(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې چانس، کریم خلیلي

[16.Jul.2017 - 21:45]

د سولې چانس ورځ تر بلې له لاسه ورکوو

لیکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

د جون  میاشتې په ۲۱مه ۲۰۱۷، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ښاغلي یاماماتو، په کابل کې دملګرو ملتونو استازي د سولې او افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه داځل سپينې څرګندونې درلودلي، هغه وویل: (( افغان سوله قوي اراده غواړي، حکومت باید په دي برخه کې ډیر څه وکړي، د سولې لپاره د ګاونډیو هیوادو مرسته اړینه ده، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت نور هم مخ په خرابیدو لورته روان دي، او اداري فساد لا هم لویه ننګونه ده))

 

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې اغلې میشل سیسون وویل: (( مریکا د افغانستان د حالاتو سیاسي او پوځي ارزونه کوي)

په  همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې اغلې ملیحې وویل : (( سیاسي او پوځي هڅې يو وخت کې کار نه ورکوي، په کار ده چې یا خو د سولې او یا هم د جګړې تګلاره مخکې یوړل شي)).

 

اغلې ملیحې د  پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف  هغه خبره  تکرار کړه چې کال وړاندي  یې کړي وه: (( سوله او یا جګړه، یوه لاره غوره کول افغان حکومت ته په کار ده)).

په ورته وخت کې (۲۱ جون ۲۰۱۷)  د امریکا د ګانګرس ۴ غړو  ( روبین ګالیګو، ټیډ لیو، جان کونیر او جیمې پانیتا) مطبوعاتي ناسته وکړه او دفاع وزیر  مټیس جیمز ته یې لیک استولی، هغوی افغانستان ته د امریکایې پوځیانو له استولو سره مخالفت ښودلی، او د جګړې د ختمولو لاره یې سیاسي حل او خبرې  وبللي، دوی د امریکا – افغان نوي تګلاري  ۶ میاشتني ځنډ په اړه هم د ټرمپ له ادارې څخه سپیناوی غوښتی دی، ویلي یې دي چې موږ ( امریکایان)  په افغانستان کې ګټونکي نه یو.

 

“Secretary Mattis is right – we definitely aren’t winning in Afghanistan.  And it’s completely unacceptable that 6 months into the new administration, President Trump and his advisors still can’t agree on a strategy,” said Rep. Ruben Gallego, a member of the House Armed Services Committee and a Marine Corps combat veteran

 

په تیره فیبروري میاشت کې په افغانستان کې د امریکایې قواوو مشر نیکولسن ویلي وو چې د افغانستان جګړه بن بست حالت کي ده، او کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.

 

بل لور بیا د امریکا استخباراتي ادارې راپور ورکوي چې ددوی اټکل کوي چې په ۲۰۱۸ کې به د افغانستان حالت ډیر خراب شي.

ناتاید شوې راپورونه دادي چې امریکا غواړي داځل د داعش سره د جګړې په پلمه افغانستان ته نور پوځیان راولیږي، تر څو په سېمه کې جګړه دوام پیداکړي.

 

لومړی ځل دی چې چین هیواد په ښکاره ډول افغانستان ته د امریکایې عسکرو په  لیږلو خپله انديښنه د رسنیو د لاري ښکاره کړه، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي  ( ۱۴ جون ۲۰۱۷) چې افغانستان ته د نورو امریکایې عسکرو لیږل به د افغانستان  ستونزه حل نه؛ بلکې ستونزه به لا زیاته او د سولې لپاره به خنډ وي، او د نورو عسکرو لیږل د سيمې د انديښنې وړ ګرځي.

 

د ناټو وروستنۍ غونډه ( ۲۹ جون ۲۰۱۷) په بروکسل کې وشوه،  افغان حکومت او امریکا تمه درلودله چې په یاده غونډه کې به د ناټو غړي هیوادونه افغانستان ته د خپلو اضافي پوځیانو شمیر معلوم کړي.

 

په یاده غونډه کې نه خو امریکا افغانستان ته د اضافي پوځیانو د تګ اعلان وکړ، او نه هم د ناټو نورو هیوادونو د امریکا او افغان حکومت دا غوښتنه  چې افغانستان ته د خپلو پوځیانو شمیر اعلان کړي، ومنله، یواځي بریتانیې اعلان وکړ چې د افغان  پوځیانو د روزنې لپاره به د ۱۰۰ شاوخوا کې بریتانوي پوځیان افغانستان لیږي.

 

په غونډه کې د ناټو مشر او غړو امریکا ته په ښکاره وویل، دوی غواړي چې د افغان جګړې اړوند د امریکا تګلاره او موخې ورته روښانه کړي. غونډه کې د امریکا او افغان حکومت د تمې وړ لاسته راوړنې نه وي، او غونډه کې د پینټاګون او ناټو د مشر  نظریاتو یو له بل سره توپير درلود.

 

په افغانستان کې د امریکا او سیميېزو هیوادونو موخې

که څه هم ویل کیږي چې د امریکا اړیکې له پاکستان سره ترینګلي دي، ولي تر څو چې  امریکا یې عسکر په افغانستان کې وي، او یا خو نور عسکر دلته رالیږي، امریکا به مجبوره وي چې له پاکستان سره اړیکې ورغوي، ځکه د خپلو پوځیانو اکمالات او تجهیز به د پاکستان د لاري څخه کوي، ځکه د منځنۍ اسیا د لارې څخه روسانو ورته ستونزې جوړې کړي.

 

دا ډول که امریکا غواړي په ایران باندي اقتصادي بندیزونه دوام پيدکړي، بیا هم اړ دي چې له پاکستان سره اړيکې ښې کړي، ځکه پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري.

 

که د پاکستان  سره د امریکا اړیکې ترینګلې پاتې شي، نو بیا به پاکستان په سېمه کې د روسیې او ایران ګټې خوندي او له چین سره خو وار له مخه ټینګې اړیکې لري، او خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره به یاد هیوادونه په ګډه هڅه وکړي چې په امریکا د فشار لپاره  په افغانستان کې امنیتي حالت خپلو موخو ته د رسیدو په منظور وکاروي.

