(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاجو وفات

[03.Aug.2017 - 18:43]

د تاجو وفات

خان عبدالولي خان

د کال ۱۹۴۹, د مارچ میاشتي وړومبئ اوونۍ وه. ما له خبر راغی چې تاجو د مردان په روغنتون کې مړه شوله ـ دوه برغوني زامن یې شوې وو, یو دې سره مړ شو او بل ترېنه پاتې شولو ـ داسې مالومېدۀ چې کابو دا ټول زندان او زما ملګرې د هغې د مرګ نه خبر وو ـ ولې چې هغه په څوارلسم فرورۍ مړه وه. ملاقاتيانو او چالانونو والا سره یو بل خبر کړی وو. خو! ما تۀ چا نۀ وئیل؛ حقېقت دا دی چې که هر څومره تکلیف په ما ځاني راغلی ؤ. جېل هم د پېرنګي د وخت هغه نا! رښتیا جېل ؤ, بهر هم زما ټول جائیداد حکومت نیولی ؤ, کور یې راله تالا کړی ؤ, بچې یې راله خیر ته کښېنولې وو. خو! زما زړۀ ډاډه ؤ. ولې چې تاجو کور وه نو دا مې تسله وه چې هغه د داسې سړي کور ښځه ده, ځان او دا خپل بچې څۀ چې ما بۀ هم په جېل کې ساتي. ځکه چې کله به یې خط راغی (چا به په غلا راوړو) نو دومره د ډاډ او تسلئ به ؤ چې دا تکلیف او مصیبت به سړي ته هسې د ټوقو وشتو ښکارېدو. زۀ په دې هم خبر وم چې کله زما د جائیداد د ضبطئ حکم قیوم خان وکړو نو د جائیداد د قبضه کولو په سلسله کې د کور د سامان د ضبطئ حکم هم وشو چې پولیس راغلل ـ د کور سامان یې ټول کړو, هر څه یې جارو کړل نو د افسر صاحب فکر یوې ځانګو ته شو. حکم یې وکړو چې دا ځانګو هم لارئ ته وخېژوئ ـ چا ورته ووئیل چې ماشوم دی پکښې!

زما لور پروېن به دغه وخت د کال وه, هغه یې ترېنه ښکته ګوزار کړله او ځانګو یې یوړله.

کور تش دېوالونه پاتې شو. دې پسې مور او ورورڼه راغلل؛ وئیل راځه زموږ کره. وړومبی خو یواځي وې په دې خوشی مېره کې؛ اوس خو! دې کور هم تش تور پاتې شو.

دې ورته په ځواب کې وئیل؛ چې' همدلته به ناسته یم, زۀ د دښمنانو زړونه په ولي خان نۀ خوشالوم. چې وائي به "کور مو ورله وران کړو", هغه د جېل په تورو تنبو دننه په ځمکه خوب کولی شم نو زۀ او زما بچې به همدلته په ځمکه پراته یو. خو! دېره ورله نۀ شاړوم او نه تښتم.

فکر به مې کولو چې نن خو هغه هم د مرګ سپېرې څپېړې یوړله نو زما خو بیا هم خیر دی, دا بچې به څه کوې؟

خیر لنډ ورپسې حکم راغلی. زۀ د یوې میاشتې په پېرول سره د جهانزېب (زما د ترور زوی او د تاجو کشری ورور دی) دواړه رزړو ته راغلو. شاهي باغ خو وران شوی څه چې؛ تالا شوی ؤ, زما بچې د تاجو مور او زما د ترور سره په رزړو کې وو. ما بې بې ته خواست وکړو. ما وئیل که ته نه خفه کېږي نو زۀ به تاجو شاهي باغ ته یوسم. چنانچې موږ د هغې بکس د رزړو نه واخست او شاهي باغ ته مو یوړو ـ چې بکس مو وړلو نو د تاجو د واده بنارسۍ پرې پرته وه یا هغه ورځ وه چې هم په دې بنارسۍ موږه ناوې تاجو په دې خوشالو او هیلو شاهي باغ ته راوستي وه چې دا کور شتۀ او ښائیسته شي او یا نن دا ورځ ده چې هم د هغې تاجو کالبوت په هغه بنارسۍ کې نغښتې د تالا ترغه او سوي لوغړن شاهي باغ خاورو ته ښکته کوو. موږ خو د عمر د تړون لوظ کړی ؤ چې مزی داسې په لنډه راوشلېد راپسې ---------- لکه څنګه چې زما دغې کور میلمنې میرمنې زۀ د ژوند په خوند او رنګ پوهه کړی وم, داسې یې د مرګ سپېرې څپېړې د ژوند په حقیقت پوهه کړم ـ هلته خبر شوم چې د بابړې د جلسې په ورځ دا هلته وه. په هغه قتل عام کې موجوده وه. دا هم پکښې وئیلې شو چې په یو مرمۍ دا هم لګیدلې وه ـ خو معمولي ـ وائي د دوئ د سر لوپټه هم د ټپیانو د پرهرونو پټئ شوې وه. لکه د لېونو به یې د یو ټپي او مړي نه بل له، د بل نه بل له منډې وهلې. مور یې وئیل چې د دغې پېښې نه پس به دا ډېره زهیره وه؛ لکه چې زړه یې د نړۍ نه موړ وي.

زما د بچو خو بل درک نه لګېده - همدغه یې د نیا او د ماماګانو کور و او هم هغه د هغوي کور شو ـ شاهي باغ رښتیا چې وران

شو ......

(باچا خان او خدائي خدمت ګاري)

 
-
بېرته شاته