(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله او امنیت

[13.Jul.2017 - 17:46]

سوله او امنیت

لیک: شاه محمود میاخیل

د جنګ نه موجودیت دا معنی نه لري چې په یوې سیمې یا هیواد کې به فریکي او بشري امنیت تامین وي. یا په بله معنی د جنګ عدم موجودیت د سولي معنی نه لري. امنیت په دوه ډوله دي یو فزیکي امنیت او بل بشري امنیت. د یوې ټولنې د ثبات لپاره دواړه ډوله امنیت مهم دی ترڅودایمي سوله په یوې ټولنې کې رامنځته شي. فریکي امنیت په ټولنه کې د افرادود فزیکي مصونیت خوندیتوب دي چې د خلکو ژوند، مال او روزګار خوندې وي او په ارامه خلک خپل ژوند ته دوام ورکړې شي. بشري امنیت بیا د ټولنیز عدالت پورې ټړلې چې په یو ملک کې د ولس اساسي ضرورتونه رفع او ټولنیز عدالت موجود وي. .  په دی توګه په یوې ټولنه کې د ایمې امنیت لپاره د فزیکي امنیت ترڅنګ بشري امنیت مهم دی ځکه د بشري امنیت نه په غیر په ټولنه کې دایمي سوله نشي ټینګیدلای. دبشري او فزیکي امنیت د تامین لپاره یوازنې لارد حکومتدارې ښه کیدل دي. حکومتدارۍ هله ښه کیدلې شي چې په یوه ټولنه کې ټول افراد په حکومتدارۍ کې برخه ولري او ټول دولتي او غیر دولتي نهادونه او مؤسسات خپل وجایب سم ادا کړي. څومره چې ولس خپل وجایب سم ادا کړي هماغومره خپل حقوق هم سم تر لاسه کیدلې شي.

په ساده ډول که د یوې ټولنې غړي خپله د رایه ورکولو وجیبه په سمه توګه استعمال کړي، نو هغه هیواد به ښه پارلمان ولري. ښه پارلمان بیا د ټولنې په ګټه ښه قوانین تصویبوي، ښه پارلمان بیا ښو وزیرانو ته رایه د اعتماد ورکوي او د حکومت د کارونو نظارت په ښه توګه کوي. ښه وزیران بیا د ملک د رفاه او بهبود لپاره ښي پالیسي جوړوي او هغه په ښه توګه تطبیقوي او په دی توګه د ټولنې ټول وګړي د حکومت او دولت د کړنو نه راضي وي. که مونږ خپله د رایه ورکولو وجیبه سمه ادا نه کړو او د قومي، سمتي، ژبني او یا د پیسو په مقابل کې هغسي کسانو ته رایه ورکړو چې د وکالت یا د ولس د استازیتوب اهل نه وي، نو بیا مونږ به خراب پارلمان ولرو چې وکیلانو سره به د ولس غم نه وي ځکه ولس دوی ته د خدای په رضا اود ولس د رفاه او ښیګڼو لپاره رایه نه ده ورکړي نو مونږ باید د داسي پارلمان نه هم د ښو طمعه ونه کړو. داسي وکیلان چې د وکالت اهلیت ونه لري او یا ورسره د ولس غم نه وي، نو بیا به خامخا نیمګړي او خراب قوانین تصیبوي، هغسي وزیرانو ته به رایه د اعتماد ورکوي چې د وزارت اهلیت به نه لري او بیا د داسي وزیرانو نه د کار طمعه کول نه دي پکار. د خرابې حکومتولۍ په درلودلو سره خامخا امنیت خرابیږي او په یو هیواد کې سوله نشي ټینګیدلای.