 

امریکا چې له چین سره اقتصادي راکړه ورکړه لري، او په لویه پېمانه سوداګري ورسره لري، که د هند سره امریکا ډیر مخکې ځي، نو چین او پاکستان دواړه هیوادونه به د امریکا  ددغه ډول تګلارې مخالفت کوي، او د مخالفت لپاره یادو هیوادونو لپاره بیا هم ښه ځای افغانستان دی، چې همدلته له امریکا او هند سره خپلې دښمنۍ وپالي.

 

سعودي عربستان چې په منځنۍ ختیځ او افغانستان کې د ایران له نفوذ څخه انديښنه لري، غواړي چې د ایران د مذهبي،  کلتوري او اقتصادي ودې د پرمختګ مخه ونیسي، اوس چې د سعودي عربستان اړیکې له قطر هیواد سره هم خراب لورته ولاړي، قطر هیواد به له ایران سره ښې اړیکې مجبوراً جوړوي،  سعودي  ته  په ایران باندی د فشار لپاره په سېمه کې یواځیني پاتې دوه هیوادونه پاکستان او افغانستان کيدای شي.

 

داچې پاکستان پوخ سیاست لري، د سعودي د ګټو لپاره د خپل هیواد ګټې په خطر کې نه غورځوي، ددې پر خلاف افغان سیاستوال لږ سیاسې پوهاوی لري،  او ډیر ژر احساساتي پریکړي کوي، سعودي عربستان به وغواړي چې په افغانستان کې  ایران ضد ډلې تقویه او په ایران باندي د فشار لپاره ځینې ډلې وکاروي، بل خوا ځینې ډلې ټپلې له ډیر پخوا له ایران سره د مذهبي شراکت له مخې دلته د ایران د ګټو لپاره کار کوي، له همدې امله ده چې په افغانستان کې به د ایران او سعودي عربستان د ګټو لپاره جګړې پېل او تاوتریخوالي ته به لا زیاته زمینه برابره شي.

 

د روژې په میاشت کې د کابل ښار د اهل تشیع په مساجدو بریدونه او چاودنې  ښیې چې پټ لاسونه وجود لري، تر څو د سعودي عربستان او ایران د غوښتنو، مخو او ګټو لپاره دلته کار وکړي.

 

روسیه، چین، ایران او هند انديښنه لري چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله (داعش) مخ په قوي کیدو ده، دوی شک لري چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان او بیا د افغانستان شمال ته لیږل کیږي، دا ډول روسیه او ایران په ښکاره وایې چې د اسلامي دولت ډلې ننګه امریکا کوي، چین په دي اړه څرګندونو کې محتاط دی، هند چې د پاکستان له خوا انديښنه لري، د داعش اړوند ډیرې څرګندونې نه کوي، او که د هند او امریکا په اړیکو کې پرمختګ وشي، هند کیدای شی د داعش په وړاندي د روسیې، چین او ایران له بلاک سره یو ځای نه شي.

 

د سوداګرۍ برخه  کې د هیواد ستونزې

افغانستان  په وچه کې پروت هیواد دی، ددې لپاره چې د پاکستان د لاري د افغان تجارانو انحصار مات شي، د حامد کرزي په وخت کې د چابهار بندر  د کراچې د بندر یوه عوضي لاره او په دي برخه کې امریکا هم ورسره موافقه درلوده، د ډاکټر غني په وخت کې د چابهار بندر پرانسته وشوه، هند هم د چین او پاکستان د ګټو خلاف همدې بندر ته خوشاله وو، خو داچې یاد بندر د ایران د اوبو په سېمه کې شتون لري، او ایران چې له امریکا سره یې اړیکې په خرابیدو دي، د یاد بندر د فعاله کیدو په برخه کې  لیوالتیا نه لري.

 

افغانستان ته  بله لاره د منځنۍ اسیا له هیوادو سره سوداګریزه راکړه ورکړه  ده، په دي برخه کې ستونزه داده چې د امریکا او روسانو اړیکې ترینګلي دي، او د منځنۍ اسیا هیوادونه د روسیې د سیاسي او نظامي نفوذ په ساحه کې دي، له همدې کبله ده چې  پرته له ترکمنستان څخه د منځنۍ اسیا له نورو هیوادو سره راکړه ورکړه او د هغوی ځمکې کارول ستوزمن ښکاري.

 

هند چې له افغانستان سره پوله نه لري، د سوداګري په برخه کې د هوایې دهلیز پرانستنه وشوه (۱۹ جون ۲۰۱۷)،  او هند ته د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت  د سوداګریزو توکو لومړنۍ الوتنه (۱۹ جون ۲۰۱۷)   له کابل څخه وشوه، ولي داچې د هواء دلاري د توکو انتقال  هند او له هند څخه افغانستان ته ګرانبیه پریوځي، او بیا هم د افغانستان الوتکې د توکو د لیږد او رالیږد لپاره کارول کیږي، یوه لنډمهاله ګران بیه اقتصادي عوضي پروژه ده، ولي دوامداره او پایداره نه ده.

 

خپله له طالبانو پرته؛ له سیاسي اړیکو یې نورو ګټه پورته کړه

د سیاسی، امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه افغانستان اړ کیږي چې امریکا قانع کړي، چې په افغانستان کې د جګړیزې تګلارې پر ځای سیاسي او سولییزه تګلاره ومني، که چیرته امریکا قناعت ونه کړي، جګړه دوام پیداکړي، په هر حالت کې زیان یې تر بل هر چا افغان وګړو ته زیات رسیږي، او د سیمې هیوادونو ته په افغانستان کې د رقابت او نیابتي جګړو زمینه برابریږي.

 

ځینې څیړونکې په دي نظر دي چې افغان حکومت د امریکا هغه تګلاره چې په افغانستان کې جګړه دوام پیداکړي، پر مخ بیایې او د سولې لپاره رښتونې قدمونه – نه اخلي.

د طالبانو له سیاسي او پوځي ځواکمن کیدو حالت څخه پرته له طالب څخه؛ بل هر چا ورڅخه ګټه پورته کړه، افغان حکومت نړیوالو ته وویل چې د طالب د قوي کیدو مخه ونیسي، او له حکومت سره باید خپلې مرستې دوامداره وساتي، روسیې د طالبانو سره د سیاسي اړیکو له امله امریکا تر فشار لاندي راوستله، او ایران د طالبانو سره د سیاسي اړیکو له امله سعودي عربستان او خلیجې هیوادونه په انديښنه کې واچول.

