(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د آزادۍ تلاش

[08.Aug.2017 - 14:08]

د آزادۍ  تلاش    (د پښتو مشهوره سفر نامې یوه برخه)

لیک:  ميا اکبرشاه د بدرښو                                     

 ټوله  ورځ  مو  مزل  اوکړو  او د هر  چا به   دلته  دغه  جواب  وۀ  د ماسختن  مال  بغلان  ته  اورسيدو  د  دوو ورځو  مزل  مو  په  يوه  ورځ  کښې  اووهلو  ددې  اوږد  مزل  دوه  وجې  وې  يو دا چې  مونږ  غوښتۀ  چې  مونږ  د مهاجرو  قافلې  نه  مخکښې  اوځو  اوبله  دا چې  د نارين  او بغلان   تر مينځه  چې  کومه  سرائی  وه  هغې  کښې  پاتې  کېدل  ځان  د لوږې  هلا ک  کول  وو.

 بغلان  کښې  مونږ  يو سرائی  کښې  کوز  شو  ښۀ  ستړى  وو  خوزېدې  نۀ  شو  درې ډوډۍ  سرائې  کښې  پېدا  شوی   هغه  مو  واخستې  ټکړه  ټکړه مو اوخوړلې  او اودۀ شو  د جبل سراج  نه  مو دمه  نه  وه خوړلې  سحر  تيارۀ  به  راونيدو  او  ماښام  تيارۀ  به   رسيدو.

 بغلان  وړوکی  کلی  وۀ، بازار پکښې   نۀ  وۀ  د خټو  کورونه  وو خو  ډوډۍ، اګۍ  چرګوټى  پکښې  موندې  شول  مونږ  فېصله   اوکړه  چې  څو پورې  مونږ  د خپلې  قافلې حال  معلوم نۀ کړو  مخکښې  به  نۀ  ځو  مونږ  پوهېدو  چې  مهاجر به  ورو ورو  راخوزى  هغوى  په  يو  مخ دا سخت  مزل  نۀ  شو  کولی  قافله  کښې  زاړۀ  اوکمزورى   پسته  پايه  کسان  هم  شته.

دبغلان کوټوال سره پېښې:

 مونږ غرمې  پورې  اودۀ  وو  چې  راپاڅيدو  ما سل  مو  په  سر  ولاړ  وۀ وئې  وئيل  چې کوټوال  مو غواړى  مونږ  زر ځان  تيار  کړو  او خدمت  کښې  يې  حاضر شو.  افغانستان  کښې کوټوال  يوه  هستې  وى  زمونږ  د وطن  د تهانيدار  په  شان  رعب  داب  لرى . مونږ  خپلو  کښې فېصله  اوکړه  چې  يو کس  به  خبرې  کوى  نو به   وائى  چې  مونږ  په  فارسۍ  نۀ  پوهېږو. زۀ  يې د دې  دپاره  خوښ  کړم. د جولا ۍ  د مياشت  اخرى  ورځې  وې  د اوبو ببوزی  چورليدلو، کوټوال  په  قالين  ناست  وو  چار چاپېره  ماسلان  ولاړ  وو  زمونږ  د اُميد نه  بر خلاف  يې  مونږ  په  قالين کښينولو  او د راهدرۍ  مطالبه  يې  اوکړه. 

 ما وړاندې  ذکر کړی  دی  چې  څرنګ  مونږ  ته  حکومت  په  نيملا  کښې   رعيت  نامې  راکړې  وې،  مونږ سره  وې  چې  اموښودلې  نو کوټوال  په  لاس  کښې  اړولې  راوړولې اووئيل  به  يې. "عجب  پاسپورټ  است هيڅ نديد ام. " "عجيبه  راهدارى  ده  هيڅ  کله  مې   نۀ  ده  ليدلې"

 يو  اړخ  ته  ورسره  مرزا ناست  وۀ  هغۀ  ته  يې  ورکړې، مرزا کتلې  راکتلې  په  خپله  يې هيڅ  نۀ  وئې  مونږ  هم   غلى وو  او د مرزا  لاسو ته  مو  کتل، زړونه  مو رپېدل   چې  اخر  راګېر شو ،مرزا د رعيت نامې  هر يو ټکی   کتلو  چې  دې  کښې  اووې.  " اين  يکش دستخط ندارد"

دا يو  رعيت  نامه  مو لو ی  فخر  عالم  وه. لوستونکى  د دۀ  سره  تعارف  لرى  بېحده  کم  عقل وۀ  خلۀ  يې  پرانسته   من...... من......مهماندار....... جبل  سراج..........

