(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو دردونکى حالات او پښتانۀ

[20.Jul.2017 - 14:30]

د پښتو دردونکى حالات او پښتانۀ

لیک: اسلام الدين حقانى

 (مونږ  دلته  په  پاکستان کښې  د پښتو  بده  ورځ  ژاړو  خو د  کوئټې  نه خوريدونکې  د پښتو "ورځپاڼه  ځلاند" دوئم اپرېل 2016ء کښې  د ښاغلى  اسلام الدين حقانى  يو  ليک  چاپ  شوی   دی  چې  په  افغانستان  کښې  د پښتو  ژبې څۀ حېثيت  دی .د موضوع  د اهميت  له  خاطره  مونږ  دغه  ليک  د "ځلاند اخبار" په  شکريه  د "پاڅون" د لُستونکو  دپاره  په  دې  ګڼه  کښې  بې  تبصرې  چاپ  کوؤ مننه) . (اداره)

 ځينو وېب پاڼو  او ټولنيزو شبکو د ملى  امنيت  ( خدمات  صحى )  له  خوا داسې  يو مکتوب ( خط ) خپور کړی دی  چې ګويا  له  درى  (پارسۍ)  پرته  په  نورو ژبو مکتوب  نۀ  منى. هغه  کۀ  برېښنا ليک   اى  امېل  وى  فېکس  او  يا  بل  څۀ.؟

حېران  دې  ته  يو  چې  ملى  امنيت  خو  د يو  هېواد (ملک) د ملا  د تير حېثيت  لرى د هغو  له  خوا  داسې  يو کار کول  ډېر د تعجب   وړ  عمل  دی . مونږ  دا  خبره د تعصب  په  بنا نۀ  کوؤ  ځکه  چې  دا  زمونږ  مسلم ( منل  شوی) حق  دی  بايد  (په کار ده) چې  دواړو  ژبو  (پښتو اودرى)  ته په  ټولو  دولتى  سرکارى  او غېر  دولتى ادارو کښې  برابر  حق  ورکړل  شى. پښتو او درى  (پارسى)  د ګران  هېواد افغانستان رسمى  ژبې  دى  مونږ  دواړو  ژبو  ته  په  احترام  قائل  يو.

 خو ځنې کړۍ  ډېر کوشش کوى  چې  تعصب  ته  لمن  ووهى  او  په  ګران  ټاټوبى  کښې  يو ځل  بيا  د پښتو  او درى  قيصې  شروع  کړى .خو  دا  چې  رسمى مکتوبونه  (خطونه ) ليکل  کېږى  او  بيا  خپريږى  ډېر  د تاسف  (افسوس) ځائی دی . له  اړوند (متعلقه) ادارو څخه  هيله  لرو  چې   د دې  کار  مخ  نيوی  اوکړى او د يوې  اعلاميې  ( اعلان ) په  خپرولو  (جارى) کولو  سره  هغه  مکتوب  رد  کړى.

په  دې  اړه (په  دې  حقله) نۀ  پښتنو مشرانو کوم  غبرګون  (ردعمل)  وښود  چې  د دولت  (حکومت)  په  لوړو  کرسو  ناست  دى  او  نۀ  پښتون  اولس  څۀ  اووئيل  د پښتنو  د دې  خاموشۍ  په  اړه  مې  يوه  قيصه  په  زړۀ  شوه.

 (وائى چې)  پخوا  زمانه  کښې  يو  باچا  وۀ  چې  ډېر هوښيار او عادل  انسان  وۀ خپل  اولس  ترېنه  خوشحاله  وۀ. باچا به  همېش  د خپل  اولس  په  فکر  کښې  وۀ چې  دا  اولس څنګه  راويښ  کړى. د وخت  په  تېريدو  يې  خپل  اولس  مطالعه  کړو. چې  په   دې  اولس  کښې  څومره  پوهه  غېرت  مند  او  مېړنى  خلق  شته .تر مطالعې  وروستو يې  د خپلو  وزيرانو  سره  مشوره  وکړه  چې   زمونږ  اولس کښې  څۀ نشته  په  دې  باندې  حساب  مۀ  کوئ  دا  د تورې  او مېړانې  خلق  نۀ  دى .وزيرانو يې  ورته  ووئيل  چې  باچا صاحب هم  دې  اولس  تاسو  دې  مقام  ته ورسولئ. ډېر خلق  وو  په  ټولو کښې  يې  تاسو  د دې  باچا هۍ وړ  وګڼلئ  او تاسو  يې  انتخاب کړئ  اوس  يې  تاسو بد  واياست  (واېئ) باچا  ورته  ووئيل  چې  زۀ  د خپلې  تجربې  له  مخې  درته  وايم  کۀ  يې  نۀ  منئ  ازمېښت  پرې  وکړئ. وزيرانو  ورسره  ومنله باچا وې  ورشئ  په  دې  اولس  د يوې  ورځې  د پاره   اوبۀ  بندې  کړئ  کۀ  چرې  دې اولس  په  دې  يوه  ورځ  بغاوت  وکړو  او  د خپل   حق  غوښتنه  يې  وکړه  نو  پوهه شئ  چې  په  دې  اولس  کښې  څۀ  شته  اوکۀ   خاموش  پاتې  شو  نو  بيا  هغه  زما خبره  ده. ټولو  ورسره  ومنله  .د يوې   ورځې  دپاره  اوبۀ  بندې  شوې  خو  هيچا  هم څۀ  ونۀ  وئيل .باچا  خپل  وزيران  را وغوښتل  چې  ګورئ  هغه  زما  خبره  شوه هيچا د خپل  حق  غوښتنه  ونۀ  کړه. وزيرانو  ورته  هيلې  او  بهانې  جوړولې   چې داسې  نۀ  ده  اولس  دا فکر  کوى چې  څۀ  مشکل  به  پېښ  شوی  وى  د يوې ورځې  اوبۀ  خو  دومره  خبره  نۀ  ده. 