 

دا ډول  روسیه او ایران د اسلامي دولت – خراسان اړوند هم انديښنه لري او له دي کبله یې په وروستیو وختو کې له طالبانو سره په سیاسي اړیکو کې زیات پرمختګ ولیدل شو، ښکاري چې ایران له سیاسي اړیکو ور ها خوا هم له طالبانو سره په اړیکو کې پرمختګ کوي، ولي روسان تر دې دمه پرته له سیاسي اړیکو له طالبانو سره په نورو برخو کې د بېلابېلو عواملو له امله مخکې نه دي تللي.

 

پاکستان په طالبانو  باندي د نفوذ لرلو د نوم او کارت په کارولو سره، هر وخت له امریکا او نړیوالو څخه پیسې ترلاسه کړي، هند یې بې ځایه په ویره او انديښنه کې اچولی، امریکا او نړۍ ته یې داسي بريښولي چې له پاکستان سره په اړیکو کې احتیاط وکړي، که نه وي، طالبان، په کشمیر کې جنګیدونکې ډلې او د چین یغور جنګیالي به بیا له د پاکستان له کنټرول څخه ووځي، چې د پاکستان دا دروغجنې ادعاء زیان هر وخت افغان  ولس ګاللی دی.

طالبان سیاسي اړیکو او د سیاسي اړیکو پر بناء سیاسي معاملو ته په ډیره کمه سترګه ګوري، زیاته توجه نظامي او جګړیزو اړیکو او موخو ته کوي، ولي په اوس وخت کې سیاسی اړیکې، او د سیمییزو هیوادونو سره د سیاسي اړیکو په نتیجه کې په ناټو سیاسي فشار شونی دی، کوم چې طالب په دي برخه کې وړ او مهمه لاسته راوړنه لا هم نه لري.

 

افغان حکومت هڅه وکړه چې د سیمې هیوادونو باور د حکومت مخالفو ډلو په تړاو خپل کړي، داچې په سېمه کې د امریکایې پوځیانو له شتون او د امریکا د تګلارو سره هیوادونه مخالفت لري، له همدي کبله افغان حکومت هم په دي برخه کې پاتې راغی.

 

افغان حکومت هڅه وکړه چې د سعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي، او د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو اړوند د اسلامي نړۍ د علماوو ملاتړ هم د سعودي په مټ خپل کړي، داچې پاکستان له سعودي عربستان سره ژورې او پخې اړیکې لري، او طالبان بیا په هیواد کې دننه او بهر افغان علماوو کې نفوذ لري، له همدي امله په دي برخه کې هم افغان حکومت پاتې راغی.

 

افغان حکومت  د خپلمنځي اختلافونو ښکار دی، ورځ تربلې سیاستوال ورڅخه فاصله نیسي، او ولس خو مخکې له مخکې ورڅخه فاصله نیولي ده، په  تیر کوچني اختر  ( ۲۴ جون ۲۰۱۷) کې په ارګ کې د افغان سیاستوالو نشتون دا ثابته کړه، چې ډاکټر غني لا هم نه دی توانيدلي چې د افغان سیاستوالو سره سیاسي هوکړو او معاملو ته ورسیږي.

 

او د اختر په ورځو کې په ترکیه کې د ښاغلي عطامحمد نور، استاد محمد محقق او عبدالرشید دوستم ترمنځ نوي ایتلاف به افغان حکومت نور هم په کور دننه له ستونزو سره مخ کړي.

 

فکر کیږي چې د درې ګوني ایتلاف تر شا به د ترکیې په ګډون د روسیې او ایران لاس هم وي، او د یاد ایتلاف په رامنځته کولو سره به غواړي چې امریکا پلوه افغان حکومت کمزوری او په امریکا فشار وارد کړي، تر څو په افغانستان کې د روسیې، ترکیې او ایران ګټو ته پاملرنه وکړي.

 

طالبان بیا لویه ستونزه لري، هغه افغان سیاستوال، متنفذین، قومي مشران، ولسي لوستي کسان، افغان وړې ډلې او په دولت کې دننه مهم اشخاص چې غواړي اړیکې ورسره ونیسي، ځان ورته نږدې کړي، طالبانو لا هم د پخوا په ډول خپله ډله منجمد ساتلي، او په هر چا په سختي باور کوي، چې له همدې امله د طالبانو نږدې خواخوږې هم یو ډول مایوسه ښکاري.

 

که څه هم له ۲۰۰۹ کال وروسته طالبانو په خپلو نظامي لیکو کې د ښوونځیو  او پوهنتونو محصلینو ته ځای ورکړ، د مدرسې د طالب او د ښوونځي د زده کوونکي / پوهنتون د محصل تر منځ فاصله راکمه شوه، خو د طالبانو په سیاسي او اداري جوړښت کې لا هم یاده فاصله تر سترګو کیږي.

 

بې باورې؛ لومړیتوب سولې که جګړې ته؟

د سولې په برخه کې په امریکا او افغان حکومت ډیری افغان سیاستوال، د سيمې هیوادونه ( له هند پرته) او خپله د ناټو غړي ځینې هیوادونه  بې باوره دي، په دغسي حالت کې اړتیا ده چې د سولې په برخه کې  طالبان  د افغان ولس سره په ګډه مخکښ رول ولوبوي.

 

که په اوسني حالت کې طالبان د جګړې د ختم او سولې ته د رسیدو لپاره سم سیاست ونه لوبوي، د سیمې او نړۍ د ځینو هیوادونو (هغوی چې په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو له شتون سره موافق نه دي)  سره د اړیکو پر بناء په امریکا فشار رانه وړلای شي، او په دي برخه کې افغان ولسي فشار ته زمینه برابره نه شي، کیدای شي د وخت په تیریدو یې ډیر زیان طالبانوته او په ټوله کې به یې زیان افغان ولس ته رسیږي.

 

له ایران سره د طالبانو اړیکې د موقت وخت لپاره به ددې ډلې په ګټه وي، ولي تاریخې پېښو ته په کتلو، کله هم ایران د افغان سني ډلې باوري ملګري نه شي پاتې کیدای، او د طالبانو اوږدمهاله اړیکې له ایران سره د افغانستان په ګټه هم نه شي کیدای.