 مونږ حېران  وو  چې  د خلې  به  څۀ  دوړوى  او  موسو  خاولو  نو خلۀ  يې  بنده  شوه. 

بګو ! بګو کوټوال  ورته  بيا  بيا  وئيل.. 

 زۀ يې  زر  تر منيځه شوم  صاحب  اين  کسى  فارسى نمى  داند او  بيا مې  مو لوی  فخر عالم  ته  مخ  واړولو او په  روڼ  تندى  مې  ورنه  پوښتنه  اوکړه  چې  اپ  صاحب  کيا بک  رهى تهى..  د خلې  نه  د څۀ  دوړول..  مولوى  په  جواب  کښې  څۀ  اوتې  بوتې  اوويشتلې  او  ما  کوټوال   ته  څۀ  د تشريح  کولو  کوشش کولو  چې  په  دې  کښې  سکندر  شاه  ببوزى  ته  اشاره  اوکړه  او  ماته  يې  اووې  او دا څومره  هوښيار خلق  دی   څرنګ  په  هنر  په  اوبو باندې  ببوزی چلوى. 

 "اين  دګر چې ميخواهد. " دا بل  څۀ  غواړى. کوټوال  په  غصه  شو. زۀ  د سکندر  شاه  په  مطلب  پوهه  شوم  ما کوټوال   ته  اووې  صاحب   دا زما  ملګری  حېران  دی  چې  په  څومره ښۀ  طريقه  په  اوبو ببوزى چورلېږى. کوټوال  اوخندېدۀ ..پوښتنه  يې  اوکړه  ستاسو  وطن  کښې داسې   ببوزی  نشته.  نه  صاحب  داسې  ببوزی  زمونږ  وطن  کښې  چرته  دی  ما جواب  ورکړۀ. کوټوال  د راهدارۍ  خبره  پورېښوده   او  زمونږ  د وطن  د حالت  پوښتنې  يې  شروع  کړې. مونږ  خپله  سپکه  او د افغانستان  درنه  شروع  کړه  او د سخى  سرور صاحب  د زيارت  تعريف مو  اوکړۀ او ومو وې  چې  مونږ  د وطن  نه  صرف  د زيارت  دپاره  راغلى  وو.

 زمونږ  نصيب  ښۀ  وۀ  چې  حاکم  بې تعليمه  وۀ  او  رعيت  نامې  يې  چرې  نۀ  وې  ليدلې او مرزا  هم  نيم  تعليم  يافته  ښکارېدۀ.  په  دې لار د بل   وطن  خلق  ډېر کم  ځى  راځى  او ځکه  زمونږ   رعيت  نامو  دوي  حېران  کړل. حاکم  شريف  وۀ  زمونږ  سره   يې  بدسلوکى  اونۀ کړه.  

