سره موزیک ضروري نه دي.

هندیان دا سندرې خپلو ارباب الانواع ته په ډیره مینه او عاطفي ډول سندرې وايي او څرګنده  ده چې خدایانو ته سندرې ویل کیږي هغه له زړه ویل کیږي له احساس سره ویل کیږي ، او په خواږه انداز ویل کیږي ددې موسیقۍ برخلیک د قبایلې موسیقۍ په څیرد ورکیدو سره مخامخ نه دی. 

الف : دا سندرې د هند د خلکو له مذهب سره ارتباط لري او مذهب یو داسې څیز دی چې د حضرت حاظ خبره ( با شیر بر درون شود با جان بدر شود )  

ب : بله دا چې ددغې موسیقۍ الات تر ډیره سیمیز او ځانګړي نه دي بلکې هغه الې دې چې اوس مهال د هند په دودیزه موسیقۍ کې کارول کیږي او داسې نه ښکاري چې دا الې دې ختمې شې یا دې زر ختمې شي.

نو داسې ښکاري چې د هند مذهبي او دیني سندرې به اوږد عمر ولري.

د هند ولسي موسیقي : د هند بیل قومونه ، او سیمې خپل خپل ولسي موسیقي لري چې د رقص لپاره هم پوره وړتیا لري، د هند فوک نزدې هغه سبک دی چې په افغانستان کې ورته د غزل سبک وايي بحرونه او راګونه لري ، ښځې او نارینه یې غږوي دا د هند ژوندی موزیک دی. 

الې یې یو شمیر سیمیزې دي او یو شمیر یې داسې الې دي چې د هند او سیمې په نورو ارکسترونو کې هم لیدل کیږي ( پوک – تار – او ضرب ) الې ټولې په کې کاریدی شي ، ددې موزیک ځینې ډولونه د مرګ له ګواښه نه دي ژغورلي، ځکه چې سیمې څه، نړۍ د کلي بڼه غوره کړه کلتوري ارزښتونه ګډیږي او ځینې هنرونه یو شمیر نظرونه خوري، د هند فولکلوریکه موسیقي یو شان نه ده ، کله د غزل بڼه او شعري جوړښت لري او کله کله درته د افغانستان فولک سندرې دریادوي، دا سندرې د  ښځو او نارینه و له خوا ویل کیږي دا لاڅه کله کله کله کله خو په کې د مذهب او قوالۍ رنګ هم ښکاره شي.

 

هندي پاپ موزیک : نن سبا د هند پاپ موزیک ښه په ټاپ کې دی پاپ هغه جادوی ښامار دی چې د نورو هیوادونو په څیر یې هندي موسیقي هم وخوړه، دا موسیقي د هند د خلکو د لاشعور برخه نه ده چې څوک یې اوري خامخا به یې د شعور او لاشعور تر منځ جګړه پیښيږي چې دا کار په نفس ناوړه اغیزه کولی شي، پاپ بل جواز نلري پرته له دې چې نجونې ورسره چستې وناڅي او د څرخ په څیر تاوې شي.

بله دا چې دا موسیقي نه بلکې ضد یې دی ، هغه غږونه چې توازن ولري موسیقي ده او که توازن نه وي شور دی، او شور د موسیقۍ ضد دی.

همدا راز کیبورډ او الې یې هم بدلي دي، د هند د موسیقۍ الې په رښتیا هم الې دي خو کیبورډ اله نه بلکې تر ډیره یو طوطي ډوله اشا ده چې د نورو الو ثبت کړي غږونه یوازې درباندې اوري.

دا دوه هنرونه دوه بیل خصوصیات لري د هند موسیقي موسیقي ده، توازن دی، خو غربي الات نه توازن لري او نه سکون بلکې د روح عذاب دی حیران هندوستایانو ته یم چې د نړۍ مشهوره موسیقي یې ښخه کړه او پر قبر یې ورته شور ( پاپ ) شروع کړ چې دا مړی په لحد کې هم ارام ونکړي.