 

تر دي مهاله ؛ نه افغان حکومت او نه هم طالبان د سولې اړوند کومه روښانه تګلاره لري، داسمه ده چې حکومت به خپلمنځي ستونزې لري، ولي چې طالب هم د سولې په اړه واضح تګلاره په تیرو کلونو کې چمتو نه شوای کړلای، دا نو بیا پوښتنې پيدا کوي.

 

که طالبان په جګړه ټینګار کوي، لکه چې افغان حکومت او امریکا یې کوي، همدغسي تیروتنه کوي، له حکومت، همداسي تیروتنه کوي، لکه د ډاکټرنجیب ا لله د حکومت په ورستیو کې چې حزب اسلامي وکړه.

 

۱۶ کلونه جګړه وشوه، نړۍ پوهیږي چې افغانانو د خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره له امریکا او ناټو پوځیانو سره  سخته  جګړه وکړه، د امریکا مخکېنې ولسمشر اوباماد سپینې ماڼې له پريښودلو لږ مخکې  وویل چې دوی طالبان مات نه شوای کړلای، ډیری امریکایې جنرالان خپله ماتې مني، په دغسي یو حالت کې طالبانو ته په کار ده چې په سیاسي حل باندي هم فکر وکړي، چې څه ډول کولای شي د افغان ولس سره په ګډه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره لاره پيدا او په هیواد کې د جګړې د ختم لپاره کار وشي.

 

د جګړې اوږدوالي؛ ولس په ښکېلو لورو بې باوره کوي

که جګړه اوږديږي،د جګړو شالید ته په کتلو، دواړو خواوو (طالب او حکومت) باندي د ولس باورونه هم متاثره کوي، او د جګړې د اوږدیدو له کبله ولس نهیلی کیږي، او له  ښکېلو لورو سره یې خواخوږې او مرستې  بدلون مومي.

 

اوس چې   د ننګرها ر په ځینو سېمو کې ولس د طالب او داعش تر منځ جګړو ځپلی، او په جګړو کې اسلامي او افغاني معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي، ولس په یادو دواړو ډلو باندي نیوکې لري، چې دواړه ډلې د الله اکبر تر نامه لاندي په سېمو کې جګړې کوي، او تر ډیره یې بیا هم قرباني ولسي خلک دي. د داعش او طالب تر منځ د ننګرهار د ځینو جګړو بېلګې ښيې چې جګړه نوره هم پیچلې کیږي، او د جګړې د دوام لپاره پټ لاسونه کار کوي، جګړه داسي بڼه غوره کوي چې د سولې لپاره امیدونه په اوبو لاهو کوي.

 

د ښاغلي حکمتیار له اوسني حالت څخه مثبت ګټه پورته کول په کار ده، هغوی چې فکر کوي چې  حزب اسلامي به د طالبانو او یا پخوانۍ شمال ټلوالې په ضد وکارول شي، موږ دا فکر هم کولای شو، چې حزب اسلامي کیدای شي د ښو افغان سیاستوالو په مرسته د سولې په برخه کې مثبت لورته وهڅول شي، او ددوی له شتون څخه په کور دننه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او افغان شموله نظام جوړیدو لپاره کار واخیستل شي.

 

په وروستیو وختو کې لیدل کیږي چې تر پردي شاته پټ لاسونه د سولې ضد طرحې مخکې وړي، ځوانانو ته ذهنیت ورکول کیږي، چې پرته له جګړې بله لاره پاتې نه ده، هغوی چې د سولې په اړه کار کوي، او یا د رښتونې سولې خبرې کوی، د تخریب لپاره یې ښکاره هڅې کیږي.

 

ایا امریکا رښتیا هم چې څه یې زړه غواړي هغه  کولای شي؟

ځینې افغان سیاستوال بیا دلیل راوړي چې له امریکا سره ملګرتیا  او امنیتي تړون  د افغانستان د بسیا او خودکفاء کیدو له امله دی، ولي تاریخ ته په کتلو؛ هیوادونه کله هم په جګړه کې پرمختګ نه شي کولای، او تر څو چې په افغانستان  کې بهرني پوځیان وي، جګړه به دوام پیداکوي، او د جګړي له امله به زموږ هیواد نور هم په امنیتي، اقتصادي، افغان ارزښتونو او کلتوري لحاظ کمزوری کیږي.

 

په هیواد کې د ناامني اصلي جرړي په ګوته کول په کار دي، امریکا دلته جګړه کوي، بهرني پوځیان شتون لري، افغان ولس له ځان او خاوري څخه د دفاع په موخه له بهرنیانو او د بهرنیانو په لاس جوړ حکومت سره جګړه کوي.

 

ولي یوه ډله افغانان بیا د امریکا سره ملګري او د امریکا په مرسته له خپل ولس سره په جګړه کې ښکېل دي، چې د جګړې قرباني دواړو لورو ته افغانان، ولې د افغان جګړې څخه  اقتصادي، مذهبي او د سیمې انحصاري ګټې او موخې د سيمې او نړۍ ځینې هیوادونه ترلاسه کوي.

 

همدا ډول په سېمه کې د امریکا د جګړیز سیاست له امله ایران، روسیه او چین په دفاعي حالت کې قرار لري، هغوی نه غواړي چې جګړه دي د افغانستان له خاورې څخه ددوی هیوادونو ته هم ثرایت وکړي.

 

ډیری افغان سیاستوال او په ځانګړي ډول په ښارونو کې لوستي ځوانان فکر کوي، چې امریکا په سېمه کې ځانګړي موخې لري او کوم اهداف چې لري، د عملي کولو لپاره یې امریکا لګیاه ده، او امریکا خپلو موخو ته په رسیدو کې شاته نه ځي، مګر داسي نه ده.

په اسیا کې  پروت  د امریکا لاسپوڅو د فليپین  هیواد چارواکو له امریکا سره داسي تړون کړی وو، چې د فليپین د ولس او ځوانانو څخه د ازادي غوښتلو حق هم سلب شوی وو، خو ځوانان او ولس یې د امریکا په ضد راپورته شو، او امریکا پلوه فلیپینی ولسمشر د امریکا په چورلکو کې له هیواده وتښتیدی.