سياه ګرد:  د مزار شريف   نه  مونږ  په  نهمه  ورځ  سحر  روان  شو  لاره  اوچ  ريګستان  دی  او ټوله  ورځ  مو  مزل  اوکړو اخر د يو  پخوانى  ښار  چې  نوم   يې  سياه  ګرد وۀ  کنډراتو  ته اورسيدو، تقريباً  دوه  درې  ميله  اوږد  او  دوه  درې  ميله  پلنه  رقبه  کښې  به  دا کنډرات پراتۀ  وى  اوس  پکښې  څلور  شپږ کوره  نو واردو  د پخوانۍ  ملبې  نه  آباد  کړى  دى. کنډرات  د پخو  خښتو  دى   نۀ  ده  معلومه  چې  دا ښار  د کومې   زمانې  دی .  ځائی  په ځای  يو نيم  ډاټ  پکښې  اوسه  پورې  ولاړ  دی  دا هم  نۀ  ده  معلومه  چې  دا  ښار  د چا د لاسه  وران  شو ی  دی . د ښار دننه  او بهر  د ولو نخښې  دى  ښکارېږى   چې  پخوا  دا  اوچه مېره  چې  اوس  پکښې  خراړې   د تندې  نه  مرى  يو  شين  شاداب  وطن  وۀ، د سياګرد  نه وړاندې  داسې  نخښې   موجودې  دى  لکه  چې  دې  ځائی  کښې  يو  زمانه  کښې  لوئې  لوئې ولې  وې.  تاريخ  ښئې  چې  يو  وخت  د بلخ  دوه  څلورو لکهو نه  زياته  آبادى  هم  وه د سنسکرت  کتابونه  يې  ښئى  چې  د بلخ   د  دريائی  آمو  په  غاړه  د ترمذ  با لمقابل   آباد وۀ.د سياه ګرد  نه  به  دريائی  امو  پنځۀ  ويشت  ميله  فاصله  باندې  پروت  وى. د سياه  ګرد او درياب  تر  مينځه  چټ  ريګستان  دی  شايد  چې  د  دريائی  آمو غاړه  هغه  زمانه  کښې د سياه ګرد سره  وه  او ورو ورو  درياب  خپل  ځائی  پرېښې  دی  او  اصل  کښې   دا کنډرات د ارياؤ  د زمانې  بلخ  دی    رګ ويد د هندوانو  مقدس  کتاب  کښې  د بلخ  ذکر  شوی  دی. 

يو سوال  پېدا کيدی  شى  چې  د سنسکرت  زمانې  نه  تر اوسه  څرنګ کنډرات پاتې کېدې  شى خو دا هم  ممکن  ده  چې  د سنسکرت  د زمانې  بلخ  د سنسکرت  په  زمانه کښې  نۀ  وى   وران  شوی  او روستو  زمانه کښې   هم  قائم  پاتې  شوی وى.

مونږ ماسختن  د سياه ګرد  پړاو ته  اورسېدو  دومره ستړی  وم  چې  پښې  مې  نۀ شوې اوږدولې  سمسلاستم  پښې  مې  دېوال  ته  اوچتې  اړم  کړې  شا مې  په زمکه  لاندې او پښې  مې  دېوال  سره اوچتې  ولاړې  اودۀ  شوم. سحر وختى  د پښې  نه  چا راکښم  پاڅېدم. پښې  مې  هغه  شان  دېوال  ته اړمې  ولاړې  وې. ښه  دمه  وم  تر و تازه  وم  لکه  چې  هډو  مزل مې کړی  نۀ  وى. په  سفر  کښې  زمونږ  تجربه  شوې  وه  چې  ستړى  به  شو نو د شپې  به دغسې   يعنې  پښې  پورته  اودۀ  شو سحر  به  دمه  راپاڅيدو.  سحر  بيا  مخکښې   روان  شو هغسې  خړې  شګې وې .د اوبو  نخښه  نۀ  وه  محمد اکبر  خان  سره  شپېلۍ  وه  هغۀ  به کله کله  وهله  ګنى  دغه  ريګ  کښې  د لارې  پته  نۀ لګېده  او  ډېرو  لاره  خطا  کړې  وه  خو  محمد اکبر داسې مشر نۀ  وۀ  چې  هغه  به  څوک  تر خپله  وسه  پرېښى  وو د هغۀ شپېلۍ  د لارې  نخښه  وه  هر څوک  به  د هغۀ په  اواز  پسې  تلل  چې  څومره  مونږ  درياب  ته   نزدی کيدو  دومره  شګې  زياتېدې ،مازيګر  د امو غاړې  ته  اورسيدو .د افغانستان  د بندر افسر په  يوه  جونګړه  کښې  ناست  وۀ. په  دغه  وخت  خو  مونږ  ته  هسې  بد ښکاره  شو  خو  مونږ ډېر خفه  شو چې  سحر  نمر اوختو او د دې  غاړې نه  مو  د ترمذ  د چاوڼۍ  شان  اوليدۀ د ګرجو اوچتو منارو حال  وئيلو چې              بــبــين   تفاوت   راه  از کجا ست  تا به  کجا

 