 

قوالي : قول په عربي کې ویل معنی ورکوي خو د یوې موسیقۍ نوم هم دې ، دا موسیقي چې معین دین چشتي ، داتا ګنج بخش ،امیر خسرو دهلوي او نورو پیړۍ پیړۍ مخکې پیل کړې ده ، لوی اسلامي تبلیغ و ، سمه ده چې مسلمانونو څو ځله په هندوستان بریدونه کړي دي خو جوته ده چې هندوان احمدشاه بابا او سلطان محمد بابا ټول د تورې په زور خو نه دي مسمان کړي د توري له ډاره به کلیمه ووايي خو د زړه د تصدیق په اړه یې څوک څه ویلي شو دا خو دواړه د ایمان وزرې دي قوال هغه چاته ویل کیږي چې د موسیقۍ سټایل یې معلوم وي او ځینې مصرعې او یا کلیمې په مکرر ډول وايي په قوالۍ کې له اسلامي نصوصو لکه د قران په ایتونو ، حدیثو، حمدونو ،نعتونو ، او مناقبو تکیه کیږي خو عاشقانه ، صوفیانه ، او رندانه اشعار هم په کې وې ، مخکې کرښو کې مو د معین الدین چشتي خبره وکړه ، یوازې دانه ده چې قوالانو په هند کې د میلونو مسلمانو په زړه کې د اسلام د نور زړي وکرل ته ګوره چې زموږ د عرفان پیر امیر حمزه خان شینواری  هم د غریب نواز له زړه د خپل روح ډیوه بله کړې په یوې مرکې وايي :

( چې دنده مې پرښوده لاړم ممبۍ ته چې فلم کې کار وکړم له فلم سره مې شوق و، هلته په فلم کې کار ونه شو ، ورور مې راپسې ممبۍ ته راغی ، د احمد اباد په لاره اجمیر شریف ته راغلو ، په اجمیر شریف کې د بسنت میله وه، متولي صاحب نثار احمد له قوالانو سره د غره خواته روان و ګلونه یې ګیدۍ کول او ورسره یې دا سندره ( قوالي ) ویله :

 ( خواجه معین الدین کے گهر اج اتهی ہے  بسنت ) ترجمه ( نن د خواجه معین الدین کاله ته سپرلی راځي )

بس له هغه وخته په ما د سلوک او تصوف اثر وشو.

حمزه بابا خپل دغه مرشد په شعرونو کې هم یاد کړی ، بلکې د هند سلطان یې بللی هغه سلطان چې د هند ډیر خلک یې مسلمان کړل حمزه علیه الرحمه ، هغه خلک د هند سلطانان نه ګڼي چې په وجودونو کې یې توري او غشي کرلي حضرت حمزه هغه مسلمان ته د هند سلطان وايي چې د خدای تعالی مینې ته یې د موسیقۍ جامې واغوستې او بیا یې په لطیفه توګه د خلکو په زړونو کې وکرلې او هندوان یې په نرم خویه مسمانانو واړول.

چې د مینې کړم غریب د هند سلطانه

ځار له تانه زه حمزه غریب نواز یم

 

پوښتنه داده چې معین الدین چشتي ته ولې حمزه بابا غریب نواز وايي دا ځکه چې دا د چشتي صاحب لقب دی.

بله پوښتنه دا ده چې ولې دا لقب ورکړل شوی؟

هغه مهال د هندي ټولنې جوړښت بیخي طبقاتي او انحرافي و ، ټولنه په څلورو طبقو ویشل شوی وه بغیر له برهمنه دغه نور ټول خلک غریب او د ژوندانه په هره برخه کې له سپکاوي سره مخامخ وو . او د انسان په سترګه ورته چا نه کتل دغو خلکو د خلاصون هیڅ لاره لرله، خو دا مسلمان صوفیان د اسلام د تبیلغ لپاره ورغلل دوو وسلو سره.

۱: یو څیز یې له ځانونو سره اسلامي اخوت او برابري یوړه او اعلان یې وکړ چې هیڅ انسان له بل انسانه بهتر نه دی که د هر پوړ انسانان وي. مګر په اسلامي تقوا ، مسلمانان لکه د یوه وجود معنی لري هغه د رسول الله صلی علیه وسلم خبره که ددې وجود هرځای خوږ شي ټول بدن نا ارامه کیږي، یو خو دا اسلامي او قرانی پیغام شو..............