 

په ایران کې امریکا پلوه شاهی نظام د ایراني ولس لخوا ونړیدی، او عملاً ګورو چې امریکا په سوریه کې خپلو موخو ته ونه رسیدله، او ناکامه شوه.

په ترکیه کې د امریکا د پلویانو ترکانو له خوا د پوځ کودتاه  (۱۵ – ۱۶ جولای۶ ۲۰۱ ) د ترک ولس لخوا ناکامه شوه،  او په ایران بندیزونه لګول د اوباما په وخت کې بیرته مشروط لیري کیدل، د وینزویلا هیواد سره د امریکا دوستي ته مجبوره کیدل، د کیوبا هیواد ته د  ولسمشر اوباما تګ  (۲۱ مارچ ۲۰۱۶)  او د هغه سره له کتنې څخه فیډل کاسټرو ډډه کول ، د شمالي کوریا لخوا امریکا ته اخطارو ورکول،  په افغانستان کې د امریکا او ناټو مقابل کې ۱۶ کاله د طالبانو او افغان ولس جګړه کول هغه څه دي، چې کله هم امریکا نه شي کولای ولسونه مات کړي.

 

افغان ځوانانو ته په کار ده  چې په افغان چارواکو، افغان سیاستوال، طالبانو او بېلابېلو سیاسي او نظامي ډلو فشار راوړي چې د هیواد د ژغورني په خاطر د خپلو ګټو څخه تیر، او افغان ځوانان د خپل ولس د مشرانو په ملاتړ هڅه وکړي چې یاد جوړښتونه مجبوره کړي چې په افغان شموله نظام توافق وکړي، که خدای مه کړه، سوله ونه شي، هیواد مو یوې بلې اوږدې جګړې ته ننوځي، چې بیا به پورته یاد شوې جوړښتونه متضرر او افغان ولس به د یوې بلې لسیزې لپاره هم د  پردیو هیوادونو د ګټو قرباني وي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

کریم خلیلي او د سولې شورا رهبري د سولې اړوند هیلې او انديښنې

نظرمحمد مطمئن: لیکوال او شناند

ډیره روښانه ده، تر څو چې  امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د وتلو مهالویش ونه مني، او طالبانو سره د رښتونې سولې بهیر ته د جګړې پر ځای ترجیح ورنه کړي، په افغانستان کې سوله نه کیږي، جګړه به دوام لري، او د جګړې د دوام په صورت کې به دافغان – امریکا د جګړې تګلاره تر ډیره وخته همداسي نامعلومه پاتې او قرباني به یې افغانان وي.

 

د ډاکټر غني اداره توانېدلي ده چې د نړیوالو نظریات طالب سره د سولې اړوند منفي لورته یوسي، بهرنیان یې په دي قانع کړي او یا  خو د بهرنیانو د خپلې جګړیزې تګلارې له امله هغوی استدلال کوي چې طالبان د افغانستان حل د جګړې د لاري غواړي او د سولې خبرو ته چمتو نه دي.

 

د جولای ۴مه ۲۰۱۷، د امریکا د ګانګرس د دفاعي کمیټې مشر جان مکین په کابل کې د خبرې ناستې پر مهال وویل چې د ځمکې پر سر تر ټولو قوي ملت (امریکایان) باید د افغانستان جګړه وګټي.

 

جان مکین داهم وویل چې موږ (امریکا) ته په کار ده چې طالبان په جګړه کې دومره وځپل شي چې هغوی د جګړې د بایللو فکر وکړي، او بیا  وروسته ورسره د سیاسي حل او خبرو جریان پېل شي.

 

زه (لیکوال) جان مکین ته وریادوم چې په معاصر تاریخ کې د ځمکې پر مخ دوه ملته ( ترک او افغان) دی چې غلامي یې نه ده کړي، او د کوم ځانګړي ملت زور او فشار ته نه دي تسلیم شوې.

 

تر دې وړاندي د ګډ حکومت مشر ډاکټر غني هم طالبانو ته اخطارونه ورکړي، او تهدید امیزه کلمات یې د طالبانو په مقابل کې کارولي دي، هغه ډیر ځله په خپلو خبرو کې طالبانو ته اعلان کړی، چې دا مو وروستی چانس دی، که د سولې مذاکراتو ته حاضر نه شي، وبه وژل شئ او له منځه به ولاړ شئ.

 

او کله کله د افغان حکومت مشران تجاهل العارف کوي، وایې چې طالبان ډیرې ډلې دي، موږ به د کومې ډلې سره د سولې خبرې وکړو، او باالاخره په ځینو دولتي مجالسو کې دا څرګندونې هم کیږي چې اوس نو داعش قوي کیږي، اړتیا نه شته چې طالبانو ته د سولې اړوند سوال او زارې وشي، باید د فشار، زور او جګړې له لارې کمزورې او سولې ته په زور سره چمتو کړلای شي.

 

د امریکا تر څارنې لاندي د جان مکین د طرحې مطابق چې افغان – پاکستان پوځیان به د ډیورنډ دواړو غاړو ته په ګډه د ترهګرې ضد پوځي عملیات کوي، افغان جګړه به نوره هم پيچلې او د یوه ځانګړې قوم ځوانان به د سولې پر ځای جګړې ته مجبوراً لا ډیر ور ټېل وهل شي.

 

د افغان سولې حکومتي بهیر له لویه سره د سولې پر بنیاد نه وو پېل شوی، بلکې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو د تسلیمۍ او افغان حکومت سره د یوځای کیدو لپاره د سولې په نوم بېلابېل جوړښتونه جوړ او تر ډیره پکې جنګسالارانو ته د معاش او مالي فساد پیداکولو سرچینې او په سولې شورا کې مصروف کیدلو خبره هم له پامه نه غورځول کیږي.

 

حضرت صبغت الله مجددي او بیا پخلاینه

د امریکا له راتګ سره سم د حضرت صبغت الله مجددي په وخت کې د بیا پخلاینې بهیر جوړښت پېل شو (۱۶ مارچ ۲۰۰۵) او بودیجه ورکول شوه، مګر د طالبانو په نوم افغان حکومتي نا مسؤلو او ځینو مسؤلو ټوپکوالو مجهول خلک له زړو وسلو سره راوستل، دولت ته د طالب په نوم تسلیمېدل او پیسې پکې حیف او میل کیدلي.