که مونږ تیرو څلورو لسیزو نا خوالو او د افغانستان حالاتو ته نظر واچوو، د بهرنې ستونځونه برسیره مهمه مسله چې مونږ ورسره اوس هم لاس او ګریوان یو، د ښي حکومتولۍ نشتوالې دی. مونږ ډیرې دا فکر کوو چې ښه حکومتولی یوازې د دولتي چارواکو پورې تړلی ده مګر خبره داسی نه ده. د ټولنې هر فرد په ښه حکومتولۍ کې برخه او ونډه لري، نو ځکه د ښې حکومتولۍ تعریف داسی دی چې ښه حکومتولي د افرادو له خوا د دولت په ټولو تصامیموکې د اشتراک او محاسبه پروسه ده. یا ښه حکومتولي د اشتراک، تصمیم نیولو او احتساب پروسه ده. ښه حکومتولي پروژوي شکل نه لري بلکې یوه پروسه ده او دی پروسی ته په ټولو شرایطو کې همیشه باید توجه وشي. دا د یوې ورځي خپره نه ده بلکې د نسلونو کار دی چې د ښې حکومتولۍ کلتور د یوې ټولنې د افرادو په منځ کې رواج پیدا کړي. کله چې په یو هیواد کې حکومتولۍ ښه شي، نو بیا دی ته اړتیا نشته چې مونږ د هر کار د تطبیق لپاره پولیس مؤظف کړو بلکې خلک د پولیسو او یا د قانون د تنفیذي ادارو د نظارت او ویري پرته، غیرقانوني کار نه کوي او خپل وجایب سم ادا کوي. هغه امکانات چې په امنیتي ساحه کې د خرابی حکومتولۍ له وجهي مصرف کیږي، هغه پیسي د دولت په نورو عام المنفعه پروژو باندې مصرف کیدی شي.

نو په دی خاطر دا ډیره مهمه ده چې مونږ د ژوند په ټولو تصمیونو کې که هغه شخصي وي او یا د ټولنیزو مسایلو په هلکه وي، باید د ډیر دقت او احتیاط نه کار واخلو ځکه زمونږ هر تصمیم زمونږ په کورنۍ او ټولنه باندې خامخا مثبت او یا منفي اغیز درلودلای شي. یو بل مثال غواړم چې په ساده توګه وړاندې کړم. یو سړی ډیره ډوډي خوري، نو که مونږ ورته ووایو چې وروره ډوډۍ کمه خوره ځکه ډیره ډوډۍ خوړل تا ته ، ستا کورنۍ ته او هم ټولنې ته ضرر رسوي نو دا سړی شاید سمدستی ووایي چې ډوډۍ مې خپله ده او خیټه مې هم خپله ده نو ستا زما په زیاته ډوډۍ خوړلو کې څه؟ که مونږ لږ ځیر شو، دغه سړی شاید د زیات خوراک له وجهي مریض شي نو د ده بوج په مالي او فریکي لحاظ باندې په کورنۍ باندې خامخا وي، که زیات مریض شي نو روغتون ته به یې خامخا بیايي نو بیا د ده بوج په ټولنه او حکومت باندې شو ځکه د روغتون مصارف حکومت د ولس د پيسو نه ورکوي. که با الفرض دا سړی مریض نشي نو بیا هم شاید په خپله کورنۍ کې د نورو او په خاصه توګه د ښځو حق وخوري او هغوي ته ډیر څه پاتي نشي ځکه زمونږ په ټولنه کې چې یو کیلو غوښه په کور کې پښه شي نو ښه برخه یې نارینوو یا میلمنو ته ورکول کیږي او تشه نرې ښوروا همیشه په کور کې دننه ښځو او ماشومانو ته پاتي کیږي. که دا کار هم ونشي نوځمکه او طبیعي منابع زمونږه ثابتې دي اما نفوس ورځ تر بلي زیاتیږی، نو په دی توګه محیط زیست ته د دی کس د زیات خوړلو د وجهي صدمه رسیږي.

که خبره خلاصه کړم نو مونږ باید په خپلو ټولو تصامیمو کې ډیر احتیاط وکړو ځکه زمونږ د هر تصمیم اغیز په نورو شته دی او همدا ډول باید خپل وجایب په سمه توګه ادا کړو ترڅو مونږ خپل حقوق سم ترلاسه کړو. البته د دغسي کارونو د ترسره کولو لپاره مونږ یو فکري تغیر ته اړتیا لرو. ترڅو چې  په یوه ټولنه کې د افرادو په فکرونو کې مثبت تغیر رامنځته نشي، په هغه ټولنه کې هیڅکله سوله او امن نشي راتلاي. که مونږ غواړو چې د یویشتمي پیړۍ سهولتونه لکه انترنیت، برق، ښه روغتون، ښه ښوونځي او پوهنتونونه، سرکونه او داسی نور سهولتونه ولرو، باید زمونږ فکرونه هم د یویشتمي سدی سره عیار وي. که زمونږ فکرونه لا په نونسمه او یا اتلسمي سدی کې چکر وهي نو مونږ هیڅکله نشو کولای چې د یویشتمي پیړۍ سهولتونه تر لاسه کړو.

 
-
بېرته شاته