 باچا ورته  امر (حکم )  وکړو  چې  په  دې  اولس  د  دواؤ  ورځو  دپاره  اوبۀ  بندې  کړۀ  هم  هغسې  يې  وکړل .خو  بيا  هم  چا  غږ   پورته  نۀ  کړو .په  ترتيب  سره درې  څلور  تر هفتې  پورې  خبره  ورسېده  خو  اولس  خاموش  وۀ. باچا ورته  وئيل چې  ګورئ  وزيرانو هم  هغه  زما خبره  شوه . وزيرانو  وئيل باچا  صاحب  خلقو  ذخيرې  جوړې  کړې دى  يوه  هفته  دومره  وخت  نۀ  دی  خلق  خپل  مشکل  حل کولی  شى .باچا ووئيل چې  دا  ځل  داسې  وکړئ   چې  د اوبو  ټول  نلونه  بند  کړئ .له ښار سره  لرې  يو  نل  ورته  جوړ  کړئ  او هرې  کورنۍ ته  به  په  يوه  مياشت  کښې يو  ځل  اوبۀ  ورکوئ  هم  داسې  وشول  خو  د بى  ننګه  اولس  اواز  پورته  نۀ  شو. او نۀ يې  د خپل  حق  غوښتنه  وکړه  او نۀ  د چا  له  خوا  د بغاوت  غږ  پورته  شو. باچا ورته  ووئيل  چې   دا خلق  بې  غېرته  دى. غېرت  يې  نشته  وزيرانو  ورته  ووئيل چې  داسې  نۀ  ده  د اولس  فکر  کوى  چې  کوم  لوئ  مشکل  به  پېښ  شوى  وى  نو ځکه  خاموش  پاتې  دى.

 باچا ورته  ووئيل  چې  داسې  نۀ  ده  دا ځل   داسې  وکړئ  چې  دا ځل  په  اوبو پسې  څوک  راځى  داسې  سزا  ورته  وټاکئ  چې  د دوى  ننګ  او  غېرت  يې  ونۀ منى . د وزيرانو په  مشوره  يوه  سخته  سزا  ورته  وټاکل  شوه  ( يو داسې  سزا  چې قلم  يې  د ذکر  کولو نه  عاجز  دی )  هم  داسې  وشول  خلق  راشى  په  مياشت  کښې  يو ځل .خپله  سزا  ووينى  او بيا  اوبۀ  يوسى   خو  اولس  لا هم  هغسې خاموش  وى. په  ټيټ  سر اوبۀ  وړى  خو  غږ  نۀ  کوى  او  ټاکلې  شوې  سزا  هم ورکولې  کيږى .هيچا  د بغاوت  غږ  پورته  نۀ  کړو. وزيرانو  باچا  ته  ووئيل  چې باچا صاحب  تاسو  صحيح  وئيل  په  دې  اولس  چې  څۀ   کول  وغواړئ  تحمل ( برداشت )  کولی  يې  شى . په  دوى  کښې   نۀ  د ننګ  سړى  شته  او نۀ  د خپل  حق غوښتونکى.

 خدائی تعالى  دې  نۀ  کړى  چې  د پښتون  قام  هم  دا حال  شى. يو ځل  د "اجرائيه  رياست"   له  خوا  مکتوب  صادر  (جارى)  شو  چې  مونږ  په  پښتو  مکتوب نۀ  منو  بيا  ورپسې  بله  ليکنه  وشوه  چې (زبان  انتحار  درګوګل  اضافه  شد. ګوګل  انفجار  نه  کند.) يعنې ( خود کشه  ژبه  په  ګوګل  کښې  داخله  شوه  چرته ګوګل کښې  بم  چاودونه   ونۀ  کړى ناقل ) دا دی  بيا  په  رسمى  ډول د  ملى  امنيت  د (خدمات  صحى)  له  خوا  ټولو  اړوند ارګانونو (متعلقه  ادارو) ته  مکتوب صادر شوی  دی  چې  د کال 1394 جوت  26 تم  څخه  ورستو  له  درى  (پارسى)  پرته په  نورو  ژبو  مکتوب  نۀ  منل کېږى.

 اخر تر کومه  به  دا  اولس  خاموش  وى   کوم  څوک  خو  به  پېدا  شى  چې  د دې   ژبې  پښتو  پوښتنه  وکړى.  ځنې  وروڼه  په  دې  اړه  مصروف  دى  خپلې  هلې ځلې  کوى  خو  د هغوى  ملا تړ  ډېر  کم  دی .الله تعالى  دې  دی  وروڼو  ته  توفيق ورکړى  چې  خپلې  هلې  ځلې  لا پسې  ګړندۍ   کړى.  د پښتون  قام   د وېښتابۀ  په هيله (پاڅون/مردان)

-
بېرته شاته