۲ : موسیقي چې د هندوانو د مذهب یوه لویه برخه وه دغو صوفیانو ورته مخه کړه او د قوالۍ په نامه یې نوې اسلامي عرفاني موسیقي رامخته کړه چې ډیر هندوان یې مسلمانان کړل، هو چرته اسلام د ځلانده سپینو تورو تر سیوري لاندې دی او کله هم د قوالۍ په مترنم غږ کې جلوه کوي.

خوشحال خان خټک چې څه باندې ( ۴ ) پیړۍ مخکې تیر شوی ښيي چې د هغه په زمانه کې قوالي زښته ډیره قوي او مخکې روانه وه:

 

کرامت دی یا اعجاز دی یا جادو دی

چې په شعر راپیدا شي له قوال

خوشحال

 

ګورئ خوشحال خان وايي دا د قوال خبرې تش شعرونه نه دي بلکې ( کرامت، اعجاز او جادو ) دی.

په اسلام کې خو جادو کفر دی، خو زه باید ووایم چې له موږ سره جادو دوه ماناوې لري .

۱ : جادو عمل چې انسان پرې کافریږي ، چې پوه انسان لکه خوشحال چې و جادو ټکی د جادو د عمل په نامه نه دی کارولی.

۲ : اصطلاحآ زموږ د سیمې په هیوادونو کې جادو هر هغه څیز ته وايي چې په مرموزه او حیرانونکي توګه یوه چاره ترسره کړي یانې کله چې وايي جادو ده مانا دا چې دا څیز اغیزناک دی، او خوشحال هم په همدغه معنی کې کارولی دی.

د شعر په تاثیر ډیرې خبرې شوي خو خوشحال چې د قوالۍ کوم زور او اثر لیدلی نو وايي  :

 

په هر بیت یې هسې رنګ شولې راپاڅي

 لکه زیږي په ډیر درد سره اطفال

د پاکستان د نامې جامې قواله عابده پروین قوالي د الله تعالی د توحید شراب طهور ګڼی :

 

( که خدای ته منظوره وه وبه شي ، یو کار که څومره هم سخت وي څه لاره خو یې وي ځکه  حضرت علي کرم الله وجه سپارښت کړی که له څومره ستونزمن کار سره هم مخامخ شوې، روان یې وساته که هر څومره لویه ستونزه وي څه ناڅه به تر لاسه کړې.هو ( که غر لوی دی پر سر یې لاره ده ) که الله تعالی راسره مرسته وکړي لویه خبره ده خو زه خپله هیڅ هم نه یم بلکې د خدای د وجود پر وړاندې زه هیڅ وجود نه لرم، ټول هنرونه  انځورګري سنګتراشي ، رقص او نور له موسیقۍ راوتلي دي نو موسیقي د احساس او نګاه یوه لطیفه او نازکه ژبه ده دا هرڅه په اواز کې وي په اواز کې اوریدل کیږي او محسوسیږي .

دا د مستانو او رندانو کمال دی، چې د الله تعالی په توحید کې مست شي په موسیقۍ ریاضت کوي، د قوالۍ پر مهال د ویونکي او اوریدونکي بیل احساسات یو مشترک احساس ګرځي او د توحید په میو مستیږي )

د هند د موسیقۍ د الو پر اړه خبرې نه کوو خو پوهیږو چې هندي الې لکه ارمونیه د هند له لارې افغانستان ته ورغلې چنګ ، شپیلۍ او یو شمیر الات اوس یا پخوا له افغانستانه ورغلي دي ، خو دا هم سمه ده چې ننګرهار او هند 

د موسیقۍ ځانګړې الې هم لري ، چې څیړلو ته یې اړتیا ده خو دا چې د هند او افغانستان ( ننګرهار )د موسیقۍ الې تر ډیره د راکړې ورکړې په نتیجه کې تبادله شوي دي. او یو تربله ګډ مشترکات لري ،ما غوښتل چې د هند او ننګرهار موسیقۍ د کمیت او کیفیت له مخه پرتله کړم ، خو اوس وایم که دا پرتله کوم ښايي یو شمیر لوستونکي مې د نیت پر اړه متردد شي نو ځکه قضاوت پر تاسو پریدم مقاله خومو ولوسته اوس د موسیقۍ دغه دوه مکتبونه چې ګډې الې او نور مشترکات لري ! ایا پرتله یې درته شونې ده که ځواب مو هو وي فکر شروع کړئ.................. مصطفی سالک

 
-
بېرته شاته