 

د حضرت صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي د طالبانو سره د قومندان دیدار په واسطه اړیکې ونیولي، تر ۶ میاشتو خبرو  وروسته طالبانو ته وویل شول چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي.

 

۹ مئ ۲۰۰۵ د خبرې ناستې پر مهال مجددې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد او د حزب اسلامي د مشر انجنیرحکمتیار په ګډون ټولو ته د بیا پخلاینې ږغ وکړ، او ویې ویل چې د سولې دروازې يې پر مخ خلاصې دي.

 

د هغه وخت ولسمشر کرزې  او د امریکایې قواوو ویاند د مجددې څرګندونې رد کړي، او خواشینې یې وښودله، د مئ ۱۱مه ۲۰۰۵ بیاځل مجددې وویل چې رسنیو یې خبرې تحریف کړي، که ملامحمد عمر مجاهد او انجنیر حکمتیار د سولې او بیا پخلاینې بهیر سره یوځای شي،  ولس به د دوی  اړوند پریکړه کوي، چې بخښي یې او که سزا ورکوي.

 

داچې حضرت صبغت الله مجددي د روحاني کورنۍ سره تړاو درلود، جهادي رهبر تیر شوی و، د مجاهدینو د مهال لومړی ولسمشر و، له همدې امله به وه چې د بیا پخلاینې بهیر لپاره د امریکا لخوا رامخکې او په ادارې فساد کې لتاړ پاتې شو.

 

داچې د حضرتانو د روحاني کورنۍ ( نقشبندیه)، پخوانی مجاهد رهبر او د افغانستان د مجاهدینو د حکومت لومړي ولسمشر مجددي په سوله کې ناغیړي وکړه، او یا خو امریکایانو سوله نه غوښتله، دغه بهیر ډیر بدنامه او له فساده ډک وو.

 

د سپټمبر ۵مه ۲۰۱۰، د سولې عالي شورا جوړه او مشر ورته له طالبانو سره پخوانی جنګیدونکي جهادي رهبر استاد برهان الدین رباني وټاکل شو، د سولې شورا غړي هم اکثریت یې له طالبانو سره پخواني جنګیدونکې جنګسالاران معرفي شول.

 

په سلګونو میلیونه ډالر د سولې عالي شورا کې حیف او مېل شول، کومه ځانګړې لاسته راوړنه یې نه درلودله، استاد رباني او دهغه ډلې (جمعیت اسلامي افغانستان) د سولې شورا له پیسو څخه ګټه پورته کوله، او ځینې مهم پخواني قومندانان هم د سولې شورا څخه د پیسو اخیستلو په مقابل کې سکوت اختیار کړی وو، او دولت ضد څرګندونې یې نه کولي. په پاکستان او ایران کې د سولې شورا د ځینو غړو خپلوانو ته هم پیسې د طالب په ادرس ورکول کیدلې.

 

استاد برهان الدین رباني او د سولې عالي شورا

۵ سپټمبر ۲۰۱۰  تر  ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۱

استاد برهان الدین رباني په وروستیو وختونو کې د طالبانو سره د سولې رښتونې هڅې پېلولي، چې هغه په خپل کور کې د طالب په نوم د یوه کس له خوا ووژل شو.

استاد برهان الدین رباني له استاد محمد زمان مزمل څخه غوښتې و چې داځل ورسره همکار شي، او د رښتونې سولې لپاره کار وکړي، هغه ورته ویلي وو چې په کابل کې له پخوانیو طالبانو ملا عبدالسلام ضعیف او مولوي وکیل احمد متوکل سره ناسته ورته جوړه کړي.

 

ځینې ناتاید شوې راپورونه داهم دي چې د لوګر په سېمه کې یې د شپې مهال په تیاره کې هم له نامعلومو کسانو سره ناسته درلودله، ولي معلومه نه ده چې د کومې ډلې او د چا په وساطت به لیدنه شوې وي.

 

استاد رباني د دي لپاره چې د جمعیت اسلامي د فساد ونډه په حکومت کې له منځه ولاړه نه شي، د امریکا لخوا د سولې عالي شورا مشر معرفي شو، د شرعي علومو د لوړې کچې عالم او استاد، د مجاهدینو رهبر او د مجاهدینو د حکومت دویېم او وروستی ولسمشر و، د تاجک توکم څخه وو، هغه هم د سولې شورا د بې مسؤلیته بودیجې په تړاو یواځي د خپل ګوند او ځان ګټې په نظر کې نیولي وي، په لومړيو وختو کې یې د سولې تر نوم لاندي د طالب په نوم د خپلو پخوانیو قومندانانو وسلوال د رسنیو په مخکې د دولت سره د یو ځای کیدونکو په ډول ښکاره کول، او په اداره کې یې پراخ مالي فساد وجود درلود.

 

استاد رباني ونه توانېدی او یا خو امریکا اجازه نه ورکوله چې د سولې اصلي بهیر ته له طالبانو او حزب اسلامي سره داخل شي، دهغه په وخت کې سولې شورا هیڅ ډول لاسته راوړنه نه درلودله، او تر مرګ وروسته یې د سولې عالي شورا ریاست د استاد برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني (۱۵ اپریل ۲۰۱۲ تر ۱ فیبروري ۲۰۰۱۵)  ته ورکول شو، د صلاح الدین په وخت کې د سولې عالي شورا ځینو غړو  په جاپان او پاریس کې د سولې په نړیوالو هغو غونډو  کې برخه درلودله چې د طالبانو او حزب اسلامي استازو هم ګډون کړی وو. وروسته د سولې د نړیوالو غونډو مخه د هغه وخت ولسمشر کرزي لخوا ونیول شوه.