اوس  مونږ سويټ  يونين  کښې  داخېليږو  ــ  مونږ ته  فوځى سلامى کېږى

مونږ  ته  معلومه  شوه  چې  فوج  د سرائې  نه  بهر  ولاړ  دی  او  چې  مونږ  تېرېږو  نو په  فوجى طريقه  به  مونږ  ته  سلامى  کوى. د جبل  سراج  قواعد  په کار شو، غلام احمد او ګوهر رحمن  فوجى  رعب  داب  ښئيل   شروع  کړو. مونږ  يې  څلور  څلور په  قطار  کښې  کړو او د مارچ  (روان شئ)  حکم  يې  اوکړو. چې  د سرائې   نه  بهر  کيدو  نو  کمشنر  زمونږ مخکښې  روان  شو. د سرائې  نه  بهر  د بين  باجو  يوه   کمپنى  د سړک  په  غاړه  ولاړه  وه  چې مونږ  تېريدو  نو  زمونږ  نه  مخکښې روانه  شوه مونږ  هغوى  ته  هم  کتل  او خپل ځان  ته  مو هم  کتل  مونږ  اکثريت  پښې  ابلې  وو. پښې  رژيدلى، قميصونه  شليدلى وو. زمونږ  د اکثرو سره  دغه سامان وو چې په  بدن  مو وۀ، شلېدلی  قميص او  شلېدلی  پرتوګ .زما  په  يوه  پښه بې  تسمې  زوړ  بوټ  او په  بله  پښه   ښپې  ابله  وم  او په   سر  مې  توره  د ګډورى  د څرمې ټوپۍ،څوک  په  سر سر تور او پښو پښې  ابله  وو.  خو  بېنډ په  جوش  وهلی  شو او مونږ ورپسې  د توتانو  کوتکى  په  اوږه  په  فوجى  قدم  روان  وو .اوزبک  او ترکمان  زمونږ  په تماشه  وو  او رانه  چار چاپېره  روان  وو. چې  چهاوڼۍ  ته  اورسيدو. د چهاوڼۍ  دېوال  د بهر نه  کافى  فوج  د سړک  په  دواړو غاړه  ولاړ وو. مونږ  ته  يې  فوجى  سلامى  اوکړه  مونږ  هم د کوتکو نه  د ټوپکو  کار واخستو ،په  تلو تلو کښې  مو ورته  ګس  اړخ  (Eyes Left) اوکتل. د سپاهيانو  جامه  ښۀ  وه  لوئې  لوئې  تر ګوډو  بوټان  يې  وو. وړوکی  کوټ  او  برجس  يې اغوستى  وو په سرونو يې  بالشويکى  فوجى  ټوپۍ  وې  په  ټوله  لاره  زاړۀ  واړۀ، جينکو ،هلکان، ښځې، نر  زمونږ  په  تماشه  وو.

د کمشنر  انقلابى  تقرير

لږ ساعت کښې د چهاوڼۍ   دننه  يو لوی  مېدان  ته  اورسيدو  په  فوجى  ترتيب  کښې  اودريدو او راپسې  د ترمذ فوج  ټوپکې  په  لاس  په  اوږدو  قطارونو  کښې اودريدو. مخامخ  يې  يو  مېز  کېښود ،د مېز  د پاسه  کمشنر  ور اوختو  درې  سپاهيانو  مېز  اونيولو کمشنر تقرير  شروع  کړو. تقرير څۀ  وۀ  سم  جنګ  وۀ  لاس  او پښې  يې  وهلې، لاسونه  به  يې داسې  خوزول  چې  کۀ  نزدی  څوک  وی  نو ضرور  به  لګيدلی  وۀ، مېز  دومره  خوزيدو  کۀ سپاهىانو  نۀ  وی  نيولی  نو  کمشنر صاحب  به  ضرور  لاندې  پروت  وی. تقرير  په  روسۍ ژبه  کښې  وۀ. مونږ  پرې  هېڅ  پوهه  نۀ  شو. تاتار يې په  فارسۍ  کښې  ترجمه  اوکړه  مونږ يې  ستائيلى  وو او د انګرېز  يې  مخالفت  کړی  وۀ.