 

پیر سید احمد ګیلاني او د سولې عالي شورا

۲۱ فبروري ۲۰۱۶ تر  ۲۱ جنوري ۲۰۱۷

کله چې ډاکتر غني د ګډ حکومت  مشر شو، د سولې لپاره یې ځان ژمن ګاڼه، داځل د قادریه روحاني کورنۍ (سیدانو) څخه پخوانی جهادي رهبر پیر سید احمد ګیلاني چې د مجاهدینو د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی و، ولي دغه دنده یې اشغال نه کړه، د امریکا سره د افغانستان د ناانډوله او ننګین امنیتي تړون  (سپټمبر ۳۰مه ۲۰۱۴ز . کال)څخه د ننګې له امله د امریکا په خوښه د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو.

 

پیر ګیلاني ته اجرایوي صلاحیت نه و ورکول شوی، د پیرګیلاني تر ټاکنې نږدې دوه کاله وړاندي د حزب اسلامي د مشرانو سره د افغان حکومت سره د یوځای کیدو خبرې د امریکا په خوښه د ځینو اروپایې هیوادونو لخوا روانې وي.

 

د حزب اسلامي مشر ته د حزب اسلامي ځینو مهمو غړو دا نظر ورکړی وو، چې په هر ډول وي باید کابل ته ولاړ شي، او د سولې د بهیر په جریان کې له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسیږي، همهغه وه چې د حزب اسلامي د پریکړې پر اساس د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، او ډیر بارز رول پکې د امنیت شورا د مشر ښاغلي حنیف اتمر، د ملي امنیت د مشر ښاغلي معصوم ستانکزي او د ډاکټر غني د منلي سلاکار ډاکټر اکرم خپلواک وو.

 

کریم خلیلي او د سولې عالي شورا

د پیر سید احمد ګیلاني تر مرګ ( ۲۱ جنوري ۲۰۱۷) وروسته  د کابل بهیر غونډې (  ۶ جون ۲۰۱۷) څخه یوه ورځ مخکې پخوانی جهادي رهبر، د ولسمشر کرزي د دواړو دورو دویېم مرستیال، د ډاکټر غني وخت کې د سولې عالي شورا مرستیال، دا ځل د سولې عالي شورا مشر د نړیوالو په خوښه وټاکل  او د کابل بهیر غونډه کې یې د سولې عالي شورا د مشر په توګه ګډون وکړ، د استاد خلیلي  د معرفي رسمې غونډه په ارګ کې  د جولای په ۲مه ۲۰۱۷ جوړه شوه.

 

 په تاریخې لحاظ د جرګو او مرکو دود په سېمه کې له  پښتنو سرچینه نیسي، او په پښتنو کې هم د لویې پکتیا او لوی ننګرهار خلک په جرګو او مرکو کې ښه وړتیا لري، ولي ډیر وخت لویې قومي شخړې د قومي مشرانو په وساطت د پیرانو او حضرتانو لخوا حل او فصل شوې.

 

نه خو د مخکینې ولسمشر کرزي او نه هم د ډاکتر غني په وخت کې د سولې عالي شورا مشر کوم پښتون وټاکل شو، او نه هم د یادو دواړو پښتنو ولسمشرانو لخوا د رښتونې او تلپاتې سولې برخه کې  هڅې تر سترګو شوې دي.

 

داځل د تاریخې شالید په خلاف زموږ د اهل تشیع وروڼو څخه د هزاره توکم سیاسي مشر محمد کریم خلیلي د سولې عالي شورا مشر وټاکل شو،  په داسي حال کې چې د حکومت او ناټو ضد جګړه د سنې مذهبو  طالبانو لخوا کیږي.

 

زه د استاد خلیلي ټاکنه پرځای ګڼم، او مخالف یې نه یم، هسي هم سوله نه کیږي او نه هم د رښتونې سولې لپاره امریکایان تر دي مهاله چمتو والی لري.

 

د یوې باورې سرچینې له خولې چې د مخکینې ولسمشر کرزي څخه یې نقل قول کاوو: «د یوې ناستې پر مهال کرزي وویل چې د سعودي عربستان د مخکینې پاچا عبدالله سره تر رسمې مجالسو وروسته، یوه ورځ هغه د ډیپلوماټیکو اصولو په خلاف زه هم د هغه په خپل شخصي موټر کې ورسره وخیږولم، ویې ویل چې داسي ځای ماته په نظر نه راغی، چې موږ پکې په ډاډه زړه دامهمه خبره وکړو، ځکه استخباراتي الات په ودانیو او نورو ځایونو کې امکان لري چې شتون ولري، نو ښه مې وګڼله چې دا مهمه خبره زما په خپل شخصي موټر کې درسره وکړم.

 

پاچا عبدالله وویل چې تا (کرزي) څو ځله پر ما ږغ وکړ چې د افغانستان سوله کې درسره مرسته وکړم، موږ قبایل خلک یو، د دې غوښتنې په قدر پوهیږو، او ځان ته یې دروند مسؤلیت ګڼو، ستا خبره راته ډیره درنه ښکاري، او هر وخت فکر پکې کوم، باید ما جواب درکړی وای، خو د نه جواب او یا نه مرستې لامل دادی چې ماته معلومه ده چې په افغانستان کې امریکا سوله نه غواړي، له همدې امله هیله کوم چې بیا ځل  زما پر اوږو د  دومره دروند  مسؤلت غورځولو ږغ  ونه کړې».

 

که خدای وکړي چې استاد خلیلي د رښتونې سولې لپاره هڅې وکړي، کار ته پرېښودل شي او په دي برخه کې لاسته راوړنې ولري، دابه یې تاریخې مسؤلیت اداء کړی وي، د اهل تشیع او په ځانګړي ډول د هزاره توکم لپاره به تاریخي افتخار د افغانانو په منځ کې پريږدي، او زه هیله کوم چې زموږ دغه شیعه او هزاره مشر سولې ته زیات لومړیتوب ورکړی، هغه کار چې حضرت، پیر او تاجک پخوانیو جهادي مشرانو ونه شو کولای، هغه سوله چې دوو پښتون ولسمشرانو (حامد کرزي او ډاکټر غني) ونشوای کولای، که همدا استاد خلیلي مټې ورته را ونغاړي او له ټولو وړ او مشروع لارو څخه په استفادې رښتونې سولې ته د رسیدو لپاره ډیر څه وکړي، امید دی چې د افغانستان د تاریخ پاڼه واړوي، او دا دود چې یواځي پښتانه د جرګو او مرکو خلک دي، داځل یې زموږ دغه هزاره ورور ویاړ تر لاسه کړي.

 

په ۱۸۲۸ ز. کال کې چې هرات ولایت د ایران لخوا محاصره شو، د هغه وخت محمد زایې واکمنو ( د امیر دوست محمد خان ملګرو)  له ایران سره د سدوزیو واکمنو ( شاه محمودخان)  پر خلاف مرسته کوله،  زموږ همدغه هزاره وروڼه وو، چې د ایران په مقابل کې د سدوزیو مشرانو سره په میړانه ودریدل او هرات یې د ایراني يوځیانو له محاصري څخه خلاص کړ.

 

استاد خلیلي که د سولې بهیر له پاره ځینې لومړیتوبونه وټاکي:

لومړی: څه ډول امریکا ته قناعت ورکول شي چې د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره غاړه کیږدي، او یو مناسب مهالویش  باندي د سولې عالي شورا (افغان حکومت) او امریکا توافق ته ورسیږي. ځکه طالبان د جګړې دوام د بهرنیو پوځیانو شتون ګڼې، وایې که د بهرنیو پوځیانو د وتلو مناسب مهالویش اعلان شي، اوربند کوي او له افغان حکومت او سیاستوالو سره خبرې سمدستي پېل کوي.

 

دویم: داچې د حامد کرزي په وخت کې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د استازو له ګډون سره د هغه وخت حکومت مخالفت وکړ، د جاپان او پاریس تر غونډو وروسته نړیوالي غونډې په ټپه ودریدي، یواځي د پګواش ادارې لخوا په قطر کې دوه غونډې وشوې.

 

کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسیدی، مطلق بندیز ولګیدی، او هیڅ هیواد سره افغان حکومت توافق نه کوي، چې داسي د سولې غونډه جوړه شي چې طالبان هم پکې ګډون ولري، حتی قطر کې هم د پګواش دویم کانفرانس وروسته دغه چانس نور ډیر نه لیدل کیږي.

 

استاد خلیلي که وتوانیږي، چې افغان حکومت او بهرنیانو ته قناعت ورکړي چې د افغان کشالي اړوند د داسي نړیوالو غونډو چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي هم په کې ګډون ولري، اجازه ورکول شي، د دغه ډول غونډو مخالفت افغان حکومت پريږدي.

 

درېیم: د سولې تر نوم لاندي چې په رسنیو کې کوم اعلانونه خپریږي، په مطلق ډول د سولې ضد شعارونه دي، چې د ناټو او  نورو پټو ادارو لخوا دا اعلانونه تمویل او ترتیب کیږي، په دي برخه کې استاد خلیلي که وکولای شي، او د سولې اړوند شعارونو ته په رسنیو کې توجه وشي، او سولې ضد څرګندونې کمې شي

 

د کریم خلیلي ځانګړتیاوي

داچې استاد خلیلي د شوروي اتحاد سره د پخواني جهاد، د کورنۍ جګړې او د نړیوالو سره د ګډ کار ۱۶ کلنه تجربه لري، یو ارام افغان سیاستوال دی، خپل مقام او صلاحیتونه په ښه ډول سره پېژني، او د خپل مقام او صلاحیت څخه په مناسب وخت کې په ښه توګه استفاده کوي، لرلید لري، ډیر نږدې نه ګوري، فهمیده او سنجیده ، محتاط شخصیت دی، په تیرو ۱۶ کلونو کې یې د ځینو نورو پخوانیو جهادي رهبرانو په ډول په طالبانو بد لفظي بریدونه نه دي کړي، او د طالبانو اړوند یې هر وخت او په ځانګړي ډول د ده د معرفي په ورځ په څرګندونو کې د تسليمۍ او زښتو خبرو لهجه نه ده کارولي، د استاد خلیلي همدې اوصافو ته په کتلو سره کیدای شي، چې هغه د سولې په ټپه ولاړ بهیر ته حرکت ورکولای شي.

 

معلومات ښيې چې د استاد خلیلي استازو تیر کال په سپټمبر کې د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره په دوحې کې ناستې کړي، او له دي مخکې یې په زابل کې د ۳۰ هزاره توکمه کسانو؛ چې د ازبک جنګیالیو (داعش) سره بندیان وو، د طالبانو سره تر تفاهم وروسته د طالبانو مرسته د ده استازو تر لاسه کړي.

 

داچې استاد خليلي هزاره توکمه ولس  د استاد عبدالعلي مزاري ځای ناستی ګڼي، او په زابل کې بندي هزاره ځوانان چې د ده په هڅو ژوندي وژغورل شول، د خلیلي سیاسي نفوذ او محبت یې په هزاره توکم کې لا زیات کړ، د سولې بهیر کې به دخپل قوم ملاتړ ورسره وي.

 

استاد خلیلي هغه سړی دی، چې ډیر په ډالرو پسې د نورو افغان چارواکو اومشرانو په ډول سرګردانه هم نه دي، له همدې کبله خو استاد محمد محقق ورڅخه جلا شو، تر څو د اهل تشیع او هزاره توکم د یو مشر په نوم د ایران پیسې هغه هضم کړي.

 

د استاد خلیلي بله ځانګړتیا دا ده چې د سیمې د هیوادونو (پاکستان او ایران) سره پیچلي استخباراتي اړیکې لکه د ځینو نورو اهل تشیع مشرانو په ډول یې نه دي ساتلي، فکر کیږي چې یواځي سیاسي اړیکې یې ورسره لرلي، او د طالبانو سره د جګړې پر مهال به یې مجبوریت وو چې د ایران وسلې تر لاسه کړي، نه یواځي ده، بلکې احمدشاه مسعود ته د ایران نظامي او مالي مرستي ترلاسه کولي.

 

که استاد خلیلي پورته یاد شوې درې لومړیتوبونه په نظر کې ونیسي او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش، په نړیوالو غونډو کې د طالبانو ګډون ته زمینه برابرول او  په رسنیو کې د سولې ضد څرګندونو مخنیوي باندي کار وکړي، موږ او زموږ په ډول ډیری د سولې په برخه کې فعال افغانان به په یادو برخو کې پرته له مقام او امتیاز څخه همکاري وکړو.

 
-
بېرته شاته