سبحان الله خلفائی  راشدين  کا  زمانه  هی 

د تقرير  ختميدو نه  پس  بېنډ  ښه  په  جوش کښې اوغږيدو  اخر کښې  د چهاوڼۍ د لوئی  لوئی افسرانو زمونږ  سره  تعارف  اوکړی  شو. د تعارف  په  وخت  کښې   يو  اهم  سول افسر راروسېدو  ټولو يې  ډېر عزت  اوکړو  لوی  سړی  وۀ  خو  جامې  يې  د کمشنر  صاحب نه  هم  عجيبه  وی .د څرمنې  غوندې  غوڼد  ټاکۍ  يې  پرې  کړی  وې  او په  رينه  يې سورۍ کړې وې.  دوه  بټنې  يې  په  قميص  لګيدلې  وې .د پتلون  شا ته  د کوناټو د پاسه  يې  ټاکۍ لګيدلې وې. قميص  يې  د خړزين  وۀ. بټن  ىې  عجيبه   وه  په  مهاجرو  د دې  خلقو  د کسر نفسۍ  او غريب  طبيعتۍ  ډېر اثر  شوی  وۀ  خو  چې  افسر يې  اوليدلو او د هغۀ  د ټاکو  ډک پتلون يې  اوکتلو نو  کڼ  کڼ  يې  شروع  کړل. حاجى  شهاب الدين  بى اختېاره  په  لږ اوچت اواز  اووې  سبحان  الله خلفائی راشيدين  کا  زمانه  هی.

د دې  نه  روستو يې  مونږ  يو  فوجى  بارک  ته  بوتلو. سل  کټونه  پکښې  اچولى شوى  وو. پنځوس  يو  پلو  او پنځوس  بل  پلو  ته   ښۀ  فراخ   ځائی  وۀ  او  مونږ  خوشحاله پراتۀ  وو  بيا زمونږ  نه  پوښتنه  اوشوه  چې  ډوډۍ  به  زمونږ  د لاس  تياره  خورئ   او کۀ  په خپله  خوښه  به  د ځان  دپاره  په  خپله  پخوئ. د تجويز  اخرى  حصه  زمونږ  خوښه  شوه  لږ ساعت  کښې  په  لمه ور ترکى  ګډ  او  وريژې  او پنځلس  شپاړس  پونډه  ډبل  روټۍ   يوه ريړه  کښې  مونږ  ته  راورسولې  شوې.

د ډوډۍ خوړلو نه  وروستو  سمدستى  د چهاوڼۍ   افسران  بيا  راغلۀ  دوه  جينکۍ  سره  د خاوندانو هم  په  دې  جرګه  کښې  وې،  جينکو  سرونه  د هلکانو  په  ډول  قينچى  کړى وو د راتلو سره ګپ  شپ   شروع  شو. د چهاوڼۍ   کمشنر  مونږ  مخاطب  کړو  چې  دا ملګری تاسو ته ستړى  مشى  وئيلو دپاره دلته  راغلی دی. د دې  مختصر خبرو نه  روستو  ځان  ځان  ته خبرې  شروع  شوې  خو  په  ټولو  خبرو کښې  دواړه  ښځې  د دلچسپۍ   مرکز وې.  ښځو  به  کله  ترجمان  يو مهاجر  پلو راښکلو او کله  به  يې  بل  پلو او  دا کوښښ  به  يې  کولو  چې ستړى  او غمزده  مسافر خوشحاله  شى. د شيخوپورې (سابق  پنجاب)  يو  فېروز نومی  کم عمر  هلک  وۀ  ښۀ  پې  مخی  وۀ، ږيره  بريت   يې  لا نۀ  وو  راغلى  يوې  جينۍ   د ترجمان  په ذريعه  ورته  اووې  چې  تۀ  ښائسته  ئې. زۀ  په  تا  مئينه  شوې  يم.  فېروز  به  ترې اوتښتېدو د چا په  شا به  شو مخ  به  يې  په  لاسو  پټ   کړو. کوربانۀ  او مېلمانه  به  په  دې  خبره  ډېر اوخندېدل  د ترمذ  په  ټوله  چهاوڼۍ  دا دوه  جينکۍ   وې او دوه  نورې  وې.  (پاڅون )

-
بېرته شاته